وخت د سنګر دى د سينګار سره به وروسته ګورو
جنګي جذبه پکار ده کار سره به وروسته ګورو
اوس خړ لېوان او سرۀ کوکري مردارول پکار دي
د تور وربل د سپين رخسار سره به وروسته ګورو
ټولو نه مخکې کړئ حلال دا بېګانه يرغلګر
چېرته به لاړ شي خپل غدار سره به وروسته ګورو
زمونږ د شان سره په کور کيناستل خوند نه کوي
جنګ ته به دانګو درد او دار سره به وروسته ګورو
اول به خاماخه تندى د ګران شهيد ښکلوؤ
په خپل بدن د خپل پرهار سره به وروسته ګورو
اوس به کوشش کؤو چې ځان ته زولنې پېدا کړو
د ستا د دنګې غاړې هار سره به وروسته ګورو
خپلواک هېلمند ته تګ پکار دى چې پرې اور وريږي
د وخت بچى دى ننګرهار سره به وروسته ګورو
( مفتونه ) نن سبا بائېد جنګ نه خوندونه واخلو
کور او حجره محفل بنډار سره به وروسته ګورو
افغانستان