الجـــــــهاد فی سبیل الله
عاجل خبر : د پلازمېنې په ړزه کې په مهم انتخاباتي مرکز استشهادي بريدونه پيل شول لیکوال ذبیح الله مجاه
ساعت 14:0 | بازدید : 420 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له پلازمېنې کابل نه د انتخاباتو په مهم مرکز د استشهادي مجاهدينو د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي نن له غرمې مخکې 11 بجې د کابل ښار دارالامان سیمه کې د راتلونکو جعلي انتخاباتو په مهم مرکز ګڼ فدايي بریدونه پيل شول چې تر اوسه پوري په شدت سره دوام لري.

برید لومړی د یوه درانه انفجار په رامنځته کيدو سره پيل شو، وروسته بیا ګڼ شمير په سپکو او درنو وسلو سمبالو مجاهدینو وکولای شول چې وداني ته ننوځي او په دښمن خپلو درنو بریدونوته دوام ورکړي.

د لومړنيو معلوماتو په اساس په بريد کې تر اوسه پورې تر 20 ډير دښمنان وژل شوي دي.

د بريد نور جزئيات به وروسته په ليکه شي.

2014-03-25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


جهاد یوا سپیځلی مقدس عبادت ده
ساعت 13:58 | بازدید : 710 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

جهاد یو سپېڅلی عبادت دی، دجهاد یو هدف د دین، ناموس، اواسلامي ارزښتونو ساتنه، له ظلم او وحشت نه د مظلومانو، بې وسه اوبې کسه خلکو ژغورنه ده، د جهاد مقصد د انسانانو وژل او ځورول، د ښارونو ورانول او د کلیو تخریبول ندي، همدا وجه ده چې داسلام په تاریخ کې له کفارو سره معاهدې شوې دي، د اهل الذمه وو دسر او مال د ساتنې سپارښتنې یې کړې دي، دنبي کریم صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو رضي الله عنهم نه رانیولې تر ننه پورې د اسلام د ویاړلي تاریخ په اوږدو کې د جهاد سترو قائدینو خپلو ملګرو ته په مسلسله توګه دا توصیه کړیده چې: په جګړه کې ښځې، ماشومان، بوډاګان او راهبان مه وژنئ!

د مقدس جهاد ستر قائد نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حربي ( جنګي) کافرانو د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او راهبانو د وژلو نه منعه کړیده، امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې دعبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت راوړی، هغه وایي: د جګړې په میدان کې یوه وژل شوې ښځه وموندل شوه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیده نو دښځو او ماشومانو وژل یې ښه ونه ګڼل، او د هغوی له وژلو څخه یي منعه وکړه! ديته ورته ډیر نبوي احادیث راغلي دي او د پورتني حکم تایید کوي.

که له یوې خوا د جنګي کفارو د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو وژل د اسلام د اصولو مطابق جواز نلري، او اسلامي امارت هم چا ته ددې اجازه نه ده ور کړې، او نه یې ور کوي، نو بلې خوا ته بیا د مسلمانو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو ژغورل د مقدس جهاد له موخو نه یو ستر هدف دی، الله جل جلاله د سورت نساء په (۷۵) آیت کریمه کې فرمایي: تاسو ولي د الله عز وجل په لاره کې او د هغو کمزورو خلکو، ښځو او ماشومانو د خلاصون لپاره جهاد نکوئ چې وایي: ای زموږ پالونکیه (ربه) موږ له دغه کلي څخه وباسي چې اوسیدونکي یي ظالمان دي....

دا یو روښانه حقیقت دی چې د اسلامي امارت عاليقدر امیر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد او ملګرو یې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په پیروۍ ډیر ځله خپلو مؤمنو مجاهدینو ته په واضحو کلماتو کې توصیه کړیده چې تر خپله وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي، او هغو کسانو ته سزا ورکړي چې په دې هکله احتیاط نکوي، مجاهدین په دې اړه دومره د مسولیت احساس کوي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په مقصد یې یوه مستقله اداره هم جوړه کړیده. او له مقابل لوري څخه یې غوښتنه کړې ده چې په دې اړه باید یو درې اړخیز کمیسیون جوړ شي چې دملګرو ملتونو استازي هم پکې وي. مګر دښمن تر اوسه دې کار ته تیاری نه دی ښودلی. ځکه چې په ملکي تلفاتو کې لوی لاس د دوئ دی.

بل خوا د هر جهادي کال په پیل کې د مجاهدینو لپاره مشخص اهداف ټاکل کیږي، چې هغوی یې په نښه کړي، او له مؤمنو هیوادوالو نه په درناوي سره او د دوی د ژغورني په خاطر هیله کیږي چې هغو ځایونو ته دې نه ورځي او نه دي ور نېږدې کیږي چې هلته دښمن یا د هغوی حامیان اوسیږي، یا د هغوی د تګ راتګ سیمه وي ځکه چې دا د جګړې میدان دی، هسي نه چې خدای مکړه دوی ته کوم زیان ورسېږي.

موږ یو ځل بیا د خپلو مؤمنو هیوادوالو نه په درناوي هیله کوو چې د اشغالګرو او د هغوی له ګوډاګیانو سره د کارکولو او نېږدې والي څخه دې ډډه وکړي او له هغو ځایونو څخه دې ځانونه لیرې ساتي، په کومو ځایونو کې چې دښمن اوسیږي یا هلته تګ راتګ کوي، ځکه تجربو ثابته کړیده چې دښمن د مجاهدینو د حملو په مهال پر ملکي وګړو ډزې کوي، بې ګناه خلک ولي، ځوروي یي او وژني یي. والله الموفق

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


بدخشان یمګان کی چاودنی څلور اربکیان ژوبل کړل لیکوال ذبیخ الله مجاهد
ساعت 17:42 | بازدید : 504 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له بدخشان ولايت نه په يمګان ولسوالۍ کې د اربکيانو په ګزمه درنه چاودنه شوې.

اربکيان تېره ورځ ماسپښين 1 بجه په ده آب جخان سيمه کې په پلي ګزمه بوخت وو چې چاودنه پرې وشوه.

عيني شاهدان وايي چاودني 4 تنه اربکيان سخت ژوبل کړل چې وروسته په رينجر موټرانو کې انتقال شول.

2014-03-24

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


جلال اباد په موټر چاودنی کی دری تنه پولیس ټپیان کړل لیکوال ذبیح الله مجاهد
ساعت 17:39 | بازدید : 568 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د جلال اباد ښار په اړونده سيمه کې د پوليسو په رينجر موټر د چاودني له امله 3 تنه پوليس ټپيان شوي.

چاودنه بيګا شپه 10 بجې د تالاشي چوک ته نژدې رامنځته شوه.

چاودني موټر هم پوره تخريب کړی دی.

2014-03-24

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننګرهار کې د يوې چاپې په مهال ۱۲ امریکايي عسکر قتل او ټپيان،۴ مجاهدين شهيدان شول
ساعت 12:8 | بازدید : 382 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په مشواڼو سیمه کې امریکايي عسکرو غوښتل ، د مجاهدينو په يوه مرکز چاپه ووهي چې د ويښو مجاهدينو له سخت غبرګون او مقاومت سره مخ شول، د اوږدې جګړې په نتيجه کې ۱۲ امريکايي عسکر قتل او ټپيان شول، بزدله دښمن د تلفاتو په لیدلو سره سیمه پريښوده او چورلکې راوغوښتې چې د مجاهدينو د مرکز په شاوخوا يې بمبار وکړ، د دغه بمبار له امله ۴ تنه مجاهدین شهیدان ۲ تنه ټپيان شول، امریکایي عسکر د خپلو مړو، ژوبلو په ټوليدو له سیمې نه په تيښته ووتل، عیني شاهدان وايي چې امبولانس چورلکوته يې دخپلو مړو او ټپيانو ۱۲ جسدونه پورته کړل.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۵/۲۲هــ ق

۱۳۹۳/۱/۳هـ ش ــ 2014/3/23

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ترکیی د سوریی پوځی الوتکه راوغورځوله لیکوال محمد ظاهر
ساعت 12:6 | بازدید : 572 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دترکیي هیواد لومړى وزير رجب طيب اردوغان وايي دسوریي الوتکي په حریم تیري کړي او وسلوالو ځواکونو یي ویشتي
اردوغان خبردارى ورکړ چې د سوريې دغه اقدام د يوۀ سخت ځواب وړ و.
سوريې بيا پر ترکيې د ښکاره تيري تور ولگاوۀ او وې ويل چې الوتکه هغه مهال د سوريې په هوايي حريم کې وه.
رپوټونو پر بنسټ پېښه هغه سيمه کې رامنځته شوې چې د پولې د کنترول پر سر د سوريې حکومتي ځواکونه له مخالف لوري سره په جگړه بوخت دي.
ترکيه او سوريه ٨٠٠ کيلومتره گډه پوله لري.
له ٢٠١١ م کال د سوريې د جگړې له پيل راهيسې، دغه دواړه هېوادونه د يوۀ بل په وړاندې ودرېدلي او د دوى ترمنځ يو شمېر وسلوالې نښتې هم رامنځته شوې دي.
دترکیي لومړي وزير اردوغان د خپلو ملاتړو په يوه غونډه کې د ترکيې هوايي ځواکونو ته د هغوى د دغه اقدام له امله مبارکي وويله.
اردوغان وويل " يوې سوريايۍ الوتکې زموږ له هوايي حريمه سرغړونه وکړه. زموږ اف-١٦ الوتکې والوتې او نسکوره يې کړه. اردوغان وايي زما هوايي حريم ته ننوځې، نو له دې وروسته به زموږ څپيړه نوره هم زوروره وي."
د سوريې ملي ټيلويزيون د پوځ د يوې سرچينې په وينا ويلي چې د ترکيې هوايي ځواک د سوريې په خاوره کې يوه الوتکه نسکوره کړې چې د دوى په وينا د ترکيې له لوري ښکاره تېروتنه ده.

د الوتکې پيلوټ په دې توانېدلى چې د پراشوت په مټ ځان له الوتکې وغورځوي.
په تېر سپتمبر کې ترکيې د سوريې يوه چورلکه خپلې پولې سره نژدې وويشته، بيا يوه ترکي جت الوتکه د سوريې د ځواکونو له لوري د مديترانې د سمندر پر سر نسکوره شوه.

د ترکي الوتکې له نسکورېدو وروسته د ترکيې حکومت اعلان وکړ چې د سوريې په وړاندې يې خپل پوځي او جگړييزې تگلارې له سره ارزولي دي، او له هغه هېواده د ترکيې پولې ته نژدې کېدونکى هر پوځي عنصر به گواښ بلل کېږي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تبلیعاتی استحمار لیکوال جاوید علی خیل
ساعت 12:1 | بازدید : 692 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د روزګان ولایت په مرکز کې جګړه پیښه شوه ، امریکایي ځواکونو د بریدکوونکو طالبانو په ضد عملیات پیل کړل ، امریکایي سپیشل فورس دروزګان دملي راډیو ودانۍ ته ننوتل ، د راډیو نطاق او دبي بي سي خبریال احمدامید خپلواک دمیز لاندې ننوتی وو ، ترڅو ځان محفوظ وساتي ، خپل ورور ته یې په مسیج کې ولیکل ، زه په محفوظ ځای کې یم ، مطمئن اوسه، خو څو شیبه وروسته امریکایي کوماندویان په اطاق ورننوتل ، په احمدامید یې ضربه وکړه ، داحمدامید بدن د ایم شپاړس ټوپکو په ګولیو سوری سوری شو.

راډیوګانو اوازه واچوله ، طالبانو خبریال مړ کړ ، داحمد امید مشر ورور ویل چې په خپله یې دنوموړي بدن او د وژل کیدو ځای کتلی دنوموړي په بدن کې دامریکایي ټوپکو مرمۍ بندې دې ، خو دنوموړي دغه غږ قرنطین شو ، بي بي سي د مکارې ناوکۍ غوندې په خوله ژړل مګر په زړه یې ګوړې ماتولې ، ځکه د طالب په ضد یوه بله تبلیغاتي سوژه په لاس ورغلې وه ، بي بي سي اونورو رسنیو عام ساده اولس په بشپړه توګه دوکه کړ او داسې یې ورته وښوده ، چې خبریال طالبانو وواژه .

دتیرې جمعې په شپه څو تنه طالبان له محدودو وسلو او مرمیو سره سرینا هوټل ته ننوتل ، ددوی هدف په همدې هوټل کې موجود بهرني لوړپوړلي منسوبین وو ، ځکه که ددوی هدف عام افغانان ، ښځې او ماشومان وای نو هغه خو له سرینا بهر هم ډیر ګرځي ، مګر دا یوازې بهرنیان دي چې له سرینا بهر نه پیدا کیږي ، په هوټل کې یې له خپلو محدودو وسلو او مهماتو په استفاده بهرني استخباراتي کسان په نښه کړل ، دکرزي وارخطا عسکرو دخپلې قهرمانۍ ثابتولو لپاره په هوټل ړانده باړونه پیل کړل ، چې په نتیجه کې یې یو خبریال او دهغه میرمن او ماشومان ووژل شول .

دخبریال کورنۍ وویل وژل شوي ماشومان شل شل مرمۍ لګیدلي ، په داسې حال کې چې له طالبانو سره تفنګچې وې ، تفنګچه ۷ مرمۍ ځایوي ، نو که طالبانو دغه کسان وژلي وي معنی یې داده چې طالبانو بایددهر ماشوم د وژلو لپاره دری ځلې د تفنګچې شاجوړ بدل کړی وي ، دا داسې احتمال دی چې شاید دحیواناتو عقل یې هم ونه مني ، په دومره حساسو ، عجولانه او مهمو عملیاتو کې دا ډول احتمال منل له حماقت پرته بل څه نه دی .

له همدې امله یقین دادی چې دغه ملکي کسان دحکومتي عسکرو په ناترسه ډزو کې لګیدلي دي ، خو څرنګه چې دابرید په خور ا حساس ځای ، حساس وخت او حساسو بهرنیو کسانو باندې ترسره شوی وو ، ددې لپاره چې دبرید اغیز کم ، تلفات یې پټ او عامه اذهان په بله موضوع مصروف وساتي راډیوګانو یو ځل بیا خپل د عامه استحمار کمپاین پیل کړ .

ټولو راډیوګانو اونورو رسنیو په یوه غږ تبلیغات پیل کړل چې طالبانو ماشومان او خبریال وژلی ، راډیويي استحمارګرو ( خبریالانو ) هم همدې خبرې ته زور ورکړ ، غونډې او منډې یې پیل کړې ، دکابل په عیدګاه کې یې شعار بازي وکړه او دطالبانو خبرونه یې تحریم کړل .

همدې استحماري جریان یو شمیر خالي الذهنه کسان په بشپړه توګه مستحمره وګرځول ، دا یې زړه ته ولویده چې هغه څه بالکل رښتیا دي چې راډیوګانې یې وایي ، نوځکه دوی هم د استحمارچیانو په اتڼ ورګډ شول او په دې تبلیغاتي لوبه کې یې په شرکت سره خپل اخلاص ونه سپماوو .

زما په نظر خو دسرینا پیښه یوازې یوه پیښه ده چې د وخت په تیرو سره هیریدونکې ده ، مګر مهمه او دبحث وړ موضوع له دا ډول پیښو سره تړلې د راډیويي استحمار موضوع ده ، چې که په اړه یې عامه پوهاوی او ویښتیا زیاته نه شي ، شاید ډير خلک مو ترې متاثر شي .

رسنیز یا تبلیغاتي استحمار دې ته وایي چې دښمن دخپلو پراخو او سیستماتیکو تبلیغاتو په زور یو پیښه سل فیصده سرچپه تبلیغ کړي ، او ترهغو یې بدرګه او نشر کړي ترڅو یې درښتیاوو غوندې په خلقو ومني ، د راډیوي یا تبلیغاتي استحمار پدیده ددوهم نړیوال جنګ له مهاله راپیل شوې ده ، دنازي المان داطلاعاتو وزیر ګویبلز خپلو تبلیغاتي کارکوونکو او رسنیو ته امر کړی وو ، چې دروغ دومره زیات تبلیغ او مکرر نشر کړی ، چې خلک ګنګس شي او درښتیاوو ګومان پرې وکړي ، انسان طبعا چې یوه خبره په تکرار سره واوري نو زړه ته یې لویږي او یقین ورباندې کوي ، مثلا موږ شمالي قطب نه دی لیدلی ، خو د بیا بیا اوریدو له امله مو په دې یقین پوخ شوی چې شمالي قطب او منجمد بحر یو حقیقت دی ، دمعاصرې نړۍ استعمارګرو همدا راز کشف کړی دی ، نوځکه یې دخپلو تبلیغاتو لپاره مختلفې چاپي ، تصویري ، غږیزې او انټرنیټي رسنۍ جوړې کړې دي ، ددوی استحمارګر مغز چې کومه افواه او دروغ خبره جوړه کړې نو بیا یي دغه ټولې رسنۍ بیا بیا په یوه ډول تبلیغوي ، او ترهغو یې بدرګه کوي ترڅو یې په خلکو ومني .

انسان ته الله تعالی عقل ددې لپاره ورکړی ترڅو رښتیا او دروغ ، دوست او دښمن او رڼا او تیاره ورباندې تفکیک کړي ، د راډیويي او تبلیغاتي استحمار په دې دوره کې دا زموږ انساني وظیفه ده چې هیڅ پیښه په پټو سترګو ونه منو ، لومړی باید له عقل څخه کار واخلو ، دعقل په ترازو یې وتلو ، نقادانه چلند ورسره وکړو ، او بیاکه دمنلو وړ وه ویي منو .

مثلا که دسرینا پیښه یوڅوک دعقل په ترازو وتلي ، هیڅکله عقل د رسنیو دا خبره نه مني چې ماشومان دې طالبانو وژلي وي ، ځکه طالبان انسانان او مسلمانان دي ، انسان طبعا دماشومان او بې دفاع کس په وړاندې عاطفه لري ، اسلام د ماشومانو وژل مطلقا حرام ګرځولي ، بله داچې دطالبانو په وړاندې دخارجي غلیمانو د شتون له امله ګڼ اهداف موجود وو ، طالبانو څه ضرورت درلود چې خپلې مرمۍ په ماشومانو مصرف کړي ، ماشومان شل شل مرمۍ لګیدلي ، شواهد ښيي چې طالبانو یوه یوه تفنګچه په بوټانو کې هوتل ته داخله کړې وه ، آیا له طالبانو سره ددومره مرمیو شتون عقل مني چې هر ماشوم ورباندې شل مرمۍ وولي او په دې سوا نور کسان هم ووژنی او له پولیسو سره هم جنګ وکړي ، دا مجموعي احتمال دعقل خلاف او د منلو نه دی ، که دراډیو ګانو لخوا استحمار شویو کسانو داموضوع دعقل په ترازو تللې وای اوس به داستحمار پیغور نه وای ورله غاړې .

په هرحال ، ددې لپاره چې خپل انسانیت مو ساتلی وي ضرور ده چې د غرب تبلیغاتي استحمار وپیژنو ، ترڅو یې خدای مه کړه قرباني نه شو ، دا خو یوه پیښه ده، سبابه شاید غربي راډیو ګانې موږ ته وایي ، چې دافغانستان په فلانۍ سیمه کې داسې او هغسې پیښ شوی ، یا په مریخ کې یې دمنسوخ عیسویت دحقانیت شواهد موندلی دي ، نو څه فکر کوئ چې موږ به یې ورسره منو ؟ نه هیڅکله نه ځکه موږ شکر انسانان یې او د چا داستحمار په جال کې هیڅکله نه شو راتللای .

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


که طالبانو خبریالان وژلی لیکوال زخمی افغان
ساعت 11:58 | بازدید : 753 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په کابل کې درسنیو یوه ټولنه چې میاشتنی معاش یې دامریکایي سفارت لخوا مجرا کیږي ادعاء کړې ده چې طالبانو دکابل سرینا هوټل په عملیاتو کې یو تن خبریال قصدا په نښه کړی او وژلای دی .

زه خو به لومړی دا خبره وکړم ، چې تراوسه دا نه ده معلومه چې آیا رښتیا داحمد سردار په نوم وژل شوی تن خبریال دی او کنه ؟ ما چې دنوموړي فیسبوک اکاونټ وکوت هیڅ داسې نښه مې په کې پیدا نه کړه چې وښيي نوموړی خبریال دی ، خو که بالفرض نوموړی خبریال وي او دوه طرفه جګړه کې وژل شوی وي ، باید دقتل دپړې ګوته یې درژیم عسکرو ته ونیول شي چې په تیر څوکلن تاریخ کې یې دهرکله په پرتله ډېر خبریالان وژلي ، زنداني کړي او ډبولي دي .

هغه عسکر چې دعبدالصمد روحاني ، جاوید جوجو او احمدامید خپلواک په وژلو یې سرپه ونه کړه څرنګه چې اموخته خور بلا خور وي شاید احمدسردار یې هم ترتېغ تیر کړی وي او وروسته د خپل عادت له مخې دانکار په غونډۍ کینستي وي .

په دې مابین کې طالبان ګرمول چې ګوندې دغه خبریال یې وژلی دی ، له یوې مخې احمقانه ، مغرضانه او طفلانه تهمت دی ، چې یوازې دسیاسي اهدافو په خاطر یې صورت موندلی .

زه یوداسې څوک یم چې ډیره موده مې دافغانستان په رسنیو کې کار کړی او د ژورنالیزم له ډګر سره نږدې پاته شوی یم ، ماته په ښه توګه دا خبره معلومه ده چې آیا طالبان دخبریالانو ژوند او مسلک ته ډیر احترام لري او که واکمن چارواکي .

زه دهمدې تجربې په بنیاد دغه اتهام په کلکه ردوم چې احمدسردار دې دطالبانو لخوا وژل شوی وي ، ځکه که طالبانو خبریالان وژلی نو اوس به په افغانستان کې دژورنالیزم او مطبوعاتي کارکوونکو وضعیت داسې نه وو لکه همدا اوس چې دی .

طالبان کولی شي ژورنالیستان چې ترټولو بې دفاع قشر دی ډیر په اسانه په نښه کړې او له منځه یې یوسې ، څرنګه چې دیوه په وژلو سل تنه بیریږي طالبانو کولای شوای ، د څو تنو خبریالانو په وژلو سره سلګونه نور دخپلو وظایفو پریښودلو ته اړ باسي .

که طالبانو خبریالان وژلی نو اوس به دافغانستان ترنیمایي زیاتو ولایاتو کې هیڅ رسنۍ خبریال نه درلود ، په تیره په کندهار ، زابل ، هلمند ، غزني ، او یوشمیر جنوب ختیځ او لویدیځو ولایاتو کې خو به هیڅ رسنۍ خبریال نه وای موندلی ، ځکه په دې ولایاتو کې دطالبانو عملیاتي لاسرسی دومره پراخ دی چې حتی والیان ، امنیه قومندانان او ولسوالان چې لسګونه ساتونکي ورسره وي ترې په امن نه دي ، نو یو بې وسلې خبریال چې له کیمرې او بغل جولې پرته ورسره هیڅ نشته څنګه به له هدفي بریدونه محفوظ پاته شوي وای .

که طالبانو خبریالان وژلی نو شاید اوس به دغزني په ولایت کې کومې رسنۍ خبریالان نه درلودلی ، ځکه طالب چې دولایت معاون الله یار ، دشلګر ولسوال عبدالرحیم دیسي وال او په لسګونو نور حکومتي کسان دغزني ښار په ترټولو امنه سیمه کې په نښه کولای شي ، نو خبریالان چې زیاتره یې دښار په اطرافو غریبو سیمو کې اوسي ډیر په اسانه یې ختمولای شوای .

که طالبانو خبریالان وژلی نو اوس به دوا خان مینه پال دکندهار داطلاعاتو او فرهنګ رئیس نه وای ، بلکې دخبریالۍ په جرم به وختي لا ، د ملا فیاض ، دواد بارک ، خان محمد مجاهد ، احمدولي کرزي او نورو غوندې دطالبانو د هدفي بریدونو په نتیجه کې له منځه تللی وای .

هغه مهال چې امریکایي یرغل په توده کې وو ، انګریزانو هلمند اشغالاوو ، دبي بي سي دهغه مهال خبریال میرویس افغان دزابل دسره غره سیمې ته دطالبانو علاقې ته لاړ اومخامخ مرکې یې ورسره وکړې ، طالبان په دې ښه پوهیدل چې میرویس افغان له یوې داسې ادارې سره کار کوي چې مخامخ داشغالګرې بریتانیا لخوا تمویلیږي او دهغوی تبلیغاتي سیاست تمثیلوي ، مګر داچې طالبانو ژورنالیزم او خبریالۍ ته احترام درلود، دبي بي سي دخبریال یې په ډیر درنښت میلمه پالنه وکړه ، او بیرته یې رخصت کړ.

که طالبانو خبریالان وژلی ، نو د بي بي سي دخبریالانو الیاس وحدت کور په صبریو او احسان الله مهجور په زرمت کې دطالبانو ترلاس لاندې سیمو کې وو چې هره جمعه یې ورته تګ راتګ کاوو ، ولې یې دغو خبریالانو ته زیان ونه رساوو .

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې که څوک ځان دعقل څښتن بولي باید ورباندې فکر وکړي او که د ډالرو په نشه کې یې عقل ترګونډه لاندې کړی وي ، هغوی ته اجازه ده چې په پټو سترګو هرډول تور چې لګوي ودې لګوي .

زه د ژورنالیستانو هغې ټولنې ته چې دیوه مشکوک خبریال په مشکوک مرګ یې طالبان دخبرونو په تحریم ګواښلي دي ورته وایم چې دداسې بي ځایه تهمتونو په لګولو سره دې لطفا هغه ځای نه ګروي چې خارښ نه کوي ، دوی باید پوه وي که طالبانو ژورنالیستان وژلی ، نو نن به ستاسو وضعیت داسې نه وای چې په دومره جرأت دومره خبریالان راټول کړای ، ځکه طالبان چې دافغانستان یوازینی فایو سټار هوټل او ترټولو محفوظ ځای ته ځان رسولی شي ، ستاسو د مطبوعاتي مراکزو په نښه کول ورته ډیر سهل الحصول اهداف دي .

زه دوی ته وایم ، چې د ډالرحلالۍ لپاره دطالبانو په خبرونو هرڅومره مو چې خوښه وي ، بندیز ولګوئ ، پښتانه وایي ( لامده به څه لامده شي ) تاسو خو له تیرو دوولسو کلونو راهیسې بندیز لګولی وو ، خبر یوازې یوځل سانسور کیدلای او بندیز ورباندې لګیدلای شي ، په بندیز دپاسه بندیز له سوچ حماقت پرته بل څه نه دی ، مطلب داچې کومه عملي نتیجه نلري ، موږ شاهد یو چې تردې پخوا هم رسنیو یوازې دطالبانو هغه خبرونه نشرول چې خپل کوم دتحریف او غلط تبلیغ غرض به یې په کې وو ، خو له دې سره سره بې بنیاده تهمتونه مه لګوئ ، ځکه د ډالر حلالۍ لپاره همدا کافي ده ، چې دقلم او مطبوعاتو عزت مو د یرغلګرو په پښو کې ذبحه کړی او په دې توګه مو د ژورنالیزم په تاریخ کې ترټولو شرموونکی ریکارډ ثبت کړی دی .

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د جلال اباد د بریدونو اغیزی او پیغامونه لیکوال محمد ادریس
ساعت 11:52 | بازدید : 461 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

که ووايو چې د جلال اباد او کابل برياليو بريدونو د بهرني او ګوډاګي يرغلګر پوځي او استخباراتي وړتياوې وننګولې نو دا به يوه روايتي، روښانه او تر يو حده تکراري خبره وي، ځکه چې د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې هېڅکله هم دوښمن نه دى توانيدلى د هغه پلانونه شنډ يا د خنډ سره مخ کړي، چې مجاهدينو طرحه کړي دي.

له لرو پرتو سيمو څخه رانيولې د هيواد په سترو ښارونو کې پر ټاکلو اهدافو بريدونه کول، او په خپله پلازمېنه کابل، ارګ، سرينا هوټل، هوايي ډګر، او يرغلګرو پر پوځي اډو له يو څخه زيات ځل بريدونه شوي، دوښمن ته درانده مالي او ځاني زيانونه رسيدلي دي.

که په ولايتونو نظر اچوو نو عموماً د ولسواليو مرکزونه د دوښمن د پوستو حيثيت لري، او نورې ټولې سيمې عملاً د مجاهدينو تر واک لاندې دي، د ولايتونو په مرکزونو کې بيا د جلال اباد د بريد په څېر دوښمن تر هېښوونکو بريدونو لاندې نيول شوى دى، هر ځل مجاهدين خپلو اهدافو ته رسېدلي، په بريالۍ توګه يې جګړه پر مخ وړې، او د شهادت تر لحظې پورې دوښمن نه دى توانيدلى هغوى مات کړي.

د کابل ادارې استخباراتي حيثيت د همدې ادارې پر مشر او مختار کل اسد الله خالد، او څه موده دمخه په کونړ کې پر يوه پوسته د برياليو بريدونو تر سره کولو په ټوله کې له سترګو پناه کوي، دغه بريدونه د کابل ادارې استخبارتي کړۍ تر خپل سيوري لاندې راولي، او له منځه وړي، نوموړو بريدونو ته په کتنې خو بايد د ګوډاګۍ ادارې استخباراتي اورګان هېڅ اورګان ونه بلل شي.

امريکايي استخبارات خو په ارګ کې د CIA پر مرکز بريد ټولې نړۍ ته وښودل، ګويا چې په افغانستان کې د صليبي يرغلګرو او د هغوى د مزدورانو پوځي او استخباراتي څانګې په بشپړه توګه د ناکامۍ سره مخ دي، او دا يوه څرګنده خبره ده، د حال ژبه همدا وايي چې اوس دوښمن خپله پرې اعتراف هم کوي، ځکه خو په خورا سرګردانۍ کې دغه بريدونه کله د يو لوري او کله د بل لوري پورې تړي، کله پر چوکيو د اشخاصو بدلولو ته اقدام کوي، کله نورو ته د مرستې لاس اوږدوي، او کله بيا د مکر او فريب په نيت هيواد پلورونکې څېرې د هيواد ساتنې کاذبې چغې وهي.

د جلال اباد او کابل وروستيو بريدونو هم ريښتيا چې د دوښمن ټول اورګانونه وننګول، او مجاهدينو ثابته کړه چې هغوى پياوړي استخبارات، پوه او ځيرک پوځي ماهرين، نظامي طراحان، تکړه او سرښيندونکي مجاهدين لري، او په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته رسېداى شي، زه په دې باور يم چې د روان جهادي بهير د فعاليتونو په لړ کې د نظامي عملياتو په اړه يوازې او يوازې پوځي ابعاد ونه څېړل شي.

زما په نظر داسې بايد ونه ګڼل شي چې جهاد يوازې او يوازې نظامي لاسته راوړنې دي، او وسله پورته کول تنها په خپله محدوده کې اثرات لري او بس، بلکې د مجاهد اعمال ګڼې اغيزې او پيغامونه لري، او په ټوله کې د مجاهدينو هر اقدام ګڼ ابعاد لري، غواړم په افغانستان کې پر امريکايي پروسې (انتخاباتو) د کابل او جلال اباد د بريدنو پر اغيز او پيغام لنډ نظر واچوم، چې دا په اصل کې د پوځي عملياتو سياسي اغيز او پيغام دى.

دغه بريدونه دوه ډوله اغيزې او پيغامونه درلوداى شي، لومړى کورني، دوهم بهرني.

کورنى اغيز او پيغام:

په عمومي توګه روان جهاد تر اوسه پورې په زړه پورې اثرات درلودلي، ډله ډله افغانان د جهادي ليکو سره يو ځاى شول، د کابل ادارې امنيتي مسئولينو د مجاهدينو لاس نيوى وکړ، له وسلو ډکې پوستې يې مجاهدينو ته تسليم کړى، او د غازي محمود په څېر تر هغه د مجاهدينو په ليکو کې د هيواد او دين د دوښمن سره وجنګېدل چې د شهادت جامونه يې په سر واړول.

د طالب مبارزې کور دننه ويده ولسونه راوپارول، راپورته کړل، او د مبارزې تر سنګره يې راوستل، د اسلامي امارت په پلوۍ پوره پوره کلي راپاڅېدل او د مجاهدينو په ننګه ودرېدل، دا اوس چې د هيواد ډېرې سيمې عملاً مجاهدين اداره کوي، دا د څو تنو کار نه، بلکې د وولسونو مرسته او ملاتړ دى.

خو دا چې د جلال اباد او کابل بريدونه په داسې حال کې تر سره شول چې په افغانستان کې په اصطلاح ټولټاکنې روانې دي، نو په سياسي فضا کې تر ټولو ستر اغيز په همدې ټاکنو لري، او پيغام يې هم په ټوله کې د کابل ادارې، ټاکنو کې ګډون کوونکو او عامو رايه ورکوونکو ته دى.

په دې برخه کې که څه هم د کابل بريد پر ټاکنو اغيز شيندي، او دا روښانه کوي، چې په دې جعلي او پردۍ پروسه کې ګډون کوونکي به د مجاهدينو هدف وګرځي، خو نسبت نوموړې حملې ته په کور دننه د جلال اباد بريد د يو راڼه پيغام زېږوونکى دى.

جلال اباد کې د شين سهار اتلواله حمله هغو کسانو ته چې په ټاکنو کې نوماندان دي، او هغو ته چې د همدې نوماندانو په پلوۍ هلې ځلې کوي د سوچ او فکر پيغام ورکوي، او هغوى ته د کابل د ادارې حقيقت او وړتيا روښانه کوي.

دغه ډله خلک بايد پوه شي چې د کابل د ګوډاګۍ مليشې مسئولين هغوى ته خيالي پولاو ايښى دى، هغوى چې دجلال اباد په څېر يو کليدي ښار کې خپل ځانونه نه شي خوندي کولاى، دوى ته څرنګه د امنيت د تامين ډاډ ورکوي، او په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې يې ټاکنيزو سياليو (کمپاين) ته رابولي؟

نو پر ځاى د دې چې دهغوى په غورځو پرزو وغوليږي، بايد په دې سوچ وکړي، چې د انتخاباتو سره مخافت څه دى، او د يو وطنپرست او دين پال افغان په توګه ورته څه کول پکار دي.

د دې بريد اغيزې اوس هم ډېرې ملموسې دي، او په راتلونکې کې به ډېرې روښانه وي، په نړيواله کچه انتخابات يوه سياسي پروسه ده، خو په افغانستان کې راتلونکي انتخابات د تېرو هغو په څېر په هغه ډول سياسي بهير نه دى چې خلکو ته ښودل کيږي، بلکې د يرغلګرو يوه ډرامه ده، چې همدغه بريدونه به نېغ په نېغه په دې پروسې اغيز وکړي، او د نړيوالو سياسي پروګرامونه به شنډ کړي.

هسې هم په ټوليزه توګه افغانان د انتخاباتو پر ماهيت پوه شوي، او درک کړې يې ده چې دغه جعلې پروسې يوازې او يوازې د پرديو لخوا طرحه شوې پلانونه دي، او غواړي چې د افغانانو د خپل ګوډاګي په واسطه د افغانانو په مريو خپلې منګولې لا پسې خښې کړي، خو له دې امله چې د جلال اباد او کابل بريدونو د کابل ادارې د امنيتي ځواک چمتوالى ډېر ښه روښانه کړ، د عام ولس باور به د اشغالګرو او د هغوى د ګوډاګيانو د لافو شافو پر ځاى د مجاهدينو پر څرګندونو، وړتياوو او ژمنو ورزيات کړي.

په همدې توګه به په لرې پرتو سيمو او حتى په لويو ښارونو کې په اصطلاح د ټاکنو سياسي پروسه په بشپړه توګه ناکامه او فلج شي، په همدې ډول د ناکامې پروسې پايله په لويه کې د کانديدانو لپاره پيغام ورکوونکې او پر راتلونکې اداره اغيز شيندونکې ده.

هر کله چې ولس په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، او په يو مخ د پرديو پروګرامونو سره مخالفت څرګند کړي، نو په نتيجه کې اعلان شوى، په اصطلاح ولسمشر او د ولايتي شورى ګانو غړي به څه ډول مشروع منتخب مسئولين وبلل شي؟

که چېرې يوازې د هغو خلکو پر رايو اکتفا کيږي چې په ټاکنو کې يې کارولي دي، نو د افغانستان د هغو اوسيدونکو په اړه به راتلونکې اداره څه دريځ لري، چې نه غواړي د پرديو په شتون او د يو کمزوري حکومت لخوا پر لار اچول شوي انتخاباتو کې ګډون وکړي؟

بهرنى اغيز او پيغام:

دغو بريدونو په ورته وخت کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د دېره بهرنيو يرغلګرو او په ټوله کې هغو بهرنيانو ته چې په افغانستان کې د اوسنۍ شړېدلى ادارې حمايت او ملاتړ کوي، او کوښښ کوي چې پر افغان ملت يې د يوې مشروع او خپلواکې ادارې په توګه ومني، هم پيغام درلود، او هم يې دهغوى پر فعاليتونو او پروګرامونو اغيز.

په لويه کې د کابل او جلال اباد بريدونو د بهرنيانو لپاره هم يو مسيج وکړ، او هم يې تر تاثير لاندې راوستل، نظامي تاثير يې خورا جوت دى، او ټول پوهېږو چې دغو برياليو بريدونو وښودله چې دوښمن په پوځي ډګر کې د بشپړې ناکامۍ سره مخ دى، خو د سياست په ډګر کې هم ورته پايلې لري.

د جلال اباد په پرتله د کابل بريد بيا د بهرنيانو لپاره ډېر څه له ځانه سره درلودل، چې ځينې يې سر له اوس څخه په سوچ مجبور کړي دي، په ياد بريد کې يو بهرنى چې په افغانستان کې د ټاکنو د بهير د څار په موخه راغلى و، له منځه ولاړ، هغې ادارې چې نوموړى بهرنى يې غړى و، وويل چې هغوى به له افغانستان څخه کډې بار کړي.

په ټوله کې د انتخاباتو د ناظرانو ټولنو او بهرنيانو په دې فکر او نظر ثاني پيل کړى، چې ايا د انتخاباتو په ورځ به افغانستان د دوى لپاره خوندي ځاى وي که نه؟ او د ورته برېدونو څخه په وېره کې شوي دي، چې په دې توګه له کابله د مجاهدينو يوازې يو بريد ګڼو لويديځو هيوادونو ته د افغان ولس ريښتينى اواز ورساوه.

هغه هيوادونه چې يا د امريکا په تش غرورو غولېدلي،او يا هم د افغانستان په دې روان حالت کې خپلې ګټې ويني، بايد وپوهيږي چې اصلي طرف د مشرۍ شوقيان نه، بلکې مجاهدين او عام ولس دى، چې هغوى د ټاکنو سره مخالفت څرګندوي، نو نه ده پکار چې دغې مزورې پروسې ته دوام ورکړل شي، د اشغالګرو مرسته او ملاتړ وکړي، او افغان ولس د اشغال په تنور کې پروت وساتل شي.

همدې بريد د کابل ګوډاګي سياستمنداران هم په خوځښت راوستل، او د يکشنبې په ورځ په اصطلاح د کابل د مشرانو جرګې غړو په يوه خوله په افغانستان کې امنيتي ادارې ناکامې وبللې، د يادې جرګې د غړو دغه څرګندونې به د افغانستان سياسي فضا ته د کتنې وړ تغير ورکړي، او ډېر هغه به په کور کېناستو ته اړ کړي، چې اوس د يوې غوړې چوکۍ خوبونه ويني.

کرزي د نوي کال د لمانځلو لپاره د افغانستان يو شمير ګاونډيو او مرکزي اسيا هيوادونو په ګډون د يوولسو هيوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې چې د نوي کال جشن ورسره په کابل کې ولمانځي، څو ورځې دمخه کرزي د پغمان په ولسوالۍ کې له هغه ځايه ليدنه وکړه، چې ټاکل شوې وه دغه مراسم به پکې تر سره شي، خو تیره ورځ هغې کميټې چې په اصطلاح د نوي کال د لمانځلو د مراسمو د چمتو کولو دنده ورسپارل شوې، اعلان وکړ چې دغه مراسم به د يو لړ ملحوظاتو له امله په پغمان کې نه، بلکې په ارګ کې د بندو دروازو تر شا تر سره شي، دا په داسې حال کې چې په پغمان کې د جشن د لمانځلو لپاره پر چمتوالي له شپاړس ميليونه څخه زيات امريکايي ډالر لګول شوي دي!

دا نو ډېره واضحه ده چې کابل اداره دې پرېکړې ته ولې اړ شوه، دغسې پرېکړې چې د کابل پر سرينا هوټل له تر سره شوي بريد په څېر حملو او عملياتو څخه سرچينه اخلي، د سياست په کړيو او صفونو کې اضطراب زېږوونکي دي، که د يو هيواد جمهور رئيس د روان حالت په وړاندې وسله وغورځوي، او د ډار په بړستن کې ځان راونغاړي نو ټيټ پوړي مامورين خو به يې په طريقه اولى سره کوي.

له همدې لارې د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا يو بهرنى پيغام هم د سيمې يو شمير هيوادونو ته رسيږي، او د دې زمينه برابريږي، چې په يو غير محسوس، غير ملموس او غير مرئي ډول د نړۍ يوولس هيوادونو مشران په افغانستان کې د روان حالت او زرور مټ څخه خبر شي، پر دغو هيوادونو به روښانه شي، چې په افغانستان کې ريښتينى ځواک څوک دى.

بيا نو که چېرې دغه هيوادونه او ټوله نړۍ يو ارام او د دنيا سره په يو صف کې مزل کوونکى افغانستان غواړي، نو نه بايد د بې واکه، بې اختياره، او بې روحه بوتانو ملاتړ وکړي، او نه بايد د افغانستان د خلکو په سترګو ګې شګې وشيندي، هغوى بايد د نوي کال د جشن په مراسمو کې له جعلکارۍ کار وانخلي، په خپلو خبرو کې د پرديو پر لاس جوړ شوى حکومت د ولس ممثل ونه بولي، په سيمه کې د ثبات او افغانستان کې د امن په خاطر دې د افغانستان د اشغال د پاى ته رسولو په برخه کې هلې ځلې وکړي، نه د يوې مزدورې ادارې د دوام.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په ننګرهار او کابل کې دوروستیو ترسره شویوکامیابو عملیاتو په اړه له ذبیح الله مجاهد سره ځانګړې او تفص
ساعت 17:37 | بازدید : 657 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په دې وروستیو کې دافغانستان داسلامي امارت میړنیو او مبارزو مجاهدینو دهیواد په مختلفو برخو کې دکامیابو او مؤثرو عملیاتو په ترسره کولو سره داشغالګرو ځواکونو او دکابل ادارې دامنیتي او استخباراتي کړیو امنیت وننګاوه او ددښمن ټولې لاپې شاپې او دکلک امنیت راوستولو خبرې یې دروغې ثابتې کړې.

دوې ورځې وړاندې مجاهدینو دننګرهار ولایت په مرکز او دکابل په ترټولو خوندي ځاي سرینا هوټل کې په کمه زماني مقطع کې یو په بل پسې ددښمن په هستوګنځایونو او استراحت ګاو باندي کامیاب عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې دښمن ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل، ددښمن امنیتي چارواکو دتل په څیر دا ځل هم دخپل شکست او کمزوري د پټولو په موخه په ور اوښتو تلفاتو پرده خپره کړه او ډیره کمه مرګ ژوبله یې ومنله، ولي حقیقت ددښمن له اعتراف نه ډیر مغایر وو.

د الاماره ویب پاڼې هڅه کړې ترڅو دیادو پیښو اصلي صورت حال واضح شي او همداراز په دې اساس وخت کې د دا ډول سترو،قوي او پیچلو عملیاتو په ټولو اړخونو رڼا واچول شي، په همدې موخه مو داسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره ځانګړې او تفصیلي مرکه کړې چې لوستلو ته یې تاسو رابولو.

ـــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه ـــ په ننګرهار کې له فدايي بریدونو او د کابل په سرينا هوټل دبرید نه مو موخه څه وه؟

ځواب : بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله والصلوة والسلام علی رسول الله امابعد:

د ننګرهار په جلال آباد کې بريدونو او دکابل په سرينا هوټل بریدونولاندې اهداف درلودل :

ـــ د ښمن ته بايد دا په ډاګه شي چې دوی په هيڅ صورت هم نشي کولای چې د افغان ميړني ولس د ارادو په وړاندې خنډونه ايجاد کړي، که تاسو متوجه شوي وئ، په دا ورستويو کې د کابل ادارې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو له خپلې سوې پورته دعوې وکړي، او وانمود يې کړه چې ګنې دوي په ټول هېواد ولکه لري، حالت يې کنټرول کړی، مجاهدين يې پسې اخيستي او راتلونکو په اصطلاح انتخاباتو ته يې زمنه مساعده کړې او هرڅه سم دم دي، که تاسو ليدلي وي ځينو رسنيو خصوصا غربي نيمه استخباراتي رسنيو هم دغسې پوچو افواهاتو ته ډيره هوا ورکړه او حالات يې نورمال معرفي کړل، همداراز د امریکا ځينو نظامي چارواکو هم خپل پارلمان او دسنا جرګو ته لافې شافې وويشتي چې ګنې دوی په افغانستان کې ډير قوي پوځ او ځواک ترشا پريږدي او په افغانستان کې حالات په ښه ډول د دوی په ګټه روان دي، د اسلامي امارت زړورو مجاهدينو د خپلو مشرانو په لارښونه اوهدايت وپتيله چې د دښمن په دغو ټولو ادعاوو او غورځو پرځو د بطلان کرښه راکش کړي او دا څرګنده کړي چې دښمن د مجاهدینو په مقابل کې هيڅ وړتيا نه لري، دهغو ډير امن ځايونه هم دمجاهدینو درخنې او لاس رسي نه خوندي نه دی، په دې توګه دهغو ټولې دعوې او ځان ښونې صرف د خارجي بادارانو د ډاډ او دهغوي د خوشحاله کولو لپاره تشې خيالي خبرې دي ، په عملي ميدان کې مجاهدين د جګړې په ټولو ساحوکې خورا فعال دي، د دښمن افراد، مسئولين، ادارې، مهم او خوندي ځالې او حتي د ارګ په خوله کې د بهرنيو مشاورينو استراحتګاه هریو تر دغه ډول بریدونو لاندي نيولي شي او ټول قوت يې ګواښلی شي.

ــ بل هدف دا وو چې د يرغلګرو هېوادونو ملتونه هم باید په دغو بریدونو سره، په دې پوه کړل شي چې هغه امریکايي ماتې خوړلي نظامي چارواکي او جنرالان چې غواړي په افغانستان باندي د دوي يرغل او بیا دلته د امریکا او غرب رسوا ماتي په دې سره توجيه کړي چې ګنې دوي اوس په افغانستان کې ښه پوځ او پوليس روزلي او د دوي پيل کړې جګړه نور د دوي لاسپوڅي پخپله وړتيا پرمخ وړي، داسې عوام فريبانه خبرې روښانه کړو او دامريکا او نورو يرغلګرو هېوادونو خلکوته واضح کړو چې ددوي جنرالان په خپلو مخامخ او تلويزيوني کنفرانسونو کې دروغ وايي، هغوي دلته هم په فزيکي لحاظ ماتې خوړلې او هم يې په معنوي لحاظ ميدان بايللی، اوس غواړي په خپلو خبرو کې خپل ملتونه تير باسي، دهغونه غصب شوي د ټکس د پيسو دبې ځايه مصرف لپاره غولونکي بهانې ولټوي او په دې ډول د خپلو پارلمانونو او خلکو د محاسبې نه ځانونه خلاص کړي.

ـــ زموږ وروستيو بریدونو بهرني جهت ته څرګنده کړه چې په غلامانو باندي سرمايه ګذاري نشي کولای زموږ دملت ريښتونې ارادې ماتې او جرئت سلب کړي، موږ به دا ميدان ګټو او د خپلې خوښې اسلامي نظام به په هره ممکنه وسیله چې وي په هيوادې کې بیرته اعاده کوو.

ــ مزدور جهت ته هم زموږ پيغام خورا رساوو، دننګرهار په ترټولو مصئون ځای زموږ دفدايانو برید او د ارګ په وزر کې د سرينا په هوټل بریدونو جوته کړه ، چې د کابل ادارې غلامان دا وړتيا نه لري چې دهغې تُورې مقابله وکړي چې دباطل په ضد دحق په لاس پورته شوي ده، ښه لار داده چې د کابل لاسپوڅي د کفارو له غلامۍ څخه لاس په سر او دالله تعالی احکامو، د مجاهد ملت برحقه داعې او د دې ملت د قربانيو ثمرې ته سلامي شي، نور ځانونه په هلاکت کې ونه غورځوي، دا لاره چې اوس دوي غوره کړې باطله ده، دوی نشي کولای د کفارو په حمايت کې آرام ژوند وکړي، دوی نشي کولای د امریکا په پيسو او وسلو د خپلو خلکو وژلو، د هېواد پلورلو، او غلامۍ ته په داسې حال کې ادامه ورکړي چې عدالت به نه ورسره کيږي، او فکر وکړي چې امریکا ورسره ده نو به له هر ډول محاسبې څخه معافيت ترلاسه کړي.

ـــ د ننګرهار او کابل له بريدونونه موداهم موخه وه چې يوځل بیا څرګنده کړو، کوم څه چې موږ وايو هغه عملي کولای هم شو، زموږ اخطارونه صرف په ادعا کې محدود نه دي، صرف شعار نه ده بلکي عملي جهت لري، چې د دښمن په ډيرو مصئونو ځايونو کې د برید توانای زموږ وړتیا ښکاره کوي او زموږ د اخطارونو په اړه دښمن ته رسا پيغام ورکوي.

پوښتنه ــ بهرنیان او د کابل ادارې غړي وايي دلته ملکي خلک تر هدف لاندي نيول شوي وو تاسوڅه غبرګون لرئ آيا ريښتا هم د برید لاندې ځايونه ملکي ځایونه وو؟

دملکي خلکو د تلفاتو خبره دوی زموږ تر هربرید وروسته کړې او لابه هم دوام ورکړي، هغه ملکي خلک چې په ځينو بریدونو کې د يوې حادثې په ډول ګير پاتې کيږی او زیان ورته اوړي، دا دجګړې هغه منفي عارض ده چې متأسفانه هره جګړه يې لري او ځان ترې په ټولیزه توګه ساتل امکان نه لري، ولې په قصدي ډول ملکي ځای په نښه کول او ياملکي کس په نښه کول زموږ په بريدونو کې نه دي ترسره شوي، موږ کله هم خدای مکړه د ملکي خلکو وژلو ته لیواله نه یو او نه هم دا زموږ هدف ته، د ملکي خلکو په زیان سره لومړی زیان موږ ته اوړي، ملکي خلک زموږ خلک دي او دهغو د ژوند ژغورلو لپاره زموږ مبارزه روانه ده.

لیکن يو هغه ملکي خلک دي چې د دښمن په ځالو کې دننه ځان ملکي بولي، د دښمن په استراحتګاوو کې عيشونه کوي بیا هم هيله لري چې زیان ورته ونه رسیږي، دا خبره هيڅ معقوله نه ده ، موږ دا ديارلس کاله په مکرر ډول ټولو هېوادوالوته دا پيغامونه ورکړي، اعلامي مو خپرې کړي، په شخصي تماسونو کې مو ياده کړي چې بايد ملکي خلک د امریکايانو او د کابل ادارې له اړوندو تأسیساتو، دهدف لاندي ځایونو، دعسکرو، پولیسو او نورو غلیمانو له مراکزو ځانونه لري کړي، دغه راز ځايوته راشه درشه ونه کړي، له دښمن سره په غونډو، مجالسو، محفلونو او نورو مراسموکې ګډون ونه کړي، ځکه دا ټول ځایونه زموږ اهداف دي اوپه مکرر ډول بریدونه پرې شوي هم دي، که بيا هم څوک زموږ دخبرداريو خيال نه ساتي، په دغسې ځایونو کې شرکت کوي، له دښمن سره لنډ فزیکي تماس ساتي او بيا زیان ورته اوړي، وژل کيږي يا ټپي کيږي ، تر برید لاندې راځي ، په نښته کې بند پاتي کيږي، داټول يې خپل مسئوليت او تر ده پورې اړه لري، زموږ لپاره د دغسې خلکو زیانمن کيدل د تأسف وړی دي ولي زيان رسیدل ورته زموږ کار نه بلکې د دوی دخپل عمل نتيجه ده.

بل پلو هغه په اصطلاح ملکيان چې د يرغلګرو هېوادونو اتباع دي، لباس يې ملکي په تن کړی؛ خو عملا د سي آی اې مامور ده، د کابل ادارې ته په بيلابیلو برخو کې مشوروي ورکوي، د اشغال د غزولو پلانونه طرحه کوي، دمجاهدینو دشهادت او له منځه وړلو طريقې او لارې ښيي ، داخلک ملکيان نه دي ، داسې خلک موږ له ډيرو دقيقو استخباراتي معلوماتو وروسته تر هدف لاندي نيسو او وژل يې زموږ له مهمو اهدافو څخه دي.

پوښتنه ــ ويل کيږي چې په مشخص ډول د سرينا هوټل برید په ملکیانو ترسره شو او په کې يو خبريال هم له خپلې ښځې او ماشومانو سره وژل شوی په دې اړه که مشخص راته خپل نظر ووایي ؟

ځواب : دسريناهوټل په اړه بايدلږ مخکني معلومات ورکړو، دغه هوټل دمهموامریکايي ، کانادايي او ځينو نورو غربي يرغلګرو هېوادونو د مشاورينو، روزونکو، او هغو افرادو د اوسيدو ځای وو چې دکابل ادارې کلک حمايت کوي، داشغال د دوام په لټه کې دې او دا دیارلس کاله دافغانانو د بیلابیلو ارزښتونو په مقابل کې په دسیسه سازي بوخت دي، په عموم کې د سرينا هوټل ته هغه خلک راتلل او دلته په اطاقونو کې د اوږدې زمانې لپاره اوسیدل، ډوډۍ يې خوړله او راحت يې کاوه چې هغه مخامخ د اشغالګرو سره په کار بوخت وو او دي.

سرینا هوټل مخکې هم دمجاهدینو د ورته بریدونو لاندې راغلي وو او دا ښکاره وه چې دلته زموږ د ښمنان ناسته پاسته لري، د دې لپاره چې په دې هوټل کې بهرني مهم خلک اوسیدل د خارجيانو او دکابل ادارې لخوا د دې هوټل لپاره فوق العاده امنيتي تدابیر هم نيول شوي وو او د کلک کمربند په دننه کې يې فعالیت کاوه چې يو ملکي ځای دغه ډول احضاراتوته اړتيا نه لري.

په دغه خارجي ميلمستون باندي برید کله هم په ملکي ځای نه بلکي د دسيسو په مرکز او د دښمن په مهم هسته برید وو، موږ د دغه ځای د فعالیت او دلته د اوسیدونکو اکثره خلکو په اړه دقيق استخباراتي راپورونه لرل، له هوټل نه مو ښه معلومات ترلاسه کړي وو، باربار مو مجاهدين دې ځای ته د څار لپاره استولي وو او مياشتې وړاندې مو په دغه هوټل د برید لپاره په پلان کار پيل کړي وو چې طبعا دقیقه څارنه او پيژنده ورسره وه.

داچې په دې هوټل کې کوم خبريال، دهغه ښځه او ماشومان وژل شوي دا خبره په هرصورت د تأسف وړ ده، خو ما مخکې اشاره وکړه چې دغسې خطرناکو ځایونوته دافغانانو ورتګ او بیا هلته کې زیانمن کیدل دهغو خپل مسئوليت ده، بايد خبریال یا بل هرافغان چې وي د دښمن دتجمع او عياشيو محفلونوته ورنشي، او له حالاتو نه زده کړه وکړي، که بیا هم په دې اړه څوک زموږ خبرداریو ته اعتنا نه کوي او زيانمن کيږي، دا دهيڅ قانون او اصل له مخې هم زموږ ملامتي نه بلکي د زیانمن شوي خپله اشتباه ده چې دخپلې تيروتنې قرباني ورته ويلی شو.

موږ معلومات وکړل ، هغه افغان خبریال چې په دغه ځای کې له خپل فاميل سره ووژل شو، هغه د مجاهدينو او د کابل ادارې د عسکرو ترمنځ په نښته کې ګيرشوي وو، د مرميو په تبادله او باران کې طبعي خبره ده چې څوک بچ نه پاتې کيږي او که هرڅوک وي زیان ويني، د دغه خبریال او کورنۍ وژنه يې په غالب ګمان د کابل اداې د وارخطا عسکرو په ځوابيه ډزو کې ترسره شوي، ځکه له هغه ځایه چې موږ خپل مجاهدين روزلي، هغوی پيژنو، دهغو نيت او سپيڅلتوب ته ګورو او داسنجوو چې لږ وروسته پخپله هم شهيد کيږي او دالله تعالی محاسبې ته ورځي نو هيڅکله هم دانشو ویلای چې زموږ مجاهدینو دې ماشومان په نښه کړي او شهيدان کړي وي او يادې يې افغانه ښځه له پيژندنې نه وروسته هم شهيده کړې وي. په هر صورت دا يوه حادثه وه زموږ هدف او قصد په هيڅ ډول هم دا نه وو چې موږ په سرينا هوټل کې خبريال ووژنو يا يې خدای مکړه ماشومان او ښځه ووژنو.

پوښتنه ــ ځينو رسنیو او د ژورنالستانو د حقوقو ټولنو په دغه پيښه د غم جن کيدو ترڅنګ د مجاهدينو په خبرونو باندي د بندیز خبره هم وکړه ، دې ته تاسو څه ځواب لري؟

لومړی خو باید درسنیو او ژورنالستانو د ټولنو تصاميم په آګاهۍ بناوي، دوی زموږ دهېواد هغه قشر بلل کیږي چې له نورو خلکونه ډير د حالاتو درک کولای شي ، موږ د خبريالانو ژوند ته دا ديارلس کاله پام کړی او لابه يې ورته کوو، خو حادثه او غير قصدي عمل باید له قصدي عمل سره جلا شي او بیا قضاوت وشي.

که د خبريالانو وژنه زموږ د جنګي بهیر برخه وايي نو په يوه ورځ کې افغانستان له رسنیو او خبریالانونه خالی کولای شو، دا خبره له هيچا هم پټه نه ده چې اکثره خبریالانو او رسنیو زموږ په ضد په پراخ پروپاګند لاس پورې کړی، دا اوس د امریکا يي سفارت خانې نه ورته پنډونه هغوته د خدمت په بدل کې منظور دي، د مجاهدينو په ضد مخامخ د دښمنۍ اعلانونه د تجارتي اعلان په نامه او شکل نشروي، خو بیا هم دا زموږ د تحمل او برداشت ښونه کوي چې زموږ له توان او وس سره سره لاهم د دوي مراکز په امن کې دي، ګشت اوګوزار يې په امن کې ده، او د خبريال په نامه ورته احترام او درناوی کيږي، ولی که چيرته په کوم ځای کې زموږ بريد د دښمن په وړاندې وي ، هلته د خبریال دفعالیت او ورتګ ځای نه وي، د نه ورتللو خبرداری هم په کراتو ورکړل شوي وي، بيا زیان وويني او بیا زموږ پسې تبليغات پيل کړي چې مجاهدينو خبريال قصدا وژلي يا نور عکس العملونه ، زه فکر کوم دا کار له هرچا زیات خبري ټولنو او رسنیو ته ډير زيان اړولی شي، زه ویره لرم چې خدای مکړه دغه راز بې محاسبې او پروپاګند آمیزه دریځونه مجاهدین دې ته اړ نه کړي چې د دوي په اړه هم ريښتونی تصميم ونيسي، موږ د رسنیو له مراکزو نه غواړو چې واقعتونو په نظر کې ونيسي، د خبریالانو په اړه زموږ عام دريځ خوراله حوصلې او برداشته ډک ده، دوی هم باید داسې څه راپورې ونه تړي چې هغه د مجاهدینو دجنګي بهیر برخه نه وي، مثلا که یو خبریال چيرته په ترافیکي حادثه کې ووژل شي دابه انصاف نه وي چې ادعا وشي چې ترافیک دخبریالانو ژوند ته پام نه کوي او یا ترافیکو خبریال وواژه ، ځکه هلته بې له پيژندنې او اګاهي نه یوه پيښه او غیر ارادي عمل ترسره شوي وي چې له شايي قصد نه وي، همدا راز که يوڅوک پخوا خبریال وي او اوس د دښمن په لیکوکې فعالیت کوي دکابل په اداره کې دولایتونو ادارې غړي وي، بیا ووژل شي، لا هم ادعا کول چې مجاهدینو خبریال وواژه، دا بیا هم هغه د بې انصافي او له حقیقته لرې خبره ده چې ممکن دځينو رسنیو په اړه دمجاهدینو دريځ بدل کړي.

پوښتنه ــ د ننګرهار او سرینا هوټل بریدونه په څو ساعتونو کې سره رامنځته شول، داسې قوي عملیات او دومره مهمو ځايونوته د مجاهدينو رسیدل او وسله وړل د دښمن وړتیا څومره ګواښې؟

ځواب :بلې! دا خو د اسلامي امارت مجاهدینو په کراتو ثابته کړې چې د هرډول بريد او هرځای ته د ځان رسولو توان لري، په دا وروستيو کې د ننګرهار او کابل بریدونو يوځل بیا هم د مجاهدين په وړتيا، زړور تيا او قوت د تائيد مهر ولګاوو، اشغالګر او مزدور دښمن يې په ځان پورې حيران کړ، دا چې له ټولوتلاشيو، امنيتي کمربندونو اوموانع سره د کلکو امنيتي تدابیرو با وجود مجاهدين هام د دښمن مرکز ته د څوميلټو په دننه کې ځان رسوي، او بيا له هغه ځايه بیرته له دښمن سره د ساعتونو جګړه مخته بیا يي،د مجاهدينو لپاره خو له دې نه پورته قوت او ميړانه متصوره نه ده او د دښمن لپاره بیا له دې نه دشرم او ناوړتيا حالت بل نشته ، خو بیا هم وايم چې مجاهدين د الله تعالی نصرت او دخپل ولس حقيقي ملاتړ اوهمکاري له ځانه سره لري، عالی روحيه او قوي انګيزه لري، بلخوا دښمن د څو پيسو غل ده، د پردو مزدور ده، اراده او انګيزه نه لري، لابه هم تاسو وګورئ چې څومره نور له شرم او ماتو سره مخ کيږي، يو تبليغات او دمطبوعاتو په مخ لافې او خبرې دي اويوهم د عمل په ميدان کې میړانه او ريښتونی برياليتوب ، موږ دښمن ته ښه تجويز دابولو چې له خپلې غلامۍ نه لاس واخلي ، د پردو ګټو لپاره له مزدورۍ نه تير شي،افغانستان يواسلامي ملک ده ، په دې ملک کې داسلامي نظام د استحکام لپاره په مليونهاوو قربانۍ ورکړل شوي دي، پردۍ يرغلګر او تالۍ څټي مزدوران يې د زمرو په دې وطن کې د بريالیتوب او استوده اوسيدو هيڅ چانس نه لري، زموږ وروستیو بريدونو وښوده چې موږ د دښمن ډيروخوندي ځایونوته هم ځان رسوو، د ښمن ځپو او د پخوانيو کمونستانو په انجام يې اخته کولای شو، ښه به داوي چې کورنی دښمن دغه واقعيت درک کړي او دامریکايانو په ځای ځان دمرګ کومې ته ونه غورځوي، نور ځانونه لاخطرته ورنه کړي، موږ او امریکايان سره پريږدي چې سره معلومه يې کړو او دافغانستان خاوره يوځل بیا د امریکا او ناټو لپاره په آخري قبرستان بدله کړو.

پوښتنه ــ په کابل او ننګرهار کې له برید نه ورسته د کابل ادارې د ملګرو ملتو دامنیت شورا نه د داسې لوي فدايي بریدونو په مخنيوې کې د مرستې غوښتنه وکړه، دا غوښتنه څه په ډاګه کوي او دهغو مرسته به څه وي او څه تأثيربه ولري؟

ځواب : د امنيت شورا يوې لوې او قوي برخې خو دا دیارلس کاله په افغانستان کې موږ ته امتحان راکړ، هغوې په داتيرو ديارلسو کلونو کې څه وکړل چې اوس يې د کابل له غلامانو سره وکړي؟ موږ الله تعالی ته شکر اداکوو چې موږ د خپل رب الله جل جلاله څخه مرسته او نصرت غواړو او دا ديارلس کاله د الله تعالی دنصرت او مرستې انتظار باسو او وينو يې هم ، خو دښمن مو د سختۍ په حال کې بيا له امنيت شورا څخه د ملاتړ غوښتنه کوي، دغه زموږ او د دښمن ترمنځ فرق ده اوموږ په دې توپير الله تعالی ته ډير شکر باسو، په دې سره زموږ حقانيت او د دښمن باطلوالی او دطاغوت بندګۍ ښه روښانه شوه.

راځو موضوع ته،تاسو ته معلومه ده چې په افغانستان باندې د يرغل فيصله د امریکا په سرکردګۍ اوفشار د امنيت دشورا کاروو، او دا ديارلس کاله زموږ هېواد هم د امنيت شورا ديوې برخې آيساف خيلو او ناټو خيلو لخوا ديرغل سره مخ ده، موږ دغه ډول سرښندونکي بریدونه د امريکا، ناټو او آيساف په مقابل کې هغه مهال پيل کړل چې دکابل اکثره غلامان لاپه نطفه کې وو، که امنيت شورا د دغه راز بریدونو په مخنيوې کې څه کولای شوای خو دځان د رسوايي او ماتې مخه به يې نيولې وه، زموږ دغه سرښندونکي او فدایي بریدونه وو چې ناټو يې په نړيواله سويه له ماتې او شرم سره مخ کړه، زموږ دغه بریدونه وو چې امریکايي او ټول غربي باتجربه جنرالان يې يو په بل پسې ناکام او پسې واخيستل، نو اوس که د کابل اداره له امنيت شورا نه د دغه ډول بریدونو په مخنيوې کې مرسته غواړي لومړی خو د دوي ټولې غورځې پرځې چې د ځان د قوت په اړه يې څو ورځې مخکې کولی دروغ ثابتې شوې، دوهم دا چې امنيت شورا به هم ورته ووايي چې که موږ (بزې ميږې کولای شوای نو لومړی به مو خپلې بزې ميږې کړې واي؟) که موږ د فدايي بريدونو مقابله کولای شوای نو لومړی به موځان له نړيوالې رسوايي بچ کړی وايی او له شرم نه ډکه ماتې به مو نه خوړله.

په هرصورت دلته د اسلام او کفر مقابله ده، دحق او دباطل ترمنځ جګړه ده اودا دخدای تعالی وعده ده چې کله حق راشي باطل به له خپل ټول قوت او زور سره سره محوه کيږي او ورک کيږي به ، موږ باوري يو چې لومړی خو دامنيت شورا د کابل له رژيم سره په دې کار کې هيڅ مرسته نشي کولای او که فرضا ويې هم کړي نو هغه موږ له مخکې تجربه کړي او آزمويلي دي، هيڅ تشويش نه ترې لرو، خو د کابل ادارې چارواکو ته بیا هم تکراروو چې کفارو ته که په عذر او زاريوميدان ګټل کيدای نو په افغانستان کې به اوس د شاشجاع د حاکميت سلسله چلیده، يا به د کارمل د رژيم د افغان شوروي تل پاتې دوستي ريښتيا هم تل پاتې وای، او يا به اقلا د امریکايانو هغه غور او فش ځای نيولی وو چې همدا د کابل ادارې غړي يي له الوتکو راديسانت کړل او يا يي له مغارو راويستل او دکابل تر ارګه يې ورسول ، ښه داده چې که دوي کې لږ څه ايمان هم باقي پاتي وي نو الله تعالی ته دې رجوع وکړي، يو جرئت د وکړي او مجاهدينو ته دې تسليم شي، دشرعي نظام سره دې موافقه وکړي، ديرغلګرو اوکفارو سره دې مقاطعه وکړي، دخپلو مجاهدينو وروڼو ترڅنګ دې ودریږي او له ټولو تيرو ناخوالونه دې نادم او په راتلونکې کې ترې لاس واخلي، زما په نظر دنجات لاره يې همدايوه ده اوبس.

پوښتنه ــ د کابل او ننګرهار بریدونه غربي چارواکې هم په شور کې راوستل، د دې غوغا او پراخ تأثير علت څه کيدای شي؟

ځواب : ستاسو به ياد وي څو ورځې وړاندې د غربي سياسيونو په لارښونه ځينو امریکايي او غربي جنرالانو خپلو ولسونوته په ځينو کنفرانسونو او پارلمانونوته د ويانو په مهال وويل چې دوي اوس په افغانستان کې ډيره قوي اردو جوړه کړې او هغه اردو به د دوی پاتې شونې جګړه په داسې حال کې پرمخ وړي چې دوی به په کې هيڅ تلفات نه لري، همدا ډول ځينې نورې کاذبانه خوشبينۍ يې هم خپرې کړې، خوکله چې مجاهدينو په ننګرهار او کابل کې نه پټيدونکي مرګوني بریدونه ترسره کړل، امریکايي او اکثره غربي چارواکي يې خپلو خلکو ته کاذب ثابت کړل او په دې کار سره غربي لوړپوړو چارواکو دخجالتي ټکان وخوړ، نو طبعا به داسې عميق تأثرات ښې او هڅه به کوي چې دخپلو ملتونو ذهنيت د افغانستان دقضې نه په بله واړوي، دلته بریدونه غير انساني او حتی وحشيانه وبولي، په داسې حال کې چې دوی زيات له يوې لسيزې په افغانستان کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی، په زرهاوو ماشومان، ښځې ، سپين ږيري او بې ګناه ملکيان يې په خوب ويده او په ويښه شهيدان کړي، افغانستان ته يې ناامنۍ راوستي، زموږ د هېواد جوړ اسلامي نظام يې په ګډوډۍ، چور، رشوت او انارشيزم وربدل کړ او په دې توګه يې په زرهاوو وحشتونو،غصبونو، ادارې او اخلاقي فسادونو او ظلمونوته لاره هواره کړه.

پوښتنه ــ د کابل اداري امنيتي ځواکونو په دا ورستيو کې ادعاوې وکړي چې هغوي د هېواد په بیلابیلو سیموکې عملیات کړي، مجاهدین يې له ډير ځايونوڅخه په شا کړي، همدا راز په ټول هېواد کې د انتخاباتو امنيت نيولوته تیار دی او تر دونیم لکه امنيتي ځواکونه يې په کار ګمارلي دي، د دغه پيچلو پيښو نه وروسته د دوي د ادعاوو څومره اهميت پاتې کيږي؟

ځواب: موږ مخکې مکرر وويل چې په دغو بريدونو سره دکابل ادارې ټولې ادعاوې يې باطلې شوي،د هغو وړتيا پخپله نمايش ته وړاندې شوه، پوچ او له واقعيته لرې پروپاګند نشي کولای دحقايقو ماهيت بدل کړي،زموږ په بریدونو سره داخبره ډيره ثابته شوه چې ان شاءالله موږ چې څه ويلي هغه کولای شو، او څومره مو چې دعوه کړې هغومره ختلي يو، له دې هيسته به هم ان شاءالله ملت او جهانيان شاهدان وي چې دښمن مو پوره وارخطا ده، اراده او ابتکاريې بایللي او لرې نه ده چې ملت مو دلويو فتحو اوسوبو دلیدلو شاهد وي. ان شاءالله تعالی.

پوښتنه ــ آيا مجاهدين به نور دغه ډول بریدونه هم وکړي؟

ځواب : ان شاءالله ، تر څو چې مو هېواد نه وي آزاد شوی، د اشغال کمپله نه وي ټوله شوې، په ټولیزه توګه دفساد او مجرمينو ټغر نه وي ټول شوی، دا زموږ فريضه ده چې جهاد ته ادامه ورکړو او په دښمن له دې نه هم زيات وارخطا کونکي بریدونه ترسره کړو، له لوی الله جل جلاله نه غواړو چې دخپلومجاهدو بندګانو چې دالله د رضا او د اسلامي نظام د استحکام لپاره يې خورا درنې قربانۍ ورکړې دي، لا هم مرسته وکړي او موږ خپل نهايي هدف د اسلامي نظام استحکام شاهدان وګرځوي ، ملت مو نور له دغو ټولو ناخوالو اوبدبختيو نه راوباسي او دکفر او د هغو دغلامانو داسې بیخ کني وکړي لکه پخوايې چې دهر باطل ريښه ايستلی او حق يې پرې بريالی کړي ده، دهمداسې يوې ورځې په هيله.

پای

مرکیال : عمران خلیل

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 117
بازدید دیروز : 9
بازدید هفته : 117
بازدید ماه : 241
بازدید کل : 99550
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 117
:: باردید دیروز : 9
:: بازدید هفته : 117
:: بازدید ماه : 241
:: بازدید سال : 10907
:: بازدید کلی : 99550