دا چې نن غرمه د ننګرهار پوهنتون د ښونې او روزنې پوهنځي د موټرو په تمځای کې انفجار را منځته شو او له امله يې ۱۱ تنه محصلين ټپيان شول ، موږ دغه عمل په کلکه غندو، په تعلیمي ادارو کې انفجارات رامنځته کول او محصلینوته ستونځې جوړول ناروا عمل ده چې داسې کړنې زموږ د ښمنانو لخوا تر سره کيږي، امکان لري له امریکا سره د تړون په خلاف د محصلينو د ستاينې وړ اسلامي او افغاني دريځ د دې باعث شوي وي چې د امریکا د غلامانو لخوا داسي ناځوانمردانه کړنې تر سره شي .
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۱/۲۹هـ ق
۱۳۹۲/۹/۱۱هـ ش ــ 2013/12/2م
افغانستان