الجـــــــهاد فی سبیل الله
لوگر مرکز ته نژدی په کمپاین میزایل وار شول
ساعت 15:48 | بازدید : 784 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

د اسلامي امارت مجاهدينو د لوګر ولايت مرکز پل علم ته نژدې په خدر سيمه کې د دښمن په کمپاين میزايل وتوغول.

ميزايل چې تېره ورځ ماښام 6 بجې وتوغول شول په ټاکلي هدف لګېدلي او له امله يې دښمن ته تلفات اوښتي دي.

2013-12-15

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لغمان علیشنگ کی یو اربکی قتل او بل ٹپی شو
ساعت 15:45 | بازدید : 1039 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

د لغمان ولايت په عليشنګ ولسولۍ کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د عليشنګ ولسوالۍ په ګلوته سیمه کې يې 2 تنه اربکيان ويشتلي.

اربکيان چې د قومندان تاج ساتونکي وو بيګاشپه 10 بجې د غلچکي بريد په مهال وويشتل شول چې 1 ځای په ځای ووژل شو او بل مرګوني ټپي شو.

2013-12-15

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونڑمرکز ته نژدی د چاپی پر مهال دوه عسکر وژل شول
ساعت 15:40 | بازدید : 655 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

د کونړ ولايت مرکزته نژدې سيمه کې د چاپې په مهال د C.T.P.T دوه تنه عسکر وژل شوي دي.

د راکړل شوي خبر په اساس يادو عسکرو بيګاشپه 11 بجې د اسعداباد اړوند په نو اباد سيمه کې د يو مجاهد په کور چاپه ووهله چې له سخت مقاومت سره مخ شول.

په جګړه کې د 2 عسکرو په وژل کېدو سربېره ګڼ نور ټپيان شوي هم دي او د جګړې په پای کې نوموړی مجاهد هم د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، انالله وانااليه راجعون.

2013-12-15

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په شلگر 3عسکرو ژونذ له لاسه وکڑ
ساعت 15:35 | بازدید : 689 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

د غزني ولايت په شلګر ولسوالۍ کې د وسلوال بريد په مهال د اجيري اردو 3 عسکر ووژل شول.

بريد نن غرمه 10 نيمي بجې په دي وي سيمه کې د اجيري اردو په ګزمه ترسره شو.

د بريد په ترڅ کې 4 نور عسکر مرګوني ټپيان شوي.

2013-12-15

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونڑ مروره کی په 3 پوستو بریدونه وشول
ساعت 15:30 | بازدید : 890 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

له کونړ ولايت نه مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې په مروره ولسوالۍ کې يې د دښمن په 3 پوستو وسلوال بريدونه ترسره کړل.

خبر وايي مجاهدينو نن غرمه خواوشا 12 بجې په ړيدم، مورګام او باغ سيمو کې د اجيري اردو په پوستو هممهال بريدونه ترسره کړل.

د بريدونو له امله د پوستو دانيو ته زيانونه اوښتي او د ړيدم په پوسته کې 2 عسکر سخت ټپيان شوي.

2013-12-15

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننګرهار : خوګياڼوکې ماين ټانګ او 6 پوليس له منځه يوړل
ساعت 15:22 | بازدید : 642 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

د اسلامي امارت مجاهدينو د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو زغروال ټانګ په ماين والوزاوه.

ټانګ چې نن ماسپښين 1 بجه په سرډاګ خوګي چينو ته نژدې دچاودني ښکارو په مکمل ډول له منځه لاړ.

د عيني شاهدانو په وينا چاودني په ټانګ کې ناست 6 تنه پوليسو ټول ځای په ځای ووژل.

2013-12-15

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


میدان ودگ چک کی5 عسکر وژل شوی او5ٹپیان
ساعت 15:12 | بازدید : 1225 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

د ميدان وردګ ولايت له چک ولسوالۍ نه د اجيري اردو په ګزمه د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي په ګزمه نن سهارمهال 8 بجې د بمبو په سيمه کې د سپکو او درنو وسلو بريد وشوچې د غرمې تر 11 بجو پوري يې دوام وکړ.

په دې مخامخ جګړه کې د اجيري اردو 5 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 6 نور يې مرګوني ټپيان شول.

مجاهدينو 1 ميل شل ډزی او يو شمېر مهمات غنيمت کړي، په جګړه کې 3 مجاهدين سر سرکي ټپيان شوي دي.

2013-12-15

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندز جهار دره کی ماین چاودنی 3 اربکیان مڑ او ژوپل کڑل
ساعت 15:8 | بازدید : 736 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

له کندز ولايت نه د ترلاسه شوي خبر له مخې د چهار درې ولسوالۍ په نو اباد سيمه کې د اربکيانو په ګزمه درنه چاودنه شوې.

اربکيان نن غرمه 12 بجې په سيمه کې په پلي ګزمه بوخت وو چې ماين پرې وچاودېد.

چاودني 1 اربکی ځای په ځای وژلی او 2 يې سخت ټپيان کړي.

2013-12-15

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


زابل نوبهار ولسوالی په وادنی او امنیتی پوستو بریدونه وشول
ساعت 18:35 | بازدید : 940 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

دزابل ولایت له نوبهارولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن ماسپښین 2 بجې د یادي ولسوالۍ په ودانۍ اودمشیزو په امنیتي پوسته ددهشکوپه مټ بریدترسره شو

په بریدکې په نښه شوي هدفونه لګیدلي چې له امله یې دښمن ته تلفات اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده ترلاسه شوي

2013/12/14

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


شهیدته شپږلوی انعامونه تفصيل نېټه: شنبه, 14 دیسمبر 2013 09:39 لیکوال: سیدسعید بـــــرخه: نوري مق
ساعت 18:21 | بازدید : 789 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

دمشکواة المصابیح دکتاب الجهادپه یوه مبارک حدیث کي دخدای جل جلاله په لارکي شهیدشوي ته د شپږوجایزودورکړي په اړه په لاندي ډول ذکرشوي دي.

وعن المقدام بن معدیکرب قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم للشهیدعندالله ست خصال یغفرله في اول دفعة ویرای مقعده من الجنة ویجار من عذاب القبر ویامن من الفزع الاکبر ویوضع علی راسه تاج الوقار الیاقوتة منها خیر من الدنیاومافیها ویروج ثنتین وسبعین زوجة من الحورالعین ویشفع في سبعین من اقربائه .رواه الترمذي وابن ماجه

مقدام بن معدیکرب رضی الله عنه روایت کوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : «الله تعالی شهیدته شپږ شیان ورکوي هغه داچي دویني داول څاڅکي توئیدوسره بخښنه ورته کوي ،په جنت کي خپل مقام ورته ښکاره کوي ،دقبرله عذاب څخه نجات ورکوي ،دقیامت په ورځ له هغه لوی ډارڅخه امن ورکوي چي اهل النارته واورته دداخلیدوامرکیږي او....،دشهیدپرسرباندي دیاقوتو داسي تاج ایښودل کیږي چي تردنیااومافیهاغوره وي، دوه اویاحوري چي غټي توري سترګي یې وي ورپه نکاح کیږي ،اوداویاتنوقریبانوشفاعت به کوي».

وعن ابي هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم الشهیدلایجدالم القتل کما یجداحدکم الم القرصة .رواه الترمذي والنسائي والدارمي .

دنبوي احادیثوسترشیخ حضرت ابوهریرة رضی الله عنه وایې چي انحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي :« شهیددقتل دومره اندازه دردنه احساسوي لکه په تاسي یوڅوک چي دکیکي اویامیږي لخوادچیچلوله امله کوم دردمحسوسوي» .

وعن ابن عباس ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لاصحابه انه لمااصیب اخوانکم یوم احدجعل الله ارواحهم في جوف طیر خضرتردانهارالجنة تاکل من ثمارها وتاوی الی قنادیل من ذهب معلقة في ظل العرش فلما وجدواطیب ماکلهم ومشربهم ومقیلهم قالوامن یبلغ اخواننا عنااحیاءفي الجنة لئلایزهدوافي الجنة ولاینکلوا عندالحرب فقال الله تعالی اناابلغهم عنکم فأنزل الله تعالی ولاتحسبن الذین قتلوفي سبیل الله امواتا بل احیاء عندربهم یرزقون .رواه ابوداود

دحضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چي نبي اکرم صلی الله علیه وسلم خپلواصحابورضوان الله علیهم ته وویل چي :« ستاسي دهغو وروڼوچي داحددغزاپه ورځ شهیدان شول روحونه الله تعالی دزرغونومرغانوپه ججوروکي کښېښودل، دجنت ویالوته ولیږل شول دجنت مېوې خوري پکي ګرځي اوبیادسروزروهغوقندیلونوته ستنیږي چي په عرش معلی پوري ځوړند دي ،کله چي دوی دښه خوراک، څښاک اواستراحت ځای سره مخ شي نووایې چي څوک به زموږوروڼوته زموږحال ورسوي چي موږژوندي اوپه جنت کي یو، ددې لپاره چي دوی دجنت ترلاسه کولوته تشویق شي اودجګړې له میدانه ونه ګرځي، نوالله تعالی ورته ووایې چي :زه به دوی ستاسوله حال څخه خبرکړم، نووروسته بیاالله تعالی په همدې اړه دغه مبارک ایت نازل کړچي ولاتحسبن الذین قتلوفي سبیل الله امواتابل احیاء عندربهم یرزقون تاسي پرهغوکسانودمړوګومان مه کوئ چي دخدای جل جلاله په لارکي وژل شوي وي، دوی مړه نه بلکي ژوندي دي اودخپل رب له لوري رزق ورکول کیږي ».

سبحان الله ! شهادت څومره اوچت مقام دی اودشهیدانوڅومره لوړشان دی چي دکائیناتوپالونکی یې دمړوبللوڅخه نهي فرمایې ،رزق ورکوي ، دعالم برزخ له عذاب څخه نجات ورکوي ،دحساب دورځي له هیبته یې ساتي ،ارواحونه یې دجنت په باغونواوقصرونوکي منظرې کوي، دجنت مېوې خوري اودجنتونوپه بیلابیلومنازلوکي سیروسیاحت کوي.

موږته خدای جل جلاله دشهادت ترلاسه کولوخوراښه زمان ومکان مساعدکړی دی ځکه کفاروموپرهیوادیرغل کړی، اسلامي نظام یې له منځه وړی، په لسهاووزره مسلمانان یې بندیخانوته اچولي ،شهیدان کړي اوشکنجه کړي دي . چي له یوې خوادهمدې متجاوزینوسره جهاد کول فرض عین دی اوله بلي خوا که فرضا جهادفرض نه مستحب وبلل شي نوبیاهم نسبتاترنوروعباداتوجهادته داولیت اواولویت حق ځکه ثابت دی چي په جهادکي دلږوخت فضیلت او اجرونه په نوروعباداتوکي په ډیروخت اوزحمت هم نه شي ترلاسه کیدای .

راځئ چي دخپل خالق سره پرکړوژمنوباندي وفاوکړو دجهاد فریضي داداکولوپه موخه دجهادمورچلونوته ولاړشو خپلي غاړي خلاصي کړو،داسلام دښمنانوته پیغام ولیږوچي مسلمانان دومره بې همته نه دي چي له خپل حریم څخه دفاع کي زړه نازړه دي ،بلکي عملاورته وښیوچي موږ له مرګه نه ډاریږودخدای جل جلاله په لارکي شهادت مولویه ارزوده اودخپلواسلافوهغه تاریخي زرینه ویناورته وړاندي کړوچي :

«موږدالله تعالی په لارکي د شهادت سره دومره مینه لرولکه تاسي چي دشرابوسره ».

دالله تعالی په دربارکي شهادت دومره منظوراومقبول دی چي که کوم بنده یې دزړه له کومي ترې وغواړي همداعالي مقام ورکوي ولوکه پرخپله بستره یې ملک الموت ته ارواه سپارلې وي .

وعن سهل بن حنیف قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من سأالله الشهادة بصدق بلغه الله منازل الشهداءوان مات علی فراشه رواه مسلم

سهل بن حنیف رضی الله عنه دنبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چي هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي :« څوک چي دزړه له کومي له الله تعالی څخه دشهادت غوښتنه وکړي الله تعالی به یې دشهیدانومنازلوته ورسوي که څه هم پرخپل فرش باندي مړشي ».

یارب العالمین !موږته توفیق اوهمت راکړې چي ستاپه لارکي په ځان ،مال ،ژبه اوقلم سره جهادوکړو!، یاالله لکه څنګه چي ستانازولی استازی رحمة للعلمین محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایې چي دمسلمانویوټولۍ به ترقیامته پوري جهادکوي اوخردجال به وژني موږدهماغي ټولۍ سره مله وساتې !یاالله موږته ستاپه لارکي قبول شهادت رانصیب کړې!امین ثم امین !

ماخذ:[مشکوة المصابیح دوهم جلدکتاب الجهاد]

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری

خوش آمديد ميهمان


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 10
بازدید دیروز : 56
بازدید هفته : 344
بازدید ماه : 66
بازدید کل : 99375
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 10
:: باردید دیروز : 56
:: بازدید هفته : 344
:: بازدید ماه : 66
:: بازدید سال : 10732
:: بازدید کلی : 99375