الجـــــــهاد فی سبیل الله
بېړنی خبر: دکابل په ترټولو خوندي سیمه سرینا هوټل کې درنه جګړه روانه ده
ساعت 23:41 | بازدید : 731 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کابل نه مسول مجاهدین خبر راکوي نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې دکابل ښار په زړه کې میشت دسرینا هوټل ته یو شمیر فدايي مجاهدین له خپلو سپکو او درنو وسلو سره یوځاي ننوتلي او هلته پرمیشتو بهرنیانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو یې مخامخ حمله پیل کړې.

له سیمې نه وروستي ترلاسه شوي راپورونه کاږي،په برید کې چې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل کیږي دښمن ته دسر دروند زیان اوښتی، ګڼ شمیر بهرنیان مړه او ژوبل شوي.

دموثقو راپورونو لمخې نن شپه په سرینا هوټل کې خارجي مشاورینو او دکرزي ادارې لوړ پوړو چارواکو او یوشمیر وکیلانو خپل منځي غونډه او محفل درلود چې دخونړي برید ښکار شول.

سرینا هوټل دکابل په ترټولو خوندي سیمه کې موقعیت لري او ددې سیمې امنیت ډیر کلک ساتل کیږي.

دکابل سرینا هوټل دکابل له مهمو ریستورانټونو څخه شمیر کیږي، په یاد هوټل کې هره شپه ګڼ شمیر بهرني میلمانه او دکابل ادارې خارجي مشاورین اوسیږي او استراحت ګاوې لري.

په سیمه کې مسولو مجاهدینو ویلي، دوي وار ترمخ معلومات درلود چې په همدې شپه په سرینا هوټل کې دبهرنیانو او داخلي چارواکو ترمنځ یوه مهمه غونډه ترسره کیږي له همدې امله یې خپل برید په همدې شپه ترسره کړ.

دپیښې په اړه به نور جزیات وروسته په لیکه شي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


نوروز نمانځنه نه اسلامی حیثیت لري نه افغانی اصل
ساعت 15:52 | بازدید : 783 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهجري لمریز کال ړومبی ورځ چې دحمل دمیاشتي له اولې ورځې سره سمون خوري دنوروز په نامه په یوشمیر هیوادونو کې پیژندل کیږي او په خاصه توګه هرکال په ایران ، تاجکستان او افغانستان کې دنوموړې ورځې درناوی او تجلیل ترسره کیږي ، په داسې حال کې چې ددغې ورځې نمانځنه هیڅ اسلامي اصل او ریښه نلري او نه هم له اصیل افغاني فرهنګ سره کوم تړاو لري .

دغه ورځ ( نوروز ) دتاریخي څیړنو او پلټنو له مخې ثابتوي چې دنوروز بیخ او بنیاد داسلام له مقدس دین څخه وړاندې ( زردشتیانو ، مجوسیانو او اتش پرستو ) پوري ځان نښلوي او هم له اسلام دمخه نوروز دایرانیانو داخترونو څخه یو اختر بلل شوی چې متاسفانه دغه عقیده او دوداوس هم په نوموړي هیواد کې خاص ځای او درناوی لري

دنوروز دپیدایښت یو شمیر علتونه :

ایرانیان دنوروز په اړه بیلابیل توجیهات او علتونه په ګوته کو ي :

ځیني وايي نوروز دزردشتیانو دپاچا او واکمن دزیږیدو له ورځي سره سمون خوري ، نو ځکه يې مجوسیان ، زردشتیان او اتش پرستان دنوموړي ورځې تجلیل او درناوی کوي ، ځیني وايي نوروز دزردشتي او اتش پرستي عبادت دپیل له نیټي نه راپیل شوی ، ځیني وايي نوروز لدې امله نمانځل کیږي چې دبلخ دزردشتیانو او مجوسیانو په یوې مشهوري معبد ( اتشکده ) کې په همدې ورځ اوربل شو .

حکیم ابو ریحان البیرونی ،چې په 430 ق کال زیږیدلی او دڅلورم قرن نامتو رياضيدان او داسلامی تمدن داحیا مشهوره څیره تیره شوي. دنوروز په اړه داسې وايي : نوروز نمانځنه له هیڅ الهي دین او عقیدي سره کوم تړاو او رابطه نده لرلي ، هغه وايي ایرانیانو له اسلام څخه دمخه دځینو او هامو او خرافاتو او ګمراه کونکو رسمونو او رواجونو په سلسله کې نوروز نمانځنه پیل او یوه عقیدتي بڼه يې وروبښله چې دالبیرونی په قول دنوروز دپیدایښت لړی دزردشتیانو له زماني او دایران دجمشید پاچا له دوري څخه سرچینه واخیسته ، دحکیم البیرونی په نظر زردشتیانو دخپلې واکمنی او بیا ورسته پیروانو يې دنوروز ددو د پالني او ساتني ته کلک وفادار او پابند پاتې شول او یوکال يې هم ددغې ورځې له تجلیل نه سر ونه غړاوه ، البیرونی وايي ځیني زردشتیان داسې هم وو چې دلمریز کال په ړومبی نیټه ( سپیده داغ ) به يې ددرناوي لپاره په خپلو کورنو او ځایونو کې اورونه بل کړل او هغه يې نوروز نمانځنه بلله .

داسلام مقدس دین او نوروز !

اسلام هغه مقدس او جامع دین دی چې په خپلو ټولو ابعادواو جهتونو کې که هغه عبادات ، اعتقادات او معاملات دی په اړه يې خپل مشخص هویت او منونکي فلسفه لري

متعال خدای جل جلاله فرمايي ( والذین لایشهدون الزور ) ژباړه دخدای تعالی خاص بندګان هغه څوک دی چې دباطلو په مجالسو کې برخه نه اخلي (الفرقان ۷۲ سورت ) دلته دشهود معنا مفسرین حضور اخلي ، ځکه دغه ډول مجالس زړه او روح ته له ګندګي او ګناه پرته بل څه نه لوروی ! مجاهد ، ربیع بن انس ، قاضي ابو یعلی ، ضحاک ، ابو العالیه ، طاوس ، ابن سرین او ابن عباس رض او نور مفسرین او فقها دپورته ایت شریف تفسیر داسې کړی چې له ( زور ) څخه مراد دمشرکینو اخترونه او دخوښی ورځي دی (تفسير قرطبي ج7 ص54. روح المعاني جزء 19 ص51، ابن كثير ج:3 ص328 . الدرالمنثور جزه:5 ص80...)

داسلام او بشریت سترلارښود حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم ، چې کله مدیني منوري ته هجرت وکړ دهغه ځای خلکو دخوښي دوه ورځي لمانځلي ، خوښي او میلي به يې پکې کولي ، دجلیل القدر صحابی حضرت انس بن مالک رض په روایت ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغو خلکو پوښتنه وکړه چې تاسې ولې او دڅه په بنیاد ددغو دو ورځو درناوی کو ي ، هغوی ورته وویل چې مونږ به دجاهلیت په وخت کې ددغو دو ورځو تجلیل او پکې به مو لوبي کولي ، حضرت رسول صلی الله علیه وسلم ورته په خطاب کې وفرمایل : خدای تعالی مونږ مسلمانانو ته دهماغه دو ورځو په ځای دخوښی دوه نوري او بهتري ورځي چې یو يې دوړوکي اختر او بله يې دلوی اختر ورځي دي لورولي ( ابوداود ، نسایی ) دمرقات المفاتیح صاحب اومولف او دابو داود محشی دالمحیط قاموس نه په نقل وايي چې دجاهلیت ددوری دخوښیو او اخترونو له ورځو نه مراد ( نوروز او مهرجان ) دی

همداډول له ابن عمر رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : («من تشبه بقوم فهو منهم». رواه احمد و ابوداود.ژباړه : هرڅوک چې مشابهت وکړي له یو قوم سره ، نو هغه کس له همغه قوم څخه دی ( یعني له هغه قوم څخه شمیرل کیږي ) ابن کثیر ویلی : پورته حدیث سخته نهی ، تهدید او دعذاب وعده دهغه چا په حق کې کړي چې ځان دکفارو په څیر جوړوي ، یعني په اقوالو ، افعالو ، لباس ، خوښیو ، اخترونو او نورو هغو شیانو کې چې شریعت دهغه منع فرمایلي (تفسير ابن كثير، ج1 ص197 )

په همدې ډول یهود ، نصارا او مجوسیان په هغه صورت کې چې جزیه به مسلمانانو ته ورکوي اجازه لري ترڅو خپل اخترونه دمسلمانانو په ځمکه کې ترسره کړي ، خو ددې په څنګ کې مسلمان ته روا نده چې دهغوی په دغو اخترونو کې برخه واخلي ، دحضرت عمر رض ارشاد او دصحابه و او ټولو فقهاو اتفاقي قول دی چې اهل ذمه ( جزیه ورکونکي کفار ) به په دارالاسلام کې خپل اخترونه او نوري ورځي علني نه ترسره کوي ، نوچې اهل ذمه وو ته دغه اجازه نشته ، نو هغه چاته چې ځان مسلمان ګڼي او بیا دکفارو او مجوسیانو اخترونه په خپله نمانځي او یاورسره مشابهت کوي دهغه به څه حکم او حالت وي ؟

همدارنګه له حضرت عبدالله بن عمر رض څخه روایت دی وايي (من مَرَّ ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشرمعهم يوم القيامة). بهیقی باسنادجید ژباړه : هغه څوک چې دنوروز او دنورو غیری اسلامی اخترونو او ورځو دتجلیل په خاطر نامسلمانو هیوادونو ته سفر وکړی او دهغوی په مذهبی خوښیو کې شریک شي او دهغوی په څیر ځان جوړ کړی اوبیا په هماغه حالت کې مړشي ، حشر به يې په ورځ دقیامت له هغوی سره وي

له پورته قراني لارښونو، نبوي ارشاداتو او دصحابه کرامو او فقهاوو له اقوالو ښکاري چې نوروز له اسلام سره هیڅ اړه او رابطه نلري ، نوچې اسلام دنوروز په څرګندو ټکو مخالفت کوي نو بیا افغانان په کوم بنیاد او اصل نوروز دخپل افغاني فرهنګ جز شمیري او حتی اوس يې دملي ورځي په توګه پیژني ؟

معلومیږي چې که مسلمانان دنوروز تجلیل او درناوی کوي نو دزردشتیانو ، مجوسیانو او یا له اسلام څخه دمخه ګمراهانو ناولی تقلید او پیروي کوي ، نو په دغسې حالت کې که څوک قصدادغه نمانځنه سرته رسوي ؛ نوویره ددې ده چې دغه خلک داسلام دسپیڅلي دین څخه منحرف شوي ( العیاذ بالله )

ځیني نافهمه خلک وايي چې دوی هغه نوروز نه لمانځي کوم يې چې مجوسیان او زردشتیان ورته عقیده لري ، بلکې دوي صرف دکال اوله ورځ تجلیلوي ، دوی ته بایدو ویل شي چې که تاسې په رښتیا دپسرلي راتګ څخه استقبال کوی نو څه مجبوریت لری چې دغه استقبال دمجوسو او اتش پرستو له نوروز سره یوځای او غاړه په غاړه سرته رسوی ، په همدې ورځ په مزا رکې دسخي جان صاحب جنډه او چتوي ، دعاګاني غواړی او نذرونه ږ دي

داسلام لوی فقیه او محدث علامه ملا علی قاري رح چې دیولسم قرن دمجددپه توګه یادیږي وايي : هرهغه څوک چې دنوروز په ورځ یو چاته دتحفي او ډالی په شکل کې یوه هګی ورکړي دکفر ویره يې ده ، ځکه دغه کس دمجوسیانو او اتش پرستانو تقلید کوي او په لوی لاس ځان دهغوی له جملي څخه شمیري

همداراز ابوحفص بخاری حنفی رح چې په 150 هجري قمري کې په بخاراکې زیږیدلی او دامام بخاری رح داستاد انو له جملې نه حسابیږي او فقها او محدیثن يي د ماوراء النهردعلامه اودمشرق فقیه بولي وايي: که یو ه کس پنځوس کاله دخدای جل جلاله په وحدانیت کې تیرکړي وي خو دنوروز په ورځ کې لدې وجې چې دنوموړي ورځې نمانځنه وشي نو کوم مجوس او زردشتی ته په تحفه کې یوه هګی ورکړي پرته له کوم شک او تردد نه ددغه پنځوس کلن مسلمان ټوله مسلماني دړي وړي ، عبادات يې هدر او داسلام له دایرې نه خارج وګرځید.

نتیجه :

هغه کسان چې له لیري لیري ځایونو څخه مزارشریف او یانورو ځایونو ته دنوروز په ورځ سفر کوي او دسخی جان دجنډي دپورته کولو په مراسمو کې په همدې ورځ برخه اخلي ایا دوی کوم شرعي دلیل او مجوز لري ؟ دوی په استدلال کې کوم مبارک ایت ، حدیث شریف ، اجماع ، قیاس ، دکوم صحابي ، تابعی او مجتهد قول وړاندې کولای شي

بله خبره داده چې دغه ډول سفر دثواب په نیت پرته له دریو جوماتو نو ( بیت الله ، مسجدنبوی ، او مسجد اقصی ) ته نور هیڅ دیني حکم او مجوز نلري ، دمزار شریف دجنډي برخوال دې ووايي چې دوی بیدریغه لګښتونه کوي ، دنورور نارواوو ترڅنګ دموسیقی او نڅا په کانسرتونو کې شریکیږي او یايي ویني دوی دغه سفر ته پرته له معصیت او دشریعت غرای محمدی له اوامرو څخه نافرمانی او دکفارو او زردشتیانو له مشابهت نه بل څه دلیل درلودلای شي

هیله ده افغانان دخپل اصیل اسلامي فرهنګ او هویت له مخې هغه رسمونه ، ورځې او خرافات چې دیني او افغاني صبغه او ریښه نلري او د مجوسیت ، هندویزم او غربی ناولی فرهنګ نه سرچینه اخلي په لوی لاس افغاني جامعي ته رادننه او دافغاني فرهنګ نوم او شکل ورنکړي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د افغانیستان ناشونی اشغال
ساعت 15:45 | بازدید : 585 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دافغانستان په اړه ډير مشهوره ده، چي تل دنړۍ ددجالي قدرتونو لپاره دماتي میدان ثابت شوی، خو داچي څومره مشهوره ده، هغومره حقیقت هم لري.

امریکاچي په یرغليز ډول دنړۍ دنیولو په اراده لومړی په افغانستان يرغل وکړ، نو خپل ځواک ته په کتلو سره يې دافکر هم نه کاوو، چي یو وخت به په افغانستان کي دوی دروس په پرتله ډيره ناوړه ماته خوري او دهغوی په نسبت به ډير ذليل کیږي، په افغانستان کي يې دروس ماته دروسي حکومت دکمزورتیا او دروسي جنرالانو دغلطو پلانونو له امله بلله، خو اوس مهال خپله امریکا دروس په پرتله له ډیر ناوړه ماتي سره مخ ده او خسارې يې دروس په نسبت له اندازې زیاتي دي.

په افغان جګړه کي به دروس او امریکا زیانونه په پرتليزه توګه را واخلو، چي ورڅخه دامریکا ناوړه ماتي څرګندیږي.

لکه څنګه چي جګړه سړي غواړي، همداسي اقتصاد ته هم اړتیا لري، دروس دماتي یو لامل اقتصادي کمزوریتا شوه، خو دامریکایانو په نسبت يې مالي زیانونه په افغان جګړه کي بې حده لږ وو، ځکه روس په دغه څه کم ۱۰ کلنه جګړه کي دهر کال مصارف له دوو ميلیاردو ډالرو نیولي تر دريو ميلیاردو ډالرو پوري وه، خو دامریکا شوي مصارف په دغه ۱۳ کلنه جګړه کي تر یو ترېلیون ډالرو اوړي، د۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کي دامریکا شوي مصارف شاوخوا ۹۰۰ ميليارده ډالره وو، چي اوس يې دغه مصارف یو ترېلیون ته رسیږي، سره له دې، دغه جګړه لا تمامه شوي نه ده، په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰ ،۲۰۱۱ کلونو کي دامریکا کلنی مصرف تر ۱۰۰ ميلیاردو ډالرو زیات شوی دی، چي دا دروس په نسبت یو په پنځوس ډیر مصرف دی، په افغان جګړه کي دامریکا ټول مصارف دیوه اټکل له مخي تر ۲ تريلیونو پوري رسیږي، همدا دافغانستان جګړه وه، چي امریکا يې په ميلياردونو نوره پوروړي کړه.

له بله پلوه روس خپل ټول تلفات شاوخوا ۱۵ زره ښودلي او په دغه روانه صليبي جګړه کي دامریکایانو دور کړل شویو شمېرو په بنسټ تراوسه شاوخوا ۳۴۲۷ بهرني عسکر وژل شوي، خو خپله امریکايان هم دغه شمېره حقیقي شمېرې نه بولي، بلکه په افغان جګړه کي دبهرنیانوتلفات تر ۱۵ زره زیات دي، چي ډیری یې امریکایان دي، نو دې ته په کتلو سره دامريکایانو تلفات تر روس کم بلکه تر روس زیات دي.

په دې برسېره دمالي زیانونو په لړ کي دروس ددفاع او کورنیو چارو دوزارت دبیانونو له مخي، دافغانستان په جګړه کي ددوی په يوولس زره ګاډو برسېره ۱۴۶۱ ټانګونه او زري پوښونه هم ویجاړ شوي دي، خو په دغه جګړه کي دامریکا دویجاړو شویو ټانګونو او شوبلو شمېره تر ۲۵۰۰ زیاتیږي.

په دغو ټولو زیانونو برسېره امریکا دا هيله هم له لاس ورکړي، چي ددوی تر وتلو وروسته به ددوی لاس پوڅی حکومت پاته وي او دامریکایانو له تګلاري سره سم به خپل حکومت ته دوام ورکوي، ځکه روس تر وتلو وروسته په افغانستان کي دنجيب داسي حکومت پرېښود، چي ددغه ادارې په نسبت يو په څو ځله قوي وو، خو هغه حکومت دروس تر وتلو وروسته څلورو کلونو ته ونه رسیدو،چي له منځه ولاړ، نود امريکایانو تر وتلو وروسته به هم دغه اداره تر ډېره پاته نه شي او همدې حقيقت ته په کتلو سره دکرزي دادارې چارواکو لا پخوا یوموقتي کور په کابل او درې څلور نور کورونه په خارج کي جوړ کړي دي، چي تر تېښتي وروسته به پناه ور وړي.

روس په خپل وخت کي دامریکا داوسني حالت په نسبت ډیر قوي هیواد وو، په جګړو کي اموخته وو، بلکه دروس په اړه دامشهوره وه، چي نه په شا کېدونکی ځواک، يابه ځینو نورو دروس تشبیه له فیل سره ورکوله، چي یوځل یوځای پښه کېږدي، بیايې څوک نه شي ښورولی، له بله پلوه افغانستان ته ډير نږدې هم وو، خو بیايې هم خپل اشغال ته دوام ور نشو کړای، نو امریکاچي تل يې په جګړو کي دتيښتي لاره خپله کړي او له بله پلوه له افغانستان څخه ډيره لري ده او هم يې زيانونه له روس څخه ډير دي، نوڅنګه به دغه اشغال ته دوام ورکړي؟

دې ته په کتلو سره دغه صليبي اشغال هم پای ته رسيدونکی دی، افغانستان یو ځل بيادنړۍ دوياړلو هيوادونو په سرلیک کي راغی او دايې ثابته کړه، چي یو نه اشغالېدونکی هيواد دی او ډير نږدې یوه ورځ به امریکایان دروس په پرتله په ډیر ناوړه حالت کي له دغه هیواد څخه په بشپړه توګه په تېښته وځي .

عادل خپلواک

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د جلال اباد فدائی بریدونو ورستي جزئیات
ساعت 15:40 | بازدید : 880 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پيل :

برید سهار په شاوخوا۵ بجې پيل شو، لومړي له منفجره موادونه ډک مازدا موټر د لومړۍ حوزې له پيره دارخانې او ودانۍ سره وجنګول شو چې قهرمان فدايي مجاهدعبدالله کندهاري چلاوه او په دغه برید کې دشهادت لوړ مقام ته ورسید.

سرښندونکي:

برید د ۴ تنو فدايي مجاهدين لخوا تنظیم شوي او تر سره شو، لومړي کس عبدالله کندهاري، د مازدا موټر په وسیله برید وکړ، پاتې ۳ تنه نور (عبدالرحمن ننګرهاری، محمدایوب کابلی او رحیم الله لوګری) له لومړي انفجار نه وروسته وتوانيدل چې حوزې ته داخل، په دريم پوړ کې سنګر ونیسي او شاوخوا خپل بریدونه پيل کړي.

اهداف:

دبريد موخه لومړۍ امنيتي حوزه، ورسره جوخت د ولایت مقام، ورته مخامخ دقصر ودانۍ او نور دولتي تأسيسات وو چې ټول د ۵ ساعتونو لپاره تر کلکو ګوزارونو او اور لاندي ونیول شول.

تکتيک:

دبريد پلان داسې ترتيب شوي وو: لومړی مازدا موټر چې په درنو منفجره موادو بار وو، د حوزې سره وجنګول شو،ټول شته موانع او خنډونه يې لرې کړل، ورپسې په سپکو او درنو وسلو، فدايي واسکټونو، اور غورځونکو، او نارنجکو سمبال (۳) تنه نور مجاهدين دحوزې دریم پوړ ته وختل او له هغه ځایه يې ۵ ساعته جګړه روانه وساتله، کله چې دبرید سيمې ته له دباندې خوانه بهرني يرغلګر او نور پولیس او عسکر د وضعيت د کنټرول په موخه را ورسیدل، نو دخاصو تکتيکونو له امله د قصرمخته، دښاروالۍ سره نيږدې، په پشتونستان واټ او دولايت مخته د خاصو تکتيکونو په وسيله درانه انفجارات رامنځته شول چې ورسره په سیمه کې د مقابلې لپاره راغلو بهرنیو او کورنو عسکروته خورا درنه مرګ ژوبله واوښته.

اوښتی زیان

تراوسه د لومړنیو معلوماتو له مخکې د حوزې د آمر او د قطعه واکنش سریع د مرستیال په ګډون ټول (۲۹) پولیس او عسکر د جګړې په دوام کې قتل شول، ۴۳ تنه ټپيان شول ، ګڼ شمیر نظامي وسائط او مهمات تخریب شول، د ولایت ودانۍ، د حوزې ودانۍ، دقصر ودانۍ او یو شميرو نورو دولتي ودانیو ته پوره زیان واوښت .

د دښمن دمړو اوژوبلو دانتقال بهير:

په بريدونو کې دښمن ته د سرزیات دومره دروند او وارخطا کونکی وو چې د مړو او ټپيانو د انقال لپاره يې د ټولو دولتي امکاناتو، موټرو، امبولانسونو او رینجر موټرو سره سره دعاموخلکو له رکشاموټرو، زرنج موټرسائکلونو او نورو نقلیه وسايطو نه هم کار واخيست او د پولیسو او عسکرو دمړو او ژوبلو شوو دلۍ يې په کې بار او نقلولې.

دفدايي مجاهد ترسترګولاندې:

یوتن فدايي مجاهد چې دبرید تر آخره د تلیفون په کرښه پاتې وو، وايي چې دلته دننه په حوزه کې زموږ سره نېږدې د ۲۰ پوليسو جسدونه پر اته دې چې وسلې يې موږ راواخيستې او په دښمن مو بيرته استعمال کړې، سرښندونکی زياتوي چې موږ جګړه په خورا احتیاط اود دښمن په لیدلو سره په مخ وړو، هغه مهال چې دغه مجاهدته مهمات ور خلاص شول په خورا ستړې حال کې دحوزې ټيټ پوړ ته راکوز اوپه دښمن دمخامخ ورتګ تابیايې وکړه لږ شيبه وروسته د دغه وروستي مجاهد له شهادت سره سم جګړه هم نېږدې لس بجې ختمه شوه او ټول ۴ سره فدايان خپلو اهدافو (شهادت) ته په سرلوړي حال ورسیدل. تقبلهم الله

ننګونې:

دغو بريدونو د دښمن هغه ټولې لافې شافې وننګولې چې د انتخاباتو او نوروز د رارسیدو په وجهه يې دامنيت نيولو په برخه کې څو ورځې کيږي تبلیغوي، د کابل ادارې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه يې ځکه خجل کړل چې نن په ننګرهار کې په ترټولو امن ځای سيمه کې د والي دماڼۍ چاپيریال هم خوندي نه وو، بلکې شاوخوايې د دښمن د مړو انبارونه لیدل کیدل، دښمن هڅه کوي په هېوادکې د پروپاګند دلارې حالات تر کنترول لاندې معرفي کړي او په بیلابيلو سیمو کې د مجاهدينو په ضد دعملیاتو دروجن راپورونه خپاره کړي؛ خو څه چې مجاهدين غواړي چې دالله په نصرت او د افغان غيرتي ولس په مټ يې ترسره کړي هغه کولای شي، هيڅ غلیم يې هم په وړاندې د دریدا تاب نه لري. ان شاءالله

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۵/۱۹هـ ق

۱۳۹۲/۱۲/۲۹هـ ش ــ 2014/3/20م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه خبر زابل د امنیت امر په مخامخ برید کی سخت ژوبل او ساتونکی ووژل شو
ساعت 15:33 | بازدید : 771 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

نن سهار ۷ بجې د زابل په ولایت کې د دغه ولايت د امنيت آمر غلام جیلاني فراهي چې خورا ظالم او مجاهد ستيزه انسان وود خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسید او د چيريکې مجاهدینو لخوا په سر وويشتل شو.
لومړني معلومات ښي چې فراهي خورا شديد ټپي شوي او کوماته تللی، ډير احتمال لري چې خلک يې له شره خلاص او مړ شي.
په سیمه کې پاتې شونو دښمنانو يو تن ملکي کس چې په لاره د تيريدو په حال کې وو نیولي او ادعا يې کړي چې ګنې په فراهي بريد کونکي مجاهديې نيولي ، خو د اسلامي امارت مجاهدین خبر راکوي چې دغه راپورونه کاملا غلط دي ، برید کونکی قهرمان مجاهدله سیمې نه په برياليتوب سره وتلی اود خپلو ملګرو سره يوځای شوي ده.
قاري محمديوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱۴۳۵/۵/۱۹هـ ق

۱۳۹۲/۱۲/۲۹هـ ش ــ 2014/3/20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د جلال باد په جکړه کی ورستی حال تر اوسه پوری شل پولیس وژل شوی
ساعت 15:30 | بازدید : 703 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د موثق راپور په اساس د جلال اباد په روانه جګړه کې تر اوسه پوري 20 تنه پوليس وژل شوي دي.

دغه جګړه چې نن سهار وختي 5 نيمي بجې پيل شوه تر اوسه پوري دوام لري.

فدايي مجاهدين د حوزې دوهم پوړ ته ختلي او له هغه ځايه يې شاوخوا پوځي او امنیتي تاسيسات تر بريد لاندي نيولي دي.

يو تن استشهادي مجاهد په تليفوني تماس کې وويل چې د 20 تنو وژل شويو پوليسو جسدونه يې په وړاندي پراته دي.

استشهاديان تر دم ګړۍ تر اوسه پوري ټول روغ رمټ او په درنه جګړه بوخت دي.

د جګړې په اړه د نور معلوماتو ترلاسه کولو لپاره بيا الاماره وګورئ .

2014-03-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


عاجل خبر : دجلال اباد ښار کې دولایت مقام او مهم پوځي تاسیسات تربرید لاندي دي
ساعت 15:27 | بازدید : 549 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له ننګرهار ولایت په تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي نن سهار وختي دجلال اباد ښار اولې حوزې ته څو تنه فدايي مجاهدینو له خپلو سپکو او درنو وسلو سره ننوتلې ، خبر زیاتوي فدایانو په اوله حوزه کې سنګر نیولې او له هغه ځایه دولایت مقام، قصر او نور مهم پوځي تاسیسات د درنو او سپکو وسلو تربریدلاندي نیولې.

خبرکاږي لومړی یو تن فدايي مجاهد داولې حوزې پر نظام قراول باندي فدايي برید ترسره او ټول موانع یې له منځه یووړل. او نورو فدایانو ته یې دننوتلو لار خلاصه کړه.

له سیمې وروستي ترلاسه شوي خبرونه وایي، دحملې له ځایه داور لوګي پورته کیږي او د درنو وسلو دډزو اوازونه اوریدل کیږي. له جلال اباد نه مسول مجاهدین خبر ورکوي چې په حمله کې دښمن ته دروند زیان اوښتی خو دتلفاتو دقیقه شمیر تردې مهاله نه ده په ډاګه شوې.

وروستي راپورونه وايي جګړه اوس مهال هم په شدت روانه ده او فدايان په ډیره عالي روحیه مقاومت کوي. ددښمن امنیتي ځواکونه تردې مهاله نه دي توانیدلي چې مقاومت ودروي.

دپیښې په اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننګرهار برید امریکی پاتی شونو تا د خطر زنګ
ساعت 15:24 | بازدید : 718 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له سهاره راهیسې دننګرهار په مرکز جلال اباد شار کې دفدایي مجاهدینو پراخ بریدونه روان دي ، څو تنو فدایي مجاهدین سهار وختي د پولیسو دلومړۍ حوزې تر مخ له درانه انفجار وروسته حوزې ته ننوتل او دولایت دمقام په شمول په حساسو او مهمو اداري واحدونو یې بریدونه پيل کړل .

چارواکو تراوسه دچټک غبرګون دقطعې دمرستیال په شمول دګڼو داخلي عسکرو وژل کیدل تایید کړي او وایي چې لسګونه نور سرتیري او منسوبین ټپیان شوي دي .

په جلال اباد کې دښمن ته دغه درانه مرګ ژوبله داسې مهال اوړي چې دکرزي د رژیم دفاع او داخله وزارتونه دانتخاباتو د امنیت لپاره دعملیاتو خبرې کوي او وایي چې په ډیری سیمو کې یې مجاهدین په شا تمبولي او دانتخاباتي سیمو امنیت یې ټینګ کړی دی .

مګر داچې د جلال اباد په ښار کې چې دهیواد له مهمو ښارونو څخه شمیرل کیږي په ترټولو خوندي او مهمو اداراتو بریدونه کیږي او ساعتونه ساعتونه جګړه دوام کوي ، داسې ښیي چې ددښمن پوځي لاپې هسې هوایي خبرې دي چې کوم حقیقت نلري .

د جلال اباد برید په داسې مهال ترسره کیږي ، چې امریکایان او نور خارجي ځواکونه له هیواد څخه یومخیزې تیښتې ته ځان جوړوي ، دوی کوښښ کوي په دې هیواد کې خپل ناروا اهداف دخپلو افغاني پاتي شونو په توسط پوره کړي .

دهمدې لپاره خو دکابل دفاسدو چارواکو او رژیم د افغاني ښودلو لپاره ډیر تبلیغات کوي ، دخپلو تبلیغاتي اجیرانو په توسط هڅه کوي ، دکابل منحوس رژیم یو ملي او خپلواک رژیم وښيي چې افغانان باید ورباندې قناعت وکړي او مجاهدین یې په وړاندې له جګړې لاس واخلي .

مګر څرنګه چې دامریکایي حضور له کمیدو سره سره هم د رژیم په سطحه له تقنیي او اجرایوي اړخه هیڅ دپام وړ تغیر نه دی راغلی بلکې امریکایي پاتي شونې کټ مټ دخپلوامریکایي ولینعمتانو تګلارې پرمخ وړي ، همدا حقیقت دامریکایي اجیرانو په وړاندې جګړې ته شرعي مشروعیت ورکوي .

واضح حقیقت دی چې په افغانستان کې روان جهاد له افرادو سره جنګ نه دی ، بلکې د بلکې نظام په وړاندې جنګ دی ، هغه نظام چې اسلامي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي او دغربي کفري سیاسي مفکورې ، لیبرالیزم او کلتوري بې لارۍ په اساساتو استوار دی .

د جلال اباد نننی خونړی برید امریکایي پاتي شونو ته څرګندپیغام لري ، چې که له خپلې ټاکلې تګلاري پرشا نشي او د خپل اولس په وړاندې دکفر له ملګرتیا او اتباع څخه لاس وانخلي افغان مجاهد اولس به یې په وړاندې عینا هماغه معامله وکړي لکه دامریکایي یرغلګرو په وړاندې یې چې وکړه .

په ټوله کې د ننګرهار نننی برید امریکایي پاتي شونو ته یو مهم خطرزنګ بلل کیږي ، چې باید د خپل ځان او افغانستان دراتلونکي نجات لپاره ترې عبرت واخلي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه خــــــــــــــــــــبرونه 2014/3/19
ساعت 11:4 | بازدید : 731 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

کونړ : مروره کې جلا چاودنو 4 عسکر وژلي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:26 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

له کونړ ولايت نه په مروره ولسوالۍ د اجيري اردو په عسکرو د درنو چاودنو خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي لومړۍ چاودنه نن سهار 7 بجې په کارکنډو سيمه کې پوستې ته نژدې رامنځته شوه چې له امله يې يو عسکر ووژل شو.

وروسته سيمي ته نور عسکر راغلل چې په هغوئ هم چاودنه وشوه او د عيني شاهدانو په وينا 3 تنه يې ځای په ځای ووژل.

2014-03-19






.......................
.......................




پکتيکا : اورممای کې 4 پوليس مجاهدينو سره يوځای شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:26 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5

دپکتيکا ولايت په اورممای ولسوالۍ کې د اسلامي امارت له مجاهدينو سره 4 تنه سرحدي پوليس يو ځای شوي دي.

د راکړل شوي خبر په اساس پوليسو بختور او قلندر د بنو زامن، بخت میر د فاهندو زوی او شاه د اشرف زوی تېره ورځ مازديګر په قنديل کلي کې د دعوت او ارشاد کميسيون د دعوت په پايله کې مجاهدينو سره يو ځای شول.

دوئ په دوچني سيمه کې په پوسته کې دنده ترسره کوله.

2014-03-19





....................
....................




ننګرهار : دره نور ولسوالۍ ودانۍ تر بريد لاندي راغله
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:26 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

په ننګرهار ولايت کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د دره نور ولسوالۍ په ودانۍ يې وسلوال بريد ترسره کړ.

د خبر له مخې په ودانۍ بيګا شپه 1 بجه د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې پوره زيانمنه شوه.

دښمن ته د اوښتي مرګ ژوبلي په هکله شواهد نه دي ترلاسه شوي.

2014-03-19





.......................
......................





ننګرهار : چپرهارولسوالۍ په ودانۍ اوپوسته بريدونه شوي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:29 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

له ننګرهار ولايت نه مو د چپرهار ولسوالۍ په ودانۍ او په شغلدره سيمه کې د اجيري اردو په پوسته د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ.

خبر کاږي په دواړو مرکزونو بیګا ماښام 6 نيمي بجې د هشتاددو په شمول د سپکو او درنو وسلو بريد وشو.

د بريد له امله ودانۍ تخريب شوې او د اوښتي مرګ ژوبلي کره شمېره نه ده څرګنده شوې.

2014-03-19




...................
...................




هلمند:نوزادکې په ګزمه برید3عسکروته مرګ ژوبله اوښتي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 11:26 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1

دهلمندولایت په نوزادولسوالۍ کې دګډدښمن په پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون ماسپښین ناوخته شاوخوا 4 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دانګرک کاریز په سیمه کې دنظم عامه اواجیري اردو په ګډه ګزمه ترسره شو

بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي دمازدیګرتر5 بجوپوري یې دوام وکړ

په بریدکې ددښمن درې تنه پولیسو اوعسکروته مرګ ژوبله واوښته اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول

2014/3/19




................
................




تازه خبر : د کندز دچهاردرې په جګړه کې قومندان او 31 عسکر وژل شوي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:32 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10




له کندز ولايت نه په تازه ترلاسه شوي خبر کې راغلي چې د دغه ولايت په چهار دره ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ ادارې له پوليسو، اربکيانو او د اجيري اردو له عسکرو سره په خونړۍ نښته کې قومندان او 31 عسکر وژل شوي دي.

د خبر له قراره جګړه تېره ورځ 9 نيمي بجې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د اجيري اردو عسکر، پوليس او اربکيان د يادي شوي ولسوالۍ يتيم، کچه ګړۍ، ازبکانو، مدرسه او سروکليو ته د عملياتو او پوستو جوړولو په موخه راغلل.

په جګړه کې له دواړو خواوو سپکي او درنې وسلې وکارول شوې او تر ماښام ناوخته يې دوام درلود.

د موثق راپور په اساس په دې اوږدمهاله مخامخ شديده جګړه کې د اجيري اردو دکنډک قومندان جنرال سخي په شمول 13 تنه د اجيري اردو عسکر، 9 پوليس او 8 اربکيان وژل شوي.

له دې علاوه اربکی قومندان حبيب او 15 تنه عسکر، پوليس او اربکيان ټپيان شول.

د خبر له مخې په جګړه کې د دښمن د متقابلو ډزو له امله 4 مجاهدين او 2 عام کليوال په شهادت ورسېدل او يوه زنانه ټپي شوه، انالله وانا اليه راجعون.

2014-03-19




...............
...............




هلمند: نادعلي کې په ګزمه برید3عسکرقتل یوبل ژوبل شو
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 11:28 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1

دهلمندولایت په نادعلي ولسوالۍ کې داجیري اردو په پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې: بریدبیګاه ماښام شاوخوا 6 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دنرې مانده په سیمه کې دبوغرا پرغاړه داجیري اردو په پلي ګزمه دمجاهدینو له لوري دیوه کمین په ترځ کې ترسره شو

دبریدپه پایله کې درې تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو

2014/3/19



................
................




هلمند: مارجه کې 4عسکراوپولیس قتل 2ژوبل شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 11:37 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1

دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې په اجیردښمن وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون ماسپښین ناوخته شاوخوا 4 بجې دیادي ولسوالۍ اړونددسستاني په سیمه کې په هغه اجیروعسکرو اوپولیسو ترسره شو چې سیمي ته دعملیاتوپه موخه راووتل

بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي پوره یوساعت یې دوام وکړ

دبریدپه پایله کې څلورتنه اجیرعسکر اوپولیس ځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل شول

دبریدپه مهال یوتن مجاهدهم دشهادت لوړمقام ته ورسید، انالله واناالیه راجعون

2014/3/19




................
...............




هرات : پشتون زرغون کې دوه اجیرپولیس ووژل شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 11:41 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1

دهرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې دوه تنه اجیرپولیس ووژل شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : دوه تنه اجیردنظم عامه پولیس بیګاه ماښام 7 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دمراباد په سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې مجاهدین ددښمن له کمین سره مخ شول

مجاهدینو له دښمن سره 15 دقیقي سخت مقاومت وکړ

په پېښه کې دوه تنه اجیرپولیس ځای په ځای قتل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول

په نښته کې دوه تنه مجاهدین هم زخمیان شوي

2014/3/19
.
.
.
...................

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه خـــــــــــــبرونه 2014/ 3/18
ساعت 12:28 | بازدید : 898 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

. هلمند: مارجه کې دیرغلګرو زغروال ټانک له منځه لاړ تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 مارچ 2014 11:55 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې دیرغلګرو په زغروال ټانک دماین چاودنه شوي له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې: دیرغلګرو یوزغروال ټانک وړمه ورځ غرمه شاوخوا 12بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دشیغزک په سیمه کې هغه مهال دیوه خښ شوي ماین په مټ والوزول شو چې په سیمه کې په ګزمه بوخت ؤ دچاودني له امله ټانک په بشپړه توګه ویجاړ اوپکې سپاره یرغلګرو ته مرګ ژوبله واوښته

 

 

 

2014/3/18 ........................................... ... غزني مرکزته نژدې 3 پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 مارچ 2014 09:04 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10 له غزني ولايت نه مرکز ته نژدې د پوليسو په ګزمه د بريد خبر ورکړل شو. په خبر کې راغلي په پوليسو بيګا ماښام 7 نيمي بجې په خاک غريبا سيمه کې په داسي حال کې بريد وشو چې پلي روان وو. د بريد په مهال 1 پوليس ځای په ځای ووژل شو او 2 نور مرګوني ټپيان شول چې وروسته مرکزي روغتون ته انتقال کړل شول. بريد کونکي مجاهدين له سيمي روغ وتلي. 2014-03-18

 

 

 

........................................................ کندزهوایي ډګرکې په لوا بريد شوی تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 مارچ 2014 09:04 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 12 د اسلامي امارت مجاهدينو د کندز ولايت په هوايي ډګر کې د اجيري اردو په لوا بريد ترسره کړ. په لوا بيګا ماخستن 8 بجې بريد وشو چې په مهال يې دښمن ته درانه تلفات واوښتل. په جګړه کې مجاهدينو ته زیان نه دی اوښتی. 2014-03-18 ......................................... ..... هلمند: مارجه کې په پوسته برید4اربکیان قتل 3ژوبل شول تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 مارچ 2014 11:53 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې داربکیانوپه پوسته وسلوال بریدترسره شو له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدوړمه شپه شاوخوا 10 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دقاري صدي په سیمه کې داربکیانو په یوه امنیتي پوسته ترسره شو بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې څلورتنه اربکیان ځای په ځای قتل اودرې نورسخت ژوبل شول دبریدپه مهال دوه تنه مجاهدین هم دشهادت لوړمقام ته ورسیدل ، انالله واناالیه راجعون

 

 

 

2014/3/18 ................. . .......................... .. کندهار: میوندکې چاودني 3عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 مارچ 2014 11:57 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې داجیري اردو په پلي ګزمه دماین چاودنه شوي له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه نن سهار 7 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دکوکي دښت په سیمه کې داجیري اردو په پلي ګزمه دخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه چې له امله یې درې تنه اجیروعسکرو ته مرګ ژوبله واوښته 2014/3/18

 

 

 

......................................... ...... هلمند: باباجي کې په ګزمه برید2عسکرقتل 2 ژوبل شول تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 مارچ 2014 11:59 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 دهلمندولایت مرکز لشکرګاه اړوند دباباجي په سیمه کې داجیري اردو په پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو له سیمي نه مسؤو ل مجاهدین وایې: بریدنن سهار 6 نیمي بجې دباباجي دکوپکي په سمیه کې دبوغرا پرغاړه داجیري اردو په پلي ګزمه ترسره شو بریدچې نیم ساعت یې دوام وکړ په پایله کې یې دوه تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول په بریدکې مجاهدینوته لله الحمدهیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي 2014/3/18

 

 

 

 

 

 

 

 

.......................................................... هلمند: ناوه کې له ګډدښـــــمن سره درنه جګړه روانه ده تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 مارچ 2014 12:02 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3 دهلمندولایت له ناوې ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : بیګاه شپه شاوخوا1 بجه دیادي ولسوالۍ اړوند دټانګانو دګودر په سیمه کې ګڼ شمیر یرغلګر اواجیرعسکر دچورلکوپه مټ دعملیاتوپه موخه راښکته شول ددښمن له راښکته کیدلو سره سم مجاهدینو ورباندي وسلوال بریدترسره کړ اوسخته جګړه ونښته جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې کارول کیږي اوس هم په شدت سره دوام لري دجګړې په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي

 

 

 

 

 

2014/3/18 .................................................... سرپل :سیدابادکې ددښمن په پوسته وسلوال بریدترسره شو تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 مارچ 2014 12:07 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 دسرپل ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې داجیري اردوپه پوسته وسلوال بریدترسره شو له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : برید بیګاه شپه دیادي ولسوالۍ اړوند دحدبخشي اوشبرغان ته دغزیدلي سړک ترمابین داجیري اردو په یوه امنیتي پوسته ترسره شو بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي نیم ساعت یې دوام وکړ په بریدکې دښمن ته تلفات اوښتي خوکره شمیره یې نه د ه ترلاسه شوي 2014/3/18 ــــــــــــــــــــــــــــ..............ـــــــــــ

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 122
بازدید دیروز : 9
بازدید هفته : 122
بازدید ماه : 246
بازدید کل : 99555
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 122
:: باردید دیروز : 9
:: بازدید هفته : 122
:: بازدید ماه : 246
:: بازدید سال : 10912
:: بازدید کلی : 99555