له ننګرهار ولايت نه په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډ دښمن له عسکرو سره د خونړۍ جګړې خبر ورکړل شو.
خبر وايي د ګډ دښمن ګزمه تېره ورځ خواوشا 1 بجه د امبرخانې او فارم سی تر منځ سيمه کې د مجاهدينو په کمين کېوته چې له امله يې درنه جګړه رامنځته شوه.
په جګړه کې سپکي او درنې وسلې وکارول شوې او کابو يو ساعت وغځېده.
د دې يو ساعته جګړې په ترڅ کې د دښمن 3 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 7 تنه نور يې مرګوني ټپيان شول.
په جګړه کې مجاهدينو ته لله الحمد هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.
2013-12-20
افغانستان