یادونه: آبله ورځ مې له پژواک اژانس سره داشرف غني احمدزي مرکه لوسته ، نوموړي دمرکې په یوه برخه کې دعوه کړې وه ، چې په تیرو څو میاشتو کې ترسلوزرو زیات دناټو عسکر همده ( اشرف غني ) له افغانستانه ایستلي دي ، دنوموړي دې خندنۍ ادعاء او دمومین خان په ښامار کې دتورې سرې کولو چل دا شعر راولوراوو .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خلګو خبریئ ناټو چا وایسته ؟
ناټو چې نس یې د (وارسا) له پاتي شونو ډک وو
او د(شمال خرس) یې له رعبه دکنګل په غاړه
له تودې تبې نه خولې خولې وو
ناټو چې نوم نه یې (یأجوج) دقراقروم ویریدل
ناټو چې ګرد جهان یې ( کرة القدم ) بللو
او لوبولو ته یې ځان جوړاوو
پوهیږئ ! چا له زړه
له بام
د آسیا وایسته ؟
خلګو خبریئ ناټو چا وایسته ؟
************
ناټو زموږ دکلي
دبادور خان اکا پخو مړوندو
چې په(مېچنه) یې باروت جوړول
اوپه بیلچه یې پرې دخپلې کروندې (کیمیاوي کود) ګډاوو
ها چې درست کال بې کندوان تش او بچي وږي ناست وو
خو د(ایمان جګړه )یې پرېنښوده
که څه هم بیا بیا پرې ها تورې نفس تنګې خلتې
او هتکړۍ دکیوبا او بګرامو ستړې شوې
مګر یو آن جګړه یې پرېنښوده
ناټو زمونږه دسپین ږیري بادور
دلاس جوړ شوي بم چاودنې
او درزا وایسته
خلګو خبريئ ناټو چا وایسته
************
ناټو دبر کلي دبورې مورکۍ
ها چې زلمی زوی یې په نیمه شپه چورلکو وویشت
چې ماشومان یې په چاپه کې سپیو وچغول
چې درنې لوڼې یې پردو عسکرو وپلټلې
چې دځوانۍ یادګار
د سرو او سپينو جوړې ګېڼې
ترې څه جاسوس څه ترجمان غلا کړې
ناټو دهــــــــــاغې مستضعفې مورکۍ
د سوي زړه اود سرتورې سر ښېرا وایسته
خلګو خبریئ ناټو چا وایسته !
************
ناټو زما دوطن
هغې ګمنامې مجاهدې خورکۍ
چې درسته ورځ به یې له بامه څخه لار څارله
وو مشر بې ورته کار دترصد سپارلی
چې ددښمن تګ او راتګ تعقیب کړي
او مشر ورور یي ورته مخکې ریموټ بم تیار کړي
له خلکو پټ له پلار او موره پټه
کله په یوه کله په بله پلمه
به تر بام تله او راتله
خلکو پرې نور نور ګمانونه کول
رقم رقم تاوېل ماوېل یي تر غوږو رسیدل
خو دې په ډکو سترګو پړندزړګي
تنها د(سرو ) او ( خړو ) لار څارله
ترڅو په خپل وخت تر خیرن تک تور پوړوني لاندې
د ترصد په تکمه ګوته کیږدي
ناټو دهاغې جوانمردې نجلۍ
د( تور پوړوني رپ رپا ) وایسته
خلکو خبریئ ناټو چا وایسته !
************
ناټو دکلي دویجاړې حجرې
هغه تنکي هغه زلمي طالب جان
چې لا ملا نه وو . . . د درست امت (الا بلا) یې
په خپله ملا واخیستل
چې (تک تنها) دیوویشتم قرن توپان ته ودرېد
چې په ټوپک یي طیارې ماتې کړې
کلا شینکوف یې په ټانګونو تش کړ
چې یې لانچر وچې مرمۍ کله هم ونه لیدې
چې په بوشکو او تلک بم یې انقلاب راووست
چې ترسېنه یې باورت وګرځول
چې دتن غوښې یې راټولې په څادرونو کې شوې
چې یې په وینو (سپین فاسفورس) ساړه کړل
چې کیمیاوي بمبار یې سږي په سینه کې وچول
چې (ډيزي کټر) یې دتن غوښې ایرې ایرې کړې
چې په زخمو یې چینجي وګرځیدل
چې شکنجې یې په تعذیب ستړې شوي
چې ترې کالي او نوکان وایستل شول
چې په اوبو کې دغوپې سزا یې هم تېره کړه
چې بدنامۍ ته یې راډیو تیلویزونونه جوړ شول
چې په خلاف یې دتمام جهان سپي وغپېدل
چې پرې رنګ رنګ میچنې وچلېدې
چې سرترپښو ورباندې لولپه شو
خو بیا یي هم د زړه له تاخه داسلام انګار ونه غورځاوو
قسم په خدای . . . ناټو هماغه لولپه طالب جان
په عقیده ، په مینه مرسته دالله وایسته
خلګو خبرشئ ناټو چا وایسته !!!
خلګو خبرشئ ناټو چا وایسته !!!
۱۴۳۵/۲/۱۵هـ ق
افغانستان