له کاپيسا ولايت نه مو په نجراب ولسوالۍ کې د ګډ دښمن له عسکرو سره ددرنې جګړې خبر ترلاسه کړ.
په خبرکې راغلي اشغالګرو او دګوډاګۍ ادارې سپيشل فورس عسکرو بيګاشپه 12 بجې د يادي ولسوالۍ د افغانيه سيمي په اسپخيلو ذاکرخيلو کليو باندي چاپه ووهله چې د مجاهدينو له سخت وسلوال مقاومت سره مخ شول.
خبرکاږي دغه مخامخ نښته تر ډېره وغځېده او په ترڅ کې يې 6 تنه کورني او بهرني عسکر ووژل شول او يو ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت دوه مجاهدين سردار او قمرالدين په شهادت ورسېدل، انالله وانا اليه راجعون.
2013-12-16
افغانستان