ساعت 19:6 |
بازدید : 721 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
تازه خبرونه دوهمه برخه ٹول يوځای ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په تورلست کې زمونږ دمجاهدینو داخلول د امریکا په پوځي ناکامي دلالت کوي تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:32 لیکوال: ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: پیغامونه تیره ورځ یرغلګرو امریکایانو اعلان وکړ چې د اسلامي امارت مربوط دری تنه مجاهدین هر یو یحی (حقاني) مولوي سید الله او محمد عمر (ځدراڼ) يې په تورلست کې داخل کړل. موږ د امریکایانو د دغه بي تاثیره نمایشي بندیز د غندلو ترڅنګ هغه په پوځي ډګرکې د امریکايي شکست اوناکامي ترټولو ښکاره بیلګه بولو. ځکه دا ښکاره خبره ده چې د اسلامي مارت مربوط مجاهدین نه له امریکایانو سره کومې تجارتې اړیکې لري او نه په امریکايي سودي بانکونوکې کوم بانکي حسابونه، چې دا ډول نمایشي بندیزونه دې ورباندې تاثیر وکړي. حقیقت دادی چې امریکایانو په افغانستان کې پوځي ډګر بایللی او اوس غواړې چې دغه پوځي بایلود په بي ارزښته تبلیغاتي جګړه جبیره کړي. ماتي خوړلي امریکایان باید پوه شي چې داسلامي امارت مجاهدین د هغوئ د ا ډول بندیزونه د ځان ویاړ بولي او دکومو مجاهدینو نومونه چې څو کاله مخکي امریکایانو په تورلست کې شامل کړی ول هغوئ تر بل هرچاد یرغلګرو په مقابله کې ښه پوځي رول تر سره کړی او دښمن ته یې په پوځي ډګرکې سخته ضربه ورکړې ده. مونږ ویلای شو چې دا ډول بندیزونه زمونږ دمجاهدینو په جهادي عزائمو او فعالیتونو هیڅ ډول اغیز نه لري ، بلکې لایې دجهادي حوصلې اوثبات د ټینګښت لامل ګرځي. په پای کې دا یادونه هم ضروري بولو چي نوموړي دري واړه مجاهدین دافغانستان دخوست او پکتیکاولایتونو اوسیدونکي دي اوهغه راپورونه غلط دي چي ځیني یې دپاکستان هیواد مربوط بللي و. والسلام د اسلامي امارت ويندوی ذبیح الله مجاهد ۱۴۳۵/۴/۶هـ ق ۱۳۹۲/۱۱/۱۷هـ ش ــ 2014/2/6م ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ کونړ : وټه پورکې بيس تر بريد لاندي راغی تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:48 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6 د کونړ ولايت له وټه پور ولسوالۍ نه ترلاسه شوی خبر وايي د مناګي په سيمه کې د اجيري رادو په بيس د سپکو او درنو وسلو بريد ترسره شو. د خبري سرچينې د خبر په حواله په بيس نن ماسپښين خواوشا 1 بجه بريد وشو چې تر ډېره يې دوام وکړ. په بريد کې دښمن ته د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. 2014-02-06 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ بادغیس : جوندکې یواربکی له وسلې سره ژوندی ونیول شو تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 18:31 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3 دبادغیس ولایت له جوندولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار دیادي ولسوالۍ په مربوطاتوکې یوتن اربکی له وسلې سره دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه پایله کې ژوندی ونیول شو نوموړی اربکی ترخوندي سیموپوري رسول شوی چې شرعي محکمه به یې برخلیک ټاکي 2014/2/6 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ، هلمند: ګرشک کې شوبله تخریب 3 عســــکرووژل شول تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 18:29 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3 دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې داجیردښمن یوه شوبله ویجاړه شوه له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون ماسپښین شاوخوا یوه بجه ددي ولسوالۍ اړوند دسیدانو په سیمه کې دکندهارهرات سړک ته نږدي داجیري اردو په شوبله دخښ شوي ماین په مټ زوروره چاودنه ترسره شوه دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره درې تنه عسکرځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل شول 2014/2/6 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ زابل : شــــاجوی کې یواربکی قتل وسله یې غنیمت شوه تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 18:25 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7 دزابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یوتن اربکی ووژل شو له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : نن ماسپښین شاوخوا 2 بجې دشاجوی ولسوالۍ په بازارکې دجامع مخي ته دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه ترځ کې یوتن اربکی ځای په ځای ووژل شو له بریدوروسته مجاهدین دنوموړي له کلاشنکوف سره روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل 2014/2/6 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ کندهار: میــــــوندپه جګړ ه کې یواربکی ووژل شو تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 18:22 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3 دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې له اربکیانو سره سخته جګړه شوي له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون غرمه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دګرماوک دموشک په سیمه کې له اربکیانوسره ونښته جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې یوتن اربکی ځای په ځای قتل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول 2014/2/6 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ،،،ــــــــــــ ـ په امريكا كې د اكتوبر د مياشتې راهيسې د والګي د ساري ناروغۍ له امله ۴۱ تنه مړه شوي دي تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:57 لیکوال: عزت الله پیمان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 10 د هېواد په ۳۵ ايالتونو كې د ساري ناروغۍ نښې نښانې ليدل شوي دي چې پوهان وايي چې په راتلونكې ميلادي مياشت كې به دا ناروغي لا زياته پراختيا ومومي. د امريكا د ناروغيو د كنترول او مخنيوي د مركز د شمېرو له مخې تر اوسه پورې ۲ زره ۷۰۰ كسان د والګي د شكايت له امله روغتونونو ته مراجعه كړې ده چې ددې شمېر نيمايي برخه يې په وروستۍ اونۍ كې روغتونونو ته تللې ده. دا مركز خبر دارى وركوي چې د ۱۸ كلونو نه تر ۶۵ كلونو پورې عمر لرونكي كسان دې د والګي په وړاندې د ځانګړې پاملرنې نه كار واخلي. د شمالي كرولانيا په ايالت كې د والګي له امله د مړو شوو ۴۱ كسانو نه ۲۹ تنه يې ځوانان دي. ډاكټران اندېښنه لري چې په راتلونكو اونيو كې به ناروغي نوره هم پراختيا ومومي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ خوست : مرکزته څېرمه چاودني پوليس وواژه تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:49 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8 د خوست ولايت مرکزته نژدې سيمه کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني يو پوليس وژلی. چاودنه نن ماسپښين 1 بجه رامنځته شوه چې له امله يې ګڼ نور پوليس ټپيان شول. 2014-02-06 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ غزني : قره باغ کې 1 اربکی ووژل شو او وسله يې غنيمت شوه تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:48 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8 د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې په اربکيانو وسلوال بريد ترسره شو. خبر وايي بريد نن ماسپښين مهال 2 بجې په خالو خيل سيمه کې رامنځته شو چې په مهال يې يو اربکی ووژل شو. مجاهدينو د بريد په مهال 1 ميل پيکا او 1 کلاشنکوف له تجهيزاتو سره غنيمت کړي. 2014-02-06
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
ساعت 17:55 |
بازدید : 792 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
خوست : موسی خيل ولسوالۍ ودانۍ په هاوان وويشتل شوه تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 14:19 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1 د اسلامي امارت مجاهدينو د خوست ولايت د موسی خيل ولسوالۍ په ودانۍ د هاوان بريد ترسره کړ. د خبر له مخې د ولسوالۍ ودانۍ نن سهار مهال 8 بجې د هاوان په 5 مرميو دقيق وويشتل شوه چې له امله يې ودانۍ زيانمنه شوه او يو رېنجر موټر تخريب شو. 2014-02-06 خوست : موسی خيل ولسوالۍ ودانۍ په هاوان وويشتل شوه تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 14:19 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1 د اسلامي امارت مجاهدينو د خوست ولايت د موسی خيل ولسوالۍ په ودانۍ د هاوان بريد ترسره کړ. د خبر له مخې د ولسوالۍ ودانۍ نن سهار مهال 8 بجې د هاوان په 5 مرميو دقيق وويشتل شوه چې له امله يې ودانۍ زيانمنه شوه او يو رېنجر موټر تخريب شو. 2014-02-06 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ ننګرهار : چپرهار کې په ګوډاګيوعسکروماين وچاودېد تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 14:19 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1 د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ اردو په پلي ګزمه درنه چاودنه وشوه. چاودنه چې نن غرمه 10 نيمي بجې د خواجه صاحب هديرې ته نژدې رامنځته شوه له امله يې عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته خو سيمه محاصره ده او د وژل شويو کره شمېره نه ده څرګنده شوې. 2014-02-06 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ خوست : صبريو ولسوالۍ په ودانۍ کې چاودنه شوې تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 14:19 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1 د خوست ولايت له صبريو ولسوالۍ نه د ولسوالۍ په ودانۍ کې د درنې چاودني خبر ورکړل شو. خبر وايي بيګا ماښام مهال 6 نيمي بجې د ولسوالۍ ودانۍ په 8 نارنجکو وويشتل شو چې وروسته عسکر هغه ځای ته راغلل چې نارنجک ترې پير شوي وو او هلته يې د مجاهدينو له خوا له بارودو ډک موټرسايکل له ځان سره ولسوالۍ ته يووړ او هلته پرې انفجار شو. د چاودني له امله د ولسوالۍ ودانۍ تخريب شوې او عسکر ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې تر اوسه پورې نه ده څرګنده شوې. 2014-02-06 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ ننګرهار : نازيانو کې په سرحدي کنډک بريد وشو تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 10:53 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8 له ننګرهار ولايت نه مو په نازيانو ولسوالۍ کې په سرحدي کنډک د بريد خبر ترلاسه کړ. په خبر کې راغلي کنډک د ژي سر په سيمه کې موقعيت لري او بيګا شپه 12 بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغی. په بريد کې دښمن ته د اوښتو تلفاتو په اړه شواهد نه دي ترلاسه شوي. 2014-02-06 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ جلال ابادکې د سرحدي لوا په قومنداني ميزايل وارشول تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 10:53 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9 په جلال اباد کې مسؤل مجاهدين وايي چې د غوچکو په سيمه کې يې د شرقي زون د سرحدي لوا په لويه قومنداني يې 5 ميزايل وارکړل. ميزايل چې نن سهارمهال 6 نيمي بجې له يو خاص تکتيک نه په کار اخيستلو وتوغول شول د قومنداني په منځ کې ولګېدل. د بريد له امله دښمن ته دروند مالي او ځاني زيان اوښتی اما په اړه يې تر اوسه پوري دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي. 2014-02-06 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ ننګرهار : خو ګياڼو کې په پوسته بريد شوی تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 10:53 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7 د اسلامي امارت مجاهدينو د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د دښمن په پوسته بريد ترسره کړ. د راکړل شوي خبر له مخې پوسته چې د مملي په کنډو سيمه کې واقع ده بيګا ماخستن 8 بجې پرې د مجاهدينو له خوا بريد وشو چې پکې مېشتو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته. 2014-02-06 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ بدخشان : جرم کې د دښمن تعرضي بريد په شاوتمبول شو تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 10:52 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7 له بدخشان ولايت نه مو په جرم ولسوالۍ کې د دښمن له عسکرو سره د درنې جګړي خبر ترلاسه کړ. په خبر کې راغلي جګړه تېره ورځ مازديګر 5 بجې په يباب سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې اربکیانو او پوليسو په مجاهدينو تعرضي بريد وکړ. خبر کاږي جګړه ترډېره وغځېده او په پای کې يې عسکر له سیمي نه په تېښته بريالي شول، په جګړه کې 2 پوليس ټپيان شوي دي. د دښمن په متقابلو ډزو کې داسلامي امارت يو مجاهد ټپي شوی. 2014-02-06 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ ننګرهار : شيوه کې د انتخاباتي کمپاين په موټرچاونه شوې تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 10:52 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8 له ننګرهار ولايت نه مو خبر ترلاسه کړچې په شيوه ولسوالۍ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له پاره انتخاباتي کمپاين کونکو په موټر چاودنه شوې. چاودنه تېره ورځ مازديګر 4 نيمي بجې په ياسين بابا سيمه کې د عبدالرحمن د معاون په موټر وشوه چې له امله يې 4 تنه کمپاين کونکي او په خپله د عبدالرحمن معاون ټپيان او موټر هم تخريب شو. 2014-02-06 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـ هلمند: نوزادکې شوبله تخریب ۴ عسکر پکې ووژل شول تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 10:01 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8 دهلمندولایت په نوزادولسوالۍ کې داجیردښمن یوه شوبله دماین ښکارشوه له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : وړمه ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې دیادي ولسوالۍ بازارته نږدي دسورکانو په سیمه کې داجیري اردو یوه شوبله دخښ شوي ماین په مټ والوزول شوه دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره څلورتنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول 2014/2/6 ـــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــ ـ هلمند: ګرشک کې ۲ پولیس قتل رینجریې تخریب شو تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 09:57 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10 دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په اجیروپولیسو وسلوال بریدترسره شو له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدوړمه ورځ ماسپښین شاوخوا یوه بجه دیادي ولسوالۍا ړوند دنهرسراج دسره شاخ په سیمه کې داجیروپولیسو په رینجرموټر دمجاهدینوله لوري دیوه کمین په ترځ کې ترسره شو بریدچې نیم ساعت یې دوام وکړ په پایله کې یې رینجرتخریب اوپکې سپاره دوه تنه پولیس ځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو 2014/2/6 ــــ
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
ساعت 19:37 |
بازدید : 68753 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
ننګرهار : غني خيل کې په ټانګ چاودني 2 عسکر وژلي تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:39 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 د اسلامي امارت مجاهدينو د ننګرهار ولايت په غني خيل ولسوالۍ کې د اجيري اردو زغروال ټانګ په ماين والوزاوه. د خبر په حواله د اجيري اردو کاروان نن غرمه خواوشا 12 نيمي بجې په ۲۴مه وياله سيمه کې د تېرېدو په حال کې وو چې په يو ټانګ يې د سرک د غاړي ماين وچاودېد او پوره يې تخريب کړ. د عيني شاهدانو له قراره د چاودني له امله په ټانګ کې 2 عسکر وژل شوي او 4 نور سخت ژوبل دي. 2014-02-05 ننګرهار : غني خيل کې په ټانګ چاودني 2 عسکر وژلي تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:39 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 د اسلامي امارت مجاهدينو د ننګرهار ولايت په غني خيل ولسوالۍ کې د اجيري اردو زغروال ټانګ په ماين والوزاوه. د خبر په حواله د اجيري اردو کاروان نن غرمه خواوشا 12 نيمي بجې په ۲۴مه وياله سيمه کې د تېرېدو په حال کې وو چې په يو ټانګ يې د سرک د غاړي ماين وچاودېد او پوره يې تخريب کړ. د عيني شاهدانو له قراره د چاودني له امله په ټانګ کې 2 عسکر وژل شوي او 4 نور سخت ژوبل دي. 2014-02-05 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کونړ : نورګل کې په ګزمه بريد، 2 عسکر وژل شوي تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:39 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 له کونړ ولايت نه مو مسؤل مجاهدين خبروي چې د نورګل ولسوالۍ په پتن سیمه کې يې د اجيري اردو په ګزمه وسلوال بريد کړی. خبر کاږي عسکر نن مازديګر 4 بجې په سيمه کې په ګزمه بوخت وو چې تر بريد لاندي راغلل. د بريد په مهال 2 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او بل سخت ټپي شو. 2014-02-05 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ برکي برک کې د دښمن په مرکز بريد شوی تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:38 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 په لوګر ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي د برکي برک ولسوالۍ په چهل سيمه کې يې د اجيري اردو په مرکز وسلوال بريد ترسره کړ. خبر وايي په مرکز نن غرمه 11 بجې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې تر ډېره يې دوام وکړ، د بريد له امله 2 عسکر ټپيان شوي. 2014-02-05 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ميدان وردګ : نرخ کې په پوسته بريد ترسره شو تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:38 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 د ميدان وردګ ولايت له نرخ ولسوالۍ نه مو د پوليسو په پوسته د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ. په ترلاسه شوي خبر کې ويل شوي پوسته چې په حيات کلي کې واقع ده تېره ورځ ماښام 6 بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله. عيني شاهدان وايي د برید په مهال 2 پوليس ژوبل شوي دي. 2014-02-05 ــــــــــــــــــــــ ـ ـ ــــــــــــــــــــ کونړ : ناړۍ کې پوسته تر بريد لاندي راغله تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:38 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ په نانګل سيمه کې د اربکيانو په پوسته د بريد خبر ورکړل شو. په خبر کې راغلي په پوسته نن مازديګر 4 بجې بريد وشو چې نيم ساعت يې دوم وکړ. په بريد کې 1 اربکی وژل شوی او ودانۍ هم زيانمنه شوې ده. 2014-02-05 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کونړ : ناړۍ کې پوسته تر بريد لاندي راغله تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:38 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ په نانګل سيمه کې د اربکيانو په پوسته د بريد خبر ورکړل شو. په خبر کې راغلي په پوسته نن مازديګر 4 بجې بريد وشو چې نيم ساعت يې دوم وکړ. په بريد کې 1 اربکی وژل شوی او ودانۍ هم زيانمنه شوې ده. 2014-02-05 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لوګرمرکزته څېرمه 2 عسکر وژل شوي تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:37 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2 د لوګر ولايت مرکز پل علم ته نژدې سيمه کې د اجيري اردو په پلي ګزمه وسلوال بريد ترسره شو. بريد چې نن مازديګر مهال 5 بجې د پادخواب په باغينات سيمه کې رامنځته شو په مهال يې 2 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ نور ټپيان شول. 2014-02-05 ـــــــــــــــــ ـــــ ــــــــــــــــــــــ ننګرهار : خوګياڼوکې په پوسته بريد، 1 پوليس ووژل شو تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:37 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1 د اسلامي امارت مجاهدينو د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د پوليسو په پوسته وسلوال بريد ترسره کړ. پوسته په وزيرو تنګي سيمه کې واقع ده او تېره ورځ غرمه 12 بجې پرې د مجاهدينو له خوا بريد وشو. په بريد کې 1 پوليس وژل شوی او بل ټپي شوی دی، له دې علاوه د پوستې ودانۍ هم زيانمنه شوې. 2014-02-05 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ننګرهار : خوګياڼوکې په پوسته بريد، 1 پوليس ووژل شو تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:37 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1 د اسلامي امارت مجاهدينو د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د پوليسو په پوسته وسلوال بريد ترسره کړ. پوسته په وزيرو تنګي سيمه کې واقع ده او تېره ورځ غرمه 12 بجې پرې د مجاهدينو له خوا بريد وشو. په بريد کې 1 پوليس وژل شوی او بل ټپي شوی دی، له دې علاوه د پوستې ودانۍ هم زيانمنه شوې. 2014-02-05 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هلمند: سنګین کې یوپولیس مجاهدینوسره یوځای شو تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:05 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3 دهلمندولایت له سنګین ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار ۷ بجې ددي ولسوالۍ اړونددګارو دپوستي یوتن پولیس دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شو پولیس چې محمدنسیم نومیږي دنورمحمدزوی ددي ولایت دناوې ولسوالۍ اوسیدونکی دی نوموړي له ځان سره یوکلاشنکوف اویوه چانټه هم ترمجاهدینوپوري راورسول 2014/2/5 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هلمند: نهرسراج کې شوبله تخریب۵عسکرمړه اوژوبل شول تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:06 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3 دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې داجیردښمن یوه شوبله دماین ښکارشوه له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه وړمه ورځ مازدیګرمهال دیادي ولسوالۍ اړوند دنهرسراج دیخچال په سیمه کې دناصرانو له کلي سره داجیردښمن په شوبله دخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره پنځه تنه عسکروته مرګ ژوبله واوښته 2014/2/5 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هلمند: نهرسراج کې شوبله تخریب۵عسکرمړه اوژوبل شول تفصيل نېټه: چار شنبه, 05 فروري 2014 19:06 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3 دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې داجیردښمن یوه شوبله دماین ښکارشوه له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه وړمه ورځ مازدیګرمهال دیادي ولسوالۍ اړوند دنهرسراج دیخچال په سیمه کې دناصرانو له کلي سره داجیردښمن په شوبله دخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره پنځه تنه عسکروته مرګ ژوبله واوښته 2014/2/5
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 22
|
تعداد امتیازدهندگان : 8
|
مجموع امتیاز : 8
ساعت 18:8 |
بازدید : 1090 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
لیکوال: لیکنه : عبدالرؤف حکمت بـــــرخه: شهیدان كـــتني: 66 پیدایښت او د ژوند ابتدائي حالات مولوي محمد جان ( مخلص ) چې په مولوي احمدجان یې هم شهرت درلود د حاجي عبدالرؤف زوی له نن څخه ۴۳ کاله پخوا په ۱۳۹۲ هـ ق کال چې ۱۳۴۹ هجري شمسي سره سمون خوري ، په خپل اصلي ټاټوبي د غزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ دبرلې په کلي کې په یوه دینداره او جهادپاله کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې . نوموړی چې په یوه دین پالونکي خاندان کې زیږیدلی وو ، له ډیر کوچنیوالي دخپلې کورنۍ له خوا دیني زده کړو ته سوق کړای شو ، او دخپل کلي دمسجد له ملاامام څخه یې ابتدائي دیني تعلیمات پیل کړل . نوموړي چې په خپله سیمه کې یي ابتدایي زده کړې له خپل استاذ مولوي عبدالحی یزداني صاحب څخه ترسره کړې د پنځلس کلنۍ عمر ته په رسیدو دعلم دترلاسه کولو په تکل دپاکستان قبایلي سیمې ته په سفر لاړ ، او دجنوبي وزیرستان د واڼه د کړیکوټ په سیمه کې په تعلیم القرآن مدرسه کې یې دیني زده کړې پیل کړې ، په دې مدرسه کې له څه مهال درس ویلو وروسته دجنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې د شهید قاري آقا محمد غزنوي مدرسې دارالعلوم المجاهد ته لاړ ، ۱۳۶۶ هـ ش کال کې د ډیره اسماعیل خان مظهرالعلوم مدرسې ته لاړ چې له هغه وروسته یي دهنګو ضلعې په توره وړۍ سیمه کې تعلیم القران مدرسه کي څه مهال درس ووایه ، په همدې مدرسه کې له څه مهال درس ویلو وروسته په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې په شمالي وزیرستان میرانشا کې دستر جهادي قائد مولوی جلال الدین حقاني صاحب مدرسې جامعه منبع العلوم ته داخل شو ، او له همدې ځایه یې جهادي ژوند هم پیل شو . د کمونیزم په خلاف جهاد د کمونیزم په خلاف دجهاد په مهال مولوي محمدجان چې دغه وخت نوی ځوان وو ، په لوموړي ځل دخوست په ولایت کې په جهادي تعرضونو کې برخه واخیسته ، نوموړی به دحقاني صاحب له مدرسې څخه له نورو مجاهدو طالبانو سره یوځای دخوست ولایت مختلفو جبهاتو ته تلو او په جهادي عملیاتو کې یې برخه اخیسته ، چې له عملیاتو وروسته به د خوست ولایت مربوط د بړي په سیمه کې دحقاني صاحب په مشهور جهادي غونډ کې میشت وو . دحقاني صاحب په مشرۍ دخوست ولایت د فتحې ۱۷ ورځنۍ معرکه چې دکمونیزم ضد جهاد دمهال مهمه کارنامه بلل کیږي ، مولوي محمدجان صاحب په دې معرکه کې ګډون درلود او کله چې خوست ښار فتحه شو او حقاني صاحب د پکتیا په مرکز ګردیز باندې تعرضونه پیل کړل ، مولوي محمدجان صاحب د ګردیز ښار ته څیرمه دمهلن په سیمه کې دحقاني صاحب په جهادي قرارګاه کې میشت شو ، نوموړي دحقاني صاحب په جهادي تشکیلاتو کې ترهغه مهاله جهاد ته ادامه ورکړه ، ترڅو په بشپړه توګه دکمونیزم کمپله ټوله شوه اوکمونیستي رژیم وپرځیده . تنظیمي دوره او له بیت المال څخه دفاع د مولوي محمدجان صاحب یو نږدې ملګری قاري ضعیف وایي چې دګردیز له نیولو وروسته مولوي محمدجان صاحب سره له خپلو ملګرو دګردیز ښار دبریښنا په ریاست کې میشت شو ، دا مهال دخپلسرو وسله والو او تنظیمي تالانګرو لخوا په عامه تاسیساتو چور ګډ وو ، او ټول دولتي تاسیسات او امکانات یې له مخې چور کول او ولجه کول ، په دې مهال دبې جلبه ټوپکوالو او مسلحو غلو وضعیت داسې وو چې په اسانۍ یې هیچا مخ نه شوای نیولی ، خو مولوي محمدجان صاحب دخپل جرأت او میړانې په برکت وتوانید چې دخپلې ورسپارل شوې او شاوخوا ودانیو امنیت وساتي او له چورچپاول څخه یې بچ کړي . قاري ضعیف وایي په ګردیز کې زموږ دریاست له څنګ سره د ګردیز دفوائد عامې ریاست وو چې ګڼ شمیر حکومتي موټر او وسایط په کې ولاړ وو ، چې تردې مهاله دچپاولګرو لاس نه وو ورته رسیدلی ، یوه ورځ څه ګورو چې د بې جلبه وسلوالو له ډلې څخه یو تن دې ودانۍ ته راغلی دی ، او غوښتل یې چې دغه ودانۍ قبضه او وسایط یې لوټ کړي ، کله چې مولوي محمدجان صاحب دغه ټوپکمار لیدلی ، نو ورغلی دی او له ترټلو وروسته یې له دې ځایه پسې اخیستی دی . لږ شیبه وروسته په ګڼ شمیر کې ټوپکماران چې په غلا او لوټ کې یې شهرت درلود زموږ دریاست مخې ته راغلل ، او غوښتل یې چې له موږ سره خبره سپینه کړي . قاري ضعیف وایي زه داسې مهال له بریښنا ریاست نه ورووتلم ، چې مولوي محمد جان په داسې حال کې چې راکټ ته یې مرمۍ ورتېره کړې ده ، له یوه ډله ټوپکمارو سره په جنجال اخته دی ، او ورته وایي چې که بیرته لاړ نه شي نو له خطر سره به مخامخ شي ، ددغو کسان مشر ویل چې موږ ته نورو خلکو وویل چې په دې ریاست کې طالبان اوسي طالبان ډیر ښه خلک دي او ورشئ په نرمه خبره ورسره خلاصه کړئ ، خو مولوي محمدجان خبره ورغبرګه کړه او ورته ویي ویل چې هرچا درته ویلي چې طالبان ښه خلک دي بد یې کړي دي ، موږ دبیت المال دساتنې په مسئله کې ډیر بې لحاظه خلک یو ، او هیچا ته اجازه نه شو ورکولای چې عامه شتمنۍ لوټ کړي. دغه کسان چې له شکل او کردار څخه غله او لوټماران ښکاریدل ویل یې چې دملي محاذ له تنظیم سره تعلق لرو او غواړو د فواید عامې په ریاست کې پوسته جوړه کړو ، مولوي محمدجان ورته وویل چې په کومه لار راغلي یئ بیرته په هماغه لار لاړ شئ ، او اجازه نشته چې د نورو سیمو غوندې دغه محفوظ پاته ځای هم لوټ کړئ ، کله چې دې شوکمارانو دمولوي محمدجان صاحب جدیت ولید ، نو بیرته لاړل او په دې توګه مولوي صاحب په خپل جرأت سره دبیت المال له سرمایي څخه دفاع وکړه . له خپل جهادي مقتدا او مشر حقاني صاحب حفظه الله سره یې دائمي مصاحبت شهید مولویصاحب محمد جان ته الله تعالی په نورو سعادتونو سر بیره د ډیروخت لپاره د خپل جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني حفظه الله د مصاحبت او ملګر تیا ویاړ هم ورپه برخه کړی وه . نوموړی د خوست او ګر دیز له فتحو وروسته له حقاني صاحب سره يو ځای او د هغه په ټولو مجالسوکې یې د امین السر په حیث ګډون درلود. په کابل کې د تنظیمي جګړو په مهال نوموړی له حقاني صاحب سره په ټولو هغو هلو ځلو کې مل پاتې شوی کومې چې جناب حقاني صاحب د تنظیمي جګړه مارانو(رباني ، سیاف ، حکمتیار ) تر منځ دسولې او یووالې په خاطر کولې. همدا راز په هغو مجالسوکې هم له حقاني صاحب سره یوځای پاتې شوی چې حقاني صاحب د ځینو بهرنیو (عربي) هیوادونو له مشرانوسره تر سره کړي . دا چې مولویصاحب محمد جان ، جناب حقاني صاحب ته د ډیر با اعتماده شخص حیث درلود ، نو حقاني صاحب هم غوښتل چې په تربیوي شکل مولویصاحب په خپلو ټولو مجالسو کې له ځانه سره ملګري کړي ، تر څو هغه هم په راتلونکي کې د هیواد د قضایاوو په اړه د حقاني صاحب له مصاحبت او ملتیا څخه په تأثر سره د یوه تجربه لرونکي ، معلوماتي او مجرب شخصیت په توګه وروزل شي. هماغه وه چې الله تعالی مولوي صاحب محمد جان ته د حقاني صاحب د همدې نیکې او صالحې تر بیې له برکته دمسلمانانو په خپل منځي اصلاح او جهادي لیکوته دهغوئ په رابللوکې کې داسې استعداد ورپه برخه کړی وه چې دهیواد دجنوبي زون د قومونو اکثره لاینحله شخړې به د ده د مصلحانه هلو ځلو په برکت حل کیدې او هغوئ متنازعو خلګوبه د ورڼو په څیر یو له بل سره د اخوت ژوند غوره کاوه مولویصاحب محمد جان له حقاني صاحب سره د خپل مصاحبت او له یوه عربي هیأت سره دحقاني صاحب د ځانګړي ملاقات یوه واقعه دا سې بیان کړې : د ۲۰۰۱ کال په لومړیوکې د متحده عرب امارتو یو لوړ پوړی هیأت له حقاني صاحب سره د ملاقات لپاره راغلی وه . د دغه وفد مشري هم د متحده عرب اماراتو دحاکمې کورنۍ یوه لوړ رتبه چارواکې کوله . یاد وفد ته د امریکایانو لخوا دستور ورکړل شوی وه چې د هغوئ په غیر مستقیم استازیتوب دي د امریکایانو ځینې مطالبې له حقانې صاحب سره شریکې کړي او له نوموړي څخه يي هیله لرله چې دغه مطالبې یې د امارت مشرتابه ته ورسوي . د وفد غوښتنه دا وه چې د ځینو پخوانیو عرب مجاهدینو په اړه دې امارت په خپل موقف تجدید نظر وکړي . حقاني صاحب د عربي وفد د خبرو په اوریدو نهایت متأثره او هغوئ ته یې په ځواب کې وویل: د د غې موضوع په اړه د اسلامي امارت موقف په یوه شرعي اصل بناء دی او هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه مبارک حدیث دی چې جليل القدر صحابي حضرت ابن عمر رضي الله عنه داسې روايت كړی: عن ابن عمر - رضي الله عنهما - أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: " المسلم أخو المسلم، لا يظلمه ولا يسلمه من كان في حاجة أخيه: كان الله في حاجته، ومن فرج عن مسلم كربة فرج الله عنه بها كربة من كرب يوم القيامة، ومن ستر مسلماً ستره الله يوم القيامة" متفق عليه [379]. نو د دغه مبارک حدیث د مفهوم په مقابل کې د یوه مسلمان هیواد د غړیو په توګه تاسو څه نظر لرئ چې مونږ د هغه په وړاندې څه ډول موقف غوره کړو؟ هماغه وه چې راغلی وفد د حقاني صاحب د ځواب په مقابل کې لا ځوابه او نوریې خپل مجلس ته خاتمه ورکړه . شهید مولوي محمد جان صاحب نورهم د حقاني صاحب په نورو ګڼو مجالسو او هغو غونډو کې ګډون درلود چې نوموړي به دهیواد داړونده قضایاوو په اړه له سیاسي او جهادي شخصیتونو او چارواکوسره لرل ، نوموړی به په ډیر غور او دقت د هرمجلس پایلې څارلې او له هغو څخه به یې نوي معلومات او نویې تجربي حاصلولې. د طالبانوپه تحریک کې شمولیت او خدمت د کمونیزم په خلاف دجهاد له انتهاء وروسته مولوي صاحب یوځل بیا خپلو دیني زده کړو ته اوږه ورکړه او هغه مهال چې دطالبانو اسلامي تحریک دکابل څنډو ته رسیده نوموړی دخیبر پښتونخوا دهنګو ضلعې د زرګري په مدرسه جامعه اسلامیه کې دنبوي احادیثو په دوره بوخت وو ، نوموړي په همدې کال دهمدې مدرسې له شیخ الحدیث دحسین احمدمدني صاحب شاګرد ( مرحوم شیخ بهره مند صاحب ) څخه داحادیثو اجازه ترلاسه کړه ، او هیواد ته په ستنیدو یې داسلامي تحریک په صفوفو کې خدمت پیل کړ . مولوي محمدجان له فراغت وروسته څه موده دخوست ولایت په مټاچینه سیمه کې دمشهورې دیني مدرسې دنظامت دنده ترسر کړه او بیا دطالبانو داسلامي تحریک جهادي صفوفو ته لاړ چې په دې جهادي ژوند کې دکابل او دشمال دفتوحاتو غوندې په سترو فتحو کې یې شرکت وکړ، دبلخ ولایت له فتحې وروسته یې څه موده دبلخ ولسوالۍ د ولسوال په حیث دنده اجراء کړه ، او وروسته یې دلغمان ولایت دکفیل په حیث دندې ته ادامه ورکړه ، چې په لغمان کې د وظیفې په مهال به ډیره موده د دولت شاه په ولسوالۍ کې په جهادي دنده بوخت وو ، چې په دې سیمه کې یې خورا تاریخي استقامت وکړ او ددښمن ګڼې حملې یې په شا وتمبولې . دکابل دشمال په جنګي خطوطو کې مولوي محمدجان صاحب ډیره موده دحقاني صاحب دملګرو مجاهدینو سرپرستې هم کوله او ترهغه مهاله یې په جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته ترڅو دامریکا په مشرۍ غربي کفارو دافغانستان په پاکه خاوره یرغل وکړ . دا مریکا په خلاف جهاد دامریکایانو له یرغل وروسته کله چې په پلازمینه کابل دطالبانو واکمني پای ته ورسید مولوي محمدجان صاحب هم دنورو طالبانو غوندې خپلې اصلي سیمې د غزني قره باغ ته لاړ ، هغه مهال چې امریکایي یرغل تازه دمی وو ، نوموړي څو ځله پکتیا او کندهار ته سفرونه وکړل ، دغه مهال په مسلسله توګه له ستر جهادي قائد حقاني صاحب سره په رابطه کې وو ، او هدایات یې ترې اخیستل دغه راز یې دحقاني صاحب یو مهم پیغام هم په کندهار کې دامارت نورو مشرانو ته ورساوو . دیرغل په لومړي کال له سقوط نه څه موده وروسته چې د افغانستان دنورو سیمو غوندې دغزني قره باغ ولسوالي هم د ټوپکیانو تر واک لاندې راغلې وه ، مولوي صاحب په لومړي ځل خپل نږدې ملګري راټول کړل ، او دجهادي عملیاتو دپروګرام جوړولو په اړه یې ورسره مشورې پیل کړې ، ددې غونډې په سبا دمولوي صاحب یو نږدې ملګری معاون حقمل صاحب دمحلي حکومتي ټوپکیانو لخوا ونیول شو، خو مولوي صاحب په ډیر جرأت سره د ټوپکیانو قرارګاه ته ورغی او خپل ملګری یې ترې راخلاص کړ . له دې وروسته مولوي صاحب له خپلې سیمې لاړ او دحقاني صاحب په جهادي تشکیلاتو کې یې خدمت پیل کړ ، نوموړي دامهال دپکتیا ، پکتیکا او خوست په سرحدي سیمو کې په ډيرو هغو جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته ، چې دروان جهاد لومړني تعرضي عملیات بلل کیږي ، ددې عملیاتو په مهال دامریکایانو سرحدي قرارګاوې بیا بیا دمجاهدینو تر درنو بریدونو لاندې راغلي ، او همیشه ورته درانه تلفات اوښتل . مولوي طلحه او مولوي نوید چې له مولوی صاحب سره یې په همدې مرحله کې جهادي ملګرتیا کړې ده وایي ( دامریکایي یرغل په لومړیو کلونو کې موږ چې ۲۵ تنه ملګري وو دمولوي صاحب محمدجان په مشرۍ مو دخوست په سرحدي سیمه پین او بیا په ببره خوله سیمه کې خفیه مرکزونه درلودل ، او له همدې ځایه مو دخوست په ولایت کې په مختلفو سیمو کې په امریکایي قرارګاوو باندې عملیات ترسره کول ، له دې جملې هغه دسکربیست عملیات دیادولو وړ دي چې وخت په وخت دخوست دصحراباغ په هوایي مرکز ترسره کیدل ، دغه راز دمولوي صاحب محمدجان په مشرۍ ملګرو له نورو مجاهدینو سره یوځای د ترخوبي ، ژوره ، کاریزګي ، لواړه او په ځینو نورو امریکایي قرارګاوو هم بریدونه ترسره کول . مولوي صاحب محمدجان له هغه مهاله بیا دشهادت ترنیټي پورې دیوه وفادار او نه ستړي کیدونکي مجاهد په حیث دجناب حقاني صاحب سره دهیواد په جنوب ختیځ زون کې جهادي خدمت ته ادامه ورکړه ، نوموړی دحقاني صاحب له لوړرتبه او اعتمادی مشرانو ملګرو څخه وو ، چې نه یوازې یې نظامي کارونه سمبالول ، بلکې ملکي ، اداري ، دعوت او ارشاد د اولسي مشکلاتو دحل او فصل په چارو کې یې هم فعاله ونډه اخیستله ، او حتی ډیر ځله یې په غونډو او لیدنو کتنو کې دحقاني صاحب په نمایندګۍ برخه اخیسته ، په ۲۰۱۱ م کال کې نوموړي دحج مبارکه فریضه هم ترسره کړه . شهید مولوي صاحب محمدجان که له یوې خوا دحقاني صاحب به جهادي جبهاتو کې دنده ترسره کوله ، بله خوا یي په خپله سیمه دغزني په قره باغ کې هم یوه فعاله جهادي دلګۍ درلوده ، چې اوس هم په پوره متانت خپل جهادي خدمت ته ادامه ورکوي . مولوي محمدجان صاحب دخپل دې جهادي ژوندپه مهال دری ځله ددښمن لخوا ونیول شو ، چې په لومړي ځل یې شپږ میاشتې ، په دوهم ځل دوه میاشتې او په دریم ځل یې اتلس میاشتې بندیخانه تېره کړه . مولوي محمد جان په دې وروستیو کې دخوست ولایت دجهادي مسؤل په حیث ټاکل شوی وو ، نوموړی د ۲۰۱۳ م کال د نومبرپه شلمه چې د ۱۴۳۵ هـ ق کال د محرم له ۱۷ مې سره سمون خوري ، هغه مهال په شهادت ورسیده ، کله چې قبایلي سیمې ته څیرمه د کورمې دسیند په غاړه د ټنډورو په نامه کلي کې په یوه مدرسه کې په ارام خوب ویده وو ، او ددښمن دبې پیلوټه الوتکې دبرید ښکار شو . د نوموړي جسد دشمالي وزیرستان په میرانشاه دفدایي مجاهدینو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو . انا لله وانا الیه راجعون څرنګه چې مولوي صاحب دخپلې سیمې په عامو خلکو کې ژور محبوبیت درلود دغزني په قره باغ کې ولسي خلکو دنوموړي روح ته د دعاء په مناسبت ستر مراسم جوړ کړل او دنوموړي یاد یې ولمانځه . له شهید مولوي محمدجان څخه د کشرورور اوخوږې مور په شمول یوه میرمن او شپږ اولادونه پاته دي ، چې دزامنو نومونه یې محمد رفیق ، محمد ، احمد او محمد عمر دي . د مولوي محمدجان صاحب دشخصیت په اړه مخکې له دې چې د شهید مولوي محمدجان صاحب دشخصیت په اړه دنوموړي دنږدې ملګرو تأثرات درسره شریک کړم ددې ژوندلیک مرتبغواړم دمولوي صاحب سره دخپلې لومړنۍ او وروستنۍ لیدنې خاطره درسره شریکه کړم . څلور پنځه کاله وړاندې هغه مهال چې دامریکایانو په یوه ظالمانه بمبار کې د مولوي جلال الدین حقاني صاحب دکورنۍ ځیني کسان شهیدان شوي وو ، له څو تنو مجاهدینو سره دهمدې شهیدانو دفاتحه خوانۍ لپاره لاړم ، کله چې دحقاني صاحب د ملګرو ځای ته ورسیدم ، نو دفاتحې په مجلس کې خپله دحقاني صاحب دکورنۍ څوک نه وو ، خو په مجلس کې یو دقوي مټو خاوند ځوان ناست وو ، چې دمیلمنو میزباني یې کوله . ملګرو رامعرفي کړ ، چې همدا مولوي محمدجان صاحب دی ، چې دحقاني صاحب له نږدې او مشرانو ملګرو څخه دی ، دهمدې مجلس ملګري چې دحقاني صاحب دکورنۍ په شهیدانو یې ډیر زړونه غمجن وو ، لږ شیبه وروسته دمولوي صاحب محمدجان په احساس پاروونکو خبرو او وعظ باندې داسې مطمئن شول ، چې د ټولو له زړونو څخه غمونه وڅنډل شول . مولوي صاحب په خپلو لنډو خبرو کې چې دټول مجلس توجه یې جلب کړه ، د شهادت فلسفه بیان کړه او ویې ویل بایدپه دې شهادتونو سره دالله تعالی شکر اداء کړو چې دالله ددین دساتنې لپاره دومره قربانۍ ته اماده مجاهدین لرو ، ده وویل دامریکاخلاف دجهاد په لومړیو شپو کې موږ دومره مجاهدین نلرل لکه اوس چې شهیدان لرو ، معلومه خبره ده چې الله تعالی دشهیدانو وینه نه ده ضایعه کړې بلکې همیشه یې دهمدې وینو په برکت دجهاد صف قوي کړی او د مجاهدینو شمیر زیات شوی دی ، په هماغه مجلس کې ما ولیدل چې مولوي صاحب یو له ایمانه ډک ، باعزمه او متوکل علی الله مجاهد دی ، چې الله تعالی له امتحاني حالاتو سره دمقابلې لوی استعداد ورکړی وو . هغه مجاهدین چې له مولوي صاحب سره یې نږدې وخت تیر کړی وایي ، چې مولوي صاحب ته الله تعالی په ښه علم سربیره تقوی ، دیانت ، زړه ورتیا او جرأت هم ورکړی وو ، او په هیڅ حالاتو کې یې عزم نه ماتیده . داسلامي امارت دفرهنګي چارو دکمیسیون مرستیال وایي ( ما یوازې څو ځله مولوي صاحب محمدجان په ځینو غونډو او مجالسو کې لیدلی وو ، خو په نوموړي کې مې دهوښیارۍ ، تدبر ، پاخه عزم او اخلاص خورا ډير اثار لیدلي وو ، نوموړي په جهادي صف کې خورا ستر کردار اداء کاوو الله تعالی دې دده شهادت قبول کړي . داسلامي امارت وتلی ترانه خوان او مجاهد شخصیت ملافقیرمحمد درویش دمولوي صاحب محمدجان په اړه وایي : مولوي صاحب چې ما ورسره نږدې تعارف درلود خورا مخلص او مشفق جهادي مشر وو ، دخوشطبعۍ خورا ښه مزاج یي درلود ، او که به یې نصیحت یا غوسه کوله هم دخوشطبعۍ رنګ به په کې ظاهر وو ، نوموړي له حقاني صاحب سره اوږده جهادي ملګرتیا درلود او د هغه دخورا نږدې او اعتمادي ملګرو څخه وو. نوموړي دژوند ترپایه دجهاد لاره په خورا لوړه حوصله وپاللـه ، دده ملګري وایي چې مولوي صاحب دشهادت خورا ارمانجن وو او تل یې دشهادت دعاګانې کولې ، څه موده وړاندې چې دنوموړي یو مشر جهادي ملګری مولوي محمدسنګین فاتح په امریکایي برید کې په شهادت ورسید ، مولوي صاحب محمد جان به ویل چې دشهادت وار زما وو ، خو مولوي سنګین راڅخه وار مخکې کړ ، چې له دې څخه شهادت ته دنوموړي تلوسه معلومیدله . مولوي صاحب دمجاهدینو په منځ کې په خیرخواهۍ مشهور وو او له اختلاف او نزاع نه یې خورا کرکه کیدله ، نوموړي لکه څرنګه چې داولسي شخړو او قومي جنجالونو په حل او فصل کې رول درلود دمجاهدینو نیکه تربیه او توجیه ته یې هم همیشه توجه کوله . دشهید مولوي صاحب ورور حاجي محمد رحیم وایي : مولوي صاحب محمدجان په جهادي شوق سربیره له دیني علومو سره هم ژوره علاقه درلوده ، نوموړي په خپله سیمه دقره باغ په برله کې د نصرت العلوم په نامه ددیني علومو یوه مدرسه جوړه کړه چې همدا اوس په کې ۵۵ تنه لیلیه او سلګونه تنه نهاري طالب العلمان زده کړي کوي . سره له دې چې مولوي صاحب په شهادت سره جسما زموږ له منځه تللی دی ، خو دنوموړي خوږې خاطرې ، کارنامې او یادونه به ترډيره دمجاهدینو په زړونو او دتاریخ په پاڼو کې خوندی وي ، نوموړي دصدقه جاریه په توګه دطالبانو او مجاهدینو یو داسې صف ترشا پرې ایښی چې دنوموړي لاره تعقیبوي او په دې توګه دنوموړي په شهادت سره په جهادی صف کې خلا نه محسوسیږي . رحمه الله تعالی
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
ساعت 18:4 |
بازدید : 730 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
لیکوال: جاوید علي خېل بـــــرخه: نوري مقالې له څه مودې راهیسې دکابل ملي امنیت عمومي ریاست په خپل تشکیل کې د ( رواني او تبلیغاتي جنګ ریاست ) په نامه یو نوی تشکیل رامنځته کړی ، چې مشري یې دملي امنیت دپخواني ویاند لطف الله مشعل په غاړه ده . درواني جنګ دریاست وظیفه داده ترڅو دمجاهدینو په خلاف زهرجن تبلیغات وکړي او په خپلو دروغجنو افواهاتو سره دمجاهدینو په اړه عامه اذهان بدګمانه کړي . دلطف الله مشعل په مشرۍ درواني / تبلیغاتي جنګ دریاست دکار له پیلولو وروسته موږ دافغانستان په تبلیغاتي فضاء کې دداسې شرمیدلیو تبلیغاتو شاهدان پاته شوي یو چې شاید پخوا یې ساری نه وي لیدل شوی . ددې ریاست کار یوازې دادی ترڅو شرموونکې مصنوعې صحنې جوړې کړې اوپه توسط یې برحق مجاهدین بدنام کړي ، څرنګه چې لطف الله مشعل تردې وړاندې د لغمان والي پاته شوی وو ، نو دوړاندیني شناخت او نفوذ له امله یې پيل له لغمان څخه وکړ ، د نوموړي په امر دلغمان د ملي امنیت دکارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یوه ډله بندیانو ته په جبراو اکراه سره زنانه جامې ورواغوستل شوې او بیا دمیډیا عکاسان ورته راغوښتل شول ، ترڅو یې دوسله والو مخالفینو په نامه نړۍ ته وښيي . له دې وروسته کټ مټ همدغه برنامه په ننګرهار کې ترسره شوه ، چې دننګرهار دسرحدي ځواکونو قومندان هم په کې لاس درلود ، په دې پيښو کې یو شمیر کسان چې لاسونه یي تړل شوي وو ، په زنانه کالیو کې خبریالانو ته وښودل شول ، او ملي امنیت وویل چې دغه کسان طالبان دي ، مګر دطالبانو ویاند هرځل دغه ادعاء په مستندډول رد کړه ، او دایې دملي امنیت د کارکوونکوافتراء وبلله . جزا من جنس العمل دلطف الله مشعل ترڅنګ دملي امنیت پخوانی مشر اسدالله خالد هم ددا ډول ناوړه پروګرامونو په طراحۍ کې خورا فعال وو ، دوی د نړیوالې میډیا په مخکې داسې صحنې جوړولې چې حتی په جهاني سطحه یي دافغانستان حیثیت او آبرو ته زیان اړاوو ، چې دهمدغو تبلیغاتي ډرامو څخه یوه په زنانه کالیو کې دنارینه وو میډیاته وړاندې کول وو ترڅو په دې طریقه مجاهدین بدنام کړي . الله تعالی همیشه ظالمانو ته دهغوی دعمل په مقیاس سزا ورکوي ، اسدالله خالد چې نارینه یي دنیا ته دښځو په جامه کې ښودل او په دې ډول یې نارینه ښځې کول ، الله تعالی ددې ظالمانه عمل په مقابل کې همداسې بالمثل سزا ورکړه . په هغه برید کې چې په اسدالله خالدترسره شو دیوې باوري سرچینې په استناد نوموړی په بشپړه توګه له نارینه خلقتي تشخصاتو خلاص شوی دی ، کتونکي په دې باور دي چې الله تعالی له دغه بي باکه ظالم سره دجزاء من جنس العمل معامله کړې ده ، خالد چې نارینه یي خلکوته دښځو په لباس کې ښودل ، د الله تعالی دقهر په نتیجه کې خپله اوس په ښځه بدل شوی دی ، او څرنګه چې دملي امنیت وظیفه یوه حساسه وظیفه ده نوځکه دحامدکرزی په فرمان نوموړی له دې څوکۍ کوز کړای شو او پخوانی مشر ورباندې دوباره وټاکل شو. په قرآن کې بم دتېر لوی اختر په ورځ دلوګر والي په بم والوځول شو، څرنګه چې دغه پیښې دکرزي حکومت ته سخته ضربه وه ، نو حکومت هڅه وکړه چې په څه ډول د ورپیښ زیان جبیره وکړي . دپیښې په دریمه ورځ دلطف الله مشعل په مشرۍ دملي امنیت د رواني / تبلیغاتي جنګ ریاست ډنډوره خپره کړه چې طالبانو په قرآن کریم کې بم ایښی وو ، دغه خبره سره له دې چې طالبانو رد کړه ، خو تقریبا ټولو رسنیو په ډیر شداومد سره راواخیستله . تردې پیښې یوه نیمه میاشت وروسته مې دلوګر ولایت هغه جهادي مشر ولید چې دغه هدفي برید یي تنظیم کړی وو ، کله مې چې د بم په اړه پوښتنه ترې وکړه چې څرنګه نصب شوی وو ، نوموړي وویل ، بم داسې ډیزاین شوی وو چې حجم یې خورا سپک او پیژندل یې ګران وو ، چې دوالي دناستې ترځای لاندې ايښودل شوی وو ، نوځکه یې بل هیچا ته زیان ونه رساوو . مګر داچې په دې برید کې د کرزي رژیم یو مهم کس له لاسه ورکړی وو نوځکه یې مطبوعات په دې دروغجنه افتراء مشغول وساتل چې بم په قرانکریم کې ایښودل شوی او ګواکې مجاهدینو دقرانکریم بې عزتي کړې ده . اجرتي ممثلان له څه مودې راهیسې دملي امنیت ریاست ځیني اجرتي او کرایي تمثیل ګران پیدا کړي دي ، دغه اجرتي ممثلان چې شاید له مجبوریت او یا هم دفقر له امله به دې رول لوبولو ته اماده شوي وي ، دملي امنیت ډنډورچیان یي ولایت په ولایت ګرځوي او خپل تبلیغاتي نمایشونه ورباندې کوي . دوی په یوه ولایت کې دتسلیم شویو طالبانو په توګه رول ترسره کوي اوپه پټو مخونو درسنیو مخ ته وړاندې کیږي ، په بل ولایت کې دماشومو فدایي بریدکوونکو نقش لوبوي او خبریالانو ته وایي چې دوی ته په فلانۍ مدرسه کې دفلاني طالب لخوا دځانمرګي برید زده کړه ورکړل شوي ده ، ددوی خبرې ، معلومات او څرګندونې دومره مصنوعي او دروغجنې دي چې هرڅوک یې له ورایه په جعلګرۍ پوهیږي همدا لامل دی چې ځیني رښتیني رسنۍ هیڅکله ددغو ډرامو راپورونه نه نشروي ، خو هغه رسنۍ چې دهمدې تبلیغاتو لپاره رامنځته شوي دی دغه ډول راپورونه په خورا شداومد خپروي . لطف الله مشعل یقیس علی نفسه په دې وروستیو کې دکابل د ملي امنیت ریاست درواني /تبلیغاتي جنګ دکارکوونکو لخوا یوه بله تبلیغاتي لوبه پیل شوې ده ، دلطف الله مشعل په مشرۍ ددغې برخه کارمندان د ملي امنیت په توقیف خانو کې زنداني بندیان په سختو تعذیبونو مجبوروي ترڅو له خپلې خوښې سره سم اقرارونه ورباندې وکړي . په دې وروستیو کې دملي امنیت دهمدې برخو کارکوونکو په دوو تنو کم عمره بندیانو باندې دسختو شکنجو ، برقي شارتونو اوتعذیبونو په پایله کې داسې اقرارونه کړي ترڅو ووایي چې له دغو ځوانانو څخه په مدرسوکې جنسي استفاده شوې ده. ددغو بندیانو کومې ویډیوګانې چې نشر شوي دي ، هغوی په ډیر بدحالت کې ښيي ، چې دسخت تعذیب ، وهلو ټکولو او شکنجو اثار یې له ورایه په بدن باندې ښکاري ، دهغوی دخبرو انداز او لهجه هم ددې ګواهي ورکوي چې دغه خبرې په جبره او اکراه ورباندې شوي دي . دجبراو اکراه په اړه خو شاید ټول معلومات ولري ، چې دانسان زغم او صبر دتعذیب په وړاندې محدود دی ، یو وخت تعذیب داسې اندازې ته رسیږي چې تر زغم لوړوي ، چې په همدې مرحله کې انسان عندالله غیرمکلف او مرفوع القلم بلل کیږي ، نوځکه که داکراه او جبر په دې مرحله کې څوک دکفر کلمه هم ووایي ورته جائزه ده او نه ورباندې ګنهګار کیږي . دکابل ملي امنیت چې دپخواني خاد له وحشي او قاسی القلبه شکنجه ګرو څخه جوړ دی ، د تعذیب او شکنجو نړیوال نوم لري ، برقي شارټونه ، په لاسونو اوپښو راځوړوندول ،په پوندو کې میخونه ټک وهل ، په تناسلي اعضاء پورې درانه وزنونه تړل ، په حساسو ځایونو باندې داور داغونه ،د حساسو اعضاء مروړل او داسې نورې شکنجې ددې ریاست عام تعذیبونه بلل کیږي ، چې په پایله کې یي دوی کولای شي له بندي څخه له خپلې خوښې سره سم اقرار واخلي او بیا یي ویډیو په مطبوعاتو کې نشر کړي . مګر داچې ولې داځل ملي امنیت کارکوونکو له بندیانو څخه ددې ځانګړې موضوع ( جنسي اړیکو) په رابطه جبري اقرار اخیستی یوه شیبه په دې موضوع تم کیږو . له څه مودې راهیسې دملي امنیت دتبلیغاتي جنګ مشري دلطف الله مشعل په غاړه ده او معلومه خبره ده چې دانسان خپل شخصیت دنورو په اړه په قضاوت کې ترټولو ټاکوونکې او تاثیرګذاره مرجع بلل کیږي ، انسان تل نورو ته دخپل شخصیت له عینکو ګوري ، دا منل شوی اصل دبشر د ټولمنلیو قوانینو له جملې حسابیږي چې دمختلفو اقوامو په ټولنیزو روایاتو ، متلونو او محاورو کې ورته اشاره شوې ده . عرب وایي ( المرء یقیس علی نفسه ) انسان نور خلک په خپل ځان قیاسوي ، دلته دلطف الله مشعل دژوند په اړخونو نه غږیږو ، خو په زغرده ویلای شو ، داچې دا ځل له بندیانو څخه په جبر داسې اقرارونه اخیستل کیږي ترڅوووایي چې له دوی سره لواطت شوی دی ، ددې مسئلې جرړه د مجاهدینو په اړه دلطف الله مشعل خپل ذاتي برداشت دی ، مشعل چې دکرزي دحکومت په تندي دشرم داغ بلل کیږي نورو خلکو په ځانګړو بندیانو ته هم دخپل کردار او شخصیت له عینکو ګوري، دی نور خلک هم په ځان قیاسوي او داسې فکر کوي ، چې ټول خلک به دده غوندې بدنام کردار او ماضي لري . لوړ تفصیل ته پام سره په جرأت سره ویلی شو ، چې په لوړه افتراء کې لطف الله مشعل مجاهدین په ځان قیاس بللي دي ، نوځکه یې دغه ځانګړي اقرارونه داکراه په زور ترې اخیستي دي زه باور لرم چې دمشعل رسوا لوبې به مجاهدین بدنام نه کړای شي ، سپکوالی او دروند والی دالله تعالی په لاس کې دی ، هغوی چې الله تعالی درانه کړي دي ، سپک انسانان یي نه شي سپکولای . داچې دکابل رژیم ځیني چارواکي مجاهدین په خپلو اظهاراتو کې په درنو نومونو یادوي ، خو دمشعل خوندې ځیني پست فطرتان بیا ورته دخپل شخصیت له عینکو ګوري ،او سپک تبلیغات پسې کوي ، باید ووایو چې ستونزه په مجاهدینو کې نه ده بلکې خپله په مشعل خېلو کې ده ، ځکه رحمان بابا وایي : څوک به سپک څوک به درانه راپسې وایي زه رحمان په درنو دروند ، په سپکو سپک یم
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
ساعت 17:57 |
بازدید : 583 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
2014-02-05لیکوال: عزت الله پیمان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 28 د يوه نوي راپور له مخي د افغان امنيتي عسکرو تلفات ډېر سوي دي. د ۲۰۱۳کال په لومړيو يوولسو مياشتو کي تلفات چي مخکي ۴۶۰۰ وو ؛ دوه برابره سوي دي. رويټرز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فبروري ۳) ليکلي دي، په هغه ۴۷ مخيز راپور کي چي د آلمان له خوا برابر سوی دی او نن یعنی د چهارشنبې په ورځ به د دغه هيواد کابينې ته د پريکړي له پاره وړاندي سي ؛ راغلي دي چي د افغان امنیتي ملیشو تلفات ډېر سوي دي. دغه راپور چي «د افغانستان پرمختګ» نوميږي، پکښې راغلي دي چي د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو يو عامل دا دی چي له هغه وروسته چي د بهرنيو ځواکونو څخه يې امنيتي مسووليت پر خپله غاړه اخيستی دی، په ټول هيواد کي د جنګ په لومړۍ کرښه کي جنګیږي. په ټوليزه توګه بايد نزدې ۳۵۰۰۰۰ افغان امنيتي ځواکونه د خپل هیواد امنيت ټينګ کړي. په دغه راپور کي راغلي دي چي پر دې سربيره طالبانو ځيني سيمي هم نيولي دي. «په ۲۰۱۳ کال د طالبانو له خوا د ځينو ځايونو نيول تثبيت سول.» په دې کي د هغو ولايتونو ځيني سيمي هم شاملي دي چي آلماني ځواکونه ځني وتلي دي، لکه کندز او بغلان. په راپور کي زياته سوې ده چي تر ټولو ډېر بيا د دغه هيواد په ختيځ او په زياته بيا لوېديځ کي چي د طالبانو مرکز بلل کيږي ؛امنيتي وضعيت خراب دی. حتی د دغو سيمو په لويو ښارونو کي طالبان تلاښ کوي چي تر خپل کنترول لاندي يې راولي د بهرنيو عسکرو تلفات په راپور کي راغلي دي چي په زغره والو وسايلو سمبال بهرني ځواکونه چي د وسله والو د يرغلونو اصلي هدف هم دي په تلفاتو کي یې نیسبي کمښت راغلی دی. د راپور په حواله دغه شمېره د ۲۰۱۳ کال په لومړيو يوولسو مياشتو کي د تير کال له ۲۸۴تنو څخه ۲۲۵ تنو ته راکښته سوې ده. په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو جنګي ماموريت د روان کال تر پايه پوري پای ته رسيږي. د آلمان کابينه به دغه راز د چهارشنبې په ورځ د ايساف په چوکاټ کي د آلماني ځواکونو د وروستي ماموريت په اړه پريکړي وکړي. په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰پوري بهرني ځواکونه پاته سي. د دغو ځواکونو دنده به د افغان ملیشو ملاتړ وي. آلمان هم پتېيلې ده چي په دغه ماموريت کي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰تنو پوري عسکرو پوري د افغانستان په پلازمېنه او شمالي ولايتونو کي په دندو وګوماري. خو دغه ماموريت به هغه مهال رسمي بڼه غوره کړي چي حامد کرزی له واشنګټن سره دوه اړخيز تړون لاسليک کړي((
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
ساعت 17:52 |
بازدید : 1061 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
لیکوال: ذره بین بـــــرخه: نوري مقالې (یادونه : دایوه دودیزه لنډه کیسه /خیالي افسانه ده) زیړي ګل به چې ماښام قضاء د بزګرۍ له ستړي کاره راپه کور شو ، نو ماخستن به یې غم په رادیو غلطاوو ، دا وخت نودپخوا غوندې یوازې دلندن راډیو نه وه چې کلیوالو به ډي بي سي بلله او ګوهر رحمن به په کې غږېده ، بلکې دامریکایانو له راتګ سره راډیوګانو داسې برکت کړی وو ، چې مه کوه پوښتنې . . . اشناراډیو ، اراکوزیاراډیو ، ازادي راډیو ، ارمان راډیو ، سوله راډیو،پخلاینه راډیو ، پرمختګ راډیو ، او ګڼې نورې خو هغه راډیوګانې وې چې زیړي ګل به په ایف ایم موج کې نیولې ، په نورو موجو کې څو درزنه نورې راډیوګانې هم وې چې سهار ترماښامه ګډې وې . زیړي ګل چې له سیاست سره یې ډیره نه لګیدله په راډیو یې یوازې موسیقي اوریدله ، چې ددوی په سیمه کې دامریکایانو له بیس څخه نشریدونکي یوې راډیو (بشردوستي راډیو ) به درسته ورځ نشروله ، له موسیقي سره سره دامریکایانو دغې راډیو دنورو رسنیو غوندې همیشه دامریکایانو دبشردوستۍ ، مرستو او خیریه کارونو راپورونه او تبلیغات هم نشرول ، په راډیو کې د یوه پروګرام نوم ( کومک او همکاري ) وو ، په دې پروګرام کې به هره ورځ ویل کیدل چې امریکایانو په پلاني ځای کې له خلکو سره مرسته وکړه ، او داسې یا هسې دبشردوستۍ کارونه یي وکړل . راډیو به هره ورځ ویل چې امریکایان دنړۍ په سطحه ډیر بشردوست او له غریبانو سره مرستندوی خلک دي ، دوی دنړیوالو سره دمرستو ځانګړې اداره لري چې USAID نومیږي ، امریکایان له افغانستانه نیولې ، ترعراق ، افریقا ، جنوبي امریکا ، هندوچین او ګڼو نورو سیمو پورې له مختلفو قومونو سره مرستې کوي . یوه ورځ یې د( کومک او همکاري ) په پروګرام کې ویل ، چې امریکایان دعادي انسانانو برعکس یو څه لوړ او افضل خلک دي ، ځکه عادی خلک یوازې دځان په غم کې وي خو امریکایان دنورو خلکو غم اخیستي ، او همیشه دخپلې خولې مړۍ له نورو سره نیموي ، په پروګرام کې یې وویل چې ډیر پخوا امریکایانو دمارشال پلان په نامه یوه پرورګرام درلود ، چې ددنیا له غریبو خلکو سره یې وړیا مرستې کولې ، دا دمرستو هغه پرورګرام وو چې بل ځای یي ساری نه دی لیدل شوی ، راډیوګانو به ویل چې امریکایان دومره مهربانه خلک دي چې آن ددنیا له بل سر څخه دافغانستان دخلکو سره دمرستې لپاره راغلي دي ، عادت خو دادی چې غریبان دکومک غوښتلو لپاره مالدارانو ته ورځي ، خو امریکایان دومره مهربانه او کمینه خلک دي چې په غریبانو پسې ګرځي ، او ددنیا په لراوبر کې په غریبانو پسې خیراتونه ګرځوي ، چې دادی اوس یې دمرستو دغه خیرات افغانستان ته هم راوړی دی ، هره ورځ خلکو ته مرستې ورکوي ، نقدي او غیرنقدي کومکونه ویشي ، نن یې په فلاني ولایت کې په ماشومانو چاکلیټ او پوکاڼۍ وویشلې ، پرون یې په فلانۍ ولسوالۍ کې خلکوته غنم او ټاټونه وویشل ، راډیو ویل چې امریکایان نه یوازې دافغانستان له انسانانو سره مرستې کوي بلکې حیوانات هم بې مرستې نه پریږدي ، ځکه یوه ورځ دکومک او همکارۍ په خپرونه کې اعلان نشر شو ، چې سبا ته دایساف د ډاکټرانولخوا دولسوالۍ به بازار کې دحیواناتو دوړیا معالجې کلینک خلاصیږي ، کلینک به دوه ورځې دوام کوي ، که دهرچا غواګانې ، خره ، چرګان او یاسپیان مریضان وي کلینک ته دې راولي . زیړي ګل به چې له راډیوګانو څخه پرلپسې دوړیا امریکایي مرستو او د پیسو او خوراکي شیانو دویش راپورونه اوریدل ، ژور چورت به واخیست ، یوه شیبه به یې خپلو چاودو لاسونو او پښوته وکتل او بیابه یې سوړ اسویلۍ وایست ، له ځان سره به یي وویل ، موږ د خیټي دډکولو لپاره درست کال لګیا یو خو بیا هم نیم نهر ګرځو، مګر خلک داسې بختور دي ، چې له امریکا څخه ورته مرستې کور ته راځي . دزیړي ګل په زړه همیشه دامریکا مرستې وریدلې ، همشه یي ارمان کاوو ، چې کاشکې یوه ورځ خو امریکایي مرستندویان دده په کور هم ورپیښ شي ، ترڅو یي وویني چې داڅرنګه خلک دي ، ده دامریکایانو مرستې اوریدلې وې خو لیدلې یې نه وې ، زیړي ګل چې دایساف دراډیو د ( کومک او همکاري ) پروګرام یې هره ورځ اوریده ، دایې ډیر ارمان وو چې یوه ورځ دامریکایانوله کومک او همکاري څخه برخمن شي . نن شپه هم زیړي ګل تر ناوخته راډیو ته غوږوو ، په راډیو کې نطاقانو په ډبلو غږونو دامریکایي مرستواعلانونه خپرول، دشپې ناوخته چې دکورنۍ نور غړي ویده وو زیړي ګل دکومک اوهمکارۍ دخپرونې دریم تکرار اورېده ، کله چې خپرونه خلاصه شوه ، راډیو یي بنده کړه ، دخپرونې نوم ( کومک او همکاري ) یې په تصور کې غزونې وکړې ، نن یې د بړستن چورت موضوع همدا وه ، ترډیره یې دامریکایانو په مرستو کې چورت واهه ، د دوی کلي ته تراوسه امریکایان نه وو راغلي او یوازې یې دراډیوګانو له لارې دهغوی دمرستو خبرې اوریدلې وې ، داسې تصور یې کاوو چې یو وخت امریکایان ورباندې پیښ شوي وي او بې دریغه مرستې یې ورسره کړې وې ، په همدې چورتونو کې زیړیګل دخوب عالم ته لاړ . شپه پخه شوې وه چې درانه انفجار ځمکه ولړزوله ، زیړي ګل په ځای کې نیغ وغورځید ، له کړکۍ څخه یې ددروازې په خوا وکتل ، دسپوږمۍ په رڼا کې یې ولیدل ، چې دروازه دړې وړې پرته ده او له یوې خوا یي داور لمبې پورته کیږي ،زیړیګل حیران ناست وو ، په ځمکه او فضاء کې دهلیکوفترو دروند غږ اوریدل کیده چې شاوخوا یي دورې خوړلې ، په همدې کې دیوه چینوک هلیکوفتر کڼوونکی ټپټپاری رانږدې شو ، دزیړیګل ترڅنګ ویدو ماشومانو چیغې کړې ، میرمن یې هم راویښه شوې وه دهلیکوفتر ددرانه غږ له ویرې زیړیګل په تیاره کوټه کې ځای په ځای وغځیده ، هلیکوفتر دکلا په دیوال راواوښت او یوه شیبه وروسته ، په بام ددرنو ټوپونو دربی شو ، هلیکوفتر په بام کسان پیاده کړل ، او لمرخاته ته څو پټیه آخوا یي غږ ورک شو . په بامونو درب دروب ویره نوره هم زیاته کړه ، دماشومانو چیغې نورې لوړې شوې ، زیړیګل چې حواسو یي کار پرې ايښي وو هیڅ نه پوهیده چې څه وکړي ، میرمنې یي غږ کړل : خدایه خیر چې دا څه پیښه ده . زیړي ګل له ځانه سره وزمیده : نه پوهیږم چې څه کیسه ده ، دا څوک دي او چکاره دي چې په نیمه شپه په کور راوختل ؟؟ دماشومان چیغې لوړې شوې زیړیګل دخپلو ماشوموزامنو او لورګانو خواته ورنږدې شو، ماشومانو یوبل په غیږ کې ټینګ کړي وو ، زړونه یي دربیدل او لویي لویي چیغې یې وهلې ، ترټولو کشره ماشومه زرغونه بې حسه پرته وه او هیڅ غږ یې له خولې نه ووت ، زیړي ګل ورنږدې شو، فکر یي وکړ چې ویده ده ، خو چې لاس یې ورووړ ، بدن یې سوړ لګېده ، زیړي ګل چورت واخیست ، خو په همدې کې یې ددرنې ضربې غږ واورېد ، څو مرمۍ یي له غوږ سره تېرې شوې او له سره یې لږ لوړې دکوټې په شاتني دیواله کې ونښتې ، زیړي ګل یوځل بیا سر پورته کړ ، ګوري چې ګڼ ټوپک په لاس کسان دکلا دمخامخ دیوال سیوري ته زنګون کیش دي او دکوټو په خوا ضربې کوې ، زیړي ګل ترکړکۍ لاندې ددیوال پناه ته اوږد وغځید، په میرمن یې هم غږ کړ چې په ځمکه سریښ شي ، بیا بیا دبمي مرمیو ضربې وشوې ، چې دده له پاسه په ډيره لږه ارتفاع تیریدلې ، په داسې حال کې چې دمرمیو شور په زیاتیدو وو ، دماشومانو کریغې په سلګیو بدلې شوې ، دمیرمنې یې هم له یوې ستومانه کریغې سره غږ ورک شو، اوس یوازې یوه ماشوم بوغارې وهلې ، یوه بل مړې مړې سلګۍ وهلې او دوه نور بې حرکته خاموش پراته وو ، زیړي ګل نه پوهیده چې څه وکړي ، دماشومانو دحالت په لیدو یوځل بیابې صبره شو دماشومانو په خوا وکښېده ، لاس یې وروغځاوو ، خو خپړه یې په وینو کې ډوبه شوه ، دامهال یې په انګړ کې درب دروب واورېد، ویې لیدل چې لسګونه پنډې په شا کسان چې ټوپکونه یې په لاسونو کې دي د کوټو په خوا منډې را وهي ،دغه مهال یې یوه بله ضربه واوریده ، غوا چې له ویرې یې پړی شلولی وو او په کلا کې ښکته پورته لیونۍ لیونۍ ځغلیده ، له بام څخه ضربه ورباندې وشوه ، غواله لګیدلو سره څو سوې رمباړې وکړې او وروسته په خپلووینو کې رانسکوره شوه، نابلده ټوپکوال کوټو ته رانږدې شوي وو چې درانه انفجار دڅنګ دیوال وښوراوو ، ناشناخته ټوپکوالو بلې کوټې ته چې څوک په کې نه اوسیدل لاسي بم وغورځاوو ، زیړي ګل چې له دیواله سره غځیدلی پروت وو ، اوس یوازې دخپل ځان په فکر کې وو اوپه دې انتظار وو چې کله به مرمۍ یا بم ورباندې لګیږي ، په همدې کې په کوټه کې دننه درنه چاودنه وشوه ، کړکۍ والوته او دروازه هم دړې وړې شوه ، زیړي ګل چې لوګي او دبارودو بوی یې ساه خپه کړې وه ، له ځایه یې دپورته کیدو هڅه وکړه ، خو ګورې چې بدن یې بې سیکه دی ، دپښو خواته یې لاس اوږد کړ ، په پښو یې څو پرخچې لګیدلې او وینو ترې دارې وهلې ، په همدې کې دری کسان چې په تندي یې لیزري بتۍ لګولې وې ، ګوته په ماشه په کوټه ورننوتل ، په ناشناخته ژبه یې لویې لویې بوغارې پیل کړې ،زیړي ګل چې ژبه یې دریدلې وه او په ځای کې ناست وو یوازې یې د تسلیم په چم لاسونه پورته کړل ، یوه ټوپکوال په ټټر کې په لغته وواهه او شاپه تخته یې نسکور کړ ، له اوږو یې ونیو او پړمخې یې پریباسه ، لاسونه یي شاته ورګورت کړل او پلاستیکي زولنې یې وراچولې ، ټوپکوال چې په زوره زوره چیغې یې پرې وهلې ، له تړلو وروسته یې په ملا ورودرېد او وروسته یې دکوټې ددروازې په خوا کش کړ . دزیړي ګل له تړلو وروسته ټوپکوال دنورو بسترو به پلټلو بوخت شول ، دماشومانو په وینو لړلي جسدونه یې په پښو کې سره واړول راوړل، خو پوه شول ، چې کوم یو په کې ژوندی نشته ، یوه ټوپکوال پرتو جسدونو ته بتۍ رڼا کړه ، زیړي ګل چې تردې وخته یي سترګې نه وې تړل شوې ، ویي لیدل چې دمیرمنې کوپړۍ یې نیمه شوې او ماغزه یې په دیوال سریښ دي ، میرمن یې دبچیانو ترمنځ بې حسه پرته وه او شلیدلې کوڅۍ یې د یوټوپکوال په خړو بوټو پورې نښتي وې ټوپکوالوزیړي ګل له پښو او لاسونو ونیو ، دانګړ په خوا یې راکش کړ ، دکوټو ترمخ په چوتره یې وغورځاوو او یو تن مول وهلی ټوپکوال ورته ګوته په ماشه ودرېد . نور ټوپکوال په نوروکوټو کې په پلټنه بوخت وو ، دکوټو له پلټلو وروسته څو تنه ټوپکوال دغوجلې او شپاله په خوا ورغلل ، دشپاله سره نږدې سپی پروت وو ، چې په یوه عسکر یې ورمنډه کړه ، خو شیبه وروسته د ټوپکو تر درنو ضربو لاندې سپي هم دژوند وروستۍ لغتې ووهلې ، دشپاله په دروازه کې دډزو غږ پسونه وترهول او لور په لور یې منډې کړې ، څو پسه میږې او وري هم دمرمیو خوراک او ځای په ځای ډډ واوښتل ، خو پاته نور دویجاړې دروازې له لارې بهر ته ووتل ، زیړي ګل چې لاس تړلی پرمخې په چوتره پروت وو ، ښی لوری مخ یې په سړه ځمکه سریښ وو ، مخ یې دانګړ په خوا وو او په غړیدلو سترګو یې دا ټوله صحنه ولیدله . ټوپکوال سانیولي په کور کې ګرځیدل ، دبوسو کدانې ته یې لاسي بم وغورځاوو او شیبه وروسته داور لمبو له اسمان سره خبرې کولې ، عسکر دکوټو په پلټلو ، دصندوقونو په ماتولو او دتاوخانو په اړولو بوخت وو ، زیړي ګل چې لاستړلی پړمخي پروت وو ، دې چورت واخیست ، چې دا څه ټکه یې په کور ولوېده او دا څوک دي چې دده په کور یې برید وکړ ، یوه شیبه یې فکر کاوو چې خوب ویني ، خو وروسته یې سترګې وغړولې ، ځمکې او اسمان ته متوجه شو او په دې باوري شو چې ویده نه دی بلکې ویښ دی ، یوځل یې وویل چې غله به وي ، خو راغلیو کسانو له له ده څخه دپیسو غوښتنه نه وه کړې ، بیا یې په دې کې چورت بند شوچې پلار او نیکونو خو به یي بدي نه درلوده ؟ خو پوه شو چې بدیداران نو هلیکوفتر له کومه کړې !! شیبه وروسته یې په دې اړه فکر کاوو چې دا خو پیریان یا دیبان نه وي چې له ده سره یي داسې ظلم وکړ ، کیدای شي دشپې داوبو لګولو په وخت به یي چیرې کوم پیری ترپښو لاندې شوی وي . زیړي ګل دخپلې میرمنې او ماشومانو وژل کیدل په خپلو سترګو لیدلي وو ، مال او کور یې هم ولید چې تباه برباد شو ، خو نوموړی په دې غم کې نه وو یوازې دې فکر ځوراوو ، چې دغه ټوپک په لاس کسان وپیژني چې څوک دي او چکاره دي . راغلیو ټوپکوالو وروستی کار هم وکړ هغه داچې دکور دکوټو دسوځولو نه وروسته یې دچرګو کوټنۍ هم په باروتو والوزوله ، ټوپکوال سره په ټولیدو شول ، دکلا ترڅنګ پټي کې دهلیکوفتر غږیوځل بیاپه زوره شو ، ډیری ټوپکوال له کلا څخه ووتل او زیړي ګل داسې حس کړه ، لکه راغلي ټوپکوال چې بیرته ځي ، دوه تنه ټوپکوال چې له یوه سره تورې عینکې او خړه سرپټې خولۍ وه دزیړي ګل خواته ورنږدې شول ، زیړي ګل یي راپورته کړ او هڅه یې کوله چې خړه خولۍ او تورې ړندې عینکي ورپه سترګو کړي ، یوه بل عسکر ورته بتۍ رڼا کړې وه ، زیړي ګل چې نورې یې سترګې تړل کیدلې ، وروستۍ هڅه وکړه چې ټوپکوال وپيژني ، د بتۍ په رڼا کې دیوه عسکر څیرې ته مخامخ وکتل ، ویې نه پیژاند ، خو دعسکر په اوږه یې یوه ګنډل شوې نښه ولیدله ، ښه ورته ځیر شوه ، په ګنډل شوې نښه باندې په غټو تورو ( آیساف ) لیکلي وو او ترې لاندې لیکلي وو ( کمک وهمکاري ) زیړي ګل ته دا وروستی توری شناخته ښکاره شو، د راډیو پروګرام ورپه زړه شو، خو دلته یي په مطلب سر نه شوخلاص ، شیبه وروسته چې زولانه زیړي ګل دچینوک هلیکوفتر به نس کې پروت وو او په نامعلوم لوري وړل کیده ، خپل تباه کور او خیلخانه ورپه زړه شوه ، ځان ورته ډیر بدنصیبه ښکاره شو ، خو خبر نه وو ، چې دی بدنصیبه نه بلکې ارمان ختلی دی ځکه تیره شپه یې دده دمیاشتو میاشتوارمان پوره شوی وو او هغه داچې دکمک او همکاري مدعیان یې په کور میلمانه شوي وو . پای ۱۴۳۵ هـ ق ربیع الثاني ۴ مه
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
ساعت 16:57 |
بازدید : 572 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8 دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې داربکیانو په رینجرموټردماین چاودنه شوي له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون سهار 8 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دڅاروان قلعه داسټیشن په سیمه کې پرغزیدلي سړک داربکیانوپه رینجرموټردخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه دچاودني له امله رینجرپه بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره پنځه تنه اربکیانوته مرګ ژوبله واوښته 2014/1/27
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
ساعت 16:54 |
بازدید : 441 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 11 دهلمندولایت په واشیرولسوالۍ کې ددښمن څلورتنه عسکرووژل شول له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون سهار شاوخوا 8 بجې ددي ولسوالۍا ړونددکاریز نو په سیمه کې داجیري اردوپه پلی ګزمه لمړی دماین چاودنه وشوه ورپسي دمجاهدینو تروسلوال بریدلاندي راغلل دبریداوچاودني له امله 4 تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول 2014/1/27
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
ساعت 16:50 |
بازدید : 568 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 11 د نورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې د وسلوال بريد په مهال 8 تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خبر کاږي پوليس تېره ورځ مازديګرمهال په ګزمه بوخت وو چې د مجاهدينو له خوا پرې بريد وشو. په بريد کې د يو ضابط په ګډون 4 تنه پوليس وژل شوي او 4 نور مرګوني ټپيان شوي دي. 2014-01-27
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0