لیکوال: قاری محمد یوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1
له سیمې نه په تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي دکندهار ولایت ژړۍ ولسوالي کې میشت دبهرنیو اشغالګرو ځواکونو او داخلي عسکرو پر لوي پوځي مرکز په استشهادي برید کې دګډ دښمن لسګونه عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
خبر زیاتوي په قرارګاه کې دننه دلوې لارۍ موټر بمي چاودنې چې زرګونه کیلو ګرامه قوي پرمختللي منفجره مواد پکې بار وو، دروند ځاني او مالي زیان اړولی،له سیمې نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دموټر بم چاودنه دومره قوي او ستره وه چې له امله یې په قرارګاه کې دننه دعسکرو داوسیدلو وطاقونه او خیمې په بشپړ ډول لمنځه وړې.
په ژړۍ کې دیرغلګرو ځواکونو دا مرکز چې داستشهادیانو له لوري په نښه شوی په سیمه کې ددښمن ترټوله ستره پوځي اډه بلل کیږي ، په دې وروستیو کې دکندهار دمربوطاتو ډیری پوځي قرارګاوې دې مرکز ته رانتقا ل شوې وي او پوځي پرسونل یې دلته اوسیده.
په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دموټر بم دچاودنې اواز دومره قوي وو چې تر ډیرلر ي پورې یې اواز اوریدل شوی، عیني شاهدانو ویلي اوس مهال دپیښې له ځايه داور لوخړې پورته کیږي او دسپکو وسلو د ډزو اوازونه اوریدل کیږي ،سیمه دامنیتي عسکرو له لوري محاصره شوې هیڅ څوک نیژدي نه پریږدي چې دپيښې ځای له نیزدې وګوري
پر بهرنیو ځواکونو دا ستره حمله درې ورځې له هغه برید ورسته ترسره کیږي چې په کابل کې په یرغلګرو ځواکونو پوري تړلو بهرنیانو باندی ترسره شوه او تر ۲۹تنو زیات بهرنیان پکې ووژل شول.
په دې وروستیو کې دکندهار دژړۍ ولسولۍ برید ترټولو ستر برید دي چې په اشغالګرو ځواکونو او داخلي عسکرو ترسره کیږي .
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 13:22 |
بازدید : 1216 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: ژ: لطیف عزم بـــــرخه: بیلابیلي لیکني كـــتني: 48
دشریعت له نظره دوسوسي اصلي منشأ، شیطان او پټ دښمن ته ویل کیږي ، چې دانسان زړه ته لار مومي اوهغه غیري معقولو او بدمرغه کړنو ته سوقوي ، ځکه دانسان زړه به یا دپرښتو کوروي اویادشیطان ځاله، دزړه اینه دانسان اعمال ښکاره کوي چې یابه په رحماني وړانګو روښانه اوپوښلي وي او یابه په شیطاني رنګ اوبوي ککړه او ملوثه وي .
شیطان دخپلو نیرنګونو او دامونو په زریعه دحقیقت په لار کې ولاړوي ، ترڅو انسانان له صراط مستقیم څخه منحرف اوپه باطله سرکړي اوهمدغه انحراف او ګمراهي ورته په ډول ډول تیرایستونکو چراغونو رنګینه او مزینه کړي اودګناه او جرم لار په نظرکې ورته ښکلي او دلچسپه وښيي .
دشیطان برنامي اصولا مخفي اومرموزي وي اوانسان ته دخپلو پلیدو افکارو او خیالاتو په وړاندي کولو سره داسي ښودل غواړي چې ګواکي داهرڅه خپله دانسان فکر او سوچ دي او انساني تدبیردي .
خلاصه داچې چې شیطان په خپله هم مخفي او نامرئیِ وي او کړني او برنامي هم په پوښ او لفافي کې وړاندي کوي اوهرکله چې انسان الله یاداو په زړه کې رحماني رڼاګاڼي بلي کړي ، شیطان ترینه تیښته کوي اوترهغو ورته نشي نیږدي کیدای چې هلته الهي شغلي موجودي اوبلیږي .
دوسوسي نښي
1ـ له نوروخلکو څخه دروحي ناپاکی په پلمه لیري ګرځي ، ۲ـ دعبادت په مهال په شکونوکې لویږي ، مثلا دلمانځه درکعتونو، رکوع اوسجدوپه شمیرکې چې څو یې وکړل اوپوره به یې کړي وي کنه ؟ همدارنګه دلمانځه په نیت کې هم تل په شک او تردیدکوي او ژریې نشي تړلی .
۳ـ دخپلو جامو په اړه تل په سوچ کې وي چې پاکي به وي کنه ۴ـ دکور اوخوني دروازه به یې تړلي اوقلف کړي وي کنه .۵ـ خپل ځان په هرڅه کې مجبوراومحتاج فرضوي ، ۶ـ دمسایلو اومشکلاتو په حل کې که څه هم هغه عادي وي خوځان ته بیاهم لوی کړاوورکوي او همیشه دپیښومنفي اړخ سنجوي .۷ـ په خپلو ټولو کارونو کې له تلوار اوعجلي کاراخلي .۸ـ داسي بیهوده سوچونه وهي چې کیدای شي په دې نیږدي وختونوکې یې، ځوی ، پلار ، مور اوښځي ته مرګ ورسیږي ، یاپه کورکې یې اورولیګیږي ، یازلزله وشي او........ ۹ـ دهغو اعمالو مرتکب ګرځي چې دانسان له وس څخه بهر وي ، مثلا جامي ، اندامونه او لوښي دومره مینځي چې رنګ اوشکل یې په بل مخ اړوي خودده په نظربیاهم پاک نه وي ۱۰ـ په مسایلوکې له سختي اوشدت نه کاراخلي ، منفي ګرايی ، دبل چاعیبونه ویل ، له خپل اولاد ، میرمني او خپلوانو دومره شکایتونه کول چې په تدریجي ډول نیږدی وي دهغوی ترمنځ دخپلوي اودوستي رشتي وشلیږي .
دوسوسو عوامل
دوسوسي عمده عامل خپله وسواسي کس دي ،دخپل ځان په محبت کې ډوب او دالله له ذکر او فکر څخه غافل وي او دالله له لطف او مرحمت څخه دشیطان دوکو او فریبونو ته پناه وروړي ، چې داپه خپله دوسوسي ایجاد او په رڼايي دتیاروو خورول د ي.
ځیني خلک ددي پرځای چې دژوند په اموروکې دقت په کارواچوي له وسوسي نه استفاده کوي ، دبیلګي په ډول داجناسو په خریداري کې دومره سختي کوي چې نه یواځي قیمتي وخت له لاسه ورکړي ، بلکي ډیرځله ټوله اراده بدلوي او خالي لاس بیرته راګرځي ، همدارنګه دکوژدي اومیرمني په انتخاب کې دومره وسواسي او مترددوي چې حتی دځواني رنګیني شیبي او خوږ منګ یې هم له لاسه ووځي اوبیاهم دخپل مطلب څیز ترګوتو نکړای شي !
دوسوسو څوبیلګي :
الف: هغه وسوسه چې ډیره په وسوسي خلکوکې شایع او عامه ده هغه په غُسل او اواداسه کې شک اوشبه ده ، دوی چې کله اودس کوي خپل اندامونه دومره مینځي ته به وايي چې خپل پوستکی په بل مخ اړول غواړي ،دوي په دې فکرچې اندامونه ډیراو مکررومینځي اوشک لیري کړي ، دجمعي فضلیت هم له لاسه ورکړي اودثواب پرځای دګناه اواسراف مرتکبین وګرځي اوددې ایت کریمه تروعیداوحکم لاندي راشي چې الله تعالی فرمايي (إِنَّ المُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ)؛ په رښتیاچې تبذیراواسراف کوونکي دشیطانانووروڼه دي.(اسراء:27)
همدارنګه حضرت رسول¬اکرم صلّياللهعليهوسلّم فرمايي : «إنَ لِلوُضُوء شيطاناً يقال لهُ الولهانُ فاتَّقُوا وَسوَاس الماء»؛داوداسه په وخت کې یوشیطان دی چې هغه ته ولهان ویل کیږي ، نودهغه له وسوسوڅخه ځان وساتی .(ترمذي)
ب: دبې اودسی وسوسه ؛دشیطان کار دمسلمان ازارول او په تکلیف اخته کول دي ، ځیني خلک سره لدې چې اودس لري اوهیڅ کوم عوارض نه وي ورته پیښ خو شیطان ورته وسوسه غورځوي چې اودس دي نشته اومات شوی ، حضرت رسول¬اکرم صلّياللهعليهوسلّم ، ددغې وسوسي ددفع او درمل لپاره داسي فرمايي: «إذا أتاه الشيطان فقال إنك قد أحدثت فليقل كذبت إلا ما وجد ريحا بأنفه أو صوتا بأذنه»؛ هرکله چې شیطان یوه کس ته داوسوسه په زړه کې وغورځوله چې بې اودسه شوی یی، په مقابل کې دي شیطان ته ووايي چې ته دروغ وايی ، ترهغو پوري یې چې بوی دبې اودسی ترسپوږموشوی نه وي اواواز دبې اودسی یې ترغوږ شوی نه وي.(ابوداود)
ج: په لمانځه کې وسوسه ؛لمونځ دشیطان له مهمو ښکارځایونوڅخه دي ، کله چې بنده لمانځه ته پورته کیږي نو مسلمان په سرګردانی کې غورځوي اونه پوهیږي چې څورکعته یې کړي ، حضرت رسول¬اکرم صلّياللهعليهوسلّم په دي اړه داسي فرمايی :«إن أحدكم إذا قام يصلي جاءه الشيطان فلبس عليه حتى لا يدري كم صلّی فإذا وجد ذلك أحدكم فليسجد سجدتين وهو جالس»؛کله چې یوله تاسې لمانځه ودریږی ، شیطان ورسره په لمانځه کې داخلیږي ، اودلمانځه امرورته مشتبه ګرځوي ، په دې ډول چې نه پوهیږي څورکعته یې وکړل، کله چې دغسي شک چاته وغورځید دلمانځه په پاي کې دي دسهوي سجده وکړي.(متفقعليه)
د: ځیني وخت دشیطان وسوسي خطرناک حدته ورسیږي اودمومن دعقیدي تربریده ځان ورسوي، مثلا دمومن په زړه کې شیطان وسوسه اچوي چې العیاذباالله دقیامت راتلل به یقیني وي کنه ،دوزخ اوجنت اودحساب او حشرورځ به وي کنه اوداسي نور ...... په دې کې شیطان یومومن په وسوسوکې ګرفتارول غواړي ؛ خو دشریعت حکم دادی چې ترڅو یې په دغو وسوسو عمل نه وي کړی اویايي په ژبه تلفظ نه وي کړی په دغوخیالاتو اووسوسو ایمان ته زیان او تاوان نه رسیږي اومومن دایمان له دایري څخه نه ووځي .
لکه چې په دې باب حضرت رسول¬اکرم صلّياللهعليهوسلّم ارشادمبارک دی .
عن ابی هريرة رضياللهعنه قال: قال رسول الله صلّياللهعليهوسلّم: «إن الله تجاوز عن أمتي ما وسوست به صدورها ما لم تعمل أو تتكلم»؛ له حضرت ابوهریره رضياللهعنه څخه روایت دي چې رسولاکرم صلّياللهعليهوسلّم وفرمایل:الله تعالی زما امت دهغوخیالونواووسوسوله امله چې دهغوپه زړونوکې راځي معاف کړی اوپرهغوی به ترهغومؤاخذه نه وي ترڅو یې چې پرې عمل او په ژبه تلفظ نه وي کړی.(متفقعليه)
کله ناکله دانسان په زړه کې داسې نامطلوبي اوله تحمل څخه وتلي اوحتی ملحدانه وسوسي اوپوښتني ځای ونیسي چې دمومن زړه او مغز له اضطراب سره مخ کوی ، خو مهربان رب جل جلاله بیاهم دخپلې لوریني اومرحمت څادرله مومن څخه نه لیري کوي ترڅو چې دګمراهی قصدي او عملي هلاکت ته ورټوپ نکړي، له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی ( جاء ناس من أصحاب النبي صلّياللهعليهوسلّم فسألوه: إنا نجد في أنفسنا ما يتعاظم أحدنا أن يتكلم به. قال: «وقد وجدتموه؟» قالوا نعم. قال:«ذاك صريح الإيمان»؛یوشمیرصحابه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل چې زمونږ حال داسي دی چې کله ناکله داسي وسوسي زمونږپه زړونوکې پیداکیږي چې هغه په خولي راوړل مونږ ته ناشوني اوسختي دي ، رسول کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې ایاستاسي حال همداسي دی ؟ هغوی ورته وویل چې هو !زمونږ حال همداسي دی ، ورته یې وفرمایل چې داستاسي دصریح اوخالص ایمان نښه ده.(مسلم)
حضرت امدادالله مهاجر مکی رحمهالله ددې حدیث په تشریح کې فرمايي : وسوسه دشیطان په فعالیت رامنځته کیږي ، ځکه چې هغه دایمان غل اوسارق دی ، هغه تل په دې لټه اوکوشش کې وي چې څنګه ایمان اومومن ته زیان اوضررورسوي اوسره جدایې کړي ، له شک پرته غل هغه کور اوځای ته داخلیږي چې هلته څه ویني اوسرمایه پکې موجوده وي ، که کوم ځای اوکور خالي اوهسي مخروبه وي هلته هیڅکله هم غل نه ځي ، نو چې شیطان دمومن په زړه کې وسوسي اچوي هغه ددې خبري ښکارندويی کوي چې دمومن په زړه کې دایمان لویه سرمایه پرته ده ، نو په یوچل اوفریب ترینه هغه سرمایه لوټل اوضایع کول غواړي اوچې دچاپه زړه کې دایمان سرمایه اوشتمني نه و ي موجوده شیطان هیڅکله هلته نه داخلیږي اونه وسوسوي وراچوي.(اصلاحیخطبات:9/158)
له وسوسو څخه نجات
الله تعالی انسان له وسوسوڅخه دخلاصون لپاره خپل رحمت اودحق حمایت ته رابولي او له شیطاني وسوسوڅخه دنجات یواځینی لار الهي فرمامینوته سرایښودل دي ،چې دغه کار په خپله دشیطاني دوکو او فریبونو په مقابل کې لوی سپرګرځي اومخه یې ډب کوي، الله تعالی فرمايي (وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ)؛ کچیري دشیطان له لوري تاسي ته وسوسه ورسیده ،نو الله تعالی ته پناه یوسی ، بیشکه چې هغه اوریدونکی اوپوه دی .(اعراف:200)
خو پناه وړل هم مرتبي لري ، په ژبه پناه داده چې انسان کله له شیطاني وسوسي سره مخ شو نو په ژبه دي ووايي ( اعوذ بالله من الشیطان الرجیم. بله مرتبه دپناه وړلو الله ته دزړه ده ، چې په خپل ټول قوت اوتوجه به دالله تعالی قدرت ته ځان تسلیموي ، دمغفرت اوعفوي التجابه کوي، په دې ډول به انسان له معصیت اوانحراف څخه نجات پیداکوي اوپه شیطان به غلبه مومي
یوه بله دنجات لاراودوسوسي نسخه داده چې مسلمان به په خپل عبادت اوالهي پیروي کي دمحکمي ارادي لرونکی وي ، وسوسي ته به ارښت نه ورکوي ، مثلا که په لمانځه کې هرڅومره وسوسه ورولویده چې کیدای شي لمونځ یې ناقص کړی وي ، اهمیت دي نه ورکوي ، بلکي هرڅه دي الله تعالی ته سپاري .
رسول الله صلّياللهعليهوسلّم دوسوسو ددفع لپاره دغه دعافرمایلي دي چې په کثرت سره بایدوویل شي .: «اللَّهُمَّ اجْعَل وساوس قلبِي خشيتك وذكرك واجعل همي وهواي فيما تحب و ترضى»؛ یاالله! زما دزړه وسوسي ستاله ویري اویادڅخه وګرځوي ، اوزماغم اووهم په هغه څه کې راولي چې ته یې خوښه وي . (أبوشجاعالديلمي)
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 13:8 |
بازدید : 693 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
دزابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په اجیردښمن دماین چاودني شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : نن سهار 9 نیمي بجې ددي ولسوالۍا ړوند دسره سخر پوستي ته څیرمه داجیري اردوپه ټانک دخښ شوي ماین په مټ زوروره چاودنه ترسره شوه
دچاودني له امله ټانک په بشپړه توګه ویجاړشو وروسته سیمي ته نورپلي عسکر راورسیدل چې دیوه بل خښ شوي ماین ښکارشول
په دواړو چاودنوکې 4 تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل او5 نورسخت ژوبل شول
2014/1/20
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 13:5 |
بازدید : 719 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: زلمی افغان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 47
د روسیې د ایترتاس خبري اژانس د راپور له مخې روسي چارواکو د ګونتانامو زندان څخه تر لیدلې وروسته ویلي هر څومره ژر چې کېدای شي باید د امریکا د ګوانتانامو زندان وتړل شي.
د یوې معتبرې سرچینې د راپور له مخې دا خبره د بشري حقونو، دېموکراسۍ او د قانون د واکمنۍ په چارو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کمېشنر کونسټانټین دولګوف کړې ده.
د روسیې د ایترتاس خبري اژانس راپور زیاتوي، چې کونسټانټین دولګوف د تېرې شنبې په ورځ د روسیې د لویې څارنوالۍ او عدلي وزارت له نورو چارواکو سره یو ځای د ګوانتانامو له زندان څخه لیدنه وکړه.
د روسیې دغه رسمي پلاوي په ګوانتانامو زندان کې له هغه یواځيني روسي بندي سره لیدلي چې په ۲۰۰۲ کال له القاعده سره د تړاو په تور په پاکستان کې نیول شوی او دې زندان ته لېږدول شوی دی.
روسي چارواکو ویلي چې د ګوانتینامو له زندانه د مینګازوف ژر تر ژره خوشې کیدل د روسیې لومړیتوب دی.
د روسیې لوړ رتبه چارواکو تر دغه کتنې وروسته ویلي، چې د امریکا د ګوانتیامو زندان هرڅومره چې ژر کېدای شي، باید وتړل شي.
کونسټانټین دولګوف په واشنګټن کې د روسیې په سفارت کې خبریالانو ته و ویل چې له ګوانتینامو زندانه د دوی کتنه یو ځل بیا د روسیې پر هغو اصولو ټینګار کوي چې د ګوانټینامو زندان په اړه د نړېوالې ټولنې، دولتونو، د بشري حقونو نړيوالو میکانیزمونو او د امریکایي غیر دولتي سازمانونو په ګډون د غیر سازمانونو له اصولو او تګ لارې سره برابر دي چې وایي دغه زندان باید هر څومره ژر چې کیدای شي، وتړل شي.
یاد پلاوي د ګوانتانامو زندان شتون د امریکا لپاره یو ستر تاریخي پېغور او د شرم وړ مسأله بولي.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 12:22 |
بازدید : 524 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 15
د پکتيکا ولايت له ګيان ولسوالۍ نه د دښمن په 5 پوستو د وسلوال بريد خبر ورکړل شو چې 4 يې په بشپړه توګه فتحه شوې.
د راکړل شوي خبر په اساس د اسلامي امارت مجاهدينو بيګا شپه 10 بجې د يادي شوی ولسوالۍ په مني کنډو سيمه کې د ګوډاګۍ اردو په پنځو پوستو بريد پيل کړ چې سپکي او درنې وسلې پکې وکارول شوې.
بريد چې کابو درې ساعته يې دوام درلود په تر څ کې يې 4 پوستې په مکمل ډول فتحه شوې او د 1 پوستې ودانۍ ته هم پوره زيان واوښت.
د بريد له امله په پوستو کې د دښمن 12 تنو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 15 نور يې شدید ټپيان شوي دي، مجاهدين وايي په پوستو کې يې د دښمن 1 زغروال ټانګ او 2 رېنجرموټر په بشپړه توګه سوزولي او دغه راز يې ګڼ نور نقليه وسائط ويجاړ او له منځه وړي دي.
مجاهدينو په پوستو کې 3 ميله راکټ لانچر، 3 ميله پيکا ماشيندار، 5 ميله کلاشنکوفونه او يو ګڼ شمېر نوري وسلې او مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړل.
د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت 2 مجاهدين ټپيان شوي خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
2014-01-20
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 12:18 |
بازدید : 629 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
دکندهارولایت له ژړۍ ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : همدااوس څوشیبي وړاندي ددي ولسوالۍ مرکزته څیرمه دیرغلګروپه مهمه اوغټه قرارګاه داستشهادي مجاهدینوله لوري فدایي بریدترسره شو
خبرزیاتوي لمړی داسلامي امارت داستشهادي کنډک دیوه تن قهرمان مجاهدله لوري دموټربم په مټ چې په زرګونو کیلوګرامه قوي منفجره موادپکې ځای په ځای شوي ؤ فدایي بریدترسره شو
دموټربم له امله ددښمن دقرارګاه ډیري وداني اوخیمي له منځه لاړي اودښمن ته پکې درانه تلفات واوښتل اوشته موانع ټول له منځه لاړل
دموانعو په لیري کیدلو سره ګڼ شمیرنورفدایان چې په سپکو اودرنو وسلو ، لاسي بمونو سنبال ؤ قرارګاه ته دننه شول اوهلته په میشتو یرغلګرو یې کاري بریدونه پیل کړل چې تراوسه په شدت سره دوام لري
په یاده قرارګاه کې ګڼ شمیریرغلګر عسکر میشت ؤ اوګڼ شمیر خېمي دښمن درولي وي
له څه مودي راهیسي دکندهارله مربوطاتو راټولي شوي قرارګاه وي هم په همدي مرکزکې سره ځای په ځای شوي چې ټول عسکر اواکمالاتي توکي يې هم په همدي قرارګاه کې موجودؤ
دشاوخوا ټولو سیمو عملیات به له همدي قرارګاه نه کیدل
دجګړې نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي
2014/1/2
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 12:38 |
بازدید : 866 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: مولوي عصمت الله عزام بـــــرخه: بیلابیلي لیکني كـــتني: 19
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
دنبوت دلمرترراختلومخکي په دُنياکي ډول ډول تيارې خوري وي،ظلم اووحشت خپل انتهاءته رسېدلی وو.
دهغوی دبېلاريتوب دمعلومات لپاره داکافي ده چي
دالله پاک کتاب چي ترټولورښتونی کتاب دی موږته داخبرراکړی دی چي دنبي عليه السلام تربعثت مخکي خلگ په څرگنده بېلاريتوب کي پراته وو.
دانسانيت دسترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم تربعثت مخکي ظلم اوبربريت خپل اوج ته رسېدلی وو،انسانان له حق،صداقت،رشداوهدايت څخه نااشناوو.
ژوندۍ لوڼه ښخول کېدلې،دکورنيو شخړو اودُښمنيو بازارتودوو، زناکارۍ،شراب نوشۍ،خوماربازي اوداسي نوروناوړوکارونورواج درلود.
دانسانانواخلاق،عادات،عقېدې اواعمال ټول ناسم وو،دې هرڅه سمون ته اړتيالرله په دغسي وخت کي دالله پاک رحمت په جوش راغی اودُنياته يې خپل آخري پيغمبرراولېږی چي ترقيامته پوري دټول انسانيت لپاره رهنمااوپېشوادی.
دده په ذريعه الله پاک هغه دجهالت په تياروکي پرتوخلگوته رڼاپيداکړه اودُنياته يې په هره برخه کي دژوندانه اصول اوطريقې وروښودلې اوانسانانوته يې له عذابونوڅخه دخلاصون لار وروښوده.
دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دراتگ مقصددادی چي انسانان دده په طريقه عمل وکړي الله جل جلاله فرمايلي دي:
وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ(النساء:۶۴)
(پرته له دې چي دالله په حکم سره يې طاعت وشي دبل څه لپاره مويورسول هم نه دی رالېږلی!!)
په دې آيت مبارک کي الله جل جلاله خپل عام قانون بيان کړی چي موږکوم پيغمبررالېږلی دی،ددې لپاره مورالېږلی دی څوخلگ دالله پاک دفرمان مطابق دهغه تابعداري وکړي.
نوله دې څخه مطلب دادی چي دغه آخري پيغمبرصلی الله عليه وسلم هم ددغه مقصدلپاره راغلی دی څوخلگ دده طاعت وکړي.
همدارازالله جل جلاله په ځای کي فرمايي:
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا
(سورة الاحزاب:۲۱)يقينًاستاسولپاره دالله په رسول کي دتابعدارۍ ښائسته نمونه شته،دهغه چالپاره چي دالله تعالی اودآخرت دورځي هيله لري.اوالله ډېريادوي!!
يعني نبي عليه السلام ستاسولپاره نمونه ده چي تاسوبه دهغه په څېرکارونه کوئ!
وجه داده چي انسان نمونې ته اړتيالري،دانسان فطرت داسي دی چي يوازي کتاب پرته له استاذڅخه دده داصلاح لپاره،ياديوه علم اوفن دزده کولولپاره کافي نه دی ترڅوچي يومربي اواستاذونه لري.
نوددين په هکله هم انسان يوه مربي اواستاذته اړتيالري،پرته له دې چي داسي يوه نمونه انسانان ولري دوی صحيح لارپه صحيح توگه نه شي پېژندلای نوله دې امله الله پاک پيغمبران رالېږلي دي.
نوهمدارازنبي صلی الله عليه وسلم هم يوه نمونه ده چي بايدانسانان هغه ته په کتلوسره دهغه په پله دقدم اېښودلوهڅي وکړي ځکه دادانسانانو ذمه واري اودپيغمبردبعثت مقصددی.
نواوس موږپه داسي حال کي چي دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دتابعدارۍ نمونه دژوندانه په ټولواړخونوکي لرو،دې ته اړتيانه لروچي دغربيانوسره ځان ورته کړو.
زموږدين په هرڅه کي کامل اومکمل دی،په دې مبارک دين کي دهرڅه په هکله نبوي لارښووني شتون لري.
اوداداسي لارښووني دي چي ددين اودُنيادواړوبری اونېکمرغي په دې کي نغښتې ده.
په دُنياکي هم که څوک خوشحالي غواړي هغه دي ددې مبارک دين په رڼاکي خپل ژوندعيارکړي نودغه هدف ته به انشاءالله تعالی په اسانۍ سره ورسېږي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله و اصحابه اجمعين
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 12:28 |
بازدید : 859 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2
دبادغیس ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې داجیردښمن په پوسته وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدبیګاه شپه 12 بجې ددی ولسوالۍ اړونددطاوي په سیمه کې داجیردښمن دحاجي معاون په امنیتي پوسته ترسره شو
بریدچې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې پوسته په بشپړه توګه فتح درې میله وسله یې غنیمت اوعسکرپه تېښته بریالي شول
2014/1/19
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0