الجـــــــهاد فی سبیل الله
بدحشان جرم کی دری پوستی فتخه اودری اربکیان وژل شوی
ساعت 20:11 | بازدید : 670 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د بدخشان ولايت له جرم ولسوالۍ نه د اربکيانو د 3 پوستو د فتحي خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي پوستې په قلعه ګمبز او خانقا سيمو کې واقع دي چې تېره ورځ مازديګر مهال 4 بجې پرې د مجاهدينو له خوا بريد پيل شو، خبر کاږي جګړې د نن ورځي تر 12 بجو پوري دوام درلود او په ترڅ کې يې 3 پوستې په مکمل ډول فتحه شوې.

د جګړې په مهال 3 اربکيان وژل شوي او 7 تنه نور مرګوني ټپیان شوي دي.

د دښمن په متقابلو ډزو 1 مجاهد د شهادت لوړ مقام ته رسېدلی او 2 ټپیان شول، انا لله وانا اليه راجعون.

2014-03-17

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کریمیا خپل استقلال اعلان کړ
ساعت 20:9 | بازدید : 448 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دکریمیا پارلمان وروسته ترهغه له اوکراین څخه خپل استقلال اعلان کړ، چي له اوکراين څخه دبېلتون او له روسيې سره دپيوستون په پلوي ۹۶ سلني خلکو رايه ورکړه.

پارلمان په خپله ځانګړې غونډه کي داوکراین ټولي شتمنيوي او مالونه ملي ورګرځول.

دکریمیا دپارلمان رئيس لاديمير کنستانتيونوف له اوکراین څخه دکریمیا داستقلال تر اعلان وروسته وویل، په کریمیا کي چي داوکراین کوم پوځي واحدونه دي، هغه به منحل کړي او څوک چي غواړي په دغه نیمه جزيره کي پاته کېدلی شي.

ټاکل شوي، دکریمیا لومړی وزیر سرګي اکسیونوف او دپارلمان یوشمېر نور غړي سبا مسکو ته سفر وکړي او له روسيې سره دکریمیا دپویستون رسمي وړانديز دغه هیواد ته وکړي.

دا په داسي حال کي ده، چي داروپايي اتحاديې هیوادونه له امریکا سره یوځای په بروکسل کي په روسيې دبنديزونودلګولو په سر خبري کوي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هرات : انجیل کې دکرخ ولسوالۍ قاضي اویودتروریزم کارمند ووژل شول
ساعت 20:6 | بازدید : 680 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهرات ولایت له انجیل ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار نهه بجې دیادي ولسوالۍ اړونددخوشرودپه سیمه کې دیوه غلچکي بریدپه ترځ کې دهمدي ولایت دکرخ ولسوالۍ یوتن دتروریزم کارمند اودکرخ ولسوالۍ قاضي عبداللطیف دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه ترځ کې ځای په ځای ووژل شول

له بریدوروسته مجاهدین روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل

2014/3/17

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــبرونـه
ساعت 20:3 | بازدید : 844 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

جوزجان : خواجه دوکوه کې د اربکيانو موټر په ماين والوت
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 18:53 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 4

د اسلامي امارت مجاهدينو د جوزجان ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د اربکيانو رينجرموټر په ماين والوزاوه.

د خبر له مخې موټر نن د ورځي 9 بجې په باش کوت سيمه کې د چاودني ښکار شو چې پوره تخريب شو او پکې ناستو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

2014-03-17


........................................................


ننګرهار : چپرهارکې په عسکرو چاودنه شوې
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 18:53 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ ادارې په عسکرو درنه چاودنه شوې.

عسکر نن غرمه 12 بجې د ډاګوبيس ته نژدې په ګزمه بوخت وو چې چاودنه پرې وشوه، په چاودنه کې دښمن ته د اوښتي مرګ ژوبلي کره شمېره نه ده څرګنده شوې.

2014-03-17


...........................................................


برکي برک کې ماين 1 عسکر وواژه
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 18:52 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2

له لوګر ولايت نه راکړل شوی خبر وايي په برکي برک ولسوالۍ کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني 1 عسکر وژلی.

په عسکرو نن غرمه 11 بجې په برکي راجان سيمه کې د پلي ګزمې په مهال چاودنه وشوه.

چاودني يو عسکر مرګوني ټپي کړی دی.

2014-03-17


............................. ......................

ننګرهار : خوګياڼو کې ماين د 6 عسکرو ژوند واخيست
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 18:52 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2

له اطلاعاتو سره سم د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني 6 تنه عسکر وژلي.

دغه چاودنه نن ماسپښين 1 بجه په بربهار سيمه کې د ګډ دښمن په هغو پليو عسکرو وشوه چې په يو ځای کې راغونډ شوي وو، چاودني ګڼ نور عسکر ټپیان کړي هم دي.

2014-03-17



............................................................


لغمان رمرکزته څېرمه په اربکيانوماين وچاودېد
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 18:51 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2

د لغمان ولايت مرکز مهترلام ته نژدې د اربکيانو په ګزمه درنه چاودنه شوې.

چاودنه په ابزۍ سيمه کې نن غرمه 12 بجې رامنځته شوه چې له امله يې يو اربکی سخت ژوبل شو.

2014-03-17


...............ــــــــ................................


ننګرهار : ده بالاکې پوسته تر بريد لاندي راغله
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 18:51 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2

له ننګرهار ولايت نه مو په ده بالا ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو په پوسته د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ.

په خبر کې راغلي پوسته په چينګي سيمه کې موقعيت لري او نن ماسپښين 3 بجې د مجاهدینو تر بريد لاندي راغله.

په بريد کې دښمن ته د اوښتي زيان په اړه تر اوسه پوري دقيق معلومات نشته.

2014-03-17



...........................................................

کندزمرکزته نژدې په پوسته بريدشوی
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 18:50 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5

له کندز ولايت نه مو مرکز ته نژدې سيمه کې د پوليسو په پوسته د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ.

خبر کاږي پوسته چې په چله مزار سيمه کې واقع ده بيګا شپه 9 بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.

د بريد له امله دښمن ته زيان اوښتی اما په هکله يې شواهد نه دي ترلاسه شوي.

2014-03-17


.............................................................


ننګرهار : غني خيل کې په ګزمه بريد، 2 اربکيان ټپیان شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 18:50 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2

د ننګرهار ولايت له غني خيل ولسوالۍ نه مو د اربکيانو په ګزمه د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ.

په ګزمه نن ماسپښين 3 بجې د ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې بريد وشو چې په مهال يې 3 اربکيان ژوبل شول.

2014-03-17



.............................................................



کندهار: میوندکې یوه شوبله تخریب 2عسکرووژل شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:30 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دکندهارولایت له میوندولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : پرون ماسپښین یوه بجه ددي ولسوالۍ اړوند دمندوزو په سیمه کې پاخه سړک ته څیرمه داجیري اردو اوپولیسو په هغه کسانو وسلوال بریدترسره شو چې په سیمه کې یې هلمندته دغزیدلي لاري امنیت نیولی ؤ

ځکه پرون ورځ ځيني دکرایي کسان هلمندته دزلمي رسول دټاکنیزي غونډي لپاره روان ؤ

په دي وسلوال بریدکې ددښمن یوه شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره دوه تنه عسکرځای په ځای ووژل شول

2014/3/17



............ ..............................

....



زابل : سیوري کې دوه اربکیان له خپل ټولي تښتیدلي دي
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:30 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دزابل ولایت له سیوري ولسوالۍ نه په یوه ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي چې : دوې ورځي وړاندي دیادي ولسوالۍ داربکیانو له ټولۍ څخه دوه تنه اربکیان یې تښتیدلي

دسیمي خلکو داسلامي امارت مجاهدینوته ویلي چې دوه تنه اربکیان یې سیمي ته ورغلي ؤ اوویل یې چې نور داربکیتوب له ژوندڅخه په تنګ شوي اوغواړي داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوخای شي خوپه سیمه کې یې داسلامي امارت مجاهدین پیدانه کړل

عیني شاهدان وایې : دواړو راتښتیدلیو اربکیانو ویل چې یوې خوندي سیمي ته ځان رسوي ترڅوهلته داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شي خوتردي دمه یې مجاهدینو ورسره دیوځای کیدوپه اړه څه نه دي ویلي

2014/3/17




..........................................................



هلمند: ګرشک کې 2 اربکیان له مجاهدینوسره یوځای شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:29 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9

دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دوه تنه اربکیان دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شول

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : وړمه شپه شاوخوا 8 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دزمبلي په سیمه کې دوه تنه اربکیان [ فضل الله دهرات ولایت اوسیدونکی ، اومیرولي دګرشک ولسوالۍ دبازار اوسیدونکی ] دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شول

نوموړو له ځان سره یوثقیل ، یوکلاشنکوف ، یوچریکي هاوان اودوې چانټي هم له ځان سره ترمجاهدینوپوري رارسولي اوکلک هوډیې څرګندکړی چې نوربه نودژوندترپایه داسلامي امارت مجاهدینو وهمکارۍ ته دوام ورکوي

2014/3/17



............................................................



هرات : انجیل کې دکرخ ولسوالۍ قاضي اویودتروریزم کارمند ووژل شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:28 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 18

دهرات ولایت له انجیل ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار نهه بجې دیادي ولسوالۍ اړونددخوشرودپه سیمه کې دیوه غلچکي بریدپه ترځ کې دهمدي ولایت دکرخ ولسوالۍ یوتن دتروریزم کارمند اودکرخ ولسوالۍ قاضي عبداللطیف دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه ترځ کې ځای په ځای ووژل شول

له بریدوروسته مجاهدین روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل

2014/3/17



................................................................



کندهار : غورک کې ماین د2 اربکیانوژوندواخست
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:28 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دکندهارولایت په غورک ولسوالۍ کې داربکیانوپه پلي ګزمه دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون سهار نهه بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د ونو په سیمه کې داربکیانو په پلي ګزمه دکنترولیدونکي ماین په مټ ترسره شوه

دچاودني له امله دوه تنه اربکیان ځای په ځای ووژل شول

2014/3/17



...............................................
..
.....



هلمند: باباجي کې داکمالاتي کاروان2عسکرقتل4ژوبل شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:27 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7

دهلمندولایت مرکزلشکرګاه اړوند دباباجي په سیمه کې ددښمن په اکمالاتي کاروان وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدوړمه ورځ ماسپښین 4 بجې دباباجي داوپاشک اوسپین مسجدترمابین دحق نظر دتېلو له پمپ سره دکندهار هرات پرغزیدلي سړک ددښمن په اکمالاتي کاروان ترسره شو

بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په مهال یې یوویشتونکی ماین هم په دښمن وچاودید

په پېښه کې ددښمن دوه تنه عسکرځای په ځای قتل اوڅلورنورسخت ژوبل شول

2014/3/17



............................................................



کندهار: میوندکې رینجرتخریب 3عسکرووژل شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:27 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8

دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې په اجیروعسکرو وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون سهار لس نیمي بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دبندتیمور په سیمه کې دخاک چوپان پر برابرداجیري اردو په پلي عسکرو اورینجرموټر ترسره شو

دبریدپه پایله کې ددښمن رینجرموټرتخریب او3 تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول

2014/3/17


............................................................



کندهار:میوندکې په ګزمه برید1عسکرووژل شو
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:26 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې داجیروعسکرو په پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون ماسپښین 2 نیمي بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دبیبانک په سیمه کې داجیري اردوپه پلي عسکرو ترسره شو

دبریدپه پایله کې یوتن اجیرعسکرځای په ځای قتل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول

2014/3/17



........................................................................



زابل : ارغنداب کې په رینجرچاودني 1عسکرقتل بل ژوبل کړ
تفصيل نېټه: دوشنبه, 17 مارچ 2014 16:26 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9

دزابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ددښمن په رینجرموټر دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون غرمه 12 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


له ازادو مدرسو نه د غربی رسنیو او مدنی ټولنو ویره لیکوال موسی مهاجر
ساعت 18:50 | بازدید : 655 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

غرب به خپل راوړي ا رمانونه بیرته غرب ته له ځان سره وړي، چي پلویان به يې ورسره بدرګه کوي.

افغانستان ددې ځای نه دی، چي پردي او دهغوی مزدوران دي خپل ارمانونه پکي ښکته کړي.

کله چي غربيان له خپلو لاسپوڅو سره افغانستان ته راغلل، نو ددې لپاره چي دخپل دوام داره اشغال لپاره لاره هواره کړي، ديني مدرسې يې ځيني بمباري او ځیني نوري یې بندي کړې، ترڅو خلکو ته داسلامي فکر ورکونکې (مدرسې) ختمي کړي.

همداراز يې ددې لپاره چي په دغه هيواد کي اسلامي فکر له منځه يوسي، په لسګونو رادیوګاني، تلويزونونه، مجلې او ورځپاڼي يې جوړي کړې او په دې برسېره يې دافغانانو دفکري ګمراهي لپاره په لسګونو مدني ټولني هم رامنځ ته کړې، په همدې لړ کي يې له دیني مدرسو سره دافغانانو میني ته په کتلو سره هغوی ته ځیني داسي ديني مدرسې هم جوړي کړې، چي ترڅو دغه مدرسې داصلي مدرسو مخه ونيسي او داسي کسان وروزي، چي داسلام په ځینو احکاماتو ايمان لري او له ځینو نورو څخه انکار کونکي وي، په دې برسېره له غرب او له غربي فکر څخه کرکه ونه لري او نه هم له کافرانوسره دښمني ولري.

خو افغانان دغربیانو په دغه فکري چال پوه شول او دازادو دیني مدرسو په جوړولو يې لاس پوري کړ، ترڅو دغرب دفکري جګړې مخه پرې ونيسي.

اوس مهال په افغانستان کي د۱۱۰۰ دولتي مدرسو په مقابل کي ۱۳۰۰ ازادي مدرسې او په زرګونو ددیني زده کړو درسونه دي، چي حقیقي اسلام خپلو زده کونکو ته وړاندي کوي، چي دغه دغربي رسنیو او مدني ټولنولپاره داندېښنې وړ ګرځېدلي او دهغوی اندېښنه يې ډيره کړې ده.

ددغو سلګونو ازادو مدرسو څخه یوه هم دکندوز ولایت اشرف المدارس مدرسه ده، چي بي بي سي تر لسو ورځو په کم وخت کي دوه یو انځوریز او بل څېړنيز راپورونه پرې جوړ کړل، چي وروستی هغه يې درې ورځي وړاندي وو، بي بي سي ددغه مدرسې په اړه ويره څرګنده کړه، چي دغه مدرسه دغرب دخوښي داسلام په ځای حقیقي اسلام خپروي، چي دوی یې په سخت دريځي سره تعريفوي.

په بي بي سي سربېره یوشمېر نورو داخلي غرب زېږنده رسنیو وویل، ددغه مدرسې زده کونکي دغربي ټولنو په خلاف دمور، ښونکي، ښځي، نوي کال او دداسي نورو ورځو لمانځل حرام بولي، سره له دې، چي ددغو دترويج لپاره په افغانستان کي غرب دخپلو شومو اهدافو دپیاده کولو په موخه ډيري هڅي کړي او ځینو غربي فکرو ددغو ورځو لمانځل پيل کړي دي.

همداراز ددې مدرسې زده کونکي موسيقي غږول، دعکسونو اخيستل او دزېږېدني دورځي کيک ماتول هم حرام بولي، چي غرب يې په دودولو کي بې پایانه پيسې لګولي، په لسګونو رادیوګاني، سایټونه، تلويزونونه دهمدې څيزونو دترویج لپاره جوړ کړي، ترڅوددې څيزونو په مرسته افغان ټولنه دغرب په تمدن او تهذيب ولړل شي.

په دې برسېره مدني ټولنو هم ددې ډول مدرسو او په ځانګړي توګه داشرف المدارس په اړه خپله اندېښنه ښودلي ده، لومړی به داروښانه کړو، چي مدني ټولني څه وظيفه لري او په نورو هيوادونو کي له فعالو مدني ټولنو سره يې توپير څه دی، په نورو هيوادونو کي مدني ټولني هغو سازمانونوته ویل کیږي، چي له حکومت څخه بیلي وي او د ولس حقوق او تمايلات ښکاره کوي، خو په افغانستان کي مدني ټولني له هغو سازمانونو څخه عبارت دي، چي په افغانستان کي دغرب ريښې ټينګوي او دهغوی داهدافو لپاره کار کوي، چي نږدې بېلګه يې دکونړ او لوګر دپيښو په اړه دمدني ټولنو غبرګونونه وو، چي دکونړ دپيښي په ضد يې مظاهره وکړه، خو دلوګر دپيښي په مهال يې غوږونه کاڼه کړل.

دمدني ټولنو او غربي رسنیو ويره له کومي ځانګړي مدرسې څخه نه ده، بلکه له هغو ټولو ازادو مدرسو څخه ده، چي اوس مهال دهيواد په ګوټ ګوټ کي فعالي دي، مدني ټولنو دازادو مدرسو په خلاف ډير غږونه اوچت کړل او په دغو مدرسو کي درښتوني اسلام دخپراوي په اړه يې خپله ويره څرګنده کړه او ددوی په وینا دکرزي دادارې دپوهني له وزارت څخه يې غوښتي، چي ددغه ډول ازادو مدرسو مخه ونيسي، چي هسي نه ددوی د۱۲ کلونو ستړي هدر شي او خلکو ته دغربي فکر ورکولو په لاره کي يې ټول مصارف بې ځایه او ټولي ستړ ي يې بې ګټي شي، دوی همداراز له دې امله هم اندېښمن دي، چي څنګه له دومره ډيرو امکاناتو او مرستو سره سره په دومره ډیر وخت کي په دې ونه توانېدل، چي افغانان له رښتوني اسلام څخه لري، جهادي فکر يې ورختم او یايې کمزوری کړي او دغرب له دښمني څخه يې اذهان پرې مينځي.

دمدني ټولنو او غربي رسنيوداندېښنې یو لامل داهم دی، چي دوی هغو اهدافوته ونه رسيدل، چي غرب غوښتل، دهمدې رسنیو او مدني ټولنو په مرسته یې ترلاسه کړي، چي هغه دحقیقي اسلام مخنیوی او دعيسویت په ډول دیوه متبادل اسلام رامنځ ته کول دي، چي نه له بلي کومي عقيدې سره ټکر ولري او نه هم له غرب سره، خو ددې مدرسو په موجودیت کي هيڅکله مدني ټولني او غربي سازمانونه نه شي کولای، چي خلکو ته دحقيقي اسلام په ځای داسي اسلام معرفي کړي، چي غرب يې غواړي، نوځکه په خپل هدف کي دناکامي له امله اندېښمن دي.

خو په دې کي افغانانو ته یو زيری دی، هغه دا، لکه څنګه چي غرب دجګړې په ډګر کي ماته خوړلي، همداسي په فکري ميدان کي هم له ماتي سره مخ ده.

داسلام دسرلوړۍ په هيله

موسی مهاجر

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ټاکنی به چیر ته کیږی لیکوال ع حکیم
ساعت 18:45 | بازدید : 569 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د ژمي ساړه، د کرزي د بلواکه رژيم او د دوى دبادارانو لپاره د هوسايي يوه لمحه وي، ځکه چې د ژمي په سړو کې طالبان نه وي، دوى له همدې موقعې نه په استفادې د ځان لپاره دخټو پوزه جوړوي، او پرلپسې يې په ځمکه او اسمان کې غورارى جوړ کړى وي، څو خوار، بې وسه کليوال سره راټول کړي، زندان پرې ډک کړي، اوازه ګډه کړي، شل مو ووژل او شل موژوندي ونيول!

د زوى ژبه مو تر خوله شه! ولې مو داعمليات له حمله ترقوسه نه کول، چې ښکاره طالبان ګرځېدل او ستاسې ګزمې يې در لولپه کولې؟؟؟

سږنى ژمى بيا دکرزي د بد رژيم د تبليغاتو ژمى و، پرلپسې يې داسې تبليغوله چې ګواکي زموږ چرسي اردو له خپلو بادارانو پرته هم آن پنځوس کسه طالبان په يوه ځاى له منځه وړلاى شي. سړى حيران شي، چې وه زوى مړې! ښه سره پوهېږو چې ته چېرته د طالبانو دوژلو ادعا کوي هلته په ژمي کې اوهغو ساحوکې چې عملیات ترسره کوي دطالب نوم هم نه وي.دوى اصلاً غواړي په دې ګرم تبليغاتي ژمي سره راروانې ډرامې (ټاکنو) ته د بشپړې امنيتې زمينې دعوه وکړي. په داسې حال کې چې هره ورځ يې په رسنيو کې لولو، اورو،ګورو چې په بېلابېلو ولاياتو کې بېلابېل ارقام د رايي ورکونې مرکزونه يا بېرته لغوه شوي يابه له ګواښ سره مخ وي.مګر پر دې سربېره د کرزي مفسد رژيم غواړي دا ډرامه ترسره کړي، او د ډرامې يوولس ممثلين چې ډايرکټري به يې د دوى دبادارانو په لاس کې وي، په ولس وويني. خو چېرته؟؟؟

د کرزي د بلواکه رژيم خو آن د ارګ ماڼۍ هم له ګواښه خوندي نه ده پاتې، د دوى دبادارانو تر ټولو پټ ځاى د سې آى اې مرکز ته هم د اسلام سرښندونکي ورننوتل، د لبنان هوټل يې هم پرې وغماوه، نو دهېواد پلازمېنه او په پلازمېنه کې بيا په خپله د پاچا څوکۍ چې په خطر کې وي، نو ټاکنې به چېرته وشي؟ د تېروټاکنونه دوه ورځې وړاندې فدايانو د کابل ښار په سر سره واخېست، دټاکنو په ورځ په اتمې حوزې مخامخ فدايي بريد وشو. نو د کرزي د پيسوټولولو پروژه به ملت ته څنګه ډاډ ورکړي، چې دوى به د رايې ورکولو پر مهال بې غمه وي؟
که څوک دادعوه کوي، چې اردو، پوليس يا اربک به د دوى امنيت خوندي کړي، نو دا خوب دې اوبه ته ووايي،ځکه چې د طالبانو يواځې د جنوري په مياشتني راپور کې له اسنادو سره سلګونه ځوانان له همدې ليکو راجلاشوي وو، او څوک چې پکې پاتې دي، هغوى لېوني نه دي چې د مفکر(!) يا مفتي(!) ياهم نر(!) لپاره خپل ځانونه قرباني کړي، دوى د مياشتې اړولو په تمه دي، نو د ټاکنو ورځ چې د حمل شپاړلسمه ټاکل شوې، هيڅ نظامي تبع به دې ته حاضر نه شي، چې د مياشتې په نيمايي کې د پرديو ګټو لپاره خپل ځان قرباني کړي، بلکې دوه اوونۍ ورورسته يې معاش راځي، چې د رايي ورکونې ټول مرکزونه بندېږ هم، بند دې شي، دى ولې خپله نيمه مياشت پرې خرابه کړي؟؟؟

نو ټاکنې ممکن، لکه د تېر په څېر بيا هم يواځې په ارګ، دحوزو په تعميرونو او دولاياتو په مقرونو کې ترسره شي. چې بيا به نو پوره يوه مياشت د دوى په پايلو لانجه وي، چې کوم والي د کوم نوماند لپاره کار کړى؟ نو راتلونکى ولسمشر(!) به په ټوله معنى لکه د تېر په څېر انتسابي وي، نه انتخابي!

د ژمي ساړه، د کرزي د بلواکه رژيم او د دوى دبادارانو لپاره د هوسايي يوه لمحه وي، ځکه چې د ژمي په سړو کې طالبان نه وي، دوى له همدې موقعې نه په استفادې د ځان لپاره دخټو پوزه جوړوي، او پرلپسې يې په ځمکه او اسمان کې غورارى جوړ کړى وي، څو خوار، بې وسه کليوال سره راټول کړي، زندان پرې ډک کړي، اوازه ګډه کړي، شل مو ووژل او شل موژوندي ونيول!

د زوى ژبه مو تر خوله شه! ولې مو داعمليات له حمله ترقوسه نه کول، چې ښکاره طالبان ګرځېدل او ستاسې ګزمې يې در لولپه کولې؟؟؟

سږنى ژمى بيا دکرزي د بد رژيم د تبليغاتو ژمى و، پرلپسې يې داسې تبليغوله چې ګواکي زموږ چرسي اردو له خپلو بادارانو پرته هم آن پنځوس کسه طالبان په يوه ځاى له منځه وړلاى شي. سړى حيران شي، چې وه زوى مړې! ښه سره پوهېږو چې ته چېرته د طالبانو دوژلو ادعا کوي هلته په ژمي کې اوهغو ساحوکې چې عملیات ترسره کوي دطالب نوم هم نه وي.دوى اصلاً غواړي په دې ګرم تبليغاتي ژمي سره راروانې ډرامې (ټاکنو) ته د بشپړې امنيتې زمينې دعوه وکړي. په داسې حال کې چې هره ورځ يې په رسنيو کې لولو، اورو،ګورو چې په بېلابېلو ولاياتو کې بېلابېل ارقام د رايي ورکونې مرکزونه يا بېرته لغوه شوي يابه له ګواښ سره مخ وي.مګر پر دې سربېره د کرزي مفسد رژيم غواړي دا ډرامه ترسره کړي، او د ډرامې يوولس ممثلين چې ډايرکټري به يې د دوى دبادارانو په لاس کې وي، په ولس وويني. خو چېرته؟؟؟

د کرزي د بلواکه رژيم خو آن د ارګ ماڼۍ هم له ګواښه خوندي نه ده پاتې، د دوى دبادارانو تر ټولو پټ ځاى د سې آى اې مرکز ته هم د اسلام سرښندونکي ورننوتل، د لبنان هوټل يې هم پرې وغماوه، نو دهېواد پلازمېنه او په پلازمېنه کې بيا په خپله د پاچا څوکۍ چې په خطر کې وي، نو ټاکنې به چېرته وشي؟ د تېروټاکنونه دوه ورځې وړاندې فدايانو د کابل ښار په سر سره واخېست، دټاکنو په ورځ په اتمې حوزې مخامخ فدايي بريد وشو. نو د کرزي د پيسوټولولو پروژه به ملت ته څنګه ډاډ ورکړي، چې دوى به د رايې ورکولو پر مهال بې غمه وي؟
که څوک دادعوه کوي، چې اردو، پوليس يا اربک به د دوى امنيت خوندي کړي، نو دا خوب دې اوبه ته ووايي،ځکه چې د طالبانو يواځې د جنوري په مياشتني راپور کې له اسنادو سره سلګونه ځوانان له همدې ليکو راجلاشوي وو، او څوک چې پکې پاتې دي، هغوى لېوني نه دي چې د مفکر(!) يا مفتي(!) ياهم نر(!) لپاره خپل ځانونه قرباني کړي، دوى د مياشتې اړولو په تمه دي، نو د ټاکنو ورځ چې د حمل شپاړلسمه ټاکل شوې، هيڅ نظامي تبع به دې ته حاضر نه شي، چې د مياشتې په نيمايي کې د پرديو ګټو لپاره خپل ځان قرباني کړي، بلکې دوه اوونۍ ورورسته يې معاش راځي، چې د رايي ورکونې ټول مرکزونه بندېږ هم، بند دې شي، دى ولې خپله نيمه مياشت پرې خرابه کړي؟؟؟

نو ټاکنې ممکن، لکه د تېر په څېر بيا هم يواځې په ارګ، دحوزو په تعميرونو او دولاياتو په مقرونو کې ترسره شي. چې بيا به نو پوره يوه مياشت د دوى په پايلو لانجه وي، چې کوم والي د کوم نوماند لپاره کار کړى؟ نو راتلونکى ولسمشر(!) به په ټوله معنى لکه د تېر په څېر انتسابي وي، نه انتخابي!

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په هرات کی د ترافیکی پیښی له کبله نهه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړو لیکوال زلمی افغان
ساعت 18:37 | بازدید : 637 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په لویدیځ کې له هرات ولایت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي،چې تېره شپه دلته په یوې ترافیکي پيښه کې له ایرانه نهه تنه را اړول شوي کسان مړه شوي.

د هرات د روغتون مطبوعاتي مسول محمد شفیق شیرزي رسنیو ته ویلي، چې یاد کسان د هرات ښار او اسلام قلعه ترمنځ په لاره کې د یوې سراچه ډوله او ټیلر موټر په ټکر کې مړه شوي.

ویل کېږي، په مړو کې اته تنه یې هغه افغان مهاجر دي چې د ایران له پولې شړل شوي و او یو بل یې د سراچې چلوونکی دی.
همداراز په یوه بل خبر کې راغلي، چې نن سهار د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د زیات اورښت له کبله د یوه کور د چت پریوتلو د یوې کورنۍ دوه غړي مړه او دوه نور ژوبل کړي دي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د سوریی په جکړه کی د وژل شویو شمیر تر 1لک 46 زرو واوښته
ساعت 16:1 | بازدید : 462 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دسوريې لپاره دبشري حقونو سازمان ویلي، دسوریې په جګړه کي چي روانه میاشت به په څلورم کال کي داخله شي، تر۱ لک ۴۶ زرو ډير کسان وژل شوي.

ددغه سازمان په خبره چي په لندن کي یې مرکز دی، دټولو وژل شویو دریمه برخه ولسي وګړي دي، چي ډيری يې دبشارالاسد درژيم دهوايي بریدونو او بمباري په پايله کي وژل شوي.

دسوريې دجګړې په اړه په دغه نوي راپور کي ویل شوي، په وژل شویو کسانو کي شاوخوا ۶۳ زره دبشارالاسد درژيم مخالفین وژل شوي او تر ۵۶ زرو ډير دبشارالاسد پوځیان وژل شوي، همداراز په سلګونو دبشارالاسد په پلوي جنګېدونکي دنورو هيوادونو جنګیالي وژل شوي.

خو دبشري حقونو دغه سازمان خبرداری ورکړی، چي دوژل شویو کسانو اصلي شمېره تردې ډيره ده، دسازمان په خبره یو لوری هم دخپلو وژل شویو کسانو دقيقه شمېره نه څرګندوي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د امریکانو پر ځای اندیښنه
ساعت 15:57 | بازدید : 553 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ورځ تر بلې داسلامي امارت له لیکوسره دکابل دګوډاګۍ اردود عسکرو یو ځای کیدو اودمجاهدینو دجهادي صفونو دپیاوړې کیدو سره دامریکایانو بوږنوونکیو اندیښنو هغه وخت تحقق وموند،چې دکابل زمامدار (حامد کرزي ) په اصطلاح دامنیتي تړون دلاسلیک پر سر امریکایانوته ظاهرا خپل شرطونه کښیښودل ،امریکایان چې په خپل لاس دروزل شوې اردوباندې دهرکله په پرتله زیات بي اعتماده شوي اوس ویره ورسره پیدا شوي، چې هسې نه ددوئ له وتنې او تیښتې وروسته یې تر شا پاتې اردو له طالبانو سره یوځای شي،چې هم به یې میلیاردونه ډالر په سیند لاهوشي اوهم به یي کابل کې دتنکۍ دیموکراسي ستنې و لړزیږي !

څه موده وړاندې دامریکالوی درستیز(جنرال مارتین دیمپسي) په کابل کې خبریالانوته وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو دا خبرداری چې که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي، نو ټول پوځیان به له دغه هیواده وباسي، ممکن د دښمن د تشویق او له طالبانو سره د ځینو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدو سبب شي،جنرال ډیمسي وویل چې : دفاع وزارت ته د ولسمشر بارک اوباما دې امر، چې له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړي، افغان پوځي مشران هم اندېښمن کړي او د دوی د ځواکونو په ځان ډاډ له منځه وړي. نوموړې وویل چې د ځواکونو د ایستلو د اوازو د اغېز په اړه اندېښنه لري ،ده خبریالانو ته وویل:«دا دښمن ته ګټه لري او فکر کوم په یو نه یو ډول یې هڅوي،چې استخباراتي معلومات هم دا خبره تاییدوي»ددې امریکایي پوځي مشرله څرګندونوڅخه په ډاګه دامریکایانو تر منځ دژوراختلاف ،بي باورۍاودکابل په اوسنۍ اردو دبي اعتمادۍ نښې بریښي ،او په دې اندیښنو کې داهم ځلیږې ،چې دکابل اوسنی نظام چې دکومې سپیڅلې روحیی یا مفکورې پر بنسټ نه ،بلکې دبي خرته ډالرو په لګښت جوړشوی ،دومره کمزوری دی ،چې دخارجیانو له وتلووروسته به ژر وشړیږي او له مجاهدینو سره به دمقاومت پر ځای ورته ژر سلامي شي !

داسلامي امارت ددعوت وارشاد اوجلب وجذب کمیسون دراپور له مخې په تیر کال کې سلګونه داردو مسلح عسکر داسلامي امارت له لیکوسره یوځای شوي او دا لړۍ اوسمهال هم په تیزۍ سره روانه ده ،همداسې داردو له منځه پر خارجیانو دتوظیف شویو عسکرومرګونې ګوزارونو هم دامریکایانوبي باوري او اندیښنې زیاتې کړي دي .خو متقابلا داسلاميامارت دمجاهدینو روحیاتي مورچل لاغښتلی اودیوه اوږده جهادي تسلسل دتداوم روحیه یي په تندو کې له ورایه بریښي ،موږ باور لرو چې یاد شوي روان جریانات دفتحې او بریا ښکاره نښې او بشارات دي ، امریکایان چې په دې هیواد کې یې پښې ښویدلي دي له اخراج وروسته به نه وتوانیږي چې خپل ځای ناستی نظام وساتي او یا دخپلو منافعو دفاع ورباندې وکړي.

ان شاء الله په افغانستان کې دامریکا شکست به دشوروي اتحاد دماتې غوندې په نړیواله کچه مثبت نتائج له ځانه سره ولري او له ډیرو محکومو اولسونو به ددې جابر ځواک لمن په ټولیدو شي ، وما ذالک علی الله بعزیز

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د حوت 24 د هیواد جهادی تاریح نه هیریدونکی وزځ لیکوال شاهد عزنیوال
ساعت 15:54 | بازدید : 630 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

زمونږ ویاړلی هیواد په خپل جهادي تاریخ کې ډیرې ویاړلې ورځې لري .

د ۱۳۵۷ هجري لمریزکال د حوت د میاشتې څلورویشتمه د همدې ویاړلو ورځو له جملې څخه یوه نه هیریدونکې ورځ ده .

په همدې تاریخي ورځ کې شهادت مینو هراتیانو له خپل دین او هیواد څخه ددفاع په خاطر د سر ښندنې او فداکاري میدان ته را ودانګل ، او دالله اکبر په ملکوتې ناروسره يې د الحادي مفکوري د بي ضمیره پلویانو پرخلاف قیام وکړ .

په دې تاریخي قیام کې په یوه ورځ تر ۲۴۰۰۰ زیات غیرتي هراتیان شهیدان خو د خپل دین او عقیدې دساتلو مسؤلیت یې تر سره کړ.

د وخت د ملحد نظام پرخلاف د مسلمانو هراتیانو دغه جهادي پاڅون یواځې او یواځي د هغوی د اسلامي جذباتو او عقیدوي روحیې محصول وه چې په تشو لاسونو خو کلکو ایمانونو سره یې پیل کړ، نه یې د وخت دطاغوت له وحشت څخه ویره وکړه او نه یې د خپل جهادي قیام په بریالیتوب کې له چاڅخه د مادي مرستې تمه و لرله.

په تاریخي لحاظ کولای شو د هرات ولایت د شهید روزونکي ولس د غه جهادي قیام په افغانستان کې د سرتاسري جهادي قیام پیلامه وبولو ؛ ځکه تر هغه راوروسته د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې جهادي پاڅونونو له همدغه پاڅون څخه په الهام اخیستوسره زور واخیست او هرځای یې پر بیدینو کمونیستانو باندې د اوسیدو کړۍ تنګه کړه .

هماغه وه چې وطن پلورونکي کمونیستان مجبورشول چې د جهادي پاڅونونو د ځپلو لپاره له خپلو شوروي بادا رانو څخه مرسته وغواړي او د دغه شوم هدف لپاره د افغانستان ځمکه او فضا د اشغالګرو شورویانو په واک کې ورکړي .

اشغالګرو شورویانو د هرات له الهام بښونکي پاڅون څخه لس میاشتې وروسته په افغانستان پوځي یرغل وکړ ، چې دغه وحشي یرغل لس کاله دوام وکړ او د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس یې په ډیرې میړانې سره تر هغو مقابله وکړه تر څویې هغوئ دخپل جهادي مقاومت په برکت په ځړیدلي اورمیږله افغانستان څخه تیښتې ته اړ او بالآخره یې په دې سره ټولې نړۍ ته دکمونیستي وینې زبیښونکي واکمنۍ له شره نجات ورکړ.

له نړۍ څخه د کمونیستي سرې کمبلې په ټولیدوسره امریکايي امپراتوري ته د یکه تازي میدان خلاص شو ، د دې پرځای چې امریکایانو د افغانانو د جهاد له برکته د نړۍ له یو قطبي توب څخه مثبته استفاده کړې وای او د جګړه ځپلیو افغانانو د احسان حق یې اداء کړی وای خوبر عکس یې په ډیره سپین سترګې داځل دوی دشوریانو په څیر په افغانستان تیری وکړ او دافغانستان په اشغال کې یې هغه شعارونه او تکتیکونه وکارول کوم چې یرغلګرو شورویانو کارولي ول.

خو مسلمانو افغانانو په ډیر ستړي او خسته حالت کې د مغرورو امریکایانو په مقابل کې هم هغسي مقاومت وکړ لکه د روسانو په مقابل کې چې کړی وه او دا دی نن یې د خپل ۱۳کلن جهادي مقاومت له برکته اشغالګرامریکایان هم له هغې ماتې او شرمندګي سره مخ کړي له کومې سره چې یې شورویان مخ کړي ول.

هوکه! نن د هرات د جهادي پاڅون ۳۵ کلیزه ده.

د دغې ویاړلې کلیزې په رارسیدو سره مغرورامریکایان باید د ماتې خوړلیو شورویانو له برخلیک څخه عبرت واخلي او له آزمایل شویو افغانانو سره له بي ځایه زور آزمویلو څخه ډ ډه وکړي.

ځکه امریکایان چې په تیرو ۱۲ کلونوکې په فکري لحاظ د افغانانو په تسخیرولو قادرنشول نو په راتلونکو لسو کلونو کې به هم هیڅ کله خپل دغه هدف ته ورسیږي .

د بیدینه کمونیستانو پرخلاف د هراتي ولس جهادي پاڅون د افغانانو لخوا ټولو تیري کوونکو ته دا څرګند پیغام دی چې دې غیور ولس کله هم د تیري کوونکی ځواک په مقابل کې د تسلیمي سر نه دی ټیټ کړی او نه به یې تر دې وروسته ټیټ کړي ، هرڅوک چې دخپل حماقت له مخې پردغه مسلمان ولس د واکمنۍ خوبونه ویني هغوئ به د چنګیز، انګریز ، پخواني شوروي اتحاد او اوسنیو امریکایانو په برخلیک اخته کیږي ، نړیوال غرور او وجاهت به یې دغیرتي افغانانو په لاس تر پښو لاندې کیږي ، مفکوره یې مسخره ګرځي او په تاریخ کې به یې دماتي خوړلي او شړیدلي په نوم یادیږي.

د ټولو یرغلګرو پر خلاف په فکري لحاظ د افغانانو دجهاد اومقاومت لامل دیني او عقیدوي انګیزه لري ، هغه انګیزه چې د مادیاتو په کموالي او زیاتولي پوري هیڅ تړاونه لري .

بلکې چې څومره د غه مجاهد ولس د اشغالګرو لخوا تر وحشت اوبربریت لاندې نیول کیږي په هماغه اندازه یې د انتقام روحیه قوي کیږي او په همدې قوي روحیې له دښمن سره مقابلې ته دوام ورکوي.

مونږ د هراتي مسلمان ولس د کب دمیاشتي ۲۴ تاریخي ورځ په داسې حال کې لمانځو چې مجاهد افغانان دعقیدي او دفاع په سرو سنګرو کې له اشغالګرو امریکایانو سره د مقابلې په وروستۍ مرحلې کې قرار لري .

مونږ د دفاع او مقاومت په مرچلونوکې دهرات شهید روزونکي ولس ته د دغې تاریخي ورځې له امله خپل عمیق تاثرات وړاندې کوو د هغوئ سرسپارلیو شهیدانوته له الله تعالی څخه د قبولیت غوښتنه او وارثینو ته یې د هغوئ د سپیڅلې لارې د تعقیب او نیمګړیو آرمانونو د پوره کولو سوالونه کوو .

مونږ په فکري او عملي لحاظ د امریکایانو پر خلاف ننی جهاد د شورویانو پرخلاف د پروني جهاد متمم بولو .

د ازادي او دفاع دلارې سر ښندنکو غازیانو چې په پروني او نني جهاد کې کومې قربانۍ ورکړي دهغوی هدف مشترک او آرمان یې یو دی .

دغه مشترک هدف او یو ارمان د مسلمانو افغانانو په ټاټوبي کې داسلامي نظام حاکمیت دی .

الله تعالی دي په خپل رحمت سره غیرتي افغانان په دغه سپیڅلي آرمان کې بریالي کړي .

د حوت د څلورویشتمې تاریخي ورځي د سر ښندونکو شهیدانو روح دی خوشاله او لاره دې بریالۍ وي.

د۱۳۹۲ کال د حوت ۲۴

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 124
بازدید دیروز : 9
بازدید هفته : 124
بازدید ماه : 248
بازدید کل : 99557
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 124
:: باردید دیروز : 9
:: بازدید هفته : 124
:: بازدید ماه : 248
:: بازدید سال : 10914
:: بازدید کلی : 99557