کرزي دوولس کاله په افغانانو کله په ژړا او کله په خندا او ټوکو پاچايي وکړه،کله به یې دخپل مظلومیت په اړه دومره وژړل، چي ګرېوان او دوسمالونه به يې لامده کړل او کله به يې په ژبه داستقلال دومره ښکارندويي وکړه، چي خلکو به دخپلواک پاچا خیال پرې وکړ، کرزي دافغانانو ضعيفي نکتې پيژندلي وې او په ټول توان يې غوښتل افغانان په یوه اوبله لاره وغولوي، کله چي به دبهرنیانو له لوري په افغان مظلوم ولس ظلم او تیری وشو، بیابه يې دافغانستان دټولو ستونزو لامل بهرنیان وبلل او په دې سره به يې دمظلومو افغانانو ټپ دوا کړ، خوکله به یې بیادافغانستان ټوله سوکالي دبهرنیانوپه وجود پوري وتړله.
اوس چي بهرنیان غواړي دخپل اوږده پلان سره سم په افغانستان کي پوځي اوږدمهاله اډې ولري اودې اډو ته دقانوني بڼي په ورکولوسره دخپلو لاس پوسو تصدیق ترلاسه کړي، ورسره سم کرزي یوه نوي لوبه روانه کړه او په اصطلاح دامنيتي تړون دنه لاسلیک مسئله يې راپورته کړه، ترڅو له یوه پلوه په امریکایانوخپلي شخصي غوښتني ومني او له بله پلوه دافغانانوپه سترګو کي خاوري ور واچوي.
څنګه چي دامریکایانو دلاس پوسو له لوري دغه تړون لاسيک کېدونکی دی،نوځکه کله کر زی خپله خبره ډیره نرمه کړي او یايې دادارې کوم بل چارواکی امریکایانو ته ډاډ ورکړي، چي په مناسب وخت کي به دغه تړون لاسلیک شي، پرېږدی، چي موږ دغه لوبه لږ په مخ بوزو،ځکه هم دکرزي دفتر ددې لپاره چي امریکایان ددوی په ظاهرې انکار درښتیا ګومان ونه کړي، ددسمبر په ۵ په خپل بیان کي دکرزي په اړه وویل، چي کرزی په دې باور دی، چي په اوسنیو حالاتوکي له لوديځو هیوادونو او امریکایانوسره پوځي او اقتصادي اړیکي دافغانستان په ګټه دي.
په بروکسل کي دناټو دبهرنیو چارو دوزیرانو ترغونډي وروسته دجان کیري دخبرو په ځواب کي چي داټوکي نه دی،دا جدي کار دی، که کرزی يې نه لاسلیک کوي، دفاع وزیر او یابل هرچارواکی یې لاسلیک کولی شي،یوڅوک کولی شي، مسوولیت يې په غاړه واخلي، دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر وویل،دغه تړون به په یوه مناسب وخت کي لاسلیک کړو، په دې معنا چي تاسو مه وارخطاکیږی، موږ خو ټول ستاسو دګټو لپاره دا دولس کاله ستاسو په چوپړ کي وو، چي دوولس کاله ستاسو په خدمت کي بوخت وو، نولس کاله نور څه شی دي.
افغانستان ته دچېګ هېګل دسفر په مهال دکرزي دادارې ددفاع وزیر بسم الله محمدي ډاډ ورکړ، چي تاسو وارخطايي مه کوی، تړون لاسلیک کېدونکی دی.
خوکرزی دامنیتي تړون دژر لاسلیک په اړه څه نه وايي او په دې سره غواړي دغو لاندي څو اهدافو ته ځان ورسوي.
لومړی: کرزی دامنيتي تړون له لاسلیک څخه دانکار په کولو غواړي په امریکا فشار وارد کړي، ترڅو دده دخوښي کانديد ملاتړ وکړي، څنګه چي دکرزي ورور قیوم کرزی ټاکنوته ولاړ دی، نوکرزی غواړي، دخپلو دوولس کلونو دچوپړ په مقابل کي دخپل ورور بریالي کېدل يقیني او په امریکایانو يې ومني، ترڅو به له یوه پلوه نیمه واک دده په لاس کي وي او له بله پلوه به په تیرو دوولس کلونوکي دکړیو جنایاتوپوښتنه ترې ونه کړل شي.
دوهم: څنګه چي کرزی یوبې سرحده غلام دی، نه یوازي دغرب بلکه دځينو سیمه ييزو هیوادونو چي دامریکاله دائمي حضور سره مخالف دي هم تراحسان لاندي دی، کرزی له امریکاسره دمخالفت په کولو خپلو سیمه ييزو بادارنو ته ښيي، چي ستاسو راکړي روپۍ بې ځایه نه دي تللي، بلکه زه ستاسولپاره او ستاسودغوښتنو سره سم دامریکادائمي حضور نه غواړم او دامنيتي تړون دلاسلیک په صورت کي هغوی ته ووايي، چي ماخوخپل زور وهلی خو دامریکازور څوک لري؟
دریم: څنګه چي افغان ولس له امریکایانو سره دامنيتي تړون مخالف او نه غواړي چي دلته دي پوځي اډې ولري، نو کرزی دامنیتي تړون له لاسلیک سره دظاهري مخالفت په ښودلو سره غواړي، چي خلک تیر باسي.
څلورم: کرزی په دې پوهیږي، چي که تړون لاسلیک شي، امریکايان خپل ظلم او تیری نه پرېږدي او نه دده زور پرې رسیږي، نو ددې لپاره چي په راتلونکي کي افغانانو ته ځواب ولري او له محاکمې بچ پاته شي غواړي له لاسلیک سره مخالفت څرګند کړي.
پنځم: ښايي دنوموړي دغوږونو پردې دافغانانو هغو لعنتونو ورټکولي وي، چي په شاشجاع خيلو يې ویل اوښايي دخپلي غلامۍ تر دورې وړاندي ده هم څوځله لعنت پرې ویلی وي،نو ځکه اوس غواړي، دامنيتي تړون له لاسلیک سره دظاهرې مخالفت په کولو سره تاریخ کي دې ټکي ته ځای پيداکړي، چي په کرزي باندي په زوره دغه تړون لاسلیک شوی وو.
خو یوڅوک چي دوولس کلونه دغلامۍ ترسيوري لاندي پاچايي وکړي او تر۲۶ کلونو ډیر وخت يې دبل په چوپړ کي تیر کړی وي، همداورته بسنه کوي، چي نوم يې دشاشجاع خیلو په لیست کي داخل شي.
موسی مهاجر
افغانستان