
بویاسر بـــــرخه: درس القرآن كـــتني: 24
قال الله تعالی : وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ (145) آل عمران
ژباړه : هیڅ یوتن به دالله تعالی داذن پرته ونه مري ، مګر په وخت ټاکلې ،نوڅوک چې په خپلو اعمالو سره ددنیا بدله غواړ ي موږ به یې ځیني ورکړو ، اوکه څوک په خپلو اعمالو سره د آخرت بدله غواړي موږ به یې ځیني ورکړو ، اوډیرژر به شاکرینو ته دخپلو اعمالو بدلي ورکړو .
لنډتفسیر : له دې آیة څخه په وړاندي بل آية کې لوی خدای جل جلاله مؤمنانو ته خطاب کړی : که څوک دکفارو په عارضي غلبه سره دکفارو لوري ته دمنافقانو په څیر وروګرزي ، یایې دهغوئ لوری ته میلان وي ،اسلام پریږدي یا ورځينې بي رغبته شې ،نوپه دې سره به لوی خدای ج ته هیڅ ضرر ونه رسوي ،بلکه دایې دخپل ځان لپاره لوی تاوان دی ،
په دې آية کې لوی خدای جل جلاله فرمایې : هیځ یوتن به دالله تعالی داذن اوقضاء پرته ونه مري ،بلکه هرتن ته لوی خدای جل جلاله دمرګ لپاره خپل وخت ټاکلی ، مرګ له خپل وخت څخه وړاندي یاوروسته نشې راتلای ،اونه دجهادپه ترک یاله جهاد څخه په تېښته څوک له مرګ څخه خلاصيدلی شې .
که څوک په خپل عمل یواځې ددنیاګټه غواړي موږ به یې ورکړو ، [دبیلګي په ډول که څوک دخپلو مسلمانو وروڼو په خلاف دحربي کفارو لمن ونیسې ،اودڅوروفو په تمه دخپل دین ،وطن ،اوناموس هیڅ پروا ونه کړي ،نولوی خدای [ج ]به دغه غلامي ورپه نصیب کړي ] خو دغه غداران به په خپل تلپاتي ژوند [یعني آخرة ] کې دهمیشني عذاب سره مخ وي ،
اوهغه سپیڅلي خلګ چې په خپلو نیکواعمالو دتلپاتي ژوند اجر اونعمتونه غواړي [ اودالله تعالی ددين او دهغوئ ددښمنانو په وړاندي په خپل سر اومال سره مبارزه کوي ] نوهغوئ ته به خپله بدله ورکړه شې ، دهغوئ به هغه اجرونه روزي شې چې لوی خدای ج یې ورسره وعده کړي ،
دتفسیر خلص :
لوی خدای [ج ]خپلو بندګانوته دوې لاري وټاکلي : یوه یې هغه چې یواځې ددنیا وي ګټو اودنیاوي ژوندلپاره وي ، چې په حقیقت کې دادشیطان اودهغه دملګرو یعني کفارواومنافقینو لاره ده ،
اودوهمه یې : دآخرت یعني تلپاتي ژوند لاره ده ، چې دادالله تعالی ،دهغه دانبیاؤ دهغوئ دوارثانو اوسپیڅلومجاهدینولاره ده .
ددې آیة په پای کې لوی خدای جل جلاله فرمایې : چې زه به شاکرینو [یعني ددوهمي لاري سپیڅليولارویانوته ]پوره بدله ورکړم .استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:41 |
بازدید : 716 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
عبیدتنویر.
دبګرام له امریکايي تعذیبخاني څخه په دې ورستیومیاشتوکې څه باندې شپږنیم سوه تنه افغانان دهغه کمیسون له لوري چې دکابل رژیم دبګرام دزندانیانو ددوسیوڅیړلولپاره ټاکلی وو بې جرمه ثابت اودخلاصون وړ یې وبلل، خو وړاندې تردې چې امریکایان په دغه عمل اعتراض وکړي ، دکابل اجیرپارلمان دامریکایانوله ناولوپنجوڅخه دمظلوموافغانانوپه خلاصون کلکې نیوکي وکړي چې دبګرام زندانیان ددوې په فکر مجرمین دي اوبایدپه دومره اسانی سره خوشي نشي
!
امریکایان که دبګرام له تعذیخاني څخه دافغانانوپه خلاصون اعتراض کوي اومخ نیوی یې کوي ، لاملونه یې څرګنداوبرالادي ، چې دوی دتیرو۱۳ کلونوپه اوږدوکې نیږدې دوه میلونه بې وسه اوبې دفاع افغانان په ډیرې بیدردی له خپل اهل عیال څخه په توره شپه کې راجلا اودبګرام په تعذیخانه کې یې څوکاله درنې شکنجي ورکړي ، خوپه یوه افغان یې هم هغه تورونه ثابت نشوکړای دکوم څه له امله یې چې نیولي وو؛ نوپه دغسي یوه شرمنده اورسواحالت کې امریکایان اړدي چې خپل دغه صریح جنایتونه اووحشتونه پټ کړي اوهغه لړۍ ځای پرځای ودروي چې ددوسییو دڅیړلوپه مهال دمظلوموافغانانومظلومیت ښکاره کیږي اوخلاصون ته یې لاربرابریږي .
دکابل ولسمشر! هم ورسته له هغه چې امریکایانودبګرام په ازادوشووافغانانو اعتراض اودباو واردکړ، ددې پرځای چې دخپل استول شوي کمیسون په صلاحیت اوکارکردګی اعتمادوکړي اوترینه دفاع وکړي، ځای پرځای یې دکمیسون اجرأت ودرول !!/
یعني دکابل رژیم اواجیرپارلمان دافغانانودخلاصون په موضوع کې ددې لپاره چې په امریکایانونیوکه وکړي چې ولې ددوی په داخلي مسایلوکې مداخله کوي اوپه کارکې یې خنډجوړیږي، برعکس یې خپله نوکري یوځل بیا په رسمي بڼه به اثبات ورسوله چې که څه هم امریکایانودبګرام دزندان چاري سپارلي ، خوپه حقیقت تردوغوږوپورې په امریکايي غلامی کې ډوب اوغرق دي اوددې اجازه نلري چې خپله افغانان په خپله خاوره کې له درنو شکنجوتیرولو اودیوه صادرشوي په اصطلاح فرمان ورسته هم ازادکړي .
دچاروزیاتره کاروپوهان په دې باوري دي چې امریکایان لدې امله دبګرام تعذیبخانه تړل نه غواړي اودجنایتونولړۍ درولوته اماده ندي چې دوی دبګرام دزندانیانولپاره هیڅ قانوني مجوز نلري ، ځکه که یوځل دهغوی دوسیی په بې طرفانه ډول وڅیړل شي ، نودبندیانومظلومیت لکه لمرغوندي ښکاره ګرځي ، نوپه دغسي یوحالت کې دامریکاکثیفه څیره بربنډیږي اوداپوښتنه ورته متوجه کیږي چې ولې دومره افغانان پرته له کوم دلیل اوجرم څخه امریکایانوپه زندان اوتعذیب کې داوږدي مودي لپاره ساتلي وو؟
کاروپوهان وايي چې د امريکايي پوځيانو له خوا اوه کاله په بګرام زندان کې د بې ګناه افغانانو ساتنه له حقوقي اړخه توقيف نه، بلکې اختطاف بلل کیږي، له همدې امله بایدامريکايي ځواکونه له بګرام زندان څخه د خوشې شوو شاوخوا ٦٥٠ بې ګناه افغانانو د بند تېره شوې اووه کلنه موده جبران کړي او زيانمنو شوو ته تاوان ورکړي.
له بل لوري امریکایان اواجیران یې ښايي لدې امله هم د٦٥٠ تنو افغانانوپه ازادیدو ناراضه اوپه ژوره اندیښنه کې لویدلي وي چې د بګرام د زندانيانو د دوسيو د څېړنې کمېټه، زندانيان، د بشري حقونو سازمانونه او مدافع وکيلان له دې خبرې پرده پورته کوي چې امريکا د افغانستان، امريکا او نړۍ د ټولو قوانينو خلاف لا هم په بګرام کې پټ (تور زندان) لري. تور زندان؛ له ټولو انساني ارزښتونو، قوانينو او بشري حقونو لرې د امريکايي وحشت ازموينځاى دى، چې په کې افغان انسانان د وحشتونو لپاره د ازمېيښت توکو په توګه کارول کېږي.
امریکایانواوداخلي ګوډاګیانواوس سختې هڅې پیل کړي ترڅودتورزندان اونورووحشي کړنوپه مخ کثیف پرده همداسې خوره وساتي ، اووړاندې تردې چې ازادشوي افغانان دتورزندان اونورووحشي امریکايي کړنوداستانونه بیان کړي ، دوی دعامه ذهنیت دمصروفولو اومختل ساتلولپاره بیرته دمظلومواسیرانودخلاصون په لړۍ اعتراضونه کوي اوهغوی خطرناک انسانان بولي !!
خوالله تعالی اوس هغه حالت راوستی چې داستعماردغه ټولې تعذیبخاني به یوه په بله پسي رسوااوراڅرګندیږي اوهغه اتل افغانان چې داسلام اوغیرت په جرم امریکايي طاغوت دداخلي جاسوسانوپه مرسته نیولي وو په فاتحانه ډول ازادیږي اوپرمخ کې به یې پراته خنډونه اوتوطیی له کاره غورځي اوپه همدې ډول به حق په باطل غلبه پیداکوي ( انشاالله تعالی )
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:37 |
بازدید : 775 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
احمدالله سیلاب.
څه موده مخکې کرزی یوه لویه مشورتي جرګه جوړه کړه او د امریکا سره د امنیتی تړون د امضاء کولو په خاطر یې مشوره ورسره کوله دا خبره به له سره پریږدو چې پدې جرګه کې کومو کسانو ګډون کړئ ؤ هر څوک ورنه خبر دي چې ټول بیسواده ولسي عام وګړي وو او د څو ډالرو په مقابل کې دیته تیار شول چې دری ورځې تش په نامه مشورتي جرګې ته ورشي لدې سره چې کرزی د مشورتي جرګې ټول ګډون کوونکي په ګوتو راټول کړي ؤ خو بیا هم اکثریت یې د امنیتی تړون د امضاء کولو کلک مخالفت وکړ، د جرګې په آخرینۍ ورځ باندې کرزي خپل دریځ بدل کړ او زیاته یې کړه چې له
امریکا سره به هیڅکله امنیتی تړون امضاء نه کړي تر څو چې امریکا د کرزی دری شرطونه ونه مني: اول د افغانانو په کورونو باندې به چاپې نه وهي، دوهم راتلونکی د ولسمشرۍ انتخابات به شفاف وي او دوی به هیڅ قسم لاسوهنه نه پکې کړي، دریم په هیواد کې به رښتیني سوله راولي، دا هغه شرطونه وو چې کرزي په امریکا باندې ایښي ؤ خو امریکا د کرزي په شرطونو باندې غوږ هم ونه ګراوه د وخت په تیرویدو سره کرزي وویل چې امریکا ورسره دوه شرطونه منلي دي چې د افغانانو په کورونو باندې به لدې وورسته چاپې نه وهي او په راتلونکو انتخاباتو کې به هم لاسوهنه نکوي او یوزاې دریم شرط پاتې دی چې هغه په هیواد کې واقعي سوله راوستل دي چې د دې شرط په سره هم خبرې اترې روانې دي چې امریکا به په هیواد کې سوله راولي پداسې حال کې چې امریکایان خپله د سولې دښمنان دي ترڅو چې دوی په هیواد کې شتون لري سوله به څوک په سترګو هم ونه ویني.
را به شو د کرزی لومړنۍ شرط ته دا چې کرزي وویل چې زما شرط یې منلی دئ نو امریکایانو د نوموړي شرط ته عملي بڼه ورکړه چې د تیرې یکشنبې په شپه د وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د شنیز درې د سیرک په نوم کلی باندې یې د داخلي لاسپوڅو او اربکیانو په ملګرتیا سره چاپه ووهله چې په نتیجه کې یې د ټول کلي سپين ږیري، سپينې سرې، ځوانان او د پيغلو په شمول معصوم ماشومان له خواږه خوب څخه راپاڅول او په ډیر وحشیانه ډول سره يې ټول کورونه تالاشي کړل او د کلي ټول اوسیدونکي یې د ژمي په دې یخو شپو کې تر سهاره پورې یخ ته ودرولي ول او د کورونو له تالاشۍ څخه وروسته یې د جومات په لوری مخه کړه چې په جومات کې یی د قرآنکریمونو په بی حرمتۍ سربیره د جومات غولئ ټول اړولی دی او بیا یې په جومات کې خپل قضاء حاجت رفع کړی دی.
اوس به قضاوت د امریکایانو پلویانو ته پریږدو چې د امریکایانو په جنایتونو سربیره هغوی ته د دایمي اډو په ورکولو باندې زیات ټینګار کوي که چیرته پدې کلي کې کوم طالب وای نو دوی چاپه ورباندې وهلې وای نو بیا هم یوه خبره وه نو پداسې حال کې چې ټولو ته څرګنده ده چې طالبان د ژمي د موسم په را رسیدو سره خپل عملیات د ولایتونو او کلیو څخه ښارونو ته متوجه کوي او یا اکثره د ژمي په موسم کې د مشکلاتو له وجې بل ځای ته ځي او د پسرلي په موسم کې بیرته خپلو علمیاتو ته دوام ورکوي نو اوس خو پدې کلي کې یو طالب هم نه و چې دوی چاپه ورباندې ووهله او بی ګناه ملکي وګړي یې وځورول جومات یې ورته تخریب کړی د ټولو مسلمانانو د سپیڅلي قرآن کریم بی حرمتي او بی عزتی یې وکړه پداسې حال کې چې د امریکایانو هیڅ قسم مخالفت یې هم نه دی کړی نو بیا ولې بی ګناه ملکي وکړي ځورول کیږي؟؟ تر ټول دردونکې خو لا دا ده چې داخلي لاسپوڅيو او اربکیانو هم ورسره پوره برخه اخیستې ده نو بیا اکثره خلک وایي چې طالبان باید ملی اردو او اربکیان ونه وژني ځکه چې د وطن خدمتګاران دي همدغه ملی اردو او اربکیان دي چې په امریکایانو باندې د بې ګناه ملکي وګړو په کورونو باندې چاپې وهي او یا هم خپل شخصي غرائض مطرح کوي ځکه چې نن ورځ یې باداران شته دي او هر څه چې وغواړی کولای یې شي څوک یې مخه نه شي نیولای.
کرزی باید پدې پوه شي چې د نوموړی شرطونه هسې بیځایه دي ځکه چې د نوموړی لومړی شرط د ده په خبره چې امریکایانو ورسره منلی و په دومره لنډه موده کې مات کړ نو که چیرې امنیت تړون ورسره لاسلیک کړي نو په را راونو لسو کلونو کې به امریکائي مجرمین نور کوم نه بښونکي جنایتونه ترسره کړي!! دا پداسې حال کې چې تراوسه پورې خو کرزی وایي چې افغانستان اشغال شوی نه دی یو مستقل هیواد دی او هیڅوک نوموړي ته غلام نشي ویلائ لکه څرنګه چې نوموړي د مشورتي جرګې په آخرینۍ ورځ وویل چې که چیرې امنیتي تړون امضاء کړم نو بیا به مې نوم د شاه شاجعیانو په تاریخ کې ولیکل شي، اوس خو لا ښه ده په رسنیو کې د امریکایانو وحشي جرمونه کله نا کله نشر کیږی نو که چیرې امنیتی تړون امضاء شي کرزی او انډیوالان یې افغانانو ته د دایمي غلامۍ سند واخلي نو بیا خو هیڅوک نشي کولای چې د امریکایانو د جرمونو په اړه آف هم وکړي ځکه چې دوی اوس داسې خپلسري علمیات کوي او بې ګناه ملکي وګړي شهیدانوي نو لدې وروسته خو به په طریقه اولا سره خپلو جنایتونو ته پراختیا ورکړي.
احمدالله سیلاب
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:33 |
بازدید : 645 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
ذبیح الله مجاهد.
له غازي اباد ولسوالۍ نه مو په څونک سيمه کې د دښمن په بيس د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ.
په خبر کې راغلي په بيس نن ماسپښين خواوشا 1 بجه د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې تر ډېره يې دوام درلود.
د بريد له امله 2 عسکر وژل شوي او 2 نور مرګوني ټپيان شوي، په دې سربېره د بيس ودانۍ هم تخريب شوي ده.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:30 |
بازدید : 636 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
ذبیح الله مجاهد.
په جلال اباد کې د جاسوسي ادارې د کارمندانو کرولاموټر په ماين والوزول شو.
خبر کاږي موټر نن د ورځي 9 بجې په درونټه سیمه کې د چاودني ښکار شو چې په بشپړه توګه ويجاړشو.
چاودني د يادي ادارې يو تن کارمند او د اعاشې مسؤل ځای په ځای ووژل.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:28 |
بازدید : 530 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
ذبیح الله مجاهد.
په لوګر ولايت کې د اربکيانو په ګزمه د چره دار ماين چاودنه شوې چې له امله يې 3 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه چاودنه نن غرمه خواوشا 10 بجې پل علم ته نژدې په ناصرو پله سيمه کې په پليو اربکيانو وشوه.
چاودني د ذاهدالله په نوم يو تن ظال اربکی وژلی او دهغه 2 ساتونکي يې مرګوني ټپيان کړي دي.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:26 |
بازدید : 560 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
ذبیح الله مجاهد.
په لوګر ولايت کې د اربکيانو په ګزمه د چره دار ماين چاودنه شوې چې له امله يې 3 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه چاودنه نن غرمه خواوشا 10 بجې پل علم ته نژدې په ناصرو پله سيمه کې په پليو اربکيانو وشوه.
چاودني د ذاهدالله په نوم يو تن ظال اربکی وژلی او دهغه 2 ساتونکي يې مرګوني ټپيان کړي دي.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:24 |
بازدید : 638 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
قاري محمد یوسف احمدي.
دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې د اربکیانوپه پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : برید بیګاه شپه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دڅاروان قلعه دتوغي په سیمه کې دمجاهدینوله لوري دیوه کمین په ترځ کې داربکیانوپه پلي ګزمه ترسره شو
دبریدپه پایله کې یوتن اربکی ځای په ځای قتل اوپاتي نوریې په تېښته بريالي شول
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:21 |
بازدید : 533 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
قاري محمد یوسف احمدي.
دسرپل ولایت له مرکز نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار ددي ولایت مرکز کې یوتن اربکي خپل کلاشنکوف دهوټل په المارۍ کې قلف کړی چې دهوټل یوتن بااحساسه شاګرد قلف مات اوکلاشنکوف یې دصیادولسوالۍ ترمجاهدینوپوري راورسول
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:19 |
بازدید : 590 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
قاري محمد یوسف احمدي.
دفراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې داجیري اردوپه پلي ګزمه دماین چاودنه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه نن سهار نهه بجې ددي ولسوالۍ اړوند دحاجي حبیب الله پمپ په سیمه کې دکندهارهرات پرلویه لاره داجیري اردوپه پلي ګزمه دویشتونکي ماین په مټ ترسره شوه
دچاودني له امله داجیري اردویوتن عسکرځای په ځای ووژل شو
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0