الجـــــــهاد فی سبیل الله
زابل نوبهار کی د دوښمن چاپه روانه ده کڼ شمیر خلک شکنجک شوی دی
ساعت 12:24 | بازدید : 1065 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 0

دزابل ولایت له نوبهارولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : پرون ورځ ددي ولسوالۍ په مربوطاتو لکه چینو والو، ملا اورنګ ، موسی زو اوکرم خیلو کې یرغلګرو داجیروعسکروپه ملتیا دچورلکوپه مټ پراخه چاپه ووهله

دښمن پرون ورځ دکلیوالو 8 عرادي موټرسایکل سوځولي او6 نوريې له ځان سره وړي

همداراز یې دچینوالو له کلي څخه دملکي خلکو 4 ټوپکونه وړي

دښمن په سیموکې خلک وهلي اوسخت شکنجه کړي

دښمن له اولسي وګړو په زوره درایو کاروني غوښتنه کړي اوله هرکلي یې دلسو لسو کسانو اربکیانو غوښتنه کړي چې خلکو نه ده ور سره منلي

دولسوالۍ په شاوخوا سیموکې نن هم ددښمن چورلکي ګرزي اوچاپه دوام لري

تردي دمه مجاهدینو ته لله الحمدهیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

تېره ورځ هم ددي ولایت دشاجوی ولسوالۍ په بازارکې خلکو داربکیانو له زورکي بسپني څخه په تنګ شول اوداجیري اردو عسکروته یې شکایت وکړ ترڅو اربکیان له بازارڅخه بند کړي

دهیواد په هره سیمه کې اربکیان عام اولس تنګوي او په زوره ترې پیسي اونورشیان غواړي چې ټول هیوادوال یې سخت په تنګ کړي

2014/1/19

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهار شاولیکوټ کی یو ټنګ او رینجر له منځه لاړل
ساعت 12:20 | بازدید : 595 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 0

دکندهارولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې دښمن ته تلفات اوښتي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : وړمه ورځ سهار ددي ولسوالۍا ړوند دنصیر کاریز په سیمه کې دګډدښمن له هغه عسکرو سره سخته جګړه ترسره شوه چې سیمي ته دټانکونو اورینجروپه مټ دعملیاتوپه موخه راووتل

جګړه چې په کې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په مهال یې په دښمن دماین چاودني هم ترسره شوي

په پېښه کې ددښمن یوزغروال ټانک اویورینجرموټرپه بشپړه توګه ویجاړ اوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښته

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د پردو په چوپړ کی
ساعت 12:14 | بازدید : 871 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

هر هیواد يوې داسي اردو او پولیسو ته اړتیا لري، چي دهيواد، دین، فرهنګ،عنعناتو او خلکو ساتنه وکړي.

خو داهغه مهال شونې ده، چي دغه اردو او پولیس له استقلال څخه برخه من وي او له استقلال څخه هغه مهال برخمن کېدلی شي، چي دخپل هیواد له لوری بسیاوي،په اسلامي چوکاټ کي روزل شوي او تر هر څه ورته دیني ارزښتونه ګران وي، خو هغه اردو اوپولیس چي دکوم بل هیواد له لوري روزل کيږي، تمويليږي او تنخواوي ور کول کیږي، هیڅکله له استقلال څخه نشي برخمن کيدلی او بایدد مستقل او خپلواک پوځ خیال پرې ونه شي، ځکه هغوی ته خپلواک ویل به که له یوه پلوه په حقو سترګي پټول وي، خو له بله پلوه به دخپلواک په معنا نه پوهیدل وي.

نيوک یارک ټائمز ورځپاڼي د ۲۴-۱۰-۱۳۹۲ په یوه راپور کي وویل: په اصطلاح ملي پولیسو او اربکیانو ته دنومبر له مياشتي راهیسي تنخواګاني نه دي ورکړل شوي، دورځپاڼي په خبره ان په ځینو ځايونوکي داکتوبر له میاشتي راهیسي پولیس او اربکیان بې تنخوا پاته دي.

دغرب له لوري دکرزي دادارې پولیسو، اردو او اربکیانو ته دملګروملتونو له لوري پيسې او تنخواګاني سپارل کیږي، چي دا ځل يې تنخواوي یو مخ لادرکه دي او دورځپاڼي په خبره آن ځينو عسکرو خو په کلیو او ښارونوکي له خلکو پيسې ټولول پيل کړي.

دورځپاڼي په خبره ځیني خو يې له دومره بې پيسې ورځي سره مخ شوي، چي دصابون روپۍ هم نه لري، ترڅو یو عادي دشلو او لسو روپو سابون پرې واخلي.

ورځپاڼي ظاهرا دتنخواوود نه ورکولو پړه دکرزي د ادارې په بې صلاحیته مشرانو وراچولي ده او ځینو غربي چارواکو ددې ویره څرګنده کړي، چي ښايي دغه پيسې غلاشوي وي، خو خبره که څومره دکرزي په ادارې پوري تړلي ده، تردې ډيره دغه خبره خپله په امریکايي چارواکو پسي تړلي ده.

ځکه داسي ښکاري، چي امریکا په دې سره غواړي، ترڅو دکرزي ادارې او افغانانو ته داوښيي، چي که امریکا له افغانستان څخه ووځي، نو دغه په اصطلاح اردو او پولیس به تنخواوي پیدانه کړای شي، نوځکه باید له دوی سره امنیتي تړون لاسلیک کړای شي، ترڅو له يوه پلوه ددوی خپلي ګټي خوندي شي اوله بله پلوه په اصطلاح ملي اردو، پولیس او اربکیان په نس ماړه شي.

خو خبره یوازي دامنیتي تړون نه ده،بلکه دامریکاله لوري په ټوله کي دغه دومره مصارف او تنخواوي خوشي نه ورکول کیږي،هغوی نور هدفونه هم لري، چي غواړي دپولیسو او پوځ له لاري يې ترلاسه کړي.

دافکر باید ونه شي، چي امریکا دغه دومره پيسې بلاعوضه او دهمدردي له امله ورکوي، ځکه امریکا ته ترخپلووږیو افغانان ګران نه دي او نه هم ورنږدې دي او نه هم له خپلو خلکو درانده ټيکسونه ددې لپاره اخلي،چي افغانان پرې ماړه کړي،ځکه دانه شي توجيه کېدلی، چي په امریکاکي دي په ميليونو کسان بې کاره او په نس نه وي ماړه اوغرب دي هغه پرېږدي، په ځای دي يې په زرګونو کيلومتره لري پرتو افغانانو ته پيسې ورکړي او هغوی ته دي کارونه پيدا کړي.

نه امریکا داسي تاریخ لري، چي سخاوت دي يې پکي کړی وي، ځکه یوڅوک چي ټول وخت په غلا تیر کړي هغه به څنګه وکولای شي، بل څوک دسخاوت له مخي موړ کړي.

خو خبر داده، چي دوی غواړي په دې لاري پولیس او پوځ په دې پوه کړي، چي که چيرته په راتلونکي کي زموږ له امر څخه سرغړونه وشي، نو بیابه نه روپۍ وي او نه هم دغه اکمالات، نوځکه باید تاسو يوازي او یوازي زموږ له غوښتنو سره سم قدم کېږدئ.

باید په دې ټول افغانان پوه شو، چي له دې وړاندي او یاله دې وروسته چي امریکا دومره روپۍ دکرزي دادارې پولیسو، اردو او اربکیانو ته ورکوي، ترشا يې ډیر اهداف دي او هغه په لاندي ډول دي.

لومړی: ترڅوپه روانه صليبي جګړه کي له هغوی څخه کارواخلي او دمسلمانانو په خلاف يې وجنګوي.

دوهم: دجګړې په ډګر کي دخپلو عسکرو تشه پرې ډکه کړي، ترڅو دخپلو عسکرو دمرګ ژوبلي مخه پرې ونیسي او په ډيرو کمومصارفو دغه خالی الذهنه کسان کرایه کړي.

دریم: څنګه چي غرب هغوی ته تنخوا او مصارف ورکوي، نوځکه غرب ته دوفادارو غلامانو په څير کار کوي اوله همدې لاري غرب غواړي، چي په دغه هیوادکي ددوی په لاس هغه ډيموکراسي پلي کړي، چي دغرب ګټي پکي خوندي دي.

څلورم: دخپلو محدودو کرايه شویو کسانوپه لاسونو افغان مسلمان ولس وځوروي او ددې مسلمان ملت دکړولو لپاره کار ورڅخه واخلي.

پنځم: دهمدې کرایه شوي پوځ او پولیسو له لوري په راتلونکي کي په د غه اسلامي هیواد کي داسلامي نظام او قانون دپلي کېدلومخه پرې ونیسي.

شپږم: په دې سره غواړي، چي تل ددغه ادارې پوځ او پولیس ترخپل احسان لاندي کړي، ترڅو يوازي دامریکایانو ګټي خوندي کړي.

موږ ولیدل،څنګه چي امریکایان مصري پوځ ته تنخواوي ورکوي او هغوی اکمالوي، په بدل کي يې دخپلو ګټو لپاره استعمالوي،ځکه مصر ي پوځ دامریکایانو په اشاره يو مشروع حکومت نسکور او ځای يې یوه ديکتاتور حکومت ونیو، داسي یو حکومت چي ټول کار داسرائیلو او امریکایانو لپاره کوي،نوځکه باید مسلمانان په دغه ډول اردو، پولیسو او عسکرو ونه غولیږي، چي زموږ لپاره به کارکوي، دغه عسکر دهغه چالپاره کار کوي او کار ورڅخه اخيستل کيږي، چي څوک روپۍ ورکوي.

موسی مهاجر

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


میوند کی د وژل شویو لوبغاړو د پیښی په اړه اسلامی امارت ویاند څرګندونی
ساعت 12:7 | بازدید : 787 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: قاري محمد یوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2

دکندهار په میوند ولسوالۍ کې چې تیرماښام رسنیو دکرزي دادارې دچار واکو په وینا یو را پور خپور کړ چې ګواکي څو تنه لوبغاړي په راکیټي برید کي وژل شوي دي او دا برید یې طالبانو منسوب کړ، موږ دکرزي د ادارې دچارواکو دا ادعا په کلکه ردوو او له خپل لوري پر رامنځ ته شوې پیښه خپګان ښیو او داکار ددښمن داستخباراتي کړیو،او دولتي ایله جار یانوبولو چي په نوموړې سیمه کي یې دخلکو ژوند نور هم ستونزمن کړی او دشخصي عقدو پر بنا داسي او دې ته ورته اعمال ترسره کوي

باید یادونه وکړو چي موږ خپل دښمنان ډیر ښه پیژنو موږ هیڅ کله هم داسي ځایونه تر هدف لاندي نه نیولي او نه یې هم نیسو زموږ هدف یوازي یرغلګر او به هغوئ پورې تړلي بانډونه او هغه څوک چي دکرزي په فاسده اداره کي کار کوي ، خو داپیښه چي دوی یي پر طالبانو پړه اچولې دمجاهدینو له لوري نده تر سره شوې ځکه په دې وخت کي په نوموړې سیمه کي داسلامي امارت دمجاهدینو له لوري کوم عملیات ندي تر سره شوي ۰

قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند 2014/1/19

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د یرغلګرو له برکته ۲ برخه
ساعت 12:4 | بازدید : 695 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: محمود احمد بـــــرخه: نوري مقالې

له دې خبري انکار نشي کېدای چې د یرغلګرو له راتګ سره په افغانستان کې په دیارلسو کلنو کې د رسنیو شمېره له توقع نه ډېره زیاته شوه، د سیما CIMA (Centrefor Internatioal Media Assistance)د تازه خپاره شوي راپور لمخي په افغانستان کې تر دې دمه ۷۵ټي وي چېنلونه، ۱۷۵ایف ایم رادیوګاني او په سلګونو چاپي رسنۍ په کار لوېدلي دي. د دې خبري په تائید سره انګلیسي ورځ پاڼي Daily OutlookAfghanistan د رسنیو په اړه په خپل راپور کې لیکي چې په افغانستان کې د رسنیو پرمختګ په دومره کمه موده کې د ډېرو هیوادونو په پرتله حیرانونکی دی.

رسنۍ د ننۍ موډرنې نړۍ په چارو کې ډېره پراخه ونډه لري، ویل کیږي چې کله اردو د یوځای له نیولو څخه بې بسه شي هغه ځای رسنۍ په ډېره اسانۍ سره قبضه کولی شي ځکه چې اردو یوازي په زمیني جګړه کې بری موندلی شي خو له بلي خوا رسنۍ فکري عقیدوي او کلتوري جګړه ډېره په اسانی سره ګټلی شي. همدا لامل دی چې یرغلګرو په افغانستان کې تر بل هر څه د رسنیو له لاري ډېري هلي ځلي کوي. لکه څنګه چې د سیما راپور زیاتوي چې ډېري رسنۍ دم ګړی لا د امریکا په مالي مرسته چلیږي.

زیاتره رسنۍ داسي برنامې خپروي چې د افغانستان له خلګو سره هیڅ عقېدوي او کلتوري تړاو نه لري. د بېلګي په توګه د طلوع تلوېزون د افغان ستوري(AfghanStar) او د هند د ډرامو سریالونه، د لمر تلوېزون د هند د ډرامو سریالونه او د اریانا تلوېزون د ستاره رنګین(Color Star) برنامې په پراخه کچه په نوي نسل کې مقبولي شوې چې اغیزي یې په ځوانانو او په ټولنه له ورایه څرګندي دي. لدې سره سره د ترکي ډرامو سریالونه په ډېره پراخه کچه په نوي کهول کي کتل کیږي، له همدې امله په کابل کې د طلاق شرحه تر لمخه ډېره زیاته شوېده. په عامو خلګو کې د تفریح شوق له اړتیا زیات ډېر شوی دی، تر ټولو بده خبره خو له دا ده چې ډمتوب ته یې د هنر نوم ورکړ، او هغه کار چې مخکي به افغانانو کې شرم ګڼل کېده وس د رسنیو له امله یې نوي ځوانان د ځان لپاره افتخار بولي.

همدارنګه د نکاح تصور بې اهمیته کول او په ځای یې د لوېدیځ ګرل فرائنډ(Girl Friend) غوندي غیر شرعي،فحش راوج خورول. خلګ د معنویت په ځای مادیت ته رابلل، یعني د خلګو په ‍‍‌ذهنو کې د ګاډي، کور او... اهمیت دومره حد ته ډېرول چې په ټولنه یې نوري هم بدي اغیزي پاته شي،د ځوانانو په ذهن کې مشران او د هغوی رایي ته په درنښت نه کتل او په فکر کې دا ناروغي ورپیدا کول چې موږ په هرڅه پوهیږو او د مشرانو وس وخت تېر شوی دی وس یې رایي او نظر ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي. د خلګو په ذهن کې دیني تصورات په ورو ورو بې اهمیته کول او هغوی ته په سپک نظر کتل لکه ملا، عالم، پګړۍ، ږیره .......

د زیاتره چېنلونو مالي مرسته د داسي ادارو او خلګو له لوري تر سره کیږي چې د افغانستان له خلګو سره یې عقیدوي او کلتوري اختلاف له ورایه څرګندیږي. د بېلګي په توګه طلوع تلوېزون، لمر تلوېزون، فارسي۱تلوېزون او ارمان ایف ایم،ارکوزی ایف ایم مالک موبي ټولنه (Moby Group) ده چې مالي مرسته يې د ایران محسیني کورنی له لوري کیږي. اریانا تلوېزون د امریکایانو او افغانانو لخوا په ګډه چلول کیږي. خراسان تلوېزون خو لا خپروني له امریکا کوي.

ایا دومره ډېرو تلویزوني چېنلونو ته اړتیا شته؟ ایا په افغاني ټولنه یې تر وسه مثبتي اغیزي ډېري دي که منفي؟ ایا تفریحي برنامو ته له اړتیا نه زیاته توجه کول ډېره اړینه ده؟ ایا موجوده رسنۍ د افغاني ټولني عقېدوي او کلتوري اصولو ته وده ورکوي او که بالعکس د بدلولو هڅه یې کوي؟

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تابعیت ددین په بیه
ساعت 22:14 | بازدید : 556 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

محمد ادريس بـــــرخه: نوري مقالې

يو تنکي افغان ځوان د دين په عوض د انګلستان تابعيت تر لاسه کړ، حکومت ورته په خپل هيواد کې د اوسېدو اجازه له دې کبله ورکړه، چې هغه په يوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلى، خو اوس هېڅ دين نه مني، او د هېڅ مذهب د اصولو پابند نه دى.

د انګلستان د محکمې د دې پرېکړې په اړه خپرو شوو راپورونو کې وويل شول چې يو افغان زلمى، په دوه زره او اووم عيسوي کال کې په داسې حال کې لندن ته ورسېد چې عمر يې ايله شپاړس کاله و، په يوه مسلمانه کورنۍ او اسلامي هيواد افغانستان کې زېږېدلى، پلار او مور يې مسلمانان دي، خو په لندن کې يې د مسيحيانو کليسا ته تګ راتګ پيل کړ، څو وګوري، چې ايا عيسيويت د هغه لپاره ګټور دى کنه؟

خو دې نتيجې ته ورسېد چې بايد له دين څخه تېر شي، په انګلستان کې يې د اوسېدو غوښتنه وکړه، وکيل ورته وټاکل شو، محکمې يې په دوسيه کار پيل کړ، د کينټ په نوم يو پوهنتون شاګردانو ته د دې افغان پر دوسيه د کار او مطالعې دنده وسپارل شوه، او بالاخره پرېکړه وشوه، که دغه زلمى خپل هيواد ته ستون شي، هلته به د مرګ د ګواښ سره مخ شي، او کېداى اسلامي شريعت پرې تطبيق شي؛ نو بناءً هغه بايد همدلته (په انګلستان کې) پاتې شي.

دغه د خپل نوعيت لومړۍ پېښه ده، چې په برتانيه کې يو غير انګريز وګړي ته د مذهب پر بنياد پناه ورکول کيږي، سره له دې چې هغه په يو مذهب او دين هم باور نه لري، خو ايا دا ريښتيا ده چې افغان شپاړس کلن دى، په خپله خوښه يې کليسا ته تګ راتګ پيل کړى، د خپلې مطالعې په نتيجه کې يې د هر مذهب سره اړيکې پرې کړي؟؟؟

او که نه مجبور کړاى شوى دى چې د مسجد پر ځاى کليسا ته ولاړ شي، له اسلامي احکامو لاس واخلي، اسلام ته په سپکه وګوري، او يا له دې لارې د مذهب پرېښودلو ته اړ کړاى شوى چې کولاى شي د مذهب په خوشې کولو سره تابعيت تر لاسه کواى شي، تبليغ ورته شوې، هڅول شوى، د لندن پر زايلېدونکو جنتونو ګرځول شوى، او د ژوند هدف ورته يوازې و يوازې، د دې دنيا ژوند ښودل شوى دى؟؟؟

په خپرو شويو راپورونو کې دغو پوښتنو ته هېڅ راز ځواب نه دى ويل شوى، او نه د ياد افغان ځوان نوم په ډاګه شوى دى، او دا هم نه ده روښانه چې شپږ کاله څه ډول دغه ځوان په انګلستان کې اوسېدلى، د کومو شرايطو پر اساس د دومره اوږدې مودې لپاره هلته د هستوګنې اجازه ورکول شوې وه، عموماً په دغو هيوادونو کې پناه غوښتونکي کسان له وړاندې څخه د يو پروګرام سره ځي، هغې هيواد ته په داخلېدو سره د پناه غوښتنه کوي، او دوسيه جوړوي، خو دا چې د دغه تنکي افغان لومړۍ دوسيه (کيس) څه ډول و، او د مذهب پرېښودلې يې څه ډول بنياد وګرځول شوې؟؟؟ هېڅ معلومات نشته.

په هر حال، له هيواده د تنکيو ځوانانو وتل نوې خبره نه ده، له دوه زرم ميلادي کال وړاندې دغه پېښې ډېرې کمې وې، او لږ افغانان بهر ته او په ځانګړې توګه اروپا ته تلل، خو پر افغانستان د صليبي يرغل څخه وروسته دغه پېښې زياتې شوې، او هر کال د بيلا بيلو لاملونو په اساس زرګونه افغانان د تېښتې هڅه کوي، ډېرې يې اقتصادي علتونه، په هيواد کې د لويديځ د هوسا ژوند افسانې خپرېدل، او دا تشهير چې د ژوند لپاره تر ټولو ښه ځاى د لويديځ پرمختللي هيوادونه دي.

په دې برخه کې په قاچاقي لارو تګ او په دې لاره د سختيو او ستونزو ګاللل، له هيچا پټ نه دي، د اروپا په تکل له کوره وتي ځوانان د غلو او شکوونکو لخوا لوټ او حتى وژل شوي، د نورو هيوادونو امنيتي مسئولينو په بې رحمانه توګه د مرګ کندې ته غورځولي، کومو کسانو چې خپلې پاکلمنې مېرمنې او معصوم بچيان هم د يو ښه ژوند درلودلو په نيت دې خونړۍ لارې ته غورځولي نو بې عفته شوي، او بچيان يې له لاسه ورکړي، او ځينې يې بيا له مالي مصرف، وخت ضياع او بدني تکليفونو څخه وروسته په کوم هيواد کې نيول شوي او بېرته د پېل نقطې ته را استول شوي دي.

دا هر څه روښانه او څرګند دي، خو دا به لومړى ځل وي، چې افغانان د کوم بهرني هيواد تابعيت د اسلام د مبين دين په څېر د بې ساري شتمنۍ په بيه تر لاسه کوي.

ما د خپلې ټولنې دغسې ډېرې خلک ليدلي چې يا خو د ناهيلۍ سره مخ شوي، شته يې له لاسه ورکړي، او د يو ښه کاروبار پر ځاى يې ورځ مزدورۍ ته لاس اچولى دى؛ خو د بې دينه افغان له موضوع بايد هغه پر دين مين افغانان خبر وي چې خپل کم عمره بچيان د (خارج) د ګټې لپاره استوي.

له ډېرو به مو اورېدلي وي چې غواړي تر ټولو کشر زوى لندن ته واستوي، او دا د دې لپاره چې په اسانۍ تابعيت تر لاسه کولاى شي، خو هغوى چې د خپل سپيڅلي دين اسلام سره مينه لري، بايد وپوهيږي، چې کوچنيانو ته ولې په اسانۍ، له کومو اوږدو او ستونزمنو پړاوونو څخه له تېرېدو پرته د هويت کارت ورکوي، او دا زمينه ورته چمتو کوي، چې په دغه هيواد کې پاتې شي؟

استادان وايي د کم عمره هلک يا انجلۍ ذهن د سپينې تختې په څېر وي، چې هر څه پرې ليکې ليکلاى يې شئ، او چې څه دې پرې وليکل نو هېڅکله هم نه پاکيږي، همدا علت دى چې اروپايي هيوادونه د اسلامي هيوادونو څخه د ورغليو وګړو په منځ کې د پاخه عمر درلودونکو په نسبت ځوان قشر ته ډېر اهميت ورکوي، او کوښښ کوي چې دغه خلک راخپل کړي.

د همدې وروستۍ پېښې په اړه انګريزي مدافع وکيل د خپل موکل (افغان ځوان) په اړه خوښي څرګنده کړې، او ويلي يې دي دا لومړى ځل دى چې په انګلستان کې يو ملحد ته د الحاد په اساس پناه ورکړل شوه، سپينه خبره ده، چې يو پردى، د افغان لپاره د ښه ژوند د پيل له امله نه دى خوشحاله، بلکې له مذهبه د هغه مخ ګرځول لمانځي.

هغه والدين بايد يو ځل بيا د خپلو اولادونو پر عقيدوي حالت غور وکړي، چې په کم عمرۍ او حتى په پخه ځوانۍ کې يې بچيان د اروپايي هيوادونو تر محکمو، کليساوو، نايټ کلبونو، مۍ خانو، لارو او کوڅو پورې ورسول، که د کوم اروپا ميشتي ځوان والدين د خپل دين سره مينه لري، او په ټولنه کې د اسلام په احکامو عمل کوي، نو دا يې هم مسئوليت دى چې زرګونه ميله لرې د پراته بچي پوښتنه هم وکړي، چې په کوم سرنوشت اخته شوى دى.

دغه نوې قضيه د کفري هيوادونو د تابعيت درلودونکو څېره، او د هغه هيوادونو د حکومتونو موخې ښه روښانه کولاى شي، دغه راز په بريښنايي پاڼو کې يو شمير فعال افغانان او غير افغانان چې ډېرې يې په بهرنيو هيوادونو کې ميشت دي، او د افغاني عنعناتو پر سپکاوي سربېره نعوذ بالله د خداى، پيغمبر او کتاب الله په اړه بې لارې کوونکي څرګندونې کوي د کفري هيوادونو اسلام ضد پروژې دي، چې غواړي په ځانګړې توګه د افغانستان د مسلمان ملت په منځ کې د بې دينۍ او الحاد تخم وشيندي، او ځوان کهول بې لارې کړي.

نه يوازې دا بلکې، همدا اوس د کابل ادارې په غټو غټو چوکيو ناستو هغو خلکو د عقيدې د څرنګوالى په اړه هم پوښتنې راولاړيږي، چې بهرني تابعيتونه لري، او هيواد ته د کفري ځواکونو له راتګ وروسته سمدستي را پيدا او مهمې مهمې دندې وروسپارل شوې، او لرې نه ده چې د انګلستان قوانين افغانستان ته هم راوغزيږي.

2014-01-16

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کابل په بهرنی هوټل کی فدائی برید کی کڼ شمیر یرغلګر قتل شول
ساعت 22:8 | بازدید : 665 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7
نن ماښام ۷ نيمې بجې د کابل ښار د (ګرين لائن) دننه د وزيرمحمد اکبر خان په سیمه کې په هغه بهرني هوټل دروند فدايي بريد ترسره شو چې عموما خاصو بهرنيو يرغلګرو په کې ډوډۍ خوړله ، په بريد کې درانه منفجره مواد کاريدلي وو چې دښمن ته يي د سر دروند زیان اړولی ده ، د لومړنيو معلوماتو په اساس په برید کې ډيرې د المان يرغلګر هیواد غټ پوړې کسان وژل شوي دي ، د بريد په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۳/۱۶هـ ق

۱۳۹۲/۱۰/۲۷هـ ش ــ

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کوتړ شګل اړوندو سیمونه 81 عسکر او پولیس استخارتی کسان له مجاهدینو سره یو ځای شول
ساعت 22:0 | بازدید : 1229 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5


نن د کنړ ولايت شيګل ولسوالۍ له تاغه سپرۍ،چوګام شاه، لمګۍ،سرکۍ،هوارسر، شهرشاه او رودو سيمونه يو اتيا (۸۱) تنه د کابل ادارې اړوند عسکر، پوليس او استخباراتي (CTPT) کسان د حقايقو په درک کولو سره او داسلامي امارت د دعوت او ارشاد کميسيون او سیميزو مجاهدینو د اخلاص او هلو ځلو په نتيجه کې له خپل مخالفته لاس په سر او له اسلامي امارت سره يوځای شول.

يادو کسانو ژمنه وکړه چې نور به د خپل دين او هیواد په خلاف له یرغلګرو او د هغو له غلامانو سره هيڅ راز همکاري نه کوي بلکې د هیواد د آزادۍ لپاره به په روانه مبارزه او جهاد کې خپله ونډه اداکوي، دغوکسانو په دې باندي خورا پيښيمانتيا وښوده چې د څو روپيوپه بدل کې غوليدلي وو او د پردو ګټو لپاره د خپلو مجاهدینو وروڼو سره جنګول کيدل.

په سیمه کې داسلامي امارت د مسئولينو لخوا هم يادو ټولو کسانو ته ښه راغلاست وويل شو او ډاډ ورکړل شوو چې نور به دوی ته د وروڼو په سترګه ګوري او هيڅ راز مشکل به نه ورته پيښيږي، مجاهدينو يادونه وکړه چې که دغوکسانو غوښتل په جهادي خدمت کې ونډه واخلي نو سيميز مجاهدين به ورته د خدمت لازمه زمینه برابره کړي ، د يادوکسانو نومونه ، ولديت ، دندي او هستوګن ځايونه په لاندې جدول کې توضيح کيږي:
ولایت
ولسوالی
کلی
د دندی زای
دنده
دپلار نوم
نوم
شماره

کنړ
شیګل
تاغه سپری
لوګر
عسکر اردو
محمدګل
علیم ګل
۱

//
//
//
کابل
پولیس
محمداګل
سیدجمال
۲

//
//
//
کابل
عسکر اردو
محمداګل
خطاب
۳

//
//
//
هرات
پولیس
محمداګل
سیداګل
۴

//
//
//
غزنی
پولیس
سیدانګل
امان الله
۵

//
//
//
کابل
پولیس
سیدانګل
رحیم الله
۶

//
//
//
کابل
عسکر اردو
سیداحمدګل
زیرګل
۷

//
//
//
لوګر
پولیس
نعمت ګل
واحد
۸

//
//
//
لغمان
پولیس
میرعلم
فیضول
۹

//
//
//
کندز
پولیس
عظیم خان
شیرمحمد
۱۰

//
//
//
کندز
پولیس
فاچا سید
میرافضل
۱۱

//
//
//
کابل
پولیس
اکبرسید
فیضل الله
۱۲

//
//
//
کابل
پولیس
محمدګل
فاچا ګل
۱۳

//
//
//
کابل
پولیس
ګل رحمن
خان زمان
۱۴

//
//
//
کابل
پولیس
ګل جان
امین الله
۱۵

//
//
//
زابل
عسکر اردو
شاه ولی
اسماعیل
۱۶

//
//
//
لوګر
پولیس
قادر
عظیم
۱۷

//
//
//
لوګر
پولیس
عظیم خان
عمرفاروق
۱۸

//
//
//
کابل
پولیس
قدر سید
قادر سید
۱۹

//
//
//
میدان شار
پولیس
میاګل سید
ګل شیر
۲۰

//
//
//
لوګر
پولیس
ملک سید
جمال سید
۲۱

//
//
//
لوګر
پولیس
ملک سید
برکت الله
۲۲

//
//
//
کابل
پولیس
ملک سید
رحمت الله
۲۳

//
//
//
کابل
پولیس
ملک سید
عزیزالله
۲۴

//
//
//
میدان شار
C.T.P.T
سیداکبرخان
شاه ولی
۲۵

//
//
//
کابل
پولیس
ګل سید
ظاهر
۲۶

//
//
//
کابل
پولیس
ګل جان
امین الله
۲۷

//
//
چوګام شاه
اروزګان
عسکر اردو
امانت خان
شفیع الله
۲۸

//
//
//
قندهار
C.T.P.T
نواب
تور خان
۲۹

//
//
//
کابل
عسکر اردو
نواب
سلطان زرین
۳۰

//
//
//
کابل
عسکر اردو
نواب
لال زمان
۳۱

//
//
//
کابل
پولیس
نواب
ګل زاده
۳۲

//
//
//
زابل
عسکر اردو
تیمور
محمدالله
۳۳

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
سیدبابا
خان ولی
۳۴

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
ګلاب خان
عمرخان
۳۵

//
//
//
کابل
عسکر اردو
ګلاب خان
شوکت
۳۶

//
//
//
کابل
عسکر اردو
حسن خان
ایوب خان
۳۷

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
جانان خان
فاینده خان
۳۸

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
جانان خان
شینګل
۳۹

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
جانان خان
رسول محمد
۴۰

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
جانان خان
موسی خان
۴۱

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
جانان خان
موسی عبدالجبار
۴۲

//
//
//
زابل
عسکر اردو
صاحب غنی
ګل زرین
۴۳

لمګی
کابل
عسکر اردو
نورمحمد
شفیع الله
۴۴

//
//
//
کابل
پولیس
نورمحمد
نعمت الله
۴۵

//
//
//
کابل
پولیس
نورمحمد
محمدرسول
۴۶

//
//
//
کابل
عسکر اردو
خان زرین
شهاب الدین
۴۷

//
//
//
کابل
عسکر اردو
خان زرین
اجمل خان
۴۸

//
//
//
کابل
عسکر اردو
ناز میین
سلیم
۴۹

//
//
//
کابل
پولیس
محمدجان
حمیدالله
۵۰

//
//
//
کابل
پولیس
اختری
فضل امین
۵۱

//
//
//
کابل
پولیس
فاچا
زرین
۵۲

//
//
//
کابل
پولیس
فاچا
واحد
۵۳

//
//
سرکی
هلمند
عسکر اردو
رامتول
چمتول
۵۴

//
//
//
کنړ
C.T.P.T
سخی ګل
عرفان الله
۵۵

//
//
//
کابل
نظم عامه پولیس
سیدعارف
شهاب الدین
۵۶

//
//
//
کابل
پولیس
فاروق
محمدایوب
۵۷

//
//
هوار سر
کابل
پولییس
فیروز
حیات الله
۵۸

//
//
//
کابل
پولیس
خان شیر
تاج ولی
۵۹

//
//
//
کابل
پولیس
بهادر
شاه ولی
۶۰

//
//
//
بادغیس
عسکر اردو
خان شیر
ولی خان
۶۱

//
//
سهرشاه
هلمند
عسکر اردو
شیرزمین
عبدالقیوم
۶۲

//
//
//
میدان وردګ
C.T.P.T
محمدخان
قادر
۶۳

//
//
//
میدان وردګ
C.T.P.T
فیرخان
فراز
۶۷۴

//
//
//
کابل
عسکر اردو
موفات
حیات
۶۵

//
//
//
میدان وردګ
C.T.P.T
عبدالرؤف
فاچا
۶۶

//
//
//
کابل پول چرخی
عسکر اردو
عبدالرؤف
مسافر
۶۷

//
//
//
وردګ
عسکر اردو
فیرخان
عبدالغیاث
۶۸

//
//
//
تګاب
عسکر اردو
سیدور
شاه پور
۶۹

//
//
//
تګاب
عسکر اردو
سیدور
سلیم
۷۰

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
تاوس خان
ظاهر
۷۱

//
//
//
هلمند
عسکر اردو
لال فاچا
محمداسلام
۷۲

//
//
//
کابل
عسکر اردو
سیدمحمد
اکرام الله
۷۳

//
//
//
کابل
عسکر اردو
سیدمحمد
بهادر
۷۴

//
//
رودو
قندهار
عسکر اردو
خان بادشاه
موسی
۷۵

//
//
//
کابل
عسکر اردو
خان بادشاه
شیر بهادر
۷۶

//
//
//
پکتیکا
عسکر اردو
عارب جان
شینا
۷۷

//
//
//
کابل
عسکر اردو
محمدظاهرخان
حمیدالله
۷۸

//
//
//
قندهار
عسکر اردو
جانان
نادر
۷۹

//
//
//
هرات
عسکر اردو
معشوق
تورخان
۸۰

//
//
//
میدان شار
C.T.P.T
عرب جان
لال زمان
۸۱


ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۳/۱۶هـ ق

۱۳۹۲/۱۰/۲۷هـ ش ــ 2014/1/17م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


نوازد كي ددښمن 5شوبلي تخريب 20 قتل او12 نور سخت ژوبل شول
ساعت 20:7 | بازدید : 612 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت په نوزادولسوالۍ کې اجیردښمن ته درانه تلفات اوښتي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون غرمه 12 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دانګرک اوګرمي کاریز سیموته ګڼ شمیر داجیري اردو عسکرو پولیس اودنظم عامه پولیس دغزیدلي لاري چې دمجاهدینوله لوري بنده وه دخلاصون په موخه دعملیاتو لپاره راووتل چې سمدستي دمجاهدینوله لوري تروسلوال بریدلاندي راغلل

جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي ترماسخوتن پوري یې په شدت سره دوام وکړ اوددښمن ګڼ شمیرشوبلي په ماینونوکې محاصره شوي

دخبرله قراره : تردي مهاله ددښمن 5 شوبلي په بشپړه توګه ویجاړي شوي اوسوځول شوي دي همداراز دوه ماینونه ددښمن په پلي عسکرو چاوديدلي چې له امله یې 20 تنه عسکراوپولیس ځای په ځای قتل او12 تنه نورسخت ژوبل شوي دي

په وژل شویوکې دنظم عامه پولیسو یوتن قومندان [خیبر] هم شامل دی همداراز ددښمن ګڼ شمیروسلې هم په بشپړه توګه ویجاړي شوي

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي

2014/1/17

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پروان سیاګرد کی د امریکی وخشی د ملکی تلفاتو ورسی جوزئیات
ساعت 13:56 | بازدید : 564 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ذبیح الله مجاهد.

هغه عملیات چې دوه شپې وړاندې دپروان ولایت سياګرد ولسوالۍ د وازغردرې په سیمه کې د امریکايي يرغلګرو لخوا د کورنيو مزدوران په ملتيا د ملکي خلکو په وړاندي ترسره شول، ټول په کې زموږ ۱۰ تنه مظلوم هیواد شهیدان او ۱۸ ټپيان شول چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.

۹ کورونه په بمبار او توغندويي بریدونو کې ويجاړ شوي ،د خلکو باغونه او کښتونه د خاصو زهرجنو وسلو په استعمال سره کاملا سوزيدلي ، دخلکو د کورونو سامانونه تر ډيره غلا شوي او يا له منځه وړل شوي او د وازغر درې خلکوته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د اشغالګرو په دغو عملياتو کې د هغو ملکي خلکو نومونه په لاندي ډول دی چې يا شهیدان شوي او ياټپيان دي

:

شهیدان:

۱ــ الف الدين دمحمدايوب زوی . عمر ۳۸کاله

۲ــ بسم الله جان د سليم زوی عمر ۲۲ کاله

۳ــ عزت الله دقربان الله زوی عمر ۱۷ کاله

۴ــ شمس الرحمن د عبدالرحمن زوی عمر ۱۲ کاله

۵ــ ثريا بنت قربان الله عمر ۴ کاله

۶ــ ارزو بنت قربان الله عمر ۶ کاله

۷ــ جان ګل د ګل خان زوی عمر ۶۰کاله

۸ـــ ښځه چې د افغاني دودونو له امله يي نوم نه ده ښودل شوی

۹ــ ښځه // // //

۱۰ــ ښځه // // //

ټپيان :

۱۱ــ حشمت الله دقربان الله زوی عمر ۲۰ کاله

۱۲ــ محمد صادق د ميرزا امير زوی

۱۳ ــ صابر د ميرزا امير زوی

۱۴ــ محمدعالم د ميرزا امير زوی

۱۵ــ علم جان د ميرزا امير زوی

۱۶ــ نوروزګل د وزيرګل زوی

۱۷ــ ناصر د عطاؤالله زوی

۱۸ــ محراب د صاحب ګل زوی

۱۹ــ امير شاه خان د اميرګل زوی

۲۰ــ خان جان د مياجان زوی

۲۱ــ ذاکرالله د خان جان زوی

۲۲ــ شيرين آغا د سیدآغا زوی

۲۳ــ ميراجان د سیداحمد جان زوی

۲۴ــ ښځه

۲۵ــ ښځه

۲۶ــ ښځه

۲۷ــ ښځه

۲۸ــ ښځه

دهغو خلکو چې کورونه وران شوي :

۱ــ بادام ګل

۲ ــ الف شاه خان

۳ــ حاجي امان

۴ــ حاجي خان شيرین

۵ــ نورمحمد

۶ــ ملاعبدالغني

۷ــ عبدالحي

۸ــ محراب

۹ــ امان الله

د جګړې په لومړۍ پيل کې د وازغر درې په وتلي څنډه کې د مجاهدينو لخوا د دښمن په ضد کلک کمين نيول شوي وو چې دوه ساعته له دښمن سره نښته وشوه ټول ټال په کې تر ۲۵ پورې بهرني او کورنۍ عسکر قتل او ټپيان شول ، همداراز زموږ ۵ تنه مجاهدین هم په دغه کمين کې دشهادت لوړ مقام ته ورسيدل ، باقي پاتې مجاهدين په سالم ډول د يادې سيمې نه غريزو سیموته وخوځيدل .

امریکايي وحشي عسکرو د درنو تلفاتو په لیدلو سره دانتقام په توګه نيږدې ملکي کورونو او کلی په نښه کړل او بمباريې پيل کړ ، ټول کلی يې په داسي حال کې تر اور لاندی ونيو چې مجاهدين له سيمې نه ډير لرې تللي وو.

ديرغلګرو لخوا دغه راز وحشتونه کومه نوي خبره نه ده بلکې په مکرر ډول امريکايانو دخپلو تلفاتو کسات له عامو خلکو اخیستی او په ځلونو يې د هیواد په لر او برکې ملکي خلک شهيدان کړي او ځورولي دي ، امریکايي وحشيان غواړي خلک د دغه راز جنایاتو په مټ دې ته اړ کړي چې ديرغل په مقابل کې چوپ پاتي شي او دمجاهدينو د تحرکاتو په اړه یرغلګرو ته معلومات ورکړي، که چيرې په کومه سیمه کې ديرغلګرو په وړاندي دمجاهدینو مقاومت تر سره کيږي، د يرغلګرو او مزدورانو د محاسبې له مخې د سيمې ټول خلک بايد ووژل شي ، کورونه ويجاړ او خلک په وچ زور او فشار د يرغل منلوته تابع کړل شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۳/۱۶هـ ق

۱۳۹۲/۱۰/۲۷هـ ش ــ 2014/1/17م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 5
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 398
بازدید ماه : 120
بازدید کل : 99429
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 5
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 398
:: بازدید ماه : 120
:: بازدید سال : 10786
:: بازدید کلی : 99429