هرات : شینډنډکې رینجرتخریب 3عسکرمړه اوژوبل شول
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 07:30 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 12
دهرات ولایت په شینډنډولسوالۍ کې داجیري اردو رینجرموټردماین ښکارشو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : داجیري اردو یورینجرموټرپرون سهار لس بجې دشینډنډولسوالۍ بازار ړوند دتېل فروشي په سیمه کې دتکتیکي ماین ښکارشو
په پېښه کې رینجرپه بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره درې تنه اجیر وعسکروته مرګ ژوبله واوښته
2014/2/18 هرات : شینډنډکې رینجرتخریب 3عسکرمړه اوژوبل شول
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 07:30 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 12
دهرات ولایت په شینډنډولسوالۍ کې داجیري اردو رینجرموټردماین ښکارشو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : داجیري اردو یورینجرموټرپرون سهار لس بجې دشینډنډولسوالۍ بازار ړوند دتېل فروشي په سیمه کې دتکتیکي ماین ښکارشو
په پېښه کې رینجرپه بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره درې تنه اجیر وعسکروته مرګ ژوبله واوښته
2014/2/18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هرات : شینډنډکې له ګډدښمن سره سخته جګړه شوي
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 07:30 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 14
دهرات ولایت له شینډنډولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې وړمه شپه ټوله شپه یرغلګرو اواجیروعسکرو ددي ولسوالۍ اړوند دزیرکوه په سیمه کې دعام اولس په ځورونه لاس پوري کړی ؤ
چې پرون غرمه 12 بجې ددهني په سیمه کې دمجاهدینوله یوه کمین سره مخ شول اوسخته جګړه ورسره ونښته
جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دښمن له سیمي نه دتلفاتو په لیدلو سره په تېښته مجبورکړل شو
2014/2/18
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اروزګان : چهارچینوکې له اجیردښمن سره جګړه شوي
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 07:31 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 11
داروزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې له اجیردښمن سره سخته جګړه شوي
له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون غرمه 11 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دخودناوې دخلجک په سیمه کې له اجیروعسکروسره و نښته
جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دښمن ته تلفات اوښتي خوکره شمیره یې نه ده څرګنده شوي
2014/2/18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ننګرهار : چپرهار کې ماين 5 عسکروته مرګ ژوبله واوړله
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 09:24 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 12
د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني د اجيري اردو 5 عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.
عسکر تېره ورځ مازديګر مهال 4 بجې ډاګو بيس ته نژدې پلي روان وو چې چاودنه پرې وشوه.
چاودني 1 عسکر وژلی او 4 نور يې مرګوني ټپیان کړي دي.
2014-02-18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کاپيسا : نجراب کې 3 پوستې وسوزل شوې
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 10:27 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 13
په کاپيسا ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي په نجراب ولسوالۍ کې يې د دښمن 3 پوستې سوزولي دي.
پوستې چې دافغانيه په ملايانو سيمه کې په کانټينرونو کې جوړې شوې وې بيګاشپه ناخته پرې د مجاهدينو له خوا بريد وشو او په بشپړه توګه وسوزول شوې.
2014-02-18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هرات : شینډنډکې دګډدښمن په ګزمه برید4تنه مړه اوژوبل شول
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 12:23 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7
دهرات ولایت په شینډنډولسوالۍ کې دیرغلګرو اواجیروعسکرو په پلي ګزمه وسلوا ل بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : برید پرون مازدیګر5 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دزیرکوه دپرمکان په سیمه کې دیرغلګرو اواجیروعسکرو په ګډه ګزمه دمجاهدینوله لوري دیوه کمین په ترځ کې ترسره شو
بریدچې 15 دقیقي یې دوام وکړه په پایله کې یې څلورتنه عسکروته مرګ ژوبله و اوښته اوپاتي نوريې په تېښته بریالي شول
په بریدکې مجاهدینوته لله الحمدهیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي
2014/2/18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کندهار: ارغنداب کې دیرغلګروزغروال ټانک دماین ښکارشو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 12:24 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9
دکندهارولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې دیرغلګروپه زغروال ټانک دماین چاودنه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون ماسپښین 3 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دناګهان په سیمه کې دیرغلګرو په زغروال ټانک دخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه
دچاودني له امله ټانک په بشپړه توګه ویجاړ اوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښته
مړه اوژوبل عسکردپېښي له ځایه دایمبولانس چورلکوپه مټ ولیږدول شول
2014/2/18
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرپل : سیدابادکې په پوسته برید3عسکرژوبل شول
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 12:27 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 4
دسرپل ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د اجیردښمن په پوسته وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدبیګاه شپه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دبرمي سړک په سیمه کې داجیردښمن په امنیتي پوسته ترسره شو
بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي پوره یوساعت یې دوام وکړ
په بریدکې ددښمن درې تنه عسکرسخت ژوبل شوي
مجاهدینوته لله الحمدهیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي
2014/2/18
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هلمند: ګرشک کې چاودني دګزمي 2پولیس ووژل شول
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 12:29 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9
دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په اجیروپولیسو دماین چاودنه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه نن سهار شاوخوا 8 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دنهرسراج دوزیرو مانده په سیمه کې دکنډک شاهراه دپولیسو په پلي ګزمه دویشتونکي ماین په مټ ترسره شوه چې له امله یې دوه تنه پولیس ځای په ځای ووژل شول
2014/2/18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هلمند: ګرشک کې دوه عسکرپه درازکوف وویشتل شول
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 12:40 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دوه تنه اجیرعسکرپه درازکوف وویشتل شول
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : داجیري اردو دوه تنه عسکر پرون غرمه شاوخوا 11 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دحیدراباد په سیمه کې سنګین ته پرغزیدلي سړک د حاجي حسن خان اکا له پمپ سره دمجاهدینوله لوري ددرازکوف په مټ وویشتل شول اوځای په ځای ووژل شول
2014/2/18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غور: چارسده کې یواربکی مجاهدینوسره یوځای شو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 12:41 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
دغورولایت له چارسدي ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار ددي ولسوالۍ په مربوطاتوکې یوتن اربکی[ګل احمد] دحقایقوپه درک کولو له خپل یومیل کلاشنکوف سره داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شو
2014/2/18
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کندهارښار: په پوسته کې تکتیکي چاودني 2عسکرووژل
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 13:17 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9
دکندهارولایت له مرکز کندهارښار نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : بیګاه ماښام 7 بجې دکندهارښار اړوند دډنډچوک په سیمه کې محبس ته څیرمه ددښمن په یوه امنیتي پوسته کې درنه چاودنه ترسره شوه
خبرزیاتوي : چاودنه دهغه چاودیدونکوتوکوپه مټ رامنځ ته شوه چې مجاهدینو په تکتیکي ډول په پوست کې دننه ځای په ځای کړي ؤ
دچاودني له امله دوه تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل شول
2014/2/18
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هـــــرات په غلچکي بریدکې یوپولیس ووژل شو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 13:18 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7
دهرات ولایت له مرکزهرات ښار نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : پرون ماسپښین ناوخته 4 بجې دهرات ښار دمنارو سیمي ته څیرمه دمحله حاجي بابا په سیمه کې یوتن اجیرپولیس دمجاهدینوله لوري دغلچکي بریدپه ترځ کې ځای په ځای ووژل شو
له بریدوروسته مجاهدین روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل
2014/2/18
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هرات : شینډنډکې دامریکایانوټانک دماین ښکارشو
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 13:19 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
دهرات ولایت په شینډنډولسوالۍ کې دیرغلګرو امریکایي عسکرو زغروا ل ټانک دماین ښکارشو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : دیرغلګرو امریکایي عسکرو یوزغروال ټانک نن سهار 7 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دبخت اباد په سیمه کې دخښ شوي ماین په مټ والوزول شو
دچاودني له امله ټانک په بشپړه توګه ویجاړ اوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښته
2014/2/18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کونړ : څوکۍ کې په پوسته بريد، 4 عسکرمړه او ژوبل شول
تفصيل نېټه: سه شنبه, 18 فروري 2014 13:44 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5
د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د دښمن په پوسته وسلوال بريد ترسره شو.
پوسته چې سپين جمات ته نژدې موقعيت لري تېره شپه 2 بجې د مجاهدينو له لوري د سپکو او درنو وسلو تر بريد لاندي راغله.
د بريد له امله د پوستې ودانۍ ته په زيان اوښتو سربېره 1 عسکر وژل شوی او 3 نور مرګوني ټپيان شوي.
د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت يو مجاهد د شهادت لوړ مقام ته رسېدلی او يو ټپي شوی دی، انالله وانا اليه راجعون.
2014-02-18
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 12:10 |
بازدید : 624 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
د رسنیو سره په خپلې یوې مرکې کې چې کرزي ویلي : ٫٫طالبان مو ورونه او امریکایان مورقیبان دي او په افغانستان کې د امریکايې فوځونو د شتون هیڅ فایده ورته نه تر سترګو کېږي ،، په رسنیو کې پدې څرګندونوڅو ورځې بحثونه روان وو او پدې په لویدیځ کې دمختلفو ټولنو اواشخاصو له لورې یولړ غبرګونونه هم رامخې ته شول .
د کرزي دا څرګندونې په ښکاره حيرانونکې دي خو ګڼ شمېر خلک داسی دي چې د حیرانتیا وړ یې نه بولي او وايې چې د امنیتي تړون نه انکار او داسې څرګندونې د امریکا په وینا کېږي ځکه چې امریکا اوس یقینا د افغانستان نه تښتېدل غواړي چې د امنیتي تړون نه دانکار تر څنګ دکرزي له خولې دداسی خبرو راوتل چې مثلاً امریکايې فوځیان زموږ دولس قاتلان دي ؛ زموږ اردو اوس د هېواد امنیت پخپله ساتلای شي ؛ امریکایان د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وو ؛ موږ ته يې هيڅ فایده نه رارسېږي ؛ په پاتی کېدلو کې يې هیڅ ګټه نشته او داسی نورې ددې لپاره کېږي چې امریکایان نړۍ ته دا وښایې چې موږ ته په افغانستان کې نوره اړتیا نشته ؛ هدف تر لاسه شوی نو ځکه له افغانستان نه ځو .
که موږ دا ومنو چې دامنیتي تړون نه د کرزي انکار او وخت نا وخت د امریکایانو پر ضد څرګندونې کرزی په خپله اراده کوي نوداکه له یوې خوا د هغو څېرو پرمخونو درنده څپېړه ده چې دامنیتی تړون لاسلیکول اودامریکایانو پاتې کېدل ګټور بولي اوپرې اصرار کوي نو له بلې خوابې له شکه چې دا د حقایقو ددرک نه پس پرحقیقت ولاړ اعتراف او پر ځای جرأت دی خوافسوس داچې ډېر ناوخته !
د امریکایانو له لورې د افغانستان د اشغال په اوایلو کې چې د افغانانو د غولولو لپاره امریکایانو د افغانستان د بیا رغاونې ناره پورته کړه نو ټولو ځیرکو مسلمانو افغانانو ویل چې هغه امریکا چې په اسلام دښمنۍ کې تر ټولو وړاندې ده ،
ټول تاریخ يې د کمزورو ولسونو د خاورو په اشغال او د زېرمو او وسایلو په غصب کې تېر شویدی، ورنه زموږ د هېواد دبیا رغاونې تمه لرل ډېره لویه ناپوهی او دامریکادتاریخ نه سترګې پټول دي ، امریکا به دلته هم خپلې تاریخي کړنې تکراروي او دهمدې لپاره دلته راغلي دي .
خو له بده مرغه چې د کرزی په شمول د قدرت او چوکۍ ټولو مینانو د امریکا دا تاریخ رامخې ته نکړ او د ړندو کڼو په څېريې دامریکا له لورې په جوړی شوې ادارې کې لویې چوکئ په سرسترګوقبولې کړې؛ د خپل هېواد او هېوادوالو لوړې ديني اوملي ګټې یې شاته او تېر ټول ۱۳کلونه يې د امریکایانو د ګټو او اهدافو د پوره کېدلو لپاره کار وکړ ؛ دامریکالپاره ددوئ دهمدې کامل اخلاص له امله مو هېوادتر اوږد اشغال لاندې پاتې شو اوداشغال پدې اوږد وخت کې چې کوم ستر مادي اومعنوي تاوانونه موږ ته راورسېدل نوهغه دټولو مخې ته دي .
اوس چې د کرزي د ولسمشرۍ دوهمه دوره هم پای ته رسېدونکې ده او د قانون له مخې د دریم ځل لپاره کرزی ځان نه شي کاندیدولای ، ترڅنګ یې دلته د امریکا د پاتې کېدلو هیلې هم ټولې د خاورو سره خاورې شویدی نو ایله اوس کرزی وایې چې د امریکایانو په شتون کې موهیڅ ګټه نشته او هغوئ د خپلو ګټو لپاره دلته پراته دي .
هو ! دایوه طبعي خبره ده چې په خپل ژوند کې که دچا کړه وړه ډېر هم ناکاره وي خوهغه نه غواړي چې په راتلونکي کې یې څوک په بدوالقابو یاد کړي ؛ که رښتياهم کرزی په خپلې ارادې داهرڅه وایې نو داسې ښکاري چې هغه دهمدې انساني طبیعت له مخې اوس دتېرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې دخپلوټولوکړنو په تورباب کې دیوسپین ټکي دزیاتولو هڅې کوي چې داپخپل ذات کې مثبته خبره ده .
خو کرزی باید پدې پوه شي چې دخلکوحافظې دومره هم ندي کمزورې چې دیوسنددلاسلیک کولونه دیوڅوورځو لپاره دانکارکولو اود امریکاپر ضددخولې نه دیو څو ټکو په راویستلوبه ګينې تېر هرڅه هېر اوکرزی به سپین باز وګڼي؛ نه داخبره دومره ساده ده اونه خلک سادګان دي ؛ دلاسپوڅوپه مرسته اودکرزي په مشرۍ کې دکابل دادارې په شتون کې داهېواد ترډېراوږد اشغال لاندې پاتې شوچې پکې مسلمانان دخوراډېروستروځاني ، مالي اومعنوي تاوانونوسره مخامخ شول چې پړه يې ټوله دهمدې لاسپوڅو اوغلامانو پرغاړه ده اوپه څوغولونکوخبرو دوئ له دې پړې نه شي خلاصېدای نوکه کرزی په خپلو بدوکړو پښېمانه وي ؛ دځان نه تاريخي بد القاب لرې کول اوځان دخدای په دربار کې دسترې رسوایۍ نه ژغورل غواړي ؛ دایې درک کړې وي چې امریکایان دلته دخپلو شومو اهدافولپاره پراته دي ؛ طالبان رښتیا هم خپل ورونه اوامریکایان خپل رقیبان یادښمنان ګڼي نوباید په عمل کې دطالبانوسره خپله دوستي اودټولو اشغالګروسره خپله دښمني ښکاره کړي .
دامریکاد غرور اودبدبې په شپو ورځو کې چې مجاهدینوپه خالي لاس دامریکاپه شمول دټولو اشغالګروپرضد جهاد پیل اواوس یې دښمن دسترشکست سره مخامخ کړل نودشکست خوړلي دښمن پرضددمجاهدینو دصف سره یوځای کېدل به کوم ګران کاروي ؟
زماداخبره به ډېر خلک لوی شخص ته دوړوکي تن کمزورې مشوره ګڼي خوچې چاته دا معلومه وي چې دتاریخ په اوږدو کې امریکا دخپلولاسپوڅو سره څه کړي ؟ امید دی چې هغوئ ټول به زمادخبرې سره متفق وي اوچې کله امریکا اومتحدین یې دشرمېدلي شکست سره یوځای دافغانستان نه وتښتي اودامریکا دډېر وفادار لاسپوڅي ایراني مشررضاشاه پهلوي په څېر دامریکا افغان لاسپوڅوته هم دنړئ په یوګوډ کې پناه نه ورکول کېږي نوبیابه ټولوته معلومه شي چې دامشوره څومره پرځای اوګټوره وه خوبیابه ډېر ناوخته اوخبره له خبرې تېره وي .
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 11:53 |
بازدید : 957 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
د پکتيا ولايت په يوسف خيل ولسوالۍ کې وحشي اربکيانو 3 نجوني له کورونو په زور ايستلي او له ځان سره يې وړي دي.
دغه نجوني چې عمرونه يې له 12 او 18 کالو ترمنځ دي نن غرمه د اربکيانو له خوا يوړل شوې.
د سيمي خلک وايي اربکيان چې پوليس هم ورسره وو نن غرمه 12 بجې د ميرزاخيلو کلي ته راغلل او د خلکو له زوروني او تهديد وروسته يې 3 نجوني له ځان سره په زور يووړې.
سيمه ييزو خلکو د اربکيانو او پوليسو د دې وحشيانه عمل په ضد په لاريون لاس پوري کړ او تر ماښامه يې دوام درلود، لاريون کونکيو د نجونو د خلاصون او اربکيانو د محاکمې غوښتنه کوله مرګ دي وي په ګوډاګۍ اداره او ګوډاګيانو نعرې يې وهلې.
اربکيانو او د کابل ادارې نورو امنيت ساتونکو وحشیانو د هيواد په ګوټ ګوټ کې د ملکي او بې دفاع خلکو په عامه ځورونه لاس پورې کړی چې هره ورځ خلک وژني، د خلکو عزت لوټي، دخلکو مالونه چور کوي، خلکوته شکنجه ورکوي او يوځل بيا يي د شراوفساد د زمانې وحشتونه او جنایات پيل کړي دي.
2014-02-17
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0