له لغمان ولايت نه په علينګار ولسوالۍ کې له يرغلګرو عسکرو سره د خونړۍ نښتي خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي نښته تېره شپه 11 بجې د کلمان او سنګر غرونو کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې زيات شمېر عسکر په مجاهدينو چاپه ووهله.
د دې مخامخ نښتي په ترڅ کې سپکي او درنې وسلې وکارول شوې او د شپې تر 4 بجو پوري وغځېده.
مجاهدين وايي د دې اوږدې نښتي په مهال يې 6 تنه اشغالګر عسکر او 2 تنه اربکيان ووژل او يو ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.
له دې علاوه 2 امريکايي ټوپک، 1 د شپې دوربين، 1 توپانچه او يو امريکايي سپی چې د دوربين شنه چانټه هم ور پورې تړل شوي وه او دغه راز ګڼ نور مهمات غنيمت شول.
په جګړه کې 2 مجاهدين سرسرکي ټپيان شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
2013-12-23
افغانستان