له کونړ ولايت نه په شيګل ولسوالۍ کې د دښمن په ګزمه او پوستو د وسلوالو بريدونو خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ غرمه 12 بجې په شلطن سيمه کې په پليو سرحدي پوليسو بريد وکړ چې په مهال يې 4 تنه ووژل شول.
خبر کاږي کله چې مجاهدين له سيمي نه د ستنېدو په حال کې وو په سيمه کې د پکتيکاولايت د کنډک دقومندان محمد اعظم او د هغه د ورور په کابل کي د ارکان د رئيس په توګه کار کوي، له ميلمستون څخه په مجاهدينو ډزي وشوې چې له امله يې 3 تنه مجاهدين په شهادت ورسېدل.
مجاهدينو له دغې جګړې وروسته په ميلمستون او دوو پوستو بريدونه ترسره کړل چې له امله يې 3 سرحدي پوليس ووژل شول او قومندان محمد اعظم هم ووژل شو.
مجاهدينو ميلمستون ويجاړکړی او دضرورت وړسامان يې له ځان سه وړی دی.
2013-12-21
افغانستان