الجـــــــهاد فی سبیل الله
د یوه خبر عبرګون
ساعت 15:51 | بازدید : 576 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د کابل ادارې د پکتيکا ولايت اړوندو چارواکو نن دعوه وکړه چې ګنې دوي هلته د برمل او سروبي ولسواليو په اړوندو سیمو کې د نويد په نامه عملیات پيل کړي، ۶ تنه مجاهدين يي شهيدان کړي، او سيمې يې له مجاهدينو نه خالی کړي دي.

موږ د دښمن دغه پوچه ادعا په کلکه ردوو، تراوسه پورې د پکتيکا ولايت په کومه اړونده سیمه کې موږ د دښمن کوم عملیات نه دي محسوس کړي، او نه موږ هلته تلفات ليدلي، دښمن تل هڅه کوي چې د رواني جګړې په دود له حقيقته لرې افواهات خپاره کړي، خپلو مشرانو او بهرنيو بادارانوته کاذب اميدونه ورکړي او سيمې تش په خوله له مجاهدینو نه خالي شوې اعلان کړي.

دسېمې خلک شاهدان دي چې هلته د دښمن هيڅ ډول عملیات هم وجود نه لري، مجاهدين په خپلو مراکزو او سنګرونو کې قرار لري او دښمن د هر ډول پر مختګ په وړاندي لازم تدابیر نیول شوي دي.

د کابل غلامانو د انتخاباتو په درشل کې د عملیاتو په نامه بیلا بیل اعلانونه کړي خو هيچيرې يې هم کوم پرمختګ او ريښتوني عملیات نه دي کړي او نه ورسره د داسې څه کولو توان شته.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونړ غازی اباد کی دوه عسکر د قومی مشرانو په عوښتنه خوشی شول لیکوال ذبیح الله مجاهد
ساعت 15:47 | بازدید : 504 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

څه موده وړاندې په غازې آباد ولسوالۍ کې د دښمن په يوه لوي مرکز باندي د برید له امله چې دوه تنه داجیرې اردو عسکر(خیر الدین او میراغا)د مجاهدينو لخوا ژوندي نیول شوي وو، نن د افغاني همدردۍ او له خپلوانو څخه يې د ضمانتونو په اخیستلو سره دسیمې دقومي مشرانو په غوښتنه خوشي شول.



د یادونې ده چې ټول عسکر 6 تنه وو چې له هغوڅخه 4 تنه يې له مجاهدینو سره يوځای شوي وو او د مرکز د فتحې سبب شول او دوه تنه يې د مجاهدینو لخوا اسیران شوي وو.



دغازي اباد په حمله کې چې داجیرې اردو په مرکز ترسره شوه ۲۳ تنه اجیر عسکر ووژل شول او یوشمیر نور ټپیان شول



د دښمن هغه ادعا چې له ځينو رسينو سره يې په تماس کې کړې چې ګنې 6 تنه پوليس دوئ په کومو عملیاتو کې آزاد کړي کاملا ناسمه او له حقيقته لرې ده.

2014-03-14

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د افغانیستان اسلامی امارت تازه خبرونو لومړی برخه یو ځای
ساعت 18:29 | بازدید : 1017 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ننګر هار : خوګياڼو کې په پوسته بريد شوی
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 14:32 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7

په ننګرهار ولايت کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د خوګياڼو ولسوالۍ په نکرخيل سيمه کې يې د اجيري اردو په پوسته بريد ترسره کړ.

په پوسته تېره شپه ماخستن 8 بجې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې له امله يې ودانۍ زيانمنه شوه او د مرګ ژوبلي په هکله شواهد نه دي ترلاسه شوي.

2014-03-14


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


دهلمند: دمارجي په امنیه قومنداني کې یوه پولیس 2نورپولیس ووژل
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 08:50 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 15

دهلمندولایت په مارجي ولسوالۍ کې ددښمن ترمنځ نښته شوي

له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې : نښته پرون غرمه 11 بجې شاوخوا دیادي ولسوالۍ په امنیه قومنداني کې دننه دپولیسو ترمنځ ونښته

دنښتي په پایله کې یوه تن پولیس دوه نورپولیس ځای په ځای ووژل

نوموړی پولیس دنوروپولیسوله لوري ژوندی ونیول شو

تردي دمه دنښتي لامل نه دی په ډاګه شوی

2014/3/14


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


کابل : سروبي کې په پوسته بريد شوی
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 09:01 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9

له کابل ولايت نه په سروبي ولسوالۍ کې د دښمن په پوسته د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي پوسته په شيرخاني سيمه کې د جلال اباد د عمومي سرک تر څنګ واقع ده او تېره ورځ ماسپښين 2 بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.

د بريد له امله دښمن ته زيان اوښتی اما په اړه يې شواهد نه دي ترلاسه شوي.

2014-03-14


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


لغمان : قرغيوکې د انتخاباتي کمپاين 3 دفترونه وسوزول شول
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 09:01 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 22

په لغمان ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي په قرغيو ولسوالۍ کې يې 3 د انتخاباتي کمپاين دفترونه سوزولي دي.

د راکړل شوي خبر په اساس مجاهدينو بيګا شپه 1 نيمه بجه په چارباغ سيمه کې ولايتي شورا ته د کانديد يوسف ملګزي، عبدالله او ميرحاتم تره خيل د کمپاين په دفترونو بريد وکړ او په بشپړه توګه يې وسوزول.

مجاهدين وايي په عيني وخت کې يې په سيمه کې د سياف په انتخاباتي دفتر راکټي بريد هم ترسره کړ چې ودانۍ ته يې زيان واوښت.

2014-03-14


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غازي اباد کې مجاهدينو 2 پوليس خوشي کړل
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 09:01 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 25

څه موده وړاندې په غازې آباد ولسوالۍ کې د دښمن په يوه مرکز باندي د برید له امله چې دوه تنه پولیس د مجاهدينو لخوا ژوندي نیول شوي وو، نن د افغاني همدردۍ او له خپلوانو څخه يې د ضمانتونو په اخیستلو سره ژوندي خوشي شول.

د یادونې ده چې ټول پوليس 6 تنه وو چې له هغوڅخه 4 تنه يې له مجاهدینو سره يوځای شوي وو او د مرکز د فتحې سبب شول او دوه تنه يې د مجاهدینو لخوا اسیران شوي وو.

د دښمن هغه ادعا چې له ځينو رسينو سره يې په تماس کې کړې چې ګنې 6 تنه پوليس دوئ په کومو عملیاتو کې آزاد کړي کاملا ناسمه او له حقيقته لرې ده.

2014-03-14



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


بغلان : برکه کې اشغالګروملاامام بندي کړ
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 09:25 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8

له بغلان ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې اشغالګرو عسکروپه برکه ولسوالۍ کې د عامو خلکو په کورونو چاپه وهلې او له تالاشي وروسته يې د کلي ملاامام مطیع الله له ځان سره وړی دی.

راکړل شوی خبر وايي عسکرو تېره شپه 7 بجې د فلول سيمي په کمرجمالي کلي باندي چاپه ووهله او د تېري ورځې د ماسپښين تر 3 بجو پوري يې د خلکو په کورونو کې بې رحمانه تالاشي کوله.

د سيمي خلک وايي اشغالګرو په سيمه کې هيڅ هم ونه موندل خو له دې سره سره يې د کلي امام امام له ځان سره يووړ.

2014-03-14

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


زابل : میـــزانه کې له اجیردښمن سره سخته جګړه شوي
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 11:34 لیکوال: muhammad بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دزابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې له اجیردښمن سر سخته جګړه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون سهارلس بجې دیادي ولسوالۍ اړونددټکیر دتنګي په سیمه کې له هغه عسکروسره ونښته چې سیمي ته دعملیاتوپه موخه راووتل

جګړ ه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي یوساعت یې دوام وکړ

په جګړه کې دښمن ته درانه تلفات اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده څرګنده شوي

په پېښه کې یوتن مجاهدسرسرکي زخمي شوی

2014/3/14


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


هلمند: نوزا دکې شوبله تخریب4 عسکرپکې ووژل شول
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 11:34 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دهلمندولایت په نوزادولسوالۍ کې داجیري اردویوه شوبله دماین ښکارشوه

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : داجیري اردو یوه شوبله نن سهار شپږنیمي بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د داني تنګي په سیمه کې دخښ شوي ماین په مټ والوزول شو

په پېښه کې شوبله په بشپړه توګه ویجاړ ه اوپکې سپاره څلورتنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول

2014/3/14


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



هلمند: نادعلي کې شوبله تخریب 2عسکرپکې ووژل شول
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 11:39 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دهلمندولایت په نادعلي ولسوالۍ کې داجیردښمن یوه شوبله دماین ښکارشوه

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : داجیري اردو شوبله پرون غرمه 11 نیمي بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دنرې مانده اوژړپله ترمابین سیمه کې دبوغرا پرغاړه دخښ شوي ماین په مټ والوزول شوه

دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره دوه تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول

2014/3/14



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



هلمند: نوزادکې دپولیسو یوه شوبله په ماین والوزول شوه
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 11:43 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9

دهلمندولایت په نوزاد ولسوالۍ کې داجیرو پولیسو شوبله دماین ښکارشوه


له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون ماسپښین ناوخته 4 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دنوزاد رود په سیمه کې ګرشک ته پرغزیدلي سړک دنظم عامه پولیسو یوه شوبله دخښ شوی ماین په مټ والوزول شوه


دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته


2014/3/14



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


زابل : میــــزانه کې یوتن اجیرعسکرووژل شو
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 11:50 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 11

دزابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې یوتن اجیرعسکرووژل شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : یوتن اجیرعسکرپرون غرمه یوه بجه دیادي ولسوالۍ اړوند داسماعیل کلي ته څیرمه دمجاهدینوله لوري دوسلوال بریدپه ترځ کې ځای پ ځای ووژل شو

2014/3/14





ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



ننګرهار : ګوشتي کې په پوسته بريد، 3 اربکيان مړه او ژوبل شول
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 14:30 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6

له ننګرهار ولايت نه په ګوشتي ولسوالۍ کې د اربکيانو په پوسته د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي پوسته چې په خوزيو سيمه کې واقع ده نن سهارمهال 8 نيمي بجې پرې د مجاهدينو له خوا بريد وشو.

د برید له امله 1 اربکی وژل شوی او 2 نور مرګوني ټپیان شوي دي.

2014-03-14




ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


لغمان مرکزته نژدې په پوسته دبريد له امله 1 اربکی ووژل شو
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 14:30 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6

د لغمان ولايت په مرکزي سيمه کې د اربکيانو په پوسته وسلوال بريد ترسره شو.

خبر کاږي مجاهدينو تېره شپه 10 بجې مهترلام ته نژدې په پړاو سيمه کې د اربکيانو په پوسته بريد وکړ چې په نتېجه کې يې 1 اربکي خپل ژوند له لاسه ورکړ او 4 سخت ژوبل شول.

د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت يو مجاهد د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، انالله وانا اليه راجعون.

2014-03-14



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



ننګرهار : چپرهار کې د اجيري اردو افسر ووژل شو
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 14:31 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8

د اسلامي امارت مجاهدينو د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د اجيري اردو یو تن افسر وژلی.

نوموړی افسر نن سهار خواوشا 8 بجې په ماړو سيمه کې د وسلوال بريد په مهال ووژل شو.

افسر له نورو عسکرو سره د ډاګو بيس ته په لاره وو چې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغلل.

2014-03-14



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


کونړمرکزته څېرمه پوسته تر بريد لاندي راغله
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 14:31 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7

له کونړ ولايت نه مو مرکز اسعد اباد ته نژدې د اجيري اردو په پوسته د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ.

په خبر کې راغلي پوسته په شګۍ سيمه کې موقعيت لري او نن د ورځي 9 نيمي بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.

د بريد ل امله د پوستې ودانۍ زيانمنه شوې او پکې مېشتو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

2014-03-14



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



ننګر هار : خوګياڼو کې په پوسته بريد شوی
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 14:32 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7

په ننګرهار ولايت کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د خوګياڼو ولسوالۍ په نکرخيل سيمه کې يې د اجيري اردو په پوسته بريد ترسره کړ.

په پوسته تېره شپه ماخستن 8 بجې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې له امله يې ودانۍ زيانمنه شوه او د مرګ ژوبلي په هکله شواهد نه دي ترلاسه شوي.

2014-03-14



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


کونړ : سرکاڼوکې په پوسته بريد ، 1 عسکر وژل شوی
تفصيل نېټه: جمعه, 14 مارچ 2014 14:33 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6

د اسلامي امارت مجاهدينو د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اجيري اردو په پوسته بريد کړی او 1 عسکر يې پکې وژلی دی.

د راکړل ش

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم دکميسيون محترم مسئول مولوي احمد بلال سره مرکه
ساعت 20:59 | بازدید : 760 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له هرڅه وړاندې درته هرکلی وایو ، او مننه کوو چې له ټولو ورځنیو مصروفیاتو سره سره مو زموږ غوښتنه ومنله ، ترڅو مو پوښتنو ته ځواب ووایاست .

د کمیسیون رئیس :

الحمد لله و الصلوة و السلام علی رسول الله و علی آله و اصحابه و من والاه و بعد

ترهرڅه وړاندې تاسو او لوستونکو ته خپل مسنون سلامونه وړاندې کوم له تاسي څخه هم د زړه له کومي منندوی یم چي موقع مو راکړه تر څو درنو هیوادوالو او لوستونکو ته د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم د کمیسیون د تاسیس ، اهدافو او فعالیتونو وضاحت وکړم .

پوښتنه : ستاسو کميسيون د اسلامي امارت په تشکيلاتو کې دکومو اهدافو لپاره ايجاد شوی او څه ډول ترکيب لري که يې لطفا تشريح کړئ ؟

ځواب : تاسو ته معلومه چې په افغانستان دامریکایي یرغل څخه وروسته زموږ په هیواد کې جنګي حالت حاکم دی ، او امریکایانو په افغانستان یو داسې حکومت تپلی چې په ټوله نړۍ کې په فساد کې لومړی درجه ځای لري ، دهمدې فاسد رژیم ترسیوري لاندې نورو لوټماریو ، غصب او اختلاسونو سربیره دبشري مرستو په برخه کې هم لویه بي انصافي روانه ده .



هغه داچې له یوي خوا زموږ جګړه ځپلی ولس د ژوند په هر پړاو کې له مختلفو ستونزو سره مخامخ دی او لاسنیوي ته اړ دی له بله پلوه همدا زموږ د هیواد والو د مرستي په نامه چي هیواد ته څه هم را ورسیږي نو زیاته برخه یې د بهرنیو مؤسسو د اداري پرسونل په معاشاتو ، د لوکسو او مجللو قصرونو په کرایو ، د نویو ماډلونو موټرونو په رانیولو او د دوی د دفتري لوازمو په کش او پش لګیږي ، کومه برخه چي بیا کومي پروژي ته رسیږي د هغي ډیره حصه هم د نوموړو مؤسسو او یا هم دکابل د ګوډاګۍ اداري د فاسدو چارواکو جیبونو ته ځي ، د دي لپاره چي د غه مرستي باید دضرورت وړ ځایونو کي ولګیږي او همدا ډول د دښمن له لوري د مرستو په نامه د مغرضانه فعالیتونو مخه هم ونیول شي ، دافغانستان اسلامي امارت وپتییله چي دمؤسساتواوشرکتونو دکنترول ، د هغوی د فعالیتونو د تنظیم او د هغوی دمصارفو د پرځای لګیدو په منظور په خپلو تشکیلاتو کي ځانګړی کمیسیون ولري .

په لنډو ټکو کي به د کمیسیون د لائحي د دوهمي مادي په یادولو سره د سوال د دي برخي ځواب را خلاصه کړم :

دوهمه ماده: د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کميسیون د افغانستان د اسلامي امارت له لوري په هیواد کي مؤسسو او شرکتونو ته دضرورت په اساس د فعالیت د اجازي ور کولو، تنظیم او څارني په غرض رامینځ ته شوي اداره ده .

د دي کمیسیون د تشکیلاتو په هکله باید یادونه وکړم چي : په راس کي یي رئیس ، مرستیال او ور سره تجربه لرونکي اعضاء ، اداري او مالي څانګه ،د رغنیزو چارو د تنظیم څانګه ،د مخابراتي شبکو د تنظیم څانګه ، د عمومي اړیکو څانګه او په ټولو ولایتونو کي نمایندګۍ .

پوښتنه : ستاسو کمیسیون تراوسه پورې په هیواد کې کوم او څه ډول فعالیتونه ترسره کړي ؟

ځواب : د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون وکولای شول چي د هغو خپل سریو مخه ونیسي چي د یو شمیر غیر مسؤولو افرادو له لوري به د اسلامي امارت او یا هم د طالب په نامه له مؤسسو او یا هم د تلیفون له کمپنیو سره تماسونه نیول کیدل او په یو او بل ډول به یي هغوی تهدیدول او خپلي ناروا غوښتني به یي ترسره کولي چي په دي کار سره له یوي خوا د عام المنفعه چارو په وړاندي ډیري ستونزي را ولاړي شوي وي ، د بشري مرستو رسیدګي ستونزمنه شوي وه ، د ولس اړو خلکو ته څرنګه چي لازم وو اسانتیاوي نه وي له بلوه پلوه داسي ناوړه تبلیغات هم کیدل چي ګواکي اسلامي امارت په هیواد کي د پرمختګ مخنیوی کوي ، خو لله الحمد د کمیسیون په جوړیدلو سره د دي ډول ګډوډیو مخه ونیول شوه ، موږ وکولای شول چي د خپلو منظمو تشکیلاتو له لاري په ټولو ولایتونو کي د استازيوپه در لودلو ، هغوی ته خپل کاري لوائح او منظم پروګرامونه تهیه کړو او د چارو په هره برخه کي د ځانګړو لارښوونو په ور کولو سره په لومړي سرکي د هر ډول ګډوډیو او خپل سریو مخنیوی وکړو او په دوهم پړاو کي د ټولو مرستندویه مؤسسو ، خصوصي شرکتونو او مخابراتي شبکو د کار او فعالیت په هکله دقیق معلومات راټول کړو او بیا یي څارنه ترسره کړو ترڅو ټولګټي چاري په ښه ډول سمبال شي او مرستي اړو خلکو ته ورسیږي ، اوس په ډاډ سره ویلای شو چي د تیرو کلونو په پرتله ښه مثبت بدلون ترسترګو کیږي .

پوښتنه : تاسو په هيواد کې له ټولو مؤسساتو سره په اړيکه کې ياست ؟دهغو کارونه څارئ او مراقبت یې کوئ؟ او که دځینو سره رابطه اوتماس لرئ؟

ځواب : د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون له مؤسسو او شرکتونو سره کومي ځانګړي موافقي او تړونونه نه لري البته د اړتیا په صورت کي د تماس لپاره عمومي نماینده لري چي څلرویشت ساعته د تلیفون په لین ور سره اړیکه ټینګیدلای شي او ټول اړوند لوري کولای شي خپلي غوښتني او ستونزي له همدي لاري تر موږ پوري ورسوي .

البته د کار ترتیب داسي دي چي په هر ځای کي کومه پروژه تطبیقیږي نو تر منظوري وروسته د سیمي د ولسي مشرانو له لوري د اړوند ولایت د ولایت جهادي مسؤول په عنوان د کار د پیلیدلو لپاره د اجازي عریضه لیکل کیږي ، د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم د کمیسیون د ولایتي نماینده له تائید وروسته که د ولایت جهادي مسؤول ورسره موافقه وکړه نو موضوع د کمیسیون په غونډه کي تر بحث لاندي نیول کیږي او تر دقیقي څیړني وروسته د کمیسیون د لائحي د اتمي مادي په رڼا کي ورته اجازه لیک ورکول کیږي او بیا یي د پلي کیدلو چاري د ولایتي نماینده له لوري تر تکمیل پوري څارل کیږي تر څو د هر ډول درغلی مخه و نیول شي او کار په ښه کیفیت تر سره شي ، د کار له تکمیل وروسته یي بیاهم کمیسیون ته خبر ور کول کیږي .

پوښتنه : ستاسو لخوا هغه کوم کارونه دي چې مؤسسات يې د کولو اجازه لري او کوم د ي چې اجازه يې نه لري، که راته واضح يې کړئ؟

ځواب : اسلامي امارت کله هم د هیواد د رغوني ، آبادۍ او پرمختګ مخالفت نه دی کړی ټول هغه جهتونه چي غواړي په سمه توګه زموږ د ولس د هوسایني په غرض هر ډول رغنیزي چاري او بشري مرستي تر سره کړي نو په وړاندي یي هیڅ ډول ممانعت نشته ، دوی کولای شي چي د ورته وضع شویو قوانینو په نظر کي نیولو سره په ډاډمنه توګه خپلي چاري پرمخ بوزي ،په دې اړه دکمیسیون دلایحې دریمه ماده داسې صراحت لري :

( د مؤسسواو شرکتونو دکنترول او تنظیم کمېسیون مسؤلیت لری چې د اسلامي امارت د فرامینو او ورته وضعه شويو اصولو په رڼا کې د مؤسساتواو شرکتونو له لوري د بیارغاوني او مرستو په نامه هغو ټولګټو او عام المنفعه فعالیتونو ته اجازه ورکړي چې د اسلام او وطن په ګټه وي او دهغو فعالیتونو مخه ونیسي چې دديناوهيواد په تاوان او د روانجهاديبهيرپه ضرر وي)

البته یو شمیر بهرنۍ اداري د خیریه او مرستندویه مؤسسو تر عنوان لاندي د اسلام د مقدس دین په خلاف فعالیتونه لري او غواړي زموږ مؤمن ولس په تیره بیا تنکي ماشومان او زلميان د نصرانیت او نورو باطلو عقائو لور ته دعوت کړي ، نو د دا ډول نا مشروع هلو ځلو مخنیوی بیا د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون د خپل مسؤولت او دندي له مخي خپله فریضه ګڼي چي همدي خبري ته د لائحي په څلورمه ماده کي داسي اشاره شوي ده :

( هغه مؤسسات چي غیر اسلامي نظریاتو ته دعوت کوي لکه یهودیت ، نصرا نیت او داسي نور.. او دمجاهدینو په ضد فعالیت کوي هغوی ته مطلقا اجازه نشته، دمؤسسواوشركتونودكنترولاوتنظيم کمیسیون به یې په خپل ټول قوت سره د فعالیت مخنیوی کوي.)

پوښتنه : تاسو پوهيږئ چې د مؤسساتو له فعاليت سره جوخت يو شمير هیودوال له مؤسساتو سره کارکوي، نو ستاسو د پالیسۍ له مخې افغانانوته په مؤسساتو کې د کار اجازه شته اوکه نه ؟ او که ځواب هو وي نو په کومو برخوکې او له کومو مؤسساتو سره افغانان کار کولای شي؟

ځواب : اسلامي امارت له هغو مؤسسو سره چي یواځي او یواځي د بشري خواخوږی په بناء عام المنفعه چاري پر مخ بیایي زموږ د هیوادوالو د کار په کولو کي کومه ستونزه نه ويني البته له بهرنیو خیریه مرستندویه مؤسسو سره کارکوونکي افغانان باید خپل اسلامي او دیني مقررات او افغاني عنعنات په پام کي ونیسي ځکه د یوه مسلمان او افغان په صفت دا د دوی اسلامي او ملي وجیبه ده .

پوښتنه : که کله مؤسسات ستاسو غوښتنې يا هغه طرز العمل چې د مؤسساتو لپاره يې لرئ عملي نه کړي او سر غړاوي ترې وکړي ، بيا تاسو څه ډول برخورد ورسره کوئ او ايا د هغو کارونه بندولای شئ؟

ځواب : کومي مؤسسي او یا هم شرکتونه چي د اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم د کمیسیون له مقرراتو او اصولو سرغړونه و کړي او یا هم د کومي پروژي لپاره د قرار داد د منل شویو موادو رعایت ونکړي نو داسي مؤسسو او شرکتونو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي او مخنیوی یي کیږي ، د اسلامي امارت مجاهدین کولای شي چي د دا ډول سرغړوونکو مخنیوی وکړي ، البته که بیا وغواړي چي په اصولي ډول خپل فعالیتونه له سره پیل کړي نو د تضمین تر ورکړي وروسته باید د کار او فعالیت نوی جواز تر لاسه کړي .

پوښتنه : تاسو په هیواد کي دتلیفو ني شبکو دکنټرول او انسجام مسؤلیت هم په غاړه لرئ موږ او رو چي اشغالګر او دهغوی کورني مزدوران دتلفو ني شبکو څخه دمجاهدینو او زموږ دهیواد والوپه ضد ناوړه استفاده کوي که په دې اړه معلو مات را کړئ چي تا سو په دې برخه کي څه ډول اجرا آت کوی؟

ځواب : هوکي ، د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون په ټول هیواد کي د تلیفوني شبکو د فعالیتونو څارنه هم کوي او په مختلفو ولایتونو کي د سیمي د حالاتو په نظر کي نیولو سره یي نوموړیو شبکو ته د فعالیت طرز العمل جوړ کړی دی چي په ځیني سیمو کي څلرویشت ساعته فعاله وي ، په ځینو کي بیا د ورځي له خوا خلاصي او د شپي بندي وي او په ځینو نورو کي بیا له اړتیا سره سم د څو ساعتونو لپاره د فعالیت اجازه لري البته دا ټول د ولس او مجاهدینو په غوښتنو پوري تعلق لري او د دا ډول طرز العمل په پلي کولو سره د هیواد په مختلفو برخو کي د دښمن د چاپو او ړندو بمباریو مخنیوی شوی او د ملکي تلفاتو شمیره هم ورسره کمه شوي ده ، له بلي خوا دغو کمپنیو ته هم کافي سهولتونه ورکول شوي دي هغه که د امنیت په برخه کي وي او یا هم د افرادو او وسائلو د حمل او نقل په مورد کي ، زه په پوره ډاډ سره ویلای شم چي اوس هیڅوک هم نشي کولای چي د تلیفوني کمپنیو کار کوونکي د خپلو ناروا غوښتنو د تر سره کولو لپاره تهدید کړي او یا یي هم اجناس او وسائط ور څخه وګرځوي .

نوموړي شبکي مکلفي دي چي له ټاکل شوي تګ لاري سره سم عمل وکړي .

پوښتنه : د مؤسساتو د کميسيون په نمايندګۍ که مؤسساتو ته څه پيغام لري هم راسره شریک کړي ، چې مؤسسات باید خپلو کارونو د دوام لپاره څه ډول فعالیت وکړي او څه ونه کړي؟

ځواب : افغانستا ن یو جګړه ځپلی هیواد دی چي له کلونو کلونو را هیسي له ډول ډول کړاوونو سره لاس او ګریوان دی نو په هره برخه کي مرستو ته اړتیا لري ، د دي لپاره چي د بشري چارو د فعالیت مخه تل پرانیستي وي زموږ غوښتنه دا ده چي بشري مرستي ، رغنیز فعالیتونه ، د صحت او تعلیم چاري باید د هیواد ټولو وګړو ته بي له کومه توپیره په یو ډول ورسیږي او د وګړو او سیمو تر مینځ د تبعیض مخنیوی وشي .

په همدي ډول ټولو مرستندویه مؤسسو ، ټولنو او خصوصي شرکتونو ته دا وضاحت کول غواړم چي د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون د اسلامي امارت په تشکیلاتو کي د دي لپاره ایجاد شوی دی چي د رغوني ، بیا رغوني او بشري مرستو د ویش په وړاندي د شته ستونزو مخه ونیول شي ، د نوموړي کمیسیون له عمومي نماینده پرته هیڅوک د دي حق نه لري چي په یو او بل نامه له مؤسسو او شرکتونو سره تماس ونیسي ، البته د هر ډول ستونزو پر مهال باید دوی مستقیما خپل مشکل د عمومي نماینده په توسط تر کمیسیون پوري ورسوي .

د اسلام او هیواد د دفاع په ګرمو سنګرنو کي پرتو مجاهدینو ته مي پیغام دا دی چي : د دښمن هر ډول دسیسو ته باید متوجه و اوسي ، د کمیسیون له سیمه ایزو استازو سره خپلي مرستي ته دوام ورکړي ، د اړتیا په صورت کي پوره همکاري ور سره وکړي ، وخت په وخت خپل معلومات سره شریک کړي او هیچا ته هم اجازه و نکړي تر څو په یو او بل نامه د بي باوری فضاء را مینځ ته کړي او د خپلو شومو اهدافو ترلاسه کولو ته زمینه برابره کړي .

د افغانستان میړنی ولس هم باید په دي پوه شي چي د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون به ستاسي په مرسته ستاسي د هر ډول ستونزو د حل لپاره په خپل ټول توان سره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي تر څو له یوي خوا د هیوادوالو د مشکلاتو د حل او هغوی ته د هوسا ژوند لاري چاري برابري شي او له بلي خوا د مرستو په نامه د دښمن د دسیسو مخه ونیول شي .

الاماره : داچې وخت مو راکړ ډیره زیاته ډیره مننه .

د کمیسیون رئیس : له تاسي څخه هم مننه کوم او له الله تعالی څخه در ته لا زیات توفیق غواړم تر څو د روان جهاد او اسلامي امارت بریالۍ نشراتي مبارزه لا پسي پیاوړي شي .

پای

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


زیری مې درباندې !ـــ قاري حبیب
ساعت 20:53 | بازدید : 990 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

اې د زنګاوات مظلومانو !

اې دتلوکان بمبارځپيلو کورنیو !

اې دشاولیکوټ دوچ باغتو شهیدوشویو وراباڼو !

تاسو ته وایم اې دپنجوایي دکوډلو فاسفورس ځپلیو شهیدانو !

زیری مې درباندې . . . چې نن مو وینو رنګ راووړ . . . کاناډا ماته شوه ، او په راغلي لار وتښتیدله ، مبارک مو شه ، اوس نو دشهادت په پالنګ آرام سرونه ولګوئ ، ځکه چې دقربانیو آرزو مو ترسره شوه ، وینه مو هدر نه شوه ، بلکې دا دی دفتحې بشارت یې راووړ ، د میوند ، ژړۍ ، پنجوایي ، ارغنداب ، شاولیکوټ ، ډنډ او دکاناډایي وحشت په اور کې دلولپه کندهار. . . دلراوبر . . . دهر کلي او درې . . . هر شهید او غازي . . . او ددې فاتح وطن دهر وطنوال دې اووه وارې مبارک وي . . . داستره فتحه مو بختوره شه ، چې دشمالي اتلانتیک یوبل وحشي تاړاکګر مو یوازې دایمان په زور دشکست په شرم ولاړه . . . هوکې . . . یوازې دایمان په زور . . .

اې وېدو غازیانو ! سرونه راپورته کړئ . . . چې زیری مې راوړی . . . تاسو ته وایم . . . چیغې دروهم . . . شناختې مو ټکوم . . . سرونه راپورته کړئ . . . چې زیری مې راوړی . . .تاته وایم ! اې عبدالحنان جهاداول صاحب ، ملاشهزاده ، ملاعبدالباقي ، شیخ عبدالحکیم شاولیکوټي ، قاري فیض محمد سجاد ،حاجي برګیټ اکا ،ملاعبدالبصیر ، ملانظرمحمدفرقاني ، حافظ عبدالرحیم ، ملاعبدالغني ، ملاندامحمد مؤمن ،سیدحیدراغا ، عزیرالله اغا ، ملاشیرجان مستیري ،غلام نبي عباس ، ملاعبدالشکور ،ملامحمود کامران ، ملاسراج الدین او دکندهار نورو شهیدو اتلانو !!

سترګو مو روښانه . . . او زیری مې درباندې . . . چې وینو مو رنګ راووړ . . . ستاسو قربانیو موږ ته دازادۍ ویاړ راوباښه . . . ستاسو دوینو ډیوو زموږ داستقلال لاره روښانه کړه . . . او دادی نن له کاناډیي ښکیلاک څخه دمیدان ګټلو او ازادۍ جشن لمانځو .

مبارک . . . مبارک

له کاناډایانو ازادي مو مبارکه !

او ددښمن تیښته مو مبارکه !

هو کې ، هغه کاناډایان چې کلونه وړاندې دغرور او کبر په اوج کې یې ستر امریکایي طاغوت ته دکندهار داشغال ټټر وهلی وو ، او له خپل استدراجي تخنیک سره یې دمیړانې دغه ټاټوبی ترولکه لاندې راوستی وو ، همدا نن یی دشرم او شکست پیزوان په پوزه دتیښتې لار ونیوه .

دا زیری دهرافغان او مسلمان حق دی ، چې باید ورته ورسول شي او پرې خوشاله شي ، مګر ما ترټولو اولین مستحق تاسوشهیدان وبللئ ، ځکه دغه ویاړ تاسو ګټلی دی ، همدا تاسو وئ چې دخپلو وینو په طوفاني څپو کې مې دکاناډایي او امریکایي فرعونیت کښتۍ غرقه کړه ، دکاناډایي /امریکایي کفر له استدراجي تخنیک سره مو په تش لاس مقابله وکړه ، دپاشمول ، ډنډ ، پنجوایي ، ارغنداب ، خاکریز او شاولیکوټ په معرکو کې مو کاناډایي صلیبیانو ته دخپل ایمان زور وښود ، تردې چې امریکایي کفر بالاخره د شکست له فضیحت منلو وروسته به دې مجبور شو ، چې له دې وطن څخه دانتقام اخیستلو په پار زمین سوخته عملیات پیل کړي ، چې په نتیجه کې یې دکندهار په سلو کې اتیا فیصده دانارو ، انګورو او نورو میوو باغونه دصلیبي بیلدوزور ترځنځیرونو لاندې پایمال او یا هم د ډیزي کټر بمونو په لمبو کې لولپه شول .

کاناډایي/ امریکایي کفر په دې وطن دهر ډول ستم میچنې وګرځولې ، هرډول وسلې یې استعمال کړې ، دبمبار ، تخریب ، تعذیب او ستم ټولې تجربې یې وکارولې ، مګر د بریا مخ یې ونه لید.

دادی ، د صلیبي یرغل دازمون څوکلن بهیر پای ته نږدې شوی دی ، کفري یرغلګر مات دي ، که پرون هالنډ ، ډنمارک ، استرالیا ، پولینډ ، هسپانیه او نور وتښتیدل ، نن دکاناډایي عسکرو دتیښتې ورځ وه ، هغه کاناډا چې دافغانستان داشغال په ویش کې دکندهار ولایت وررسیدلی وو او دلته یې دخپلې کالونۍ جوړولو خوبونه لیدل ، هغه خوبونه چې زموږ دغازیانو دپولادي ګوزارونو او لړزوونکو انفجارونو په لوخړو کې لولپه شول ، له اتلانتیک راپورې وتی کاناډایي ښار بیرته په ټولیدو دی ، او خپلې سوړې ته ځان ته رسوي ، نن په دې هیواد کې ددې ښامار د پجوړو وروستۍ ورځ وو او رسما یې خپل اشغال پای ته ورساوو .

ځمکه او آسمان هماغه دي ، او هماغه لمر دغازي وطن دهسک په تندي ځلیږي ، مګر نن یو بل څه ویني ،د مؤمنو افغانانو په لاس دیوه بل بې ایمانه یرغلګر دشکست منظره ، هوکې همدا لمر په هر چا راخیږي او لویږي ، مګر داسې د ویاړ صحنې همیشه یوازې په دې وطن کې ګوري .

ویاړ په دې سرلوړۍ . . .

مبارک مو شه !!

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


دکاناډا داشغالګرو عسکرو وروستۍ ډله نن له افغانستان څخه وځي
ساعت 20:47 | بازدید : 683 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

نن به داکاناډا هیواد دمحاربو عسکرو وروستۍ ډله له افغانستان څخه ووځي.

کاناډا چي دامریکا له يرغل سره سم يې په ۲۰۰۱ لومړي کال کي افغانستان ته سرتيري ولیږل، په ۱۲ کلونوکي يې په دغه هیواد کي په سلګونو عسکر ټپیان او ووژل شول.

ددغه هیواد له لوري دورکړل شویورسمي شمېرو له مخي داشغال په ۱۲ کلونو کي دکاناډا ۱۵۸ عسکر وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.دغیر رسمي شمیرو او ازادو رسنیو د راپورونو لمخې دکانډایي عسکرو مرګ ژوبله تر یاد رقم په مراتبو زیات دی.

کاناډا دافغانستان داشغال په موخه افغانستان ته ۲۳۰۰ عسکر ليږلي وو، چي دماته خوړلو عسکرو وروستۍ جوپه به يې له شکست او ماتې سره نن له افغانستان څخه ووځي.

کاناډايي اشغالګرو عسکرو په ۱۲ کلونو کي په افغانستان کي ګڼ شمېر بې ګناه افغانان په شهادت رسولي او ګڼ شمېر نور یې زنداني کړي دي، چي دافغان مجاهد ولس له سخت مقاومت او دور اوښتو تلفاتو په پایله کي تيښتي ته اړ کړای شول.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه جزیات : دکندهار په فدايي بریدونوکې ۲۳ عسکر او استخباراتي کسان وژل شوي
ساعت 20:44 | بازدید : 506 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

نن لس بجې شاوخوادکندهار ښاردوهمه ناحیه کي د ریاست تحقیق څانګې ته داسلامي امارت د(خالد بن ولید ) دروانو عملیاتو په لړ کي داشتشهادي کنډک درې تنه فدایي مجاهدین [ محمدیاسین داروزګان ولایت اوسیدونکی، محمدعمیر اومحمدفاتح دکندهاراوسیدونکي ]چي په سپکو او درنو وسلو سنبال ول په داسي شکل ننوتل چي لومړی یې دزرنج موټر سائکل په مټ ونوموړې سیمې ته ځانونه ورسول چي سمدستي یې یوه تن دریاست له عمومي دروازې سره په غرفه کي پر ناستو پیره دارانو ډزې پیل کړې او نور دوه تنه چي په ډول ډول جنګي آبزارو مجهز ول په ډیرقوي مورال او چټکتیاسره دریاست داخل ته ننوتل او دښمن یې تر کارنده بریدونو لاندي ونیو.

جګړې دغرمي تر۱۲ نیموبجوپوري دوام وکړ

دوروستي ترلاسه شوي معلومات ښه یي چې په ترسره شویو فدايي بریدونوکې دجاسوسي شبکي دیوه لوړ پوړي افسر په شمول ۲۳ تنه کار مندان او عسکر پکي ووژل شوي او ګڼ شمیر یې ژوبل شوي اودجګړې له امله ولاړو موټرونو او ودانۍ ته هم کافي زیان اوښتی سیمه دخارجي او داخلي عسکرو له لوري کلابنده شوې ده او دوی ددې لپاره چي خپل تلفات پټ کړي نه غواړي چي ژورنالیستان یا هم نور عام کسان وسیمې ته ورشي ۰

قاري محمد یو سف احمدي داسلامي امارت ویاند

۱۴۳۵/۵/۱۱هق 2014/ 3/ 12م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


عاجل خبر: کندهارښارکې ریاست تحقیق ته فدایان ننوتلي درنه جګړه روانه ده
ساعت 20:39 | بازدید : 596 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دکندهارولایت له مرکزکندهارښارنه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار لس بجې دکندهارښار دوهمي ناحيې په سیمه کې دریاست تحقیق څانګه باندي داسلامي امارت داستشهادي کنډک څوتنو فدایانو بریدترسره کړ

خبرزیاتوي : فدایان چې په سپکو اودرنو وسلو لاسي بمونو اوفدایي واسکټونوسنبال دي دیوه خاص تکتیک له مخي یاد ریاست ته دننه شول اوهلته په میشتو ګوډاګیانویې سخت بریدونه پیل کړل

دپېښي جزئیات به وروسته پرلیکه شي

2014-03-12

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په هلمند کي دکابل ادارې دګوډاګیو عسکروله لوري دانساني کرامت سپکاوی
ساعت 20:33 | بازدید : 662 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

نن ماسپښین دهلمند دسنګین دسیدول کاریز په بابا فقیر سیمه کي دکرزي دادارې ظالمو او جنایت کارو عسکرو دیادې سیمې یو تن اوسیدونکی (ولیجان چي د رؤف ماما زوی ) په ډیر وحشت او ظلم شهید کړی. دسیمې خلګو ویلي ولیجان یو عام کس وو چې په خپله محله کې دخپل کور په شخصي کارونو او روزګار مصروف وو.

دهلمند ولایت ګوډاګیو امنیتي چارواکو ادعا کړې چې ګواګي ولیجان طالبانو یو لوړ پوړي قومندان وو.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي وحشي عسکرولومړی ولیجان په ډیر ظلم شهید کړ وروسته یې ترې کالي وایستل او دسنګین ولسوالي په بازار کې یې په ټانګ پسې وتړی او په کش کولو یې تر قومندانۍ پوري ورساوه .

دکابل رژیم د حیوان صفته عسکرو دغه غیر انساني او غیر اخلاقي کړنې او وحشي عمل چي په ښکاره توګه انساني کرامت ته سپکاوی بلل کیږي ددې فاسدې او ظالمې ادارې په خلاف دسمې دخلکو حساسیتونه نور هم را وپار ول اوله چار واکو یې دعاملینو دسزا غوښتنه وکړه ،ددوی په وینا چي که یې خبره ونه منل شي نو په مظاهره به لاس پوريکړي.
موږ ددښمن داپریوتی او سپک عمل چي دانسان سپکاوی پکي شوی او بر بنډ شوی تقبیحوو او په کلکو ټکو یې غندو اووعده کوو چي ډیر ژر به دخداي ج په نصرت ددې ناروا عمل له عاملینو انتقام اخلو.

او پر هغو ټولنو چي دبشر دحقونو نعرې وهي هم ژغ کوو چي ددې قضیې پوره پلټنه وکړي پټه خوله نشي پاتې او دعاملینو په خلاف یې جدی اقدام وکړي او خپل مسئو لیت ادا کړي

قاري محمد یو سف احمدي داسلامي امارت ویاند ۱۴۳۵ / ۵ /۱۱ هق 2014/ 3/ 12م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د افغانیستان اسلامی امارت تازه خبرونو لــومــړی برخه
ساعت 18:44 | بازدید : 771 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

هرات : رباط سنګي تکتیکي چاودني ددښمن 12کسانوته مرګ ژوبله اړولي
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:56 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6

دهرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې په اجیردښمن دماین چاودنه شوي

له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون غرمه 11 بجې دیادي ولسوالۍ داجیروپولیسو مرکز ته څیرمه دیوه انتخاباتي دفترمخي ته په موټرسایکل کې په تکتیکي ډول ځاي په ځای شوي منفجره موادوپه مټ رامنځ ته شوه

دچاودني له امله دجاسوسي شبکي اربکیانواوکمپاینرانو12 تنو ته مرګ ژوبله واوښته

2014/3/11



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



هلمند:نادعلي کې ماین 2 اربکیان اودوه عسکرووژل
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 12:47 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8

دهلمندولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ددښمن په ګډه ګزمه دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون غرمه شاوخوا 12 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دچانجیر په سیمه کې سورپله ته څیرمه داجیري اردو اواربکیانوپه ګډه ګزمه دویشتونکي ماین په مټ ترسره شوه

دچاودني له امله دوه تنه داجیري اردو اودوه اربکیان ځای په ځای ووژل شول

2014/3/11


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



هرات : اوبۍ کې دجاسوسي شبکي غړی ژوبل کلاشنکوف یې غنیمت شو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 12:48 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دهرات ولایت له اوبۍ ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : پرون ماسپښین 2 بجې ددي ولسوالۍ په بازارکې دجاسوسي شبکي یوغړی [حاجي نورالدین کلانتر] دمجاهدینوله لوري دغلچکي بریدپه ترځ کې سخت ژوبل اوکلاشنکوف یې غنیمت شو

نوموړي په مخکني انتخاباتوکې ځان کاندیدکړی ؤ او اوس یې خپل زوی دراروانو ټاکنولپاره کاندیدکړی اوپه سیمه کې یې دخپل زوی په ګټه انتخاباتي کمپاین دنده هم په غاړه درلوده

2014/3/11



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



هلمند: واشیرکې یرغلګرو یودکانداربندي کړ
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 12:49 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 13

دهلمندولایت له واشیرولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : پرون سهاروختي 5 بجې ددي ولسوالۍ اړونددشاپښتۍ دناخومګري په سیمه یرغلګرو دچورلکوپه مټ چاپه ووهله

دښمن دچاپي په پایله کې یوتن کلیوال دوکاندار له ځان سره دبندي په توګه بیولی

2014/3/11



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


پروان : سياه ګرد کې د دښمن عسکر له ما تي سره مخ شول
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:46 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

له پروان ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې د دغه ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ چارده سيمي ته راغلي عسکر له شرمونکي ماتي سره مخ شول.

د راکړل شوي خبر په اساس د ګډ دښمن عسکر درې ورځي وړاندي يادي سيمي ته د عملياتو په موخه راغلل چې کليو ته له ننوتلو مخکې د مجاهدینو له سختو بريدونو سره مخ شول او په عمومي سرک ولاړ پاتي شول.

د دښمن عسکر په سيمه کې درې ورځي ولاړ وو او د مجاهدينو له خوا پرې وقفه ييز بريدونه کېدل، په بريدونو کې 3 عسکر ټپيان شول او يو رېنجرموټر هم تخريب شو.

ياد عسکر بيګا ماښام مهال کليو ته له ننوتلو نا اميده او بيرته مرکز ته ستانه شول.

2014-03-11


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


هرات : اوبۍ کې ژوبل شوی کس دټپونوله امله ساه ورکړه
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:51 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8

هرات : اوبۍ کې ددښمن ژوبل شوی کس دټپونوله امله ومړه

دهرات ولایت له اوبۍ ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : دجاسوسي شبکي یوغړی [حاجي نورالدین کلانتر] چې پرون ماسپښین 2 بجې ددي ولسوالۍ په بازارکې دمجاهدینوله لوري دغلچکي بریدپه ترځ کې سخت ژوبل شودټپونو له امله یې ساه ورکړه

2014/3/11


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



زابل : نوبهارکې ددښمن په پلـــــي عسکرو وسلوال بریدترسره شو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:55 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

دزابل ولایت له نوبهارولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : تېره ورځ غرمه شاوخوا 12 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دکلاکلي ته څیرمه دیادي ولسوالۍ دمرکز په پلیوعسکرو وسلوال بریدترسره شو

بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دښمن ته تلفات اوښتي خوکره شمیره یې نه ده ترلاسه شوي

وروسته دښمن په سیمه کې یوتن لاروی [شاه عالم دغونډانو دلودینودکلي اوسیدونکی ] په ډزو سره شهیدکړ ، انالله واناالیه راجعون

2014/3/11



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



کندهار: ښورابک کې ماین یوعسکرقتل بل سخت ژوبل کړ
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:56 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10

دکندهارولایت په ښورابک ولسوالۍ کې په اجیروعسکرو دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون مازدیګردیادي ولسوالۍ اړوند د رود په سیمه کې داجیروسرحدي عسکروپه موټرسایکل دخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه

دچاودني له امله موټرسایکل په بشپړه توګه ویجاړ اوورباندي سپاره دوه تنه سرحدي عسکروڅه یویې ځای په ځای قتل اوبل سخت ژوبل شو

2014/3/11




ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


هرات : رباط سنګي تکتیکي چاودني ددښمن 12کسانوته مرګ ژوبله اړولي
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:56 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6

دهرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې په اجیردښمن دماین چاودنه شوي

له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون غرمه 11 بجې دیادي ولسوالۍ داجیروپولیسو مرکز ته څیرمه دیوه انتخاباتي دفترمخي ته په موټرسایکل کې په تکتیکي ډول ځاي په ځای شوي منفجره موادوپه مټ رامنځ ته شوه

دچاودني له امله دجاسوسي شبکي اربکیانواوکمپاینرانو12 تنو ته مرګ ژوبله واوښته

2014/3/11




ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



اروزګان : چهارچینوکې قومندان [شریف ]له یوه ساتونکي سره ووژل شو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:57 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6

داروزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې ددښمن یومهم قومندان ووژل شو

له سيمي نه مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : چاودنه تېره ورځ غرمه 11 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دچمبرک په سیمه کې دقومندان [شریف ] په پولډرموټردخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه

دچاودني له امله موټرپه بشپړه توګه ویجاړ اوپکې قومندان شریف له خپل یوه ساتونکي سره ځای په ځای ووژل شو

چاودنه په داسي مهال رامنځ ته شوه چې نوموړی قومندان دخپل تښتیدلي کشر ملګري په لټه پسي دترینکوټ پرلوري روان ؤ

نوموړي قومندان په سیمه کې د2 پوستو مشري په غاړه درلوده

2014/3/11






ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


نیمروز: چخانسورکې ټانک او5عسکرله منځه لاړل یورینجرتخریب شو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:57 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5

دنیمروزولایت له چخانسور ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤو ل مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار 9 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دخادو په سیمه کې داجیري اردوپه یوه ټانک دخښ شوي ماین په مټ زوروره چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله ټانک په بشپړه توګه ویجاړ اوپکې سپاره پنځه تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول

دچاودني له امله دپېښي ځای ته نږدي یوبل رینجرموټرهم تخریب شو

2014/3/11



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



زابل : شملزوکې ددښمن یورینجرموټردماین ښکارشو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:58 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7

دزابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې ددښمن یورینجرموټر دماین ښکارشو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : داجیردښمن یورینجرموټرپرون غرمه 12 بجې دیادي ولسوالۍ دزرکو اودسپینو خونو ترمابین دخښ شوي ماین په مټ والوزول شو

دچاودني له امله رینجرپه بشپړه توګه ویجا ړاوپکې سپاره ټول عسکرځای په ځآی ووژل شول

عیني شاهدان وایې : دپېښي ځای ته ددښمن چورلکي راغلي

2014/3/11


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


نیمروز: دلارام په غلچکي بریدکې 3پولیس قتل1ژوبل شو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:58 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

دنیمروزولایت په دلارام ولسوالۍ کې ددښمن په پوسته غلچکي بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤو ل مجاهدین وایې : برید نن سهار لس بجې دیادي ولسوالۍ په بازارکې دګلستان چوک په سیمه کې دپولیسو په امنیتي پوسته دچریکي مجاهدینوله لوري ترسره شو

دبریدپه پایله کې درې تنه پولیس ځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو

2014/3/11




ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


هلمند: سنګین کې په ګزمه برید2عسکرقتل بل سخت ژوبل شو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:59 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 4

دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې داجیري اردوپه پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤو ل مجاهدین وایې : برید پرون مازدیګرناوخته شاوخوا 6 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دریګیانو دپتروکو دغونډۍ په سیمه کې داجیري اردوه په پلي ګزمه دمجاهدینوله لوري دیوه کمین په ترځ کې ترسره شو

دبریدپه پایله کې دوه تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل یوبل سخت ژوبل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول

2014/3/11



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



نیمروز : دلارام کې ماین دیوه اجیرعسکرژوندواخست
تفصيل نېټه: سه شنبه, 11 مارچ 2014 16:59 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5

دنیمروزولایت په دلارام ولسوالۍ کې داجیري اردو په پلي ګزمه دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین دیوه ترلاسه شوي خبرپه ترځ کې وایې : چاودنه نن سهار 9 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دنهالان په سیمه کې داجیري اردو په پلي ګزمه دویشتونکي ماین په مټ ترسره شوه

دچاودني له امله یوتن اجیرعسکرځای په ځای ووژل شو

2014/3/11



استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 86
بازدید دیروز : 9
بازدید هفته : 86
بازدید ماه : 210
بازدید کل : 99519
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 86
:: باردید دیروز : 9
:: بازدید هفته : 86
:: بازدید ماه : 210
:: بازدید سال : 10876
:: بازدید کلی : 99519