الجـــــــهاد فی سبیل الله
هلمند ګرشک په چاودنو کی قومندان او پیځ پولیس ووژل
ساعت 17:0 | بازدید : 782 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمد یوسف احمدي.
دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په اجیروپولیس دماین چاودني شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون سهار نهه بجې شاوخوا ددي ولسوالۍ اړوند دنهرسراج دسره ښاخ دیکلنګ په سیمه کې داجیروپولیسوپه پلي ګزمه دماین زوروره چاودنه ترسره شوه
وروسته سیمي ته نورپولیس دمړو اوژوبلو لیږدولو په موخه راورسیدل چې دیوې بلي چاودني ښکارشول
په دواړو چاودنوکې پنځه تنه پولیس دمکتب دپوستي قومندان ‎عبدالله په شمول ځای په ځای ووژل شول

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کتدهار میوند کی په بریدونو کی یوه شوبله او پینځ عسکر له منځه لاړل
ساعت 16:57 | بازدید : 554 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمد یوسف احمدي.
دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې داجیري اردوپه موټریزکاروان وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون سهار لس بجې ددي ولسوالۍ اړونددسنګبرپه سیمه کې داجیري اردوپه موټریزکاروان ترسره شو
همداراز ددښمن په پلي عسکرو هم وسلوال بریدترسره شو
بریدونه چې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو په پایله کې یې یوه شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپنځه تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول
په دي بریدونوکې درې تنه مجاهدین هم دشهادت لوړمقام ته ورسیدل ، انالله واناالیه راجعون

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هرات ښار کی د اجیری اوردو یو تورن سخت ژوبل شو
ساعت 16:54 | بازدید : 661 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمد یوسف احمدي.
له هرات ولایت نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار 8 بجې ددي ولایت مرکزهرات ښار اړوند دنوابادپه سیمه کې دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه پایله کې داجیري اردویوتورن اودلوجستک آمر[ ولي محمد] سخت ژوبل شو
له بریدوروسته مجاهدین روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندز علي اباد کی په پوسته برید تر سره شو
ساعت 14:52 | بازدید : 658 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ذبیح الله مجاهد.
د اسلامي امارت مجاهدينو د کندز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د دښمن په پوسته وسلوال بريد ترسره کړ.
خبر کاږي پوسته د ولسوالۍ په مرکز کې موقعيت لري او نن بيګا ماخستن 8 نيمي بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.
د بريد له امله دښمن ته مالي او ځاني تلفات اوښتي اما په هکله يې شواهد نه دي ترلاسه شوي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


نیمروز دلارام کی رینجر تحریب یو پولیس قتل او بل سخت ژوبل شو
ساعت 14:48 | بازدید : 671 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمد یوسف احمدي.
دنیمروزولایت په دلارام ولسوالۍ کې ددښمن په رینجرموټردماین چاودنه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه تېره ورځ ماسپښین مهال 3 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دشهیدانوپه سیمه کې دکندهار هرات پرغزیدلي لاره دیوه خښ شوي ماین په مټ ترسره شوه
دچاودني له امله رینجرپه بشپړه توګه ویجاړ پکې سپاره یوتن پولیس ځای په ځای قتل اوبل سخت ژوبل شو

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


زابل ارغنداب کی د دوښمن یو موټر او موټرسایکل له منځه لاړل
ساعت 14:43 | بازدید : 647 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمد یوسف احمدي.
دزابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په اجیردښمن دماین چاودني شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودني تېره ورځ مازدیګرڅلوربجې ددي ولسوالۍ اړوندد اخندزاده اوغمي دپوستو ترمابین دباغ په سیمه کې یوپه بلي پسي داربکیانوپه یوه موټرسایکل اویوه رینجرموټر دخښ شویو ماینونوپه مټ ترسره شوي
دچاودنو له امله رینجراوموټرسایکل په بشپړه توګه ویجاړ دوه تنه اربکیان ځای په ځای قتل اودرې تنه نورسخت ژوبل شول

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فاریاب ولایت چهلګزي ولسوالی کی د دوښمن دوه پوستی فتح شوی
ساعت 14:38 | بازدید : 640 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )



قاري محمد یوسف احمدي.
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : تېره شپه دچهلګزي اودبادغیس ولایت دغورماچ ولسوالۍ پرګډه پوله پرتي داجیردښمن په دوو پوستو دچهلګزي اوغورماچ مجاهدینوله لوري وسلوال بریدترسره شو
بریدچې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو له لږمقاومت وروسته دواړې پوستي په بشپړه توګه فتح شوي دیوې پوستي ټول عسکرپه تېښته بریالي شوي خوپه بله پوسته کې دوه عسکرځای په ځای وژل شوي
ددښمن یوثقیل ، یوراکټ ، دوه کلاشنکوفونه ، یوغټ توپ ، درې غټي مخابري ، لس پیره دراکټ مرمۍ ، 500 مختلف النوع مرمۍ اونورمهمات یې مجاهدینو غنیمت کړل
خبرزیاتوي : نن سهار وختي بیرته دیادو پو ستو دنیولو هڅه وکړه چې دمجاهدینوله یوه کمین سره مخ شول
دکمین په ترځ کې ددښمن یوټانک وویشتل شوپه بشپړه توګه ویجاړ اوپکې سپاره درې تنه عسکرځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل شول
مجاهدینوته لله الحمدهیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لور ته دواده په شپه مور نصخت
ساعت 13:43 | بازدید : 2886 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

تفصيل نېټه: شنبه, 11 جنوري 2014 21:28 لیکوال: م - ن بـــــرخه: د میرمنو اسلام كـــتني: 34

امامة بنت الحارث یوه ډېره هوښیاره مېرمن وه چې الله تعالی د عقل د نعمت تر څنګ د فصاحت نعمت هم ورکړی و، هغې چې کله خپله لور أم اياس واده کړه نو له مېړه سره د ملاقات په شپه یې خپله لور یوازې ګوښه کړه او لاندې وصیت یې ورته د ډالۍ په توګه وړاندي کړ چې كتابونورانقل كړی دی دوصیت متن په لاندې توګه دی:
اې لورکۍ! که د یو چا د زیات ادب له وجهي نصیحت پرېښول کېدلای؛ نو مابه تاته نه وای کړي خوڅرنګه چې نصیحت د هېرجن انسان لپاره یادونه او خبرتیاده او د هوښیار انسان لپاره یو ښه کومکې دی نوځکه يې درته کوم
اې لورکۍ! که د والدینو په شتمني او خپلي لورته د هغوی د زیات ضرورت په اساس یوه ښځه له مېړه څخه مستغني کېدلای نو ستا به په ټول ژوند مېړه ته اړتیا نه وای پیدا شوي خو ښځي د نارینه وو لپاره پیدا شوي دي او نارینه د ښځو لپاره پیدا شوي دي ،

اې لورکۍ! ته له هغه چاپېریال او اب وهواڅخه بېلېږي چېرته دي چې وده کړې وه او له هغې ځالي څخه جدا کېږي کومه کې چې دي ټول ژوندلپاره پاللي شوي وې ، اوس هغې نوي ځالي ته ورتلونکې یې چېرته چې ناآشنا یې او د هغه نابلده ملګري خواته ورځې چې نه یې پېژنې او هغه د مشروع نکاح په واسطه په تا باندې واکمن او نګران ګرځي؛ ځکه خوزه درته وايم چې خپل ځان ورته مېنځه کړه چې هغه دي غلام شي او دالس خویونه له ځان سره یاد وساته چې ګټه درته وکړي اوهم به درسره زما یویادګار وي :
اول او دوهم : په هرښه اومشکل حالت کې سر ورسره ټېټوه اوپه لږشي باندې قناعت کوه او خبرو ته یې ښه غوږ نیسه او هره خبره يې منه

درېیم او څلورم : چېرته چې یې دسترګونظر اود پوزي بويول لګېږي د هغو ځایونو خیال ساته، ګوره چې کله یې هم ستا په بدن کې په داسې څه سترګي ونه لګېږي چې هغه یې ښه ونه اېسي اوپوزه یې بايددتل لپاره له تاڅخه خوشبويي وبویوي اوښه سېنګار درانجو لګول اوښه صفايي په اوبو سره لامبل دی ..
پنځم او شپږم : د خوب او خوراک د وختونو یې خيال ساته اوتر وخت له مخه ورته تیارى نیسه ، وختي ورته خوراك تياروه ځکه چې لوږه داوريوه لمبه ده او دوېده کېدلوځای يي مخکې تیاروه ځکه چې بېخوبي يې غسه را پاروي
اوم او اتم : د هغه د مال او شتمني چوکېداري او ساتنه کوه او د هغه د کورنۍ د افرادو مراعات کوه یعني د مشرانو یې احترام ساته او په کشرانو یې شفقت کوه او د ضرر او تکلیف یې تحمل او برداشت کوه .
نهم او لسم : هره خبره چې درته وکړي هغه منه او د هغه رازونه مه لوڅوه ځکه چې که یې نافرماني وکړي سینه یې درته تنګېږي او که یې رازونه لوڅ کړې بیا به کله هم د زړه حال در نکړي او په ټګي کې به درسره چلېږي .
بله خبره داده چې که دي خاوندخوشاله وي خپګان مه ښکاروه او که خپه وي خوشالي مه څرګندوه ځکه چې دهغه دخوشالي په وخت کې ستا خپګان یو جرم ګڼل کېږي اودهغه په خپګان کې ستاخوشالي يي نور هم غسه کوي اوچې څومره يي ته عزت کوې په هماغه اندازه به ستا قدر کوي او چې څومره يي په مزاج برابره يې هغومره به ستاملګرتیا خوښوي اوکله به هم خپل ارمان ته ترهغه وخته ونه رسېږې ترڅو چې دهغه غوښتنو ته پخپلو غوښتنوترجېح ورنکړې اوخپله خوشالي دهغه ترخوشالتیا ځار نکړې اوالله تعالی دي په خیرونو واړوه .
دا د مسلماني مېرمني اخلاق وي په همدې شکل د هغې پوهه او روزنه شوي وي او همدا شکل د مسلماني مور وصیت وي او د مسلماني مېرمني د ژوند اصول وي، هره خور او لور چې کله واده کېږي باید همدا ډول وصیتونه ورته بیان کړل شي او وپوهوله شي چې دا اصول د خپل کورني ژوند بنیادونه وګرځوي تر څو یې ژوند نېکمرغه او پر امن او له ویاړونو څخه ډک وي او جنت د همداسي مېرمني ځای وي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
عن كعب بن عجرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ألا أخبركم بنساءكم من أهل الجنة الولود الودود التي إذا ظلمت هي أو ظلمت قالت هذه يدي في يدك لا أذوق غمضا حتى ترضى (المعجم الأوسط)

له کعب بن عجره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیازه تاسو ته ستاسو جنتيانې ښځي در وښیم؟ هغه ښځي دي چې هغوی مینه پالونکي زېږوونکې وي او چې کله ظلم وکړي او یا ظلم ورباندې وشي خپل خاوند ته راځي او ورته وايي دادى زما لاس ستا په لاس کې ږدم او چې تر څو ته خوشاله نشې زه له خوب څخه خوندنشم اخيستلای اونشم ويده كېدلای

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند لشمر ګاه کی په ګزمه برید کی یو عسکر قتل بل سخت ژول شو
ساعت 12:53 | بازدید : 498 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمد یوسف احمدي.
دهلمندولایت په مرکز لشکرګاه کې دپولیسوپه پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون سهار شاوخوا 9 بجې ددي ولسوالۍ اړونددپولیسوپه پلي ګزمه دمجاهدینوله لوري دیوه کمین په ترځ کې ترسره شو
دبریدپه پایله کې یوتن پولیس ځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ربیع الآول میاشت او مهمی پیښي
ساعت 10:39 | بازدید : 685 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

مولوي عبدالحق حماد.

بسم الله الرحمن الرحیم.

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، وبعد:

ربيع الاول له صفر وروسته د سپوږميز کال دريمه مياشت ده چې زموږ په ټولنه کې “لومړۍ خور” گڼل کيږي او له اسلام وړاندې نوم يې “خوان” و. په دې مياشت کې الله پاک پر مؤمنانو يو داسې احسان کړی چې ټول يې پوروړي دي .

الله تعالى فرمايي : (لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُواْ مِن قَبْلُ لَفِي ضَلالٍ مُّبِينٍ) .

بې شكه چې الله پر مسلمانانو احسان وكړ، كله چې دوى ته يې د دوى له خپل منځ څخه رسول ولېږه چې پر دوى د الله آيتونه لولي او دوى پاكوي، كتاب او حكمت ورزده كوي او بې شكه چې له دوى څخه پخوا دوى په ښكاره لار وركي وو. (آل عمران164)

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له بعثته وړاندې د نړۍ پر مخ تياره وه، چې د هغه وخت حال به د حضرت جعفر بن ابي طالب رضي الله عنه له خولې واورو چې د حبشې پاچا نجاشي (اصحمه) ته يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه د پوښتنې په ځواب کې ويلي و: پاچا سلامت! موږ د جاهليت په زمانه کې د بوتانو عبادت کاوه، مړه څاروي مو خوړل، بدلمنۍ مو کولې، خپلوانو او گاونډيانو سره مو بد چلند کاوه، زموږ ځواکمنو به د کمزورو حق خوړ، زموږ دا حال و تردې چې الله پاک موږ ته زموږ له منځ نه خپل استازی او نبي را ولېږه چې موږ يې نسب پېژنو، رښتينولي، امانتداري او پاکلمني يې راته ښکاره ده، هغه موږ ته بلنه راکړه چې يوازې د الله عبادت وکړو او هغه له کاڼوجوړ بوتان پرېږدو چې پخوا يې موږ او زموږ پلارانو عبادت کاوه، هغه موږ ته امر کوي چې رښتيا ووايو، امانتداري وکړو، خپلوانو او گاونډيانو سره ښېگڼه وکړو، له ناحقه ويني تويلو، فحشا، ناحقه خبرو، د يتيم مال خوړلو، او پر پاکلمنو له تور لگولو ځانونه وساتو، موږ پر هغه ايمان راوړ او ټولي خبرې مو يې ومنلې. ( [1])

په داسې حالاتو کې هر وخت الله جل جلاله دنيا ته رسولان را لېږلي دي چې هر رسول په خپل وخت کې خپله دنده په بشپړه توگه سرته رسولې ده او د دین رسولو په لاره کې يې د هيچا پروا نه ده کړې؛ مقداد بن اسود رضي الله عنه وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبعوث کېدل د ټولو انبياوو له وختونو نه په سخت وخت کې شوي دي .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د را لېږلو موخې

لومړۍ :د انبياوو د بعثت موخه انسانان يوازې د الله عبادت ته رابلل او له داسې کړنو څخه منع کول دي چې له الهي قانون سره ټکر ولري. (قَدْ أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا. رَّسُولاً يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ) بې شکه الله تاسې ته نصيحت رانازل کړی . يو داسې رسول چې د الله څرگندونکي آياتونه درته اوروي ،ترڅو هغه کسان له تيارو نه رڼا ته را وباسي چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي. (الطلاق10- 11)

دویمه:الله جل جلاله فرمايي: (رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ). (دا ټول) رسولان زېری ورکونکي او وېرونکي (لېږل شوي دي) ترڅو له رسولانو وروسته خلکو ته د الله په وړاندې کوم دليل پاتې نه شي. (النساء 165)

دريم:په يو حديث کې پخپله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه د دې لپاره مبعوث شوی يم چې نېک اخلاق پوره کړم. ([2])

څلورم:الله پاک فرمايي: ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ) . يعنې بې شکه ستاسو دپاره د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) په وجود کې يو ه غوره نمونه شته . (الاحزاب 21)
انسان نمونې ته اړتيا لري

دلته يوه پوښتنه پيدا کيږي هغه دا چې کله موږ سره د الله تعالی کتاب موجود وي هغه چې د ژوند د ټولو چارو په اړه لارښوونې پکې شته، بيا نو بلې نمونې ته څه اړتيا ده؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې د نمونې اړتيا له دې امله ده چې د انسان فطرت داسې دی چې يوازې کتاب د هغه د اصلاح لپاره چې يوه عملي نمونه ورسره نه وي، بسنه نه کوي، يا د يو فن او هنر د زده کړې لپاره يوازې علم ته اړتيا نه وي؛ بلکې يو فن هله زده کولای شي چې عملي نمونه يې وويني.

د مثال په ډول که يو څوک فکر وکړي چې د طب کتابونه ډېر دي او زه کولای شم چې په ښه توگه يې زده کړم او دې ته اړتيا نشته چې يو پوهنتون او روغتون کې عملي کار وکړم، داسړی که له همدې لارې طبي زده کړې وکړي او د خلکو درملنه پيل کړي نو د هديرې له آبادولو پرته به بل څه په لاس را نه وړي.

څنگه چې نړيوال قانون دی چې که يو ډاکتر خپلي طبي زده کړې پای ته ورسوي ترهغو عملي درملنه نشي پيل کولای څو چې نوموړی تر يو څه وخته په روغتون کې د يو ماهر ډاکتر ترنظارت لاندې کار ونه کړي، ځکه چې نوموړي چې تر اوسه څه ويلي و هغه يوازې د کتاب پر مخ و او په عمل کې يې نه و ليدلي، اوس يې چې د د يوې ناروغۍ درملنه له کتابي تفصيل سره سم په عمل کې وليده، له دې وروسته ورته د عامې درملنې اجازه وي.

له دې نه څرگنده شوه چې الله تعالی په انسان کې دا فطرت ايښی دی چې ترڅو د يو مربي او لارښود عملي نمونه د هغه مخ ته پرته نه وي، ترهغو نوموړی نشي کولای ځان ته سمه لاره ومومي. ([3])

له همدې امله د قرآن کريم تر څنگ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت او ژوند د مسلمانانو لپاره ترټولو غوره او اهمه قدوه او نمونه ده چې بايد هر مسلمان ترې خبر شي او هغه څه په خپل ژوند کې راولي چې رسول الله صلی الله يې امر کړی او له هغو ځان وساتي چې منع يې کړې ده، لکه په پورتني آيت کې چې ولوستل شول .

خو په ټول کال کې يوازې يوه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم عشق لمانځل او بيا دا باور لرل چې موږ د هغه صلی الله عليه وسلم سره د ميني حق ادا کړ، دا له انصافه لرې خبره ده؛ ځکه چې اسلام د عمل دين دی او داسې چوکاټ دی چې انسان له پيدايښت نه ترمرگه بايد د ځان او ټولني اصلاح ته ځير وي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو او لارښوونو پيروي وکړي.
د ربيع الاول مياشتي مهمې پېښې

· ددې مياشتي له مهمو پېښو څخه ترټولو مهمه هغه يې د الله د وروستي پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم زوکړه ده چې د همدې مياشتي په نهمه (۹)نېټه مکې ښار کې په داسې حال کې وزېږيد چې نړۍ د جهالت په تيارو کې ډوبه وه او مخلوق د خالق د لمانځلو پر ځای د بوتانو لمانځلو ته مخه کړې وه .

· دویمه مهمه پېښه پر رسول الله صلی الله عليه وسلم د وحي پيل و، کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر څلوېښتو کلونو ته ورسېد د (وحي خفي) لړۍ پيل شوه او تل به يې رښتوني خوبونه ليدل، په لارو کې به کاڼو او بوټو سلامونه ورته کول، پيغمبر صلی الله عليه وسلم يوازيوالي سره مينه پيدا شوه او تل به له مکې څخه بهر د “نور” غره په سر ”حراء” سمڅه کې د الله په عبادت بوخت و، دا لړۍ تر شپږو مياشتو روانه وه تر دې چې دروژې په میاشت کې پرې (جلي وحي) راغله او د قرآن کريم لومړني پنځه (۵)آياتونه نازل شول.([4])

· د دې مياشتي دريمه پېښه له مکې څخه د مدينې پر لور د رسول الله صلی الله عليه وسلم اود ابوبکرصديق رضي الله عنه هجرت و چې په لړ کې يې درې شپې په ثور غار کې وکړې او بيا د مدينې په لور وخوځېدل، له پنځلسو ورځو سفر وروسته د جمعې په مبارکه ورځ مدينې ته ورسېدل چې د هغه ځای اوسېدونکو يې داسې تود هرکلی وکړ چې دمدینې په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي.

· بله مهمه او ډېره مشهوره پېښه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات پېښه وه چې د هجرت په يوولسم کال د ربيع الاول په دوولسمه نېټه چې د جون د مياشتې له اتمې نېټې (632 م) سره يې سمون خوړ، رامنځته شوه، دا هغه دردناکه پېښه وه چې صحابه کرامو به د دې په يادولو سره له ځانه نور غمونه سپکول، حضرت انس رضی الله عنه وايي : د مدينې خلک به دوې ورځې کله هم هيري نه کړي چې يوه يې له خوښيو او بله د غمونو ډکه وه، هغه ورځ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی د دې ځای اوسېدونکي له خوښۍ نه په جامو کې نه ځايېدل او هغه ورځ هم الله پاک تېره کړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې کلي له اوسېدونکو سره ترقيامته مخه ښه وکړه.
دادواړې پېښې په ربيع الاول کې منځته راغلي دي

· په همدې ورځ (12 ربيع الاول) د مدينې دبنوساعده په څپره (سقيفه بنو ساعده) کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات لومړۍ ورځ وه ټولو مسلمانانو حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه سره عام بيعت وکړ او هغه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځاى ناستی وټاکه چې دا هم د اسلامي تاريخ يوه ډېره مهمه او ارزښتناکه پېښه وه.


· د هجرت په پنځم کال دربیع الاول په پنځه ویشتمه نیټه د دومة الجندل غزا پېښه شوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر راغی چې د همدې سيمې خلک را ټول شوي او غواړي پر مدينې بريد وکړي؛ نو وړاندې له دې چې هغوی راشي رسول الله صلی الله عليه وسلم له صحابه کرامو سره يو ځای ورغی، هغوی چې خبر شول ټول وتښتېدل، رسول الله صلی الله عليه وسلم هلته له څو ورځو تېرولو وروسته بېرته مدينې ته راستون شو.

· د هجرت په دوولسم کال د عراق “حيره” سيمه د خالد بن وليد رضي الله عنه په لاس له جگړې پرته فتح شوه.

· د هجرت په ( 583 )کال د ربيع الاول په (24) مه نېټه چې د (4 7 1187) ميلادي سره يې سمون درلود د فلسطين “ناصريه” او “طبريه” سيمو په منځ کې د مسلمانانو او صليبيانو ترمنځ تاريخي جگړه وشوه، په دې جگړه کې چې د مسلمانانو مشري صلاح الدين ايوبي کوله صليبيانو تاريخي ماته وخوړه او هغه ټولې لارې پرې وتړل شوې چې له اروپا څخه به يهودو او صليبيانو ته پرې مرسته راتلله، په همدې توگه مسلمانانو بيت المقدس او څېرمه سيمې ونيولې او صليبيانو ته يې تاریخي ماتې ورکړه.
ربيع الاول کې ځينې ناروا دودونه

په دې مياشت کې ځينې خلک يو شمېر داسې کړنې ترسره کوي چې د اسلام له لارښوونو سره ښکاره ټکر لري، لکه :

دېکچه کول: دا يو ډول نذر دی چې د دې مياشتي په يوه چهار شنبه کې يوه اندازه وریژې له غوړيو او بورې سره يوځای پخوي، دا کار زياتره هغه خلک کوي چې اولاد يې وفات کيږي او په دې باور دي چې له دې کار سره يې اولادونه تر ډېره ژوندي پاتي کيږي او که دا چاره ترسره نه کړي بيا يې اولادونه مړه کيږي، په داسې حال کې چې الله تعالی فرمايي: )لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاء أَجَلُهُمْ فَلاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ ). د هر امت لپاره (د مهلت) يوه نېټه ده ، نو کله چې هماغه نېټه يې را ورسيږي بيا نو يو ساعت نه وروسته کيږي او نه ړومبی کيږي. (يونس 49)

او عجيبه خبره دا ده چې دا يو ديني او د ثواب کار بولي، سهار وختي را ولاړيږي اودس کوي، دوه رکعته نفل کوي، دعا کوي او بیا دېگ باندي کوي، کله چې پوخ شي بيا د خواوشا کورونو مېرمني را وغواړي د ټولو په وړاندې د دېگ سر لوڅ کړي او بيا نو په پخو وريژو کې نقشې جوړوي، کله وايي د حضرت علي رضي الله عنه د پنجې رسم په کې جوړ دی او معنا يې داده چې ستا دېکچه قبوله شوه او نور به دې اولادونه نه مړه کيږي، کله وايي د فلاني بزرگ يا فلاني نيکه انځور پکې جوړ دی چې دا هم د قبلېدو علامه گڼي او داسې نور.
پال وېستل: ځينې خلک د دې مياشتي په دوولسمه شپه په يو بند لوښي کې چې له اوبو څخه ډک وي د هر وگړي په نوم يو بنگړی يا يو بل شی ور واچوي، دا لوښی ټوله شپه ستورو ته کيږدي سهار پرې ټول را غونډ شي او يوه مېرمن يوه ټيکۍ وايي او د يو وړوکي ماشوم په لاس يو يو شی له لوښي څخه را باسي، بيا نو چې د هر چا پال له کومې ټيکۍ سره راووځي د هغې شاليد او معنا د همدې تن قسمت وي، مثلا وايي : اسمان شو دړې- وړې، ترې را ولوېدې د سرو زرو لکړې، دې ټيکۍ سره چې د هر چا پال راووځي معنا يې دا ده چې دغه تن به شتمن کيږي، او داسې نور.

سر نه مينځل: ځينې خلک د دې مياشتي له اولې نيټې څخه تر شلمې پورې سرونه نه مينځي او باور يې دا وي چې په دې ورځو کې مينځلو سره د سر لړزه پيدا کيږي.

دا او دې ته ورته رواجونه په اسلام کې هيڅ بنسټ نه لري او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چاچې زموږ په دين کې داسې شی زيات کړ چې ديني اصل يې نه درلود، هغه نامنلی او مردود دی ([5])، بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه له داسې اسانه دين سره را ليږل شوی يم چې حق ته مايل دی او هرڅه يې د لمر په شان روښانه دي .

دا ناروا دودونه زموږ په ټولنه کې يا له پخوا څخه راپاته دي او يا د هغو خلکو اغېز دی چې په ښکاره ځانونه مسلمانان گڼي خو ډېر عملونه او عقيدې يې له اسلام سره سمون نه خوري .

الله دې موږ ته په دين د پوره عمل کولو توفيق راکړي

پای

-------

([1] ) الرحيق المختوم، مخ: 100
([2] ) الأدب المفرد للبخاري، ټوک: ۱، مخ: 104 او 273. تفسير ابن کثير، ټوک: 6، مخ: 278، دارالکتاب العربي، بيروت چاپ.
([3] ) اصلاحي خطبات، ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني، ټوک: 2، مخ: 158
([4] ) سيرة ابن هشام 179.
([5] ) متفق عليه، کذا في المشکاة، ټوک: 1، مخ: 169، د مکتبة البشری چاپ.

ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 2
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 395
بازدید ماه : 117
بازدید کل : 99426
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 2
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 395
:: بازدید ماه : 117
:: بازدید سال : 10783
:: بازدید کلی : 99426