لیکوال: موسی مهاجر بـــــرخه: نوري مقالې
په دې باندي ټوله نړۍ دامریکا دخلکو په ګډون يقین لري، چي امریکا دافغانستان په جګړه کي ماته خوړلي.
ډيلي بېسټ ورځپاڼي په خپله وړمه ورځ ګڼه کي ليکلي، دامریکا دپوځ جګړن ډګرمن ډانیال ډېويس چي په بهرکي يې دامریکا په دوو ماموريتونو کي برخه اخيستي، لیکلي، دافغانستان جګړه له ناکامي سره مخ شوي ده.
ورځپاڼي دډېويس په اړه ویلي، هغه چي اوس هم دامریکا پوځي یونيفارم اغوندي او دنده ترسره کوي ويلي، امریکايي چارواکي په دې اړه په حقائقو سترګي پټوي.
په امریکاکي اوس دافغانستان دجګړې دپای ته رسولو په اړه تاوده بحثونه روان دي، سپينه ماڼۍ په دووبرخو وېشلي ده، ځیني هغه چارواکي چي په ګمانونو باور لري، په دې نظر دي، چي که خپل پوځونه راکم کړي او یوازي يې تر خپلو پوځي اډو محدود کړي، نو کېدلی شي، چي خپل پوځي اشغالي وجود ته په دې هيواد کي دوام ورکړي، هغوی په دې ګمان دي، چي ښايي په دې سره به ددوی پوځیان له مرګ ژوبلي ژغورل شوي وي، جګړه به دکرزي دادارې ملي اردو، پولیس او اربکیان کوي، دعسکرو په کمولو سره به ددوی دځاني زیانونو دکمېدلو ترڅنګ مالي مصارف هم کم وي.
خو دطالبانو له لوري وروستیوبريدونو ددغو چارواکو نظر کمزوری کړی دی، ځکه وروستیو بریدونو وښودله، چي امريکایان به دافغانستان په هيڅ ځای کي هم خوندي نه وي.
له بله پلوه داوباما دمرستیال جوبايډن په ګډون دسپيني ماڼۍ ځيني نور چارواکي په دې اند دي، چي باید له افغانستان څخه خپل ټول پوځونو راوايستل شي، دغه ډله امریکايي چارواکي په دې اند دي، چي ددغه جګړې زيانونه تر ګټي ډير دي، بلکه په ټوله کي نشي کېدلای، ترڅو د غه بايلونکي جګړه وګټي، په افغانستان کي وروستیو بريدونو دجوبايډن ملګري ډير کړي دي، نوموړی اوس کوښښ کوي، ترڅو خپل ملګري ډير کړي.
څنګه چي امريکايي چارواکي له دغه حقيقته انکار نه شي کولای، چي دوی په افغانستان کي ماته خوړلي، نوځکه امریکايي لوړ رتبه چارواکو وړانديز کړی وو، چي باید داوباما دولسمشرۍ ددورې تر پای ته رسېدلو ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وایستل شي.
وال سټريټ ژورنال ورځپاني د۱۹۹۳- ۱۱ په ۲ ورځ دځینو لوړ رتبه امریکايي چارواکو په حواله ليکلي وو: امریکايي چارواکو په پيل کي وړانديز کړی وو، ترڅو لس زره امریکايي عسکر په افغانستان کي پاته شي او تر ۲۰۱۶ کال دولسمشر اوباما ددورې تر پای ته رسېدلو په تدريجي ډول دغه عسکر له افغانستان څخه وايستل شي.
دورځپاڼي په خبره دغه به اوباما ته موکه ورکړي، ترڅو خپل ولس ته ووايي، چي ده دامریکا په تاریخ کي ترټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.
اوس چي امریکا غواړي ځان ته دوړو پوزه کيږدي، نو غواړي نړۍ ته داسي وښيي، چي دوی دغه جګړه په خپله خوښه پای ته رسولي او یاکرزي ورسره امنیتي تړون نه لاسليک کاوو، ځکه امریکا په دې هڅه کي ده، چي دافغانستان ماته ددوی نړیوال اعتبار ته زیان ونه رسوي.
داسي څرګنديږي، چي دامنیتي تړون له لاسلیک سره دکرزي اختلاف ددې لپاره نه دی، چي له کرزي سره دافغانستان غم دی او یادامریکا ترګټو دافغانستان ګټي ورته مخکي دي، ځکه دابه څومره عقل ومني، چي یوڅوک تر۲۶ کلونو ډير وخت دبل په غلامي کي تیر کړي، دبل چوپړ دخپل ژوند لومړی هدف وګرځوي او په دې هم پوه وي، که امریکایان وځي، نو له هغوی څخه به الوتکي ته مخکي خيژي او بيرته به له هغوی سره ځي، لکه څنګه چي ورسره راغلی وو، بلکه دکرزي اختلاف په سپينه ماڼۍ کي دامريکايي چارواکو تر هوکړي پوري تړلی دی، ځکه ترڅو چي خپله امریکایانو ددې پرېکړه نه وي کړي، چي ایا په افغانستان کي پاته شي اوکنه، ترهغو کرزی امریکایانو ته دامنیتي تړون په اړه مثبت او یامنفي ځواب نشي ورکولای، ځکه له امنيتي تړون سره دکرزي مواقفه او یانه انکار امريکا له خپلو اهدافو نشي را ګرځولای، نوځکه داسي ښکاري، ترهغو چي دسپيني ماڼۍ چارواکي په یوه لوري نه وي صلاح شوي، ترهغو به کرزی دامريکایانو په اشاره همداسي دشک او تردد خبري کوي، خوکه هغوی په افغانستان کي دجود په اړه سره صلاح شول، نو بيابه کرزي ته اجازه وکړي، چي اوس ووایه، چي امریکایانو له موږ سره زموږ شرطونه منلي نوبناء امنیتي تړون ورسره لاسلیک کوم.
خوکه ماته خوړلي امريکایان په دې سره صلاح شي، چي ماته خوړلې جګړه بریاته نشي رسېدلای، لکه څنګه چي دغه دډيرو لوړ رتبه امریکايي جنرالانو فکر دی، نوبیابه کرزي ته ووايي، چي ته په خپل دريز ټينګ ودرېږه، ترڅو موږ ته دوتلو یوه لاره را برابره شي،نړۍ او افغانانو ته به دا وښیو، چي له موږ سره امنيتي تړون په اصطلاح دافغانستان حکومت نه لاسلیک کاوو، نو ځکه موږ پرته له دې، چي دا جګړه موږ وبايلو، راووتلو او دافغانانو په غوښتنه مو افغانستان دوی ته پرېښود.
په دې ډول به هم امریکادافغانستان جګړه ختمه کړي وي او هم به يې له نړۍ څخه خپله ماته پټه کړي وي، ځکه که نړۍ ته دا روښانه شي، چي غرب په افغانستان کي ماته وخوړه، نوبیايې په ټوله نړۍ کي اعتبار له منځه ځي او هغه دراج او باج دور يې پای ته رسیږي، چي امریکايي نه غواړي له لاسه ورکړي.
تاریخ ثابته کړي،اشغال چي یوځل ماته خوړلي، بیايې لمن له ټولي نړۍ څخه ور ټوله شوي ده او خپله هم ټوټه ټوټه شوی دی، چي غوره مثال يې جماهیر شوري وو، چي اوس یوازي ماسکو پکي پاته دی او انګلستان وو، چي اوس يوازي لندن ورپاته دی.
اوس چي څنګه په افغانستان کي امریکا له ماتي او له نړيوالي رسوايي سره مخ ده، نوځکه ډير کوښښ کوي، ترڅو دغه ماته له نړۍ څخه پټه کړي، خو دغه روښانه ماته او دافغان ولس قهرماني له هیچا پټه نه شي پاته کېدلی، نوځکه به انشاء الله په افغانستان کي دامريکاماته په ټوله نړۍ کي ددوی دماتي پيلامه وي.
موسی مهاجر
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 16:16 |
بازدید : 507 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 25
دفاریاب په مرکزې زندان کې لاهم د بندیانو شکنجه دوام لري ،په زندان کې دکابل ادارې جنایت کارانو سیاسي بندیان له خپلوحقوقونه بې برخې کړي،غذايي مواد په نشت حساب دي، دوا او نور لوازم نه ورکول کیږي، اوس د بنديانو له زندانه مرموز ايستل او بیا لا درکه کيدل هم پيل شوي ، او ګڼ شمير بنديان د ساتونکو او مسئولینو لخوا وهل شوی او ټکول شوي دي.
بالآخره بنديانو د سختې مجبورۍ له مخې له تیرو دریو ورځو را هيسې د دغه ناوړه او ظالمانه چلند په وړاندې په اعتصاب لاس پورې کړی، او غوښتنه کوي چې نور بايد د دغه ناوړه حالت، وهلو ټکولو او بې ځایه شکنجو مخه ونیول شي.
د اعتصاب او د زندان له ساتونکو سره دشخړې په جریان کې تر اوسه پوري ۷ تنه بنديان شديد ټپيان شوي او تیره شپه هم د زندان د مسئولينو لخوا د ځينو بندیانو د ايستلو هڅه وشوه خو بریالي نه شول.
په زندان کې ځينې جنايي بنديان د سیاسي بندیانو پسې په جاسوسۍ ګمارل شوي او په عين حال کې جنايي بندیانو ته کوتک او جارحه وسائل هم په لاس کې ورکول شوي چې د اړتيا په وخت کې له سیاسي بنديانو سره ترې استفاده وکړي او په لوی لاس په زندان کې د بندیانو ترمنځ شخړو ته لمن وهل کيږي.
موږ له ټولوهغو ارګانونو او اداروڅخه چې د بشري خواخوږۍ ږغ پورته کوي په کلکه غواړو چې د دغو مظلومو بندیانو د مظلوميت او ناچارۍ ږغ واوري او په دې هکله جدي او عملي ګامونه پورته کړي.
قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
2014/1/27م ۱۴۳۵/۳/۲۶
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 15:34 |
بازدید : 693 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
دزابل ولایت له شملزو ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : دکندهار دمعروف ولسوالۍ دشمس الله دپوستي اودځنځیر دعبدالحق دپوستي شریرو اربکیانو په ګډه ددي ولسوالۍ په مختلفو کلیو کې اولسي خلک وهلي ټکولي دي ، اوپنځه تنه کلیوال یې له ځان سره دبندیانوپه توګه بیولي دي
خبرزیاتوي : اربکیانو دسینزو او غبرګي په کلیوکې دخلکو دوکانونه مات اوچورکړي ددوکاندارانو 6 لکه روپۍ اونور سامانونه یې غلاکړي همدارازیې په ګڼ شمیرکلیو کې دخلکو له کورونو دتلاشۍ په بهانه قیمتي زیورات توکي او نورسامانونه غلاکړي
ددښمن له لوري اوس هم په سیمه کې دخلکو ځورونه روانه ده
2014/1/26
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 15:27 |
بازدید : 497 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
دفراه ولایت له بکوا ولسوالۍ اودنیمروز ولایت له دلارام ولسوالۍ نه په ترلاسه شویو خبرونوکې ویل شوي چې یرغلګرو اودهغوی اجیروعسکرپه یادو ولسوالیو کې ملکي خلک سخت ځورولي
دښمن په یادو ولسوالیو کې دعامو خلکو خوبونه تښتولي او دعملیاتوپه نامه یې په تېرو لسو ورځوکې دهغوی په کورونو شپږ ځله دچورلکوپه مټ چاپي وهلي خلک یې شکنجه کړي اوسخت کړولي اوزورولي دي
تېره ورځ سهار 9 بجې دیادو ولسوالیو ترمنځ په یوه دودیزه میله چې دخلکو دضروریاتوپوره کولو لپاره وخت ناوخته جوړیږي یرغلګرو ورباندي چاپه ووهله
مجاهدینو دمظلوم اولس ددفاع په خاطر ماسپښین 2 بجې په دښمن وسلوال بریدترسره کړ
بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي شل دقیقي یې دوام وکړ
دوهم ځل ماښام مهال بیامجاهدینو په دښمن له 3 طرفونو پراخ وسلوا ل بریدترسره کړ چې دشپي له تیاري نه په استفاده دښمن له سیمي نه پښي سپکي کړي
وروسته دښمن په سیمه کې دالوتکو په مټ درنه بمباري وکړه خومجاهدینوته پکې لله الحمدهیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي
2014/1/26
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 15:23 |
بازدید : 563 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 30
نن ټوله ورځ د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د شګوټ په سيمه کې د اربکیانو او نورو دښمنانو سره مخامخ نښتې روانې وي.
په دغه جګړه کې چې سهار پيل شوي وه او تر ماښام پورې يې دوام درلود، د دښمن ۳ پوستې نيول شوي دي ، د اربکیو۴ تنه قومندانان له خپلو ۲۵ افرادو او سپکو او درنو وسلو سره مجاهدینوته تسلیم شول، د مجاهدينو د معلوماتو په اساس دوه پوستې اوس ناوخته هم د مجاهدينو ترسختې محاصرې لاندي دي.
ډير اربکیان په تيښته له سيمې نه وتلي دي د شګوټ ټوله سیمه د مجاهدينو په لاس تصفيه شوي ده،
د دښمن د عسکرو په هغه کاروان چې د اربکیانو دمرستې لپاره سیمې ته را روان وو د تترخيلو په سیمه کې د کمين برید هم وشو چې يوټانک يې ويجاړ او ۳ عسکر يې ووژل شول، نور عسکر بيرته په شا وتمبيدل.
د مجاهدینو سره په تسلیم شوو قومندانانو کې دوه ډير مشهور قومندانان تواب او شيرزمان هم شامل دي چې خپلې وسلې يې مجاهدینو ته وسپارلې او امن ځایونوته بوتلل شول.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳/۲۴/۱۴۳۵هق
۱۳۹۲/۱۱/۵ هـ ش ــ 2014/1/25م
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 15:20 |
بازدید : 655 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 40
نن سهار ۷ بجې او ۱۵دقيقې د کابل ښار په کارته نو سیمې په دريم سړک باندې د کابل ادارې د مزدورې اردو په یوه کاسټر موټر چې د دفاع وزارت دهوايي ځواک افسران يې نقلول فدايي برید وشو.
بريد چې ديوتن قهرمان فدايي مجاهدعبدالحق د کندهار اوسیدونکي لخوا ترسره شود عسکرو کاسټر موټر يې تر ډيره ويجاړ او په کې سپاره ۲۷ د هوايي ځواک افسران یې قتل او ټپيان کړل.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۳/۲۵ هـ ق
۱۳۹۲/۱۱/۶هـ ش ــ 2014/1/26
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0