بندي چې دوو تنو عسکرو ترمټو نیولی وو د زولنو له شرنګ شرونګ سره یي دتحقیق کوټې ته دننه کړ ، د کوټې په منځ باندې لرګین میز ایښی وو ، چې دواړو خواوو ته یې یوه یوه څوکي ایښودل شوې وه ، د چپې خوا په څوکۍ یو پنډسړی ، سوروزمه امریکایي چې ججوری یې راځړیدلی وو ناست وو ، بندي یې همدې سړي ته په مخامخ څوکۍ کیناوو ، دپښو زولنې یې دمیز له اوسپنې سره په قلف وصل کړې او لاسونه یې شاته وروتړل ، دبندي له سترګو یې ړندې عینکې ایسته کړي ، بندي سترګې ورپولې ، یوه بله خوا یې وکتل ، له دوو تنو موظفو سرتیرو پرته چې نوموړی یې دتحقیق ترخونې رارسولی وو ، یو بل برچه پک عسکر هم دخونې په بر سر کې ولاړ وو ، له څنګ سره یې یو بل تن چې ګڼ سپین کاغذونه ورته ایښي وو او قلم یې په ګوتو کې ښوراوو ، ده ته یې په وحشت کتل ، لږ وروسته یو بل تن چې له څيرې امریکایي نه ښکارېده هم اطاق ته راننوت ، دمخامخ سړي له څنګ سره یې څوکۍ کیښوده او کیناست .
بندي چې سترګې یې رڼا ته ځمبولې لا یې دخپلې شاوخوا جاج نه وو اخیستی ، چې مخامخ په څوکۍ ناست امریکایي د سر له ویښتانو ونیو او ځان ته یې متوجه کړ ، دامستنطق وو چې له همدې ځایه یې دڅنګلوري ترجمان په مرسته له بندي سره خبرې پیل کړې ، او د دوهم امریکایي لخوا ټکي په ټکي لیکل کیدلې .
مستنطق : داکوم ځای دی
بندي : نه پوهیږم . . . باګرام به وي .
ـــ زه څوک یم ؟
ـــ نه دې پیژنم ؟
ـــ ښه اوس به مې وپیژنې ، خو ګوره سترګې بل خواته وانه ړوې مخامخ به ماته ګورې ، او زما دپوښتنو ځواب به راکوې ، سر دې ښه رانېغ کړه ، ټول حواس ماته متوجه کړه او ډیر پام کوه چې حتی دسترګو له کونجونو هم بله خوا ونه ګورې !!
ـــ سمه ده ، کوښښ به وکړم ، ترهغو چې تا سترګې نه وې اړولي سترګې به وانه ړوم .
ـــ زه سترګې نه اړوم ، زه دسترګو په جنګ کې اوږده تجربه لرم ( په خندا )
امریکایي مستنطق په څوکۍ کې وښورېده ، اوږې یې وڅنډلې او بیا یي نو څنګلې په میز ولګولې او له بندي څخه یې پوښتنې داسې پیل کړې .
ـــ نوم دې څه دی ؟
ـــ محمد نور
ـــ دکوم ځای یې ؟
ـــ دهلمند .
ـــ په هلمند کې دکومې ولسوالۍ یې ؟
ـــ دسنګین .
بندي چې مخامخ یې مستنطق ته کتل او پوښتنې یې ځوابولې په دې پوه شو، چې له ژباړې وروسته یې خبرې دبل څنګلوري امریکایي لخوا لیکل کیږي ، نوځکه یي ځان سمبال او ځوابونو ته اماده کړ .
ـــ ولې ونیول شوې ؟
ـــ نه پوهیږم ، له هغوی نه یې وپوښتئ چې نیولی یې یم .
ـــ تا څه کول چې ونیول شوې
ـــ په جنګ کې ونیول شوم
ـــ ښاااا ( په خوښۍ ) له چاسره دې جنګ کاوو ؟
ـــ له برتانویانو سره
ـــ ښه یعني له برتانوي ځواکونو سره دې جګړه کوله او ونیول شوې ؟
ـــ هو بالکل
ـــ نو له برتانویانو سره ولې جنګېدې ؟
ـــ دا پوښتنه دې له خپل پلاره وکړه !
ـــ احمقه ! ( په غوسه ) له خولې سره دې پام کوه ، ته دتحقیق میز ته ناست یې ،دا څه وایې !
ـــ سم درته وایم ، ته یو امریکایي یې ، نو له خپل پلار او نیکونو دې پوښتنه وکړه ، چې داتلسمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې ولې له برتانویانو سره جنګېدل .
ـــ په ۱۷۷۰ یمو کلونو کې زموږ داستقلال جګړې یادوې !
ـــ هو هو هماغه جګړه یادوم ، له برتانوي استعمارګرو سره دامریکایانو جګړې . .
مستنطق په چورت کې ډوب شو ، شونډه یې ترغاښ لاندې کړه او دسترګو ګاټي یې په داسې ډول نامعلوم جهت ته وڅرخول ، لکه دکوم شي په اړه چې ژور فکر کوي ، بندي ورباندې غږ کړ .
ـــ اوس خو تاسترګې واړولې ، په خبره مې لکه چې پوی نه شوې .
ـــ په خبره دې پوه شوم ( په بایللي غږ ) اجازه راکړئ ووایم ، چې د برتانوي ښکیلاک او استثمارګرو په وړاندې زموږ د ویاړمنو نیکونو مبارزه داستقلال مبارزه وه ، ځکه برتانویانو زموږ خاوره اشغال کړې وه .
ـــ نو ته وا هلمند زما خاوره نه ده او برتانویانو نه ده اشغال کړې ؟
ـــ داشغال او مرستې ترمابین توپیر شته ، موږ او دبرتانیا په شمول نور ګډ ځواکونه دلته دمرستې لپاره راغلي یو ، او غواړو تاسو ته امنیت راولو ، ستاسو هیواد ودان کړو ، او په مهذب کیدلو کې درسره مرسته وکړو .
ـــ مرسته ، ودانول او متمدن کول . . . هههههه . . . څومره زوړ منطق . . دا منطق تقریبا دوه نیم سوه کاله عمر لري ، چې دلویې بریتانیا دمستعمراتو د وزارت دتیوریسنانو لخوا جوړ شوی دی ، ستاسو ملي مشر انو جورج واشنګټن او تامس جفرسن دبرتانوي اشغالګرو دغه منطق په رسمیت نه پیژاند نوځکه یي دهغوی داستعمار په وړاندې وسله اخیستي وه ، آیا ددې مطرود منطق په منلو سره تاسو دخپلو نیکونو له لارې سرغړونه نه ده کړې ؟؟
دمستنطق سترګې بیا زیړې شوې ، تحقیق لیکونکي میرزا هم لیکل درولي وو ، ترجمان د بندي او مستنطق ترمنځ داسې حیران شو ، لکه دماشوم چې د پلار او مور سره جنګ شي .
مستنطق چې د بندي خبرو ترې لار ورکه کړې وه دځان خلاصولو په دود یې وویل .
ـــ فکر کوم تاسو په غلطۍ نیول شوي یاست چې دومره غصه یاست
ـــ نه هیڅکله نه ، لکه څرنګه مې چې درته وویل زه له بهرنیو عسکرو سره جنګیدلم چې ونیول شوم .
ـــ چې داسې ده ستاسو تحقیق ته ضرورت نشته ، ځکه تاسو په خپل جرم اعتراف لرئ
ـــ که استقلال غوښتنه جرم وي ، نوستاسو نیکونه او مشران زما جرمي شریکان وو .
ـــ په تاریخ کې خو بیخي استاد راته ښکاره شوئ
ـــ مګر تاسو یې دشاګردۍ تکلیف هم نه دی ګاللی
ـــ هغه څنګه ؟
ـــ که تاسو لږ هم تاریخ لوستی وای دلته دراتګ زحمت به مو نه کاوو ، ځکه زموږ هیواد ته همیشه له تاریخ څخه ناخبره دجغرافیې شاګردان راځي .
ـــ بس بس ، نور دې خوله بنده کړه ، کنه دربندوم یې
ـــ تاسو زما خوله بندولای شئ ، خو زما داولس غږ نه شئ خاموش کولای .
ـــ اولس دې هم ستا غوندې احمق دی ، چې یوازې یې دازادۍ او استقلال نوم زده کړی دی ، دنیا اسمان ته ورسیده ، خو تاسو لا هم دازادۍ لپاره مرګ قبلوئ .
ـــ په دې حماقت کې زه یوازې نه یم بلکې تاسو هم داحمقانو نسل یاست ، ځکه ستاسو داستقلال دیوه وتلي مبارز پتریک هنري دا جمله اوس هم مشهوره ده ، چې ۱۷۷۵ م کال کې یې په ویرجینیا کې یوې غونډې ته ویلي وو ( په دې دوو شیانو کې یو ماته خامخا راکړئ آزادي او یا هم مرګ )
دمستنطق په خوله کې لاړې وچې شوې ، عسکر ته یې امر وکړ چې زرتر زره بندي له اطاق څخه وباسي ، بندي یوځل بیا زولانه او له اطاق څخه وایستل شو ، مستنطق سګریټ ولګاوو او کاتب یي وپوښت : څه دي ولیکل ؟
کاتب : یوازې دبندي نوم او ځای
ـــ یوازې همدا ؟
ـــ هو نورې خبرې یې دلیکلو وړ نه وې
ـــ رښتیا هم ډیر ژبور وو ، مګر زه به یې هم خوښ شم .
مستنطق سګریټ ته کش ورکړ ، او ترجمان یې دسترګو په اشاره له کوټې څخه رخصت کړ ، یوه شیبه په چورت کې ډوب شو او بیا یې کاتب ته وویل ، دتحقیق فورمه پریږده ، په فوق العاده ورقه باندې قضایي ټیم ته ولیکه ، چې دمحمدنور په نامه خطرناک بندي که د ځانګړو روغتیاپالانو لخوا د زهري پیچکارۍ په واسطه اعدام نه شي ، نو له بګرام څخه دانتقال په صورت کې په ګوانتانامو کې هم جنجال جوړولای شي .
سبا همدا وخت دقاضیانو او پلټونکو په غونډه کې همدا حکم تائید شو ، دمحمدنور دوسیه چې داشدمحرم مهر ورباندې وهل شوی وو ، داعداموونکې ډلې نماینده ته وسپارل شوه ، په دې غونډه کې مستنطق هم حاضر وو، نوموړی ددې لپاره قضایي غونډې ته رابلل شوی وو ترڅو دمحمدنور دتحقیق دجریان جزیات بیان کړي ، نوموړی چې دمشر قاضي له څنګ سره ناست وو په اوږده کوچ یې څنګ لګولی وو او په مخامخ دیوال ورته یوه ښایسته تابلو ځړېده ، دا په لاس رسم شوی انځور دامریکا داستقلال د اعلامیې دلیکوال او ملي مبارز تامس جفرسن وو ، چې ترې لاندې یې دنوموړي مشهوره مقوله لیکل شوي وه ( دځمکې دمخ هر انسان او انساني ټولنه دازادۍ او مستقل حکومت حق لري - تامس جفرسن ۱۷۹۰ ع)
پای
۱۴۳۵/۲/۲۷ هـ ق
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 22:34 |
بازدید : 773 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
2013 کال چي يوازي يوه ورځ يې پاتي ده د افغانستان دمسلمان اولس له نظره څنګه کال وو ؟
ددغه کال په جريان کي افغان اولس کوم بدلونونه وليدل ؟
هغه څه چي درنو لوستونکو ته د ځواب په ډول وړاندي کېږي کومه سياسي تبصره او يا د يوه کس نظر نه دی بلکه د اولس په سترګو ليدلي او ورځني پېښېدونکي حالات دي چي له مخي يې هر څوک خپله فيصله کولاي سي.
دبدلون نښي :
يوه ملګري مي له مزارشريف نه کندهار ته د جوزجان ، فارياب ، بادغيس ، هرات ، فراه او هلمند پر لاره د خپل سفر کيسه راته کوله ، ده ويل څو کاله مخکي مي هم پر دغه لاره سفر کړيوو خو د سږ کال سفر بيخي له هغو څخه توپير درلود ، موږ په پلانکوچ (ميني بس ) موټر کي له مزار نه تر هراته راغلو، په ټوله لار کي موټروان د موسيقۍ فيته نه ده ور اچولې ، يا به يې د طالبانو ترانې ږغولې او يا به يې د کوم ملا د نصيحت کسيټ چالان کړ، په موټر کي سپاريانو د پخوا په شان د طالبانو په اړه هيڅ نه ويل ، ماله موټروان څخه پوښتنه وکړه چي استاذه پخوابه مو د ساز يو فيته ميته چالانول اوس ولي کيسه بل رقم ده ؟ ده وخندل ويل وروره يو خو خوند هم نه کوي او بل پر لاري هرځاي طالبانو سره مخ کېږو چي دوي يې واوري بيا خوا بدوي ، لکه موټروان چي ويل رښتيا هم د لاري په اوږدو کي ډېرځله له طالبانو سره مخامخ سوو ، پر موټرسايکلانو به سپاره وه او يا به کوم ځاي ډله ډله ولاړوه ، تر هراته سيمه ټوله داسي معلومېده لکه هر څه چي بدلېدونکي وي ، په کوم ښار او يا له ښار سره نژدې چي به مو د حکومت کوم عسکر وليد داسي به مړاوی وو تاچي ويل روح دي ځيني کښلې ده .
له هراته تر کندهاره بيا منظره بل ډول وه ، هر ځاي به سوځېدلي ټانکران او يا کوچني او لوي موټران پراته وه د هرات – کندهار پر لويه لاره ډېر ځله د طالبانو له موټرسايکلانو سره مخامخ سوو يو ځاي خو يې زموږ سه صدوسه موټر هم ودراوه، يو طالب موټر ته راپورته سو، سلام يې ووايه ،خلکو ته يې ښه په ځېر ځېر وکتل او بيا يې له خلکو بخښنه وغوښتل او بيرته کښته سو.
دا ملګري مي چي اصلاً د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي چي په شمالي ولاياتو کي عام خلک کاملاً د طالبانو راتګ غواړي ، خلک خپلي فيصلې او دعوې د طالبانو په قاضيانو فيصله کوي او چي کوم ځاي د طالبانو په ولکه کي وي خلک يې ډېر خوښ وي، دی وايي څه موده مخکي چي طالبانو د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ ډېر کلي ونيول دا يې ټول د اولس په همکارۍ او مرسته ولکه کړل ځکه په شمالي ولاياتو کي د پخوانيو ټوپکمارانو چي اوس د اربکيانو په جامه کي بيا امريکايانو راوستلي له ظلمونو خلک سخت تنګ دي او هر ګړی د طالبانو د راتګ په هيله دهغوي مرستي ته چمتودي.
په 2013 کال کي د هيواد په ټولو سيمو کي د طالبانو پراخ عمليات او له بهرنيواو کورنيودښمنانو څخه د ډېرو سيمو تصفيه هغه څه دي چي ددښمن تبليغاتي ماشين يې هم د پټولو توان ونه سواي درلودلای او له مجبوريته به يې وخت ناوخته راپورونه ورباندي خپاره کړل، د ننګرهار، هلمند، نورستان ، بدخشان ، فارياب او نورو پراخو سيمو جهادي عمليات چي په هره جګړه کي به سلګونو مجاهدينو ګډون کړيوو خبرونه يې ددښمن رسنيو خپاره کړل او سره له دې چي د خبر جزئيات به يې په بشپړ ډول له استختباراتي سانسور سره مخامخ وه بيايې هم د بادار او مزدور د پلويانو دماغ ورخراب کړيوو او لوړپوړي امنيتي مسئولين به يې په بې کفايتۍ تورنول.
د هيواد په ټولو سيمو کي دجهادي سنګرونو ګرمېدل او ددښمن په مقابل کي د اولس خاموش پاڅون دا را په زړه کوي چي 2013 کال د بدلون د کال په نامه نومول سويوای ، د غه کال “دبدلون کال نومول” پدې خاطر هم ډېرمناسب دي چي په دغه کال کي بهرنيو اشغالګرو هم خپله تېښته عملاً پيل کړه .
د اشغالګرو تېښته :
د دوه زره ديارلسم کال په جريان کي چي اولس تر ټول څرګند شی وليد هغه له ولسواليو او نورو ستراتيژيکو سيمو د اشغالګرو تېښته وه ، هغه بېسونه او قرارګاوي چي خارجي يرغلګرو د هيواد په مختلفو مهمو نقطو کي جوړ کړيوه په خپله دوي وران کړه او په پټه به ترې وتښتېدل ، د کندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي عبدالغفار راته وويل چي زموږ په کلي کي د امريکايانو او مِليانو يوه لويه قرارګاه پرته وه ، يوه شپه ناوخته له قرارګاه څخه د اور لمبې پورته سوې ، موږ حيران سوو چي دا اور له کومي خوا پرې نازل سو خو طالبانو ټکان هم ندي پرکړي ، سهار چي ورغلو ټوله قرارګاه سوزلې ده د تختو له خونو او لرګيو لا دود پورته کېږي، امريکايان نسته ، د مِليانو قوماندان له درده سور او شين کېږي او دخلکو په منځ کي خبري کوي ، موږ پوښتنه ورڅخه وکړل چي دا اور له کومي خوا راغلی ؟ قوماندان راته وويل چي اوس موږ پوه سوو چي امريکايان ددې وطن د جوړ لپاره نه دي راغلي ، موږ پوښتنه ځيني وکړل چي څخه خبره وه ؟ ده راته وويل چي ماښام د امريکايانو قوماندان موږ دملي اردو منسوبين وروغوښتو او راته ويې ويل چي تاسو بايد په دوو ساعتونو کي له قرارګاه ووزئ ځکه نور موږ له دې سيمي ځو ! قوماندان وايي چي ما ورته وويل چي تاسو ځی ولاړ سئ موږ دلې پاتېږو! ، امريکايي راته وويل چي تاسو دلته د اوسېدو حق نلرئ دا زموږ ملکيت دی موږ يې سوزو! ما ورته وويل چي دا خوډېر قيمي شيان پکښي پراته دي او بل په دې قرارګاه ډېر مصرف سوی چي سوزی يې موږ ته يې را وسپارئ ! آخر د امريکايانو قوماندان راته په قهر سو او په زوره يې له قرارګاه وشړلو وروسته يې ټولي قرارګاه ته اور واچاوه او دادی موږ يې پر سپېره ډاګ پرېښودلو!
د پورته واقعې په شان تقريباً په ټولو سيمو کي داسي پېښي تکرار سوی او خلکو په خپلو سترګو د يرغلګرو تېښته او د مزدورانو ذلت ليدلی دی.
امريکايي کباړ :
له څه مودې راهيسي امريکايانو د خپلو هر ډول توکو په کباړ لاس پوري کړی چي په 2013 کال کي دغه کار په ډېري تېزۍ سره پرمختګ کړی او لا پسي غځېږي، په ولسواليو او نورو ليري پرتو سيمو کي د امريکايانو او نورو يرغلګرو له تېښتي مخکي به هغوي يا خپله قرارګاه تخريب کړه او يا به يې له ځانه سره يووړل او که به د مجاهدينو له بريدونو سخت په تکليف وه فقط ځانونه به يې وايستل او ډکه قرارګاه به ورڅخه همداسي پاته سول مګر د 2013 کال له لومړيو يې دداسي شيانو خرڅلاو ته مخه کړې چي له مخي يې سړی دا اټکل کولاي سي چي امريکايانو د بشپړي تېښتي تياری پيل کړيدی، حاجي محمد په کندهارښار کي د موټر جوړولو ورکشاپ لري ؛ دی وايي : امريکايان داسي خپلو شيانو ته بلا اخيستي چي سړی ورته حيرانېږي ، لکه سړي ته چي دبل شيان په لاس ورغلي وي او پر اوږو يې بار وي چي څنګه يې له اوږو وغورځوم ؟ ، دی وايي د کندهار له ميدانه هره ورځ له شيانو ډک کانټينرونه راوځي خلک يې رانيسي او پر يوه ميدان يې بازار جوړ سي ، په کانټينرونو کي هر ډول شيان وي ، له ټانکونو نيولې د کور د هر ډول ضروري شيانو پوري، مګر هيڅ شی روغ نه پکښي پرېږدي ، نوي نوي مرمۍ ضدټانکونه وي پرمنځ يې پرې کړيوي، د زرګونو ډالرو په قيمت نوي جنراتورونه وي مګر پر منځ يې پرې کړي وي د ګټي اخيستني وړ نه وي، همداسي هرشی حساب کړه .
دا کباړ يې لا غيررسمي ليلام دی ،د رسمي کباړ اعلان يې په راروانه جنوري کي کړيدی هسي نه چي په هغه کي خپلي اسلحې خرڅي کړي ځکه په نورو نظامي او غير نظامي توکو خو يې لا له وړاندي پيل کړيدی.
2013 کال امريکايي استخباراتو څنګه ارزولی دی ؟
”د امريکا د ملي استخباراتو نوې ارزونه ښيي چي که په افغانستان کي محدود شمېرامريکايي سرتېري پاتي هم سي تر 2017 کال پوري به ښايي هغه لاسته راوړني ضايع سي چي په افغانستان کي امريکا او متحدينو يې ترلاسه کړيدي “ دا خبر واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د هغه استخباراتي راپور پربنسټ خپور کړی دی کوم چي د امريکا د څو استخباراتي ادارو لخوا د 2013 کال په جريان کي چمتو سويدی ، په افغانستان کي چي اوسمهال تقريباً د امريکا ټوله جګړه استخباراتي شکل لري ؛ د امريکا جاسوسي ادارو ته د افغانستان حالات تر ټولو ښه معلومېږي، د 2013 کال په جريان کي چي دوي خپل استخباراتي معلومات راټول کړي دا ورته جوته سوې چي په دغه کال کي ددوي په تاوان او دطالبانو په ګټه بدلون پيل سوی نو ځکه دوی راتلونکي ته خوشبين نه دي.
د 2014 کال په اړه يرغلګر څه فکر کوي؟
دوه زره څوارلسم کال چي له افغانستانه د نړيوالو يرغلګرو د تېښتي پيل سوی بهير به پکي تکميل سي د يرغلګرو د لويو مشرانو له نظره د خواشينۍ کال دی ځکه ددوي د کلونو کلونو خوارۍ به په اوبو لاهو سي ، بي بي سي ويبپاڼي د ډيسمبر پر 27 د بريتانيا د ستردرستيز دا خواشيني پدې ټکو را اخيستې ”د برتانيا د پوځ مشر خبرداری ورکړی چې ښايي طالبان د افغانستان ځينې مهمې سيمې چې برتانوي ځواکونو نېولې دي، د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته بېرته ونيسي.
سر پيټر وال يوې برتانوۍ ورځپاڼې (ټلېګراف) ته ويلي چې طالبان ښايي خپلې پخوانۍ سيمې لکه د هلمند موسی کلا بېرته ونيسي او خپل واک هلته اعلان کړي، د ښاغلي وال دا خبرې د ځينو ناټو مشرانو له نظرونو سره يو شان دي چې وړاندې يې په ډاګه کړي وو. “
د راتلونکي په اړه د يرغلګرو دا څرګندوني د هيواد د اوسني وضعيت څرنګوالي ته په کتو ددوي د پراخو څېړنو او د اسلامي امارت د ورځ تر بلي پراخيدونکي واک په نظر کي نيولو سره ددوي په خوله د يوه تريخ حقيقت ښکارندويه دي ، ددوي له دې څرګندونو دا خبره ښه په وضاحت معلومېږي چي ددوي ټول فوځي عمليات ، د ډالرو په زور رانيول سوي غلامان او د کرزي بيت العنکبوت جمهوريت د افغانستان د مسلمان ملت د مجاهدو بچيانو فولادي ګذار ته ټينګ نه سي پاتي کيدلاي او د بادارانو له تېښتي سره به يوځاي دوي هم خپل انجام ويني ان شاء الله وماذلک علی الله بعزيز
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 22:30 |
بازدید : 658 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
د کونړ ولايت په مروره ولسوالۍ کې د اربکيانو رېنجرموټر په ماين والوزول شو.
موټر نن مازديګرمهال 4 بجې په لاهورډاګ سيمه کې د چاودني ښکارشو چې په بشپړه توګه ويجاړ شو او پکې ناست اربکیان 4 تنه ځای په ځای ووژل شول.
2013-12-30
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 21:57 |
بازدید : 614 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
له غزني ولايت نه په شلګر ولسوالۍ کې د اجيري اردو په زغروال ټانګ د درنې چاودني خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي په ټانګ نن ماسپښين 3 بجې په نظرخان سيمه کې چاودنه وشوه چې په مکمل ډول يې ويجاړکړ.
عيني شاهدان وايي چاودني په ټانګ کې ناست عسکر چې شمېر يې 5 تنو ته رسېده ټول ځای په ځای وژلي.
2013-12-30
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 21:37 |
بازدید : 642 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د ګوډاګيوعسکروپه ګزمه چاودنه شوې.
خبر کاږي چاودنه د جګدلک په فرمان خيلو سيمه کې نن ماسپښين 3 بجې رامنځته شوه چې له امله يې د سروبي د پوستو عمومي قومندان ډاکټر طالب له 5 تنو ملګرو سره سخت ژوبل شو.
2013-12-30
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 14:15 |
بازدید : 818 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
دهلمندولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې داجیردښمن په پلي عسکرو وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې : برید وړمه ورځ شاوخوالس بجې ددي ولسوالۍ اړوند دکوندرپه سیمه کې داجیري اردو په پلي عسکرو ترسره شو
بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي دغرمي تر12 بجوپوري یې دوام وکړ
په بریدکې دونه تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو
2013/12/30
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 14:11 |
بازدید : 865 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
داروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې داجیردښمن یوه کشفي الوتکه رانسکوره کړل شوه
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې :تېره ورځ ماسپښین دچنارتو اوشاولیکوټ ولسوالیو ترمابین دسوزل په سیمه کې دیرغلګرویوه کشفي الوتکه چې په ټېټه ارتفاع کې یې الوتنه کوله دیوه تن مجاهدله لوري په کلاشنکوف وویشتل شوه اوځای په ځای رانسکوره شوه
نوموړي مجاهدالوتکه له ځان سره ترخوندي سیموپوري ورسوله
2013/12/30
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 14:9 |
بازدید : 833 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
دهلمندولایت له سنګین ولسوالس نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : پرون مازدیګرشاوخوا 5 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دڅاروان قلعه دملازو په سیمه کې دوه تنه اربکیان په درازکوف وویشتل شول چې یویې ځای په ځای قتل اوبل سخت ژوبل شو
2013/12/30
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 14:6 |
بازدید : 753 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
دکندهارولایت په غورک ولسوالۍ کې دوه تنه اربکیان مجاهدینوسره یوځای شول
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بسم الله ولد زمری ددي ولسوالۍ دشاکاریز دسیمي اوسیدونکی اوشیرمحمدولد محمدعظیم دګلخاني اوسیدونکی چې دغورک ولسوالۍ په مرکز کې اربکیان ؤ دجلب اوجذب کمیسون په هلو ځلو دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شول
2013/12/30
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 14:3 |
بازدید : 867 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
دهلمندولایت دمرکزلشکرګاه اړوند دباباجي په سیمه کې له یرغلګروسره سخته جګړه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون ماسپښین 2 نیمي بجې دباباجي اړونددسپين مسجدپه سیمه کې دحاجي قیوم دپمپ په سیمه کې له هغه یرغلګرو عسکروسره ونښته چې سیمي ته دچورلکوپه مټ دعملیاتوپه موخه راښکته شول
جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي ترماښام پوري یې دوام وکړ
په جګړه کې دښمن ته تلفات اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده ترلاسه شوي
2013/12/30
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0