تفصيل نېټه: سه شنبه, 10 دیسمبر 2013 20:52 لیکوال: حبیب مجاهد بـــــرخه: نوري مقالې
په داسې حال کې چې له یوې خوا په هیواد دیخ موسم رابر شوی دی ، له بلې خوا نړیوالې میډیا هم دپخوا غوندې دې هڅو ته زور ورکړی ترڅو دخپل میډیایي سانسور او سترګو پټولو په توسط دیرغل په وړاندې دجهادي فتوحاتو میدان سوړ وښيي ، چې له همدې امله د ورځنیو پیښیدونکو سترو جهادي پیښو له منځه ډیرې لږ یې دمطبوعاتو له لارې خپریږي او هیواد وال ترېنه خبریږي .
اوس چې له امریکایانو دامنیتي تړون دنباله دار داستان پیل شوی دی ، او دښمن غواړي ددې تبلیغاتي لوبې په اوږدولو سره مجاهدین له ذهني مشغولتیا، کشمکش او مایوسۍ سره مخامخ کړي په مطبوعاتو کې دجهاد او مجاهدینو په خلاف یو طرفه تبلیغاتو خورا زور اخیستی دی ، چې هدف یې دادی ترڅو دهیواد دازادۍ مسلح مجاهدین له خپلې مبارزې سره بې علاقې او مایوسه کړي .
خو د الله تعالی نصرت دی ، چې ددښمن له ټول رواني جنګ او تبلیغاتو سره سره مجاهدینو خپلې حوصلې مضبوطي ساتلي دي ، په داسې حال کې چې دهیواد په اکثرو سیمو کې دتودوخې درجه تر صفر ښکته شوې ده ، لا هم جهادي عملیات دشدت او حدت پړاوونه وهي او هره ورځ مجاهدین سترې فتحې ترلاسه کوي .
د بریاوو دا نه شلیدونکي لړۍ که څه هم په نړیوالو مطبوعاتو کې یې انعکاس ډير پیکه دی خو په خپل ځای یو ستر واقعیت دی ، چې په روان وضعیت مخامخ اغیز ښندي او دسترګو په پټولو سره ترې انکار ناشونی دی .
په دې لړ کې که یوازې دهمدا تېرې ورځې څو جهادي خبرونه وځیرو وبه وینو چې دهیواد په لراوبر کې جهادي عملیات دپخوا په نسبت په ډیر قوت او غښتلتیا سره دوام لري .
دالاماره ویب پاڼې دتیرې ورځې په خبري بولټن کې لولو ، چې په ختیځ نورستان کې مجاهدینو دولایت په سطحه ترټولو مطرح چارواکی ( والي تمیم نورستانی ) دبرید هدف ګرځولی دی ، چې په نتیجه کې یې دنوموړي ساتونکو ته دروند زیان رسیدلی او خپله دوالي په اړه معلومات نشته .
تمیم نورستان نوریګرام ولسوالۍ ته سفر درلود چې په نیمه لار کې پرې مجاهدینو برید وکړ او سفر یې نیمګړی شو .
له بلې خوا په شمال ختیځ بدخشان د جرم په ولسوالۍ کې دسوچ په نامه سیمه دمجاهدینو لاس ته لویدلې ده ، دغه سیمه چې پخوا اجیر رژیم تر واک لاندې وه له وړمې ورباندې مجاهدینو عملیات پیل کړي وو ، چې په نتیجه کې یې ددښمن عسکر له سیمې تښتیدلي او سیمه دمجاهدینو ترسلطه لاندې راغلې ده .
په مرکزي افغانستان کې له لوګر څخه خبرونه وایي چې ددې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې دمجاهدینو په برید کې دولسوالۍ لوړرتبه چارواکي وژل شوي دي ، خبر وایي چې مجاهدینو دعسکرو په کاروان برید کړی چې په نتیجه کې یې ۲ رینجر موټر له منځه تللي او د دښمن تر لسو ډیر عسکر وژل شوي دي .
د هیواد له شمال څخه خبرونه وایي چې دفاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې یو زیات شمیر عسکر چې په خوا دیرغلګرو په خدمت کې بوخت وو ، له مخالفت څخه یې لاس اخیستی او له مجاهدینو سره یوځای شوی دی .
دخبر له مخې په چهلګزي ولسوالۍ کې په تیرو څو اونیو کې ۳۸ تنه اربکیان او عسکر له خپلو وسلو سره مجاهدینو ته راغلي دي چې دمجاهدینو لخوا ورته تود هرکلی ویل شوی دی او ددې اقدام یې قدرداني شوې ده .
فاریاب او بادغیس دافغانستان په شمال لویدیځ کې هغه سیمي دي چې بیا بیا لسګونه غولیدلي هیوادوال چې پخوا یې له یرغلګرو سره کار کاوو ،له مجاهدینو سره یوځای شوي دي .
د مشت نمونه خروار په توګه دجهادي بریاوو لوړو نمونو وښوده ، چې که څه هم له جهادي بریاوو سره دمطبوعاتو چلند سوړ دی ، مګر بیا هم جهاد په خپل قوت دوام لري او جهادي سنګرونه تاوده دي او باید یرغلګر او لاسپوڅي یې دافکر ونه کړي چې د امنیتي تړون په لاسلیک سره به دارام شپه تیره کړي .
افغانستان