الجـــــــهاد فی سبیل الله
په زابل کي د چارواکو له خوا عملیات نه بلکه دولسي وګړو زورول دي /قاری محمدیوسف احمدي
ساعت 15:17 | بازدید : 836 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دزابل ولایت کي داشغالګرو ځواکونو دجاسوسي شبکې غړی او پخواني کمونیست جیلاني فراهي ادعاکړې چي په زابل شاجوی کي یې عملیات پیل کړي او ددوئ په وینا لاس ته را وړنې هم لري.

جیلاني چي له کمونسیتي پیرنه دزابل له مجاهد اوغیرتي اولس سره دکینې او عناد سابقه لري او له ډیر وخت راهیسي په یوه او بل نامه دزابل دعام اولس دزورولو پلمې جوړوي، څو څو ځله یې دا کوښښ کړی چي یوې یا بلې ولسوالۍ ته دعملیاتو په نوم ووزي خو واقعیت دادۍ چي دی او دده اوباشان هر ځل په هغو سیمو کي دخلکو دشتمني دلوټلو اوداولس دزورونې لکه پر موټر سائکلونو بندیز او دعامو خلکو راوړل او بیا دډیروپیسو په بدل کي بیرته خوشی کولو په غرض داسي څه کول غواړي او بیا ورباندي دعملیاتو نوم ږدي .

جیلانی خان له رسنیو سره دخبرو په مهال ادعا کړې چې دمرکز مربوط دنارینک په سیمه کي یې دعملیاتو په ترڅ کې یو تن مجاهد نیولی ، خو له سیمې نه دمجاهدینو له لوري په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې نیول شوی کس مجاهد نه بلکې دمحمد سعید په نوم عام کلیوال دی ، چي په نوموړې سیمه کي یې داولاد دپاره دیوې مړۍ دموندنې په موخه په مزدوري دکاریز کیندنې کار کاوو اوله خپل کورنه یې ورته پر موټرسائکل تګ را تګ کاوو ، همداراز نوموړي ادعا کړې چې دشاه جوي په ولسوالي کې یې دطالبانو په ضد عملیات په کامیابي روان دی ، خو له سیمې نه ترلاسه شوي خبرونه وايی چې تیره ورځ د شاجوی په شوبارسیمه کي مجاهدینو دعسکرو په څو موټریزه قوه پراخ وسلوال برید ترسره کړ چې په نتیجه کې یې په اصطلاح دتروریزم مدیر شفیق الله په شمول ۶ تنه عسکر ووژل شول او همدا راز یو پوځي موټر یې هم د درنو وسلو په ډزو کې لګیدلی او تخریب شوي دی ، راپور زیاتوي دښمن له درنو تلفاتو لیدلو وروسته له سیمه په تیښته وتلي او سیمه یې خالي کړې ده.

قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امار ت ویاند2014/1/26م ۱۴۳۵/۳/۲۵هق

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند نوزادو وسلوال برید کی دوښمن ته درنه تلفات اوښتی
ساعت 15:7 | بازدید : 442 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6

دهلمندولایت په نوزادولسوالۍ په اجیردښمن پراخ وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون مازدیګر5 بجې شاوخوا ددي ولسوالۍ اړوند دانګر کاریز په سیمه کې پرغزیدلي سړک داجیري او نظم عامه پولیسو په ټانکونو اوولاړ وخیمو دسپکو اودرنو وسلو په مټ ترسره شو

بریدچې ترماښام پوري یې دوام وکړ په ترځ کې یې دښمن ته درانه تلفات اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده ترلاسه شوي

دبریدپه مهال ددښمن یوه شوبله اوپکې سپاره پنځه تنه عسکر دخښ شوي ماین په مټ له منځه لاړل

2014/1/25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند نادغلی کی شوبله تخریب او 4 پولیس ووژل شول
ساعت 15:1 | بازدید : 637 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 4



دهلمندولایت په نادعلي ولسوالۍ کې داجیردښمن په شوبله دماین زوروره چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : داجیردښمن یوه شوبله پرون مازدیګر4 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دشاول مانده سرت دشوراب میدان پای ته دخښ شوی ماین په مټ والوزول شو ه

دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره څلورتنه پولیس ځای په ځای ووژل شول

2014/1/25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


اروزګان د هراود کی یو بل مهم قومندان وژل شوی
ساعت 14:47 | بازدید : 643 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9

داروزګان ولایت له دهراود ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن غرمه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند ددیوانه په سیمه کې دچمبرک دپوستي په مشرقومندان [عبدالواسع ] باندي چې دماین زوروره چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله نوموړی قومندان ځای په ځای قتل اوموټرسایکل یې ویجاړشو

نوموړی قومندان په سیمه کې دیوه بل ظالم اومشهورقومندان [حاجي سیلاب ] فاتحي ته روان ؤ چې تېره ورځ مازدیګرمهال دیوه خښ شوي ماین په مټ له خپلو دوساتونکوعسکروسره ووژل شو

داپه یاده سیمه ولسوالۍ کې په تېرو څلورویشت ساعتونوکې ددښمن دوهم لوړپوړی قومندان دی چې دماین په مټ ووژل شو

2014/1/25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند سنکین کی شوبله تخریب او5 پولیس پکی ووژل شول
ساعت 14:40 | بازدید : 612 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5



دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې ددښمن په شوبله دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : ددښمن یوه شوبله پرون سهار وختي 5 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دامان الله کاریز په سیمه کې دخښ شوي ماین په مټ والوزول شوه چې په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره پنځه تنه پولیس ځای په ځای ووژل شول

عیني شاهدان وایې ددښمن ویجاړه شوي شوبله اوس هم دپېښي په ځای کې پاتي ده

2014/1/25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


زابل شاجوی کی د توروریزم مودیر په شمول 6 عسکر ووژل شول
ساعت 14:35 | بازدید : 773 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8

دزابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په ګډاجیردښمن پراخ وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدتېره ورځ مازدیګر4 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دشبار ، لودینو اوششګاؤ په سیموکې په هغه اجیروعسکرو ، اربکیانو اودجاسوسي شبکي په غړو ترسره شو چې سیمي ته دچور اوچپاول په موخه راووتل

بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي ترماښام پوري یې دوام وکړ

دبریدپه مهال ددښمن 6 تنه ځای په ځای ووژل شول یوتن ژوبل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول

په وژل شویو کسانوکې دتروریزم مدیر[شفیق الله خان ] هم شامل دی

دبریدپه مهال یوتن مجاهدهم سرسرکي زخمي شوی

2014/1/25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په هلمند کی ورستی ملکی وژنی
ساعت 14:31 | بازدید : 693 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

میوندسادات بـــــرخه: دامریکایی ښکیلاک دجنایاتو كـــتني: 25

په دې وروستیو کي د نوروسیمو غوندي هلمند کي هم دداخلي عسکروله لوري ملکي وژني او بشري سر غړوني زیاتي شوي، ولسي خلګ شکایت کوي چي دامنیتي عسکرو له لوري تهدیدیږي ، په یو اوبل نوم نیول کیږي، وهل کیږي،پر کورونو یې چاپې اچول کیږي او....

دجنوري په ۲۰مه نیته دهلمندولایت دنوزادولسوالۍ دګورجستاني عسکروکمپ سره څېرمه افغان عسکرودخبریالانوپه مخ کي یواووه کلن ماشوم وژلی، دهلمندولایت مدني ټولني چي دغه پیښه یې له نژدې څارلې ویلي چي یادشوی هلک په داسي حال کي په نښه شوی چي عسکروته یې دسلام په دودلاس پورته کړی ؤ.

ترپورته ذکرشوي پیښي یوه ورځ وروسته بیا رسنیودهلمنددچارواکوله خولې خبرورکړچي د نهرسراج په الکوزوښاخ سیمه کي وسله وال مخالفین (طالبان) داختر محمد په نوم یو کس کورته ورغلي اودنوموړی په ګډون یې دهغه میرمن اوماشوم زوی درې واړه دخوب پرمهال وژلي دي، دهلمنددامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتي امرسمونوال عبدالاحدچوپان په ویناطالبانوهمداکسان ددلت سره دهمکارۍ اوپه دې خاطروژلي چي په دغه سیمه کي دسفرمحمدپه نوم یوکس یوکال مخکي دطالبانوپرضدپاڅون وکړاودپولیسودلومړي کنډک په مرسته یې دغه سیمه له طالبانوتصفیه کړه.

ددې پیښي په سبادوژل شوي کس (اخترمحمد)زوم عبدالولي دپیښه اصلي واقعیت په دې ډول روښانه کړچي :«زماخسر،خواښې اوکوچنی زوی یې طالبانونه دي وژلي، دوی په دغه کلي کي داربکیانودقوماندان سفرمحمدوراره او ساتونکي په ډیره بې رحمانه توګه وژلي دي».

دهلمندولایتي چارواکو هم داربکیانوله لوري د همدې درې تنوولسي وګړو وژنه منلې ده، دوی ویلي چي ددغي پیښي عاملین به نیسي اودقانون منګولوته به یې سپاري ؟!.

همداراز یوه ورځ وروسته بیادجنوري په ۲۲مه نیټه دهمدې ولایت دمارجې ولسوالۍ په سیستاني کي دقوماندان مالک عسکرویوهلک چي لس کاله عمریې درلودوواژه ، خلګوداحتجاج په توګه دوژل شوي ماشوم جسدولایت ته یووړ،خوګومان نه کیږي چي دپیښي عاملینوته دې سزاورکول شي .

په هلمندکي دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون مشربلال صدیقي هم له خلګو سره دامنیتي عسکروستوغ اوبدچلندتائیدکړی،نوموړي چي په هلمندولایت کي یې دبشري حقونوکلنی راپوروړاندي کاوه وویل چي : خلګوپه پرله پسې توګه دامنیتي ځواکونو څخه دناړه چلندشکایت پاڼي ورته سپارلي ،خوچارواکي دخلګوشکایتونو ته غوږ نه نیسي هغه کسان چي خلګ ځني په عذاب دي دوی یې یوازي له یوې سیمي بلي ته تبدیل کړي چي له همدې امله هغوی نورهم زړه ورکیږي اوخپل بدچلندته ادامه ورکوي .

دبشري حقونوولایتي رئیس بلا صدیقي وویل چي : په هلمندکي دامنیتي ځواکونوله لوري ملکي وژني اوبشري سرغړوني زیاتي شوي، په ټوله کي دتېرکال په پرتله سږ دملکي تلفاتو په کچه کي پنځه سلنه ډیر والی راغلی، یوازي په تېره اونۍ کي لس ملکي وګړي چي زیاتره یې ماشومان دي وژل شوي دي .

ښاغلي صدیقي ددولت څخه غوښتنه وکړه چي هغه کسان مجازات کړي چي دخلګوپه وژنو،ځورونوکي لاس لري، نوموړي اندیښنه وښوده چي که لوړپوړي چارواکي دامنیتي عسکروپریادوشوو بدوکړنو همداډول چوپ پاته شي حالات به نور هم دخرابۍ پرلورولاړ شي .

دهلمندسربیره دهیوادپه نورو ولایتونواوسیموکي هم دیرغلګروځواکونواوداخلي عسکروپه چاپو، بریدونو، بمباریواوهوایې ډزوکي ولسي خلګو ته دسر او مال درانه زیانونه اوښتي دي، تېره اونۍ دپروان ولایت دغوربندپه سیاګردکي دیرغلګرواوکورنیوځواکونوپه ګډوعملیاتوکي ۱۷تنه ولسي وګړي چي زیاتره یې ښځي اوکوچنیان ووشهیدان او۶تنه ژوبل شول، همدا راز دهیوادپه مختلفوسیموکي په پرله پسې توګه ورته پیښي رامنځته شوې چي نه یې عاملین سزاشوي اونه یې هم دمخنیوي رښتوني لاري چاري لټول شوي دي .

تېر ته په پام فکر نه کیږي چي دپورته ذکرشووجرمونو اوقتلونوښکاره عاملین دي مجازات شي، په دې وطن کي چي چاپې اوبرېښنایې رسنۍ یې دخلګوترضرورت څوچنده زیاتي دي که دوژل شووکسانواوقریبانوسره یې بخت ډیره یاري وکړه نوفقط ددوی دمرګ اوغم کیسې به مطبوعاتي شي، کنه ډیري ورته پیښي دهیوادپه لیرو پرتوسیموکي رامنځته شوي چي یوازي تش خبر یې هم رسنیو نه دی خپور کړی .

..

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


اروزګان هرادوکی د 15 پوستو مشر مشهور قومندان حاجی سیلاب ووژل شو
ساعت 14:24 | بازدید : 426 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 14



داروزګان ولایت له دهراودولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : پرون مازدیګرناوخته 6 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دکم کوچ دهدیري په سیمه کې دسیمه ایز مشهور اوظالم قومندان [شیرمحمد مشهور په حاجي سیلاب ] په پولډرسراچه موټر دماین زوروره چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله نوموړی قومندان له خپلو دوو ساتونکوسر ځای په ځای قتل اوموټریې په بشپړه توګه ویجاړشو

نوموړي قومندان اوس مهال په سیمه کې د15 امنیتي پوستو مشري په غاړه درلوده یرغلګرو ته ډیر وفادار ؤ ، هغه مهال چې یرغلګرو په افغانستان دلمړي ځل لپاره بریدوکړ نوچورلکي یې هم دده په ځای کښېنولي

نوموړي په سیمه کې په سخت ظلم اووحشیتوب سره شهرت درلود دګڼ شمیرمجاهدینو اوعامو مسلمانانوپه شهادت اوځورونه کې یې پراخ لاس درلود

2014/1/25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


جګپوړی امریکی چارواکی اعتراف د طالیبانو خطرناکو بریدونه توان لری
ساعت 14:17 | بازدید : 993 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

زلمی افغان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 28

په افغانستان کې د امریکايي یرغلګرو ځواکونو یو مشر جنرال اټکل کوي،چې طالبان به بېساري او مرګوني بریدونه تر سره کړي.

د ایساف د یرغلګرو عسکرو د قرارګاه امریکايي قوماندان ماریک میلې اعتراف وکړ چې طالبان به پر دوی، د دوی پر همکارو داخلي اجیرو پولیسو، د کابل ادارې اړوند چارواکو او بهرنیو نظامي او ملکي چارواکو باندې د کابل د لبناني هوټل په څېر بېساري مرګوني بریدونه ترسره کړي.

د امریکايي یرغلګرو دغه نظامي مقام چې په افغانستان کې پر خپل ناروا ماموریت بوخت دی، د ویډيويي اړیکې له لارې په واشنګټن کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

نوموړي وویل،داسي اطلاعات یې ترلاسه کړي، چې ښيې طالبان سږ د جګړې اومنظمو بریدونو پخه او کلکه اراد کړې او ویره لري چې طالبان د تېر په څېر پر مهمو پوځي او ملکي اهدافو بېساري بریدونه ترسره کړي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


امید سپرغی
ساعت 15:20 | بازدید : 975 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د عثماني خلافت د نړیدو سره سم پر مسلم امت د ظلم او بربریت بازار تود شو، هغه څه چي صلیبیانو غوښتل په ډیره آسانۍ سره یي د نشت په مقابل کي تر لاسه کړه، فکري او تبلیغاتي جنګ ته یي زور ورکړ او په مقاومو اسلامي حرکتونو پسي یي د تبلیغاتو لپاره کونجاړه خواره لیکوالان وګمارل او یو شمیر یي رسنیو ته وټاکل، د اسلامي خلافت له سقوط سره سم صلیبیانو خپلو شومو اهدافو ته مخه کړه او د مسلمانانو اولې قبلې ته یې مخه کړه، پکار خو دا وه چې مسلمانو حکمرانانو یې پر وړاندې کلک غبرګون خپل کړیوای بالعکس یې یو غوږ بړستن او بل بالښت کړ او د خپل واک د غځولو لپاره یې صلیبي پاپانو او حکمرانانو ته مخه کړه.

د وخت په تیریدو سره روسي قواوي هم په دي نیت زمونږ اسلامپال هیواد ته را وستل شوې او د راتګ لپاره یې مخکي تر مخکي کمونستي کړیو او ګوندونو زمینه سازي وکړه، روس په دي فکر کي وو چي اسلام مخ پر ختمیدو دی او په نړۍ کي به د یهودیت او عیسویت تر څنګ دهریت هم وده وکړي او آسیایي هیوادونه به د دهریت دین خپل کړي، اما د افغان، میړني، او اسلامپاله ولس د کلک غبرګون سره مخ شول، په تش لاس یي د دهریت سره مقابله وکړه، پخپل غرور او اسلامیت یي نړۍ ته تاریخ جوړ کړ.

د روس د شرمیدلې ماتې څخه وروسته نړیوال صلیب پر دې وپوهیده چي د اسلام پیروان اوس هم په مټو کي زور او په زړه کي د ایمان جذبه لري، له همدې ځای څخه یې جهادي ګوندونه پر یو بل بدبینه کړه، پخپلو کې یې سره واچول، وطن یې لوټي لوټي کړ، د شهیدانو د وینو سره خیانت شروع شو او د یتیمانو او خوار ولس په آرمانونو لوبي تر سره شوې.

هغه دردمن او دینداره هیوادوال چې د وطن حالاتو هر وخت دردول، او تل به یې اوښکې پر مخ روانې وې د سخت ذهني کشمکش سره مخ ول، آن تر دې چي ځینو یې د سختې مایوسۍ له امله قلبي سکته وکړه او د حقیقي مالک خوا ته وکوچیدل.

د ظلم او وحشت بازار د چنګیزیت له پولو واوښت، د هیواد لر او بر د پاټکونو څخه ډک شو، افغان ولس ته نور د تګ راتګ اجازه هم نه ورکول کیده، آن تر دي چي د خلکو په سرونو میخونه ټک وهل شول، په مړو جسدونو یي لوبي وشوي، د رقص مرده په نوم ابتکارونه وشول، د وطن په لوړه او ژوره کي جدا جدا حکومتونه اعلان شول، مونږ به خپل ورځنی ژوند د ځایي مشرانو په رحم او کرم تیراوه.

ناڅاپه د قندهار ښار څخه د امید یوه سپرغۍ را ښکاره شوه، په مړو جسدونو کي روحونه په خوځښت شول، هغه ظلم چي په مظلومانو تر سره شو د هیواد د خپلواکۍ او امن خوبونو ته یي د حقیقت تعبیر وګرځوو، د ګوتو په شمار سپیڅلو طالبانو د هیواد څخه د ظلم او وحشت د ټغر ټولولو ته ملا وتړله، هغه اشخاص چي د مایوسۍ تیارو ته لویدلي وو د رڼا په لور وخوځیده، د طالبانو پاک حرکت د ظلم او وحشت څیرې تر قدمونو لاندي دل کولي او پر مخ روان وو، د ولسونو تود هرکلی او کلک ملاتړ د دي لامل شو چي په لږ وخت کي یي د افغانستان پلازمینه کابل فتح کړ، او د همدي ځای څخه د افغانانو لپاره یو اسلامي حکومت اعلان شو، د هیواد یو شمیر علماؤو د حرکت مشر د امیرالمؤمنین په نوم ونوماوه، هغه افغانان چي درې لسیزو یي د ژوندانه څخه ټولي خوښۍ تروړلی وي د امیرالمؤمنین په اعلانیدو سره یي د اطمینان ساه واخیسته، ښه مي په یاد دي چي زمونږ په ځای کي ولسي خلکو د خوشحالۍ پخاطر هوایي ډزي وکړي، ولسوالۍ ته په راتګ یي ولسوال ته د ګلونو امیلونه په غاړه کي ور واچول، سر له صبا خلک د خپلو کارونو په لور وکوچیدل، یوه عجیبه فضاء را منځ ته وه، د ولسونو د کلونو ارمان پوره شوی وو، او د جهاد ثمره هم په لاس ورغلي وه، د زرګونو افغانانو قاتل یي د اریانا په څلور لاري کي را وځړاوه، لوټل شوی ملي شتمنۍ یي بیت المال ته را وګرځولي، ځایي حکومتونه یي له منځه یوړل، او د افغانستان د تجزیه غوښتونکو ارمانونه یي د خاورو سره خاوري کړه. هغه اشخاص چي ملي شتمنۍ یي شخصي بللي او خپل شخصي مفادات یي په خطر کي ولیدل نو د شمال په لوري وخوځیدل، یو شمیر هغو هیوادونو ته یي د مرستي لاس ور وغځاوه چا چي نه غوښتل چي دا زوریدلی ولس د ارام ساه واخلي او د سیالانو سیال شي، د دوی د بي دریغه مالي او جنګي کومک پر مټ سازشیان یو څه وخت د خبرونو په سر کي پاته شول، د ملت په سرنوشت یي لوبو او تجارت ته دوام ورکړ، هغه مهال چي طالبانو د خپل آخري دښمن د ختمولو لپاره کاري پلانونه جوړول تر څو د ولس ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي د سپمتبر د یولسم پلان شوي پیښه را منځ ته شوهپه طالبانو نړیوالو فشارونو زور وموند آن تردي چي د برلین په غونډه کي طالب پلاوي ته د امریکایي پلاوي لخوا دیموکراسي د سرو زرو د قالینچي په نوم ونومول شوه او د پلي کولو غوښتنه یي تري وکړه او د شرعي نظام په مقابل کي ورته د بمونو د باران اخطار ورکړل شو، اما طالبانو د غربي دیموکراسۍ پلي کول د دوه میلیونه شهیدانو د وینو او ارمانونو سره جفا وبلله. که طالبانو سره د ولس د شهیدانو غم نه وای، او اقتدار یي د ولس په ارمانونو مقدم بللای وای نو د اوسني رژیم ښاغلي به اوس تر خپلو کلپونو خاص واي اما هغه څه چي طالبانو د ملت سره جفا بلله دي ښاغلو بیا د عثماني خلافت تجربه تکرار کړه او د یو اسلامي حکومت پر خلاف یي د نشت په مقابل کي د صلیبیانو سره همکاري وکړه او افغانان یي بیاد غم په ټغر کینول

دادي دی د امریکايي اشغال او دعربي دیموکراسۍ غوښتونکو کابو دیارلس کاله تیریږي خو د افغانستان دمجاهدملت دمقاومت او جهاد له برکته لله الحمد ،غربي دیموکراسي د کامیابۍ پر ځای د ناکامۍ په لاره یون کوي او د مجاهدینو ولسي مقاومت ورځ تر بلي غښتلی کیږي، ولسي ملاتړ یي لا زیاتیږي او په نړیواله کچه یي مقاومت ستایلی کیږي، د هیواد د هر وګړي د وژل کیدو په بدل کي صلیبي قواوي د طالبانو لخوا د کلک غبرګون سره مخ کیږي چي د پروان او د کابل د وزیر محمداکبرخان پیښه یي ښکاره بیلګه ده، نړیوال کفر د خپل شکست آخري ورځی او شپي شماري او ګوډاګیان یي د یوه خوندي ځای په لټه کي دي

اسامه وزير وال

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 14
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 407
بازدید ماه : 129
بازدید کل : 99438
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 14
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 407
:: بازدید ماه : 129
:: بازدید سال : 10795
:: بازدید کلی : 99438