له کونړ ولايت د چپه درې ولسوالۍ په ودانۍ او جلا سيموکې د دښمن په دوو پوستو د وسلوالو بريدونو خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ ماسپښين 2 بجې د يادي شوي ولسوالۍ په مرکز او دغه راز په تاړه ګل او پانډ سيمو کې د اجيري اردو په پوستو وسلوال بريدونه ترسره کړل.
خبر کاږي په بريدونو کې له سپکو او درنو وسلو څخه کار واخيستل شو او د مازديګر تر 4 بجو پوري يې دوام درلود.
د بريدونو له امله د تاړه ګل په پوسته کې 2 او دغه راز د پانډ په پوسته کې هم 2 تنه عسکر وژل شوي او په ولسوالۍ کې کې 3 تنه عسکر مرګوني ټپيان شوي دي.
خبر زياته کړې په سيمه کې 4 تنه عسکر چې په ولسوالۍ کې د مجاهدينو د زياتو بريدونو وېرولي وو بيګا ناوخته له خپلو دنو وتښتېدل.
2013-12-23
افغانستان