له جوزجان ولايت نه په قوشتپه ولسوالۍ کې له دښمن سره د درنې جګړې خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي جګړه نن ماسپښين مهال 1 بجه د ولسوالۍ مرکز ته نژدې رامنځته شوه چې تر 3 بجو پوري يې دوام وکړ.
د جګړې په مهال د دښمن يو زغروال ټانګ په راکټ لانچر وویشتل شو چې په پوره ډول تخريب شو او له دې علاوه 3 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 3 نور مرګوني ټپيان شول.
2013-12-22
افغانستان