الجـــــــهاد فی سبیل الله
پر والیبال لوبې د امریکایي ځواکونو په هوايي بریدکې پنځه ماشومان شهیدان شول
ساعت 1:17 | بازدید : 776 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

امریکا په مشرۍ د ایساف ځواکونو په یوه تازه او خونړي هوايي برید کې،چې نن مازیګر یې د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ترسره کړی، د ښوونځي پنځه تنه ماشوم زده کوونکي شهیدان شوي.خپلواکې سرچینې وايي، چې نن مازیګر د څلورو بجو شاوخوا د پروان ولایت سیاګرد ولسوالۍ د سیدانو درې په جمبت خېلو کلي کې د والیبال د لوبې پر میدان چې د شاوخوا کلیو ماشومان او د ښوونځیو زده کوونکي پکې لوبه بوخت ول، د بهرنیو ځواکونو الوتکو هوايي برید وکړ، چې په پایله کې يې پنځه ماشومان ځای پر ځای شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپيان دي، چې د ټپیانو کره شمېر تر اوسه جوت نه دی.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پېښه تایید کړې اود پېښې قربانیان یې ټول ماشومان او زده کوونکيبللي.نوموړي په یوه اعلامیه کې په دې پېښه د خواشیني د څرګندولو تر څنګ د شهید شویو ماشومانو په اړه لنډ مالومات هم ورکړي دي.په دې خونړي برید کې وژل شوي ماشومان دا دي :۱- ــ بورجان د حاجي عبدالحکيم زوي ، عمر ۱۶ کاله۲ــ وثيق د خان آغا زوي عمر شاوخوا ۱۸ کاله۳ ــ خيرالله د عبدالودود زوي، عمر ۱۵ کاله۴ــ آسماء الله د مولوی سیدالله زوی، عمر ۱۴کاله۵ــ علی ګل د اسلم خان زوی، عمر ۱۳ کالهسیمه یېزو چارواکو د پېښې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.د یادونې وړ ده ، چې له نن نه شاوخوا یو کال وړاندې په )۲۰۱۴/ ۱/ ۱۶م( نېټه په همدې سېمه کېد امریکايي ځواکونو په ورته او خورا بې رحمانه هوايي برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي شهیدان کړل

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


امریکا ته به ! خپلې بدې ارادې او له فریبونو ډکې هلې ځلې بری ورنکړي
ساعت 13:20 | بازدید : 543 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په مخامخ او علني جګړه کې له شکستاوناکامه کېدو وروسته ، مغرور غلیم هڅه کوي څو د تشریفاتي اونما یشي ډوله غونډو په جوړولو، بیړنیو سفرونواو د‎وحشیانه جګړییز رول دپراخولو په لافو شافو ځان دجګړې دډګر وړونکی اوګټونکی وښیي!! په دا وروستیو کې داوباما لخوا د صلیبي جګړې دتمدیدولو په اړه پټ فرمان! لندن کې افغانستان سره د مرستو په نامه دیرغلګرو هېوادونو دمشرانو بیا یوځای کېدل او افغانستان ته دامریکا ددفاع وزیر)( تازه نااعلان شوی بیړنی سفر د شکست خوړلې دښمن په سېنه کې قوي روحي ستومانې ا و عمیق سیاسي اضطراب په ډاګه کوي. د امریکا په مشرۍ د یرغلګر و لخوا روانې غورځې پرځې اومنډې ترړې ښيي، چې د افغان هېواد داستقلال غصبوونکي او دلکونو انسانانو قاتلین لا تراوسه پخپلو کړو جنایتونو پیښمان او د ناروا ظلمونو څخه توبه ګار نه دي ! بلکې پرهغو له ویاړ سربیره په زیاته سپین سترګۍ او دفریب څخه په ډګه لهجه لګیا دي، افغانستان کې د خپل مردود اشغال د لا پایښت خوب رښتیاکول غواړي.دکتونکو له نظره! دجګړې په ډګر کې دخجالت او رسو ایي وروسته اوس د فریب څخهډکه دیپلوما سې اوتزویري سیاسي فعالیتونه پرمخ وړي، څو دافغانستان دمهم او ستراتیژک جغرافیوي استقامت څخه په ناوړه ګټه اخیستنه ځان تر شومو استعماري هدفونو ورسوي.، د افغانستان په نوم دپیسو او مرستو دبیا راټولو لود تازه کمپاین موخه هم داده څو دنړۍ دبډای هېوادونوڅخه دملیاردونو ډالرو په ترلاسه کولو خپلو جعل کاریو او تزویرونو ته نور هم رشد اوپراختیا ورکړيحقیقت دادی چې دصلیبي تاړاک نوي دسیسې اوتوطئې به افغانستان ته دښېرازۍ پهځای د افغانستان دبربادۍ او بدمرغۍ ناورینونه له ځان سره راوړي ،هم دافغانستان د جغرافیوي مهم استقامت داشغال نه په ګټه خپل پوځي حضور نو ر پیاوړی او غځول پهپام کې لري.بل دغه روان ټول حرکتونه د افغانستان په ګډون دټولې سیمې د را اتلونکي لپاره هم دقوي ګواښ په معنی دي، په خاصه توګه دسیمې هېوادونو ملي استقلال به هم دخطرونو اوګواښونو سره مواجه کړي !ښکارهده افغانستان کې دامریکا د پوځي موجودیت اصلي غرض اوغایه ټوله سیمه دامریکا یې راج تر پوښښ لاندې راوستل دي !که دامریکا ددي عزایمو او جګړه ییز رول پراخولود مخنیوي لړ کې ګاونډيان خپل مسولیتونه درکنکړي ، عواقب به یې دټولو لپاره ځوروونکي او بدمرغه پایلې ولري !نو په هره بیه چې شونې وي باید امریکا دیته اړیستل چې هغه افغانستان کې دخپل ظالمانه اشغال او دسیمې پرضد دبد نیت نه په شاشي!علا وه پر دې تېر ه دیارلس کلنه دوره خپله دامریکا په مخکې ده، چې دلته د دوئ ټولېاستکباري هڅې د ناکامې اورسوایي پرته بله نتیجه نلري، داسمه ده ، دوئ دپرمختللې ټیکنالوجۍ پر ځواک افغانستان اشغالکړی ،خو واقعیتو نه یې تغیر اوبدل نکړای شول ، پوره کلي اوښارونه یې کنډواله کړل ، بې شمېره خلک یې شهیدان ،ټپیان اوبې کوره کړل ، خوجهادي مسیر او دمقاومت بهیر یې ټکنی نکړای شو، نوله شک پرته امریکا دخپل ټول پرمختللي ځواک د کارولو سره سره روانه جګړه بایللي، که دځان دبري لپاره له ګردې نړۍ پوځونه راولي بیا به یې هم دبري څرک ترسترګو نشي.نو دجګړې دپراخولو او په منطقه کې دخپلو موهومه ګټو دلټون په ځای غوره داده چې امریکا دافغان ولس غوښتنو او ارادو ته غاړه کېږدي اوخپل ناروا اشغال سملاسي پای ته ورسوي، افغانستان دافغان ولس خوښې اوپرېکړې ته پریږدي ، تاریخ په دي خبره شاهد دی چې افغانانو کله هم پخپل هېواد بهرنی تیری ندی زغملی، دهر تیري کوونکي سره په خورا کلکه اومیړانه جنګیدلي او نه دیرغلکوونکو ارادو ته تسلیم شوي،دامریکا په مشری دڅه کم پنځوس هېوادونو دتیري په وړاندې دافغان ولس د میړانو او قهرمانیوډکې حماسې یې ژوندی مثال دی، چې پخپلو سترو قربانیو اوفداکاریو یې ټوله نړۍ حیرانه کړيده ،دامریکا اوناټو ځواکونو پرضد وروستي جهادي بریدونه ټولو ته داپیغام لري، چې ددوئ پوځي اشغال پرضد په روان جهاد کې دوخت په تېر یدو تیزې راځي، چې دیته په کتو که دوئ دافغانستان اشغال ژر پای ته ونه رسوي ، ددې څخه نورو قوي تندریزو بریدونو ته انتظار وباسي چې په ترڅ کې به یې ددوئ دبې شمېره عسکرو ککرۍ په وینو کې ورغړیږي !

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ولسي جرګې مشر، عبدالروف ابراهیميابراهیمي: د کابینې ځنډ، له افغانستان سره جفا ده
ساعت 13:11 | بازدید : 575 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وايي چې د نوي حکومت له لوري د کابینې د اعلان ځنډ له افغانستان سره جفا ده.د ولسي جرګې مشر نن د ولسي جرګې په غونډه کېوویل چې د کابینې د اعلان ځنډ په هېواد کې له فساده سره مرسته کوي، او فسادګرو ته د لا ډېرې موقعې زمینه برابروي.عبدالروف ابراهیمي وايي: » ولسشمر په پنځه څلوېښتو ورځو کې د کابینې د اعلان ژمنه کړې وه، ځنډ يې د قانون تر پښو لاندې کول، له هېواد سره جفا او اداري فساد دی.«د نوي حکومت مشر د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې دوی به تر یوې نیمې میاشتې زیات وخت د يوې کاري کابینې لپاره نه مصرفوي.خو د یاد حکومت له پیله نږدې څلور اویا ورځې تېرېږي، چې لا هم د کابینې څرک نه لګېږي.راپورونه وايي چې اشرف غني کلیدي پوسټونو کې د پنځوس-پنځوس وېش پلوی دی؛ خو شریک یې، عبدالله بیا په ټوله کابینه کې د وېش همدا دود غواړي.نیویارک ټایمز ورځپاڼې څه موده وړاندې پخپله یوه ګڼه کې د یو لویديځ سیاستوال له خولې لیکلي و،چې ښايي د افغانستان کابینې اعلان راتلونکي کال تهوځنډېږي.له کابله خپرېدونکي سرنوشت ورځپاڼې بیا په پخپله سرمقاله کې ویلي و، چې له دواړو مشرانو سره نه د کابینې د وړتیا، ژمنتیا او اهلیت غم شته او نه هم د ولس اندېښنه، بلکې دواړه هڅه کوي چې ډېرې څوکۍتر لاسه کړي.دواړه مشران د خپلو ټاکنیزو کمپیانرانو تر سخت فشار لاندې هم دي، چې ځينو د دوی د واک ته رسولو لپاره ډېرې پیسې مصرف کړي دي، چې اوس يې د بدل په تمه دي.په افغان کابینه پسې په دولتي ادارو کې مقررۍ تړل شوې دي، چې په نه اعلان سره يې د کارموندنې ګراف مخ په ځوړ او له دولته ولسي نهیلي مخ په لوړ روانه ده.دا چې نوې کابینه به د کومو معیارونو له مخې جوړېږي؟ نن ټکی اسیا پخپله یوه سرلیکنه کې پرې داسې تبصره کړې ده:»هغه توقعات چې عام ولس یې د کارونو د پرمختګ او بهبود په اړه له راتلونکي کابینې څخه لري فکر نه کیږي چې ترسره دي شي؛ ځکه د ښاغلياشرف د نوې کابینه غړی به هم ټول د ده په څیر دپخوانۍ تجربه شوې ناکامې او په فساد مشهورېادارې له پاتې شونو څخه وي ، همدغه آزمایل شوی مفسدین که په هرمسؤلیت او منصب کې راوستل شي د هغوي کړه وړه او فعالیت به بیاهم فساد وي چې اولس له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې دغه واقعیتدسر په سترګو لیدلی.ښاغلی ولسمشر د نوې کابینې په تشکیل کې د مسلکي پوهي او کدري صلاحیت په شتون ټینګارکوي ، خو که په دې اړه د نوموړي قول او عمل ته وکتل شي نو د ده د لومړی مرستیال ښاغلی جنرال دوستم په انتخاب کې نه مسلکیتوب په پام کې نیول شوی او نه هم اداري او کدري صلاحیت.داچې د یوه دولت لومړۍ درجه چارواکي بي تحصیله او غیر کدري کسان وي دهغه د کابینې په غړیوکې به څه ډول لیاقت او مسلکیتوب رعایت کړای شي؟ښايي ولسمشر دخپل حکومت د ښه فعالیت او پرمختګ لپاره ښه نوښتونه په پام کې ولري ، خو د ده په حکومت کې موجود مصلحتونه دی دیته مجبوروي چې په راتلونکي کابینه کې مصلحتونو ته په مسلکیتوب او لیاقت باندې ترجیح ورکړي.«د ولسي جرګې مشر وړاندې هم ویلي و، چې د حکومتله لوري په دوه میاشتې کې د کابینې نه اعلان د حکومت قانوني مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستیدی.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


سی آی اې له زندانیانوسره بې رحمانه چلند کړی
ساعت 12:46 | بازدید : 909 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دامریکادسنامجلس په یوه راپور کي راغلي،دامریکاداستخباراتي ادارې سي آی اې له لوري له زندانیانوسره بې رحمانه چلندشوی دی.په راپور کي راغلي، سی آی اې دغه بې رحمانهچلند له هغو زندانیانوسره دتحقیق په مهال کړی دی، چي دالقاعدې په تور يې نیولي وو.په دغه راپور کي په اسیا او اروپا کي دامریکاپه پټو زندانونوکي دالقاعدې داسلاميتنظیم له غړو څخه دتحقیق جزیات راټول شوي دي، چي د۲۰۰۱ کال دسپتمبر میاشتيله پيښي وروسته نیول شوي دي.دغه راپور ۶ زره صفحې ده، چي دامریکادسنامجلس داستخباراتو دکمېټې دپنځه کلني څېړني پایله ده، چي اوس يې یوازي یوه برخه نشر شوې ده.په دغه راپور کي ویل شوي، چي سی آی اې دتحقیق په مهال دالقاعدې له غړو څخه دکومو شکنجوپه وسیله معلومات اخیستي دي، دتعذیب په دغو طریقو کي بې خوبي، په ډیر وړوکي ځای کي ساتل، په زندانیانو داوبواچول او کرنټ ورکول هم شامل دي.دديموکراتانو له لوري په چمتوشوي راپور کي راغلي، سی آی اې دپوښتنوګروېږنو او تحقیق په اړه امریکایانو ته درواغ ویلي وو.په راپور کي ویل شوي، ددغو پوښتنو ګروېږنوڅخه ترلاسه شويو معلوماتو دګواښونو په شنډولو کي مرسته نه ده کړې، خو سی آیاې دخپلو دغووحشیانه کړنو دفاع کړې ده.ددغه راپور له خپرېدلو څو ساعته وړاندي دامریکاددفاع وزیر چیکل هېګل اعلان وکړ، چيپه ټوله نړۍ کي يې خپلو عسکرو ته دتیارسۍ امر کړی دی، ځکه کېدلی شي، دراپور له خپرېدلو سره په امریکايي پوځیانوبریدونه ترسره شي.امریکاخپلو سفارتونو ته هم ویلي، چي له احتیاط څخه کار واخلي، ترڅو له ممکنه بریدونو څخه وساتل شي.امریکاله زیاتره هغو زندانیانوسره ناوړه چلند ترسره کړی دی، چي هغوی بې له کوم جرمڅخه نیول شوي وو او دامریکایانو له لوريکوم جرم پرې ثابت شوی نه دی.دبشر حقونو یو شمېرادارو او اشخاصو دامریکاداستخباراتو له لوري له زندانیانوسره دغه ډول وحشیانه چلند غندلی دی.دیادوني وړ ده، امریکانه يوازي دالقاعدې لهغړو سره وحشیانه چلند کړی دی، بلکه دطالبانو داسلامي امارت په تور نیول شویو کسانو سره يې هم دغه ډول بې رحمانه چلند کړی دی.امریکادنړۍ هغه هیواد دی، چي دبشرحقونه يې تل ترپښولاندي کړي دي، خوبیايې هم دخپلو شومو اهدافو لپاره دغه شعار کارولی دی.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


اعتراف، دولسي جرګې غړي رشوت خواره او په فساد ککړ دي
ساعت 12:40 | بازدید : 373 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دکابل درژيم اړوند دولسي جرګې غړي عبدالرحیم ايوبی ویلي، دولسي جرګې غړي په فساد ککړ دي او دافغانستان دټولو ولایتونو له چارواکو او وزیرانوڅخه يې رشوتونه اخیستي دي.نوموړي دغه خبري تیره ورځ دفساد په ضد دنړیوالي ورځي دلمانځني په موخه جوړي شوي غونډي ته په کابل کي کولې.دکندهار له ولایت څخه دولسي جرګې غړي ایوبي وویل، دی په دې اړه شواهد او سندونه لري، چي دنوموړي په خبره، اشرف غنی، دامریکاکانګریس او یوناماته يېوړاندي کړي دي، خو تراوسه هغوی په دې اړه هیڅ اقدام نه دی کړی،ایوبی درشوت ديوې ځانګړې موکې یادونه هم وکړه، دنوموړي په خبره، درې میاشتي وړاندي دکابل درژیم اړوند ددفاع وزارت دغوړو په یوه قرارداد کي شاوخوا ۲۱۵ ميلیونه ډالره بډي ورکړل شوې دي.نوموړي وویل، تاسو دولسي جرګې درې کلن ارشیف ته رجوع وکړئ، چي هرو مرو به ووينئ، چي یوشمېر وکیلان دده په اصطلاح په حکومت زور راولي او چیغي وهي او دوزیر داستیضاح غوښتنه کوي، خو دپيسو له اخیستلو وروسته له استیضاح څخه تیريږي.نوموړي په وکیلانو برسېره وزیران هم په فسادتورن کړل او ویې ویل، کوم کسان چي کابینې ته ور پيژندل کیږي، هغوی ټول دچوراو چپاول په فکر کي وي، دنوموړي په خبره، هر وزیر چي دباور رايي اخیستلو لپاره غونډي ته راغلی،په وکیلانو يې له دوو تردریومیلیونو ډالر ویشلي دي، دایوبي په خبره، دوی ځکه په وکیلانو دغه ډالر ویشي، چي بې له رشوت څخه وکیلان هغوی ته دباور رايه نه ورکوي او وزیران هم ددغو ډالرو په لګولوسره په راتلونکي کي څومیلیونه ډالره پيداکوي.عبدالرحیم ایوبی وویل، په ټول رژيم کي داسي اداره ا بنسټ نشته، چي دفساد مخه دي ونیسي.دیادوني وړ ده، دکابل درژيم اړوند ولسي جرګه یوازي په داخلي معاملاتو کي رشوت او بډي نه اخلي، بلکه دهیواد دخرڅولو په قرار دادونوکي هم رشوت اخلي.ولسي جرګې تیره میاشت دامریکاله سفارت سره ديوې معاملي په بنسټ له امریکاسره دکابل درژيم امنیتي تړون تائيدکړ.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فاریاب : المارکې ۳ټانکونه یورینجرتخریب ۲۰ عسکروته مرګ ژوبله اوښتي
ساعت 9:50 | بازدید : 503 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دفاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې له دښمن سره سخته جګړه شويله سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : نن سهار ۷ بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دتربت په سیمه کې وروسته ترهغه له دښمن سره سخته جګړه ونښته چې په ګن شمېر کې اجیرعسکرسیمي ته راغلل اوپه سیمه کېیې لمړی دڅوتنه کلیوالو کورونه وسوځولجګړه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي دماښام تر ۶ بجوپوري یې دوام وکړدجګړې په مهال ۳ټانکونه اویورینجرموټر په بشپړهتوګه ویجاړشو شل تنه عسکریې مړه اوژوبل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شولاوس سیمه په بشپړه توګه دمجاهدینو ترولکې لاندي دهپه دې اوږدمهاله جګړه کې یوتن مجاهدزخمي او ۲ تنه نوردشهادت لوړمقام ته ورسیدل ، انالله واناالیه راجعون2014/12/9

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


اسرائيلوپه غزه کي جنګي جرمونه ترسره کړي
ساعت 7:44 | بازدید : 501 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

بښني نړیوال سازمان ايمنسټي انټرنيشنل په غزې داسرائیلو بریدونه جنګي جرمونه بللي دي.یادسازمان ویلي، په غزه کي بې له پوځيجواز څخه په قصدي توګه ودانۍ اوکورونه نړول شوي دي او په قصدي توګه دولسي خلکو عام وژنه شوې ده.دمنځني ختیځ لپاره دايمنسټي انټرنيشنل مشر فلپ لوتر په یوه خبري کانفراس کي ویلي، اسرائيلو په تیر اګسټ میاشت کي په غزه کي ډیره بربادي او تباهي جوړه کړې ده او انساني حقوق يې ترپښولاندي کړي دي.نوموړي ویلي، دغزې دبربادۍ او هلته دسلګونو کسانو دوژني عادلانه تحقیق دي وشي او مجرمین دي دعدالت مېز ته راکاږل شي.دلوتر په خبره، اسرائیلو په غزه کي په قصدي توګه عام وژنه کړې ده.په دغزې داسرائیلو په یرغلیزو ۵۰ ورځنیو بریدونوکي چي داګسټ په میاشت کي پای ته ورسېدل تر۲۱۸۹ زیات کسان شهیدان شول، چي زیاتره یې ښځي، ماشومان او ولسي وګړي وو.دحماس او اسلامي جهادپه بریدونو کي داسرائيلوله شمېرو سره سم ۶۷ اسرائیلي پوځیان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، خو دحماس او اسلامي جهاد له راپور سره سم، په دغه ۵۰ ورځنۍ جګړه کي يې په سلګونو اسرائیلي عسکر وژلي دي.داسرائیلو په دغه وحشیانه بریدونو کي په زرګونو فلسطینیان ټپیان شول، ترسلو زرو زیات فلسطینیان بې کوره شول او تر۲۰ زرو زیات کورونه او ودانۍ پکي تخریب او یانیمهتخریب شوې.داسرائيلو په دغو یرغلیزو بریدونو کي غزې ته په ميلیاردونو زیان هم ورسیدو، چي اوس مهال اسرائيل دمرستندویه هیوادونو له لوري دغزې دبیارغولو او جوړولومخه هم نیسي.دیادوني وړ ده، دغزې په جګړه کي امریکالهاسرائيلو سره دبمونو، توغندیو او نورو جنګي وسائلو مرسته کړې وه او دامریکاپه ګډون داروپازیات شمېر هیوادونو په غزې داسرائیلو له یرغل څخه خپل ملاتړ اعلان کړیوو.دحماس او اسلامي جهاد له لوري دتوغندیو دور ویشتلو په مقابل کي چي کله داسرائیلو دفاعي سيسټم له ناکامۍ سره مخ شو، دهمدې جګړې په مهال دامریکاکانګریس دسلګونو میلیونو ډالرو دمرستي ژمنه ورسره وکړه، چي اسرائیل خپل دفاعي سیسټم پرې پیاوړی کړي.امریکاتل له اسرائیلو سره چي دنړۍ یو مجرم او جنګي هیواد بلل کیږي، پوځي مرسته کړې ده او اسرائیلو دامریکاپه مټ په غزې، لبنان او نورو هیوادونو جګړې کړي دي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فغانستان کې د امریکايي ځواکونو قراردي شرکت په ستر فساد اعتراف وکړ
ساعت 7:21 | بازدید : 476 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو لپاره دخوراکي توکیو او نورو اکمالاتو لېږدونکي شرکت د امریکا له دولت سره په قراردادونو کې پر فساد او غبن اعتراف وکړ.د سپریم په نامه نړیوال لوژیستکي شرکت د سویس او متحده عربي اماراتو دوو څانګو منلې ده، چې افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د را نیولو او لېږدولو په یو شمېر قردادونو کې يې فساد کړیدی.د امریکا د بېلابېلو ښارونو د محاکمو له پرېکړو سره سم سپریم شرکت باید څه باندې ۴۳۴ میلیونهډالره جریمه ورکړي، چې شرکت یې هم ورکولو تهچمتووالی ښودلی.سپرېم شرکت په بېلابېلو جرمونو تورن شوی چې پکې غبن، جعل، غلا او فساد شامل دي.د امریکا د عدلیې وزارت وايي د سپریم شرکت د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ په افغانستان کې مېشتونړیوالو امریکايي ځواکونو ته د ۸.۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د خوراکي او نور موادو د خرڅولو او لیږدولو قراردادونه لرل.په دوو جلا دوسیو کې سپریم شرکت او نورو اړوندو څانګو یې منلې چې په افغانستان کې یې مېشتو امریکايي ځواکونو ته یې د تیلو او مالونو د لاریو د لېږد په برخو کې د امریکا د دفاع وزارت ته د پېسو جعلي بیلونه سپارلي دي.دا په افغانستان کې د یوه خارجي شرکت د فساد تر ټولو ستره دوسیه ده چې بربنډه شوې ده.په افغانستان کې دننه د فساد تر ټولو ستره دوسیه د کابل بانک ده چې ویل کېږي، ۹۶۰ میلیونه ډالره فساد پکې شوی.د یادونې وړ ده، د سپریم نړیوال لوژیستکي شرکت هغه نړیوال ستر لوژیستکي شرکت دی، چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته په قراردادي بڼه اکمالات کوي.د امریکا د عدلیې وزارت چارواکو ویلي، چې دوی هوډ کړی، چې له ټولو هغو قراردادیانو سره حساب و کتاب وکړي، چې په افغانستان او عراق کې یې د دوی له جګړو څخه د خپل ځان په ګټه ناوړه استفادهکړې او د امریکايي ولس مالیو ته یې سترګې رډې کړې.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


سپنتا: پاکستان ته د محسود سپارنه د ملي حاکمیت»صریح نقض« دی
ساعت 20:15 | بازدید : 619 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
  • )افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او له امریکاسره د امنیتي تړون له سرسختو پلویانو، رنګین دادفر سپنتا پاکستان ته په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له لورې د محسود سپارنې په تړاو په یوې مقالې کې څرګندونې کړي دي. سپنتا چې د هشت صبح ورځپاڼې له تمویلوونکو څخه دی د ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې يې د »ترهګرۍ ضد« ستراتیژي مبهمه بللې.سپنتا چې هغه مهال د ملي امنیت سلاکار و، پر دې اعتراف کوي چې لطیف الله محسود افغان امنیتي ځواکونو نیولی و؛ خو وروسته ځانګړو امریکايي ځواکونو په زوره له افغانانو اخیستی و: »کله چې افغان امنیتي ځواکونو محسود د تحقیقاتو له پاره کابل ته لېږداوه، د لوګر ولایت اړوندو سیمو کې یې موټر ځانګړو امریکايي ځواکونو ودرولی و او د امنیتي ځواکونو پر شتون سربېره یې لطیف محسود په زوره نیولی و«.سپنتا لیکي چې هغه مهال ده و حامد کرزي د امریکایانو پر دې کار ]په زوره نیونې[ اعتراض وکړ؛خو امریکايي قومندان جنرال دنفورډ د رد ځواب ورکړی و.دا لومړی ځل دی چې رنګین دادفر سپنتا په افغانستان کې د امریکایانو پر کړنو نیوکه کوي او حتا د دوی دا وروستی کار د ملي حاکمیت »صریح سرغړونه« بولي. سپنتا لیکي: »لطیف محسود پهتشه او بې څښتنه ځمکه کې نه دی نیولی شوی، بلکې د افغانستان په ملي قلمرو کې نیول شوی. درېیم هېواد ته یې تسلیمول د افغانستان د ملي حاکمیت صریح نقض دی«.سپنتا وايي چې پخوا افغان حکومت له امریکایانو څخه بهرني اسیران نه ترلاسه کول؛ خو د لطیف محسود قضیه ځکه بېله ګڼي چې د ده په خبره امریکایانو له افغان ځواکونو څخه په زوره»برمته« کړی و.لطیف الله محسود د پاکستان طالبانو مالي مسئول تېر اکتوبر کې د افغان ځواکونو له لورې نیول شوی و چې اوس امریکایانو پاکستان ته وسپاره. د محسود په سپارلو کې افغان حکومت رول نه درلود.د حامد کرزي په حکومت کې سپنتا له امریکایانو سره د امنیتي تړون د ژر لاسلیکېدا له سختو پلویانو څخه و. په یادې مقاله کې سپنتا امنیتي تړون ته کومه اشاره نه ده کړې.iuu
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د څرخي پله زندان څخه ۶۲ بندیان خوشې شول
ساعت 20:6 | بازدید : 649 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

څرخي پله د زندان څخه نن /سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه/ ۶۲ زندانیان خوشې شول.دغه زندانیان د ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په اساس خوشې شوي دي.د سلب ازادۍ پر محلونو د نظارت څارنوالۍ رییس عزیز احمدسرباز نن د څرخي پله زندان دننه په یوې ناستې کې رسنیو ته ویلي چې کوم کسان نن له زندانه خوشې کیږي یا خو يې د بند موده پوره شوې او یا هم د بند موده يې له یوه کاله تر پنځو کلونو پورې پاتې وه چې د ولسمشر د بخښنې له مخې خوشې شول.نوموړي زیاته کړه چې ددغه فرمان په اساس کوم بندیان چې له یوه تر پنځو کلونو پورې د بند موده پاتې وي، ازادیږي او کوم بندیان چې د بند موده یې له لسو کلونو څخه زیاته وي د هغوی په بند کې یو میاشت او ۲۰ ورځې تخفیف کیږي.سرباز پرته له دې چې د خوشې شوو بندیانو په اړه جزییات ورکړي وویل چې دغه کسان په بېلابېلو جرمونو کې په بند محکوم شوي وه.نوموړي له بندیانو وغوښتل چې له خلاصون وروسته دې د قانون خلاف کار نه کوي څو ازادي یې بیا سلب نشي.د سرباز له قوله اوسمهال د هېواد په ښکاره زندانونو کې ۲۶۵۰۰ بندیان موجود دي چې له منځه يې ۷ زره په څرخي پله کې بندیان دي.د زندان څخه خوشې شوي یو بندي نعمت الله پژواک ته ویلي چې د طالب په تور په کندهار کېونیول شو، ۴ کاله بې ګناه په زندان کې واچول شو او ایله نن خوشې شو.نوموړي زیاته کړې چې په څرخي پله زندان کې زښتېزیاتې ستونزې وجود لري. »اطاقونه نشته، درمل نشته، نشيي توکو استعمال ډير دی او د بندیانو دوسیې نه څېړل کیږي«.د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د څرخي پله زندانیانو د زندان دننه اعتصاب وکړ. بندیانو ویل چې دوسیې يې نه څېړل کیږي او هم د دوی په بدل کېنور کسان خوشې کیږي.دوی همدا راز زیاتول چې تر ۹۰ کلونو پورته سپين ګیري هم د طالب به تور اچول زندان ته اچول شوي دي.زندانیانو ګواښ کاوه چې که دوسیې يې ونه څېړل شي او هم هغه کسان چې له کوم جرمه پرته زندان ته اچول شوي خوشې نه شي دوی به خپل اعتصابته دوام ورکړي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 8
بازدید دیروز : 177
بازدید هفته : 185
بازدید ماه : 309
بازدید کل : 99618
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 8
:: باردید دیروز : 177
:: بازدید هفته : 185
:: بازدید ماه : 309
:: بازدید سال : 10975
:: بازدید کلی : 99618