الجـــــــهاد فی سبیل الله
قاری یوسف احمدی د2013 کال په تیرو شپږو میاشتو کی د کابل اداری 242 قومندانان وژل شوی
ساعت 15:22 | بازدید : 1678 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ځیني هغه بې ضمیره او وطن فروش او ډالر خواره افغانان چي ددنیوی او مادي امتیازاتو دلاس ته را وړلو په موخه یې هرڅه په روڼو سترګو وپلورل او دپردیو په امر یې دخپل ولس ویني تویې کړلې داولس بچیان یې شهیدان کړل او زندانونو ته یې ورواچول او هغه څه یې ورسره وکړل چي ژبه یې له ویلو او قلم یې له لیکلو شرمیږي دادۍ اوس چی امریکا او متحدینو یې دتیښتې شعار خپل کړی او دنړۍ ټولو انسانانو یې دمختلفو وسائلو په مټ دناکامۍ صحنې ولیدلې نو اوس ددې هیواد څو پلورل شویو دطالب په وړاندي دجنګیدلو ټټر وواهو او غربې میډیا یې هم په پټو سترګو تیښته بریا او بې کفایتي وړتیا وبلله او دطالبانو هغه تندریز بریدونه او غلیم ځپونکي ګوزارونه یې هیڅ وګڼل، خوکه مکار او ډارن دښمن هرڅه هم وکړي لله الحمد ځمکني حقائق دطالبانو دبریابربنډه شاهدی وایي او دهیواد لویشت لویشت یې په وینو ورنګیدله او ددې خاورې پردین مین شازلمي نور هم دمجاهدینو په صفونو کي منظم شول او هوډ یې کړ ی چي نوربه ددې ناولي نظام تر بشپړې ماتې پوري دجهاد او مبارزې سنګر خوندي ساتي.

راځئ دیو مستند راپور لمخې وګورو چي دکرزي دفاسدې ادارې څومره چارواکي دامریکایي اهدافو قرباني شوي چي دلته یې یوازي په تیرو شپږو میاشتو کي دافغانستان د۹ولایاتو راپوردرته وړاندي کوو چي(۲۴۲) قوماندانان او دولتي منسوبین پکي وژل شویدی

دروان ۲۰۱۳کال دشپږمې میاشتې له اول تاریخ نه د۱۲میاشتې تر آخر پوري دوژل شویو دولتي مسئولینو راپور وګورۍ

۱ قوماندان درویش د۶میاشتې په ۱ تاریخ دروزګان په دهراود په دورجان سیمه کي ووژل شو

۲ قوماندان لال محمد د۶میاشتې په ۱ تاریخ دفراه بالا بلوک په کنسک سیمه کي ووژل شو

۳ قوماندان حاجي معروف دهرات درباط سنګي امیه قواندان د۶میاشتې په ۲تاریخ په رباط سنګي کي ووژل شو

۴ قوماندان سید قیوم دهرات دشاهرارا رئیس د۶میاشتې په ۲ تاریخ د شینډنډ په شوز سیمه کي ووژل شو

۵ قوماندان بریالی د۶میاشتې په ۲تاریخ دکندهار دژړۍ په سنزري کي قتل شو

۶ قوماندان حسن د۶میاشتې په ۲ تاریخ دکندهار ښارحاجي نظرجان په سرای کي قتل شو

۷ قوماندان اسد ارغندابی د۶میاشتې په ۳ تاریخ دکندهار په ژړۍ کۍ قتل شو

۸ قوماندان خیر الله دامنیت رئیس اودده مشاور ارباب د۶میاشتې په ۳ تاریخ دهرات غوریان په سیمه کي قتل شول

۹ قوماندان ګل د۶میاشتې په ۴ تاریخ دکندهار دمعروف په اسحاقزوکي سره له ۴عسکرو ووژل شو

۱۰ قوماندان شا ولي د۶میاشتې په ۴ تاریخ دفاریاب دالمار په بخاري قلعه کي ووژل شو

۱۱ قوماندان میر علم د۶میاشتې په ۴ تاریخ د فاریاب قیصار مرکز کي ووژل شو

۱۲ قوماندان شیر آغا د۶میاشتې په ۵ تاریخ دکندهار شا ولیکوټ په ولې سیمه کي ووژل شو

۱۳ قوماندان علاءالدین د۶میاشتې په ۷ تاریخ ددایه کندي دګیزاب په خلچ سیمه کي ووژل شو

۱۴ قوماندان کاکی د۶میاشتې په ۸ تاریخ دهلمند دمر جې په سیستاني کي ووژل شو

۱۵مامور میراجان او بریالی د۶میاشتې په ۹ تاریخ دروزګان په دهراود بازار کي ووژل شول

۱۶ قوماندان بسم الله د۶میاشتې په ۹ تاریخ دکندهار په ارغستان دامبر کلي کي ووژل شو

۱۷ قوماندان حاجي زرین چي دسرحدي کنډک قوماندان وو د۶میاشتې په ۱۱ تاریخ دهرات ګلران کي قتل شو

۱۸ قوماندان افغان چي دسنګین دقوماندان زوم وواو دپوستې مشر وو د۶میاشتې په ۱۲ تاریخ په ساروان کلاکي ووژل شو

۱۹ قوماندان سفر د۶میاشتې په ۱۳ تاریخ دموساکلا په دیزور کي ووژل شو

۲۰ قوماندان شاکر هم د۶میاشتې په ۱۳ تاریخ دموساکلا په دیزور کي ووژل شو

۲۱ قوماندان شانی ۶میاشتې په ۱۳ تاریخ مرجې په تریخ ناور دحجي فقیر اکا په بلاک کي ووژل شو

۲۲ قوماندان سلطان چي ددوهمې حوزې مشر وو ۶میاشتې په ۱۳ تاریخ دنیمروز دلام په بازار کي ووژل شو

۲۳ قوماندان رفیع د۶ میاشتې په ۱۴ تاریخ دکندهار ارغنداب په ناګهان کي ووژل شو

0 ۲۴قوماندان بالی چي سر ګروف وو د۶ میاشتې په ۱۴ تاریخ دکندهار معروف په مرکز کي قتل شو

۲۵قوماندان جمعه ګل خان کنډک مشر د۶ میاشتې په ۱۴ تاریخ دهرات داوبې په جنګ کي سره له ۸عسکرو قتل شو

۲۶قوماندان عوض د۶ میاشتې په ۱۵ تاریخ دهرات په شینډنډ بازار کي ووژل شو

۲۷مدیر روزیخان چي پوا اولسوال وو او اوس خادی وو د۶ میاشتې په ۱۵ تاریخ دزابل شاجوی بازار کي ووژل شو

۲۸ امریکایي ټیکدار حاجي میر ویس د۶ میاشتې په ۱۵ تاریخ دکندهار له هوایي ډګر سره قتل شو

۲۹ قوماندان فرید د۶ میاشتې په ۱۶ تاریخ دهلمند نادالي په سیداباد کي سره له نورو ۶عسکرو ووژل شو

۳۰ قوماندان حبیب الله ننګرهاری چي دقرارګا آفسر وو د۶ میاشتې په ۱۷ تاریخ دهلمند دناوې په جوروزیانو کي ووژل شو

۳۱ قوماندان شیر علي د۶ میاشتې په ۱۸ تاریخ دهلمند دګرشک په میر منداب کي سره له ۵عسکرو ووژل شو

۳۲ قوماندان نعمت الله د۶ میاشتې په ۱۸ تاریخ دنیمروز په چار برجکه نالو سیمه کي ووژل شو

۳۳ قوماندان بابی د۶ میاشتې په ۱۹ تاریخ دروزګان په چارچینو کي ووژل شو

۳۴ قوماندان محمد د۶ میاشتې په ۱۹ تاریخ دهلمند لشکرګاه په سرکار کي ووژل شو

۳۵ قوماندان نذیر مل د۶ میاشتې په ۲۰ تاریخ د موساکلا په دیزور کي ووژل شو

۳۶ قوماندان غلام د۶ میاشتې په ۲۲ تاریخ دفاریاب د المار ولسوالۍ په زار کي قتل شو

۳۷ قوماندان تورچان د۶ میاشتې په ۲۲ تاریخ ددهلمند ناوې په شورشورک کي قتل شو

۳۸ امریکایي ټیکدار جانو د۶ میاشتې په ۲۲ تاریخ دموسا کلا په بازار کي قتل شو

۳۹ معاون ګلاب الدین د۶ میاشتې په ۲۳ تاریخ دهرات پښتون زرغون کي ووژل شو

۴۰ قوماندان (معاون فرید خان ) د۶ میاشتې په ۲۳ تاریخ دهرات اوبې کي ووژل شو چي دالته دلویې قرارګا معاون هم وو

۴۱ قوماندان عبدالله باز د۶ میاشتې په ۲۴ تاریخ دموساکلا په احمدخانزوکي ووژل شو

۴۲ قوماندان جانان د۶ میاشتې په ۲۷ تاریخ دلښکرګا په شورمانو کي ووژل شو

۴۳ قوماندان رحمت الله او ورسره ۱۳ نور عسکر د۶ میاشتې په ۲۷ تاریخ د دروزګان په چنار توچرمستان کي ووژل شول

۴۴ قوماندان محمد ګل د۶ میاشتې په ۲۷ تاریخ ددروزګان دهراود په کشي کي ووژل شو

۴۵ معاون هاشمي د۶ میاشتې په ۲۹ تاریخ د ساروان کلا په باینزو کي ووژل شو

۴۶ قوماندان غني (رئیس) د۶ میاشتې په ۱۹ تاریخ دسرپل په سیداباد ترکمن قدق کي ووژل شو

۴۷ قوماندان ناصر د۶ میاشتې په ۳۰ تاریخ دساروان کلا په غاړګۍ کي ووژل شو

۴۸ قوماندان آمر نادر دمخابراتورئیس او دوه نور ضابطان د۷ میاشتې په ۱تاریخ دهرات بښتون زرغون کي ووژل شول

۴۹ آمرکشف او۲خارجیان د۷ میاشتې په۱ تاریخ دهرات په رباط سنګي په سنګبر کي ووژل شول

۵۰ دچټک غبرګون قوماندان اود سرحدي لیوا ددفتر آمر (حسن ابوالفضل) د۷ میاشتې په۱ تاریخ دهرات ۸ناحیه کي قتل

۵۱ صاحب منصب لعل بهادر غوري د۷ میاشتې په ۳تاریخ د هرات په ښار کي ووژل شو

۵۲ قوماندان عبدالمنان د۷ میاشتې په۴ تاریخ دزابل شنکۍ کابل بند کي ووژل شو

۵۳ =۵۴=۵۵=۵۶=۵۷ =۵۸محمدزی ټکر،دروزګان دجنایتکار مطیع الله ویاند ،میدو ،دچاپومشر،عیسامحمد،قوماندان رحمت الله ،قوماندان سات محمد صره له ۵۲ نورو جنایتکارانو د۷ میاشتې په ۵تاریخ دترینکوټ مر کز ریزرو نومي طعام ځای باندي دقهرمان تشیر احمد کندهاري لخوا دواسکټ په فدایي برید کي ووژل شول او ودانئ ورباندي ور ونړیدله

۵۹ کاروان ساتونکی قوماندان جیلاني د۷ میاشتې په ۵تاریخ دکندهار معروف په آبي چینه کي ووژل شو

۶۰ قوماندان اختر محمد چي دبولدک یوظالم قوماندان وو د۷ میاشتې په ۶تاریخ دبولدک په بازار کي په فدایي برید کي ختم

۶۱ قوماندان عبدالله بریتو د۷ میاشتې په ۶تاریخ ددبادغیس دره بوم مرکزکي ووژل شو

۶۲ قوماندان عطاءالله د۷ میاشتې په۷ تاریخ دګرشک په زمبلي کي ووژل شو

۶۳ قوماندان شفیع الله

۶۴ اوقوماندان امیر محمد چي په وردګو کي دخاصو قطعاتو قوماندانان ول د۷ میاشتې په ۷تاریخ دفاریاب ګرزیوان کي ووژل شول

۶۵ قوماندان مجاهد د۷ میاشتې په ۷تاریخ دزابل په شاجوی کي ووژل شو

۶۶=۶۷ قوماندان کمال او قوماندان هاشم ۷ میاشتې په۷ تاریخ دفاریاب په المار میر شادي کي ووژل شول

۶۸ قوماندان حاجي سیدرسول دچار چینو پخوانی ولسوال او اوسنی دلسو پوستو مشر ۷ میاشتې په۹ تاریخ په ترینکوټ کي دیخي له فابریکې سره ووژل شو

۶۹ قوماندان معلم فیض الل۷ میاشتې په۹ تاریخ دفاریاب ګرزیوان تګاب کي ووژل شو

۷۰ قوماندان جان ۷ میاشتې په۹ تاریخ دهلمند تهرسراج په سره ښاخ کي ووژل شو

۷۱ =۷۲=۷۳قوماندان خواجه اسحق،او ټولئ مشر قوماندان عارف او صاحب منصب اسحق او ۱۲نورعسکرووژل شول

۷۴ قوماندان یماد ۷ میاشتې په۱۰ تاریخ چي دپرونې جګړې ټپونه یې خطر ناک ول دمرکزپرلور روان وو دتداوي لپاره دفاریاب ګرزیوان پر لاره بیا په کمین کي وختل او سره له ۴عسکرووختم شو

۷۵قوماندان عبدالرحمن ۷ میاشتې په۱۱ تاریخ دکندهار ډنډ په ناخوني کي ووژل شو

۷۶ قوماندان ولي محمد۷ میاشتې په۱۵ تاریخ دزابل شهر صفا مرکز کي ووژل شو

۷۷ قوماندان ظریف ۷ میاشتې په۱۷ تاریخ دکندهار خاکریز په ناصرو کي ووژل شو

۷۸ څارندوال ولي جان ۷ میاشتې په۱۷ تاریخ دهرات په کرخ کي ووژل شو

۷۹ =۸۰ آمر جنایي او دولسوالۍ څارندوال عبدالرسول د ۸ میاشتې په ۱ تاریخ دفاریاب بلچراغ مر کز کي ووژل شول

۸۱ خادی صوفی عبدالهادي ۸ میاشتې په۱ تاریخ دخاص روزګان په مر کز کي ووژل شو

۸۲ آفسر (سرباز) د ۸ میاشتې په۲ تاریخ دهلمند ګرم سیر په حسین آباد کي ووژل شو

۸۳ قوماندان شاهزاده د ۸ میاشتې په۳ تاریخ د فراه بالا بلوک په کنسک کي قتل شو

۸۴ قوماندان ژړعبدالله د ۸ میاشتې په۳ تاریخ دکندهار ښورا وک کي سره له نورو ۸عسکرو په پوسته کي ووژل شو

۸۵ قوماندان ډنګر او ۳نور عسکر د ۸ میاشتې په۳ تاریخ دګرشک ده آدم خان کي ووژل شو

۸۶ قوماندان شمس الله د ۸ میاشتې په۴ تاریخ دکندهار به ډب خاکریز کي ووژل شو

۸۷ قوماندان خان د ۸ میاشتې په۴ تاریخ دروزګان دهراود پ کنجک کي قتل شو

۸۸ دترینکټ دخاد دپوستې قوماندان احمدالله د ۸ میاشتې په۴ تاریخ دکندهار په لو واله کي دتري په اډه کي ووژل شو

۸۹ دخاد صاحب منصب حبیب ساسولی د ۸ میاشتې په۷ تاریخ دنیمروز په مرکز کي ووژل شو

۹۰ دټولئ قوماندان خال محمدد ۸ میاشتې په۸ تاریخ د فاریاب په دولت آباد شیخانو کي ووژل شو

۹۱ مامور نعمت الله دلښکرګا داستخباراتو مشر د ۸ میاشتې په۱۰ تاریخ دلښکرګا په مختر کیمپ کي ووژل شو

۹۲ قوماندان چریکید ۸ میاشتې په۱۱ تاریخ د کندهار دنیش په نري کلي کي له خپلې پوستې سره قتل شو

۹۳ قوماندان همکار د ۸ میاشتې په۱۲ تاریخ دترینکوټ دهراود سنګبر کي ووژل شو

۹۴ قوماندان سخي چي ډیر ظالم او وحشي وود ۸ میاشتې په۱۴تاریخ دفاریاب په قیصار مرکز کي ووژل شو

۹۵ دقوماندان نعمت معاون چي تیر کال یې دقرآن کریم تو هین کړی وو د ۸ میاشتې په۱۴ تاریخ ددترین کوټ په چوره مني غار کي سره له دوو نورو اربکیانو ووژل شو

۹۶ قوماندان ماخان د ۸ میاشتې په۱۵ تاریخ دکندهار پنجوایي دمیشان له مکتب سره ووژل شو سره له ۴ نورو اربکیانو

۹۷ قوماندان عبدالخالق د ۸ میاشتې په۱۵ تاریخ دفاریاب خواجه موسا په باد قسي کي ووژل شو

۹۸ قوماندان جلیل د ۸ میاشتې په۱۵ تاریخ دترین کوټ مر کز تالانه کي ووژل شو

۹۹ سرګروپ صفی الله دچرسي عبدالله زوی او ۲ضابطان د ۸ میاشتې په۱۵ تاریخ دهرات پښتون زرغون منډیجوی کي ووژل شول

۱۰۰ قوماندان عمر جان او دوه عسکرد ۸ میاشتې په۱۷ تاریخ دکندهار معروف په ساګزو کي له خپلې پوستې سره ووژل شو

۱۰۱ دخارآبخن دپوستې قوماندان سره له پنځو نورو عسکرو چي ۵موټرسائکلان هم ورڅخه غنیمت شو لد ۸ میاشتې په۱۷ تاریخ دفراه پر چمن په خار آبخن کي ووژل شول

۱۰۲ څارندوال اسماعیل د ۸ میاشتې په۱۸ تاریخ داسلامي امارت له محاکې سره سم ووژل شو

۱۰۳ =۱۰۴ قوماندان کولی او زاهد یَک د ۸ میاشتې په۱۸ تاریخ دګرشک په میرمنداب مناف خان کلي کي ووژل شول

۱۰۵دپاسپورت رئیس نصرالله خان پرچمی د ۸ میاشتې په۲۰ تاریخ دترینکوټ مرکز حوزه سیمه کي ووژل شو

۱۰۶ اربکی قوماندان حمیدالله د ۸ میاشتې په۲۰ تاریخ دخاص روزګان په خواجه زو کي ووژل شو

۱۰۷ قوماندان ظریف د ۸ میاشتې په۲۱ تاریخ دمرجې په تریخ ناور کي ووژل شو او قوماندان ګل مولا زخمي شو

۱۰۸ قوماندان باوري د ۸ میاشتې په۲۲ تاریخ دروزګان چارچینو جمبرک کي دکوتله له خپلې پوستې سره نیژدې ووژل شو

۱۰۹ دتروریزم مدیر صلاح الدین خان د ۸ میاشتې په۲۲ تاریخ دهرات په پښتون زرغون مرکز کي ووژل شو

۱۱۰ قوماندان خیر محمد د ۸ میاشتې په۲۴ تاریخ دشنډ په بازار کي له خپلې پوستې سره ووژل شو

۱۱۱ ضابط عزت الله د ۸ میاشتې په۲۵ تاریخ دکندهار ښار بریښناکوټ کي ووژل شو

۱۱۲ قوماندان فرید د ۸ میاشتې په۲۵ تاریخ دګرشک په بازار کي چي دتاجکانو دپوستې قوماندان ووله پوستې سره قتل شو

۱۱۳ معاون برګیټ د ۸ میاشتې په۲۶ تاریخ دهلمند دناوې په عینک کي له خپلې پوستې سره ووژل شو

0 ۱۱۴ قوماندان ولي او یو ساتونکی د ۸ میاشتې په۲۸ تاریخ دغور په چارصده فلاخر سیمه کي ووژل شو

۱۱۵=۱۱۶دفراه دپولیسي کنډک رئیس ارکان او دتروریزم دڅانګې مرستیال همایون خان او دخاد مرستیال بشیر خان سره له ۱۵نورو عسکرو په یوه خونړۍ نښته کي د ۸ میاشتې په۲۸ تاریخ دفراه دکلستان او بکواتر منځ په فیتاوک کي ووژل شول

1 ۱۱۷ معاون پهلوان دفراه ناامنیت معاون د ۸ میاشتې په۲۸ تاریخ دکندهار جامعه عمر سره ووژل شو

۱۱۸ =۱۱۹ قوماندان وکیل او قوماندان انګار د ۸ میاشتې په۲۸ تاریخ د ساروان کلا کي به جنګ کي ووژل شول

0 ۱۲۰قوماندان محمد خان د ۸ میاشتې په۲۸ تاریخ د ساروان کلا کي به جنګ کي ووژل شول

۱۲۱آفسر عزیز د۸ میاشتې په۳۰ تاریخ ددمرجې په تریخ ناور کي سره له ۸نورو عسکرو په ماین لولپه شو

۱۲۲ دارغنداب قوماندان د۸ میاشتې په۲۸ تاریخ دزابل مرکز په هغه برید کي ووژل شو چي آصف قوماندان وتښید

۱۲۳ قوماندان عسکر ۹ میاشتې په۱ تاریخ دزابل شملزو کلارشید په جنګي برج کي سره له ۸نورو عسکرو ووژل شو

۱۲۴ دهرات دمرافعې رئیس حاجي خواجه ۹ میاشتې په۳ تاریخ دهرات په ښار کي ووژل شول

۱۲۵ قوماندان عمر ګل د ۹ میاشتې په۳ تاریخ دساروان کلا په زیدانانو کي سره له ۶عسکرو ووژل شو

۱۲۶ قوماندان سلام د ۹ میاشتې په۳ تاریخ دفاریاب ګرزیوان په قزاق کي سره له ساتونکي ووژل شو

۱۲۷ قوماندان پیروزد ۹ میاشتې په۴ تاریخ دمیوند له لویې قرارګا سره ووژل شو

۱۲۸ مامور قاسم د ۹ میاشتې په۶ تاریخ ددکندهار ښار کي دعبدالرب اخونزاده له جامعې سره ووژل شو

۱۲۹قوماندان اسحاق زی ماما سره له ۳نورو عسکرو د ۹ میاشتې په۷ تاریخ دمرجې په تریخ ناور کي ووژل شو

۱۳۰مامور ناصر د ۹ میاشتې په۷ تاریخ دهرات په شینډنډ بازار کي ووژل شو

۱۳۱ قوماندان روزګان د ۹ میاشتې په۸ تاریخ دزابل دشوري له ښاره سره ووژل شو

۱۳۲ قوماندان قدرت خان د ۹ میاشتې په۱۰ تاریخ دشینډنډ په زیر کوه کي په جنګ کي ووژل شو

۱۳۳ بدنام اربکی زعفران د ۹ میاشتې په۱۱ تاریخ دکندهار په ارغستان کي ووژل شو

۱۳۴ =۱۳۵ قوماندان خنجر او قوماندان سنګریار د ۹ میاشتې په۱۱ تاریخ دموساکلا په دیهي کاریز کي ووژل شول

۱۳۶ قوماندان ظریف د ۹ میاشتې په۱۳تاریخ دکندهار دښار دمحبس شاته له خپلې پوستې سره نیژدې ووژل شو

۱۳۷ قوماندان ابراهیم خان دټول ولایت داربکیانو مشرسره له ۷عسکرو د ۹ میاشتې په۱۷ تاریخ دبادغیس دره بوم خوش نو کي ووژل شو

۱۳۸ قوماندان کامران د ۹ میاشتې په۱۷ تاریخ دروزګان چارچینو په سیاسنګ کي ووژل شو

۱۳۹ =۱۴۰=۱۴۱دملي ناامنیت مدیر حبیب الله او دسرحدي پولیسو قوماندان نقیب الله او امنیه قوماندان عبدالؤف د ۹ میاشتې په۱۸ تاریخ د هلمند خانشین په ولسوالۍ ودانۍ کي ووژل شول

۱۴۲ قوماندان محمد خان د ۹ میاشتې په۱۸ تاریخ دمعروف په اسحاقزوکي ووژل شو سره له یوه ملګري

۱۴۳ قوماندان وطن د ۹ میاشتې په۱۹ تاریخ دموساکلا په بغني کي ووژل شو

۱۴۴ =۱۴۵=۱۴۶ قوماندان زمری قوماندان محمدخان قوماندان ګلالی چي دپوستو مشران ول د ۹ میاشتې په۱۹ تاریخ دباباجي په کوپکه کي ختم شو

۱۴۷ =۱۴۸=۱۴۹ قوماندان بسم الله غونډی سره له دوو نورو مشرانو د ۹ میاشتې په۲۰ تاریخ دژړۍ په نلغام کي ووژل شول

۱۵۰ قوماندان محمدګل د ۹ میاشتې په۲۲ تاریخ دمرجې به خاشو سیمه کي ووژل شول

۱۵۱ قوماندان عبدالرحمن د ۹ میاشتې په۲۳ تاریخ دغور په دولینه کي دخپل کور مخ ته ووژل شو

۱۵۲ قوماندان ناصر د ۹ میاشتې په۲۵ تاریخ دارغستان په سپینه ګاره کي ووژل شو

۱۵۳ قوماندان نبي جان او دوه ساتونکي د ۹ میاشتې په۲۵ تاریخ دغور په شینکوټ مرکزکي ووژل شول

۱۵۴ قوماندان سلیم د ۹ میاشتې په۲۶ تاریخ دمرجې په تریخ ناور میر حمزه بلاک کي قتل پوسته یې فتح او اسلحه یې غنیمت شوه

۱۵۵ قاضي عبدالرزاق د ۹ میاشتې په۲۸ تاریخ دهرات په غوریان کي چي دنوموړې ولسوالۍ فاسد او رشوت خور قاضي وو قتل شو

۱۵۶ قوماندان ګل لالا د ۹ میاشتې په۲۹ تاریخ دزابل شاجوی په جمالخیلو کي ووزل شو

۱۵۷ قوماندان کاکی د ۹ میاشتې په۳۰ تاریخ دمرجې دقوماندانۍ مخته سره له دروساتونکودذاکر لخوا په فدایي برید کي ووژل شول

۱۵۸ قوماندان نعیم د ۹ میاشتې په۳۰ تاریخ دغور په شینکږټ کي ووژل شو

۱۵۹ قوماندان محمد د ۱۰ میاشتې په۲ تاریخ دفاریاب بل چراغ تاش کلا کي ووژل شو

۱۶۰ =۱۶۲ قوماندان تورجان او سرګروف رباطی د ۱۰ میاشتې په۲ تاریخ ډنډ په رمباسی کي ووژل شول

۱۶۳ =۱۶۴ دګرمسیر ښار وال داوود او مرستیال یې نذیر د ۱۰ میاشتې په۳ تاریخ دهلمند دناوې دټانګانو په ګودر کي په ماین ختم شول

۱۶۵ قوماندان بسم الله د ۱۰ میاشتې په۴ تاریخ دمرجې په تریخ ناور کي سره له ۸عسکرو په خپله پوسته کي ووژل شول اسلحه یې غنیمت شوه

۱۶۶ قوماندان عبدالغفار د ۱۰ میاشتې په۶ تاریخ دفاریاب اندخوی په مرکز کي سره له دوو ساتونکو ووژل شو

۱۶۷ دکشف معاون نعیم خان د ۱۰ میاشتې په۸ تاریخ دفراه بشت کوه مرکز کی ووژل شو

۱۶۸ قوماندان ظاهر توریالی د ۱۰ میاشتې په۸ تاریخ د دایه کوندي په ګیزاب کي ووژل شو

۱۶۹ قوماندان رحمت الله سره له ۱۲عسکرو د ۱۰ میاشتې په۹ تاریخ دهلمند دښوراب (باسچن) په دروازه کي په فدایي برید کي ووژل شول

۱۷۰ معاون محمد عیسا د ۱۰ میاشتې په۱۰ تاریخ دکندهار پاشمول کي دزیدانانو دپوستي مشر ووپه خوشاب کي ووژل شو

۱۷۱ قوماندان ښائسته خان د ۱۰ میاشتې په۱۱ تاریخ دمرجي په کاریز صدي کي سره له ۴عسکرو ووژل شو

۱۷۲ قوماندان ګلاب د ۱۰ میاشتې په۱۲ تاریخ دموسا کلا په احمدخانزو کي سره له ۳عسکرو په ماین ختم شو

۱۷۳ =۱۷۴قوماندان محمدعمر او قوماندان سید عمر د ۱۰ میاشتې په۱۲ تاریخ دهرات دچشت په اوریج کي په کمین کي ووژل شو ل

۱۷۵ قوماندان داوود د ۱۰ میاشتې په۱۳ تاریخ دمرجې په وکیل وزیر چاراهي کي ووژل شو

۱۷۶ قوماندان صدیق الله (حاجي نیکه) د ۱۰ میاشتې په۱۳ تاریخ دکندهار بولدک په رباط کي له خپلې پوستې سره ووژل شو

0 قوماندان خداداد د ۱۰ میاشتې په۱۳ تاریخ دبادغیس مقر په خارانو کي ووژل شو اسلحه یې غنیمت شوه

۱۷۸معاون ودود د ۱۰ میاشتې په۱۴ تاریخ دژړۍ په نادي کي له خپلې پوستې سره ووژل شو

۱۷۹صاحب منصب عبدالخالق د ۱۰ میاشتې په۱۷ تاریخ دزرنج په ښار کي ووژل شو

۱۸۰ قوماندان ملهم (جوسره) د ۱۰ میاشتې په۱۸ تاریخ دفراه بالابلوک کنسک کي ثره له ۳ نورو عسکرو په ماین ختم شو

۱۸۱ =۱۸۲ قوماندان عبدالحق جنبیشی او دملي نا امنیت آفسر حفیظ الله خان د ۱۰ میاشتې په۱۸ تاریخ دفاریاب مرکز سربلاق کي قتل شول

۱۸۳ دکومانډو قوماندان محمد عالم خان د ۱۰ میاشتې په۱۸ تاریخ دسربل مرکز کهنه بازار کي ووژل شو

۱۸۴ قوماندان آغامراد د ۱۰ میاشتې په۱۹ تاریخ دفاریاب دولت اباد په خیراباد کي ووژل شو

۱۸۵ بدنام خادی عبدالبصیر د ۱۰ میاشتې په۲۰ تاریخ دهرات ګوزرې په چاربرجک پل مالان کي ووژل شو

۱۸۶ قوماندان عصمت د ۱۰ میاشتې په۲۱ تاریخ دفاریاب خواجه موسا غار تیپه کي ووژل شو

۱۸۷ قوماندان جهاني د ۱۰ میاشتې په۲۴ تاریخ دکندهار غورک په ونو سیمه کي سره له ۵نورو اربکیانو ووژل شو

۱۸۸ قوماندان عبدل د ۱۰ میاشتې په۲۵ تاریخ دغور په دولینه کي ووژل شو

۱۸۹ دتروریزم رئیس توریالی د ۱۰ میاشتې په۲۸ تاریخ دهرات کرخ په بازار کي ووژل شو

۱۹۰ قوماندان اکبر د ۱۰ میاشتې په۲۹ تاریخ دنوزاد بازار په شین غزوکي ووژل شو

0 قوماندان سید شا (کلی) د ۱۰ میاشتې په۲۹ تاریخ دکندهار دامان دترنک دپله په پوسته کي سره له ح عسکرو په تاکتیکی ډول قتل شو

۱۹۲اربکی قوماندان اخونزاده د ۱۰ میاشتې په۳۰ تاریخ دژړۍ دګارط په ګودر کی ووژل شو

۱۹۳قوماندان یحیی د ۱۰ میاشتې په۳۰ تاریخ دخانشین په تاغز کي ووژل شو

۱۹۴ قوماندان حسینا د ۱۰ میاشتې په۳۱ تاریخ دغور په شینکوټ کي ووژل شو

۱۹۵ دشاهین قطعې جنرال قوماندان امان الله سره له ۲۳تنو عسکرو به یوه خونړي برید کي د ۱۱ میاشتې په۱ تاریخ په فاریاب المار کي ووژل شو

۱۹۶ قوماندان بیدار نقیب الله د ۱۱ میاشتې په۱ تاریخ دکندهار ارغستان په باغ سیمه کي سره له ۳ساتونکو ووژل شو

۱۹۷ قوماندان ابراهیم د ۱۱ میاشتې په ۲تاریخ دروزګان په چارچینو دخود په بالا دښت کي ووژل شو

۱۹۸قوماندان ډنګر د ۱۱ میاشتې په ۴تاریخ دمیوند بند تیمور په خاورو سیمه کي ووژل شو

۱۹۹ دجنایي جرمونو مسئول او درازق ملګری محمد ظاهر د ۱۱ میاشتې په ۵تاریخ دکندهار ښار خوجم بابا کي ووژل شو

۲۰۰قوماندان نافذالله د ۱۱ میاشتې په ۷تاریخ دزابل په مرکز کي ووژل شو

۲۰۱ فرقه مشر محمد عمر او ۶ملګري د ۱۱ میاشتې په ۶تاریخ دزابل په مر کز کي ووژل شول

۲۰۲ اربکی ساز ملک باریګل د ۱۱ میاشتې په۷ تاریخ په روزګان دهراود بازار کي ووژل شو

۲۰۳ =۲۰۴ قوماندان ولي محمد اوقوماندان ابو بکرد ۱۱ میاشتې په۸ تاریخ دکندهار غورک کړکوشم سیمه کي ووژل شول

۲۰۵ معاون هستي ګل د ۱۱ میاشتې په۸ تاریخ دژړۍ په سلیم کاریز کي سره له ۵ عسکرو ختم شول

۲۰۶ قوماندان قاسم د۱۱ میاشتې په ۸تاریخ دمرجي په عبادالله قلف مستوخان چاراهي کي سره له ۳نورو عسکرو ووژل شو

۲۰۷ دکندهار دشورا مرستیال مولوي عطا محمد د۱۱ میاشتې په ۱۱تاریخ دکندهار ښار په چوک مدد کي ووژل شو

۲۰۸ قوماندان قطب الدین د۱۱ میاشتې په ۱۳تاریخ دسرپل دګوسپندي په اولمه کي سره له دوو ساتونکو قتل شو

۲۰۹ قوماندان حقمل د۱۱ میاشتې په ۱۵تاریخ دموساکلا په چغاله کي سره له ۴عسکرو ووژل شو

۲۱۰ قوماندان سرباز د۱۱ میاشتې په ۱۶تاریخ دمعروف په ساګزوکي ووژل شو

۲۱۱ قوماندان چمن د۱۱ میاشتې په۱۷ تاریخ دزابل دشوري په لوړګي کي ووژل شو نوموړی دعمرزو دبوستې قوماندان وو

۲۱۲ قوماندان محمد خان د۱۱ میاشتې په ۱۸تاریخ دترینکوټ دهراود توغی کی سره له ۴عسکرو قتل شو

۲۱۳ قوماندان سوالیشا د۱۱ میاشتې په ۱۹تاریخ دروزګان دچورې په زردیګي کي ووژل شو

۲۱۴ قوماندان نظر د۱۱ میاشتې په ۱۹تاریخ دترین کوټ دهراود بازار کي ووژل شو

۲۱۵ =۲۱۶دمرجې قوماندان امنیه حاجي توریالی او قوماندان (مرګ)چي دتریخ ناور دپوستې مشر وو د۱۱ میاشتې په ۲۰تاریخ په سستاني کي ووژل شول

۲۱۷ قوماندان عبدالرحیم د۱۱ میاشتې په۲۰ تاریخ دمرجې په کاریز صدي کاکړانوکي ووژل شو

۲۱۸ قوماندان شمس الله د۱۱ میاشتې په۲۰ تاریخ په معروف امني بند کي ووژل شو

۲۱۹ قوماندان داوود د۱۱ میاشتې په ۲۱تاریخ دګرم سیر په درویشان کي له خپلې پوستې سره نیژدې ووژل شو

۲۲۰ قوماندان حاجي سرور د۱۱ میاشتې په ۲۲تاریخ دفاریاب پښتونکوټ میان دره کي ووژل شو

۲۲۱ قوماندان سعدالله د۱۱ میاشتې په۲۳ تاریخ دغور په شهرک کي ووژل شو

۲۲۲ دشورا غړی حاجي قدیر د۱۱ میاشتې په ۲۴تاریخ دکندهار په ارغنداب کي ووژل شو

۲۲۳ قوماندان (کاسِد) د۱۱ میاشتې په ۲۵ تاریخ دخاص روزګان په شالۍ ناوه کي ووژل شو

۲۲۴ اکمالاتي مسئول صمد د۱۱ میاشتې په۲۵ تاریخ دهرات په پښتون زرغون کي ووژل شو

۲۲۵ حاجي محمد رسول دکوچیانو نماینده د۱۱ میاشتې په ۲۸تاریخ دزابل په قلات ښار کي دارتباطي په توسط ووژل شو

۲۲۶ قوماندان همکار د۱۱ میاشتې په۲۸ تاریخ دنادالي په سیدا باد کي ووژل شو

۲۲۷ خادی جمع ګل چي دمجاهدینو دخپلوانو کورونه به یې ور نړول د۱۱ میاشتې په ۲۹تاریخ دکندهار ښار له شرکت میوې سره ووژل شو

۲۲۸ ډګروال عبدالاحدد ۱۲ میاشتې په ۴تاریخ دمرجې په شیخانو بلاک کي سره له ۳نورو عسکرو ووژل شو

۲۲۹ قوماندان منصور د ۱۲ میاشتې په ۵تاریخ دموساکلا په یتیمجي کي سره له دوو نورو عسکرو ووژل شو

۲۳۰ قوماندان توتي د ۱۲ میاشتې په۷ تاریخ سره له څلورو عسکرو دګرشک په میرمنداب کي ووژل شو

۲۳۱ قوماندان عبدالواحد د ۱۲ میاشتې په ۱۴تاریخ دفاریاب لولاش په تاخیلو کي ووژل شو

۲۳۲ قوماندان نیک محمد طوفان د ۱۲ میاشتې په ۱۶تاریخ ددهراود په بازګیر کي ووژل شو

۲۳۳ دهرات دقول اوردو دتفتیش آمر نجم الدین د ۱۲ میاشتې په۱۹ تاریخ دهرات په ښار کي ووژل شو

۲۳۴ قوماندان جمال ناصرننګرهاری چی دزابل داغنداب او خاک افغان ولسوالیو دملي اوردو دمهم ۷۵۰کنډک قوماندان وو د ۱۲ میاشتې په۲۰ تاریخ په ارغنداب کي ووژل شو

۲۳۵ بریدمن صفی الله د ۱۲ میاشتې په ۲۳تاریخ دهرات ښار په چکان سیمه کي ووژل شو

۲۳۶ قوماندان حاجي ګران د ۱۲ میاشتې په۲۵ تاریخ دنادعلي په سید اباد کي ووژل شو

۲۳۷ قوماندان قلم یار د ۱۲ میاشتې په ۲۶تاریخ دنادعلي په چانجیر کي سره له ۳نورو پولیسو ووژل شو

۲۳۸ =۲۳۹ قوماندان خال ضابط او قوماندان اولیاګل د ۱۲ میاشتې په ۲۷تاریخ دفاریاب شیرین تګاب په جوکلدي سیمه کي ووژل شول

۲۴۰ قوماندان سخي د ۱۲ میاشتې په۲۸ تاریخ دګرشک به کرکز کي ووژل شو

۲۴۱ سرګروپ لنډو دغورک دولسوال ورور د ۱۲ میاشتې په ۲۷تاریخ دغورک په مرکز کي سره له ۶عسکرو ووژل شو

۲۴۲ قوماندان صالح د ۱۲ میاشتې په ۲۹تاریخ دروزګان په مرکز ترینکوټ پای ناوې په شنه کلا کي ووژل شو

قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند2013/12/31م ۱۴۳۵/۲/۲۸ هق– ۱۳۹۲/۱۰/۱۰هش

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننکرهار پچیراګام کی 4 عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول
ساعت 15:15 | بازدید : 674 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ننګرهار ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي د پچيراګام ولسوالۍ په اړونده سيمه کې ورسره 4 تنه عسکر او پوليس يوځای شوي دي.

خبر وايي شفيق د خان محمد زوی د مورګي اوسېدونکی، سميع الله د سيف الله زوی د لنډه خيل اوسېدونکی، اصف د سيد مجيد زوی د لاندي صبر او سېدونکی او عبدالله خان د سيداګل زوی د لنډه خيل اوسېدونکی نن ورځ د دعوت او ارشاد کميسيون د دعوت او سيمه ييزو مجاهدينو د هڅو په پايله کې د اسلامي امارت له مخالفت نه لاس په سر شول.

2013-12-31

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


سمنګان د والی ساتونکی دری مظاهره کونکی شهیدان کړل او لس ټپیان شول
ساعت 15:11 | بازدید : 705 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د سمنګان ولایت څخه مو تازه خبر تر لاسه کړ،چې په دغه ولایت کې د څو ورځو راهیسې روان لاریون نن خونړۍ بڼه خپله کړې او درې تنه مظلوم هیواد پکې شهیدان شوي.

عیني شاهدان وايي نن د سمنګان د په اصطلاح والي خیرالله انوش ساتونکو مخامخ پر تش لاسو مظاهره چیانو ډزې وکړې او په پایله کې يې درې تنه شهیدان او لس نور ټپيان کړل.

د سمنګان د ولایتي شورا رئیس احمدضیا او خپله والي د خپلو خونکارو ساتونکو له لورې د درو تنو د شهادت او لسو نورو د ټپي کېدا پخلی کړی ؛خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.

عیني شاهدان دا هم وايي چې مظاهره چې د ولایت مقام مخته روانه وه، اوس د پولیسو له لورې محاصره شوې او هېڅوک آن د ټپیانو لېږدولو ته هم نه ور پرېښول کېږي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د بګرام له وخشی زندانه 650 بندیان خوشی شول
ساعت 13:12 | بازدید : 532 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

نن به کابل کې د کابل ادارې اړوند د بګرام زندان د دوسیو د څېړلو کمیسیون غړو د ۶۵۰ مظلومو بندیانو د خلاصون خبر ورکړ.

د بګرام د زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړی عبدالشکور دادرس نن په کابل کې ديوې خبرې غونډې په ترڅ و ويل، چې ٦٥٠ بې ګناه زندانيان يې له دغه زندانه ازاد کړي دي. دادرس و ويل چې يادې کمېټې د روان کال په وري مياشت کې د زندانيانو د دوسيو څېړل پيل کړي، چې د ده په وینا تر دې مهاله له ټولو ٧٦٤ دوسيو څخه ٦٥٠ يې بې ګناه ثابت شوي دي.هغه زياته کړه، چې د پاتې نورو زندانيانو دوسيې به يو ځل بيا وڅېړل شي او که د دوى له ډلې هم کوم کسان د ده په ژبه بې ګناه وي، نو هغه به هم ازاد شي.

نوموړي د دغو زندانيانو د زنداني کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه او اعتراف یې وکړ چې بې له کوم جرمه په زندان کې اچول شوي.د ده په وینا په هغو څېړنو کې، چې دوی تر سره کړي، ثابته شوې د دوی په جعلي دوسیو کې يې ګوتې او لاسليکونه هم نشته.

د دادرس په خبره، هيڅوک يو شکمن له ثبوتونو پرته نه شي زنداني کولای او که چېرې يې زنداني کړي، نو د قانون خلاف عمل يې تر سره کړى.

دادرس په یاد زندان کې د پاتې شويو زندانیانو د شمېر په اړه څه ونه ويل.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د فکری فرهتګی یرغل پر واړندی زمونږ بی غوری
ساعت 13:6 | بازدید : 884 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ګران هیوادافغانستان باندي دامریکایې پوځي یرغل سره څنګ کي فکري اوفرهنګي یرغل هم پیل شو،دې هراړخیزتاړاک اونیواک ډیري مادي اومعنوي شتمنۍ راڅخه وتروړلې . یرغلګروپوځیانواوداخلي ملګرویې که له یوې خوازموږدغم اوخوښۍ پرمحفلونوبمونه وشیندل ،خوښۍ یې په غم اوغم یې په غمونوراتبدیل کړ،له بله پلوه یې بیادفکري انحراف په موخه دکارل مارکس ،انګلز،ډاروین ،ادم سمیت ،شکسپېر،ګالیله ،دانته ،تولستوي او.....بویني اوشوړیدلي ایډیالوژۍ اوتیورۍ دشهکارواثاروپه نوم راته وژباړلې اوهمداکسان یې راته دبشر دفکراوفرهنګ سرلاري معرفي کړل .

لویدیځوال عمومااو دسیکولریزم دمکتب لارویان خصوصاپه هرڅه کي خپله درنه اودبل سپکه وایې، خوکله ناکله دخلګودتېرایستني لپاره دتمدنونودیووالي، دادیانوترمنځ دزغم اودمذاهبودمساوات شعارونه هم ورکوي .دوی خپلي سیاسي ،عسکري اوادبي سټي چي اکثره یې دخوراټیټ اخلاقي اواجتماعي کرکټرلرونکي وواودي دټول بشریت سرلاري تلقینوي ،خو دبشریت رښتوني استازي اوخواخوږي ترهګرنوموي ، ان دبشریت سترلارښوداوناجي حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم یې ترهګرونوماوه ،تګلاره،سنت اوپیروي یې انتهاپسندي ګڼي، قران کریم یې په ځلونووسوځاوه، لنډه داچي ددوی چي څه په وس کي وو(ډالر،ټوپک اوقلم )داسلام څخه دخلګوداړولواوداسلامي قوانینودپیکه ښوولوپه موخه یې داسي بې دریغه وکارول چي ښایې دنړۍ په تاریخ کي یې ډیرکم ساری ولیدل شي .

پردي پال فرهنګیان دخپلوغربي اوشرقي اربابانوداټکلونواوتوهماتوپربنسټ داسلام کامل او شامل دین هم ترمیم ته اړګڼي نعوذباالله من ذالک ،په اسلامي شعایروتمسخرکوي اوپه دیني لارښوونکوپوري خاندي ،په ملااوطالب پسي یې ډول ډول سپکونکي افسانې جوړکړي ،دوی ډیرکوښښ کړی اولاډیرلګیادي چي ددیني راهنمایانواوولس په منځ کي دکرکي اوبې اعتمادۍ تخم وکري ترڅوخپل اصلي هدف (لادینیت )زموږپه اسلام پاله اوجهادپاله خاوره کي پیاده کړي .

ښکېلاک ته چوپړوهونکي ادیبان ،فرهنګیان اوفیلسوفان !! تردې حده ددیني ،علمي اواجتماعي معلوماتوله فقرسره لاس وګریوان دي چي نه له خپله انده یوه سیاسي سکالوتحلیلولی شي اونه هم له خپله مغزه کوم ادبي ،فلسفي اوفکري مبحث څېړلی شي ،دوی دهغوخادمانوپه څېردي چي سرداران اواربابان یې هرڅه ورته راوړي بې چون وچراخولې پکي وهي اوبیادبادارپه مدحه شخوندوهي . دوی چي په سیاسي ،ادبي اوحتی ټولنیزومسایلوکي کوم مصطلحات کاروي ډیرځله خویې په معنی هم نه پوهیږي.ښایې ددوی د همدې غربت له امله به وي چي خپل ولس ،ارزښتونواوتاریخ ته د بادارله کفري اواستعماري عینکوګوري هغوی چي اسلام ،مسلمانانواوباالخصوص مجاهدینوته هررنګه بدالقاب کاروي دوی یې په استعمالولو کي بې دریغه سخاوت کوي اومجاهدینوپسي بدردنه ویل دخپلوولي نعمتانونمک حرامي ګڼي .

دغرب دفکر ي اوفرهنګي لاټیانوله لوري دیرغلګروغندنه ،دمجاهدینوستاینه ،دارزښتونوساتنه ،داصیل افغان فرهنګ یادونه اوپه مجموع کي دخپلواکۍ ګټلومبارزه په ناتعریف شوې ترهګرۍ سره تعبیریږي ،کوم بااحساسه شخص که د اسلامي ارزښتونو دفاع اودملي نوامیسو ننګه کوله ،په تېره په اصلاحي اوجهادي اصولواوفرایضو یې باوردرلوداوعمل یې پرې کاوه، دفرهنګي لاټیانوپه قاموس کي دپرمختګ دښمن اودپردیوګټوساتونکی بلل کیږي .

همدارنګه کوم وروڼه چي اخلاقي اوجهادي مضامین اواشعارلیکي ددوی په ژبه دپردۍ جګړې (جهاد)اورته لمن وهي ،تروریستان تقدیروي ،پردی کلتوررایجوي ،خوکه دهمدې ښاغلو فرهنګپالو چي ځانونه دوطن اوفرهنګ په غم غمجن ګڼي !!څېرې اوعمل ولیدل شي دمسلمان اوافغان ګومان به ورباندي ونه کړې !،ځکه نه یې خبري اولباس دافغان په شان دی اونه یې صورت اوکردار.په سرپګړۍ پرزنه تارنه لري په غاړه کمیس پښوکي شلوارنه لري .

په اصل کي همدافرهنګپال اوادیبان !! دفرهنګي یرغل پوځیان اومستخدمین دي ځکه شپه وورځ لګیادي پردي افکاراوفرهنګ واردوي، رواجولوته یې دلته د لاډیري زمینې برابرولوهڅي کوي اوپه ډیری بې شرمۍ سره ځوانان ورته تشویقوي .

دوی پرون هم دازادۍ اوترقۍ په خیال پلونود کمال اتاترک اوبیادمارکس اوډاروین دفرضیواونظریو په پیروي خپل خلګ ،ارزښتونه اونوامیس سپک کړل اونن هم دادي دډیموکراسۍ دتعمیل په موخه خپل موروپلارښکنځي ،په دیني مقدساتو،مذهبي دودونواوپه تېره داسلام په ترټولي لوړي څوکي (جهادفي سبیل لله )پوري ملنډي وهي .

جهادداسلام هغه اوچت اوباارزښته شعاردی چي دولسونودفلاح اوصلاح رازپکي پروت دی ،دملتونودعروج اوزوال دتاریخ پاڼي مومخ ته پرتې دي کوموولسونوچي جهادکړی نه یوازي داچي خپل هویت ،تاریخ اوفرهنګ یې ساتلی، بلکي لاډیرسرلوړي شوي هم دي اوچاچي جهادته شاورګرځولې نور څه چي حتي دوجوداثاریې معدوم شوي دي.

زموږپه ټولنه کي ځیني خلګ دفکري اوفرهنګي یرغل بیخي احساس هم نه کوي اویوشمېربیاداسي وي چي دفکري اوفرهنګي چپاواوانحراف بویونه حس کولای شي خومبارزه ورسره کول مسؤلیت څه چي صرف یوعادي کار هم نه ګڼي ،دوی لیکوال ،داعیان اوشاعران دټولني وزګار اویاحداکثرکمزروي غړي اوملګري ګڼي ،پداسي حال کي چي هغوی په پرله پسې توګه بې خوبۍ ګالي، خولې تویوي اودزړه په وینودخپلوشعایرو،اقدارو،نوامیسواومنافعوڅخه دفاع کوي ،ددښمن پټي دسیسې افشاءکوي ،تیوریګاني یې نقدوي اوځوانا ن یې مقابلې ته بیداراوچمتوکوي .

په تاسف سره دهغوکسانوډیری هم چي دفکري اوفرهنګي تجاوزپه مهلکوپایلو پوهیږي ،اضراراوچلنجونه یې ښه ورته څرګنددي ،داوسني فکري اوفرهنګي تهاجم په وړاندي درواني مقابلې په میدان کي نه ترسترګوکیږي حتی په ډیروپخوانیونوموتومبارزینوکي خوداوسني هراړخیزیرغل سره دمقابلې اشتهاهم نه ښکاري . طبعي ده دکوم شي خطرات چي جدي ونه نیول شي نودمقابلې فکربه ورسره له کومه شي ؟!،دوی فکرکوي چي داددښمن موسمي شعارونه دي دموسم په بدلون سره خپله محوه کیږي ،خوواقعیت داچي ددې پدیدوترشاشپه اوورځ ځواکمن لاسونه اوګڼ مغزونه لاس پکاردي. نوددومره لوی خطرپه وړاندي لاس ترزني کښېناستل اوتش په ننداره کولوځان خلاصول ددین ،ځان ،ملت اووطن سره ستره جفااوپه لوی لاس دهلاکت وکندي ته ځان غورځول دي .

لکه څنګه چي دنظامي یرغل سره مقاومت په قلم نشي کیدای پوځي وسایل غواړي ،همدارازدفکري اوفرهنګي تجاوزمقابله په ټوپک ناشونې ده ،دفکري اوفرهنګي جګړې په محاذکي قلم اوکتاب داسي مثبت رول لوبولی شي چي زهري اوزروي وسلې ورته عاجزه دي ،ځکه وسلې خلګ وژلی شي خوخپلولی یې نشي، مګرفکري مبارزه اووسایل یې که له یو ې خواباطلي مفکورې وژلای شي نوله بلي خوابیامتنفرشوي زړونه فتح کولای شي، تیاره اذهان تنویرولای شي اوخلګ له معنوي مرګه ژغورلای شي .

دفکري اوفرهنګي یرغل سره دمبارزې په ارت میدان کي په مختلفوډولونوله بیلابیلولاروڅخه دین اووطن ته خدمت کیدلای شي لکه ادب ،فرهنګ ،هنر،اوصحافت او..... داسلامي امت ځوانان پراسلامي نړۍ په تېره زموږپرټاټوبي باندي دصلیبیی نړیوال تهاجم اوهراړخیزیرغل پرضدهرومروبایدپه یوشکل داشکالومبارزې ته راوړاندي شي ،علماء ،دعات ،ادیبان ،لیکوال ،ژونالیستان اوشاعران بایددادب اوصحافت په بیلایلوژانرونوکي تحقیقي اوتخلیقي لیکني اوپنځوني وکړي ،دغه رازهنرمندان اونطاقان بایدپه مشروع طریقه جهادي اواصلاحي ترانې ،غزلونه اونظمونه زمزمه اودیکلمه کړي .

خلاصه داچي هرمسلمان باید خپل استعداد،مال ،وسایل اومسلک که په هره برخه کي وي داسلام څخه ددفاع اوخپاروي لپاره په کارواچوي ، دنوې ټکنالوژۍ مختلف النوع وسایل اوپه تېره دفکري اوفرهنګي جګړې په ډګرکي داعلام اوابلاغ الات بایدددښمن پرضدپه ښه اوپراخ ډول وکارول شي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


له امریکا سره د افغانیستان ستراتیژیک پیمان او کټی زیانونه
ساعت 13:1 | بازدید : 917 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

درنو لوستوالو! په دي لیکنه کې موږ هڅه کړي چې د دې معاهده لیک هره ماده او یا د هغي لنډیز را واخلو او له خپلی وړې تبصرې سره یی مل کړو ، داچې تبصره به څومره قناعت بښونکي وي ؛ تاسو به یې ولولئ .
ترهرڅه وړاندي به د لوستونکو د معلوماتو لپاره د دې تړون د متن خلاصه او لنډیز په یوه بله بڼه را واخلو چې هیوادوال یی وګوري او خپلي ملي ګټي او یاتاوان پکښي ومومي .
---------------

د دې امنیتی تړون ،لومړۍ ماده وایی : دغه تړون به د امریکایی پوځیانود اوږدمهالی حضور موخی او مشخصات ټاکي .

تبصره : یرغل ته یی چا بد ونه ویل ، اشغال یی وزغمل سو ، تر یوه لسیزه یی زیات د افغانانو په وژلو ځانونه ستړی کړل . یوه خونه او یو متر آبادی یی ونکړه ؛ لایی اوږدمهالي وجود ته نوره هم اړتیا ده ؟

دوهمه ماده: دغه ماده ډېر شقونه لري چې لنډیز یی دا را وزی : ټول هغه املاک او مؤسسات یعنی کومي ځمکي ، ودانۍ ، هوایی ډګرونه او داسی نور مراکز چې امریکایی ځواکونه په کي میشتیدنه ولري ، او هغه وسائل او تجهیزات چې د افغانانو ملکیت وي ؛ او امریکایان ورته اړتیا ولری ؛ دا ټول بیا د امریکا شخصي ملکیت ګڼل کیږی له دې امتیاز څخه تنها پوځي نه ، بلکي هر هغه بهرنی وګړی برخمن دی چې د امریکا او ناټو په تړاو راغلی وي لکه د این جی اوز کارکوونکي او داسي نور ... . بل شق یې وایي چې ټول غیرمتعارف تجهیزات یعنی غیرقانوني وسلې ، مهمات ، ادوات او نور وسائل امریکایان په هرصورت کارولی سی او په هیڅ صورت غیرمتعارف یعنی ناقانونه نه بلل کیږی .

تبصره : ‌‌ډېره دلچسپه او عجیبه خبره ده ، دومره امتیازات خو امریکایان په امریکا کي هم نلری چې په کوم ځای کې واړه وي ، هغه به يې خپل ملکیت وي او هره ناقانونه وسله به ورته قانوني وي . ټیک ده ، دا ځانګړتیاوي دي هم ولری ؛ خو د دغي مادې له مخي افغانانو ته پکښې کومه ګټه ده ؟

درېیمه ماده : ټول امریکایی پوځیان او غیر پوځی عناصر د پوځي او پاک سازۍ د عملیاتو پر مهال مکلف دي چې د امریکا د قوانینو په رڼا کې عمل وکړي، او هغو ته درناوی وکړي، د امریکا دولت وعده کوي چې د افغانستان د قوانینو او عرف د درناوي لپاره لازم تدابیر نیسی .

تبصره : یعنی امریکایان به د عملیاتو اجازه لري ، عملیات به د افغانانو په کلیو او کورونو کې کوي ، خو ، وي به د امریکا د قانون په رڼا کې ، د افغانستان د قانون او د افغانانو د عرف او عنعناتو د احترام یې دومره ژمنه کړي چې له دې پس به ورته تدابیر نیسی . یعني که د افغانستان د قانون او عنعناتو خلاف ورزي وشی ؛ څه باک نلري . خیر دا دې هم وکړي ، د دې مادې له مخي په دې تړون کې د افغانانو ګټه څه ده ؟

څلورمه ماده : څلورمه ماده هم ۶ یا ۷ شقونه لري :
۱ - ، دواړو لوریو هوکړه کړي چې د امنیتی توانمندیو لپاره به امریکا شینډنډ ، هرات، بګرام ، کندهار، ښوراوک ، خوست ، مزار ، ګردیز ، جلال آباد او فراه د دائمي پوځي هډو په توګه کاروي . - ۲ - ، همدارنګه د اړتیا په صورت کې د هیواد په نورو برخو کې هم دائمي او موقتي عملیاتي هډي جوړولای سی . - ۳ - ، پردغو هډو باندي حاکم ضوابط به د افغانستان نه ، بلکي د امریکا د قانون مطابق وي، افغان قانون او عرف لازم نه ، مګر د درناوي وړ دی . دواړه لوري به یې به پام کي لری .- ۴ - ، پوځي عملیات به په ګډه کميټه کې څیړل کیږي . - ۵ - ، د ګډي کمیټي مشري به د امریکي جانب پرغاړه وي . - ۶ - د عملیاتو لپاره چې کله دکمیټي مشرتابه پریکړه وکړه ، افغان لوری به خبروي . - ۷ - ، افغان دولت د خپل امنیت لپاره له امریکایی ځواکونو موقته مرسته غوښتلای سی .

تبصره : د دې مادې هره برخه د ډېر تعجب وړ او تر ډېره بریده يې شقونه پخپل منځ کې سره متصادم دي . دتعجب خبره دا ده : که چیري په هیواد کې مهم پوځي ډګرونه او مراکز د افغان دولت په واک کې وي ، افغانستان به له پوځي پلوه توانمند وي ،او که چې د امریکا په واک کې وي ؟ بل دا چې موافقه له افغان لوري سره پر مشخصو هډو کوي ، ولي لاره یې ځان ته دومره پرانیستي چې هرځای وغواړي په افغانستان کې نوري هډې او عملیاتي مراکز جوړولای سی . بل داچې معاهده په افغانستان کې له افغانانو سره کوي خو قوانین اوعنعنات یې پرځان لازم نه ګڼي ، قوانین به ټول د امریکا پلي کوي او هغه به د احترام وړ وي . څلورم شق یې وایی چې عملیات به په ګډه کمیټه کې څیړل کیږي ، خومشري به یی د امریکایی ځواکونو وي . په عین حال کې د مادې شپږم شق وایی چې کله کمیټې پریکړه وکړه ، افغان لوری به یې له پایلو څخه خبريږي . دلته نو د ګډي کمیټې مقصد څه کیدای سی؟ بیا وایې چې افغان لوری له امریکایانو موقته مرسته غوښتلای سی . په داسی حال کې چې کرزی خو لا له پخوا ناري سوري وهي چې بهرنیان به په عملیاتوکې ګډون نه کوي . له بل لوري وایی چې عملیات به په ګډه کمیټه کې مطرح کیږي او مشري به یی د امریکي لوري پرغاړه وي . دا ټول هغه څه دي چې پخپل ذات کې سره ټکر خبري دي . خو د دې هرڅه باوجود افغانستان او افغانانو ته د تړون د دې مادې له برکته کومه ګټه سته ؟

پنځمه ماده: د ټولو هغو غیر منقولو ودانیو او تاسیساتو شتمني چې د دغه هوکړه لیک له اجراء څخه وروسته د امریکایی ځواکونو په واک کې دي ؛ د امریکا د دولت تر حاکمیت لاندي دي . د امریکا دولت په دغو سیمو کې د نورو تاسیساتو د بیا ودانولو، پراخولو او جوړولو مسولیت لری، او د ګډي اړتیا په صورت کې دواړه لوری اړتیا ته په کتو سره د دغو تاسیساتو د بیاودانولو، جوړولو او پراخولو مسولیت پر غاړه لری .

تبصره : داخوپه دوهمه ماده کې هم وویل سول چې ټول تاسیسات بیاد امریکاشخصي ملکیت ګڼل کیږي نو د پراخولو او بیا ودانولو چاري خو به یی هرو مرو خپله ترسره کوي که به دا جوړول ، پراخول ، رنګول ، ترمیمول یې هم په افغان دولت کوي . بیا به هم افغان دولت دا کار اجراء کړي خود دې مادې له مخي افغانستان ته پکښې کوم خیر په پام کې نیول سویدی ؟

شپږمه ماده : دغه ماده چې هم ډېري برخي لري ؛ لنډیز یې دا راوزي چې امریکایي ځواکونه له هر بندره ، هري لاري ، او هر میدانه کولای سی چې افغانستان ته داخل سی . له هرډول مراقبت او څارني څخه مستثنی دي . پوځي او غیر پوځي وسایط يې بي له قیده او شرطه نقل حرکت کولای سي . د موافقې له مخي له هر راز مالیې او ګمرکي لګښته معاف دي،همدارنګه هر‌ډول مالونه واردولای او صادرولای سی ، د افغانستان د هوايی حریم کنترول او نظارت به تر هغه پوري د امریکا په واک کې وي ترڅو یي ځواکونه په هیواد کې شتون ولری .

تبصره : په پورتنۍ ماده کې خو بیا افغان لوري ته هیڅ پاتي نه دي . بلکي ټول امتیازات او استثناءآت یرغلګرو ته په برخه دي چې د افغانستان حریت او خپلواکي په مطلق ډول له منځه وړي .

اوومه ماده: د امریکایی ځواکونو قرار دادونه د امریکا د قوانینو له مخې صورت مومی،او امریکایی ځواکونه په افغانستان کې د خپلو اړتیا وړ موادو د تر لاسه کولو لپاره له هر ډول شرکتونو سره د قرار داد حق لری او همدا راز که چیرته اړتیا وی د امریکا دولت کولای شی چې د قرار داد کونکو شرکتونو نومونه د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړی .

تبصره: ایله چې اوومه ماده افغان لوری ته په یوه امتیازه قائله سوه ، هغه دا چې که چیري امریکاله کوم بهرني شرکت سره تړون وکړي او دوی د افغان دولت خبرول زیانمن ونه بولي نو امریکايي ځواکونه کولای سی په دي اړه افغان لوری ته خبر ورکړي .

اتمه ماده: دا ماده وایي چې : امریکایان حق لري د افغانستان له اوبو ، بریښنا ، مخابراتی او نورو اړینو وسایلوڅخه پرته له هرډول مالیې او قیدوشرط استفاده وکړي . او دا به هم ټول د افغانستان نه ، بلکي د امریکا د قانون مطابق وي . او افغان لوری که کوم مخابروي او ارتباطي بنسټیزي طرحې په کار اچوي ؛ باید امریکي جانب په اعتماد کې واخلي ځکه چې ممکنه ده د دوي په اصطلاح ترهګرو ته ګټه ورسیږی .

تبصره : هو ! بلکل سمه ده د اشغالګرو انصاف باید همداسي وي چې پخپله زموږ د ملت ټولي ملی او عامه شتمنۍ پرته له څه بندباره د ځان په ګټه کارولو حق بولي ، خوشرطونه بیا هم پر افغان لوري ږدي ، ګویا بنسټیزي طرحي افغانان پخپله خوښه نشی پلي کولای .

نهمه ماده : دا ماده هم چې ۵ یا ۶ برخي لري ؛ دامریکایانو حقوقي مسؤلیت ټاکي او وایي چې : د امریکایی ځواکونو او د هغوی د پوځی او ملکی قرار دادیانو ټول حقوقی او قضایې مسولیت د امریکا د دولت پر غاړه دی . - که چیرته د افغانستان دولت د هغو دوسیو د اخیستلو غوښتنه وکړی چې پکې د امریکایی مامورینو د سرغړوني عمدي او غیر عمدی کیسونه ځای شوی وی نو په دې صورت کې د امریکا دولت مکلف دی چې د افغانستان لوری ته حقوقی ځواب ورکړی. - د امریکا ځواکونه به د جنایې جرمونو پر وړاندی د خپلو محاکمو فیصلې ګدي کمیټې ته د اوریدو لپاره وړانډی کوی .-- که چیرته امریکایی پوځیان او ملکیان د افغان دولت له لوری نیول کیږی نو افغانستان باید ډیر ژر هغوی امریکایی لوری ته وسپاری . -- تر هغه وخته پوری چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر موجود دی، د پوځی او غیر پوځی توب، د پوځی یونفورم درلودل او نه درلودلو په برخه کې د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو لپاره توپیر شتون نه لری.

تبصره: یعنی افغان لوری هیڅ حق نلری چې کوم امریکی تبع او یا دهغوی حلیف په افغانستان کې په کوم جرم باندي مسؤل وګڼي . ۲ کچیري افغان لوری د کوم مجرم امریکايي د نیولو یا د دوسیې د غوښتلو هڅه وکړي امریکا به حقوقي ځواب ورکوي معنی داچې نه به مجرم ورته سپارل کیږی او نه دوسیه . ۳ که کله امریکا دخپل تبع (وګړي)د جرم دوسیه وڅیړي نو افغان لوري ته یې وراورولای سي . مقصدداچې افغان لوری یې تنها اوریدلای سي ، کوم اعتراض ورباندي کولای نسي .۴ د افغان دولت له لوری که کوم امریکاي وګړي نیول کیږي ، فورا باید امریکي لوري ته وسپارل شي . خو که امریکایان افغانان نیسی نوله بې محکمې وژلونیولي تر ټول عمري بنده او بل هرډول ناڅرګند برخلیک یې اخته کولای سي . عملي اعتراض ورباندي څوک نشي کولای . ۶ ترڅو چې امریکا په افغانستان کې شتون لري ، له پورتنیو ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه هر امریکي او بهرني وګړی برخمن دی . که هغه په پوځي یونیفورم کې وي او که نه وي.

لسمه ماده: د ستراتیژیک هوکړه لیک دغه برخه چې د امنیتی او پوځی توافقاتو ناظره ده د امریکا او افغانستان د راتلونکی توافق بنسټ دی.

تبصره : په لومړي سر کې په مقدمه کې خو دا اوږدمهالی تړون ګڼل شوی ، ولي په دې وروستۍ ماده کې بیاوایي چې دا دراتلونکي توافق بنسټ دی . دا به بیا څنګه توافق وي افغانستان به نور بیا د امریکا یو ایالت ټاکل کیږي که له هغه نه هم بدتر ؟

پاملرنه : -- درنو لوستوالو ! له دي هرڅه سپیشل امتیازاتو او ځانګړتیاوو سره سره چې امریکایانو خپل ځان ته ټاکلي او تش په نوم افغانان یې د لاسلیک کولو عاجله او جدي غوښتنه کوي ؛ موږ نه پوهیږو چې په دې تړونلیک کې افغانستان ته کوم خیر ، ګټه او ښیګڼه شتون لري .

یو شی چې زما په نظر دغه ناعاقبت اندیشه افغانان ورته امیدوار دي ؛ هغه داچې دوی وایی امریکا به په ډالرونو زموږ تمویل کوي او پوځي روزنه به راکوي .

دغو دواړو ټکو ته خو په دې معاهده کې څه اشاره نه ده شوي او بل داچې تاسو وګورئ په دا ۱۲کاله کې د کرزي د بیا بیا اصرار او زاریو سره سره چې مشخصه بودیجه ورته وټاکي؛ امریکایانو دکرزي ادارې ته یوازي د بسپني خبره کړي چې له نورو هیوادونو نه به یې د خیرات په بڼه راټولوي او بس . نوره یي هیڅ ډول قاطع ژمنه نه ورسره کړي ، نه یې ورسره کوي او نه یې ورته اراده ده . د پوځي روزني په برخه کې ورته وایي چې د کرل شوو ماینونو خونسا کول ډېر اړین دي ،افغان پوځ باید لومړی دا روزنه ترلاسه کړي . په دا دومره تېر عمر کې یي افغان عسکرو ته نه کومه بنسټيزه زده کړه ورکړه او نه یې کوم آساسي پوځي وسائل په واک کې ورکړل . پای

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لعمان غلیشنګ کی ماین دوه اربکیان وژلی
ساعت 12:57 | بازدید : 611 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د لغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني 2 تنه اربکيان وژلي دي.

دغه چاودنه تېره ورځ مازديګرخواوشا 5 بجې په شمشخيل سيمه کې د اربکيانو په موټر سايکل وشوه.

چاودني 1 اربکی سخت ژوبل کړی او موټر سايکل يې هم پوره ويجاړکړی دی.

2013-12-31

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهار ارغنداب کی دوه موټر سایکل او دری اربکیان له منځه لاړ
ساعت 12:54 | بازدید : 747 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کندهارولایت نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : پرون مازدیګر4 بجې ددي ولایت دارغنداب ولسوالۍ اړوند دچارکوڅي په سیمه کې دنورمحمدخان قلعه ته څیرمه داربکیانوپه2 موټرسایکلو دچره دارماین په مټ زوروره چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله دواړه موټرسایکل په بشپړه توګه ویجاړ اوورباندي سپاره درې تنه اربکیان ځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو

2013/12/31

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهار ښار کی د یرغلګرو جاسوس ووژل شو
ساعت 12:51 | بازدید : 687 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )



له کندهارولایت نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې نن سهار 8 بجې ددي ولایت مرکز دکندهارښار اړوند د3 ناحیي په سیمه کې دملاصاحب په سرای کې دمیشتو یرغلګرو یوتن جاسوس دمجاهدینوله لوري دغلچکي بریدپه پایله کې ځای په ځای ووژل شو

له بریدوروسته مجاهدین روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل

2013/12/31

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


اروزګـان ترینکوټ کی قمنذان صالح ووژل شو
ساعت 12:47 | بازدید : 640 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

داروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : تېره ورځ مازدیګر5 بجې دترینکوټ اړوند دپای ناوي دشني قلعه په سیمه کې داجیردښمن یوتن مهم قومندان [صالح] دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي برید په پایله کې ځای په ځای ووژل شو

نوموړی قومندان په سیمه کې د2 پوستي مشري په غاړه درلوده

2013/12/31

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 394
بازدید ماه : 116
بازدید کل : 99425
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 394
:: بازدید ماه : 116
:: بازدید سال : 10782
:: بازدید کلی : 99425