د لوګر ولايت له برکي برک ولسوالۍ نه مو خبر ترلاسه کړچې د ملکي خلکو په منځ کې د اشغالګرو عسکرو د هاوان مرمۍ لګېدلي او 2 کليوال يې شهيدان کړي دي.
اشغالګرو تېره ورځ ماښام ناوخته په احمدشاه کلا سيمه باندي د هاوان ډزي وکړې چې يوه مرمۍ يې د عامو خلکو په منځ کې را پرېوته.
په پېښه کې 7 تنه کليوال ټپيان شوي دي.
2013-12-15
افغانستان