الجـــــــهاد فی سبیل الله
نیمروز دالارم کی ځلور قتل او ځلور سحت ژوبل شول
ساعت 21:44 | بازدید : 692 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دنیمروزولایت په دلارام ولسوالۍ کې په اجیروعسکرو وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدنن سهار 7 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دنهالانوپه سیمه کې داجیري اردوپه پلي ګزمه دمجاهدینوله لوري دیوه کمین په ترځ کې ترسره شو
بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي پوره یوساعت یې دوام وکړ
دبریدپه پایله کې څلورتنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اوڅلورتنه نورسخت ژوبل شول
عیني شاهدان وایې ددښمن مړه اوژوبل عسکرترډيره دپېښي په ځای پاتي ؤ
په بریدکې مجاهدینوته لله الحمدهیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


شلګرپه فدایی برید کی 27 اربکیانو ته مرګ ژوبله واړاوله
ساعت 21:40 | بازدید : 713 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ذبیح الله مجاهد.
د غزني ولايت له شلګر ولسوالۍ نه د اربکيانو په لويه پوسته د فدايي بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې ويل شوي نن ماسپښين 3 بجې د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ چارديوال ته نژدې په سردار کلا سیمه کې د شريرو اربکيانو په غټه او مهمه پوسته فدايي بريد ترسره شو.
د موثق راپور په اساس د بريد له امله پوسته په مکمل ډول ویجاړه او په کې مېشت 27 اربکيان قتل او ټپيان شول.
دغه فدايي بريد د همدې ولايت د ناوې ولسوالۍ د اوسیدونکي قهرمان فدایي محمدريحان لخوا د ټونيس موټر په مټ چې له درنو منفجره موادونه ډک شوی وو ترسره شو.
دمعلوماتو په اساس د دغې پوستې شريرو اربکيانو د عامو خلکو په ځورولو، مجاهدینو ته د مشکلاتو په جوړولو او اخلاقي جرمونو کې لوی لاس درلود چې دا ده نن د خپلو اعمالو په سزا ورسېدل او په ټولیزه توګه سیمه ترې پاکه او خلک ترې په راحت کې شول.
خبر زاتوي سيمي ته ګڼ شمېر عسکر راغلي او سيمه يې کلابنده کړې ده.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونړ نور ګل کی یو موټر تخریب او دری عسکر ووژل شول
ساعت 21:37 | بازدید : 558 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ذبیح الله مجاهد.
د کونړ ولايت له نورګل ولسوالۍ نه د اجيري اردو په ګزمه د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي په ګزمه نن ماسپښين 2 نيمي بجې په توره تيږه سيمه کې وسلوال بريد وشو چې په مهال يې 3 عسکر ووژل شول او يو رېنجرموټر تخريب شو.
د دښمن په متقابلو ډزو کې 2 مجاهدين سرسرکي ټپيان شوي دي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لعمان غلیشنګ کی د برید په مهال دوه عسکر ووژل شول
ساعت 21:33 | بازدید : 595 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ذبیح الله مجاهد.
د لغمان ولایت له عليشنګ ولسوالۍ نه ترلاسه شوی خبروايي په ميل دره کوټل کني سيمه کې د اجيري اردو په پلي ګزمه وسلوال بريد ترسره شو.
بريد چې نن غرمه خواوشا 10 بجې يې صورت وموند په ترڅ کې يې 2 عسکر ټپیان شول او نور په تېښته بريالي شول.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


جوزجان : درزاب کې موټر په ماين والوت
ساعت 21:30 | بازدید : 661 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له جوزجان ولايت نه مو د اسلامي امارت مسؤل مجاهدين خبروي چې د درزاب ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يې د اجيري اردو رېنجرموټر په ماين والوزاوه.
موټر نن ماسپښين 3 بجې د چاودني ښکارشو چې پوره تخريب شو، چاودني په موټر کې ناستو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې خو کره شمېره يې نه ده څرګنده شوې.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونړ : سرکاڼوکې په پوسته بريد، 1 عسکر وژل شوی
ساعت 21:28 | بازدید : 685 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
ذبیح الله مجاهد. په کونړ ولايت کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د سرکاڼو ولسوالۍ په مڼوکنډو سيمه کې يې د اجيري اردو په پوسته وسلوال بريد ترسره کړ. په پوسته نن ماسپښين 3 بجې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې د خبرله قراره له امله يې ودانۍ زيانمنه شوه او يو تن عسکر پکې ووژل شو. 2014-01-06استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند: سنګین کې ماین 2پولیس قتل یوژوبل کړ
ساعت 13:1 | بازدید : 660 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمد یوسف احمدي.
دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې داجیروپولیسو په پلي ګزمه دماین چاودنه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : چاودنه بیګاه شپه شاوخوا 3 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دڅاروان قلعه دملازو دفتح شاه دپوستي په پولیسو دویشتونکي ماین په مټ ترسره شوه
دچاودني له امله دوه تنه پولیس ځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تصدیق او خیرات عوره طریقه
ساعت 12:55 | بازدید : 751 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: ابویاسر بـــــرخه: دارالافتاء كـــتني: 229

الاستفتاء :محترم مفتي صاحب ! زموږ یوقریب وفات شو ، اوبیایې ورثه ؤ خیرات پسي کاو ، اختلاف په دي سره رامینځ ته شوچې خیرات بایدڅه ډول وشي ؟کوم ډول خیرات افضل دی ؟ ځیني خلګ همداسې پسونه حلال کړي اوغوښې یې تقسیم کړي ، ځیني یې بیاپوخ کړي اوپه خلګو باندي ډوډۍ وخوري ، په دي دواړو طریقوکې یې کوم ډول بهتر ده ؟ ت ل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: لمړی داباید وپيږنو چې دخیر په اعمالوکې اصلاخبره دنیت معتبره ده ، له دي نه علاوه چې په کوم عمل کې زیات تکلیف وی دهغه اجر زیات دی ، دلته که موږ دي خبري ته نظر وکړو چې په پاخه خیرات کې دیوه تن له وچي ډوډۍ نیولي بیا تر غوړو غوښو مالګي اوپختن پوري هرڅه دخیرات کونکي وي اوبیا داچې دراغلوخلګو اومیلمنو خدمت په کې سرته رسیږي ، اومسکینان اووږي په کې مړيږي نوداهریوځانګړی عمل دی چې که په اخلاص سره وشې نواجر به یې ترلاسه شې ، اوکه اوم خیرات وشې نو بیاداښیګڼه لري چې دغه خیرات به کورنیوته ورسیږي اودمحدودوکسانوپه ځای به په کورونوکې واړه اوزاړه ټول تري ګټه پورته کړي

الحاصل : که چیرته دغه عملونه له ریاء اونوروهغه امورو څخه خالي شې چې دنیک عمل داجر مخه نیسې نوبی شکه چې لمړي صورت دزیاتو ښیګڼو له امله زیات اجر ورباندي ترلاسه کیدلی شې ، اوکه له دغه مفاسدو څخه خالي نه وي نوبیا که لمړی صورت وي اوکه دوهم که دخیر کار زیات وي اوکه لیږ نودغه عمل یی ضائع ده اودالله تعالی په وړاندي هیڅ اجر نه لري .

في الدرالمختاروردالمحتار۹\۷۰۱ اعلم ان اخلاص العبادة لله تعالی واجب والرياء فيها وهوان يريدبها غيروجه الله تعالی حرام بالاجماع للنصوص القطعية . الخ

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


اذان یو تلپاته اواز
ساعت 7:57 | بازدید : 958 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

کله چي رسول الله (ص) د مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ نو لومړنی کار يې دا و، چي يو مسجد يې جوړ کړ. دا هماغه مسجد دئ چي د قرآنکريم د التوبه سورت ۱۰۸ نمبر آيت يې په هکله داسي فرمايي: "په دې کي هغه خلک دي چي غواړي ښه پاکوالی وساتي". د دې مسجد د جوړولو سره سم د ټوليز عبادت بهير هم راپيل سو او په جماعت سره د لمانځه اداء کول منځته راغله. کله چي دغه (نبوي مسجد) جوړ سو نو دا پوښتنه راپورته سوه، چي لمونځ کوونکو ته به څنګه خبر ورکول کېږي. دا مهال رسول الله (ص) د اصحابو سره سلا مشورې کولې. ځينو اصحابو وړانديز وکړ چي د لمانځه د وخت په رارسېدو سره دي ښکر وږغول سي، تر څو خلک خبر سي او لمانځه ته ځانونه راورسوي.

خو رسول الله (ص) وفرمايل، چي ښکر ږغول د عيسويانو کار دئ. دا مهال ځينو اصحابو د (بوق) ږغولو مشوره ورکړه، خو د هغه په اړه رسول الله (ص) وفرمايل، چي دا بيا د يهودو کار دئ. ځينو نورو اصحابو دا نظر ورکړ، چي د لمانځه د وخت د رارسېدو پر مهال دې اور بل کړه سي تر څو خلک د هغه دود وويني او مسجد ته راسي غوره به وي. خو څنګه چي مجوسي (آتش پرستان) د اور نمانځونکي وو، نو دا وړانديز هم ونه منل سو. ځينو اصحابو تر غور او فکر وروسته عرض وکړ، چي د لمانځه د خبر ورکولو لپاره دي د مسجد پر بام بيرغ ورپول سي تر څو خلک د هغه په ليدو سره مسجد ته راسي. خو دا نظر هم قانع کوونکی نه و.

مهمه خبره خو دا وه، څنګه چي د اسلام دين د نورو دينونو د کړو وړو څخه بالکل جدا و، نو له همدې امله دا ټول وړانديزونه ونه منل سول او غونډه هم بې نتيجې پای ته ورسېده. ټولو اصحابو د دې مسئلې د حل لپاره غور او فکر کاوه. له دې جملې نه يو اصحابي عبدالله بن زيد (رض)و، چي ټوله شپه په سوچونو او چورتونو کي ډوب و. ابن سعد روايت کوي، چي هغه په خوب کي آذان وليد. بلخوا، حضرت عمر (رض) هم يو خوب وليدی، چي يوه ملايکه آذان او اقامت ورکوي. دا بل سهار دغه دواړه اصحاب د رسول الله (ص) په حضور مشرف سول. عبدالله بن زيد (رض) عرض ورته وکړ، چي ما په خوب کي د آذان ږغ واورېدی. حضرت عمر (رض) عرض وکړ، چي ما هم کټ مټ خوب ليدی او د آذان سره مي اقامت هم واورېد. رسول الله (ص) ته چي کله دغو دوو لويو اصحابو شاهدي ورکړه، نو حضرت بلال (رض) يې راوغوښت او هدايت يې ورته وکړ، چي د حضرت عمر (رض) څخه آذان زده کړي او د لمانځه د وخت په رارسېدو سره هغه په لوړ ږغ واوروي.

هو! په دې ډول آذان او د لمانځه اقامت راپيل سو او دا څه معمولي پېښه نه بلکي د الهي عبادت لپاره د مسلمانانو د رابللو تلپاته خبرتيا ثابته سوه. په بل عبارت آذان د مسلمانانو لپاره د خپلو فرايضو د اداء کولو د رابللو الفاظ دي. د لمانځه د پر ځای کولو لپاره آذان ويل کېږي او دا عمل هره ورځ پنځه واره تکرارېږي.

که آذان د ساينسي پلوه مطالعه کړو نو وبه ګورو چي هغه مسلمانانو ته يو روحياتي سکون او هڅونه ور عطاء کوي. اسلامي امت د هغه رب العالمين يوازينی مخلوق دئ چي د خپل رب سترتيا، وحدانيت، د هغه پر وروستي رسول او پيغمبر حضرت محمد (ص) باندي شاهدي، د هغه ذات د عبادت بلنه او د دين او دنيا ښېګڼي او سمون ته مراجعه د همدې آذان سره تړي او دا کار هغوی قلباً، روحاً او جسماً فعالوي.

راسئ چي آذان د بلي زاويې څخه هم وڅېړو. موږ پوهېږو چي لمر تل د ختيځ څخه په اصطلاح راپورته کېږي او په لوېديځ کي لوېږي. اوس که موږ د نړۍ نقشې ته ښه ځير سو نو د اسلامي هيوادونو ختيځ ترين ګوټ يا ليري ختيځ هماغه د اندونيزيا هيواد دئ.

اندونيزيا د سلګونو غټو او کوچنيو ټاپوګانو لکه جاوا، سوماترا، بورينو، سايبل او نورو څخه جوړ سوی دئ. که د سهار آذان په نظر کي ونيسو نو لومړی د سيمه ييز وخت مطابق پر پنځه نيمو بجو د هيواد په ختيځو ټاپوګانو کي د زرګونو مسجدونو د منارو څخه د سهار آذان راپيلېږي. دا مهال هغه مسلسل لوېديځو ټاپوګانو ته پسې راتېرېږي. په څه باندي یو ساعت کي جاګارتا، سايبل او سوماترا ته رسېږي او ټوله مغربي اندونيزيا د آذانونو په څپو کي لاهو کېږي. بايد وويل سي چي کله په ختيځه اندونيزيا کي د سهار پنځه نيمي بجې وي او آذانونه جاري وي نو هلته د بنګله دېش په مرکز ډاکه کي د شپې دوه نيمي بجې وي. کله چي د لوېديځي اندونيزيا څخه د سهار د آذان څپې د وتلو په حال کي وي نو هلته د ماليزيا سهار راپيلېږي او دا ملکوتي ږغونه د دې هيواد بېلابېلو ښارونو ته درومي. د ماليزيا څخه د دې انګازو د وتلو سره سم هغه مالي او برما ته ور تېرېږي. د جاګارتا څخه تر درو ساعتو وروسته د الهي وحدانيت د شعارونو دا ستره څپه ډاکې ته رسېږي او د بنګله دېش په سلګونو زره مسجدونه دا مشعل اخلي او ټول بنګله دېش ته يې رسوي. د بنګله دېش څخه دا ستره څپه لوېديځ هند ته ور اوړي او کلکته په دې نور سره روښانه کېږي او بېله ځنډه کشمير او نورو برخو ته درومي. بلخوا، ممبی او ټول هندوستان ته خپرېږي او سمدلاسه د پاکستان شمال ته پسې ور اوړي. د سيالکوټ څخه تر کوئټې، کراچي، ګوادر پوري څلوېښت دقيقې فرق دئ. په دې موده کي د سهارنيو آذانونو دا ستر توپان ټول پاکستان په بر کي نيسي او ډېر ژر افغانستان ته را تېرېږي څو چي نيم ساعت دا هيواد منور کوي. په منځنۍ آسيا، اېران، مسقط کي د آذانونو لړۍ يو په بل پسې راپيلېږي. د مسقط څخه تر بغداد پوري يو ساعت فرق دئ او په دې موده کي د دې دوو ښارونو تر منځ د زرګونو جوماتونو له منارو څخه د سهار آذان فضا ته خپرېږي. دا مهال په سعودي عربستان، يمن، متحد عربي اماراتو، کويټ او عراق کي د آذانونو ستر موج ټوله سيمه تدريجاً پر سر اخلي څو چي د مصر سکندريې ته رسېږي. د بغداد او سکندريې تر منځ يو ساعت فرق دئ او په دې موده کي د آذانونو دا عظيمه څپه مصر، سوريې، فلسطين، لبنان، سوماليې او سوډان ته ځي او د زرګونو مسجدونو څخه انعکاس مومي. بلخوا، د مصر سکندريه، او د ترکيې استانبول پر يو طول البلد واقع دي. د ختيځي ترکيې او لوېديځي ترکيې تر منځ يو نيم ساعت فرق دئ او په دې موده کي د توحيد دغه ږغ د زرګونو مسجدونو د منارو څخه خپرېږي. هلته د سکندريې څخه د ليبيا تر مرکز طرابليس پوري يو ساعت فرق دئ او دا مهال په شمالي افريقا کي د توحيد او رسالت ازانګې د زرګونو مسجدونو څخه د هوا څپو ته خپرېږي. په الجزاير کي لا د آذانونو دا لړۍ ختمه سوې نه وي چي نايجريا، مراکش، موريتانيا او سنيګال ته ورتېرېږي.

که د مځکي په دې څه باندي نيمه کره کي هر مسجد له بل نه لس کيلومتره ليري وبولو او هر آذان پنځه دقيقې په بر کي ونيسي، نو د لومړني مسجد آذان به لا پای ته نه وي رسېدلی چي د دوهم جومات آذان به پيل سي. په دې حساب د آذانونو دا لړۍ هيڅ ختمېدونکې نه ده او هره شېبه بېله کومي وقفې څخه مسلسل جريان لري.

هو! د اندونيزيا څخه چي د (الصلاة خيراً من النوم) دا ستره او پراخه څپه راپيل سوې وه، څه نا څه نهه نيم ساعته وروسته د بحر الکاهل ختيځو سيمو ته رسېږي، له دې ځايه لا هغه اروپا او بيا شمالي امريکا ته نه وي رسېدلې چي هلته په اندونيزيا کي د ماپښين آذان راپيلېږي. دا ستره څپه پر عين هماغه خط السير باندي پايښت مومي او تر همدې نقطې لا نه وي رسېدلې چي د اندونيزيا د مازيګر آذان شروع کېږي. هغه پر نيمايي لاره وي چي شا ته (په اندونيزيا کي) د ماښام آذان را پيلېږي. هغه هم نيمه لاره نه وي طی کړې (يعني تر ختيځ بحر الکاهل او شمالي افريقا پوري نه وي رسېدلی) چي په اندونيزيا کي د ماخستن آذان شروع کېږي. تر څو چي د ماخستن د آذانونو دا لويه څپه افريقا ته رسېږي هلته د ختيځي اندونيزيا د جوماتونو له منارو څخه يو ځل بيا د سهار د آذانونو چمتوينه نيول کېږي.

که موږ دغه دوراني لړۍ ته ښه غور وکړو، نو معلومه به سي چي د مځکي د کرې پر مخ هيڅ داسي دقيقه، ثانيه او شېبه نسته چي د هغه په ترڅ کي په سلګونو زره مؤذنان پر يو وخت د (الله اکبر) او (اشهدان لااله الا الله) اغېزمن الفاظ د هوا په څپو کي خپاره نه کړي.

د آذان د ستري څپې دا بهير خو صرف د اندونيزيا څخه د شمالي افريقا تر سواحلو پوري و، چي موږ وڅېړی. که اروپا او شمالي امريکا هم پر ور زيات کړو نوانسان به د حيرانۍ له مخي اعتراف وکړي، چي د مځکي د کرې په هره برخه کي ۲۴ ساعته هره ثانيه د (الله اکبر) ملکوتي ږغ پرله پسې جريان لري. هو! دا لړۍ چي ۱۴۰۰ کاله پخوا راپيل سوې، تر قيامته به نوره هم مضبوطه پسې تکرار او غبرګېږي.

لیکوال : نثار احمد صمد

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د غني خېلو فدايي بريد او يو تاثر
ساعت 9:57 | بازدید : 721 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

جعفر رضي الله عنه د علي کرم الله وجهه ورور و او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره زوی و. دی حبشې ته د لومړني هجرت او د اسلام د لومړي سياسي اقدام بارز شخصيت و. دې انسان ډېرې ځانګړتياوې لرلې. کله چې د مکې د مشرکينو له لوري سخنور عمروبن العاص د دوی پر ضد د حبشې پاچا نجاشي ته ولېږل شو، ده ورسره داسې مناظره وکړه، چې هم يې مهاجرو مسلمانانو ته نجات ورکړ او هم د نجاشي د مسلمانېدو لامل شو.

کله چې رسول عليه السلام خيبر فتح کاوه، دی په همدې کال له حبشې څخه مدينې ته ورستون شو. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورپاڅېد، په تندي يې ښکل کړ او ورته يې وويل : نه پوهېږم چې ستا د راتګ خوشالي ولمانځم او که د خيبر د فتحې خوشالي! کله چې مکه فتحه کېدله جعفر رضي الله عنه د رسول عليه السلام د اسپې مهار يې نيولی و. ورته يې وويل : جعفره زما د صورت او سيرت په څېر يې!

د مسلمانانو په يوه لښکر کې مؤته غزا ته لاړ. صليبي کفر سره د اسلام لومړۍ مقابله وه. صليبي کفر يو لک لښکر رامخکې کړ او مسلمانان درې زره کسان وو. د غزا لومړنی قومندان زيد بن حارثه وټاکل شو، د هغه له شهادت څخه وروسته جعفر ټاکل شوی و. کله چې جګړه ونښته، زيد بن حارثة شهيد شو. بيرغ جعفر رضي الله عنه پورته کړ. دښمن يې ښی لاس په توره وواهه، بيرغ يې په چپ لاس ونيو، دښمن ورته چپ لاس وواهه، بيرغ يې د مټو په زور مرۍ سره کلک ونيو، بالاخره چې شهيد شو. مخامخ بدن يې څه باندې شل زخمونه خوړلي وو، رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينه کې ژړل ويل يې چې جعفر شهيد شو او الله جل جلاله به په جنت کې د دواړو لاسونو پر ځای دوه وزرې ورکړي او د جنت هر ځای ته چې يې خوښه وي، په الوتو به ورځي. له همدې کبله ورته ذوالجناحين هم وايي!
دا د اسلام لپاره د مثالي سرښندنې مثال و او دغه ورته د رسول الله صلی الله عليه وسلم شاهدي. له تېرو دولسو کلونو زموږ هېواد کې د اسلام فدايان په داسې هېښوونکې بڼه سرونه ښندي چې نړۍ يې بېلګه نه وه ليدلې. د تېرې لړۍ يوه کړۍ نن ننګرهار کې اوو اتلو فدايانو زياته کړه. د دښمن په مهم مرکز يې داسې نا ببره بريد وکړ، چې د سيمې خلک ورته ګوته په غاښ پاتې شول.
د غني خېلو د سيمې دا بيس دا دولس کاله د دښمن د دومره کلک حراست لاندې پاتې شوی و، چې د هيڅ ډول بريد زور يې نه مانه، بالاخره د اسلام د هغه سر سپارلو فدايانو د هډونو ښکار شو، چې تاريخ به يې هېر نه کړای شي. دې بيس کې د امريکا د سپيشل فورس ماهر افراد دېره وو. خپلو افغان لاسپوڅو ته يې د چاپو وهلو او ډله ييزو وژنو روزنه ورکوله. دوی مکرونه جوړول او الله جل جلاله ورته بل مکر جوړ کړ. که کوم يو يې روغ پاتې وي، نو هم به روغ نه وي پاتې.
مخکې مو د جعفر رضي الله عنه د سرښندنو مثالونه ولوستل، چې د اسلام د بيرغ لپاره يې يو لاس ورکړ، په بل يې ونيو هغه يې هم له لاسه ورکړ، د غاړې او مټو تر منځ يې ونيو، ان چې د دښمن په نېزه شهيد شو. د اسلام پيغمبر ورته د طيار(پيلوټ) لقب ورکړ، چې په جنت کې به يې د لاسونو بدل کې وزرې وي او چې دجنت هر ځای ته يې خوښه شي، هلته به په الوتو الوتو ځي.
پورتني مثال ته په کتو او د اوسنيو فدايانو د سرښندنو له ارزولو ورسته دا سوال پيدا شي، چې د الله د لارې دې سپاهيانو ته به څه ورکول کيږي؟ هغه دوه لاسونه ورکړل، بدل کې به يې جنت کې دوه وزرې وي، دوی خو ټول جسم او هډ نذرانه کړی. څومره کلک ځای، څومره کلک حراست، څومره کلکه وداني، څومره کلک برجونه او څومره کلک تدابير د دې تنکيو غوښو او هډونو له زوره نړيږي!؟....آه
همدغه د پورتني مثال په استناد ويلی شو، چې دا د جعفر رضي الله عنه لاروي دي او همدوی ان شاءالله د جنت پيلوټان دي، دوی د اوسني کفر د سختو تدابيرو ماتوونکي، دوی د مسلط کفر ماتوونکي، دوی د عقب نشينو اسلامي لښکرو غالبوونکي، دوی د مظلومو مسلمانانو انتقام اخستونکي او بالاخره دوی د الله جل جلاله پر زمکه د همغه لوړ ذات د نظام راوستونکي دي.
د غني خېلو د فدايي بريد فدايان ډېر عجيبه وو. د يوه نوم بدرالدين بلال و. تره يې ميا سميع الدين روژه کې د مرتدې اردو د يوه کمين په ترڅ کې شهيد شوی و، ده به همدا ويل چې زه مې تره ته ورځم، دغه دی نن به يې روحونو سره ملاقات کړی وي، يو بل ته به يې خپل حال احوال ويلی وي، خو خدای خبر چې د دې ترخې دنيا په اړه به د دواړه څه تبصره وي؟
يو فدايي د ځاځيو و، مستعار نوم يې محمد خوښ کړی و، خپل نوم يې عبدالعزيز و. شپږ مياشتې يې د واده کېدلې، يو وار خوست کې امريکايانو له بريد مخکې ونيو، څو کاله بندي و، چې راخوشې شو،ځان يې د تورې بوړې جهادي محاذ د فدايانو کنډک ته راورساوه. همدا يې ويل چې د شهادت مزه ګورم او د الله جل جلاله د ديدار تږی يم. (وَعَجِلًتُ اِلَيکَ رَبِ لِتَرضَی). دغه دی ورغی، څومره عالي احساس! څومره لوړه غوښتنه! څومره لوړ مقام او څومره لوړه جائزه!

پرون چې د امريکا سناتورانو ګراهام او مکين ځان خوشالوه، نن به يې خپل مورال بايللي پوځيان ليدلي وي، نن به ورته خپل سپيشل فورس د اتلولۍ او سرښندنې مثالونه ويلي وي! يقين دی، چې نن به او هر کله چې داسې اتلوال بريدونه کيږي، د دوی زړونه د رعب او وېرې له کبله د دوی د بدن هر قُطر ګوري، د دوی داسې حالت او د زړه قراري يو ناشونی کار بريښي!

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: فبدایی ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 6
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 399
بازدید ماه : 121
بازدید کل : 99430
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 6
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 399
:: بازدید ماه : 121
:: بازدید سال : 10787
:: بازدید کلی : 99430