الجـــــــهاد فی سبیل الله
ننګرهار رودات کی ماین یو عسکر وواژه لیکوال ذبیح الله مجاهد
ساعت 19:7 | بازدید : 400 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د ننګرهار ولايت په رودات ولسوالۍ کې د اجيري اردو په ګزمه چاودنه شوې او يو عسکر يې وژلی دی.

چاودنه نن سهار مهال 8 بجې د کوچيانو کلا دوسرکه سيمه کې په پلي ګزمه وشوه، چاودني يو عسکر سخت ژوبل کړی.

2014-03-01

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پروان کوه صافی ددښمن په کاروان برید شوی لیکوال ذبیح الله مجاهد
ساعت 18:49 | بازدید : 644 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له پروان ولايت په مو په کوه صافي ولسوالۍ کې د دښمن په کاروان د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ.

په خبر کې ويل شوي په کاروان نن غرمه خواوشا 10 بجې په منډيکول سيمه کې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو او دغه راز په قوه 4 ميزايل هم وويشتل شول.

د بريد له امله دښمن ته داوښتي زيان په اړه دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2014-03-01

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندز چهار دره کی چاودنی 4 اربکیانو ته مرګ ژوبله واړوله لیکوال ذبیح الله مجاهد
ساعت 18:45 | بازدید : 426 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د کندز ولايت په چهار دره ولسوالۍ کې د اربکيانو په پلي ګزمه چاودنه شوې او 4 تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنه د لغمانيو کلي ته نژدې نن سهار مهال 8 بجې وشوه.

د عيني شاهدانو په وينا چاودني 1 اربکی وژلی او 3 نور يې مرګوني ټپیان کړي، په ټپيانو کې اربکی قومندان عبدالخالق هم شامل دی.

2014-03-01

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


میدان وردګ په چک کی پوسته برید دری عسکر ووژل شول لیکوال ذبیح الله مجاهد
ساعت 18:43 | بازدید : 447 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ميدان وردګ ولايت کې مسؤول مجاهدين خبر راکوي چې د چک ولسوالۍ په مرکزته نژدې يې د دښمن په پوسته د دهشکې بريد ترسره کړ.

د خبر له قراره په پوسته تېره ورځ ماسپښين خواوشا 3 بجې بريد وشو چې په مهال يې 3 عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

2014-03-01

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننګرهار حوګیاڼو کی په پوستو اوګزمو بریدونه شوی لیکوال ذبیح الله مجاهد
ساعت 18:40 | بازدید : 438 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د ننګرهار ولايت له خوګياڼو ولسوالۍ نه د پوليسو په پوسته او ګزمه د بريدونو خبر ورکړل شو.

په راکړل شوي خبر کې راغلي مجاهدينو نن د ورځي 9 نيمي بجې د مملي باغ کجل برج ته نژدې د پوليسو په پوسته بريد وکړ چې 1 عسکر پکې ټپي شو او د پوستې ودانۍ هم زيانمنه شوه.

له بريد يو ساعت وروسته په همدې سيمه کې د پوليسو پلي ګزمه هم د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله، په بريد کې پوليسو ته د اوښتي مرګ ژوبلي کره شمېره نه ده څرګنده شوې.

2014-03-01

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


یوکراین دلویولوبغاړو دبزکشۍ ډګر
ساعت 18:16 | بازدید : 475 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې دوهمې نړیوالې جګړې داوسنۍ نړۍ نقشه وټاکله ، دالمان او جاپان پوځي افسانه دتاریخ برخه شوه او د بریتانیا دامپراطورۍ ټغر هم له ټولو وچو په ټولیدو شو ، دسیالۍ ډګر شوروي او امریکا ته پاته شو ، چې ترخپل منځ یې سړه جګړه پیل کړه .

دغه دوو ابرقدرتونو نړۍ ترخپل منځ دنفوذ په ساحو وویشله ، خو یوه شیبه هم دیوه بل په وړاندې خاموشه کینناستل بلکې دتوسعه غوښتنې هڅې یې تل جاري وې ، یوه څیړنه ښیي چې شوروي او امریکا دسړې جګړې په موده کې په ۱۲۰جګړو کې په غیرمستقیم ډول سره مخامخ شول ، چې د یوبل درقیبانو مرسته یې کوله ، د شلمې پیړۍ په وروستیو کې چې شوروي اتحاد ونړېد ، امریکا ته ځان یوازینی زبرځواک و اېسید نوځکه دسپیني ماڼۍ تیوریسنانو د پلار بوش په خوله نړۍ ته دنوي نړیوال نظام درامنځته کولو اعلان وکړ .

نوی نړیوال نظام چې یو امریکایي خیالي افسانه ده ، پردې راڅرخي چې په نړۍ کې باید یوازې یو زبرځواک موجود وي ، ترڅو نړۍ اداره کړي ، دغه نظام له سیاسي ، پوځي ، اقتصادي او کلتوري اړخه ګڼ مشخصات لري ، چې په هره برخه کې په امریکایي موډل او امریکایي ارزښتونو ټینګار شوی دی ، دلته ددې نظام د جوړښت جزیات نه بیانوو ، خو عنوان شوې موضوع ته د ورکوزیدو دمقدمې په توګه دومره وایو ، چې دامریکایي نړیوال نظام تیوري وایي ، چې په نړۍ به یوازې دامریکا راج چلیږي ، چین ، روسیه ، انګلستان او فرانسه د خپلو پولو دننه کولای شي ، په قوت کې پاته شي خو په نړیوال ځواک دبدلیدو اجازه به نه ورکول کیږي ، دامریکایي نړیوال نظام دفاعي لارښود چې ۱۹۹۲ م کال کې ترتیب شوی وایي ، چې په معاصره نړۍ کې یوازې روسیه ددې توان لري او تمه ترې کیدلای شي چې امریکا تباه کړي ، نوځکه باید امنیتي تمرکز دروسیې په کلابندۍ او محدودولو راټول وي .

همدا علت دی چې په تیرو دوو لسیزو کې امریکا او ملګري یي په پرلپسې توګه په دې هڅه کې دي، ترڅو دروسیې دنفوذ ساحه ورټوله کړي او روسیه دخپلو پولو دننه کلابنده کړي ، په دې لړ کې په ختیځه اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې د روسیې ګڼ ملاتړي رژیمونه نسکور شوي او دروسیې دنفوذ ټغر ترې ټول شوی دی ، یوګوسلاویا ، عراق او لیبیا هغه هیوادونه دي چې روس پلوه رژیمونه یې دامریکااو ناټو لخوا د پوځي بریدونو په پایله کې له منځه تللي ، چې کیدای شي دا تجربه بالاخره په سوریه کې هم تکرار شي دبالتیک جمهوریتونه دغه راز پولنډ ، هنګري او دختیځې اروپا په ګڼو نورو هیوادونو کې دامریکا په ټونګ روس پلوه نظامونه چپه شوي دي او اوس دشوروي د نفوذ دا ساحې په بشپړه توګه دغرب په واک کې دي ، خو په همدې سیمه کې یو مهم هیواد چې لا هم دروسیې ترنفوذ لاندې دی ، یوکراین دی ، یوکراین چې داروپا دوهم ستر هیواد دی ،۴۴میلیونه نفوس او دحساب وړ اقتصادي منابع لري ، دا هیواد د روسیې په وړاندې دټوپ دتختې حیثیت لري ، چې د روسیې دامنیت لپاره خورا مهم دی .

امریکا او لویدیځ ملاتړي یې چې غواړي روسیه په خپلو پولو کې کلابنده کړي په تیرو څو کلونو کې په پرلپسې توګه هڅه کوي ، چې په یوکراین کې هم دختیځي اروپا دنورو هیوادونو تجربه تکرار کړي ، مګر داچې دشوروي اوسنی مشر پوتین د لویدیځ له دې پالیسۍ سره سخت مخالف دی ، نوځکه ددوو طرفه ټکر په نتیجه کې خبره کړکیچ ته مفضي شوي ده .
د روسیې اوسنۍ مشر ولادیمیرپوتین هڅه کوي د روسیې پخوانۍ برم راژوندی کړي ، له همدې امله یي دامریکایي پراختیا غوښتنې په وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی ، د پوتین همدا مقاومت ددې لامل شوې چې په سوریه دلویدیځ دمخامخ برید مخه ونیسي دغه راز په یوکراین کې هم دختیځې اروپا دنورو هیوادونو دتجربو دتکرار امکان شنډ کړي .

د امریکا او روسیې دغیږبازۍ په نتیجه کې دیوکراین اولس او سیاستوال په دوو برخو ویشل شوي دي ، یوه برخه یې له اروپایي ټولنې او غرب سره داړیکو پلویان او بله ډله یي د روسیې په دوستۍ ټینګار کوونکي دي ، دغو دوه ډلو په تیرو څو کلونو کې دسختو مقابلو تاریخ ترشا پرې ایښی ، چې د پارلمان رسوا کوونکي جنګونه اونارنجي انقلابونه یې مثالونه دي .

د تیر میلادي کال په نومبر کې دیوکراین روس پلوه ولس مشرویکتوریانوکوویچ له اروپایي اتحادیې سره دیوې اقتصادي موافقې له امضاء څخه انکار وکړ ، چې دې اقدام یي غرب پلوه مخالفین راوپارول ، امریکا او د جرمني ، پولینډ او فرانسې غوندې ملګرو یې د پاریدلو مظاهره چیانو مخامخ ننګه وکړه ، تشجیع یي کړل تردې چې مظاهره په عمومي پاڅون واوښته .

په تیرو څو میاشتو کې چې دیوکراین په مرکز کیف کې مظاهرې روانې وې ، حکومت یې په وړاندې له خورا تاریخي حوصلې څخه کار واخیست دمظاهرو په لومړیو ورځو کې مظاهره کوونکي په حکومتي ودانیو وروختل ، عامه تاسیساتو ته یې اور واچاوو خو حکومت یې په وړاندې له ډیر زغم څخه کار اخیست چې یوازې یې دخپلو سرتیرو دژوند ژغورلو هڅه کوله ، په همدې مهال چې په مصر کې دامریکا تابع پوځي حکومت د سوله خوښو مظاهره کوونکو په ځپلو بوخت وو ، ټانګونه یې واټونو ته را ایستلي وو او په زرګونو مصریان یې ووژل امریکا او لویدیځ یې په وړاندې هیڅ غبرګون ونه ښود مګر په یوکراین کې د حکومت له ځانه د دفاع هڅه یې دمظاهره کوونکو په حق کې تجاوز او جنایت په دود په رسنیو کې تعبیروله چې دې دوه مخي چلند د ډیرو هغو کسانو له سترګو پردې پورته کړې چې په امریکایي منافقت نه پوهیږي .

د مظاهرو په لړ کې د روان میلادي کال په ۲۱ نیټه دروس پلوه ولسمشر ویکتوریا نوکوویچ حکومت ړنګ شو او نوموړی دپارلمان لخوا معزول اعلان شو ، دنوموړي دحکومت له ړنګيدو وروسته دپارلمان لخوا دالکساندر مورچنیف په نامه دپارلمان یو وکیل د موقت حکومت دمشر په حیث اعلان شو ، د یوکراین نوی حکومت چې دمظاهرو په پایله کې رامنځته شوی سره له دې چې له مشروعیت څخه عاري دی خو بیا هم زیاترو لویدیځو هیوادونو په رسمیت پیژندلی دی ، چې دې کار دروسیې اعتراض پارولی دی ، روسیې دې اقدام ته په ځواب کې په تورسمندرګی کې دیوکراین په خودمختاره سیمې کریمیې کې پوځي مداخله کړي او دهمدې سیمې دمرکز سیمفروپل هوایي ډګر یې دسمندري پوځونو په توسط اشغال کړی دی .

دیوکراین موقت غرب پلوه مشر د روسیې اقدام پوځي یرغل بللی او له امنیت شورا یې ددې یرغل د بررسي غوښتنه کړې ده ، په دې لړ کې په مرکز کیف کې روس پلوه معترضین هم کوڅو ته راوتلي او دپارلمان له ودانۍ سره یې احتجاج پیل کړی دی ، دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په یوکراین کې د روسیې پوځي مداخله به خورا بدې او درنې پایلې ولري ، په داسې حال کې چې امریکا او نور لویدیځوال دیوکراین لوبه په خپله ګټه پای ته رسیدلي بولي ، خو روسیه لا هم مقاومت ته دوام ورکوي او غواړي له خپل نفوذ څخه په استفاده په دې هیواد کې خپل دپښې ځای وساتي .

دا چې د یوکراین دنفوس یوه برخه دروسیې پلویان او یوه برخه یې له لویدیځ سره اړیکي غواړي داسې قوي احتمال شته چې په دې هیواد کې به د متبوعو زبرځواکونو په ټونګ بحران نور هم وغځیږي او یابه د اروپا دا ستر هیواد تجزیه شي .

د راتلونکي دقیق اټکل نه شي کیدلای ، خو په ټوله کې دیاد هیواد پیښې نړۍ ته یوځل بیا داستعماري دورې او دشلمې پیړۍ دسړې جګړې دمهال وضعیت وریادوي ، چې لویو استثمارګرو طاقتونو دخپلو ګټو لپاره کمزوري اولسونه دجګړو او تشنج په اور کې رانغاړل او په خړو اوبو کې یې ځان ته کبان نیول .

روان وضعیت ښيی چې په یوکراین کې د جابرو زبرځواکونو دمداخلې او اسثمار له امله د بحران کټوۍ باندې شوې ، څو ورځې وروسته به ملګري ملتونه ورته داخضر ابراهیمي غوندې یو استازی وټاکي ، او داستان به پیل شي ، دامنیت شورا به دا کټوۍ تر هغو لړي ترڅو دلویدیځ لپاره دهغوی له خوښې سره سم خوراک ترې تیار کړي ، په دې جریان کې به وینې دیوکراین دخلکو توییږي او ګټې ته به یې یوازې سترو استثمارګرو خولې نیولې وي ، همدا دنننۍ متمدنې نړۍ منطق دی ، چې ځینوته دتمدن اوج ښکاري ، مګر ښایي داسې ګلګمیري په ځنګلونو کې هم تراوسه نه وي دود شوي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د امریکايي ولس زیاتره برخه له خپل ولسمشره خواپوري دي ليكوال زلمي رسول
ساعت 17:58 | بازدید : 453 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دسی بی ایس تلویزیوني چینل او نیویارک ټایمز ورځپاڼې دګډې نظر غوښتنې پایلې ښيي چې دامریکا ۵۹ سلنه اوسېدونکی له خپل ولسمشر بارک اوباما څخه تر ډيره بریده ناهیلي شوي دي .

همدارنګه دامریکا یو پنځوس سلنه نور خلک بیا داوباما له تګلارې مطلق خپه دي چې داشمیره دتیرې میاشتې په پرتله څلور په سلو کې زیاته ده.

ددې نظرسنجۍ په اساس ۹۱ سلنه خپه شوي کسان له جمهوری غوښتونکي ګونده او ۶۶ سلنه نور خپلواک او مستقل خلک دي .

داپه داسې حال کې دي چې کابو ۲۴فی دیموکراټان هم ترډيره حده دباراک اوباما له کړچاره نهیلي شوي ډي

 له بلې خوا یوازې څلویښت سلنه امریکایانو ویلي،چې داوباما له ولسمشرۍ خوښ دي   ليكوال زلمي رسول

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ليكوال قاري محمد يوسف احمدي تازه خبر: نادعلي: په فدایي بریدکې 2ټانکونه ویجاړ تر10زیات یرغلګرووژل شول
ساعت 17:52 | بازدید : 816 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت په نادعلي ولسوالۍ کې مو په یرغلګرو دفدایي بریدخبرترلاسه کړ

له سیمي نه په تازه ترلاسه شوي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې : نن ماسپښین 3 نیمي بجې دنادعلي ولسوالۍ اړوند دشاول مانده سرته دشوراب میدان پای ته په هغه خارجي یرغلګرو استشهادي بریدترسره شو چې تل به په سیمه کې له ټانکونوسره دریدل

خبرزیاتوي : بریدداسلامي امارت داستشهادي کنډک دیوه تن قهرمان مجاهد[عبدالقادر مهاجر دکندهار ولایت اوسیدونکي ] له لوري دیوه تونس موټرپه مټ چې په زیاته پیمانه قوي منفجره موادپکې ځای په ځای شوي ؤپه داسي حال کې په یرغلګرو ترسره شو چې له خپلو ټانکونوسره ولاړؤ

په دي اتلوال استشهادي بریدکې ددښمن دوه زغروال ټانکونه په بشپړه توګه ټوټه ټوټه اوترلس زیات بهرني عسکرپکې ځای په ځای قتل اوګڼ شمیر نورسخت ژوبل شول

عیني شاهدان وایې : اوس سیمه ددښمن له لوري محاصره ده څوک نه پریږدي چې دپېښي ځای له نږدي وګوري اوسیمي ته دمړو اوژوبلو لیږدولو لپاره ګڼ ایمبولانس چورلکي تګ راتګ کوي

2014/2/28

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


اسرائيلو تر۵۰ کلونو کم عمره فلسطينیان مسجداقصی ته نه پرېښول ليكوال عادل خپلواك
ساعت 17:47 | بازدید : 480 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

اسرائيلي نېواکګرو عسکرو نن دجمعې په ورځ مسجداقصی ته تر۵۰ کلونو کم عمره فلسطينیانو ته دداخلېدلو اجازه ورنه کړه.

همداراز اسرائيلي اشغالګرو نن دجمعې دلمانځه په مهال فلسطينیان دمسجداقصی تر احاطې پوري محدود وساتل.

اسرائيلي چارواکو ویلي، دغه پرېکړه يې دسې شنبې په ورځ ددوی دعسکرو او فلسطينیانو ترمنځ دشخړو او نښتو تر رامنځ ته کېدلو وروسته وکړه.

دفلسطينیانو غوسه ترهغه وروسته راوپارېدله، چي په اسرائيلي پارلمان کي په دې بحث پيل شو، چي بیت المقدس يهودیانو ته وسپارل شي او هم باید هلته دعبادت حق ولري.

داسرائيلو له لوري دغه اقدام دنړۍ په هرګوټ کي دمسلمانانو غوسه راپارولي او په دې لړ کي داردن پارلمان په غوڅ اکثریت سره پرېکړه وکړه، چي داسرائیلو سفير دي له هیواد څخ وشړل شي او اسرائيلو ته يې خبرداری ورکړ، چي که يې دغه پرېکړه وکړه، نو دغه هيواد به له اسرائيلو سره دسولي په تړون له سره غور وکړي.

همداراز داسلامي نړۍ تنظیم او آی سي هم دغه کار سخت غندلی او دغه یې داسرائيلو له لوري په بیت المقدس دقبضې پلان بللی.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هرات په پوسته بريد كي يو پوليس وژل شوي بل ژوبل ليكوال قاري محمد يوسف امدي
ساعت 13:35 | بازدید : 426 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له هرات ولایت نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : بیګاه شپه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دیوې لسمي ناحیې دجوی انجیر دنصارداکو په سیمه کې ددښمن په امنیتي پوسته تعرضي بریدترسره شو

بریدپه پایله کې یوتن پولیس [نورالدین ولد نیازمحمد] ځای په ځای قتل یوبل سخت ژوبل اویوکلاشنکوف یې مجاهدینوغنیمت شو

په بریدکې مجاهدینوته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

2014/2/28

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 111
بازدید دیروز : 9
بازدید هفته : 111
بازدید ماه : 235
بازدید کل : 99544
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 111
:: باردید دیروز : 9
:: بازدید هفته : 111
:: بازدید ماه : 235
:: بازدید سال : 10901
:: بازدید کلی : 99544