لیکوال: زلمی هیوادوال بـــــرخه: نوري مقالې
څلورم: هر وخت او هر څوک چې کله د انتخاباتو د اړتیا، د اسلامي اصولو په رڼا کې يې د شونتیا او جواز خبرې کوي باید د مځکنیو واقعیتونو په رڼا کې یې وکړي، تر څو له یوې خوا خلک په مشکل او شک کې واقع نه شي، او له بل پلوه یې خبرې له واقعیت سره اړخ ولګوي، او خلک یې ومني.
پنځم: تر څو چې خلکو ته د انتخاباتو د شونتیا، حقانیت او اړتیا په اړه په خپله په عملي بېلګو قناعت ور نه کړل شي، یوازې په خوږو او اوږدو خبرو څه نه کېږي.
شپږم: د مشرۍ لپاره د ډېرو احادیثو روایت، د قرآن کریم تفسیر، او په فقهي مسایلو ښه پوهېدل شرط نه دي، که د ډېرو احادیثو روایت شرط شي، په صحابهء کرامو کې تر ټولو زیات روایات ابوهریره رضی الله عنه کړي، په داسې حال کې چې نه ده اونه نورو صحابهء کرامو ددې دعوه کوله چې باید د مسلمانانو مشر ابوهریره رضی الله عنه شي، ځکه چې په احادیثو ښه پوهېږې او تر بل هر چا یې زیات روایات له رسول الله صلی علیه وسلم څخه کړي دي!
که د قرآن کریم تفسیر شرط شي، عبد الله بن عباس رضی الله عنهما ترجمان القرآن و، زید بن ثابت رضی الله عنه کاتب وحی رسول الله صلی الله علیه وسلم او عملي جامع القرآن و، خو دمسلمانانو مشران نه وو، او نه دوی د مشرۍ دعوه کوله! نه نورو صحابهء کرامو او نه دوی ویل چې دوی د مشرۍ مستحق دي! ځکه چې په تفسیر ښه پوهېږي!
که په فقهي مسایلو ښه پوهېدل شرط وي، حضرت عبد الله بن مسعود، حضرت عبد الله بن عمر، حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنهم اجمعین وتلي فقها وو، ولې مشران نه وو! نه دوی، او نه نورو مسلمانانو دا دعوه کوله چې د مشرۍ حق ددوی دی ځکه چې په فقهي مسایلو ښه پوهېږي!!
دې ټولو سره له دې چې ښه او پراخه علمیت او پوهه یې لرله، هېڅ کله یې د مسلمانانو د مشرۍ دعوه له دې وجې نه کوله چې دوی په دین ښه پوهېږي، سره له دې چې ځینو یې په اسلامي خلافت کې دندې هم درلودې، داسې یې نه ویل چې مونږ ښه پوهېږو، ډېر روایات مو کړي، ډېر تفسیرونه مو کړي، ډېر فقهي مسایل مو استنباط کړي، مونږ له چا سره بیعت نه کوو، باید له مونږ سره بیعت وشي!
په حقیقت کې علم هغه دی چې په سړي کې عاجزي، انکسار، تواضع، خاکساري و پنځوي، د مسلمانانو د وحدت، یووالي، همدردۍ، همغږۍ او خواخوږۍ لامل وګرځي، نه هغه چې د لويۍ، لوړوالي، ستروالي او غټوالي د دعوې لامل وګرځي، اختلافات، تفرق او تشتت، بدبیني او تیت پرکوالی را منځ ته کړي.
اووم: په عام ډول په غربي هېوادونو کې ولې ګوندونه محدود دي او په اسلامي هېوادونو کې زیات؟ په ځانګړي ډول امریکه، له دومره پراخوالي، اوږدوالي، ډېروالي! زر او زور سره سره بیا هم یوازې او یوازې دوه ګوندونه لري؟؟؟!!!
خو په افغانستان کې له دومره تنګوالي، لنډوالي او لږوالي، له دومره بې وسۍ او بې کسۍ سره سره تر سلو زیات ګوندونه دي؟؟؟!!!!!!
په داسې حال کې چې امریکه نه غواړي خپل دوه ګوندونه درې کړي، خو په افغانستان کې یو سهار زیږوي او یو بیګا! په دې اړه دې ګران لوستونکي ښه په غور او دقت سره فکر وکړي!! د دې خبرې حل په دقیق او ژور فکر ښه تر لاسه کېدای شي، ځکه خو زه هم ډېر څه نه لیکم! هر څوک دې خپله فکر وکړي!
اتم: ښه انتخابات د یو قوي او مرکزي حکومت په موجودیت کې تر سره کېدای شي، او که ښه او قوي مرکزي حکومت د ښو انتخاباتو له لارې راتلای شي؟ یا په ساده ژبه هګۍ مشره ده که چرګه؟ د خپل هېواد او ولس د ځمکنیو واقعیتونو په رڼا کې باید فکر وشي، غربي نړۍ چې نن کوم مادي پرمختګ ته رسېدلې ده، آیا په یوه ورځ کې؟ په یوه کال کې؟ په لسو کلونو کې؟ په شلو کلونو کې؟ آیا د ا معقوله ده چې په خپل هېواد کې په یو څو کلونو کې هغه څه تر لاسه کړو چې نورو په لسګونو کلونو کې تر لاسه کړي دي؟
لومړی باید یو قوي او مرکزي حکومت جوړ شي، او ټول باید په دې اړه دخپل مسولیت احساس وکړي، تر څو د اسلام د مبارکو احکامو په رڼا کې د انتخاباتو لپاره په داسې حال کې شرایط مساعد شي چې په خپلو پښو ولاړ وو، ځکه که په خپلو پښو نه وو ولاړ انتخابات به مو هم خپل نه وي، نور به یې راته کوي او چې نور یې راته کوي نو پایله به یې هم د نورو په خوښه وي، که غواړو چې انتخابات مو خپل وي، د انتخاباتو پایلې مو خپلې وي، لومړی باید ځان خپل کړو، خاوره خپله کړو، حکومت خپل کړو، بیا وروسته به مو هر څه خپل کېږي، او که مو خاوره د بل په لاس کې وي، ډوډۍ او اوبه بل څوک په خوله کې را کوي! حکومت مو د بل په لاس کې وي! څه ډول به ممکنه وي چې انتخابات او پایلې یې زمونږ شي!
نهم: د بیعت خبره په حقیقت کې کومه شخصي اړیکه نه ده، بلکې د اسلامي احکامو د تطبیق او د مسلمانانو د وحدت، یووالي او قوت لپاره وسیله ده، دا چې مسلمانان ټول د یو بدن د غړیو حیثیت لري، هېڅکله نشي کېدای چې یو یا یو څو مسلمانان د نورو مسلمانانو له مرستې پرته د ټول اسلامي امت، یا د دیوې اسلامي ټولنې چارې پر مخ بوزي، ځکه خو هر مسلمان شرعا مکلف دی چې د مسلمانانو د یووالي او د اسلامي احکامو د تنفیذ لپاره د مسلمانانو او د مسلمانانو د ټولنې له مشر سره بیعت وکړي، او که بیعت نه کوي هم نو پر خلاف خو یې باید هېڅ ونه کړي.
ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې کله خلیفه شو، اوصحابهء کرامو رضی الله عنهم بیعت ور سره وکړ، حضرت علي کرم الله وجهه بیعت ور سره ونه کړ، مګر صحابوو د عام مصلحت لپاره بار بار حضرت علي کرم الله وجهه دېته هڅولو چې بیعت وکړي، همغه و چې له شپږو میاشتو وروسته یې بیعت وکړ.
ځینې کسان استدلال کوي چې حضرت علي کرم الله وجهه بیعت نه وکړی، اوس هم خلک کولی شي بیعت ونه کړي، دلته دوه ټکي د پام وړ دي، یو دا چې دا سمه ده چې هغه تر یو وخته بیعت ونه کړ، مګر نور صحابهء کرام پر ځای کینناستل، هغوی حضرت علي کرم الله وجهه هڅولو، تر دې چې آخر یې بیعت وکړ، بل دا چې حضرت علي کرم الله وجهه چې کله بیعت ونه کړ، د حضرت ابوبکر رضی الله عنه پر ضد یې په فعالیت لاس هم پورې نه کړ، داسې یې نه ویل چې زه دا نه منم، بیعت نه ور سره کوم، بلکې په خپله د اسلام او مسلمانانو خدمت کوم، خپله جلا جهاد کوم! هغه غلی پر خپل کور کیناست، ځکه نوموړی رضی الله عنه په دې ښه پوهېدو چې په یوه ټولنه کې د دوه ډلو فعالیت څه پایله لرلی شي ؟ او شرعي حیثیت یې څه دی؟ که نه، حضرت علي کرم الله وجهه خدای ناخواسته که غوښتي وای چې جلا فعالیت پیل کړي، نه به ابوبکر صدیق پرېښی وای او نه به نورو صحابهء کرامو رضی الله عنهم، ځکه چې په دې سره د مسلمانانو ټولنه دوه ځایه کېده! تر منځ یې اختلافات را پورته کېدل، کوم څه چې صحابه وو رضی الله عنهم په هېڅ قیمت نه منل. چې خبره ډېره اوږده نشي، د حضرت علي کرم الله وجهه او حضرت معاویه رضی الله عنهم په وختونو کې چې کوم څه پېښ شوي لامل یې دا و چې دواړو لوریو غوښتل مسلمانان ټول سره یو موټی او د یو امیر تر مشرۍ لادې وي.
که اوسنيو ځمکنیو واقعیتونو ته وکتل شي، په ډاکه کېږي چې په یوه اسلامي ټولنه کې د دوه ډلو سالم فعالیت ممکن نه دی، که په ځينو هېوادونو کې شته هم دي، تر ګټو یې تاوانونو زیات دي، که لنډ پاکستان ته وګورو، څو اسلامي او غیر اسلامي ډلې پکې فعالي دي، څو کاله وړاندې ټولو ولیدل چې یوازې اسلامي ګوندونه د څه وخت لپاره سره یو ځای شول، څومره ګټه یې وکړه! دا که په یو هېواد کې ټول سره یو ځای شي، او یا یو لوی ګوند وي څومره به ګټور وي، ځکه هغه کوم ځواک او زور چې په وحدت او یووالي کې دی هغه په ډلبازۍ او ګوندبازۍ کې نشته.
زه دا خبره د چا د تایید او یا رد لپاره نه کوم، بلکې د یو واقعیت پر بنا یې کوم، که فرض کړو چې نن ورځ له طالبانو پرته کوم بل څوک د طالبانو پر ځای وای ما به همدا خبره کوله، چې افغانان باید له هغه چا سره ودرېږي، ملا یې وتړي، مرسته ور سره وکړي، چې عملا یې دښمن مات کړی، دین او ولس ته عملا د خدمت فرصتونه ورته مساعد، او وسایل یې په لوري دي، او ولس ور سره مل دی. پای.
زلمی هېواد وال.استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 12:20 |
بازدید : 695 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
د کابل په اصطلاح په مشرانو جرګه کې د پکتیکا استازي خان محمد خاکي د کابل ادارې پر کړنو د سختو اعتراضاتو په ترڅ کې حکومت بې وسه او کمزوری وباله.
نوموړي وویل، چې د راتلوونکو انتخاباتو د امنیت په باب هسې خوشي تبلیغات کېږي، چې ګواکې انتخابات به په ډاډمنه فضا کې ترسره شي، بلکې دا هېڅ شونې نه ده او حکومت او امنیتي ادارې هسې د خلکو په سترګو کې خاوري اچوي.
سناتور خاکي وویل چې دا مهال د افغانستان په اویا سلنه خاور طالبان حاکم دي او د هغوی شرعي نظام پکې چلېږي،کابل حکومت یوازې پر ۳۰ سلنه خاوره راج چلوي او انتخابات هم په همدې ۳۰ سلنه خلکو ترسره کوي.
نوموړي وویل، تر هرڅه لومړی باید په هېواد کې سوله راشي او بیا ټولټاکنو او نورو چارو ته زمېنه مساعده شي.
د مشرانو جرګې یوه بل غړي وویل،دوی هېڅ داسې څرک نه ویني،چې د ټولټاکنو د ترسره کېدو نښې-نښانې جوتوي، ځکه نو باید لومړی حکومت په ډاګه ووايي چې انخابات کېږي، که نه . که کېدل نو بیا دې ورته ټینګ امنیت ونیسي. تر اوسه خو امنیت د ښه کېدا پر ځای لا د خرابېدا په حال کې دی.
د مشرانو جرګې سناتوران په داسې حال کې د حکومت پر کمزورۍ او د مجاهدینو پر برلاستیا او نفوذ اعترافات کوي، چې تېره ورځ د دیموکراسۍ انټرنیشنل انسټیټوټ له لورې په یوه نظرسنجې کې داسې تبلیغ شوې وه،چې ګواکې شاوخوا اویا سلنه خلک په ټولټاکنو کې برخه اخیستلو ته لېوالتیا لري.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 9:24 |
بازدید : 602 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
په لغمان ولايت کې د اسلامي امارت مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې په توده چينه سيمه کې يې د اربکيانو په پوسته وسلوال بريد ترسره کړی.
د خبر له مخې په پوسته تېره ورځ ماسپښين 2 بجې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو، په بريد کې د پوستې ودانۍ تخريب شوې او اربکيان په تېښته بريالي شوي دي.
2013-12-24
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 9:18 |
بازدید : 620 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
له لغمان ولايت نه په قرغيو ولسوالۍ کې د اجیري اردو په ګزمه د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ ماسپښين خواوشا 1 بجه د يادي ولسوالۍ په خيرو خيل سيمه کې د اجيري اردو په ګزمه بريد وکړ چې تر ډېره يې دوام درلود.
د بريد په ترڅ کې د دښمن 2 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 3 نور يې مرګوني ټپيان شول، په دې سربېره 2 عرادې رېنجرموټر وويشتل شول او پوره تخريب شول.
2013-12-24
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 2
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1
|
ساعت 20:36 |
بازدید : 1094 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
لیکوال: muhammad بـــــرخه: جهاد كـــتني: 628
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانواومحترمومجاهدینواواسلامی وروڼو ! داسلامی جهاد دمتفرقه اموروپه دغه اوله برخه کښی په دې بیان پیل درته کوم چی هغه څوک چی تارک دجهادسی په هغه وخت کښی چی جهادپرمسلمانانو فرض عین سی ( لکه په موجوده زمانه کښی ) خپل ځان اومال اواتباع اوخپل طاقت اوتوان له مجاهدینوسره په
جهادفی سبیل الله کښی شریک نکړی نودغه ډول سړی دالله جل جلاله په نزدڅوندي مجرم دئ ؟
محترمومسلمانانو ! اول خوهرمسلمان په هروخت کښی بايد عام له دې څخه چی پرده باندی جهادفرض وي اوکه نه وي په خپل زړه کښی دغزااو جهادفی سبیل الله دتصور،فکراوسوچ درلودونکئ وي او د جهاد مینه اوشوق یې بايد همیشه په زړه کښي موجودوي اودالله جل جلاله په لارکښی دشهادت آرزو او خواهش ورسره وی اوله ځانه سره داسی تحدیث اوګفتګوۍ کوي چی کاشکي داسي موقع راته ملاؤ سوې وائ چي دالله جل جلاله په لارکښي مي په خپل ځان اومال سره جهادکړئ وائ .
حضرت پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) دهغه چاپه باره کښی چی ترمرګه پوري غزاونکړي اونه دغزا فکرله ځانه سره ووهي داسي فرمایلي دي :
«من مات ولم يغزُ ولم يحدث به نفسه مات علی شعبة من نفاق»
رواه مسلم ـ
یعنی هغه څوک چی مړسي اوغزا ئې نه وي کړې او نه یې دغزاکولوتحدیث اوګفتګوۍ له خپل نفس سره کړې وي نومړسودغه څوک پریوه شعبه اوپریوه قسم باندی له نفاق څخه .
خوپه هغه وخت کښي چي دجهاد کولوموقع پیداسي اوجهاد پر هرسړي باندي فرض عین سي ، نوپه دغه وخت کښي چي هرمسلمان ( کوم چي دجهاد کولوتوان لري عام له دې څخه چي په نفس سره دجهاد کولو توان لري اوکه په مال وغیره سره ، او که په هراعتبارسره دجهاد کولوتوان لري ) ا له جهاد کولو څخه اعراض او ډډه کوي ، نودغه قسم مسلمان د الله جل جلاله په نزد ډېرلوۍ ګنهګاراوغټ مجرم بلل کیږي او په اسلامي شریعت کښي ودغه ډول مسلمان ته په دنيا اوآخرت کښی دډېرسخت عذاب وعیدورکړسوئ دئ .
الله جل جلاله دسورت توبه په ۲۴ مبارک آیت کښي دهغوخګوپه باب کښی چی له جهادکولوڅخه ډډه کوي داسي فرمایلي دي :
قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ( س التوبه ،آيت(24)
ترجمه :
يعني ووایه اې رسوله وهغوخلګوته چی له جهادکولوڅخه ډډه کوي کچیری باباګان ستاسي اوزامن ستاسي او وروڼه ستاسي اوښځي ستاسی اوقریبان ستاسي او هغه مالونه ستاسي چی تاسي دهغوۍ کسب کړئ دئ ، اوهغه تجارت چي تاسي وېرېږۍ له کوره کېدو اوله نارواجه کېدو دهغه څخه ( يعني د جهاد په سبب ) اوهغه ځايونه دهستوګي ستاسي چي خوښه وۍ تاسي هغه ځایونه ، ډېرمحبوب وي و تاسي ته ترخدائ پاک اوتررسول دخدائ پاک اوترجهاد کولوپه لاردخدائ پاک کښي ، نو انتظاروکړۍ تر هغه پوري چي ر اتګ وکړي خدائ پاک په امرخپل ( یعنی په باره کښي دعذاب درکولووتاسي ته) اوخدائ پاک هدایت نکوي وهغه قوم ته چي فاسقان وي ـ
تفصیل :
په دغه مبارک آیت کښي الله جل جلاله ومسلمانانوته داسی هدایت فرمایلئ دئ چی دخداۍپاک له طرفه مسلمانان په دې مکلف دي چی فرمانبرداري دالله پاک اودرسول دالله پاک اودارنګه جهادکول دالله پاک په لارکښی به ودوۍ ته ددوۍ ترځانواوددوۍ ترپلرو اوددوۍ ترځامنواووروڼو، اودارنګه ددوۍ تر ښځو اوخپلوانو اودارنګه ددوۍ ترګټل سويو مالو اوددوۍ ترتجارتو اوددوۍ ترسرایواوبنګلو و دوۍ ته ډېر محبوب وی په دې ډول چی دغه ټول شیان به ترخدائ اوتر رسول اوترجهادفي سبيل الله پوری هيڅ نه بولي .
که د دغو شيانو مقتضاوي د الله پاک او د هغه د رسول له حکمه سره ، او يا له جهاد سره په ټکر کښي راسي ، نو له دغو ټولو شيانو څخه به اعراض کوي او د الله پاک او د هغه د رسول و تابعداري او و جهاد في سبيل الله ته به متوجه کيږي .
او دارنګه په دغه مبارک آيت کښي مسلمانانو ته الله ( جل جلاله ) دا خبره هم په ډاګه کړېده چي که هر څوک د الله او د هغه د رسول و حکم ته شا کړي ، او جهاد في سبيل الله پريږدي په دې خاطر چي و ده ته د خپل پلار ، ځوۍ ، ورور ، او يا د ښځي او خپلوانو ، او يا د مال او تجارت ، او يا د بنګلو خيال ساتل ډير مُهِم وي ، نو دغه څوک دي د الله پاک و دنيوي او اخروي عذاب ته منتظر سي چي بيا به وويني چي الله پاک له ده سره څه کوي ، او دغه قسم خلګ دي پدې هم خبر وي چي دوۍ سخت فاسقان دي ، او د الله ( جل جلاله ) او د هغه د رسول په غټه سرکښي او نافرماني کښي واقع سويدي .
او دارنګه په دغه مبارک آيت کښي دا خبره هم په ډاګه سوېده چي هغه خلګ چي له جهاد کولو څخه مخ اړوي او و دنيوي منافعو ته پر ديني ګټو باندي ترجيح ورکوي د الله ( جل جلاله ) له هدايت څخه محروم دي .
والسلام و من الله التوفيق .
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:11 |
بازدید : 1043 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
وړمه شپه په کابل ، هرات او مزارشریف کې دیلدا دشپې په مناسبت د ( جشن زایش خورشید ) ترنامه لاندې جشن جوړ شوی وو ، په کابل کې ځوانانو او پیغلو ترسهاره اورونه لګولي اوڅراغونه روښانه کړي وو ، او ټوله شپه یې په هیجان ، چیغو او شعر ویلو تېره کړه .
په کابل کې دپرتو نادري په نوم یوه شاعر چې ددې مراسمو منسجم بلل کیږي ، په دې اړه چې ولې داشپه لمانځي ، او ترسهاره اورونه بل ساتي ، په کابل ناتهـ سایټ کې په خپل بلاګ باندې لیکلي دي چې (در شب یلدا دومفهوم متضاد نهفته است.یکی این که یلدادرازترین شب سال است و در تمام این شب (اهرمن) با (اورمزد) در ستیزاست.شب ستیز ظلمت است با نور.چون درازترین شب است، پس درازترین حمله ی اهرمن براورمزد درهمین شب است،ازاین دیدگاه قدیمیان شب یلداراشب مبارک نمی دانستند وآن رانحس می خواندند.چنین بود که تمام شب چراغ روشن می داشتند و شب زنده داری می کردند، آتش می افروختند تا درروشنایی چراغ وآتش اهرمن نتواند به خانه های آن هاراه یابد .گویی بدینگونه می خواسته اند تا اورمزد را و نور را و نیکی رادر پیروزی براهرمن و تاریکی یاری رسانند؛اما دربعد دیگراهرمن نماد تاریکی و زشتی دراین ستیزسرانجام شکست می خورد ومیترای شکست نا پذیر با نوروگرمای خویش براو پیروزمی شود،مهرتولد می یابد و پس ازآن ،روز وروشنی است که فزونی می گیرد و روزها درازترمی شود )
نوموړی وایي په دې شپه ځکه خلک اورونه بل ساتي ، ترڅو اورمزد یا آهورا مزدا ( دلمرپرستانو په باور درڼا رب النوع ) سره کومک وکړي دچې دتیارې په رب النوع ( اهریمن ) باندې برلاسی شي ، دهمدې لپاره خو د اور ، څراغ او بل هر رڼا کوونکی څیز څخه استفاده کیږي ، ترڅو تیاره محو او رڼا تولید شي ، چې په پای کې خبره دلمر زیږیدلو ( زایش خورشید ) ته ورسیږي .
د بي بي سي فارسي په قول پرتو نادري چې هرکال له یوه ډلو نورو همفکرانو سره د یلدا شپه لمانځي ، په دې اړه چې ولې دا رواج ژوندی ساتي وویل ( این شب را به خاطر این که "ایستادگی روشنایی در برابر تاریکی است" گرامی می دارند) د پرتو نادري اشاره واضحا دلمرپرستانو عقیدې ته وه ، چې دپخوانۍ اریانا لمرپرستو دخپل میترایي عقائدو له مخې باور درلود ، چې دا شپه دلمر دزیږېدو شپه ده ، په دې شپه د خیر او شر دخدایانو سره جنګ وي ، چې په پای کې د خیر خدای میدان ګټي او لمر پیدا کیږي ، د دې دین پیروان دخپلې عقیدې له مخې کوښښ کوي چې په دې شپه دخیر له خدای اهورا مزدا سره مرسته وکړي ، نوځکه شمعې او اورونه لګوي اوترسهاره شپه ویښه تیروي .
د یلداشپه یا ( دلمر دزیږیدلو جشن ) دلمرپرستو د عقیدې برخه ده ، نوځکه افغانستان ته داسلام په راتګ سره دغه جاهلي رواج له منځه لاړ ، دپخواني خراسان اوسني افغانستان اوسیدونکو داسلام په قبلولو سره خپل پخواني عقائد او کفري رواجونه پریښودل ، چې په دې لړ کې یې خپل کلني اخترونه هم په اسلامي طریقه برابر کړل ، او یوازې یې دعیدالفطر او عیدالاضحی ورځې دکلنیو اخترونو په دود دلمانځلو وړ ورځې وبللې .
دافغانانو لخوا د پخوانیو کفري لمانځنو دپریښودلو علت درسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ارشاد وو ، چې دمدینې منورې اوسیدونکو ته یې ویلي وو ، چې الله تعالی ستاسو لپاره دمجوسیانو داخترونو په عوض ترهغه بهتر دوه اخترونه رالیږلي دي ، چې دعیدالفطر او عیدالاضحی اخترونه دي ، له همدې امله مسلمانانو پخواني جاهلي رواجونه او اخترونه پریښودل او خپلې اسلامي لمانځنې یې پيل کړې .
خو په افغانستان کې دامریکایي بې سرحده دیموکراسۍ په پیاده کیدو ، دنورو کفري او جاهلي کړنو او رواجونو غوندې دنوروز او شب یلدا رواج هم یوځل بیا پیل شو ، چې اوس هر کال په پوره اهتمام سره لمانځل کیږي .
وړمه شپه دیلدشپه او دلمر دزیږیدلو جشن وو ، او سبا بله ورځ د مسیحیانو دکریسمس جشن را روان دی ، د رژیم تر سیوري لاندې بې دوربله سیکولران چې د مجوسیانو او اتش پرستو اخترونه او ورځې لمانځي ، باید چې دمسیحیانو اختر خو خامخا ولمانځي ، ځکه یو خو مسیحیان اهل کتاب دي او تر پخوانیو مجوسیانو مسلمانانو ته ورخپل دي ، چې حتی نکاح او ذبح یې روا بلل کیږي ، په داسې حال کې چې دمجوسیانو سره نکاح او ذبح حلاله نه ده ، بله داچې همدغه افغان سیکولران دمسیحیانو منت بار دي ، چې هم یي قدرت ته رسولي او هم یې دچلولو او کومک وظیفه په غاړه لري ، زما په نظر خو که افغان سیکولران د مجوسیانو داختر په لمانځلو نه شرمیږي د کریمیس په لمانځلو خو باید بیخي باک ونه کړي (!!!)
د پورته الزامي څرګندونو مقصد مې داوو ، چې زموږ په هیواد کې وارداتي دیموکراسۍ او لادینیت پښې تر بړستن ایستلي دي ، خوموږ لا هم ورته بې تفاوته ناست یو ، ځانونه مسلمانانو بولو ، خو په مخکې مو دکفر جشن لمانځل کیږي ، عقیده په واحد او لاشریک (الله ) لرو ، خو داهریمن او اهورامزدا پالونکي مو دهیوادپه پاکه ځمکه دخپلو جاهلي عقیدې اورونه بلوي ، هغوی چې داسلام اخترونه نه لمانځي ، داختر لمونځ او اسلامي فلسفه نه پیژني په ځغرده دکفري اخترونو لپاره جشنونه جوړوي ، که دابهیر همداسې روان پاته شي په یاد ولرئ چې یو وخت به ددې اسلامي وطن په خاوره دکریسمس جشونه هم ولمانځل شي .
موږ افغانانو تل په دې شعار غاړه لکه وړې ده چې زموږ مسلمان اولس ، اسلامي هیواد ، اسلامي حکومت او دې ته ورته نور شعارونه ، خو په دې خبر نه یو ، چې اسلام څه معنی ؟ آیا اسلام یوازې یو شعار دی ، چې (زنداباد) ورسره وویل شي ، ایا اسلام یوازې یو نسبت دی ، چې په (تذکره) کې ولیکل شي ، آیا اسلام یوازې دادی چې سهار په راډیو کې دبرکت الله سلیم قرأت وویل شي او که اسلام له عقایدو ، اخلاقو ، عباداتو ، فرهنګ ، سیاست ، معاملاتو او نورو مشخصاتو نه جوړ یو کامل او شامل دین دی ، چې زموږ د ټول اجتماعي ژوند ټول اړخونه ، حدود او قوانین راته ټاکي .
معلومه خبره ده ، چې اسلام موږ ته هرڅه روښانه کړي دي ، حتی قضای حاجت ته دتللو په اړه یي هم یو کتاب لارښوونې راته کړي دي ، الله تعالی وایي ما انسان سراېله نه دی پرې ایښي ( أیحسب الانسان أن یترک سدی – سورة القیامة ) نوچې مسلمان په ډیرو ادنی مسائلو کې سراېله نه وی ، آیا دکلنیو اخترونوپه لمانځلو کې به سراېله وبلل شي ، او دا اختیار به ورکړل شي ، چې د هر دین اختر یې چې خوښ وي ودې لمانځي ، نه هیڅکله نه ، ځکه اخترونه زموږ ددین کلتوري تشخصات دي ، کلتور هغه څه دی ، چې یو اولس له بله بیلوي ، له همدې امله خو یې په پښتو کې کلتور هڅوب بللی ( هغه څه چې ولسونه بیلوي ) داسلامي امت کلتوري تشخص په حقیقت کې اسلامي اولس له کفري اولس نه بیلوي ، که موږ مسلمانان یو خو باید یوازې اسلامي اخترونه ولمانځو ، ترڅو مسلمانان ښکاره شو ، مسیحیان تنها خپل اخترونه لمانځي ، آیا تاسو مسیحیان لیدلي چې دکوچني اختر ورځې یې لمانځلي وي ؟ آیا مجوسیان مو لیدلي چې دلوی اختر په ورځ یې قرباني کړي وي ؟ نو چې ځواب منفي دی ، موږ ولې خپل دیني کلتوري سرحد نړوو او دکفر په اتن ورګډیږو .
ځیني خلک د عصبي او نژادي تمایلاتو له امله دغه ډول کارونه کوي ، خو دوی باید پوه شي ، چې داسلام په راتګ سره قومي او نژادي عصبیتونه باطل بلل شوي دي ، او هیڅ اعتبار نلري ، اسلام ددې لپاره راغلی چې داشرافو او ارذالو په نړۍ کې داعتدال او وحدت توغ هسک کړي ، نوځکه که څوک ځان مسلمان بولي باید هغه رواجونه او عنعنات هیر کړي ، چې اسلام باطل بللي دي .
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 17:44 |
بازدید : 770 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
له کندز ولايت نه راکړل شوی خبروايي د خان اباد ولسوالۍ په آقتاش ابراهيم خيل سيمه کې په اربکيانو چاودنه شوې.
اربکيان نن غرمه 10 بجې په سيمه کې په موټرسايکل سپاره وو چې د چاودني ښکارشول.
چاودني 3 اربکيان ژوبل کړي او يو موټرسایکل يې پوره تخريب کړی دی.
2013-12-23
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 17:40 |
بازدید : 796 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
د جوزجان ولايت په قوشتپه ولسوالۍ کې د اجيري اردو 3 عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
مجاهدينو نن ورځ د يادي ولسوالۍ په تراغلي سيمه کې د دښمن په ګزمه بريد وکړ چې کابو دوه ساعته يې دوام درلود، په جګړه کې 2 عسکر وژل شوي او بل سخت ژوبل شوی.
2013-12-23
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 17:34 |
بازدید : 690 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
په خوست کې د چک غبرګون په عسکرو چاودنه شوې او 3 تنه يې وژلي دي.
دغه چاودنه بيګاماښام 7 بجې په خوني خوړ سيمه کې رامنځته شوه، عيني شاهدان وايي چاودني 4 عسکر مرګوني ټپيان کړل.
2013-12-23
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0