الجـــــــهاد فی سبیل الله
خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت-د نرمي په اړه څو کیسې ):
ساعت 19:54 | بازدید : 1127 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
فضيل بن عياض -رحمه الله- ته چا وویل: سفيان بن عيينة د پاچا انعامونه اخلي ده وویل: هغه اوس هم له خپل حق نه کم شی اخلي، کله چې یې سفیان یواځي ولید ورته غوسه شو او سختې خبرې یې ورته وکړې، هغه ورته وویل: یا ابوعلي زه که د نیکانو له ډلې څخه نه یم له نيکانور سره مینه لرم، د دې کیسې مطلب دا ده چې فضیل د سفیان په اړه نرم چلند غوره کړ خلکو ته یې د هغه له خوا عذر وويلې چې هغه د ډیر انعام وړتیا لري خو مخامخ یې هغه ته حقه او مناسب خبره وکړه او دا د یوه عالم د بل په اړه خواخوږي، نرمي او رښتینې مینه ده، که څه هم نن سبا موږ اُلټه روان یو مخامخ خوږې او نرمې خبرې سره کوو او په غياب کې د یوه بل بیخ او بنیاد له منځه اوباسو، الي الله المشتکي.حماد بن سلمة رحمه الله وايي: په صلة بن أشيم باندي یو سړی تېرېدی هغه خپل څادر زړولی و، د ده شاګردانو نیت وکړ چې په سختي سره یې ونیسي، صله ورته وویل: تاسو یې ما ته پرېږدئ زه ورسره پوهیږم ، ده ورته وویل: زما وریره ! زما یو حاحت به راپوره کړې؟ هغه ورته وویل: ستا څه حاجت دی؟ ده ورته وویل: که مهرباني وکړې څادر مویو څه درپورته کړئ، هغه ورته وویل: په سترګو او څادر یې پورته کړ، صله خپلو شاګردانو ته وویل: که له دې سړي سره مو سختي کړې وی نه به یې څادر پورته کړی و او ښکنځل به یې هم درته کړې وې.محمد بن زكريا الغلابي وایي: عبد الله بن محمد بن عائشة ته ورغلم چې د ماښام له لمانځه وروسته لهجوماته راوتلی و او کور ته روان و، په لاره کې یې د قریشو یو مست او نېشه ځوان ولید چې یوه ښځه یې نیولې وه او کشوله یې، ښځې له خلکو مرسته وغوښتله خلک ورته راجمعه شول او د ځوان پهډبولو یې پیل وکړ، محمد بن زکریا چې ځوان ولید ویې پیژاند او خلکو ته یې وویل: زما له وراره نه لیري شئ، بیا یې هغه ته وویل: وراره ! زما خواته راشه ځوان وشرمیدی او ورغی هغه په غیږ کې ونیو او ورته کړه یې : زما سره راځه، ځوان له ده سره ولاړ او کور ته یې بوتلو، کور یې خپلو هلکانو ته وویل: دی دي له تاسو سره شپه تېره کړي چې سهار راپورته شي په خبره یې پوه کړئچې داسي بد کار دي کاوه، له هغه وروسته یې خپلکورته مه پریږدئ ما ته یې خامخا راولئ، شپه یېوکړه سهار چې راپورته شو هلکانو یې کیسه ورته وکړه قریشي ځوان ډیر خپه شو وشرمیدی او ویې ژړل، وروسته یې اراده وکړه چې کورته ولاړ شي هلکانو ورته وویل: چې محمد بن زکریا ویل چې زما سره به ویني.قریشي ځوان چې محمد ته ورغی هغه ورته وویل: ته له ځانه نه شرمیږې او تا ته له خپل نسب او شرافته حیا نه درځي؟!! له الله ووېرېږه او له شرابو لاس واخله، ځوان سر ښکته اچولی و او ژړلیې، وروسته یې سر راپورته کړ او ویې ویل: له اللهسره مې وعده ده داسي وعده چې په اخرت کې به یې پوښتنه رانه کوي زه به له نن وروسته شراب ونه څښم او ټول عمر مې توبه ده، محمد ورته وویل لیږ رانږدې شه، دی ورنږدې شو او په سر یې ښکول کړ، دې ځوان له دې وروسته له محمد نه د حدیثو درس پیل کړ او له ده نه به یې حدیث لیکل، دا مست قریشي ځوان د محمد بن زکریا په نرمي سره د حدیثو شاګرد وګرځیدی وروسته به محمد ویل: خلک په ښو امر او له بدو منعه کول کوي خو د دوی دا ښه کار بده پایله ورکوي، ځکههغوی له نرمي کار نه اخلي تاسو باید خامخا نرمي خپله کړئ او په نرم چلند سره خپلو ټولو موخو ته په اساني سره رسیدلی شئ.فتح بن شخرف وايي: یوه سړي یو ځای یوه ښځه ونیوله چاړه یې په لاس کې وه ډیر قوي سړی و چې څوک به د ښځې د خلاصولو په نیت ورنږدې شو هغه به په چاړه وواهه، خلک همداسي ولاړ وو نشوی ورنږدې کیدلی او ښځې نارې وهلې، په دې حال کې بشر بن الحارث په دې لار راغی، دې سړي ته ورنږدې شو د هغه له مټې سره یې مټهولګوله سړی په ځمکه ولویدی دی روان شو، او ښځه په خپله مخه ولاړه، خلک سړي ته ورنږدې شول هغه په ځمکه پروت و په خولو کې غرق و خلکو پوښتنه ور نه وکړه چې څه چل دی؟ ده ورته وویل: نه پوهیږم هغه شیخ چې راغی اوږه یې راسره ولګوله، او راته ویې ویل: الله تا او ستا دې عمل ته ګوري، د ده په دې خبره مې پښې کمزورې شوې او سخت ووېریدم، نه پوهیږم دا سړی څوک و؟! خلکو ورته وویل: هغه بشر بن الحارث و، سړي وویل: اه زما بد مرغې ورځې له نن وروسته به زه هغه ته څنګه ګورم. إحياء علوم الدين، 2/ 335.د نرمي په اړه د امت د لویانو او د اسلام د سترو داعیانو خورا په زړه پوري او خوندورې کیسې شتون لري، که څوک غواړي ښو اخلاقو، سړيتوب او د الله دین ته په اغیزمنه توګه خلک راوبولي له ښه وعظاو حکمت سره باید له ډیري نرمي نه کار واخلي له نرمي پرته په دې لاره کې پرمختګ نه شي کیدلی، متاسفانه نن سبا ډیر داسي علماء او داعیان شته چې له خلکو سره سخت او تروش چلند خپلوي، د الله د دین او اخلاقو د بیانولو په مهال مسلمانان په نامناسبو او آن سپکو الفاظو مخاطـبوي، داراز په مجالسو او ناستو کې خلک ترټياو سپکوي، دا لاره او دا ډول چلند په ښکاره توګه د نبوي سنت او دعوتي حکیمانه اسلوب مخالفت او بغاوت ده، د الله دین او د رسول الله اخلاقو ته د خلکو رابللو له پاره قراني او نبوي اسلوب خپلول لازمي دي او د دې اسلوب خپلولو له پاره که داعي خپل تمايلات او ناسم چلند تغیر نه کړي په خپل مزاج بوختیا یې ګټوره نه ده او نه به په دې لاره که ښې پایلې ترلاسه کړي.رسول الله صلی الله علیه وسلم به آن له یهودو سره نرم او مناسب چلند کاوه، دلته په دې اړه یو روایت را اخلم: عروه بن الزبیر وایي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم ميرمني عائشي وویل چې د یهودو څو کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل د راننوتلو په مهال یې وویل: السام علیکم، عائشه وایي زه یې په مطلب پوه شوم په ځواب کې مې ورته وویل: وعليکم السام واللعنه، داوایي: رسول الله راته وویل: عائشي! ګذاره او نرمي کوه، الله په هر کار کې نرمي خوښوي، ما ورته وویل: يارسول الله؟ تا د دوی خبره واوریدله څه یې وویل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:خو تا هم “وعليکم ” ورته وويلې.عن عروة بن الزبير أن عائشة -رضي الله عنها- زوج النبي -صلى الله عليه وسلم- قالت: دخل رهط من اليهود على رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقالوا: السام عليكم، قالت عائشة: ففهمتها فقلتوعليكم السام واللعنة، قالت: فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: مهلا يا عائشة إن الله يحب الرفقفي الأمر كله فقلت: يا رسول الله أو لم تسمع ما قالوا؟ قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: قد قلت وعليكم. أخرجه البخاري، 5/ 2242، برقم: 5678.یهودو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکه خبره او ښېرا وکړه، السام علیکم یعني په مرض اخته شئ، کله چې عائشي په ځواب کې زیاتی وکړ یعني “واللعنة ” یې هم زیات کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا د نرمي خلاف کار وباله او هغه یېمنعه کړه. یعني د مسلمانانو له سترو دښمنانو یهودو سره هم رسول الله نرم چلند کاوه او همدا د دعوت په لاره کې نبوي اخلاق دي.ابن تيمية رحمه الله وایي: څوک چې په ښو امر او له بدو منعه کوي هغه ته په کار ده چې په څه شي امر کوي یا له کوم شي منعه کوي؛ د هغه په حکم به پوه وي، دا راز په نرمي سره به په یوه شي امر کوي او په نرمي سره به له یوه شي خلک منعه کوي، په کوم شي یې چې امر کړی وي یا منعه د هغه په اړه به یې سینه پراخه او حلیم به وي. دا ځکه چې ښه او بد باید لومړی وپیژندل شي نو داعي باید فقیه وي، او نرمي ځکه لازمي ده چې نرمي هدف ته د رسیدلو غوره، اسانه او اغیزمنه لاره ده نو باید داعي نرم وي. او حلم ځکه ضروري ده چې د دعوت په لاره کې په رامنځته کیدونکو ستونزو صبر وکړي نو داعي باید حلیم او صابر وي. لکه قرانکریم وایي: ﴿وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ﴾ ]لقمان: 17[، مجموع الفتاوى،15/ 167استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د یوه شهید ویر :
ساعت 19:22 | بازدید : 546 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ژباړه: محب الله وثیقلښکر د جګړې له ډګر څخه د راستنېدو په حال کې وو، کلیوال د لښکر مخې ته له خپلو کورونو څخه لارو او کوڅو ته راووتل، او دخپلوانو د راتلو لار یې څارله.دکلي د نورو مېرمنو په څېر د جعفر)رض( مېرمنې هم د خپل خاوند د راتلو لپاره دروازې ته سترګې نېغې نېولې وې، د کور له کار نه یې د وخته لا ځان خلاص کړ، ماشومان یې ولمبول، او سرونه یې په تېلو ورغوړ کړل، ښکلې او ښايسته جامې یې ورواغوستې، او د خپل پلار راتلو ته هوسېدللښکر کلي ته راورسېد، مجاهدین خپلو کورونو ته لاړل، خو د جعفرطیار )رض( مېرمن لا هم د خاوند دراتلو لپاره د انتظار شیبې شمارلې، ګړۍ ورسته دروازه وټکېده، په بېړه ورغله، که ګوري چې نبي کریم )ص( ولاړ دي، او کورته د راتلو اجازه یې وغوښته، هغې هم اجازه ورکړه، نبي کریم )ص( په داسې حال کې چې مخ باندي یې نرمه غوندي پرده غوړولې وه، او ډېر غمجن ښکارېده، کورته راغی، د جعفر مېرمنې )اسماء( هم د جعفر )رض(په اړه د پوښتنې جرأت ونه کړای شو.نبي کریم )ص( یو ګړۍ پټه خوله ولاړ وو، ورسته یې کړل: د جعفر ماشومان راته راوغواړه!ماشومانو چې د نبي کریم )ص( غږ واوریدی، نو د مرغانو په شان باندي روالوتل او ټینګ ورپسې ونښتل، نبي کریم )ص( هم ټینګ په غېږ کې ونیول، او په سر یې لاس ورتېر کړ، په داسې حال کې چېله سترګو یې اوښکې رواني وي…اسماء ورته وویل: د خدای رسوله! آیا تا د جعفر په اړه څه اوریدلي چې داسې ژاړي؟ویل: هو، جعفر نن شهید شو…!نبي کریم »ص« لا خبره نه وه پوره کړې چې اسماءپه ژړا پيل وکړ، چیغې یې کړې … د جعفر زامن همځای په ځای هک پک ودریدل، او نه پوهېدل چې دا څه اوري؟!نبي کریم )ص( له سترګو نه اوښکې پاکې کړې اوپه ژړغوني اواز یې وویل: اللهم أخلف جعفرا فی ولده… اللهم أخلف جعفرا فی أهله..! ))خدایه ته یو بل جعفر په کي پيدا کړې…((ورسته یې زیاته کړه: »هوکې، جعفر مې په جنت کې ولید چې دواړه لاسونه یې په وینو لړلي او پښې یې رنګېدلې وې«

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لوګر : ازره کې ۴ عسکر مجاهدينو سره يو ځای شول
ساعت 19:2 | بازدید : 444 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له اطلاعاتو سره سم د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې ۴ تنه عسکر له مجاهدينو سرهيو ځای شوي دي.له اطلاعاتو سره سم عسکر شير اغا د سالم زوی، نقيب الله د زمين زوی، سلامت او سلام خان د باز محمد زامن تېره ورځ له مجاهدينو سره يو ځای شول.2014-12-08

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فراه : فراه رودکې ددښمن دظلمونوپه وړاندي دخلکوله لوري مظاهره روانه ده
ساعت 18:58 | بازدید : 458 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

فراه ولایت له فراه رود ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار دیادي ولسوالۍ دبازار ددوکاندارانوپه شمول په سلګونو ملکي وګړو داجیري ادارې دچارواکوپرخلاف پراخه مظاهره پیل کړي چې اوس هم دوام لريدمظاهرچیانوله لوري دکندهارهرات لویه لاره دترافیکوپر مخ بنده دهاولسي وګړو وروسته ترهغه په مظاهرو لاس پوري کړ چې په سیمه کې دقومندان خدایداد ایله جاریانو په عاموخلکو ظلمونه پیل کړل اوتېره ورځ یې ګڼ شمېر دوکانداران ووهلپه سیمه کې ددښمن عسکر له خلکو په زوره پیسي غواړي او هره ورځ عام وګړي وهي ټکوي اوپه دې سربېره یې په سیمه کې دموټرسایکلو پهګرزیدلو بندیزلګولی چې خلک یې له یولړستونزو سره مخ کړي2014/12/9

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هر شی فنا کیدونکی دی !!
ساعت 16:43 | بازدید : 544 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دد دنیا پر مخ هر هغه شی چی تخلیق شوی وی یا جوړ شوی دی ، حیه وی که غیر حیه ، ګرځیدونکی وی او که الوتونکی وی فنا او زوال ورته شته او یوه ورځ به ددی نړۍ څخه ورکیږی او لیری کیږی.هر یو څیز یو آخر لری. هیڅ یو شی دایم نشی پاتی کیدلی او نه ددایم ژوند لپاره پیدا دی-که الهی تخلیق شوی وی او که انسانی جوړ شوی وی. خو یوه خبره شته هغه دا چی دا نده مالومه چی کله او څه وخت به فنا کیږی؟ ددی علم یواځی او یواځی الله سره دی.په قران کریم کی الله جل جلاله فرمایی : كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ]القصص:88ترجمه: هر شی ته فنا شته مګر دهغه د مخ )ذات( څخه.د هر څیز لپاره یو ټاکلی نیټه )اجل(شته ، کله چییی اجل یا ټاکلی نیټه راورسی نو یوه ثانیه بههم نه مخکی او نه وروسته شی. یوه ثانیه خو لا ډیره ده بلکه د مایکرو او مایکرو ثانیی څخه هم نشی مخکی او وروسته کیدلی. الله جل جلا له فرمایی :ولكل أمة أجل فإذا جاء أجلهم لا يستأخرون ساعة ولا يستقدمون . القراناو هر امت لپاره یو ټاکلی نيټه شته ، کله جی یی نیټه راورسیږی نو یوه لحظه به نه وروسته شی او نه مخکی.انسان او مسلمان ته چی دا مالومه ده چی یوه ورځ د فنا کیدونکی شته نو بیا ولی الله جل جلا له طرف ته رجوع نه کوی؟لکه چی قران کی الله فرمایی : ‏أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ . سورة المؤمنونترجمه: ایا تاسی ګومان کوۍ چی تاسی عبث پیدا شوی یاست او تاسی به الله طرف ته نه ورځۍ.نه داسی نده. موږ نه عبث پیدا یو او نه پدی ژوندددنیا کی دایمی پاتی کیدونکی یو . الله جل جلاله موږ د خپل عبادت لپاره پیدا کړی یو او یوه ورځ هغه ته ورتګ دی. نو بیا موږ ولی دومره بی غورهیو چی موږ تامالومه هم ده چی نه عبث پیدا شوی یو او نه تل پاتی کیدونکی یو!!!د بیلګی په توګه که یو شاګرد/محصل ازموینه لری او دی قراری خوبونه وهی او درس نه وایی ، خپلی چکری وهی ، لهو لعب کی اخته وی- او سبا دی امتحان کی بی له کومی تیارۍ او درس ته کینی، څه فکر کوۍ دې به کامیاب شی. دده تمهبه دا وی چی ما به استاذ او معلم کامیاب کړی او بل صنف او سمستر ته به ولاړ شم؟هر ګز نه!!!نو چی په دی دنیا کی د انسان سره دومره غم وی چی د یو وړوکی مضمون لپاره شپی شوګیروی ، ورځی ناارموی او درس ورته وایی؟ دا د څه لپاره؟- یواځی او یواځی چی ناکام نشم او کامیابی می په برخه شی؟خو که ناکام شی څه به وشی؟ یو کال یا یو سمستر به ضایع شی او بس؟ یو کال یو سمستر خو دومره لوی عمر ندی؟موږ سره د شپږو میاشتو او یو کال غم شته خو د هغه ابدالابد ژوند چی نه ختمیدونکی ژوند دی-هغی لپاره موږ څه کړی ، څه مو تیار کړی ؟ څومره خواری مو کړی؟ آخر ولی موږ له دین نه لیری پاتی شوی یو؟د قیامت په ورځ به الله جل جلاله مرګ د یو ګډ په شکل راولی او ذبح به یی کړی-بیا به اعلان وشی چی نن ورځ مرګ ختم شو. او ابدالابد زنګی بهپیل شی.انسان ته چی د هدایت کتاب شته او هغی کی ښه په واضحو ټکو کی لیکل شوی چی انسان به مرې او الله جل جلاله ته به یوه ورځ ودریږی نو بیا ولی انسان هغی دایمی او نه ختمیدونکی ژوند ته تیاری نه کوی؟یو عام مثال به واخلو : که چیرته موږ یو انټرویو لرو هغه که د وظیفی لپاره وی یا د بل څه لپاره وی – موږ ورته څومره پریشانه یو چی څنګه پوښتنی ، کوم موضوع کی رانه سوالونه کوی؟چی یو سړی د انسان سره د مخ کیدو لپاره دومره تیاریانی کوی چی شپی او ورځ ته نه ګوری او درس او لوست ورته کوی .نو دهغه رب چی هغه رب العالمین دی ، مالک الملک دی ، دهغی سره زموږ د مخکیدو او انټرویو لپاره موږ کومی تیاریانی کړی، حال دا چی الله جل جلا له سوالونه هم مخکی له مخکی بیان کړیدی خو د هغه شته او بیان شوی سوالونه ته موږ شا کړی او ډیرې پری ناخبر هم یو؟هر نفس او هر ژوندی څکونکی د مرګ دی، یوه ورځ به دی ، ددی فانی ، بی وفا او نامرده نړۍ څخه یو ورځ ځو !! نو بیا ولی انسان الله جل جلا له طرف ته رجوع نه کوی او دهغه بیان شوی سوالونه نه یادوی؟ او نه یی تکراروی .الله جل جلا له په قران کی فرمایی ؛ کل نفس ذایقهّ الموت …..دعلی کرم الله وجهه به دا شان وو چی کله به مقبری ته تلو نو دومره به یی ژړل چی ږیره مبارکه به یی د اوښکو لمده شوه. صحابه کراموبه عرض وکړو چی یا امیرالمومنین: تاسی ته چی کله د آخر/ دوزخ ذکر وشی دومره نه ژاړۍ خو په قبر لیدو سره تاسی ډیر ژاړۍ.علی کرم الله وجهه ورته اوفرمایل: چی دا قبر د خاورو یو ډیری مه ګڼۍ. دا د جنت د باغیچو نه یوهباغیچه ده او د دوزخ د کندو نه یوه کنده ده، که په دی مرحله کی څوک کامیاب شو نو نوری مرحلی یی کامیابی دی.یو حدیث مفهوم دی چی یو سړی به شهید نه ویخو دی به د شهیدانو صف کی راولاړیږی. صحابه کرامو عرض وکړ: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا څنګه کیدی شی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ، دا هغه څوک دی څوک چه مرګ ډیر ډیر یادوی.انسان چه کله دی دینا کی وی هر څیز ورسره ملګرتیاکوی، مال ، متاع ، دوستان،خپلوان، سرمایه او نور دژوند اړ شیان – خو کله چی دا دوه سترګی پټی کړی بیا نو ده سره یو څو مخصوص شیان پاتی کیږی. ځینی یی ورسره تر روح پوری وی، ځینی تر قبره پوری ،ځینی یی تر اخرت پوری او ځینییی تر حساب او کتاب ورځی پوری.څلور شیان داسی دی چی انسان سره تر څه ملګرتیاکوی.لمړی: د هغه مال، متاع، سرمایه، پوله پټی، جایداد،جاګیر او نور مادی شیان چی انسان ورسره په ژوندکی ډیر خوند او رنګ اخیستی وو او ددی لپاره یی ډیری هلی ځلی کړی وی ، ډیر کارونه البته دینی کارونه یی ورته پریښی وو خو خبر یاست چی دا شیان تر کومه دانسان سره ملګرتیا کوی؟ یواځیاو یواځی تر هغی چی انسان کی روح وی او دی ژوند وی خو چی کله یی دا سترګی ورپټی سی او روح یی قطع شی بس سمدستی ارتباط پری کوی.دوهم د هغه ښځه، مور، پلار، خپل خپلوان، ملګری اودوستان دی. دا ههغه خلک دی چی دوۍ یی تر قبرهرسوی . په یوه لویه تیاره شوی کنده کی یی غورځوی او ډیرې ډیرې خاوری پری اړوی – ددوۍ یاری او ملګرتیا همدلته ختمیږی.دریم: د هغه اولاد ، او صدقه جاریه ده. نیک اولاد ییکه زیږولی او روزلی وی نو دا یو صدقه جاریه ده. دعا او کوم نیک کارونه یی چی اولاد کوی ، مړی ته به پکی پوره پوره حصه رسیږی. بله دی سړی که چیرته د خیر کار کړی وی ، لکه مسجد یی اباد کړی وی، پل یی ساز کړی وی ، یا مدرسه او داسی نور خیریه او فلاحی کارونه یی کړی وی تر څو چی دا شیان باقی او خلک تری ګټه پورته کوی ، ثواب به یی مړی ته رسیږی.څلورم او اخیرنی ملګری یی نیک اعمال دی . انسان سره نیک اعمال تر د حساب او کتاب ورځی پوری درومی او تر هغی یی نه پریږدی تر څو یی د رب العزت دربار ته مخ کړی نه وی او د هغه شفارس یی نه وی کړی او دا یی اصلی او دایمی ملګری دی.انسان ته لازمه ده چی په دی لنډ ژوند کی داسی ملګری انتخاب کړی چی بیا یی په کار راشی او دقیامت په ورځ د هغه شفارسی وګرځی نه هغه ملګری چی یی بیا د مرۍ طوق وګرځی او د عذاب سبب یی شی.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


نیم رئیس جمهور او د یو امپراتور خوبونه!
ساعت 16:35 | بازدید : 607 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

استاد محمد زمان مزملپرون یو تلویزون د ارګ په روایت وویل چې داکتر اشرف غني ویلي دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.د ډاکتر د دې خبرې نه معلومیږی چې د کابل مشران د پخوا په شان ډېر ناوخته له خوبه راپاڅېږي او بیا چې راپاڅي هغه یې له خولې اوځي چې په خوب کې یې لیدلي وي.ډاکتر صاحب لکه چې پرون بیده وه چې د جان کیري فرمان ته یې د یوه دوه سري حکومت پهمنلو د یوه داسې بدرنګې ادارې او بې اتفاقه مسیر اجازه ورکړه چې نه پکې دی د دې هېواد له مشرۍ نه خوند واخلي او نه به پکې ملت له زړه پر هغه باندې د یوه ریښتینې مشر مینه ماته کړي.ډاکتر صاحب په همدې کانفرانس کې د پروني کرزي په نیمه هم ځای نلري او دې خپله تر هر چا ښه پوهیږي چې امریکا د ده حکومت پورې داسې چچ وتاړه چې د یوه عادي قوماندان بدلول هم په کابل کې خلک د خپل کمیدي حکومت په کردار تکرار خندوي.په داسې لویو قضایاو کې هېڅوک او بیا هغه څوک چېد امریکا د ملاتړ او حضور پرته پخپله خاوره کې وزننلري د دې حق نلري چې ووايي چا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.د اجازې کلیمه د ۱۸پيړۍ د مړو امپراتورانو سره د خاورو لاندې شوه د دې خبرې ویل او عملي کول اوس ګران دي.داکتر صاحب په هاغه اوله ورځ کې په افغانستان کې د بې اتفاقۍ هغه ازغي وکرل چې دی به پخپله پکېیو کال وروسته د تلو توان ونلري.په دویم قدم کې داکتر اشرف غني هغه ورځ چې د امریکا سره یې د امنیتي تړون په ۲۴ساعته کې امضا کاوه په دې نه پوهیده چې دا پکې د بې اتفاقۍ هغه کمزوری کار و چې کرزي پکې د خپلې ټولې کمزورۍ باوجود ځان په تېرو ۱۴کلونو کې وساته.د شوروی سره د تېرو نظامي تیروتنو سوابقو ته یو لنډ نظر ښيي چې په ملتونو باندې تپل شوي نظامونه همیشه د همدغسې تړونونو په سلسله کې خپله واکمني په ملتونو تپلي دي ولې ملتونه د دغسېنظامونو او د دغسې تړونونو نه په مناسبه فرصت کې دغسې ځان ژغوري لکه افغانانو چې د دغو تړونونونه ملت وژغوره.دلته په افغانستان کې د یوه واحد ملت د جوړولو او یا ساتلو قضیه څومره د حکمرانانو صحیح فهم تهضرورت لري هغه د دغو حکمرانانو د اجازې او یا نه اجازې پورې تړلې نه ده.که څه هم د امیر امان الله خان په تګ په افغانستان کې ارګ ته مناسب حکمرانان نه دي ننوتلي ولې بیاهم نادر خان او سردار محمد داود خان پکې دا تهذیب خپل کړی و چې کم له کمه د یو محب الوطن حکمران په حد کې د ارګ له تنهاکوونکي جاذبې نه بهر له خپل ولس سره پيوند ولری.ولې وروستي حکمرانان پکې ټول همدا یو عیب لري چې د خلکو کور ته په داسې طریقو ننوتل چې د ارګ تنهاکوونکې جاذبې هغوی له خپل ملت نه شکیدلي وساتل.سردار محمد داود پکې هغه وروستی حکمران و چې هره پنجشنبه پکې کله پغمان او کله د پل چرخي په سړک د خپلې لور په دریوري او د یوه قومندانپه شوشه له ارګه ووت او بېرته ارګ ته ستنیده.د سردار په مرګ بیا په افغانستان کې چا داسې حکمران ونه لید چې علی الاقل پخپل ولایت کې د عادي ژوند یوه نمونه وړاندې کړي.دا هېواد او دا ملت داسې کسان نه شي متحد کولای چې هره ورځ د پردۍ پروسې په لړ کې خپل ملت تقسیموي او د نورو په حکم یې وژني.یو حکومت چې په دوه برخو افغانستان تسلط نلري او یو حکومت چې د پردیو نظامي اډو پرته پخپل هېواد کې د ټيکې هېڅ نلري هغه په کوم منطق دا دعوه کولای شي چې چاته به اجازه ورنکړي چې افغانان بې اتفاقه کړي الا مګر مطلب يې دا دی چې هغوی د افغانانو نه مطلب ارګ ته ننوتي عملیې ته افغانان ووايي بیا نو صحیح ده چې پخپلو اشپزانو دې ډېر فکر کوي چې د امین ټوکه پرې تکرار نه شي. وروستی خبره پکې دا ده چې ایا دا د داکتر صاحب خپله خبره ده او که د ملي وحدت د مشرانو ګډه خبره ده؟له ژمن وېبپاڼې نه په مننې.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


نیم رئیس جمهور او د یو امپراتور خوبونه!
ساعت 16:35 | بازدید : 392 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

استاد محمد زمان مزملپرون یو تلویزون د ارګ په روایت وویل چې داکتر اشرف غني ویلي دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.د ډاکتر د دې خبرې نه معلومیږی چې د کابل مشران د پخوا په شان ډېر ناوخته له خوبه راپاڅېږي او بیا چې راپاڅي هغه یې له خولې اوځي چې په خوب کې یې لیدلي وي.ډاکتر صاحب لکه چې پرون بیده وه چې د جان کیري فرمان ته یې د یوه دوه سري حکومت پهمنلو د یوه داسې بدرنګې ادارې او بې اتفاقه مسیر اجازه ورکړه چې نه پکې دی د دې هېواد له مشرۍ نه خوند واخلي او نه به پکې ملت له زړه پر هغه باندې د یوه ریښتینې مشر مینه ماته کړي.ډاکتر صاحب په همدې کانفرانس کې د پروني کرزي په نیمه هم ځای نلري او دې خپله تر هر چا ښه پوهیږي چې امریکا د ده حکومت پورې داسې چچ وتاړه چې د یوه عادي قوماندان بدلول هم په کابل کې خلک د خپل کمیدي حکومت په کردار تکرار خندوي.په داسې لویو قضایاو کې هېڅوک او بیا هغه څوک چېد امریکا د ملاتړ او حضور پرته پخپله خاوره کې وزننلري د دې حق نلري چې ووايي چا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.د اجازې کلیمه د ۱۸پيړۍ د مړو امپراتورانو سره د خاورو لاندې شوه د دې خبرې ویل او عملي کول اوس ګران دي.داکتر صاحب په هاغه اوله ورځ کې په افغانستان کې د بې اتفاقۍ هغه ازغي وکرل چې دی به پخپله پکېیو کال وروسته د تلو توان ونلري.په دویم قدم کې داکتر اشرف غني هغه ورځ چې د امریکا سره یې د امنیتي تړون په ۲۴ساعته کې امضا کاوه په دې نه پوهیده چې دا پکې د بې اتفاقۍ هغه کمزوری کار و چې کرزي پکې د خپلې ټولې کمزورۍ باوجود ځان په تېرو ۱۴کلونو کې وساته.د شوروی سره د تېرو نظامي تیروتنو سوابقو ته یو لنډ نظر ښيي چې په ملتونو باندې تپل شوي نظامونه همیشه د همدغسې تړونونو په سلسله کې خپله واکمني په ملتونو تپلي دي ولې ملتونه د دغسېنظامونو او د دغسې تړونونو نه په مناسبه فرصت کې دغسې ځان ژغوري لکه افغانانو چې د دغو تړونونونه ملت وژغوره.دلته په افغانستان کې د یوه واحد ملت د جوړولو او یا ساتلو قضیه څومره د حکمرانانو صحیح فهم تهضرورت لري هغه د دغو حکمرانانو د اجازې او یا نه اجازې پورې تړلې نه ده.که څه هم د امیر امان الله خان په تګ په افغانستان کې ارګ ته مناسب حکمرانان نه دي ننوتلي ولې بیاهم نادر خان او سردار محمد داود خان پکې دا تهذیب خپل کړی و چې کم له کمه د یو محب الوطن حکمران په حد کې د ارګ له تنهاکوونکي جاذبې نه بهر له خپل ولس سره پيوند ولری.ولې وروستي حکمرانان پکې ټول همدا یو عیب لري چې د خلکو کور ته په داسې طریقو ننوتل چې د ارګ تنهاکوونکې جاذبې هغوی له خپل ملت نه شکیدلي وساتل.سردار محمد داود پکې هغه وروستی حکمران و چې هره پنجشنبه پکې کله پغمان او کله د پل چرخي په سړک د خپلې لور په دریوري او د یوه قومندانپه شوشه له ارګه ووت او بېرته ارګ ته ستنیده.د سردار په مرګ بیا په افغانستان کې چا داسې حکمران ونه لید چې علی الاقل پخپل ولایت کې د عادي ژوند یوه نمونه وړاندې کړي.دا هېواد او دا ملت داسې کسان نه شي متحد کولای چې هره ورځ د پردۍ پروسې په لړ کې خپل ملت تقسیموي او د نورو په حکم یې وژني.یو حکومت چې په دوه برخو افغانستان تسلط نلري او یو حکومت چې د پردیو نظامي اډو پرته پخپل هېواد کې د ټيکې هېڅ نلري هغه په کوم منطق دا دعوه کولای شي چې چاته به اجازه ورنکړي چې افغانان بې اتفاقه کړي الا مګر مطلب يې دا دی چې هغوی د افغانانو نه مطلب ارګ ته ننوتي عملیې ته افغانان ووايي بیا نو صحیح ده چې پخپلو اشپزانو دې ډېر فکر کوي چې د امین ټوکه پرې تکرار نه شي. وروستی خبره پکې دا ده چې ایا دا د داکتر صاحب خپله خبره ده او که د ملي وحدت د مشرانو ګډه خبره ده؟له ژمن وېبپاڼې نه په مننې.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ناټو مشر جنرال: 2014م کال په افغانستان کې دوزخ :
ساعت 16:26 | بازدید : 406 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

فغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال انډرسون ویلي چې روان کال ۲۰۱۴ د افغانستان لپاره یو دوزخ و او په دغه کال کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته بې ساري تلفات واوښتل.نوموړي چې دغه خبري د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته کړې زیاته کړې چې له یوې خوا که د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې بې ساري ډېرښت راغلی، خوله بلي خوا د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د تیښتي بهیر هم لا په خپل حال پاته دی، او د بهرني ځواکونو او نړیوالي ټولني له ټولو هڅو سره سره دغه بهیر نه دی ټکنی شوی.نوموړي د ملي اردو او ملي پولیسو تر منځ موجود واټن ته په اشاره سره وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو یو بل لوی مشکل دادی چې پولیس او ملي اردو په ګډه کار نه کوي او زیاته یې کړه چېپوځي ماموریتونه په افغانستان کې د سیاسي مداخلتونو ښکار دي.باید وویل شي چې روان کال د افغاني پولیسو او عسکرو مرګ ژوبله د تیرو ۱۳ کلونو ټول ریکارډ مات کړی، او ویل کیږي چې د وژل شویو عسکرو شمېر تر پنځه زره اوښتی، چې د نیویارک ټایمز پهوینا سږنی کال د دولتي عسکرو لپاره تر ټولو خونړی کال و.جنرال انډرسون ضمنا د اوسني دفاع وزیر او د کورنیو چارو وزیر د کارونو څخه ناخوښي څرګنده کړه، او ويې ویل چې اوسنی وضعیت څخه داسي ښکاري چې ددواړو ارګانونو تر منځ ډېري ستونزي شته چې کیدای شي نوي ټاکل شوي وزیران یې ستونزي حل کړي.جنرال انډرسن دا خبري وروسته تر هغه کړي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو خپل محاربوي ماموریت ته تیره ورځ رسما د پای ټکی کېښود.نوموړي چې د محاربوي ماموریت د پای ته رسیدو په مناسبت په جوړه شوي تشریفاتي غونډه کې وویل چې دی نه پوهیږي، چې اوس د افغانستان حالتته خوشبین واوسي او که بد بین؟

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فراه کې دامنیت آمر دمرستیال غبرګي سترګي ووتلي
ساعت 15:46 | بازدید : 500 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

فراه ولایت له مرکز نه داسلامی امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار ۹ بجې ددې ولایت دمرکز اړوند د لومړۍ ناحیې په سیمه کې دامنیه قومندانۍ دامنیت دآمر مرستیال - جمعه خان همدم – باندي هغه مهال دماین زوروره چاودنه ترسره شوه چې نوموړي یېدشنډولو هڅه وکړهدلمړني معلوماتوله مخې په چاودنه کې دنوموړي غبرګې سترګې له منځه تللي دي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


زابل : شملزو کې په رینجرچاودني ۳عسکرقتل ۲ ټپیان کړل
ساعت 15:35 | بازدید : 427 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې داجیردښمن په رینجرموټر دماین چاودنه شويله سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې راغلي : چاودنه نن سهار لس بجې دیادي ولسوالۍ مرکز او دزکوزو دپوستې ترمابین داجیردښمن په رینجرموټر ترسره شوهدچاودني له امله رینجرویجاړ اوپکې سپاره ۳ تنه عسکرځای پرځای قتل او ۲ نورمرګوني ټپیان شولوروسته مړه اوژوبل عسکردپېښي له ځایه دایمبولانسچورلکي په مټ ولیږدول شول2014/12/9

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 10
بازدید دیروز : 177
بازدید هفته : 187
بازدید ماه : 311
بازدید کل : 99620
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 10
:: باردید دیروز : 177
:: بازدید هفته : 187
:: بازدید ماه : 311
:: بازدید سال : 10977
:: بازدید کلی : 99620