الجـــــــهاد فی سبیل الله
تازه حال : د کابل په فدايي بريد کې 12 اشغالګرقتل ګڼ شميرټپيان 4 کروزين موټر ویجاړ شول
ساعت 17:35 | بازدید : 782 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په کابل کې د اشغالګرو عسکرو په موټرو د فدايي بريد له امله درنه مرګ ژوبله او مالي تلفات اوښتي.

د تازه ترلاسه شوي خبر په اساس دغه فدايي بريدچې نن ماسپښين خواوشا 1 بجه د نهمې حوزې اړوند په سرک نو سیمه کې د يرغلګرو د یو ميلمستون (فنکس) سره نيږدې د اشغالګرو په کاروان ترسره شو، له امله يې 12 تنه بهرنيو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د خبر په اساس برید د کرولا موټر په مټ چې درانه منفجره مواد پکې ځای په ځای شوي وو، د قهرمان فدايي مجاهد حبیب الرحمن کندزي لخوا ترسره شو.

د عيني شاهدانو په وينا د بريد له امله د اشغالګرو 4 کروزين موټر په بشپړه توګه ويجاړ او د اور خوراک شول.

عيني شاهدان وايي سيمي ته ګڼ عسکر راغلي او سيمه يې کلابنده کړې ده.

2013-12-27

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د جهاد داسلام یوه محکم او قطعی فریضه
ساعت 18:37 | بازدید : 1430 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

بسم الله الرحمن الرحیم



د يوه قول لمخي په قرآن کي د جهاد اړوند ۴۸۴ ايتونه دي.
هغه سورتونه چي د جهاد اړوند ايتونه پکښې دي په لاندي ډول دي.
البقره..آل عمران..النساء..المائده..الانفال..التوبه..الحج..النور..محمد(القتال)..الفتح..الحجرات..الحديد..المجادلة..الحشر..الممتحنه..الصف..التحريم..العاديات..النصر.
(يعني د قران په شلو سورتونو کي د دي سترې فريضې په اړه مفصل بيان موجود دی).

هغه سورتونه چي د جهاد په طرف اشارات پکښې سته.
البقره..آل عمران..المائده.


په قرآن عظيم الشان کي د جهاد موضوع په عمومي طور د لاندي لسو عنوانونو له لاندي راځي.
(۱) د جهاد اجازت او فرضيت (۲) د جهاد احکام (۳) د جهاد قصې (۴) د جهاد او مجاهدينو فضايل او همدارنګه د شهيدانو فضايل (۵) د جنګ اصول او قواعد (۶) په ځان او مال د جهاد ترغيب (۷) د جهاد پر پريښودلو وعيدونه (۸) د منافقينو له جهاد څخه تيښته (۹) د جهاد لپاره تياري (۱۰) په جهاد کي د مال خرڅولو ځانته فضايل.

د هغو غزواتو او سراياوو تذکره چي په قرآن کي يې ذکر راغلی دی.

(۱) سريه ابن جحش رضی الله عنه (۲) غزوه بدر (۳) غزوه بني قينقاع (۴) غزوه احد (۵) غزوه حمراء الاسد (۶) غزوه بدر (صغری) (۷) غزوه خندق (احزاب) (۸) غزوه بنی قريظه (۹) غزوه حديبيه (۱۰) فتح مکه (۱۱) غزوه خيبر (۱۲) غزوه تبوک (۱۳) غزوه حنين (غزوه طايف (۱۵) غزوه بنی نضير.

دا پنځلس معرکې پر دي خبرې بيخي روښانه دليل او ثبوت دی چي قتال اسلامي فريضه او عبادت دی، او د الله جل جلاله په لاره کي جنګ او جګړه کول د انبياء عليهم السلام کار دی....همدارنګه دا غزوات د جهاد شرعي معنی هم متعينه کوي.


د جهاد شرائط.

۱) مسلمان به وي (۲) نارينه به وي (۳) ازاد به وي (۴) عاقل به وي (۵) بالغ به وي (۶) استطاعت به لري (پر معذور نه دی فرض).

دجهاد اهداف.

قران عظيم الشان د جهاد درې اهداف بيان کړي دي.
(۱) چي د اسلام دعوت غالب او محفوظ شي.
(۲) د مستضعفينو نصرت، يعنی د مغلوبو او کمزوريو مسلمانانو سره کومک او مرسته وشي.
(۳) ردالعدوان ـــ يعنی د هغه طاقت ماتول چي د مسلمانانو خلاف سرکښي کولای شي.

جهاد اصلا د روژی په څير ذاتي ښکلا نه لري تر څو په هر وخت کښي په مؤمنانو باندي ( د اعذارو څخه په غير) عينی فرض وګرځي، بلکي په جهاد کښي هغه وخت حسن پيداکيږی چي د اسلام د دعوت په وړاندي څه خنډ او مانع پيښ شی او يا په اسلامی سيمه باندي کافر تيری وکړی.
نو په اول صورت کښي جهاد فرض کفايې دی، يعنی که يوه ډله مجاهدين په جهاد باندي بوخت وی، او د دعوت خنډونه د مخي لري کوي د نورو مؤمنانو غاړي خلاصيږی.
او په دوهم صورت کښی جهاد کول په ټولو مسلمانانو باندی فرض عين دی، حتی په ښځو باندی هم فرض دی چي د ميړه د اجازي څخه پرته هم بايد په جهاد کښي ونډه واخلي. عزيز التفاسير پښتو ج ۱ ص ۵۱۷.

د جهاد د فرضيت دلايل.
توضيحات:

د جهاد اړوند دري ډوله ايتونه نازل شوي دي.

الف: چي عيني فرضيت ورڅخه معلوميږي لکه: ( كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ....الخ البقره ۲۱۶).

ب: هغه ايتونه کوم چي په مکه معظمه کښي د جهاد په هکله نازل شوي دي چي د جهاد په نه فرضيت باندي بلکي د مسلح جهاد څخه په منعه کولو باندي دلالت کوي لکه چي فرمايې: (أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ) (النساء: ۷۷) يعني: هغو کسانو ته نه ګوري چي دوی ته ويل شوی وه چي د مسلح جهاد څخه لاسونه ونيسی او لمونځونه ودروی او زکاتونه ورکوی.

ج: هغه ايتونه چي کفايې فرضيت يې ورڅخه څرګنديږی لکه چي فرمايې (وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً) (التوبة: ۱۲۲) يعني: او مؤمنان داسې نه دی چې ټول جهاد ته و لاړشی.

عزيز التفاسير ج ۱ ص ۵۱

سورة البقره.

۱ــ سورة البقره مدني سورة دی، په دي سورة کي ټول دوسوه شپږ اتيا ايتونه دي، (۳۳) ايتونه يې د جهاد اړوند دي....او څلور اهم مباحث لري.

(۱) د جهاد د فرضيت بحث (۲) د جهاد د حکمت بحث (۳) د امير د اطاعت د اهميت بحث (۴) د فدايي حملو بحث.

په دي مبارک سورة کي د سريه ابن جحش رض، د حديبې د صلحې، او د بدر د شهيدانو يادونه شويده.

هغه( ۳۳) دري ديرش ايتونه چي د قتال بيان پکښي شويدی په لاندي ډول دي.

۱۰۹، ۱۱۴، ۱۵۳، ۱۵۴، ۱۵۷، ۱۷۷، ۱۹۰، ۱۹۱، ۱۹۱، ۱۹۲، ۱۹۳، ۱۹۴، ۱۹۵، ۲۰۷، ۲۱۶، ۲۱۷، ۲۱۸، ۲۳۹، ۲۴۳، ۲۴۴، ۲۴۵، ۲۴۶، ۲۴۷، ۲۴۸، ۲۴۹، ۲۵۰، ۲۱۵، ۲۵۲، ۲۶۱، ۲۶۲، ۲۷۳، ۲۸۶.

په سورة البقره کي په ګوته شويو پنځو ايتونو کي د جهاد په طرف اشارات موجود دي.

۳۶، ۵۸، ۵۹، ۸۹، ۲۱۴.

سورة ال عمران.

۲ــ ال عمران مدني سورة دی، ټول دوسوه ايتونه لري د جهاد اړوند ايتونو شمير يې ۵۷ رسيږي، او د جهاد اړوند مباحث ډير لري خو مونږ يې يو څو په ګوته کوو.
(۱) د کافرانو سره د تعلقاتو د څرنګوالی بحث (۲)د شکست خوړلو او بيا سمباليدو طريقه (۳) رباط.

د احد، او د حمراء الاسد د غزوو يادونه هم پکښي سويده، او د احد د غزا په ضمن کي د بدر د غزا تذکره هم پکښي سويده.

په دي (ال عمران) سورة د ۵۷ جهادي ايتونو فهرست په لاندي ډول دي.

۱۲، ۱۳، ۲۸، ۱۱۰ تر ۱۱۲، ۱۱۸، تر ۱۲۹، ۱۳۹ تر ۱۷۵، ۱۹۵ تر ۲۰۰.

دارنګه په دي مبارک سورة (ال عمران) کي د جهاد په طرف اشاره کونکي ايتونه په لاندي ډول دي.

۱۹، ۵۲، ۵۷، ۸۱، ۱۰۰، ۱۰۱، ۱۰۲، ۱۰۴، ۱۳۰، ۱۳۱، ۱۳۲، ۱۳۴.

النساء.

۳ــ النساء مدني سورة دی ټول يو سل او شپږ اويا ايتونه لري، په دي مبارک سورة کي (۴۱) د جهاد ايتونه دي، دا جهادی ايتونه پر لاندي موضوعاتو رڼا اچوي.
(۱) د مظلومانو لپاره قتال (۲) د مجاهدينو پر قاعدينو (پرکور ناستو) بهتر والی (۳) بي بسي(؟) مجبوري ښودونکيو او له جهاد څخه د منع کونکيو انجام (۴) نفاق او ترک جهاد اهم د عزت شوق (۵)او د کافرانو د جنګ او يرغل دمخه نيولو الهي طريقه

په دي سورة کي د غزوة حمراء الاسد يا بدری صغري يادونه هم شته.

د سورة النساء د جهاد اړوند ايتونه په لاندي ډول دي.
۲۹، تر ۸۴، ۸۸، تر ۹۱، ۹۴، تر ۱۰۴، ۱۳۸، تر ۱۴۶، ۱۴۷.


المائدة.

المائده سورة مدني دی، ټول يو سلو شل ايتونه لري، او د جهاد اړوند يې ۲۰ ايتونه دي.
په دي ايتونو کي خصوصا دوه اهم بحثونه دي. (۱) حزب الله څوک دي؟ (۲) د دوښمنانو درجي

او په دي سورة کي د مکه د فتح يادونه هم شويده.

د سورة المائدة ۲۰ ايتونه په لاندي ډول دي.
۲، ۳، ۱۱ تر ۲۶، ۳۵، ۵۱ تر ۵۶، ۸۶.

او همدارنګه د المائدة سورة په لاندينيو ايتونو کي د جهاد په طرف اشارات موجود دي.

۵۷، ۵۸، ۵۹، ۶۰،۶۱، ۲۶، ۲۳، ۲۷.



الانفال.

الانفال مدني سورة دی، ۷۵ ايتونه لري، ۷۵ ايتونه يې د جهاد په باره کي دي، په دي ايتونو کي دوه اهم مسايل بيان سويدي.

(۱) اقدامي جهاد (۲) د غنمت حلت.

په دي بابرکت سورة کي د غزوه بدر مفصل بيان سته.

د دي سورة دويم نوم سورة البدر هم دی په دي سورة کي د جهاد شل فوايد، د مجاهدينو ۲۵ اوصاف او ۵ د جنګ قوانين بيان شويدي.

(۱)د جهاد شل (۲۰) فايدي.

(۱) انسان ته د حق لار عطا کيږي. ايت لمبر (۵). (۲) اسلام ته داسي غلبه عطا کيږي چي کافر يې هم مني. ايت لمبر (۸). (۳) د انسانانو له فرشتو سره ملاقات کيږي. ايت لمبر ۱۰۹ــ(۴) الله تعالی د خرق عادت شيانو په توسط نصرت نازلوي. ايت لمبر ۱۱ (۵) د الله محبت او قرب ور نصيب کيږي. ايت لمبر ۱۷ (۶) انسان ته ژوند نصيب شي. ايت لمبر ۲۴. (۷) د جهاد له برکته الله تعالی پاک ررق او ځاي ځايګی ورکوی. ايت لمبر ۲۶، او ۷۴. (۸) الله تعالی ګناه در معافوي. ايت لمبر ۲۹. (۹) الله تعالی مجاهد ته د فيصلي قوت او عقل ورکوي. ايت لمبر ۲۹. (۱۰) د کافرانو شديد مالی نقصان کيږي (ډيوالی کيږي). ايت لمبر ۳۶. (۱۱) حق او باطل له يوه بل بيل شي. ايت لمبر ۳۷ (۱۲) د کافرانو طاقت مات شي. ايت لمبر ۳۹. (۱۳) د جهاد له وجهي د غنمت حلال مال پيداکيږي. ايت لمبر ۳۷. (۱۴) پر کافرانو حجت تام شي. ايت لمبر ۴۲. (۱۵) مسلمانانو ته د الله جل جلاله له طرفه خاص خاص بشارتونه ورکول کيږي. (۱۶) ترقي او کاميابي يې نصيب کيږي. ايت لمبر ۴۵. (۱۷) پر کافرانو د مسلمانانو رعب اچول کيږي. ايت لمبر ۶۰. (۱۸) د مسلمانانو تر منيځ اتحاد او يووالی راځي. ايت لمبر ۶۳. (۱۹) الله تعالی قوت ورکوي. ايت لمبر ۶۵. (۲۰) ايمان کامل کيږي. ايت لمبر ۷۴.



(۲) د مجاهدينو پنځويشت صفات.

(۱) تقوا. ايت لمبر ۱. (۲) اصلاح ذات البين. ايت لمبر ۱. (۳) د الله او رسول اطاعت. ايت لمبر ۱. (۴) د الله جل جلاله نه ويره او ډار. ايت لمبر ۲. (۵) د قران مجيد سره تعلق. ايت لمبر ۲. (۶) توکل. ايت لمبر ۲.(۷) لمونځونه قايم کړي. ايت لمبر ۳. (۸) انفاق فی سبيل الله. ايت لمبر ۳. (۹) استغاثه من الله. ايت لمبر ۹. (۱۰) ثابت قدمي. ايت لمبر ۱۱. (۱۱) د جهاد دعوت ته فورا لبيک ويل. ايت لمبر ۱۵. (۱۲) د امير اطاعت.(چي خلاف شريعت نه وي) ايت لمبر ۲۰. (۱۳) شکر ګذاري. ايت لمبر ۲۶. (۱۴) له منکراتونه منع کول. ايت لمبر ۲۷. (۱۵) د مال او اولاد قربانول. ايت لمبر ۲۸. (۱۶)د کافرانو د طاقت د ماتولو جنون او تاند کوښښونه. ايت لمبر۳۹. (۱۷) د اجتماعي اموالو شرعي تقسيم. ايت لمبر ۴۱. (۱۸) له نزاع څخه ځان ژغورل. ايت لمبر ۴۶. (۱۹) صبر کول. ايت لمبر ۴۶. (۲۰) له تکبر او ريا څخه ځان ژغورل. ايت لمبر ۴۷. (۲۱) مسلسل د خپل قوت او قدرت پراخول. ايت لمبر ۲۰. (۲۲) پر حالاتو ژور نظر ساتل. ايت لمبر ۲۱ــ۲۶. (۲۳) د جهاد دعوت. ايت لمبر ۶۵. (۲۴) د دنيا له حب څخه ځان ساتل. ايت لمبر ۶۷. (۲۵) قوميت، وطنيت، او لسانيت شاته پريښودل او د اسلامي اخوت رشته په پام کي نيول. ايت لمبر ۷۲.



(۳) د جنګ قوانين

(۱) مخامخ وجنګيږی، د شا له طرفه جنګ مه کوی. ايت لمبر ۵۱. (۲) د جنګ په جريان کي د الله او رسول مکمل اطاعت. ايت لمبر ۲۰. (۳) د امير اطاعت. ايت لمبر ۲۴. (۴) چي کله دي جنګي تدبير په ذهن کي راشي فورا عمل ورباندي وکړه. ايت لمبر ۲۴. (۵) په اموالو کي خيانت مه کوی ځکه دا موجب جبن دی. ايت لمبر ۲۷. (۶) تنافس وکړی. (۷) مسلسل او په کثرت سره ذکر وکړی (په الفاظو کي مو اثر وی) ايت لمبر ۴۵. (۸) لښکر بايد متحد وي. ايت لمبر ۴۶. کافران مخامخ ووژنی، مه شاته کيږی. ايت ۵۷. (۱۰) مسلسل دوښمن په ډار ساته. ايت لمبر ۶۵. (۱۱) يو چمتو جماعت هر وخت د جهاد لپاره تيار جوړ کړی. ايت لمبر ۶۵. (۱۲) چي کله دوشمن په لاس درشي نو اول يې ښه وينه وڅڅوی او بيا يې قيد کړی. ايت لمبر ۶۷. (۱۴) چي کله کوم مظلوم د کومک او مدد غوښتنه وکړي نو وخت مه اخلی (دا د الله د نصرت وخت دی). ايت لمبر ۷۲. (۱۵) چي کله د کفارو پخپلو کې اتحاد وي نو تاسو هم د هغوی خلاف جوړ او اتحاد پيدا کړی. ايت لمبر ۷۳.

التوبه

التوبه مدني سورة دی، ۱۹۲ ايتونه دي، او ۲۹ د جهاد ايتونه لری او لاندي اهم مباحث څيړي.
(۱) د قتال ۷ فواید او حکمتونه. (۲) د جهاد افضليت. (۳) د اهل کتابو سره جهاد او دهغه وجه. (۴) د منافقينو له جهاد څخه شاته کيدل او د هغوی بهاني.

په دي سورة کي د مکي دفتحي، د حنين د غزوي، او غزوه تبوک يادونه شويده.

د سورة توبه د جهادي ۹۲ ايتونو فهرست په لاندي ډول دی.

۱، تر ۲۰، ۷۳، ۷۴، ۸۱، تر ۹۶، ۱۰۶، تر ۱۱۲، ۱۱۷، تر ۱۲۳.



الحج

الحج مدني سورة دی، ټول ۱۷۸ ايتونه لري، او د جهاد ايتونه يې ۱۷ دي، دوه اهم مباحث لري.
(۱) د جهاد حکمت. (۲) د مظلومانو لپاره د جهاد اجازت.

د یوه تفسير قول مطابق په دي (الحج) سورة کي د بدر د غزوی يادونه هم شويده.

د الحج سورة ۱۷ د جهاد اړوند ايتونه لاندي دي.

۱۹، تر ۲۴، ۳۸، تر ۴۱، ۵۵، ۵۸ تر ۲۶، ۷۸.



النور

النور مدني سورة دی دلته واړه څلور شپيته ايتونه دي، او د جهاد اړوند ۴ ايتونه دي، او دوه اهم موضوعات څيړي.
(۱) خلافت. (۲) د امير اطاعت. د دغو څلورو ايتونو لمبرونه په دي ډول دي.
۵۳، ۵۴، ۵۵، ۲۶.



الاحزاب.

الاحزاب مدني سورة دی، ۷۳ ايتونه لري او د جهاد ايتونه يې ۲۲ ته رسيږي، او پر لاندي اهم موضوعاتو يې رڼا اچولي ده.

(۱) د احزاب د غزوی مفصل بيان چيرته چي د جهاد ډیر مسايل بيان شويدي. (۲) د قريظه غزوه او الله جل جلاله نصرت (۳) د رسول د ګستاخ سزا.

د سورة احزاب ۲۲ جهادي ايتونه په لاندي ډول دي.

۹، تر ۲۷، ۲۰، تر ۶۲.



محمد

محمد مدني سورة دی، اته ديرش ايتونه لري، ۳۲ ايتونه يې د جهاد په باره کي دي، او اهم مباحث يې په لاندي ډول دي.

(۱) د قيدی احکام. (۲) د منافقينو له جهاد څخه ليروالی (۳) په جهاد کي د مال خرڅولو ترغیب.

او د ايتونو فهرست يې دادی.

۱، تر ۱۳، ۲۰ تر ۳۸.

الفتح

الفتح مدني سورة دی، دلته ۲۹ ايتونه دي، او د جهاد په باره کي يې ۲۹ ايتونه دي، دلته اهم بحث د (بيعت علی الجهاد دی)، او د حدیبيي د صلحی، د خيبر او مکي د فتح يادونه هم پکښي شويده.

۱، تر ۲۹ پوري.



الحجرات.

الحجرات مدني سورة دی، دلته واړه اتلس ايتونه دي، چي ۵ ايتونه يې د جهاد په باره کي دي، او اهم مباحث يې دوه دي.
(۱) د دوښمن په باره کې تحقيق. (۲) د مسلمانو مقاتلينو پخپلو کي صلح.

د ۵ ايتونو فهرست يې لاندي درج دی.

۶، ۹، ۱۰، ۱۴، ۱۵.



الحديد

دا مدني سورة دی، ۲۹ ايتونه لري، ۴ ايتونه يې د جهاد په باره کي دي، په دي سورة کي د مکي د فتحي او یا حديبي يادونه شويده، څلور د جهاد ايتونه يې دادي.

۱۰، ۱۱، ۱۹، ۲۵.



المجادله

الحديد مدني سورة دی، د ايتونو تعداد يې ۲۲ دی، او جهادي ايتونه يې ۳ دي، او په دي مبارک سورة کي د حزب الله تعيين هم شويدی.
دري د جهاد ايتونه يې دادي.
۲۰، ۲۱، ۲۲.



الحشر

الحشر مدني سورة دی، ۲۴ ايتونه لری، د کومو څخه چي ۱۷ ایتونه د جهاد په باره کي دي، دوه اهم مباحث لري.

(۱) کفار څرنګه جنګيږي. (۲) د مال فئي احکامات. په دي مبارک سورة کي د بني نضيرو او غزوه بني قينقاع په طرف اشاره سته.

۱۷ ايتونه فهرست يې په لاندي ډول دی.

۱، تر ۱۷، پوري.



الممتحنه

دا هم مدني سورة دی، ۱۳ ايتونه لري، چي ۱۲ ايتونه يې د جهاد په باره کي دي.

په دي ايت کي په خصوصی طور سره د جاسوسی احکامات موجود دي، او همدارنګه څه نور جنګی قوانين هم پکښي بيان شويدي، د مکي د فتحی تذکره هم پکښي شويده.

ايتونه يې دا دي.

۱، تر ۱۱ او بيا ۱۳.



الصف.

دا هم مدني سورة دی، څوارلس ايتونه لري، او یولس يې د جهاد په باره کي دي، په دي سورة کي د جهاد صف بندي، او د مجاهدینو د اتحاد فضیلت بيان سويدي.

او همدارنګه جهاد يو کامياب تجارت شودل شويدی.

فهرست يې په لاندي ډول دی.

۱، تر ۴، ۸، تر ۱۴.



التحريم.

مدني سورة دی، ۱۲ ايتونه لري، ۱ ايت يې د جهاد اړوند دی. په دي ايت کي د منافقينو او کفارو سره د جهاد حکم دي، او دا حکم په ايت لمبر نهم (۹) کي موجود دی.



العاديات.

العاديات مدني سورة دی، ۱۱ ايتونه لري، چي ايتونه يې د جهاد په باره کي دي، په دي سورة کي د جهادي اسونو بيان دی. فهرست يې په لاندي ډول دی.

۱، تر ۶.

النصر.

النصر مدني سورة دی، دري ايتونه لري، چي واړه يې د جهاد اړوند دي، په دي سورة کي د فتح اداب بيان شويدي، او فهرست يې دادی.

۱، تر ۳.



اوس يو نظر پر مجموعي فهرست باندي واچوی.
د جهادي ايتونه تعداد
د سورة نوم

33
البقره

57
آل عمران

41
النساء

20
المائده

75
الانفال

92
البراة

17
الحج

4
النور

22
الاحزاب

32
محمد

29
الفتح

5
الحجرات

4
الحديد

3
المجادله

17
الحشر

12
الممتحنه

11
الصف

1
التحريم

6
العاديات

3
النصر

424
د جهاد ټول ايتونه




او که چيرته د سورة النحل ايتونه ورسره يو ځای شي شمير يې ۴۸۵ ته رسيږي.



ژباړه: جابر نعماني.ح

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د کرزی دوولسم تلین
ساعت 18:25 | بازدید : 709 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پرون په فیسبوک کې اوازه وه، چې د کرزي د زوکړې شپږپنځوس کاله پوره شول. پوره باوري يم، چې کرزی به هم پر دې خبره خاندې، چې ځينې لاهم دی په ژوندو کې ګڼي او آن کاليزې يې لمانځي!

کرزی له ننه شاوخوا دوولسه کاله وړاندې دبن دپرېکړې تر چړې لاندې مړشو، هغلته سمدستې نوی وزېږيد، سا يې واخيسته او په غوږو کې يې اذان نه، د (B52)غږونو ازانګې کولې، دخاپوړو و، چې په ارزګان کې يې پر موټرسايکل پښه واړوله، له ده سره يوځای ګران افغانستان ته د سرو تودو وينو توږم راغی. دی بېغمه د افغانانو په ککريو راروان و، ناټووالو ورته پرلپسې افرینونه ورکول او ټلوالې ورته خوله چينګه مسکه نېولې وه.

کرزی په ارګ ننوت، له ارګ اذان منډه واخيسته د چرسو لوګي ترې راپورته شول، سپين کلمه دار بيرغ نسکورشو او د ارګ په دروازه کې په پتلونو کې ربيټونه راشنه شول. دی دننه ناست و.له دغې شېبې وروسته هغه پوره ځان په مړو کې حساب کړ، ځکه چې ديوې امضا لپاره هم باید اجازه واخلي.

کرزي د خپلې مړينې په دوولس کاله کې مهمې ډالۍ ملت ته وړاندې کړي:
د ده په دوره کې د هرډول بې دينۍ لپاره پراخې زمينې برابرې شوې.
دين فردي مسله وګڼل شواو له سپېڅلې خاورې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر مهمه فریضه والوتله.
لسګونه ډليز جنسي تېري وشول.
تر دوو کلو په ښکته عمر کې نجونو باندې د دوی د نظامي اشخاصو له لوري جنسي تېري وشول.
د ارګ تر څنګ له لوږې او يخنې نه ماشومانو ساوې ورکړې.
له لوږې ملت زامن خرڅ کړل.
د افغانانو ترمنځ دومره تفرقه اچول، چې د هېواد تجزيه پکې په خوښه ومنل شی (لايې هڅې روانې دي.)
دين، مدرسه، ږيره، او ږده لمن او... لوی جرمونه وګڼل شول.
سلګونه افغان پېغلې په خوښه تر پې آر ټې ګانو پورې تلل.
په کابل کې د نایټ کلبونو پرانېستل.

او...

د کرزي د مړينې په دوولسو کلونو کې هغه جنايات تکرار شول، چې ممکن د افغانستان په معاصر تاريخ کې به له (ګلم جمو) پرته ساری نه لري. ځکه خو زه په پوره ډاډ وايم چې کرزی مړ دی.

هغه له الجزيرې ډېر په مړه خوله داومنله چې زه له افغانستان سره په شوو مرستو په خپل وروستي کال کې لږ لږ خبرېږم، نور نو هر هېواد له خپلو ځواکو له لارې مرستې رالېږي، چې په مصرفولوکې يې موږ هيڅ هم نه شو ورته ویلای.

هغه کلونه وړاندې د کندهار فرهنګيانوته منلې وه، چې زه دګوړې واک هم نه لرم، خو صبر لږ به ورته وګورو کنه په کرز کې به ماهیان نیسو.

د غلامۍ او بلواکۍ بل اعتراف يې عبدالجبار قهرمان په ډاګه کړ، چې کرزې لا آن څلور کاله وړاندې له خپلې بلواکې خپل پلورلی ضمير خبر کړی و.ځکه خو که څوک اوس کرزي ته د شپږپنځوس کلنۍ پر ویاړ مبارکې ورکوي، ډلونه وهي، هغوی دې د ده مرګ د دوولسم تلين په پار اوښکې توی کړي، کرزی د بن په پرېکړه کې ومړ

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د اربکی لنڈہ کیسه
ساعت 18:16 | بازدید : 1229 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

جمیل نسوار تُف کړل ددریشۍ خړ لستوڼی یې په وربوز تېر کړ او یوځل بیا یې کومندان ته مخ ورواړاوو

ـــ زه به زیاتي روان سم چې بیخي راباندې ناوخته سو . . .

کومندان چې دچپ لاس په ورغوي یې د ښي لاس په بټه ګوته دچرسو پتری پلناوو ، په جدي لهجه ورته وویل . . . اوس څه ټکه رالویدلې ، چې داسې وچ قسم دې کړی ، او له سهاره لګیا یې چې کورته ځم کورته ځم . . .

جمیل په عاجزه لهجه ورغبرګه کړه : ګوره کومندان ساب دایوه میاشت کیږي چې کورته نه یم تللی ، مګم داهم دومره خبره نه وه . . اصلي خبره داده چې پرون خبر شوم چې ادې مې سخته مریضه ده ، دبل چا په کیسه کې زه هم نه یم خو مور مې ډیره یادیږي ، دا ډیر وخت مې نه ده لیدلې او بیخي مې ورته اندیښنه ده .

جمیل ګرم نه وو ، دده لپاره خپله کونډه مور هغه یوازینۍ هستي وه ، چې پناه یې وروړلای شوای ، دجمیل پلار چې په کټاس خلقي مشهور وو ، مجاهدینو د کډو په کال دځدراڼو په سره غاښي کې له خپلې خیمې ویوست او چارماري یې کړ ، جمیل هغه وخت لا ماشوم وو ، چې دپلارنشتوالي او دکډوالۍ د خواریو له لاسه به یې درسته شپه ژړل ، تردې چې د ډیرو بوغارو له لاسه دستوني تکلیف ورته پیدا شو، او مور به یې دبدغومي ژړا له امله ( کغن ) باله ، دستوني دهمدې زخم له امله د جمیل په غږ کې یوه داسې ازانګه پیدا شوي وه ، چې هرچا یې له ورایه غږ پیژندلای شوای .

جمیل او مور یې تر یوه کال زیاته موده له خپلو ترونو سره دهجرت په مېنو واوسیدل ، خو یوه ورځ ددوی دکیږدیوله څنګه دترکستان مهاجرو واړول ، دجمیل ترونو چې دهجرت په ژوند کې ورباندې دکونډې ساتل بوج شوي وو ، په پټه یې له ترکستانیانو سره لاس پورته کړ ، او دجمیل مور یې یوه سپین ږیري کونډ ترکستاني ته په نام کړه ، سبا چې دترکستانیانو کډې باریدې، جمیل او مور یې ترټولو مخکې په بُزکش آس سپاره او دکډو دکاروان ملګري کړل ، چې په دې توګه جمیل او مور یې دتل لپاره له خپلو اصلي قریبانو جلا شول .

له هماغې ورځې دجمیل بدمرغي پیل شوه ، نوموړی که څه هم کوچنی وو ، خو دمور نوې خسرګنۍ یې د پردي په سترګه ورته کتل ، چې دې حالت یې مور هم سخته ځوروله ، جمیل هم په دنیا بل هیڅوک نه درلودل ، یوازې همدا مور یې وه ، چې کله به یې غیږې ته پناه وروړه ، خو څرنګه چې دکور دنورو غړو بدایسیده نوځکه یې ډیر وخت له کوره بهر تېریده .

څرنګه چې جمیل بي سرپرسته وو ، نوځکه داسې رالوی شو ، چې نه یې دمکتب مخ ولید ، او نه چا ښه او بد وروښودل ، د جمیل به ډیر وخت دهغو ماشومانو په ډله کې تیریده ، چې دده غوندې بې سرپرسته وو، او دپیسو دمیندلو لپاره به یې په اجرت باندې غلاوې کولې .

هغه وخت چې جمیل دتش سګرټ په ځای تازه تازه د چرسو نشه پیل کړي وه ، یوه ورځ له ترکستان څخه دده دمور دخسرګنۍ یو خپلوان راغی ، کلیوالو پس شا ویل چې پرچمی راغلی دی ، خو دجمیل په دې خبره سر نه خلاصیده ، یوه ورځ همدغه سړی دجمیل او دده دملګرو په ډله چې ټول نوه کي چرسیان وو، ورپیښ شو، لومړی یې سګرټ و څکاوو او چې کله مجلس تود شو ، له وطنه راغلي سړي جمیل او دده ملګرو ته وویل چې عبث دلته لګیا یاست ، او په دومره خوارۍ جیب خرڅ پیدا کوئ ، په وطن کې ډیر ښه کار شروع شوی دی ، دګلم جم په نامه ملیشه جوړیږي ، سختې پیسې راروانې دي ، نه یوازې پیسې دي ، بلکې له چرسو نیولې ترشرابو هرڅه مفت دي ، یوازې په پوسته کې واړاوه او نور خپل غم غلطوه .

دمیلمه همدا غوړې خبرې وې ، چې بله ورځ یې دجمیل په شمول یوه ګله چرسیان په مخه کړل ، او رسما یې دګلم جم په ملیشو کې داخل کړل ، دګلم جم په ملیشو کې ددوی کومندان همدا سړی وو ، چې دوی ورسره راغلي وو او په ځان باندې یې ( اشرار کُش ) تخلص ایښی وو .

جمیل له هماغه وخته له خپلې مور او کور څخه ورک شو ، دګلم جم په ملیشو کې یې څوکاله سخت ژوند تیر کړ ، څو ځله ټپي شو ، او په پای کې چې دګلم جم ملیشه ختمه شوه ، جمیل چې خپل پخواني ډیر ملګري یې له لاسه ورکړي وو له خپل قومندان سره ایران ته وتښتیده .

ورځې ، میاشتې او کلونه تیر شول ، دجمیل مور له خپلې کورنۍ سره بیرته خپل اصلي وطن ته راغبرګه شوه ، خو دجمیل هیڅ درک نه وو ، څوکاله وروسته یوه ورځ دجمیل مور دمازدیګر ترلمانځه وروسته په جاینماز ناسته وه، چې دروازه وټکېده ، په کور کې نارینه نه وو ، او ښځې په پخلي مصروفې وې ، نوځکه دجمیل مور په خپله ولاړه شوه او دراوزې ته ورغله ، ددروازې له پرانیستلو سره یوه له هډوکو جوړ او زبیښلي بنیادم پرې ورمنډه کړه ، په غیږه کې یې ونیوله او ( ادې ) غږ یې له خولې ووت ، دمور په غوږونو دخپل کغن زوی دغږازانګه شناخته ولګیده ، ویې پیژانده او څو شیبې دواړو دخوښۍ سلګۍ سره ووهلې .

څو ورځې تیرې شوې ، چې جمیل او مور یې دواړه په یوه بل نه مړیدل ، دواړه دخوښۍ او هیجان توپان په مخه کړي وو ، یوه ورځ کومندان اشرارکُش چې له ده سره یوځای له ایرانه راستون شوی وو ، ددوی کره راغی ، جمیل ته یې وویل چې نور نو کار برابر شوی دی ، او هرڅه تیار دي ، بس نو ځان تیاروه چې ځو .

کومندان اشرار کُش داځل داربکیانو په نوم په کومه ملیشه کې داخل شوی وو ، او په خپله سیمه کې یې دیوې پوستې منظوري اخیستې وه ، جمیل چې له ایرانه په همدې هدف راستون شوی وو ، یوځل بیا یې له مور سره مخه ښه وکړه ، او داربکیانو پوستې ته لاړ .

جمیل ته کومندان اشرارکُش ویلي وو ، چې داځل تر پخوا پیسې ډيري دي ، رښتیا هم په لومړیو میاشتو کې یې دوی ته ډیرې ډيرې پیسې دمعاش په نوم ورکړې ، خو وروسته کرار کرار وضعه خرابیدله ، دکومندان شکایتونه هم زیاتیدل ، او ویل یې چې زموږ پیسې نور چارواکي غلا کوي ، تردې چې خبره دومره خرابه شوه ، چې اخر دوی ته د ډوډۍ مصرف هم نه ورکول کیده .

کومندان او ملګري یې چې په سیمه کې یې ډیرې بدۍ ، ظلمونه او تجاوزونه کړي وو ، اوس یې که ټوپک له اوږې کوز کړی وای ، سمدستي دخپلو دښمنانو لاس ورلوېده ، نوځکه له یوې خوا مجبور وو چې خپلې ټوپکوالۍ ته ادامه ورکړي ، او له بلې خوا دومره پیسې نه ورکول کیدلې ، چې دخپلو ملګرو د ډوډۍ او چرسو مصرف ورباندې پوره کړي .

له همدې امله وو ، چې کومندان او ملګرو یې یوځل بیا خپله زړه دنده ( غلا ) شروع کړه ، جمیل چې په غلا کې یې له کوچنیوالي بلدیت درلود ، دماښام په رانږدې کیدو به یې په خپل پتلون برسیره خپل زوړ پرتوګ واغوست ، او نور به نو دکومندان امر ته انتظار وو ، چې کوم سرک ته یې باسي ، دکلي په دوکان باندې عملیات کوي ، او که دشپې جومات ته راتلونکي سپین ږیري تلاشي کوي .

له څو میاشتو راهیسې جمیل له خپلو ملګرو سره یوځای څو ځلې دلویې لارې مسافر ، دموسسو کارکوونکي ، حکومتي کسان او عام کلیوال شکولي او لوټ کړي وو ، نوځکه یې دمیاشتنۍ تنخا څو برابره زیاتې پیسې جمع کړې وې ، دغلا او لارې شکولو همدا غوړ او پله پسې فرصتونه وو چې جمیل له ډیره وخته دخپلې مور کور ته نه وو تللی ، دجمیل دمور کلی د دوی له پوستې نه ډیر لرې نه وو ، خو د پوستې د ژوند خوشګزرانۍ دافرصت نه ورکاوو چې دخپلې مور لیدلو ته لاړ شي ،مګرله پرونه راهیسې جمیل خبر شوی وو ، چې مور یې سخته رنځوره ده ، او خپل یوازینی زوی جمیل چې دې به له نازه (کغن ) باله ، ډیر یادوي .

جمیل که څه هم دظالمو ملیشو سره ګډ ژوند او بې رحمانه کړنو یې زړه سخت کړی وو ، خو بیا یي هم له زړه څخه د مور مینې کډه نه وه کړې ، نن په جمیل باندې دمور مینه خورا ډیره غالبه شوې وه ، نوځکه یې دواړه پښې په یوه موزه دننه کړې وې او له کومندان څخه یې دتللو اجازه غوښته .

کومندان دجمیل د ډیر ټینګار له امله په پای کې ورته وویل ، او لیونیه ستا دفایدې لپاره وایم چې نن شپه پاته شه ، سبا سهار چې په کومه خوا ځې په مخه دې ښه .

جمیل : نو نن شپه څه کیسه ده چې پاته شم ؟

کومندان : نن شپه مې ډیر غوړ ښکار درته موندلی دی ، خبر یې کنه ؟ د ولسوالۍ کلینک ته معاشونه راغلي دی ، ډالر دي ډالر ، بله داچې کلینک ته یي ډول ډول قیمتي سامان الات ، نوي چپرکټونه او قسماقسم وسائل راوړي دي ، ما له هغه پخواني ګیراک سره خبره کړې ، هغه راته ویل چې تاسو یې یوازې له کلینکه راوباسئ ، نور خوندي کول او خرڅول یې په ما دي او تاسو یوازې نغدې پیسې واخلئ .

دجمیل چې د ډالرو لفظ په غوږو ولګید پښې یې سستې شوې ، څو شیبې یې د زړه دننه دمور مینه اود ډالر تلوسه سره غیږ په غیږ وه خو بالاخره د ډالر مینه د مور په مینه غالبه شوه ، او جمیل دکومندان خبره ومنله .

ماسخوتن شپه پخه شوي وه ، چې دکومندان ترمشرۍ لاندې اربکیانو دولسوالۍ بازار ته په نږدې کلینک باندې غدۍ واچوله ، کومندان له وړاندې دولسوالۍ له پولیسو سره خبره شریکه کړې وه نوځکه یې په پوره اطمینان خپل دلوټ تالان کار پیل کړ ، کومندان خپلو اربکیانو ته ویلي وو ، چې ساده جامې واغوندې او اوربوزونه ټینګ وتړي ، ترڅو ونه پیژندل شي ، کومندان اربکیان په څوډلو ویشلي وو ، یوه ډله د شفاخانې د دفتر لوټلو او د معاش دراغلیو پیسو دموندلو لپاره ګمارل شوي وه ، بلې ډلې د ډاکټرانو دلوټلو او خاموش ساتلو دنده درلوده ، دبلې ډلې وظیفه دا وه ، چې مریضان وپلټي او د چپرکټونو په شمول قیمتي توکي او نغدي پیسې ولجه کړي ، جمیل په وروستۍ ډله کې وو .

د شپې یوه نیمه بجه کیدونکې وه ، د کلینک زیاتره قیمتي وسائل ایستل شوي ، او بهر دپوستې په رینجره کې بار شوي وو ، جمیل په بیړه د بستري مریضانو وارډته ورننوت ، څو تنه مریضان د خونې په سیمټې خولې پړمخې پراته وو ، او مړې مړې سلګۍ یې وهلې ، دڅنګ له کوټې څخه چې ډاکټران په کې تړل شوي وو ، د وهلو ډبولو غږ اوریدل کیده ، جمیل خپله لیزري بتۍ یوه بله خوا رڼا کړه ، مریضان ټول په مځکه پراته وو او چپرکټونه یې ایستل شوي وو ، یوازې دخونې په بر سر کې یو کټ پاته وو ، چې په تور پړوني کې نغښتې یوه زنانه مریضه ورباندې پرته وه ، جمیل له پرتو مرګحاله مریضانو ګامونه واړول ، او په څو ګامو یې ځان هماغه کټ ته ور ورساوو ، چپرکټ یې په بیړه راکش کړ او کوښښ یې کاوو چې نسکور یې کړي ، خو په کټ پرته مریضه بوډۍ چې زبون یې وهل شوی وو ، په بنده ژبه یي وویل ، وه وروره . . . دا زماکټ . . ررر . . راپریږده . . . مړه کیږم که دې وغورځولم .

جمیل چې له وړاندې یې هم څو مریضان په همدې خبره دګلي وو ، ددې خبرې په اوریدو یې یو ځل بیا اعصاب شارټ شول او په تمسخر یې ورته وویل : سپین سارې ډیره به خوړینه خوړینه نه کیږي ، کټ راپریږده کنه په دې غولي مې رانسکوره کړې او له همدې سره یې دکټ یوه خوا پرې ورپورته کړه .

د مریضي بوډۍ په غوږونو دغله کغن غږ شناخته ولګید ، خپل زیږولی کغن یې وپیژاند ، تردې وړاندې چې له کټه د غورځیدو په مهال یې سر دسیمټو په غولي ولګیږي ، په یوه کریغه یې وویل وه زویه ! . . . وه کغنه ! مه کوه دا زما کټ دی . . . او له همدې سره دکټ پښې ورباندې پورته او شاپه تخته یي ککرۍ په سیمټو ونښته .

جمیل چې د بوډۍ له خولې دغه توري واوریدل ، چیغه یې وکړه ، له شلو شویو لاسونو یې کټ وغورځید او په بوډۍ یې ورمنډه کړې ، مورې ، مورې ت . . ت تت ته !

جمیل خپله ادې په غیږ کې راټینګه کړه ، خپل ښی لاس یې دهغې تر سر راوګرځاوو ، خو لاس یې په وینو کې ډوب شو ، دمور له ماتې ککرۍ نه یي د وینو فواره بهیدله ، جمیله خپله نیم ژوانده مور په غیږ کې نیولې وه څو په زوره زوره چیغې یې ورباندې ووهلې ، مورې ! مورې ! . . . په همدې کې یې د شا لخوا لغته وخوړله .

ـــ چیغې مه وهه د نېغۍ زو څه ټکه رالویدلې ده ، چې بوغارې وهې . . . زر راوځه چې ټول تاته انتظار یو . . . جمیل شاته وکتل ، کومندان وو ، بیرته یې مور په غیږ کې راټینګه کړه ، خو دمور هډونه نور ساړه لګیدل ، او دومره ساه په کې نه وه چې خپل کغن زوی ته په ځار او قربان ځواب ورکړي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


اوس پارلمان سه بولی
ساعت 19:11 | بازدید : 773 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: موسی مهاجر بـــــرخه: نوري مقالې

پارلمان په خپل لنډ عمر کي له ډيرو ژورو او لوړو سره مخ شو، داسي لوړي ژوري، چي ښايي ډیر څه به يې ورڅخه زده کړي وي، خو هغه دچاپه خبره پارلمان هم ازاري دی، هر وخت له داسي نویو ستونزو سره مخ کیږي، چي دوی یې فکر هم نه کوي، نه تیره تجربه کار ورکوي او نه ورته راتلونکی پلان لري.

نه پوهیږو، دپارلمان غړي به دوزيرانو ازار وهلي وي، چي هروخت يې استحضاروي او دهغوی ګټلي ډالر ورڅخه قبضه کوي، که به دکابل ښار ترافیکوښېرا ورته کړي وي، چي دتورو شيشوپه کارولو سره ددوی اشارو ته فکر نه کوي او که به دخلکو ازار وهلي وي، چي په هسي تشو لاپويې رايي ورڅخه ترلاسه کړې.

خو دازاري پارلمان یوه نه دوه کیږي، که به یې پخواپه خپل منځ کي په بوتلونو سره ويشتل،په بوټونو او سوکانو به يې په یوه بل وارونه کول، خو اوس خدای پاک نوري بلاوي پرې مسلطي کړي دي، داسي بلاوي، چي خپل منځي بوتلان يې پرې هير کړي دي.


مخکي خو به لاښه وو، که به کوم غړی په بوتل ولګيدو، هډوکي به يې نه ماتیدل او هغه عارضي درد به يې په یوه نه یوه ډول وزغملو او دې ته به نه اړ کيدل، چي دټپونو له امله دي روغتون ته يوړل شي، خو اوس خبره بېله ده، اوس يې خدای پاک بوتلان دټوپکو په کونداغونو بدل کړي او دټوپکوپه کونداغونو وهل که چالیدلي نه وي، نو باید دکونداغونو دوهلو ننداره يې دتيري شنبې په ورځ دپارلمان مخي ته کړي وای، ځکه تاسوبه دکونداغونوپه وهلو کي دکوم لوړ پوړي چارواکي دپوزي ماتېدل نه وي لیدلي، که په دغه ورځ پارلمان ته ورغلي وای، دغه نوي ريکارډ کېښونکي ننداره به مو هم ليدلي وای.


ظاهرا په دغه ورځ دکرزي لومړی مرستیال قسیم فهیم په ډيره خوندي توګه پارلمان ته راغی، چي ښايي دډیری پارلماني غړیو دخوښۍ سبب به ګرزيدلی وي، خو خبر نه وو، چي نوموړی له یوه ډله سپو سره سم غضب راغلی دی، پوزي به هم راماتي کړي، چي تردې وړاندي هيچا راماتي کړي نه وي او په سپو به مو داسي تالاشي کړي، چي تردې وړاندي بهرنیانو هم نه وو تالاشي کړي.


ځکه کله چي دفهیم توپکوال راښکته کیږي، نوسمدلاسه دمشرانو دجرګې دادارې پلاوي په مشاور خلیل شنکر توره شپه جوړوي او هغه ګلزار پارلمان ورته په دوزخ بدلوي، خو دچابه ورته پام شي، ځکه په ډار خو ليونی هم پوهیږي، دوی په دې پوهیدل، چي که دشنکر ننګه وکړي، دهغه خويې پوزه ورماته کړه، ددوی به خولې ورماتي کړي.


پارلمان هم له زورواکانو څخه خالي نه دی، خو زور واکان دخپل ځان په ویر اخته وو، ځکه داسي په مد اوشد دسپيو تالاشي پکي روانه وه، چي ځان يې هم نشوای خوځولی.


دغه وهلو ټکولو او دسپیو تالاشي دپارلمان غړي داسي ويرولي وو، چي یوه غړي هم جرأت ونه کړای شوای، چي دراغلي ښاغلي مېلمه په مخ کي خپل اعتراض وکړي، ځکه دوی په دې پوهيدل، چي اوس دبوتلونو او کنځلو دور تیر شوی دی او دسپو ټوپکو وخت راغلی دی.


وروسته دي مطبوعات لږ خيريوسي، چي ددوی غږ يې دپارلمان تر چارديوالي راوايست او دپارلماني غړیو دمظلومیت فرياد يې ترخلکو ورساوو، خو دچابه خوا پرې بده شوي وي، ځکه خلک دغه ټول خپل ازار بولي او دخفګان په ځای به ډیر خلک په دې خوښ شوي وي، چي شکر دی، الله تعالی ددوی غچ ورڅخه واخيست، چي هغه غوړي وعدې يې راکولې او اوس يې په حال هم خبر نه دي.


خو پخواچي به پارلمان دسړیو له لوري تالاشي کیدو او جنګ به پکي په بوتلونو کيدو، دغوجلي نوم ورکړل شوی وو، اوس چي تالاشي يې دسپیو له لوري اخيستل کيږي او جګړه په کونداغونوپکي کیږي،څه يې وبولو؟

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ترنم مینوالو ته په زڑه پوری خبر
ساعت 19:3 | بازدید : 1014 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دالاماره پاڼي درنو لوستونکو ته زیری ورکول کيږي چې ددې پاڼي دغږيزو توکو برخه په خورا ښکلې بڼه ستاسي په لپاره پرلیکه شوه.

په پاڼه کې د نوموتو ترانه ویونکو په خوږو اوزړه راښکونو آوازونو کې په زړه پوري ترانې ،دبېلابېلو قاریانو په آوازونو کې دقرانکریم تلاوت ، نبوي سیرت او علمي جهادي ویناوې اورېدلای شئ.

له دې علاوه تاسو کولای شئ دافغانستان داسلامي امارت هغه پیغامونه چې په غږیز ډول ثبت شوي دي واورئ، همداراز دشریعت غږ راډیو لړۍ(دخلاصون لار)چې مرحوم شيخ مولوي عبدالعلي صاحب (رحمه الله ) ورپکې داورېدونکو ديني پوښتني ځوابوي هم اورېدلای او ښکته کولای شي.

دغږیزو(صوتي) توکیو په دغه پاڼه کې لویه اسانتیا داده چې هر څه ورپکي دموبایل په وسیله، یواځي دانه چې تاسي اورېدلای شئ بلکه تاسوکولای شي مواد یې له ځان سره خوندي کړئ.

الاماره پاڼه تاسو ته ددې پاڼي مبارکي درکوي اوداچې داپاڼه تازه پر لیکه شوې ده که یې په ځينو برخو کې مواد کم وي هغه به هم ان شاء الله ډیر ژر پورته اوپرلیکه شي .

دلاندي لینک په وهلو سره دې پاڼي ته ننوزئ !

http://shahamat-movie.com/tarani/

که څه وړاندیز ونه یا مشورې لرئ په دغو ایمیلو یې راسره شریکې کړئ

(shahamat_movie@yahoo.com) ( Alemarah1@gmail.com)

عبدالله منیر

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د یوناما موٹر یو افغان ماشوم واوژه
ساعت 18:46 | بازدید : 782 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

 د هرات ولایت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې په دغه ولایت کې یو اوه کلن ماشوم هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د هرات او کرخ ولسوالۍ پر غزېدلې سړک د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ (یوناما) موټر وواهه.

ویل کېږي،چې دا پېښه پرون مازیګر مهال د هرات-کرخ پر لویه لار رامنځته شوې.

ویل کېږي د موټر چلوونکی یو افغان دی او موټر یې هم د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ (یوناما) اړوند دی.

د سیمې اوسېدونکی وایي موټر چلوونکی نیول شوی دی.

څرګنده نه ده،چې موټر چلوونکی د ماشوم د وهلو پر مهال نشه کړې وه او که په نورمال حالت کې يې وهلی.

د هېرې نه ده چې زموږ د هېواد په ګوټ-ګوټ کې زموږ مظلوم هېوادوال د په اصطلاح حکومتي موټر چلوونکو له بې احتیاطۍ څخه سر ټکوي او وايي هېڅکله ترافیکي قوانینو ته غاړه نه ږدي.

د دوی په وینا،چې د کابل حکومت منسوبینو یې د وسلې ترڅنګ د موټر پر مټ هم له وژلو درېغ نه دی کړی

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کابل د امریکا سفارت او د ناٹو فومندانی په توغندیو وویشتل شوه
ساعت 18:29 | بازدید : 719 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )



په کابل ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي چې د ښار په زړه کې يې د امريکا سفارت او د ناټو په قومنداني توغندي وارکړل.

خبر کاږي په يادو مرکزونو نن سهارمهال 7 بجې 4 توغندي وتوغول شول چې په نښه شوي ځای ولګېدل.

د بريد له امله دښمن ته ځاني اومالي تلفات اوښتي خو په هکله يې شواهد نه دي ترلاسه شوي.

خبر ځای زياته کړې مجاهدينو چې له کومي سيمي په يادو مرکزونو توغندي وارکړي دهغه ځای ليدلو له پاره ګڼ اربکيان راغلل چې چاودنه پرې وشوه او 4 تنه يې ځای په ځای ووژل.

2013-12-25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


له ناٹو سره تڑون
ساعت 18:14 | بازدید : 1047 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په داسې حال کې چې له یرغلګرې امریکې سره د امنیتي تړون پر سر فضا یو څه ګردجنه غوندې وښودل شوه! له یرغلګرې ناټو سره دتړون ډنډوره را پورته شوه! حقیقت دا دی چې هغه څوک چې د یرغل په سیوري کې یې نشو ونما کړې وي، په هیڅ صورت نه غواړي دغه سیوری یې له سره کم شي! خو بیا هم دا چې زړونه د الله جل جلاله په واک کې دي کله کله ځینې کسان په خپلو کړنو پښیمانه کېږي، د راڼه مستقبل په لوري په حرکت خپله توره ماضي سپینوي، او دا توفیق الله جل جلاله هغه چا ته ور په برخه کوي چې د زړه له تله او په ريښتیني ډول د الله جل جلاله په لوري مخه کړي، او دخپل ولس هیلو او ارادو ته غاړه کېږدي.

همدې خبرې ته په کتو سره کله چې کرزي له امریکې سره زرګري جنګ پیل کړ، افغان مظلوم ولس چې دولس کاله یرغلګرو وژلی، وهلی او ځپلی و! دې ګام ته یې د نیک پالۍ هیلې یو څه را وټوکېدې، چې ګوندي نور مو خاوره د یرغلګرو له ناولیو منګولو څخه خلاصه، د یرغلګرو له ظلم، وحشت، بربریت او جنایت نه به په امن کې شو. نور به زمونږ په هېواد کې د وینو ویالې وچې شي، د اورونو لمبې به مړې شي! د ظلمونو، جنایتونو او وحشتونو یرغلګره خپسه به د افغان کړېدلي ولس له سینې کوزه شي!

په همدې هیله د افغان ولس مختلفو پرګنو په ځانګړي ډول مجاهدینو چې عملا په ولس کې په لوړه کچه مطرح، او دخاورې او ولس برخلیک ور پورې تړلی دی، د ولس نیک پالۍ ته د مثبت غبرګون په ښودلو سره، نړۍ، یرغلګرو او هم یې بهرنیو او داخلي ملګرو ته په ډاګه کړه چې که د افغان ولس د پاکې خاورې د اشغال د پای ته رسېدو په اړه یرغلګر او ملګري یې ريښتینې اراده ولري، یقیني خبره ده چې افغانانو ته به ددې فرصت په لاس ور شي چې په ګډه د خپل کور د جوړولو لپاره یو او بل ته لاسونه سره ور کړي. او خپل کور د پردیو له لاسوهنې پرته په خپله جوړ کړي!

مګر کله چې اوس اوس له ناټو سره د تړون خبره راپورته شوه، او تر څنګ یې له یرغلګرې امریکې سره د تړون د لاسلیکدو په اړه د پرمختګونو خبرې را برسېره شوې! ټول هغه امیدونه چې دهېواد د خپلواکۍ او آرامۍ، او له ظلمونو او وحشتونو څخه د ولس د خلاصون په اړه وو، مړاوي شول!

دا چې لا هم فرصت په لاس کې دی، اسلامي امارت یو ځل بیا په ټولو هغو کسانو چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد اشغال او د ولس غمیزه اوږدول غواړي، غږ کوي چې راځئ د یرغلګرو په وړاندې یو موټی شئ، د خپل ولس تر څنګ ودرېږئ، عزت او سرلوړي په خپلواکۍ کې ده، نه د اشغال تر سیوري لاندې، دا دولس کاله مو د یرغلګرو تر منت لاندې شپې او ورځې تېرې کړې، راشئ یو ځل د خپلواکۍ خوند هم وڅکئ! که تاسو دا ګومان کړی وي چې یرغلګر به مو وساتي، یا به مو له ناوړه برخلیک څخه وژغوري، او یا به هېواد درته ګل اوګلزار کړي، دا ټول خو تاسو دا دولس کاله تجربه کړل! نور آزموده را آزمودن خطا ست!

له دې ټولو سره سره بیا هم که تاسو د افغان ولس د پاکې خاورې د خرڅلاو قباله یرغلګرو ته ورکوئ، باید پوه شئ چې نه به مو تاریخ وبښي، نه ولس، او نه راتلونکي نسلونه! هغه ورځ به خامخا راځي چې یرغلګر مختورن په خپله مخه ځی، اوتاسو به لکه کمونیستان نه الله ته او نه ولس ته مخ لرئ! ځکه چې افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې د هېڅ یرغلګر په وړاندې سر نه دی ټیټ کړی، اوس به هم تر هغه خپل مقدس جهاد ته ادامه ور کوي تر څو چې یې خپلواکي نه وي تر لاسه کړې، او په خپله خاوره کې یې خپلواک اسلامي نظام نه وي قایم شوی!

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د کابل په پارلمان د سپیو ستره چاپه
ساعت 18:35 | بازدید : 883 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

افغانستان ته د دیموکراسۍ په راتلو سره، هرچا د بې سرحده ازادۍ سوغاتونو باندې تر خپلې وسې چور او تالان ګډ کړ، دیموکراسۍ ته ژمنو ښځو حجاب او جامې تر خپلې وسې غورځولې، او د سړيو او ښځو په ګډ اندوخړ کې شریک شوي. تردې چې بهرنیو بیسونو کې انجونې په ترجمانۍ ګمارل شوې او د غرب په څېر د دیموکراسۍ بېلابېل تمرينونه او تجربې ترسره شوي.

طالبانو که له یوې خوا د خپلې واکمنۍ پرمهال د ښځو یاد حقوق ترپښو لاندې کړي وه، او د ښځو د بې حجابۍ مخه يې نيولې وه، خو له بلې خوا يې د ځینو سړیو حقوق هم ترپښو لاندې کړي وه، چې د همجنس بازۍ مخه يې نيولې وه. او د هلکانو سره واده کوونکي يې وځپل.

ځکه له طالبانو مخکې په ځينو ولایتونو کې ځينې خلک د دیموکراسۍ له حقوقو دومره برخمن وه، چې د دیموکراسۍ له چوکاټه یې هم وراړولې وه، او دومره افراط يې پکې کړی وه، چې د سپیو ځينې حقوق لکه د خلکو داړل او لوټل او نور يې د ځانو لپاره غوره کړي، او سپي يې ترې بې برخې کړي وه، چې يوه ښه بېلګه يې د سروبي پاټکیان وه چې سپې يې له خپلو دندو (د خلکو داړلو او شکولو) څخه ګوښه کړي، او پخپله به يې خلک داړل او شکول. خو طالبانو نه یوازې داچې دغه پاټکيان يې ارام پرې نه ښودل، سپیو ته یې هم د دیموکراسۍ حقوق ورنه کړل.

چې په دې کار سره د هيواد سپي خپه شوه، او په دې لټه کې شول چې د خپلو بهرنيو سپيو په مټ په هیواد کې یوه داسې دیموکراسي رامنځته کړي، چې د سپيو په شمول ټول حیوانات له انسانانو سره یو برابر حقوق ولري، که انسان یوې انسانې سره واده کولی شی نو سپي به یې هم ورسره کوي، که انسان خلک داړي، د کورونو تالاشي یې کوي، او زندانونو ته يې اچوي نو سپي به یې د دیموکراسۍ د قانون په اساس کوي.

د افغاني سپيو فریاد د بهرني سپيو ترغوږونو ورسېد، او د یوې بهانې د پیدا کولو په لټه کې شول، ترڅو په افغانستان کې هاغه دیموکراسي بېرته اعاده کړي کومه چې طالبانو له منځه وړې وه، بالاخره بهانه يې هم پیدا کړله، او په دې وتوانیدل چې ترخپل اغيز لاندې افغانانو په مرسته، په بي ۵۲ الوتکو کې افغانستان ته دیموکراسي او بې سرحده ازادي راوړي، سمدستي سپیو، نه یوازې دا چې له انسانانو سره يې یو برابر حقوق ترلاسه کړل کوم چې دیموکراسۍ ورکړي دی، بلکې د پخوانیو پاټکیانو په څېر دوی هم د خپلو حقوقو په اخستلو کې افراط وکړ، تر دې چې د دیموکراسۍ په مټ يې دومره واک او اختیار ترلاسه کړ، چې انسانان يې په افغانستان کې نه درلود، هغه دا چې ۲۰۰۱م کال له پیله تر ۲۰۰۳م پورې به یوازې بهرني سپي د افغانانو د عزت او ابرو په لوټلو، او داړلو باندې پړ نه ګڼل کېدل او د هر ډول کړنو اجازه يې درلودله. خو اوس د۰۲۰۱۴م کال په رارسېدلو د افغاني سپیو د حقوقو په برخه کې ډېر زیات پرمختګ ترسترګو کېږي چې د دیموکراسۍ د مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي. د بېلګې په ډول يې د لاندې څو پرمختګونو یادونه کوو:

اوس د پلازمينې کابل په شمول د هیواد په هرګوډ او سيمه کې افغاني سپي د بهرنیو سپیو په څېر نه یوازې هاغه ټول حقوق چې دیموکراسۍ ورکړي ترې ګټه اخستلی شی، بلکې له دې هم زیات فعالیتونه کولی شي او د دوی په اصطلاح د سولې او ازادۍ په لور ګامونه پورته کولی شي.

اوس افغانستان کې سپي دومره صلاحیت لري، چې په شاهدي ورکولو یې یو انسان مجرم بلل کيږی، او د زندان تورو تیارو ته اچول کيږی.

کورني سپي د خلکو په کورونو باندې د شپې لخوا د خپلو ملګرو مخکې ورننوزي، او ښځي او ماشومان داړي، خپلې ګېډې پرې ډکوي، تردې چې د پکتيا د زرمت په ابراهیم کاریز کې چې څو کاله مخکې بهرنیو سپيو د خلکو په کورونو باندې د چاپې په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په غوښو خپلې ګېډې ډکې کړې وې، او وډيو یې هم نشر شوې وه، اوس افغاني سپي هم له بهرنیو سپيو پرته په يوازې ځان کولی شي، چې د ابراهيم کاریز تمثیل وکړي، خو متاسفانه، د بهرنيو سپيو تراغیز لاندې رسنيو ورسره ناځواني کړې، او هاغه ټول فعالیتونه او واقعيتونه يې له خلکو پټ کړي، چې په ترڅ کې يې افغاني سپيو د عامو خلکو د کورونو او ناموسونو تالاشي او پلټنه کړي.

د پام وړ ټکی یې لا دا دی چې اوس په افغانستان کې، سپي نه یوازې دا چې عام خلک ترڅارنې لاندې نیولی شي، بلکې د حکومت لوړ پوړي چارواکي ، وزيران او د پارلمان غړي هم ترڅارنې لاندې نیولی شي، تالاشي کوي يې او ترمحکمې یې کش کولی هم شي. چې ډېره په زړه پورې بېلګه يې څو ورځې مخکې په پارلمان باندې د سپيو لخوا ستره چاپه ده، چې په ډېر بریالیتوب سره یې وکړی شول، پارلمان محاصره کړي، او د پارلمان هر غړی بېل بېل تالاشي کړي، او تر رعب لاندې يې راولی.

ځينې شنونکي په دې اند دي، چې د دیموکراسۍ په مټ واک ته رسېدلو سپيو د کابل په پارلمان باندې په دومره لوړه کچه چاپه اچولو کې څو هدفونه درلودل، چې ځينې مهمې موخې یې دا دي: د پارلمان غړي تر خپل اغيز لاندې وساتي، ترڅو په اینده کې داسې پرېکړه تصویب نه کړي، چې د دیموکراسۍ د اساساتو مخالفه او د سپيو د حقوقو پایمالوونکې وي.

بله موخه له دې چاپې څخه دا وه، چې که په اینده کې سپي د بهرنيو سپیو په څېر لازیات پرمختګ هم وکړي، چې په افغانستان کې د غرب په څېر له انسانانو سره وادونه او ګډ ژوند وکړي، قضائي مصنونیت ترلاسه کړي نو د پارلمان غړي به دومره جرئت ونه کړي چې مخه يې ونيسي، او په وړاندې يې اواز پورته کړي، که بالفرض له دې چاپې څخه عبرت وانخلي نو په اینده کې به د پارلمان د غړو په کورونو باندې هم دې ورته چاپي واچوي، يا به یې عزت او ناموس ترپښو لاندې شي او یا به د دیموکراسۍ د قانون تر چتر لاندې محاکمه شي.

ليکوال: مظلوم افغان

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 7
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 400
بازدید ماه : 122
بازدید کل : 99431
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 7
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 400
:: بازدید ماه : 122
:: بازدید سال : 10788
:: بازدید کلی : 99431