الجـــــــهاد فی سبیل الله
جوزجان قوشتپه كي 7 عسكرو ته مرَګ ژوبله لیکوال ذبیح الله مجاهد2014/2/22
ساعت 18:34 | بازدید : 387 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د جوزجان ولايت په قوشتپه ولسوالۍ کې د ګډدښمن په عسکرو وسلوال بريد ترسره شو.

عسکر سيمي ته د انتخاباتي کمپاينونو د امنيت نيولو په موخه راغلي وو چې غرمه مهال 10 بجې پرې د مجاهدينو له خوا بريد وشو، بريد کابو يوساعت دوام درلود.

د بريد په مهال د دښمن 2 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 5 تنه نور مرګوني ټپیان شول او په دې سربېره دوه موټر هم پوره تخريب شول.

2014-02-22

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په كمپرك كي دري موٹر تحريب د جاسوسي شبكي لس تنه مړه اوژوبل شول ليكوال قاري محمد يوسق احمدي 2014/2/
ساعت 18:30 | بازدید : 511 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کندهارولایت نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : تېره ورځ شاوخوا نهه بجې دهلمندولایت دګرشک ولسوالۍ اودکندهارولایت دمیوند ولسوالۍ پرګډه پوله دکمپرک په سیمه کې ددښمن دجاسوسي شبکي په عسکرو هغه مهال وسلوال بریدترسره شو چې دسړک دامنیت لپاره دتلاشي په موخه راروان ؤ

بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې درې موټرپه مرمیوتخریب دجاسوسي شبکي 6 تنه ځای په ځای قتل او4 نورسخت ژوبل شول

2014/2/22

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فاریاب دولت اباد کی ددښمن ټنګ ماین ښکار شو لیکوال قاری محمد یوسف احمدی 2014/2/22
ساعت 18:26 | بازدید : 451 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دفاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې داجیري اردوټانک دماین ښکارشو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : داجیري اردویوټانک پرون ماسپښین 2 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دجنګل په سیمه کې دخښ شوي ماین په مټ والوزول شو

په پېښه کې ټانک په بشپړه توګه و یجاړ شوی اوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده ترلاسه شوي

2014/2/22

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند کرشک کی مهم اربکی قومندان ووژل شو لیکوال قاری محمد یوسف احمدی 2014/2/22
ساعت 18:23 | بازدید : 600 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له اربکیانوسره سخته نښته شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون سهار لس نیمي بجې ددي ولسوالۍ اړوند دآدم خان داوترنګي په سیمه کې داربکیانو په پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو

بریدچې نیم ساعت یې دوام وکړپه پایله کې یې دوه تنه اربکیان ځای په ځای ووژل شول

په وژل شویو کې یوتن داربکیانو مهم قومندان [عبدالرسول ] هم شامل دی

2014/2/22

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند مارجه كي دوه شوبلي تخريب او11عسکرو ته مرک ژوبله لیکوال قاری محمد یوسف احمدی
ساعت 18:20 | بازدید : 541 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې له اجیري اردوسره سخته جګړه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون سهار 7 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دترخه ناور دبارکزو بلاک په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې ګڼ شمیر داجیري اردو عسکرله خپلي قرارګاه څخه یادي سیمي ته دعملیاتوپه موخه راووتل

جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي ترماسپښین پوري یې دوام وکړ

دجګړې په جریان کې ددښمن دوې شوبلي دماینونوپه مټ والوزول شوي چې په بشپړه توګه ویجاړي اوپکې سپاره شپږ تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اوپنځه نورسخت ژوبل شول

په دي سربېره په جګړه کې هم دښمن ته تلفات اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده څرګنده شوي

2014/2/22

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په افغانستان کي دامریکا ماتي دامريکایانو نظرونه بدل کړل ليكوال سعيد
ساعت 14:7 | بازدید : 475 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ۲۰۰۱ کال کي چي امریکایانو په افغانستان یرغل کاوو، نو هغه مهال امریکا دډير غرور او په خپل قوت دباور له امله ټولي نړۍ ته خبرداری ورکړ، چي یابه له امریکا سره ملګري کيږئ او يابه په اصطلاح له تروريستانو سره یوځای کیږئ.

هغه مهال امریکایانو هم دخپلو مشرانو ددغي پرېکړې، چې په افغانستان به يرغل کوي، تود هرکلی وکړ، هغوی چې دخپل هیواد په ځواک باوري او دخپلو مشرانو په پالیسیوو يې اعتبار درلود، داسي فکر هم نه کاوو، چي ددوئ حکومت او ناټو دي په افغانستان کي ماته وخوري او داسي یوه ماته چي هغه دي بیاهم ددوی نظرونه ددې جګړې په اړه بدل کړي او همدنړيوالو.

په ۲۰۰۱ کال کي په افغانستان دامریکایانو ديرغل په مهال ډيرو لږو امريکایانو دافکر کاوو، چي دغه جګړه یوه تيروتنه او باید ترسره نه شي، خو ډيری امریکایانو خپلوماډرونو او پرمختلليو وسلو او وسائلو ته په کتلو سره په دې فکر کي وو، چي دغه جګړه به دوئ ګټي.

خو الله تعالی ددغه جګړې ګټل دافغان مسلمان ولس په برخه کړي وو او هغو امریکایانو چي په لومړو کي به یې ددې جګړې ملاتړ کاوو، اوس يې کلک مخالفت کوي.

دسروې نړیوال سازمان ګالپ په یوه نوي سروې کي، چي درواني میاشتي په ۱۹ نيټه يې خپره کړه، ویلي،له ۲۰۰۱ کال څخه راهيسي دا لومړی ځل دی، چي په دومره لوړه کچه امریکایان دافغانستان جګړه دامریکا یوه تېروتنه بولي، ددغه نظر پوښتنې له مخې هغه مهال چي دغه جګړه پيل کېدله، نو یوازي ۹ سلني امریکایانو دغه جګړه یوه تيروتنه بلله، ولي اوس په سلو کي ۴۹ امریکایان دغه جګړه یوه تيروتنه بولي او ډيرو لږو امریکایانو دغه جګړه تيروتنه نده بللي ، خو په امریکاکي له دغه جګړې سره دامریکایانو مخالفت بیاتردې هم لوړ دی، اوس مهال تر۶۰ سلني ډير امريکایان دافغانستان له جګړې سره مخالف دي.

اوس چي امریکا په افغانستان کي په هرډګر کي ماته خوړلي، هم په پوځي ډګر کي له ماتي سره مخ شوي او هم په سياسي او اقتصادي ډګرونو کي، نوځکه اوس امریکایان له دغه جګړې سره خپل مخالفت ښيي او یوه تيروتنه يې بولي، دا هغه جګړه ده، چي امریکايې په خپل تاریخ کي په لومړي ځل دومره ښکېله کړه، په زرګونو امریکايان پکي مړه او ژوبل شول او نږدې هر امریکايي چي په دغه جګړه کي برخه اخيستي، هغوئ بيرته خپلو کورونو ته له رواني نارغيو سره تللي دي، ددغه جګړې مصارف دیوه اټکل له مخي تر ۲ تريلیونو ډالرو زیات دي او یو بل اټکل داسي ښيي، چي ددې جګړې ټول مصرف ۳ تريليونو ډالرو ته رسيږي، امريکایان له دغه جګړې سره مخالفت ځکه هم کوي، چي پرماته برسېره يې په امریکا کي ددوئ روزګار ورخراب کړی، په دغه جګړه کي دامريکادحکومت اقتصادي ماتي د عامو امریکایانو شخصي اقتصاد ته هم دپام وړ زیان ورساوه، دحکومت له لوري ټيکسونه پرې لوړ شول او دامریکا حکومت دخپل کمزوري اقتصاد له امله تر۱ ميلیون زياتو امریکایانو باندي هغه روپۍ بندي کړې، چي ددې هیواد له لوري به بې روزګاره خلکو ته ورکول کېدلې.

داټول هغه څه دي، چي له افغان جګړې سره يې دامریکایانو مخالفتونه راوپارول او دخپلو مشرانو پالیسۍیې غلطې وبللې.

روس هم چي کله په افغانستان کي ماته وخوړه او روسيان په دې پوه شول، چي دغه جګړه يې بايللي ده، نو په دغه هیواد کي دافغانستان له جګړې سره مخالفتونه ډیر شول او روسیانو په افغانستان تيری یوه تيروتنه وبلله.

امریکایان له دې ويري هم له دغه جګړې سره خپل مخالفت ښيي، چي دروس په څېربه په افغانستان کي ماته په دوئ ژوره منفي اغېزه ولري او هم به يې نړيوال اعتبار له منځه ولاړ شي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


كابل سروبي ولسوالي كي د نني بريدونو ورستي جزئيات ليكوال ذبيح الله مجاهد2014/2/21
ساعت 18:28 | بازدید : 706 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

بریدونه څلور ساعته روان وو د دښمن ۳۷ کسان قتل له ۱۲ ډير ټپيان ۸ عرادي موټر ويجاړ شول

پيل :

بريد سهار ۶ نيمې بجې د يوتن قهرمان فدايي مجاهد ملا محمدفاروق(ذاکر) دپکتيا ولايت اوسیدونکي لخوا د منفجره موادونه د ډک موټر په انفجار سره پيل شو، د دې برید په پايله کې د ولسوالۍ او امنيي قومنداني ګډ نظام قراول، د تالاشۍ پوسته او د خوب خونې مکملې ویجاړې شوي او ۲ تنه نورو فدايانوته د ننوتلو لاره پرانستل شوه.

د برید جريان:

له لومړني بريد نه وروسته دوه تنه نور قهرمان فدايي مجاهدين هریو (حافظ عبيدالله او حافظ دين محمد د تخار ولایت اوسیدونکي) چې په درنو او سپکو وسلو، انفجاري واسکټونو، لاسي بمونو او اور غورځونکو وسائلو سمبال وو د ولسوالۍ امنيې قومنداني ته په ډاډه زړه ننوتل او هلته يې ميشت پاتې شوني پوليس، د استخباراتو کارمندان او له هغه ځای نه يي د ولسوالۍ په مرکز کې ميشت پوليس او کارکونکي تر بریدونو لاندي ونيول، له دغه بريد سره سم له بهرخوا څخه هم د يادې ولسوالۍ په امنيتي پوستو باندي د مجاهدينو تعرضي برید روان وو.

د برید زمان:

برید چې سهار په ۶ نیمې بجو پيل شوي وو د ورځې تر ۱۰ نيمو بجوپورې يې دوام وکړ او د مهماتو په خلاصيدو او د وروستي مجاهد په شهادت سره پای ته ورسید، په دې اساس جګړه د دوو تنو فدایانو لخوا ۴ ساعته روانه وه.

د بريد تلفات:

د کره معلوماتو په اساس د لومړني انفجار له امله په نظام قراول او پيره دارخانوکې ميشت ۲۰ پوليس قتل اويو شمير نور مرګوني ټپيان شول چې د جګړې ترپايه يي په سيمه کې زګيروي او نارې پورته کېدي، د وروستۍ مخامخ جګړې په نتیجه کې هم د دښمن د مختلفو ارګانونو ۱۷ تنه عسکر، پوليس او استخباراتي کسان قتل ۱۲ تنه ټپيان شول، ورسره يوځای د دښمن ګڼ شمیر نظامي وسائط(۲ رينجر ، ۶ نظامي موټر) او تاسيسات تر ډيره ویجاړ کړل شول.

د بريد موخې :

دیاد برید هدف مزدور دښمن ته درانه تلفات اړول او هغه ظالم عناصر په ولسوالۍ کې په نښه کول وو چې په سیمه کې د جرمونو او د مجاهدينو په ضد په اقداماتو کې يي لاس درلود، همداراز د بريد له امله د کابل تورخم مهم لاره هم د څو ساعتونو لپاره بنده کړل شوه، چې د دښمن توانايي او په حالاتو کنترول يي وننګاوه اوثابته يي کړه چې که مجاهدين هرچيرته د دښمن په ضد عملیات کول وغواړي په خورا اسانۍ سره يي ترسره کولای شي او د هيواد د لويو لارو تړل او خلاصول يي هم په اختیار کې دي.

د دښمن غلطې ادعاوې :

د بريد په اړه د دښمن لخوا په رسنيو کې د مجاهدينو تعداد شپږ تنه وښودل شو، ترڅو دبریدکونکو مجاهدينو په ډير ښودلو سره د جګړې څلورساعته غزيدل توجيه کړي، خو واقعيت داوو چې بريد کونکي فدايان ټول ۳ تنه وو، يوتن د موټر په وسيله برید ترسره کړ او ۲ تنو د څلورو ساعتو لپاره په دښمن بریدونه روان وساتل، دښمن د تل په شان په دې بريد کې هم له خپلو تلفاتو چورلټ انکار وکړ، د قوي موټر بم انفجار او څلورساته شديدې جګړې په نتیجه کې يې يواځې ۲ته پولیس ټپيان وبلل چې له عيني واقعيت او ځمکني حقيقت سره ښکاره تضاد لري.

د دښمن لخوا سوء استفاده:

کله چې له بهرخوانه د دښمن عسکر اونور پولیس د سروبي ولسوالۍ مرکز او امنيې قومنداني ته رانیږدي شول، نويي د مجاهدينو د تير ايستلو لپاره نظامي لباس وغورځاوه او په شخصي جامو کې يي د مجاهدینو په لور ډزې پيل کړي، ځکه دښمن پوهيده چې مجاهدين په ملکي خلکو ډزې نه کوي نو به دښمن وتوانيږي چې د ملکي خلکو په جامه کې ځان د مجاهدينو له ګوزار نه بچ کړي، خو د دښمن دغه دسيسه د جګړې په جريان کې دمجاهدینو لخوا کشف شوه او دغه راز ګڼ شمير دښمنان له پښو وغورځول شول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۴/۲۱هـ ق

۱۳۹۲/۱۲/۲هـ ش ــ 2014/2/21م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه حال سروبی چاودنو او جکړه کی 20 پولیس وژل شوی لیکوال ذبیح الله مجاهد2014/2/21
ساعت 18:22 | بازدید : 529 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له سيمي نه په تازه ترلاسه شوي خبر کې ويل شوي چې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ او امنيه قومنداني په ودانيو د فدايي او استشهادي بریدونو له امله 20 تنه پوليس وژل شوي.

موثق راپور وايي چې ډېر پوليس د ودانۍ په دروازه کې د موټر بم د درنې چاودني له امله ووژل شول او يو ګڼ شمېر نورو بيا د استشهادي مجاهدينو په مخامخ ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او زيات نور ټپيان شول.

د بريد له امله په ودانۍ کې د ننه په پوځي او نورو نقليه وسائطو اور بل شوی چې له امله يې دښمن ته دروند مالي زيان اوښتی.

سیمې ته ددښمن زیات شمیر کومکي عسکر رارسیدلي خو تراوسه پوري نه دي توانیدلي چې جګړه کابو کړي،له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وایي ددښمن عسکرو غوښتل چې خپل دپولیسو یونیفورم بدل کړي او په شخصي جامو کې وړاندي تیر شي خوپه خپل تکتیک کې نه دي کامیاب شوي په جګړه بوخت مجاهدین په عالی روحیه مقاومت کوي.

عیني شاهدانو ویلي چې دکابل – جلال اباد لویه لار بنده ده او دپیښې له ځایه دسپکو او درنو وسلو ډزې اوریدل کیږي او فضا داور لوګیو نیولې.

د جګړې په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو له پاره بيا الاماره وګورئ.

2014-02-21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه خبر: دکابل په سروبي ولسوالۍ کې دفدایانو له لوري شدیده جګړه روانه ده،دښمن ته دروندزیان اوښتی
ساعت 15:0 | بازدید : 1025 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

نن سهار ۶ نيمې بجې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په مرکز او امنيه قومنداني ګڼ شمیر فدايي بریدونه پيل شول.

په لومړي سر کې بريد ديو موټر په وسيله چې له درنو منفجره موادونه ډک شوي وو پيل شو چې ورسره د سروبي ولسوالۍ د مرکز او قومندانۍ په دروازه کې ټول شته موانع له منځه لاړل او نورو فدايانوته د ننوتلو لاره خلاصه شوه.

فدايي مجاهدین چې په درنو او سپکو وسلو، اور غورځونونکو وسائلو، بمونو او واسکټونو باندي سمبال دي، خپلو ټاکل شوو اهدافو ته رسيدلي او دښمن يې تر اور لاندي نيولي ده .

د لومړۍ انفجار او تراوسه دجګړې دجريان په نتيجه کې د کابل ادارې ګڼ شمير مزدور پوليس، عسکر او استخباراتي کسان قتل او ټپيان شوي دي.

اوس جګړه له هغو مزدورو عسکرو سره هم پيل شوی ده چې له بهرنه ولسوالۍ ته ورغلي دي.

د برید په اړه نور جزئيات به وروسته په ډاګه شي

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۴/۲۱هـ ق

۱۳۹۲/۱۲/۲هـ ش ــ 2014/2/21م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه خبر: دکابل په سروبي ولسوالۍ کې دفدایانو له لوري شدیده جګړه روانه ده،دښمن ته دروندزیان اوښتی
ساعت 15:0 | بازدید : 621 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

نن سهار ۶ نيمې بجې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په مرکز او امنيه قومنداني ګڼ شمیر فدايي بریدونه پيل شول.

په لومړي سر کې بريد ديو موټر په وسيله چې له درنو منفجره موادونه ډک شوي وو پيل شو چې ورسره د سروبي ولسوالۍ د مرکز او قومندانۍ په دروازه کې ټول شته موانع له منځه لاړل او نورو فدايانوته د ننوتلو لاره خلاصه شوه.

فدايي مجاهدین چې په درنو او سپکو وسلو، اور غورځونونکو وسائلو، بمونو او واسکټونو باندي سمبال دي، خپلو ټاکل شوو اهدافو ته رسيدلي او دښمن يې تر اور لاندي نيولي ده .

د لومړۍ انفجار او تراوسه دجګړې دجريان په نتيجه کې د کابل ادارې ګڼ شمير مزدور پوليس، عسکر او استخباراتي کسان قتل او ټپيان شوي دي.

اوس جګړه له هغو مزدورو عسکرو سره هم پيل شوی ده چې له بهرنه ولسوالۍ ته ورغلي دي.

د برید په اړه نور جزئيات به وروسته په ډاګه شي

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۴/۲۱هـ ق

۱۳۹۲/۱۲/۲هـ ش ــ 2014/2/21م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 22
بازدید دیروز : 9
بازدید هفته : 22
بازدید ماه : 146
بازدید کل : 99455
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 22
:: باردید دیروز : 9
:: بازدید هفته : 22
:: بازدید ماه : 146
:: بازدید سال : 10812
:: بازدید کلی : 99455