الجـــــــهاد فی سبیل الله
لغمان قرعیو کی پوسته تر برید لاندی راغله
ساعت 14:25 | بازدید : 736 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د لغمان ولايت له قرغيو ولسوالۍ نه ترلاسه شوی خبروايي چې د اربکيانو په پوسته وسلوال بريد ترسره شو.

پوسته د کابل او جلال اباد دعمومي سرک په سر په سرخکانو سيمه کې واقع ده او تېره شپه 1 نيمه بجه د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.

د بريد له امله دښمن ته د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2013-12-21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونڑ شیگل کی یو قومندان او 7 عسکر ووژل شول
ساعت 14:20 | بازدید : 788 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کونړ ولايت نه په شيګل ولسوالۍ کې د دښمن په ګزمه او پوستو د وسلوالو بريدونو خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ غرمه 12 بجې په شلطن سيمه کې په پليو سرحدي پوليسو بريد وکړ چې په مهال يې 4 تنه ووژل شول.

خبر کاږي کله چې مجاهدين له سيمي نه د ستنېدو په حال کې وو په سيمه کې د پکتيکاولايت د کنډک دقومندان محمد اعظم او د هغه د ورور په کابل کي د ارکان د رئيس په توګه کار کوي، له ميلمستون څخه په مجاهدينو ډزي وشوې چې له امله يې 3 تنه مجاهدين په شهادت ورسېدل.

مجاهدينو له دغې جګړې وروسته په ميلمستون او دوو پوستو بريدونه ترسره کړل چې له امله يې 3 سرحدي پوليس ووژل شول او قومندان محمد اعظم هم ووژل شو.

مجاهدينو ميلمستون ويجاړکړی او دضرورت وړسامان يې له ځان سه وړی دی.

2013-12-21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ایرانی استخباراتو د موساد په لومه کی
ساعت 14:13 | بازدید : 886 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ايراني استخبارات دموساد په لومه کي
تفصيل نېټه: شنبه, 21 دیسمبر 2013 12:48 لیکوال: موسی مهاجر بـــــرخه: بیلابیلي لیکني كـــتني: 8

شاهین دادخواه دایران دملي امنیت په عالي شورا کي دحسن روحاني مشاور داوین له زندان څخه دیوه لیک له لاري هغه پلان رسوا کړی، چي داسرائيلو داستخباراتو ادارې (موساد)دمحمود احمدي نژاد داستخباراتو دوزارت دخطا ايستلو لپاره په کار اچولی او پکي بریالي شوی وو.

دغه لیک د(العربيه نت) ته هم په لاس ورغلی.

پلان له هغه ځای څخه پيل کیږي، چي کله درضوی په نوم یو کس چي دکورنیو چارو په وزارت کي دداخلي مسائلو دحل اړوند مسوول وو، څلور کاله وړاندي(۲۰۰۹) د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته د راټوکيدلو لاريونونو په ځپلو کي ښه وځليدو، چي له همدې امله له داخله وزارت څخه دجاسوسي ضد اطلاعاتو معنیت ته ولیږدول شو.

موساد دایران ضعيفي نکتې وپيژندلې، ځکه هغوی پوهیدل، چي رضوي یو کمزوری کس دی، چي په ډیره اساني سره غلطېدلی شي.

په دې وخت کي چي کله حیدر مصلحي داستخباراتو وزیر او دوه معاونان يې هر يو رضوي او تدین دوزارت په راس کي راغلل، نو داسرائيلو استخباراتو داسي يو پيچلی پلان جوړ کړ،چي ترڅو هغوی په غیر مهمو چارو بوخت کړي او دوی خپل اصلي مقاصد چي دايټومي تاسيساتو په نښه کول او معلومول، دايټومي کارپوهانو وژل او دخپلو جاسوسانو پټ ساتل وو ترلاسه کړي.

موساد خپل کار په ډیر مهارت پيل کړی دی، او په دې وخت کي يې هغه ايراني بې کاره ځوانان چي په ترکیه کي اوسيدل، دخپلو کسانو له لوري ښکار او خپلي کونسلګرۍ ته يې ور وبلل،هغوی يې په پرېمانه پيسو ونازول او له هغوی څخه يې دهمکاري وعده واخيستله.

وروسته موساد دغه جعلي جاسوسان په ډیرپيچلي او غیرمستقیم ډول دایران داستخباراتو وزارت ته ورپيژني او کله چي هغوی له ترکيې څخه ایران ته راستنيږي، داستختباراتو له لوري نيول کیږي، دایران لپاره همدومره فريب بسنه کوي، چي هغوی جعلي جاسوسان نيسي.

د ادخواه په خبره کله چي کسان نیول کیږي، رضوي په ډیر فخر ددې ستري بريا راپور خپلو لوړ پوړو چارواکو ته بیانوي،خو خبر نه دی، چي په دام کي په بشپړه توګه راګیر شوی دی.

په داسي حال کي چي دایران داستخباراتو وزارت د موساد په دام کي دی،دایرن ايټومي کارپوهان پيوسته وژل کيږي او عاملین یې نه نیول کیږي.

په دغو جعلي جاسوسانوکي یو اصلي جاسوس هم وو،چي ايټومي کارپوه علی محمدي یې په يوه وژونکي برید کي وواژو، موسادایراني استخبارات دخپلو جعلي جاسوسانوپه نیونه بوخت کړي وو، خپل اصلي جاسوسان چي دعلي محمدي په وژلواونورو بريدونو کي یې لاس درلودپه پټه توګه له ایران څخه وايستل.

کله چي رضوي په دې پوهیږي، چي دموساد په دام کي راغلی وو، نو يې په ځینو هیوادونو لکه تايلينډ دآزربايجان پلازمېنه باکو کي په اسرائيلي سفارتخانو دبريدونو هڅه وکړه، چي ټول بريدونه يې ناکام او په دې برسېره يې له هغو هیوادونو سره اړيکي هم زیانمني شوې.

څنګه چي موساد يوازي دايران دښمن نه ده، بلکه داسلامي نړۍ په نږدې ټولو هیوادونو کي يې خپل زهر شيندلي او په وارو – وارو يې دهغوی په خلاف داسي جنايات ترسره کړي، چي ښايي جبران يې لسګونه کلونه وخت وغواړي، دسي آی اې په مرسته موساد سيمه ييزو هیوادونو او افغانستان ته هم لاره موندلي، نوځکه موږ باید له دغه وروستي انکشاف څخه ډیر څه زده کړو:

لومړی: موساد داسرائيلو داستخباراتو اداره چي په ۱۹۵۱ کي جوړه شوي، دومره پراخه او شیندلي ده، چي ښايي هيڅ هیواد به ورڅخه پاته نه وي،دموساد باني ویلي وو، موږ يوې داسي قوي خفيه ادارې ته اړتیا لرو، چي دټولي سیمي له حالاتو باخبره پاته شو، ترڅو زموږ هیواد خوندي وي، خو اسرائيلو دخپلي بقا لپاره دغه اداره دومره قوي کړي، چي داسلامي هیوادونو دمشرانو له ضعيفو نکتو څخه هم خبردي او کولی شي، په هروخت کي دهغوی له ضعيفو نکتو څخه ګټه پورته کړي، خوباید اسلامي نړۍ ځيره وي او په خپل ځان کي داسي څه پيدا نه کړي، چي دښمن ګټه ورڅخه واخلي.

دوهم: داستخباراتي جګړې مقابله یوازي او يوازي استخباراتي جګړه کولی شي، نوځکه باید اسلامي نړۍ خپل استخبارات دومره پياوړي کړي، چي دموساد په څیر داستخباراتو مخه پرې ونیول شي، خوداهغه مهال ممکنه ده، چي اسلامي هیوادونه خپل استخبارات په خپل لاس جوړ کړي، نه دبل په لاس، په اسلامي هیوادونو کي دموساد دډير ژور توب يو اصلي لامل دابلل کیږي، چي دزیاتره اسلامي هيوادونو استخبارات دسي آی اې،کي جي بي،یااوسنۍ ايف ايس بي او ياخپله موساد له لوري جوړ شوي دي، چي نه شي کولای، بیرته دهغوی مخه ونيسي.

دریم:څنګه چي اسرائيل له یو محدود شمېر اسلامي هیوادونه سره په رسمیت پيژني، نوکه دغه اسلامي هیوادونه موساد ته دهغوی دخاوري دکارولو اجازه ورنه کړي، موساد نه شي کولای، چي ډیری اسلامي هیوادونوته ننوځي، خوله بده مرغه دغه ستونزه خپله په اسلامي هیوادونو کي ده، چي دغه يهودي ادارې ته دخپلي خاوري دکارولو اجازه ورکوي اوپه بدل کي پیسې ورڅخه اخلي، دغه پيسې که ظاهرا ډیري ښکاري، خوپه حقيقت کي يې خپله همدغه هیواد ته زیان ترګټي ډیر دی.

څلورم: دمسوولینو په ټاکلو کي بايد ډیر پام وشي، ترڅو داستخباراتوپه څير مهم کارونه داسي په کار پوه او باوري کسانو ته وسپارل شي، چي هغوی وکولای شي، داسلامي نړۍ دسترو دښمنانومخه ونیولای شي.

پنځم:لکه څنګه چي سي آی اې او موساد په ګډه خپل کارونه پرمخ بیايي او ددوی دبريا ستر لامل همدا ګډه همکاري بلل کیږي، باید اسلامي هیوادونه هم راويښ شي او خپل کارونه په ګډه په مخ بوزي، ترڅو وکولای شي، دیوه قوي دښمن (موساد، سي آي اې او داسي نورو) مقابله په ښه توګه وکولای شي.

موسی مهاجر

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تڑون مات شو
ساعت 9:28 | بازدید : 936 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پوره درې كاله تېر شول، خو حالات همداسي وو، تر څو د بعثت په لسم كال د محرم په مياشت کي صحيفه نقض او تړون مات شو. ددې تړون د ماتيدو سبب هم دا وْ چي ځیني قريش له پيل نه پدې تړون نه وو خوښ، او همدې نا خوښو كسانو د تړون د ماتولو لپاره هلې ځلې كولې تر څو مات شو.

د تړون ماتولو اصلي محرك د بني عامر بن لوئ كورنۍ غړى هشام بن عمرو وو، نوموړي به د شپې له خوا بني هاشم ته خواړه استول، يو ځل هشام د ابو طالب خوريي زهير بن ابي اميه المخزومي ته ورغى _ د زهير مور عاتكه د عبدالمطلب لور وه – او ورته ویې ويل: اې زهيره! پداسي حال کي چي ته خورې او څښې، نو څنګه پدې راضي يې چي د ماما خيلو دې هسي حال وي؟ زهير وويل: افسوس، افسوس، زه په يو سر څه كولاى شم؟ قسم په الله كه يو بل كس راسره ملګرى واى ، نو ددې تړون د ماتولو لپاره به راپورته کيدم! هشام ورته وويل: څه، يو بل كس هم درسره دى، ده ورته وويل: هغه به څوك وي؟ هشام ورته وويل: هغه زه يم. زهير وويل: اوس درېيم كس راګوره.

پدې پسې هشام، مطعم بن عدي ته ورغى، هغه ته يې د بني عبد مناف له اولادې (بني هاشم، بني المطلب) سره د ده د دوستۍ او نژدې نسبي اړيكو يادونه وكړه، ملامتي او پړه يې ورباندي واچوله چي ته ولې پدې ظالمانه تړون او عهد کي د قريشو خوا ته ولاړ يې! مطعم ورته وويل: افسوس، نو زه څه وكړم؟ زه يو تن يم! هشام ورته وويل: دويم هم درسره دى، ده ورته وويل: هغه څوك دى؟ ده ورته وويل: هغه زه يم. نو مطعم ورته وويل:اوس درېيم راګوره ، هشام وويل: درېيم كس مې هم پيدا كړى، هغه ورته وويل څوك دى؟ ده ورته وويل: هغه زهير بن ابي اميه دى. مطعم وويل: اوس څلورم را ګوره. بيا هشام ابي البختري بن هشام ته ورغى، هغه ته يې هم داسي خبرې وكړې لكه مطعم ته يې چي كړې وې، نو ابو البختري ورته وويل: اّيا داسي څوك به وي چي پدې هكله مرستې ته حاضر شي؟ هشام بن عمرو ورته وويل: هو، شته، هغه وويل: څوك دی؟ ده ورته وويل: زهير بن ابي اميه، مطعم بن عدي او زه هم درسره بيا هغه ورته وويل: اوس پنځم كس راګوره.

بيا زمعه بن اسود بن المطلب بن اسد ته ورغى، پدې هكله يې خبرې ورسره وكړې، او له بني عبد مناف سره دده د قرابت (خپلولۍ) او د هغوئ د حقوقو يادونه يې ورته وكړه. زمعه ورته وويل: كوم څوك داسي شته چي ستا ددې نظر او پيشنهاد تاييد او ملاتړ وكړي؟ هشام بن عمرو ورته وويل هو، پدې هكله فلانى او فلانى او... ټول نومونه يې ورته واخيستل كلك ولاړ دي، بالاخره ټول له حجون سره راټول شول، او ددې صحيفې د نقض او تړون د ماتولو عزم او پريکړه يې وكړه، زهير وويل: د كار پيل به له ما نه وي، يعنى لومړى به زه پدې هكله خبرې كوم.

سهار شو، خلك ټول خپلو خپلو مجلس ځايونو ته راغلل، زهير هم پداسي کي چي ښکلې جامې يې اغوستې وې راغى، له بيت الله شريف نه یې اوه ځله طواف وكړ، بيا یې خلكو ته مخ كړ او ورته ويې ويل: اې د مکې خلكو! مونږ دې خورو او څښو، خو بني هاشم دې له لوږې نه مري، نه دي څه ورنه اخيستل كيږي او نه دې څه ورباندي پلورل كيږي؟ قسم په الله، زه به تر هغې كښېننم تر څو دا ظالمانه تړون مات شوى نه وي او تر څو دا صحيفه نقض او څیري شوی نه وي.

ابو جهل چي د مسجد حرام په كوم كونج کي ناست وو ، وويل: دروغ یې وويل، قسم په الله، دا صحيفه به څیري نه شي! پدې وخت کي زمعه بن اسود وويل: قسم په الله چي ته ډېر دروغ وايې، پدې صحيفه د ليكلو په وخت کي هم مونږ راضي نه وو، ابو البختري هم غږ وكړ او ويې ويل: زمعه رښتيا وايي پدې صحيفه کي چي څه ليكل شوي مونږ نه ورباندي خوښ يوو او نه یې ملاتړ كوو.

مطعم بن عدي هم وويل: تاسي رښتيا وويل، او څوك چي بل څه وايي هغه دروغجن دى، مونږ لدې صحيفې او له هغه څه نه چي پکي ليكل شوي خپل براءت اعلانوو. بيا هشام بن عمرو هم دې ته ورته څه خبرې وكړې.

ابوجهل وويل: ددې خبرې تړون د شپې شوی دى، او پدې هكله مشوره چيرته بل ځاى شوې ده. پدې وخت کي ابو طالب هم د مسجد حرام په كومه ګوښه کي ناست وو، د هغه د راتګ سبب هم دا وو چي الله تعالى خپل رسول صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم ته د صحيفې په هكله خبر وركړى وو چي الله تعالى ورباندي وينه (پويه) مقرره كړې چي د الله له نامه پرته ټولې د ظلم، زياتي او دښمنۍ كلمي یې خوړلې دي. رسول صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم دا خبره خپل تره ته وكړه، نو ابو طالب هم قريشو ته راغى او ورته ويې ويل چي وراره مې داسي وايي كه چيري دروغ یې ويلي وو نو بيا تاسي پوهيږئ او هغه، او كه چيري پدې ادعا کي ريښتونى وو نو بيا لدې ظلم نه لاس واخلئ او زمونږ محاصره ختمه كړئ. هغوئ ورته وويل: دا د انصاف خبره ده. او كله چي د ابوجهل او دې نورو تر منځ دا خبرې تبادله شوې، نو مطعم پاڅېد چي هغه صحيفه څیري كړي، صحيفه يې چې رواخستله ګوري چي د صحيفې ټول ټكي وينه خوړلي او يوازي (باسمك اللهم) او هر چيرته چي د الله نوم وو هغه پاتې دى، نور ټول خوړل شوي هيڅ هم نه وو پاتي .

نو صحيفه نقض شوه، تړون مات شو، او رسول اكرم صلى الله تعالی عليه و اله و صحبه و سلم سره له ټولو محاصره شويو كسانو له شعب نه راووتل. مشركينو د رسول اكرم صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د نبوت يوه عظيمه نښانه او معجزه د سر په سترګو وليدله، خو لدې سره هم د هغوئ رويه داسي وه لكه چي دا آّيت ورته اشاره كوى:

((وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ)) (القمر: 2) [ او كه وويني دغه (كفار د قريشو) كوم دليل (د قدرت) نو پر څنګ به شي دوئ (مخ به واړوي) ترې او وايي به دوى (دغه) سحر كوډې دي قوي، چي له پخوا راهيسي راځي.]

هوکي، مشركينو لدې نښانې او معجزې نه هم مخ واړاوه، اعراض یې وكړ، او پخپل كفر او ګمراهۍ کي لا پسې وړاندي لاړل.

(الرحيق المختوم)

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بٹی کدٹ کی یو ٹنگ ویجاڑ4 عسکر پکی ووژل شول
ساعت 9:59 | بازدید : 927 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ننګرهار ولايت کې د اسلامي امارت مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د ګډ دښمن په ګزمه وسلوال بريد ترسره کړ.

د راکړل شوي خبر په اساس په ګزمه تېره ورځ مازديګر خواوشا 4 بجې وسلوال بريد وشو چې په مهال يې 4 عسکر ووژل شول او 6 نور سخت ژوبل شول، په دې سربېره يو زغروال ټانګ وويشتل شو او په بشپړه توګه وسوزېد.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونڑ چپه دره کی په کاروان او پوسته برید کی 5 عسکر ووژل شول
ساعت 9:53 | بازدید : 829 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کونړ ولايت نه په چپه دره ولسوالۍ کې د دښمن په کاروان او پوسته د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ مازديګر 5 نيمي بجې ديادي شوي ولسوالۍ په کرنړخوړ سيمه کې د دښمن په هغه کاروان چې نورستان ته په لاره او له يوې هفتې را هيسي په سيمه کې دمجاهدينو ترمحاصره لاندي ده، او دغه راز په سيمه کې د دښمن په پوسته هم وسلوال برید ونه ترسره کړ.

خبر کاږي د بريدونو له امله د دښمن يو شمېر موټر او د پوستې ودانۍ تخريب شوي، په دې سربېره 2 عسکر وژل شوي او 2 نور مرګوني ټپيان شوي دي.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


جوزجان قوشتپه کی 4 ابکیان ٹپیان او موٹرسکایل غنیمت شول
ساعت 9:49 | بازدید : 813 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په جوزجان ولايت کې مسؤل مجاهدین وايي چې د قوشتپې ولسوالۍ په خانقاه سيمه کې يې له اربکيانو سره نښته ترسره کړه.

د خبر له مخې نښته تېره ورځ مازديګر 4 بجې رامنځته شوه او پوره 2 ساعته وغځېده.

په نښته کې 4 تنه اربکيان مرګوني ټپیان شول او نور په تېښته بريالي شول.

مجاهدين وايي د جګړې په مهال يې 2 ملګري ټپيان شوي او د اربکيانو يو عراده موټرسايکل يې غنيمت کړ.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بٹی کوٹ کی لس عسکرو ته ورگ ژوبله
ساعت 9:44 | بازدید : 791 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له ننګرهار ولايت نه په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډ دښمن له عسکرو سره د خونړۍ جګړې خبر ورکړل شو.

خبر وايي د ګډ دښمن ګزمه تېره ورځ خواوشا 1 بجه د امبرخانې او فارم سی تر منځ سيمه کې د مجاهدينو په کمين کېوته چې له امله يې درنه جګړه رامنځته شوه.

په جګړه کې سپکي او درنې وسلې وکارول شوې او کابو يو ساعت وغځېده.

د دې يو ساعته جګړې په ترڅ کې د دښمن 3 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 7 تنه نور يې مرګوني ټپيان شول.

په جګړه کې مجاهدينو ته لله الحمد هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


بغلان دوشی کی 11ٹانکر وسوزول شول او4عسکر ووژل شول
ساعت 9:39 | بازدید : 865 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له بغلان ولايت نه په دوشي ولسوالۍ کې اشغالګرو ته د ليږد په کاروان وسلوال بريد ترسره شو.

خبر کاږي په کاروان تېره شپه 9 بجې د قرمد په سيمه کې وسلوال بريد وشو چې په مهال يې 11 عرادې ټانکر موټر په بشپړه توګه وسوزول شول.

له دې علاوه د کاروان 4 ساتونکو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ نور ټپيان شول.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بٹی کوٹ کی په پولیسو ماین وچاودید
ساعت 9:30 | بازدید : 779 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له اطلاعاتو سره سم د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په سيپای سيمه کې د پوليسو په پلي ګزمه درنه چاودنه وشوه.

چاودنه چې نن غرمه خواوشا 12 بجې رامنځته شوه له امله يې 1 پوليس سخت ژوبل شو.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 31
بازدید دیروز : 55
بازدید هفته : 420
بازدید ماه : 142
بازدید کل : 99451
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 31
:: باردید دیروز : 55
:: بازدید هفته : 420
:: بازدید ماه : 142
:: بازدید سال : 10808
:: بازدید کلی : 99451