الجـــــــهاد فی سبیل الله
له شورویانو سره د جهاد خاطره
ساعت 14:0 | بازدید : 934 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

شورویانو یرغل کړی وو ، زموږ کور هم دنورو افغانانو غوندې له خپلو اصلي مېنو مهاجر شوی وو ، دشمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې اوسیدلو ، زه همالته وزیږیدم او ستر شوم ، په ماشومتوب کې مې له مشرانو دجهاد ، هجرت ، شهادت ، روسیان ، خلقيان او پرچمیان توري اوریدل ، مشرانو به ویل چې شورویان له رنګه تک سره دي ، همدا لامل وو چې موږ ماشومانو به سره میږیان - کافر میږیان بلل او چې چیرې به مو پیدا کړل ، په ډبرو به مو ویشتل او له دې لوبې به مو دمسلح جهاد غوندې خوند اخیست .

د مکتب په کتابونو کې هم له پيله دجهاد او شهادت موضوعات راته تلقین شوي وو ، موږ لا بیخي ماشومان وو چې دجهاد ګڼې ترانې مو دژبې په سر یادې کړې وې ، او تل به مو زمزمه کولې ،په مکتب ، جومات او کور کې ټول مجلس دجهاد په اړه وو ، له همدې امله خو موږ سره له دې چې بیخي کم عمره وو خو دجهاد مینه مو له مشرانو څخه کمه نه وو ، همیشه به دې ته هوسیدو چې خدای ( ج ) زر ستر کړي وای ، ترڅو له روسانو سره جنګیدلي او کافران مو وژلي وای .

همدا جهادي مینه یو وخت دومره غالبه شوه ، چې ماشومانو ترخپل منځ مشوره وکړه ، چې د جهاد لوبه وکړي ، د شمالي وزیرستان د(واچ) سیمه چې (کوز رزمک )یې هم بولي خوراښایسته او زرغونه سیمه ده ، همدلته زموږ کیږدۍ ولاړې وې ، چې شاوخوا دمختلفو سیمو په زرګونو کوره نور مهاجرین هم پراته وو ، هغوی چې د تودوخې په موسم کې به دمختلفو سیمو له ګرمۍ څخه دځان بچ کولو په خاطر څو میاشتې دې سړې سیمې ته راتلل .

دکیږدیو له څنګ سر یو وچ خوړ وو ، چې په غاړه یې دڅيړیو او ګورګورو ونې ولاړې وې ، او منځ یې پستو شګو پوښلی وو ، همدا زموږ دلوبو میدان وو ، نن ورځ هم ګڼ شمیر ماشومان رایوځای شوي وو ، چې دلوبو په میدان کې د جهادي عملیاتو تشکیلات پیل شول ، ماشومان په دوو ډلو وویشل شول ، یو مخ کوچني ماشومان یوه خوا او یوڅه لوی ماشومان بلې خوا ته شول ، دعملیاتو مشر وټاکل شو ، د خوړ په برسر کې په شګو کې ګڼې ډبرې وټومبل شوې ، او دعملیاتو مشر وویل چې دا روسان دي ، تاسو خپلې لمنې ډکې کړئ ، ګاټي او ډبرې راټولې کړئ ، چې لږ وروسته په همدې روسانو عملیات شروع کیږي ، او په ډبرو به یې وُلو ، تر هغو به نه ورنږدې کیږو ترڅو چې ټول ویشتل شوي نه وي .

ماشومانو زر زر ډبرې راټولې کړې ، دعملیاتو مشر وویل ، چې نسبتا لوی ماشومان به لوی مجاهدین وي او ترمخ به وي ، واړه ماشومان به وروسته پسې راځي ، زه دیو مخ کوچنیو مجاهدینو په ډله کې وم ، چې په وروستۍ برخه کې مې شتون درلود ، دتکبیر په نعرو سره عملیات پيل شول ، او په مخامخ ایښودل شویو ډبرو ( روسانو ) د ډبرو باران شو، دمخې ماشومان چې د ډبرو ګوزارونه یي کول په عیني حال کې یې دجګړې دحالت تمثیل هم کاوو ، مثلا دډبرې ګوزار به یې وکړ او سمدستي به یې پروت وکړ ، بیا به یې د تکبیر له نعرې سره سر راپورته کړ او بل ګوزار به یې وکړ .

په دې وخت کې چې سخته غزا روانه وه ، او د تکبیر چیغې پورته کیدلې ، ما هم څو ډبرې ویشتلې وې ، خو لا مې هم لمن ډکه وه ، ترموږ مخکې مجاهدینو یو څو روسان ( ډبرې ) رانسکورې کړې ، ما هم چې دروسانو وینو ته تږی وم ټینګ قصد مې وکړ ، چې یو شوروی وولم او ورباندې غازي شم ، مخامخ ایښودل شوي یوه پلنه ډبره ( روسی ) مې په هدف کې واخیست ، ډبره مې ورته برابره کړه او مخامخ مې ورباندې وشړله ، خو له بده نصیبه په دې وخت کې دمخې دصف یو مجاهد ( ماشوم ) چې سر یې تازه خریلی وو ، دګوزار لپاره دپورته کیدو په حال کې وو ، چې زما په ډبره په ککرۍ ولګېد او ناڅاپه یې چیغې کړي .

په سر دلګیدلي ماشوم له ککرۍ څخې وینې راماتې شوې او په ژړا یي پیل وکړ ، ماشومانو ( مجاهدینو ) ډبرې ( وسلې ) وغورځولې او په همدې ماشوم راټول شول ، ټول په دې هڅه کې شول ، چې د ډبرې ویشتونکی معلوم کړي ، څرنګه چې ماشوم دشالخوا لګیدلی وو ، د دشا صف ( ساقة الجیش ) له مجاهدینو پلټنې پيل شوې ، خو په دې صورت کې چې د ډبرو باران وو او ماشومان بیخي زیات وو ، هیچا نه شوای ویلی چې ګوزار چا وکړ ، په همدې سردرګمۍ کې ما هم ځان غلی کړ ، او دانکار په غونډۍ کیناستم .

لوبه په همدې ځای په وینو سره پای ته ورسیده ، څو تنه روسان ( ایښودل شوي ډبرې) له منځه تللي وو خو نور لا هم ځای په ځای ولاړ وو ، مګر موږ دیوه زخمي له امله عملیات لغو اعلان کړل ، په سرلګیدلی ماشوم په ژړا ژړا دخپل کور په خوا لاړ ، او نور ماشومان هم له دې ویرې چې مشران شور ورته ونه کړي خپلو کورونو ته ستانه شول ، په دې توګه له روسانو سره زموږ ماشومانه جهاد پای ته ورسید .

له شورویانو سره زموږ دماشومتوب جهاد بالاخره په خپل منځي جنجال واوښت ، دمجاهد ډبره دمجاهد په ککرۍ ولګېده ، چې په نتیجه کې یې جهاد له بن بست سره مخامخ شو او روسان سالم پاته شول ، هغه وخت موږ فکر نه کاوو چې خدای مکړه زموږ واقعي جهاد به هم له همداسې پایلې سره مخ کیږي ، مګر وروسته مو ولیدل چې د واقعي جهاد په ډګر کې هم مجاهدینو ترخپل منځ دیوه بل ککرۍ ته ډبرې او وسلې برابرې کړې ، چې په نتیجه کې نه یوازې ځانونه او دجهاد ثمره تباه کړه ، بلکې دروسانو ګوډاګیان چې ملت یې دمحاکمې خوبونه لیدل هم سالم پاته شول .

الله تعالی مو دې په راتلونکي کې مبارزې له داسې معکوسې نتیجې څخه ساتي . آمین

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کاپیسا تگاب ولسوالی کی خلک د پولیسو له ظلمونو نه سر ٹکوی
ساعت 13:50 | بازدید : 1382 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دکاپيساولایت دتګاب ولسوالۍ سلګونو خلکو وروسته ترهغه چي دپولیسو له لوري یوتن ماشوم په شهادت ورسول شو په هغوی انتقاد وکړ او ويې ویل، پولیس دجګړې په مهال دولسي خلکو ژوند ته پام نه کوي.
ددې ولسوالۍ یوه تن اوسیدونکي له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، افغان امنیتي ځواکونه دتګاب دسیمي خلکو ته ګواښ دي، نوموړي زیاته کړه، (دغو ظالمانو زموږ یو کس په داسي مهال دشمشاد بیس په سیمه کي شهيد کړ، چي کتابونه ورسره وو).
سیمه ييزو خلکو ویلي، پولیسو په ياده ولسوالۍ کي یو تنکی ماشوم په شهادت رسولی دی.
دخلکو په وینا دوی خپلو پټیو ته داوبو لګولو لپاره نه شي وتلای، خپلي رمې بهر نه شي ايستلای، ځکه ددوی په وینا دغه ظالمان چي هرڅوک وویني که نروي او که ښځه ولي يې .

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


خوست باک کی ماین دریو عسکرو ژوند واحیست
ساعت 13:29 | بازدید : 638 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د خوست ولايت په باک ولسوالۍ کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني 3 تنه پوليس وژلي.

دغه چاودنه نن د ورځي 9 بجې د ولسوالۍ مرکزته نژدې د پوليسو په پلي ګزمه وشوه، چاودني ګڼ نور پوليس ټپيان کړي هم دي.

2013-12-29

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونڑشیگل په پوسته بربد کی دوه عسکر ٹپیان شوی
ساعت 13:25 | بازدید : 710 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کونړ ولايت نه په شيګل ولسوالۍ کې د اجيري اردو په پوسته د بريد خبر ورکړل شو.

پوسته په شينکوړک سيمه کې موقعيت لري او نن سهارمهال 8 نيمي بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.

د بريد له امله د پوستې ودانۍ تخريب شوه او پکې مېشت عسکر 2 تنه مرګوني ټپيان شول.

2013-12-29

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


خوست علی شیرو کی په موٹر چاودنه کی دوه پولیس ووژل شول
ساعت 13:22 | بازدید : 850 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له خوست ولايت نه ترلاسه شوی خبروايي د علي شيرو ولسوالۍ په زواکه سيمه کې د پوليسو رېنجرموټر په ماين والوزول شو چې په پوره ډول تخريب شو.

موټر نن سهارمهال 8 بجې د چاودني ښکارشو، عيني شاهدان وايي چاودني 2 پوليس ځای په ځای وژلي او 4 نور يې مرګوني ټپيان کړي دي.

2013-12-29

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پروان مزکز ته نژدی په بیس برید تر سره شو
ساعت 13:20 | بازدید : 728 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د پروان ولايت مرکز چاريکارو کې د اجيري اردو په بيس وسلوال بريد ترسره شو.

د خبري سرچينې د خبر په اساس بيس چې په جنګل باغ سيمه کې واقع ده بيګاشپه 11 بجې د درنو او سپکو وسلو تر بريد لاندي راغی.

د بريد له امله د بيس ودانۍ ته په زيان اوښتو سربېره دښمن ته مرګ او ژوبله هم اوښتي ده.

2013-12-29

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونڑ چپه دره کی په یوا پوسته برید یو عسکر وژل شوی
ساعت 13:16 | بازدید : 761 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

'د اسلامي امارت مجاهدينو د کونړ ولايت د چپه درې ولسوالۍ په ترينک سيمه کې د اجيري اردو په پوسته وسلوال بريد ترسره کړ.

په پوسته تېره ورځ ماسپښين مهال 1 بجه بريد وشو چې تر يو ساعته يې دوام وکړ.

په بريد کې 1 عسکر وژل شوی او د پوستې ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.

2013-12-29

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


رازونه افشا کیژی صدام امریکا اعدام کڑ
ساعت 13:11 | بازدید : 681 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د عراق د ملي امنيت پخواني مشاور موفق الربيعي د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين د اعدام په اړه له نوي راز څخه پرده پورته کړې.
نوموړی وايي چې صدام د امريکا د هغه مهال د ولسمشر جورج بوش په امر او د لومړي وزیر نوري المالکي له لوري اعدام شو.
الربیعي وويل:په يوه خبري ناسته کې بوش له مالکي وپوښتلچې له صدام سره مو څه وکړل، مالکي ورته وويل په دار کوو یې، نو بوش د هو په ډول ګوته وخوځوله او په دې سره د صدام د اعدام هلې ځلې پيل شوې.
ده وویل، منم چې صدام په ځينو جرمونو کې لاس لاره، خو هغه د ژوند تر پايه ډير پياوړی و او زیاتوي چې ځينو ويل چې صدام بې هوښه شوی و يا دا چې د درملو تر اغيز لاندې راغلی و دا به تاريخ روښانه کړي خو بايد يو څه و وايم چې تر پايه ډار شوی نه و او ډير پياوړی و.
صدام پر عراق د امريکې تر تيري وروسته د ۲۰۰۶ ډسمبر د مياشتې په ۳۰ نېټه او د لوی اختر په لومړۍ ورځ په دار شو.
الربيعي په دې مرکه کې وويل:کله مې چې صدام را ووست لاس يي تړلي و يوه نسخه قرآن کريم ورسره و د قاضي خونې ته مې بوته، کله چې قاضي ورته سزا اوروله نو صدام ويل مرګ پر امريکا، مرګ پر اسراييلو ژوندی دې وي فلسطين او مړه دې وي پارس پالي.
نوموړی واي کله مو چې صدام د دارخونې ته بوته دار يی وليد ماته يي وکتل په ځير ځير کتو کې راته وويل چې دار د سړو لپاره وي.
نوموړی زياتوي د صدام پښې تړلې وې د دې وړ نه و چې دار ته پورته شي نو اړ شو چې د دار تختې ته يي ور پورته کړو.
نوموړي په خپله مرکه کې ويلي دي ځينې شعار ورکاوو چې ژوندی دی محمد باقر صد، مقتدي مقتدي، خو صدام يي په ځواب کې ويل آيا ستاسو نارينه توب همدومره دی.
د ملي امنيت ياد مشاور وايي چې د صدام وروستۍ خبرې د شهادتین کليمه وه او نور د تل لپاره غلی شو.
ربيعي وايي ما د دار پړی را کش کړ خو کار يی ونکړ وروسته بل کس راغلی او د دار پړی يی را کش کړ.
الربيعي وايي تر اعدام وروسته مو د صدام مړی هلیکوپتر ته ور پورته کړ څو يي المالکي ته ور وړو ان تر هغه ځايه په همدې تخته ايښی و.
ربيعي وويل: مالکي په خپل کور کې زموږ ددې کار ستاينه وکړه ، ماته وويل چې آفرين ما ورته وويل چې کيدای شي ويي ګورې مالکي راغلی او صدام حسين بې روح جسد ته چې په دار شوی په ځير ځير يي وکتل.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د شهید ملا حاجی محمد نسیم کاکو د ژوند کارنامو ته لنڈه کتنه
ساعت 19:16 | بازدید : 1372 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پیدایښت اودژوندلمړني مراحل

شهید ملا محمدنسیم (قاصد)چي په کاکو سره یې شهرت درلود دحاجي(شاه محمد) اکازوی دکندهار ښار په (محل نجات داڅکزو کلاچې)په کلي کي تقریبا ۴۵کاله وړاندي په یوه دینداره کورنۍ کي ودنیاته راغلی نوموړي ابتدایي زدکړې دخپل والد صاب پر اکا مر حوم ملا لعل محمد آخند چي دزیات شمیر شا ګر دانو استاذ او همدایې دنده وه تر سره کړېاو دخورا ښه قرأت اوښکلي اواز در لو دنکي په توګه یی په سیمه کي شهرت درلود نوموړی شهید دهم هغه پیله ډیرصالح امین او له خدایه په واقعي ډول ویریدونکی څوک وو او ژوند یې له غدر خیانت او نفاق څخه ډیر پاک وو له کوچني توب نه دښو اخلاقو مینې اوغیرت یوه نمونه وه

دشوروي یرغل په وړاندي دنوموړي جهادي بهیر

کوم وخت چي سرو لښکرو پر افغانستان تیری وکړ نو ښاغلی قهرمان په ډیره کم عمري کي دمجاهدینو سره یو ځای وسنګر ته ودانګل او دجهاد دشروع لمړی مر کز یې دکندهار ار غنداب وو اوتر هغه ورسته یې په بیلابیلو جبهاتو کي جهادي خدمات تر سره کړه او تر هغه وخته یې چي روسانو او ددوی ګوډاګیانو ماته خوړله خپل جهادي سنګریي تود ساتلی وو نوموړي په چریکي بریدونو جهادي تاکتیکونو او له دښمن سره په مخامخ جګړو کي له هم هغه پیله خورا مهارت درلود دده دجهاد او چریکي عملیاتو کیسې خو ډیري دي خو دبیلګې په توګه یې دکوچني والي ددورې دجهادي خدمت دا یوه قصه را اخلم چي یو مجاهد راته قصه کوله چي موږ دکندهار په محله جات کي په څو ورځني جنګ اخته وو خلقیانو شاوخوا لارې بندی کړې او دجګړې سیمي ته یې څه نه را پریښودل چي بالآخره دډوډۍ له سخت کمبود سره مخ شوو نو محمد نسیم وویل چي دا کار زه کوم موږ چي دده وکشر توب ته وکتل نو مو باور نه راته چي دا کار دي وکړي خو دادۍ دی ولاړ یو وخت که ګورو ډیره ډوډۍ یې را رسولې ده چي کله مو ورڅخه وپوښتل چي دخلقیانو تر ځنځیرانو دي څرنګه را تیره کړله ده په خنداکي راته وویل چي کله به خلقیانو ددومره ډیرې ډوډۍ دوړلو پوښتنه را څخه وکړه نو مابه په زړغوني آواز ورته وویل چي نیکه مې مړ شو اوس ختم ورپسي کوو بس دوی به هم اجازه راکړله چي ځه

په خپل منځي جګړوکي دده کردار

کله چي روسان او ددوی ګوډاکی کمونیستي او خونخوارحکومت له منځه ولاړی اوپه ټول هیواد خصوصا کندهار کي دمجاهدینو دځینو جبهو تر مینځ در دونکي او بدنام جنګونه پیل شول نوموړی پر کور کښیناستی او دکور په کار بوخت شو په همدغه وخت کي یې دتصوف سره خاصه مینه پیدا سوه چي بیا په همدې سلسله کي دهغه وخت دیو ماذون خلیفه مرید سو په همدغه اړخ کي ډیر مخته ولاړی ډیر عبادت او ذکر بې کاوو او خپلو ملګرو ته به یې هم ددې توصیه کوله چي ځانونه له خپل منځي جګړو او نورو مفاسدو وژغوري او دځانونو اصلاح ته متوجه شي .

دطالبانو په اسلامي تحریک کي دنوموړي فدا کارۍ او خدمتو نه

کله چي دامیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله تر قیادت او مشرۍ لاندي دطالبانو اسلامي تحریک دفساد ، ټوپکسالارۍ ، ځنځیرونو دلیرې کولو او دجهاد داصلي اهدافو دتر لاسه کولو لپاره حرکت پیل کړ نو یو په لومړیو کسانو کي ملا محمد نسیم وو چي داسلامي تحریک په چوکاټ کي یې دفساد پر ضد دشهید قهرمان حاجي ملا محمد اخوند تر مشرۍ لاندي خپل جهاد ته ادامه ورکړه او دده مر حوم سره یې وږه پر وږه دجهاد سنګر ګرم ساتلی وو کله چي هغه داسماعیل خان دقواو سره دحق او باطل په جګړه کي شهید شو نو یې له ښاغلي محترم ملا برادر اخند سره خپلې ملګرتیا او جهادي خدمت ته ادامه ورکړه دغرب په طرف کي داسماعیل خان دقواو سره دمجاهدینو په څنګ کي په ډیره میړا نه وجنګیدی کله چي داسماعیل خان قوا وي دهلمند ګرشک ته را ورسیدل په دغه وخت کي نوموړی په میدان ښار کي وو دمرحوم الحاج ملا محمد رباني ، شهید ملا مشر آخند او نورو مشرانو سره یو ځای دمیدان ور دګو دجهادي لیکو څخه دسماعیل خان دقواو دنور پیشرفت دمخنیوي په مو خه کندهار او بیا دهلمند کرشک ولسوالۍ ته بیله دې چي په کور کي ارام وکړي وخوځید او هلته تر هغو پاته سو تر څو چي هرات او شاوخوا ولایتو نه او سیمي دمجاهدینو لخوا فتحه سوي

نو موړي دمسؤلیت او مشر توب سره هیڅ مینه نه در لوده یو ځلي ملا برادر آخند ور ته د ډیرو ملګرو مشر توب وسپاری خو ده هغه قبول نه کړ ده دا خوښه بلله چي دفرد په حیث خد مت وکړي دهرات په فتحه کي یې ډیره موثره ونډه در لوده دملا برادر آخند سره په ملګر تیا کي یې دهرات په فتحه کي بر خه در لوده کله چي داسما عیل خان قوا وي ګرش ته را نز دې سوي او مجاهدین ګرش ته را پر شا سول په دغه وخت کي دی په میدان ښار کي و کله چي الحاج ملا محمد ربا ني او شهید ملا مشر اخند داسلامي امارت دمشرامیر المو منین په غو ښتنه دنورو مشرانو په ګډون دمیدان ښار دجهادي خطونو څخه دغرب وطرف ته را وغوښتل سوه څو ددښمن دپر مختګ مخه ونیسي شهید ملا محمد نسیم هم په هم هغه طیاره کي دمشرانو سره را غلی اوبیله دې چي په کور کي ایسار سي سمدستي دګرش په خوا دمجاهدینو سره روان سو تر څو چي هرات فتحه کیدی دی هم هلته په جبهاتو کي حاضر و ،دکابل او شرقي ولایتونو دفتحي په وخت شهید مر حوم دکندهار څخه داداري پلاوي سره دلوګر او ازري ولسوالۍ پر لار دننګر هار مر کز جلال آباد ته ولاړی دهم هغي لاري څخه دکابل دفتحي په وخت له مجاهدینو سره یوځای کابل ته ستون سو

کله چي په شما لي کي ددښمن سره سخته جګړه روا نه وه په دغه وخت کي دمجاهدینو داکما لاتو مشري چي خورا سخته دنده وه دده په غاړه وه ، چي په ډیره میړانه یې خپله وظیفه تر سره کړه ، ورسته ددفاع وزارت دامنیت او حفاظت دنده ور ته وسپارل سوه او داسلامي امارت د دفاع دوزیر الحاج ملا عبیدا لله آخند په خاصو ملګرو کي دا خل سو چي ددې په څنګ کي یې کله کله په لومړیو خطونو کي دجنګي محاذ موقتي مشري هم پر غاړه اخستله چي دنوموړي د زړورتیا او ښه جنګي تاکتیک ستاینه داسلامي امارت وتلی او قهرمان شهید ملا دادالله اخند په وار وار کوله او نوموړی یې دجنګ دمیدان یو وتلی او ښه ملګری بالو ور سته ددفاع دمحترم وزیر لخوا ددفاع وزارت دستري منتظره قطعې دمر ستیال په حیث وټاکل سو چي په ډیر جنګونو کي يې دیو وتلي ،غیرت مند او با تد بیره قو مندان په حیث بر خه اخستله یو ځل دبا میانو ولا یت دجنګ په مهال په هغه ولایت کي دټولو مجاهدینو مشري هم ور دغاړي وه چي په ډیر ښه ډول یې هغه خدمت تر سره کړ او ډیر تکالیف یې وګا لل یو ځل دشمالي جنګ کي مجاهدینو ستره بر یا تر لاسه کړه چي نوموړی هم په همدې جهادي کار وان کي مو جود و خو دښمن دفریب او چل څخه کار وا خیست مجاهدین بیر ته را شاته سول چي په دې شا ته تګ کي ډیر مجاهدین په شهادت ورسیدل یا اسیر سول دده موټر او ډیری ملګري هم ددښمن لخوا ووشتل سوه خو شهید مر حوم په ډیر مهارت خپل ډیری ملګري وژغورل دغور بند درې ته یې دډیرو تکالیفو په ګاللو سره ورسول او بیا کا بل ته را غله

دامریکایي صلیبي یرغل په وړاندي

اوکله چي چي دغربي ښکیلاک لښکرو په ډیره بې رحمۍ سره پر افغانستان یر غل وکړ او دامریکا په مشرۍ تر ۴۰ زیاتو هیوادونو یې ننګه وکړه نوموړی په همدغه وخت کي ددفاع وزارت دمنتظره قطعې دمر ستیالۍ پر دنده وو په همدغه مهال یې هم خپله ور سپارل سوي دنده په ډیر شهامت او غیرت تر سره کول او خپل مجاهدین به یې دیر غلګرو دوحشي بمبار څخه په ډیر مهارت ژغورل او دشمالي اتحاد دټو پکیانو پر ضد به جنګیدل لنډه داچي تر هغه وخته پوري یې نه ماتیدنکې مبارزه وکړه او په هغه ورستیو کسانو کي و چي دمجاهدینو لخوا دکابل دپریښولو په وخت دلوګر او پکتیا دلاري را ووتل او بیا په هغه لوی کار وان کي چي دکندهار ته راغلی نوموړی همدلته کندهار ته را ورسیدی.

ښاغلی ملا محمد نسیم هم دنورو جهادي مشرانو په څیر دا ځل بیا ښه په کلکه او ایماندارۍ له دې کفري حشرباڼو سره وجنګید چي څوڅو ځله ورباندي امریکایي الوتکو بمبار هم وکړ او دنوموړي دسپرلۍ موټر یې په کندهار کي دګزمې په وخت هم وویشت اودی پکي زخمي هم شو داسلامي امارت تر ورستي مرکز کندهار تر سقوطه هم هلته وو کله چي دهیواد ټولو بر خو سقوط وکړ او داسلامي امارت مشر تابه نوره مخا مخ جګړه داشغال ګرو سره لازم ونه بلل کله چي دویم ځل داسلامي امارت قهر مانو مجاهدینو داشغال ګرو په ضد چرکي عملیات پیل کړه نوموړی په هم هغه لمړیو کسانو کي وو چي دجهاد میدان ته یې په ډیر پیاوړي عزم ور ودانګل ، ملګري یې دغربي اشغال او تاړاک په وړاندي په نوې بڼه منسجم کړل چي ډیر لږ وخت لا نه وو تیر شوی چي دکندهار ولایت مقام اودلوی ملاصاحب کور چي خارجي اشغال ګر پکي میشت وه او داحمدولي کرزي کور یې تر تو غندویي بریدونو لاندي چي ټول ښار یې ولړزاوو را وستل او یو ځل یې بیا جهادي ولولې دملګرو په زړونو کي را وپارولې او ددې تر څنګ یې دکندهار ښار په مختلفو پرخو کي پر دښمن چریکي بریدونه هم پیل کړل چي په دې سره یې دښمن ډیر وار خطا کړ

دنوموړي اسارت

خو څه وخت بعد په داسي حال کي چي دعملیاتو په لور دیو بل ملګري سره روان و او تو غندۍ هم ور سره وي دوطن او اسلام ددښمنانو لخوا ونیول سو جنایت کار ګلا آغا چي دا وخت دکندهار والي وو په نیولو یې ډیره خوښي وښودله او هغه چاته چي دنوموړي په نیولو کي یې مرسته کړې وه انعام ورکړ او ملامحمد نسیم ته یې دښکنځلو بد رد ویلو تر څنګ دا هم وویل چي مړ به دي کړم خو ده وهغه ته بالمثل جوابونه ورکړل او دا یې هم ورته وویل چي موږ له مرګه نه ډاریږو نرپسه پیدا دچړې دپاره ده

خو ګل اغاچي امریکایانو ته ډیر نیژدې کس او بې رحمه واکدار وو دملا محمد نسیم په شکنجو او ربړولو کي هیڅ سرپه هم نه وکړه او امر یې وکړ چي درې شواروزه یې مسلسل را وځړوۍ چي بیایې دیوه شواروزدپاره په ستنه پوري تړل او بیا راځړول حتمي شول ددې شهید پلار چي هغه یې هم دده سره نظر بنده کړی وو وایي چي کله یې نوموړی غازي له مانه جلا کړ نو سمدستي یې دباڼس اره شوي لر ګي چي دده دوهلو لپاره یې را وړل په ما ولیدل چي له ۱۵ دقیقو وروسته یې نوموړی پر کټ باندي دبې سدۍ په حالت کي را ویوست او ماته یې ویل چي راته ووایه دغه څه کار کاوو

ماورته وویل چي تاسو داسي ټوکرټوکر کړ څه یې نه درته وویل نو وماته به یې څه ویلي وي په دې وخت کي سور داوود راغلی او وې ویل چي پلار یې بې ګناه دۍ زه یې پیژنم

له دې کارنه وروسته یو تن (حامدزی لالی )چي هغه هم لوړ پوړی چار واکی دۍ ورته راځي او نور یې هم پور ته کوي او ورته ښکنځل کوي خو ملا محمدنسیم کاکو ورته وایي چي له نورو سره که مي هر څه وکړل خوکه خدای پریښودلم تابه ضرور وژنم ځکه چي تا راته ښکنځل وکړل او له دې وینا سره سم یې دهغه بې دینه پر خوالاړې ورتوف کړې

په زندان کي دنو موړي چال چلند او دډول ډول شکنجو سره مقاومت یې ونورو بندیانوته هم ډیره حوصله ورکړه او په محبس کي یې یوه داسي فضا را منځ ته کړه چي ګواکي دلته هم نومړی دمجاهدینو مشري کوي خو ددښمن دډیر تعذیبو نو او شکنجو له وجهي دده لاسونو کار پرې ایښی و چي نورو بندیانو بې خد مت کاوو

په لومړي ځل دکندهار له زندان نه تونل ایستل

داچي نوموړی ډیر تاکتیکي او مبتکرکس وو دتونل ایستلو نقشه یې دځینو نورو خاصو ملګرو سره په ګډه جوړه کړه چی بالآخره یې دلومړي ځل لپاره دزندان له یوه نړیدلي اطاق نه دباندي تونل ویوست او د دیرشوتنو شاوخوا بندیانوپه شمول له زندان نه ووتل او په محفوظ ډول تر خپلو ځایو نو وریسده اوهغه اسیر مجاهدین چي دسیمې نابلد ول هم له ښارنه دخپلو ملګرو په مټ په خوندي ډول وایستل شوه او خپلو :کورنیو ته ورسیدل .

ددوهم ځل لپاره دنوموړي دجهادی فعالیت ساحه او څرنګوالی

نوموړی چي په زندان کي دشکنجوله کبله یي بدن ټوک ټوک شوی وو دملګرو په مشوره او همکارۍ دڅه وخت دپاره در تداوۍ لاندي ونیول سو له تداوۍ او څه ناڅه صحت یابۍ بعد یې داغوره وګڼله چي خپل مسلح جهاد ته ادامه ورکړي او خپل ملګري منظم او په عملي اقدام لاس پوري کړي دا وو چي دکندهار ښار او شاوخوا سیمو لکه میدان دامان دیخوجه ډنډکي یې ملګري منظم کړل او دخارجي اوداخلي دښمن تر پښو لاندي یې ځمکه بیا سره تبۍ کړه چي په دې بهیر کي یې ګڼ شمیر شهیدان او زخمیان ورکړل او ډیری ملګري یې وزندانونو ته ولویدل خو دنوموړي غازي حوصله یې نه کړه کمزورې دشهیدانو له کورنیو سره غم شریکي دزخمیانو تداوي او داسیرانو په را خلاصولو کي یې ډیر په میړانه او ایماندارۍ هغه څه وکړل چي پکار او مناسب وه،

دنوموړي دجبهې ملګري یو تر بله په خپل منځ کي داسي وه لکه دیوې کورنۍ یا کهول وګړي

مر حوم کا کو په کندهار کي دجها دي خد مت تر څنګ د دوو کلونو را پدیخوا په فراه ولایت کي دهغه ولایت دجهادي مسؤل حاجي یو سف صاحب په غو ښتنه چي دشهید پخوا نی ملګری او همسنګره و په فرا کي هم خدمت پیل کړ چي دهغه ولایت دښار دعملیاتو مشري ور دغاړي سوه نو موړي په ډیر کم وخت کي هلته بی ساري لوی عملیات تنظیم او عملي کړه بمي چاو دني ،تو غندو یز بریدو نه او استشها دي عملیات یې ددښمن په مهمو مرا کزو لکه دولایت مقام محاکم او داسي نور و باندي طرحه اوعملي کړل او دښمن یې لا لهانده کړ

شهادت یې

په فراه ولایت کي دشاوخوا دوو کلو نو تر خد مت ورسته داشغال ګرو کفارو په یوه هوایي برید کي چي دشپږو نورو ملګرو په ګډون د ۲۰۱۳میلادي کال د۵میاشتې په دوهم تاریخ دفراه ولایت دخاک سفید ولسوالۍد(رنج)په کلي کي په داسي وخت کي سره له ۵ملګرو دشپې په شاوخوا دوو بجو چي دفرارود مرکز ته په یوې مازدا موټر کي دهــدف پرلور روان ول چي

دوه پکي فدایي مجاهدین ول د اشغال ګرو د بې پلوټه طیارې تر برید لاندي راغلل او وخپل اصلي مقصد (شهادت) ته چي دژوند یوازینۍ هیله یې وه ډتول بدن په سوځیدا سره د۳۹ کلنۍ په عمر ورسید (انا لله وانا الیه را جعون )او نور یې ددې پا ني دنیا څخه دباقي دنیا په لور مخه ښه وکړه روح دې ښاد او قبر دې دجنت باغيچه وي

دژوند آرمان یې

شهید مر حوم به ویل چي زه په ژوند کي درې ار مانه لرم یوله صلیبي یر غلګرونه دګران هیواد افغانستان آزادي او دیوه شرعی نظام جوړیدل دوهم دحرمینودیدار او حج کول او دریم یې دخدای په لاره کي شهادت چي دوه هغه یې ور ته الله تعالی په یوه کال کي نصیب کړل او دریم آرمان یې دنورو همسنګروملګرو په څیر وقبر ته یو ووړ .نوموړي شهید ترشا څوک بریښودل

له خدای بخښلي شهید نه تر شا پلار ،یوه مورکۍ ۶زامن احسان الله ،اقبال احمد،بلال احمد ، شبیر احمد ،خلیل احمد، وقار احمد اوپنځه لورګانې درې وروڼه چي یو مشر او دوه یې کشران دي تر شا پریښودل

جهادی دلګۍ یې

له نوموړي شهید څخه بعد دده کشر ورورملا محمد ولي (مــختــار) دملګرو له لوري دمشر په توګه وټاکل شو اوپه دواړو محاذونو کي یې پر خارجي او داخلي دښمن دکارنده بریدونو لړۍ هماغسي جاري وساتله چي په هغو کي یې دفراه پر استرالیایې ځواکونو فدایي برید او پر ولایتي ودانۍ ۳مسلسلې چاودنې اودفراه پر امنیت آمر (صمدک) فدایی برید چي نوموړی یې له یوه مړژواند حالت اونا معلوم سر نوشت سره مخ کړ دیادولو وړ دي

او جهادي ملګرو یې تر اوسه لله الحمد په خپلو منځونو کي هم هغه صداقت صمیمیت او متانت ساتلی لکه چي څرنګه وو

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لوگر مرکز ته نژدی په کمپاین مبزایل وووارول شول
ساعت 19:9 | بازدید : 662 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د اسلامي امارت مجاهدينو د لوګر ولايت مرکزته نژدې په خدر سيمه کې د اشغالګرو عسکرو په کمپاين ميزايل وارکړل.

ميزايل چې نن غرمه خواوشا 10 بجې وتوغول شول په نښه شوي ځای ولګېدل او له امله يې دښمن ته مالي اوځاني تلفات واوښتل.

2013-12-28

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 20
بازدید دیروز : 21
بازدید هفته : 430
بازدید ماه : 152
بازدید کل : 99461
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 20
:: باردید دیروز : 21
:: بازدید هفته : 430
:: بازدید ماه : 152
:: بازدید سال : 10818
:: بازدید کلی : 99461