انس بن مالک رضي الله عنه فرمايي چې : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمايل يې : څوک چې د څاښت لمونځ دولس رکعته وکړي نو الله جل جلاله به په جنت کې د ده لپاره د سرو زرو يوه ماڼۍ جوړه کړي . ( ترمذي ، ابن ماجه )
عن أنس بن مالك قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من صلى الضحى ثنتي عشرة ركعة - بنى الله له قصرا من ذهب في الجنة . ( الترمذي و ابن ماجه )
د څاښت ( اشراق ) د لمونځ وخت :
امام نووي رحمة الله عليه فرمايي چې : د لمر ختلو نه وروسته تر زوال پورې چې کوم لمونځ کېږي ، هغه ته صلاة ضحی د څاښت لمونځ وايي ، ( يعنې په اشراق او څاښت کې فرق نشته ) د دې غوره وخت دادی چې د لمر له ګرمېدلو او ښه پورته کېدلو وروسته وشي ، او کنه نو د لمر له را ختلو وروسته تر زوال پورې په هر وخت کې يې کولای شي ، همدا خبره امام عيني رحمة الله عليه هم کړې ده .
امام حصكفي فرمايي : د څاښت د لمونځ وخت دادی چې لمر را پورته شي ، له دې وخت نه نېولې د لمر تر کږېدلو ( زوال ) پورې وخت لري ، ښه خبره داده چې د ورځې د څلورمې برخې له تېرېدلو نه وروسته يې وکړي .
لږ تر لږه دوه او ډېر يې دولس رکعتونه دي ، او درميانه يې اته رکعتونه بيان شوي دي ، او دا اته رکعتونه يې غوره دي ، ځکه چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خبرې او عمل څخه ثابت دي ، او دولس يواځې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قول څخه ثابت دي . ( الدر المختار )
د عامو عالمانو په اند د څاښت او اشراق په لمانځه کې فرق نشته ، هر هغه لمونځ چې له لمر ختلو نه وروسته تر لمر کږېدلو زوال پورې کېږي ، اشراق او څاښت بلل کېږي .
خو ښه خبره داده چې د لمر له ختلو سره سم دوه يا څلور رکعتونه وکړي ، بيا چې کله لمر ښه تود شي د څاښت په وخت کې بيا نو څلور ، اته يا دولس رکعتونه وکړي .
امام غزالي رحمة الله عليه فرمايي چې : غوره خبره داده چې دوه رکعتونه هغه وخت وکړي چې څنګه لمر نوی را پورته شي ، ( چې دې ته د اشراق لمونځ وايي ) بيا دې څلور ، شپږ يا اته رکعتونه هغه وخت وکړي ، چې کله لمر ښه را پورته او تود شي ، داسې چې پښې د لمر په وړانګو باندې تودې شي ( چې دې ته د څاښت لمونځ وايي ) . (إحياء العلوم : 2 /15 ) نو د اشراق دوه يا څلور رکعتونه دې د لمر له ختلو او يوه نېزه پورته کېدو نه وروسته کوي ، او د څاښت لمونځ دې هغه مهال کوي چې د ورځې څلورمه برخه تېره شي ، يعنې که ورځ د دولسو ساعتونو وي ، نو چې له لمر ختلو نه وروسته درې ساعتونه تېر شي . و الله أعلم . نېزه د انسان د قد اومره وي ، پخوا به په جنګونو کې کارېدله .
عن زيد بن أرقم رضي الله عنه : أنه رأى قوما يصلون من الضحى في مسجد قباء , فقال أما علموا أن الصلاة في غير هذه الساعة أفضل , إن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : " صلاة الأوابين حين ترمض الفصال " .( مسند البزاز برقم : 4316 , و اللفظ له , و مسلم ) قال النووي : صلاة الأوابين حين ترمض الفصال ، هو بفتح التاء و الميم ، يقال :رمض يرمض كعلم يعلم ،و الرمضاء : الرمل الذي اشتدت حرارته بالشمس ، أي : حين يحترق أخفاف الفصال ، و هي الصغار من أولاد الإبل , جمع فصيل من شدة حر الرمل , و الأواب : المطيع و قيل : الراجع إلى الطاعة , و فيه فضيلة الصلاة هذا الوقت قال أصحابنا هو أفضل وقت صلاة الضحى وان كانت تجوز من طلوع الشمس إلى الزوال ( شرح مسلم للنووي ، باب صلاة الليل ) عن عبد الله بن الحارث : أن ابن عباس كان لا يصلي الضحى حتى أدخلناه على أم هانئ فقلت لها : اخبري ابن عباس بما أخبرتينا به ، فقالت أم هانئ : دخل رسول الله صلى الله عليه و سلم في بيتي فصلى صلاة الضحى ثمان ركعات فخرج ابن عباس و هو يقول : لقد قرأت ما بي
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 11:48 |
بازدید : 938 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
ابویاسر بـــــرخه: درس الحدیث كـــتني: 29
وعن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه، قال: أتى رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: أي الناس أفضل؟ قال: {مؤمن يجاهد بنفسه وبماله في سبيل الله تعالى} ، قال: ثم من؟ قال: {ثم مؤمن في شعب من الشعاب يعبد الله، ويدع الناس من شره} .السبعون في الجهاد ۱\۲۶
ژباړه : ابوسعیدالخدري رضی الله تعالی عنه فرمایې : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوتن راغی ، اوپوښتنه یې ځيني وکړه : چې کوم خلګ له نورو غوره دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : هغه مؤمن چې دالله تعالی په لاره کې په خپل ځان اومال سره جهاد کوي ،
هغه سړي بیاوپوښتل : چې بیاکوم خلګ غوره دي ؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : بیانو هغه خلګ چې لیري چېرته په غرونوکې اوسیږي دخپل رب عبادت کوي اوخلګ یې له شره خوندي وي .
تشریح : په دې حدیث کې څرګنده شوه چې ترټولو غوره انسانان هغه دې چې دالله تعالی په لاره کې په خپل سراومال سره جهاد کوي،اوکه کوم وطن کې جهاد نه وي[ اوفتني عامي شوي وي ]نوبیاهغه خلګ له نوروغوره دې چې لیري چېرته په غرونو کې اوسیږي اوخلګ یې له شره خوندي وي .
همداراز په یوه بل حدیث کې راغلي دي :
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قيل: يا رسول الله، ما يعدل الجهاد في سبيل الله؟ قال: {لا تستطيعونه} فأعادوا عليه مرتين أو ثلاثاً، كل ذلك يقول: {لا تستطيعونه} ، ثم قال: {مثل المجاهد في سبيل الله كمثل الصائم القائم القانت بآيات الله لا يفتر من صلاة ولا صيام حتى يرجع المجاهد في سبيل الله } .
ژباړه : ابوهریرة رضی الله تعالی عنه وایې : یوتن پوښتنه وکړه : ای دالله رسوله ! دالله تعالی په لاره کې له جهاد سره کوم عمل برابریدلی شې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : نه ؛ بل داسې عمل نشته چې تاسویې سرته ورسوئ اوهغه په اجر کې دجهاد سره برابروي ؟ هغه تن دغه وړاندینۍ پوښتنه دوه درې ځله تکرار کړه ، خورسول الله صلی الله علیه وسلم به هرځل په هماغه وړاندینیو تورو سره جواب ورکاوه ، اوورته ویل به یې : لاتستطیعونه : تاسو بل داسې عمل نشئ کولی چې هغه دي دجهاد سره برابر وي .
اوبیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دمجاهد مثال داسې ده لکه یوتن چې ټوله شپه دالله تعالی په عبادت تیره وي ،یعني لمونځ کوي اودقرآن کریم تلاوت کوي ،نه له لمانځه ستومانه کیږي اونه له روژي څخه .یعني لکه یوتن چې څلورویشت ساعته دالله تعالی په عبادت کې مشغول وي ، مجاهدچې دالله تعالی په لاره کې جهادته ولاړشې نوهمداسې یې ټولي شېبي دالله تعالی په یوبهترین عبادت کې تیریږي . لکه په یوه بل حدیث کې راغلي : فان نومه ونبهه في سبیل الله . یعني ویښه اوخوب یې بلکه هره سایې دالله تعالی په لاره کې ده .اوهغه اجر ورباندي ورکوي .
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0