الجـــــــهاد فی سبیل الله
ننگرهار لعلپور کی 2 موٹر 1 ٹنگ تخریب او7 پولیس ووژل شول
ساعت 18:22 | بازدید : 701 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له ننګرهار ولايت نه په لعلپور ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو په موټريزه ګزمه د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

په خبرکې راغلي په ګزمه نن غرمه خواوشا 10 بجې د برادري سوري تيګي سيمه کې وسلوال بريد وشو چې تر ډېره يې دوام وکړ.

خبرکاږي په جګړه کې ددښمن 2 رېنجرموټر وويشتل شول چې پوره تخريب او يو زغروال ټانګ دماين په مټ مکمل تخريب شو.

په پېښوکې 7 پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 9 نور مرګوني ټپيان شوي دي.

په جګړه کې يو مجاهد ټپي شوی.

2013-12-07

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


خپل غدار
ساعت 20:5 | بازدید : 864 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

وخت د سنګر دى د سينګار سره به وروسته ګورو
جنګي جذبه پکار ده کار سره به وروسته ګورو

اوس خړ لېوان او سرۀ کوکري مردارول پکار دي
د تور وربل د سپين رخسار سره به وروسته ګورو

ټولو نه مخکې کړئ حلال دا بېګانه يرغلګر
چېرته به لاړ شي خپل غدار سره به وروسته ګورو

زمونږ د شان سره په کور کيناستل خوند نه کوي
جنګ ته به دانګو درد او دار سره به وروسته ګورو

اول به خاماخه تندى د ګران شهيد ښکلوؤ
په خپل بدن د خپل پرهار سره به وروسته ګورو

اوس به کوشش کؤو چې ځان ته زولنې پېدا کړو
د ستا د دنګې غاړې هار سره به وروسته ګورو

خپلواک هېلمند ته تګ پکار دى چې پرې اور وريږي
د وخت بچى دى ننګرهار سره به وروسته ګورو

( مفتونه ) نن سبا بائېد جنګ نه خوندونه واخلو
کور او حجره محفل بنډار سره به وروسته ګورو

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فراه : پشترودپه جلاپېښوکې10عسکرمړه اوژوبل یوټانک ویجاړشو
ساعت 18:52 | بازدید : 747 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دفراه ولایت له پشترودولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : هغه جګړه چې پرون سهار 8 بجې ددي ولسوالۍ اړونددپنجتکاؤ په سیمه کې له هغه عسکروسره ونښته چې سیمي ته دنوې قرارګاه جوړولوپه موخه راغلي ؤ دماښام تر7 بجوپوري یې دوام وکړ

په بریدکې څلورتنه عسکرسخت ژوبل شوي

همدارازله سیمي نه په یوه بل رارسیدلي خبرکې ویل شوي :چې ددي ولسوالۍ اړوند دجارماس په سیمه کې داجیردښمن په هغه موټریزکاروان وسلوال بریدترسره شو چې دپنجتکاؤسیمي ته دکومک په موخه راروان ؤ

بریدچې نیم ساعت یې دوام وکړ په پایله کې یې یوټانک تخریب 5 تنه عسکرځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو

2013/12/6

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ښکېلاک پایله: افغانستان یو ځل بیا د نړۍ لومړی فاسد هېواد اعلان شو
ساعت 18:45 | بازدید : 664 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د روڼوالي نړيوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) له خوا د فساد په اړه کلنى راپور چې وړمه ورځ خپور شوى دى،پکې افغانستان يو وار بيا په نړۍ کې لومړى فاسد هېواد اعلان شوى دى.

د روڼوالي نړيواله اداره، چې په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې جوړه شوې او مرکز يې د جرمني په برلين کې دى، د نړۍ په يو سلو اتيا هېوادونو کې دفترونه لري، چې د فساد په اړه معلومات راټولوي.

دې ادارې په خپل کلني راپور کې، چې په کې د نړۍ په ١٧٧ هېوادونو کې د اداري فساد موارد څېړل شوي، افغانستان ته له سوماليا او شمالي کوريا سره يو ځاى لومړى مقام ورکړى دى.

د راپور د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٣ کال کې هم افغانستان، سوماليا او شمالي کوريا له ۱۰۰ څخه تر ټولو کمې اته، اته نومرې اخيستې دي.

سوډان، سوېلي سوډان، عراق، ازبکستان، ترکمنستان او سوريه نور فاسد هېوادونه دي.

پهراپور کې راغلي، چې ډنمارک او نيوزيلينډ د ٩١-٩١ نومرو په اخيستلو سره هغه هېوادونه دي، چې له اداري فساد څخه تر ډېره بريده پاک دي، لومړى او دويم مقامونه يې اخيستي دي.

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د افغاني شبکې مشر ډاکتر شفيق همدم ياد راپور تاييدوي او وايي چې رښتيا هم په افغانستان کې فساد ډېر شوى دى.

هغه پر ياد راپور د اندېښنې په څرګندولو ترڅنګ وايي، نور هېوادونه پرمختګ کوي، خو افغانستان شا ته روان دى.

همدم رسنیو ته وويل:دا موږ افغانانو او حکومت ته ډېر د شرم ځاى دى، چې د هر کال په تېرېدو سره زموږ په هېواد کې فساد زياتېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تېر کال هم په اتو نومرو سره په لومړي مقام، خو د ۲۰۱۱ کال پر مهال د ۱۵ نومرو او په ۲۰۱۰ کال کې د ۱۱ نومرو په اخيستو سره دويم مقام خپل کړى و.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فاریاب قرمقل کی یوه امنتی پوسته فاتخ شو
ساعت 16:47 | بازدید : 688 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دفاریاب ولایت په قرمقل ولسوالۍ کې ددښمن په پوسته وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدبیګاه شپه ددي ولسوالۍ اړوند دآق کرز په سیمه کې ددښمن په یوه امنیتي پوسته دسپکو اودرنو وسلو په مټ ترسره شو

بریدچې پوره یوساعت یې دوام وکړپه پایله کې یې دښمن ته په تېښته بریالی شو اوپوسته یې په بشپړه توګه فتح شوه

2013/12/6

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


شلگر کی دوه موٹر تخریب او 5عسکر ووژل شول
ساعت 16:40 | بازدید : 810 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له غزني ولايت نه راکړل شوی خبروايي په شلګر ولسوالۍ کې په ګوډاګيو عسکرو وسلوال برید ترسره شو.

دخبرله مخې په عسکرو تېره ورځ ماسپښين 1 بجه د ابوکلا په سيمه کې وسلوال بريد وشوچې په مهال يې 5 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ نور ژوبل شول.

په بريدکې ددښمن 2 رېنجرهم ويشتل شوي او تخريب شوي دي.

2013-12-06

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند موسی کلا کی نغوذی قومندان په شمول 7اربکیان ووژل شول
ساعت 16:32 | بازدید : 965 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت له موسی کلاولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : بیګاه ماسخوتن شاوخوا 8 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دیتیمچي کاریز په سیمه کې داربکیانو په پوسته کې دننه 2 تنه نفوذي مجاهدینو دخپلو ټوپکو شپیلۍ په میشتو اربکیانو راواړولي

په دي اتلوال بریدکې دقومندان منصور په شمول 7 تنه اربکیان ځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو

له بریدوروسته نوموړي مجاهدین ددښمن له یومیل ثقیل اودوه کلاشنکوفونوسره روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل

دیادوني ده چې تردي وړاندي هم دهیوادپه ګوټ ګوټ کې نفوذي مجاهدینوپه یرغلګرو اواجیروورته بریدونه کړي اوددښمن ترمنځ یې دسختي بي باوري فضاء رامنځ ته کړي

2013/12/6

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننکرهار ده بالا کی 6 پولیسو ته مرگ ژوبله
ساعت 12:40 | بازدید : 780 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له ننګرهار ولايت نه په ده بالا ولسوالۍ کې له دښمن سره ددرنې نښتي خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي نښته تېره ورځ خواوشا 1 بجه په شپوله، ګورګوري، ياغي بند او چنړه سيموکې رامنځته شوه چې سپکي او درنې وسلې پکې وکارول شوې او تر مازديګر ناوخته پوري يې وغځېده.

ددې اوږد مهالي نښتي په ترڅ کې 1 پوليس خپل ژوند له لاسه ورکړ او 5 نور مرګوني ټپيان شول.

له دې علاوه په سيمه کې ددښمن په عسکرو چاودنه هم وشوه چې درنه مرګ ژوبله يې ورته واړوله.

2013-12-06

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهار میوند کی فدایی برید 1 ٹنگ ویجاڑ 6 یرغلگر ووژل شول
ساعت 12:33 | بازدید : 812 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې دیرغلګروپه موټریزکاروان اتلوال استشهادي بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون ماسپښین یوه بجه ددي ولسوالۍ اړوند دبازاردشورمانو په سیمه کې داسلامي امارت دیوه تن قهرمان استشهادي مجاهد[مسعود] له لوري دیوه کرولاموټرپه مټ چې په زیاته پیمانه قوي منفجره موادپکې ځای ځای شوي ؤ دیرغلګروپه موټریزکاروان ترسره شو

ددي اتلوال بریدپه پایله کې دیرغلګرویوغټ زغروال ټانک په بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره 6 تنه یرغلګرځای په ځای قتل او5 تنه نورسخت ژوبل شول

2013/12/6

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


نيـــــــــکه ښځه څوک ده ؟
ساعت 21:52 | بازدید : 1058 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

' عَنْ اَبِي اُمَامَةَ رضي الله تعالی عنه عَنِ النَّبِي صلي الله عليه وسلم اَنَّه يقُوْلُ مَااسْتَفَادَالْمُؤمِنُ بَعْدَتَقْوَي اللهِ خَيْرًالَّه مِنْ زَوْجَةٍ صَالِحَةٍ اِنْ اَمَرَهَااَطَاعَتْهُ وَاِنْ نَّظَرَاِلَيْهَاسَرَّتْهُ وَاِنْ اَقْسَمَ عَلَيهَااَبَرَّتْهُ وَاِنْ غَابَ عَنْهَانَصَحَتْهُ فِي نَفْسِهَا وَمَالِهِ ۔

(ابن ماجة ص133 مشکوة ص 268 )



ژباړه:دحضرت ابوامامة رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله تعالی عليه وسلم ارشاد وفرمايه چي مؤمن بنده دتقوی دنعمت څخه وروسته څه داسي نيکي حاصله نه کړه چي ترنيکه اوصالحه مېرمن زياته وي ( هغه داده) که چيري خاوند امر ورته وکړي نوهغه پوره کړي،اوکه چيري خاوند دهغي طرفته وګوري نوهغه خوشحاله کړي،اوکه چيري خاوندديوکارپه باره کي قسم ورکړي نوهغه پوره کړي،اوکه چيري هغه يوځای ته لاړشي نودادخپل ځان اودهغه په مال کي دخير معامله کوي ۔

تشريح: په دي حديث مبارک کي يې دتقوی ترنعمت وروسته دسړي دپاره نېکه ښځه بيان کړي ده۔ واقعتاً که متقي اوپرهيزګاره سړي ته نېکه مېرمن په برخه شي نونورٌعلي نور"، ژوندبه دجنت په شان جوړشي،دنېکې بي بي څونښې بيان کړل شوې دي۔

(۱) چي خاوندته وګوري نوخوشحاله يې کړي دنېکي مېرمنې داډېره ستره نښه ده،ددې مطلب دادی چي ښځه خپل ځان ښائسته کوي اوزيب وزينت دخاوند دخوښې سره سم کوي،چي وېي ويني نودهغه زړۀ خوشحاله شي ،په ورين تندي اوخوشحالي سره خاوندته مخامخ کيږي،داسي نه وي چي خاونديې کورته راشي نودامخ تريوکړي،اويادتکليف اظهاروکړي اوهغه پرېشانه کړي،اونه داسي چي خيرنه،چټله اوګنده ګرزي خاوندچي ورته وګوري نودهغه زړۀ خفه شي اونورې ښې ښايسته جامې اودصفائي سامان يې ساتلی وي،اوداچټله ګرزي چي خاوند ورته وګوري نومخ ځني اړوي چي څنګه بده ښکاري،بهرپرنوروښځوباندي چي کله دهغه نظرلګيږي نودافکرکوي چي زموږ په کورکي هم دصفايي اوزيب وزينت خيال په کاردي، ليکن کله چي داښځه دباندي ولاړه شي واده، يا کومې خوښۍ ياخپلوانو ته ځي نوښه ځان سينګارکړي اوترټولوښې جامې واغوندي،داددې دپاره چي نوروخلګوته خپل ځان ښکاره کړي۔

واورئ : چي دښځي دپاره تر ودېدومخکي سنګاراوزيب وزينت صحيح نه دی، ليکن تر واده وروسته صحيح دی اوهغه هم دخپل خاوندلپاره نه دپرديواوغيرمحرمودپاره،دادګناه کاردی، داسي ښځوته په يوه حديث کي زناکاره ويل شوې ده،ځکه چي دالږترلږه خلګوته دسترګو او زړۀ دزنابلنه ورکوي،اوخلګ خپل طرفته مائل کوي،لږترلږه دافکر خوبه هرو مروکوي چي يوه ښځه اويايوسړی مې وويني،نوحيران به شي اوزماستاينه به بل ځای وکړي،داڅومره بده خبره ده اودعفت،حيااوشرافت خلاف کاردی،ښځه بايدپه زينت اوسنګارسره خاوند خوشحاله کړي نه بل څوک۔

(۲) دخاوند په غياب کي دځان اومال دښېګڼې مطلب دادی چي ښځه آزاده نه ګرځي،اودپرديوخلګوسره اړيکي نه پيداکوي،ځيني ښځې ليدل شوې دي چي دخاوند په نه غياب کي دوئ بې پردې ګرځي اودبېګانه خلګوسره په خبروکي شرم نه محسوسوي،اودمال دښېګڼې مطلب دادی چي بې ځايه په اسراف سره مال نه خرڅوي،اودکورهرسامان په حفاظت سره استعمالوي،همدارنګه چي کوموخلګوته يې دخاوندپه شتوالي کي مال اوسامان نه ورکاوه نودهغه په غياب کي به يې هم نه ورکوي،نه خپلوانوته اونه نوروته۔

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 308
بازدید دیروز : 2108
بازدید هفته : 2416
بازدید ماه : 5292
بازدید کل : 98913
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 308
:: باردید دیروز : 2108
:: بازدید هفته : 2416
:: بازدید ماه : 5292
:: بازدید سال : 10270
:: بازدید کلی : 98913