له بدخشان ولايت نه په جرم ولسوالۍ کې له دښمن سره ددرنو نښتو خبر ورکړ ل شو.
په خبرکې راغلي د دښمن ګڼ شمېر عسکرو تېره ورځ د يادي شوي ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې د مجاهدينو په ضد عمليات پيل کړل چې له سخت مقاومت سره مخ شول او له لږ مقاومت وروسته په شا وتمبول شول.
سيمه ييز مجاهدين وايي چې ددښمن له عسکرو يې د دهسنګان، سرتل، سنګلاخه، خراندآب او چنګ بالا سيمي په بشپړه توګه فتحه کړې.
په دې مخامخ شديده جګړه کې د اربکيانو د يو سرګروپ په ګډون 3 اربکيان وژل شوي او د يو قومندان په شمول 9 نور مرګوني ټپيان شوي دي.
په جګړه کې يوشمېر سپکي او درنې وسلې او مهمات هم غنیمت شوي دي.
2013-12-12
افغانستان