لیکوال: muhammad بـــــرخه: جهاد كـــتني: 628
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانواومحترمومجاهدینواواسلامی وروڼو ! داسلامی جهاد دمتفرقه اموروپه دغه اوله برخه کښی په دې بیان پیل درته کوم چی هغه څوک چی تارک دجهادسی په هغه وخت کښی چی جهادپرمسلمانانو فرض عین سی ( لکه په موجوده زمانه کښی ) خپل ځان اومال اواتباع اوخپل طاقت اوتوان له مجاهدینوسره په
جهادفی سبیل الله کښی شریک نکړی نودغه ډول سړی دالله جل جلاله په نزدڅوندي مجرم دئ ؟
محترمومسلمانانو ! اول خوهرمسلمان په هروخت کښی بايد عام له دې څخه چی پرده باندی جهادفرض وي اوکه نه وي په خپل زړه کښی دغزااو جهادفی سبیل الله دتصور،فکراوسوچ درلودونکئ وي او د جهاد مینه اوشوق یې بايد همیشه په زړه کښي موجودوي اودالله جل جلاله په لارکښی دشهادت آرزو او خواهش ورسره وی اوله ځانه سره داسی تحدیث اوګفتګوۍ کوي چی کاشکي داسي موقع راته ملاؤ سوې وائ چي دالله جل جلاله په لارکښي مي په خپل ځان اومال سره جهادکړئ وائ .
حضرت پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) دهغه چاپه باره کښی چی ترمرګه پوري غزاونکړي اونه دغزا فکرله ځانه سره ووهي داسي فرمایلي دي :
«من مات ولم يغزُ ولم يحدث به نفسه مات علی شعبة من نفاق»
رواه مسلم ـ
یعنی هغه څوک چی مړسي اوغزا ئې نه وي کړې او نه یې دغزاکولوتحدیث اوګفتګوۍ له خپل نفس سره کړې وي نومړسودغه څوک پریوه شعبه اوپریوه قسم باندی له نفاق څخه .
خوپه هغه وخت کښي چي دجهاد کولوموقع پیداسي اوجهاد پر هرسړي باندي فرض عین سي ، نوپه دغه وخت کښي چي هرمسلمان ( کوم چي دجهاد کولوتوان لري عام له دې څخه چي په نفس سره دجهاد کولو توان لري اوکه په مال وغیره سره ، او که په هراعتبارسره دجهاد کولوتوان لري ) ا له جهاد کولو څخه اعراض او ډډه کوي ، نودغه قسم مسلمان د الله جل جلاله په نزد ډېرلوۍ ګنهګاراوغټ مجرم بلل کیږي او په اسلامي شریعت کښي ودغه ډول مسلمان ته په دنيا اوآخرت کښی دډېرسخت عذاب وعیدورکړسوئ دئ .
الله جل جلاله دسورت توبه په ۲۴ مبارک آیت کښي دهغوخګوپه باب کښی چی له جهادکولوڅخه ډډه کوي داسي فرمایلي دي :
قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ( س التوبه ،آيت(24)
ترجمه :
يعني ووایه اې رسوله وهغوخلګوته چی له جهادکولوڅخه ډډه کوي کچیری باباګان ستاسي اوزامن ستاسي او وروڼه ستاسي اوښځي ستاسی اوقریبان ستاسي او هغه مالونه ستاسي چی تاسي دهغوۍ کسب کړئ دئ ، اوهغه تجارت چي تاسي وېرېږۍ له کوره کېدو اوله نارواجه کېدو دهغه څخه ( يعني د جهاد په سبب ) اوهغه ځايونه دهستوګي ستاسي چي خوښه وۍ تاسي هغه ځایونه ، ډېرمحبوب وي و تاسي ته ترخدائ پاک اوتررسول دخدائ پاک اوترجهاد کولوپه لاردخدائ پاک کښي ، نو انتظاروکړۍ تر هغه پوري چي ر اتګ وکړي خدائ پاک په امرخپل ( یعنی په باره کښي دعذاب درکولووتاسي ته) اوخدائ پاک هدایت نکوي وهغه قوم ته چي فاسقان وي ـ
تفصیل :
په دغه مبارک آیت کښي الله جل جلاله ومسلمانانوته داسی هدایت فرمایلئ دئ چی دخداۍپاک له طرفه مسلمانان په دې مکلف دي چی فرمانبرداري دالله پاک اودرسول دالله پاک اودارنګه جهادکول دالله پاک په لارکښی به ودوۍ ته ددوۍ ترځانواوددوۍ ترپلرو اوددوۍ ترځامنواووروڼو، اودارنګه ددوۍ تر ښځو اوخپلوانو اودارنګه ددوۍ ترګټل سويو مالو اوددوۍ ترتجارتو اوددوۍ ترسرایواوبنګلو و دوۍ ته ډېر محبوب وی په دې ډول چی دغه ټول شیان به ترخدائ اوتر رسول اوترجهادفي سبيل الله پوری هيڅ نه بولي .
که د دغو شيانو مقتضاوي د الله پاک او د هغه د رسول له حکمه سره ، او يا له جهاد سره په ټکر کښي راسي ، نو له دغو ټولو شيانو څخه به اعراض کوي او د الله پاک او د هغه د رسول و تابعداري او و جهاد في سبيل الله ته به متوجه کيږي .
او دارنګه په دغه مبارک آيت کښي مسلمانانو ته الله ( جل جلاله ) دا خبره هم په ډاګه کړېده چي که هر څوک د الله او د هغه د رسول و حکم ته شا کړي ، او جهاد في سبيل الله پريږدي په دې خاطر چي و ده ته د خپل پلار ، ځوۍ ، ورور ، او يا د ښځي او خپلوانو ، او يا د مال او تجارت ، او يا د بنګلو خيال ساتل ډير مُهِم وي ، نو دغه څوک دي د الله پاک و دنيوي او اخروي عذاب ته منتظر سي چي بيا به وويني چي الله پاک له ده سره څه کوي ، او دغه قسم خلګ دي پدې هم خبر وي چي دوۍ سخت فاسقان دي ، او د الله ( جل جلاله ) او د هغه د رسول په غټه سرکښي او نافرماني کښي واقع سويدي .
او دارنګه په دغه مبارک آيت کښي دا خبره هم په ډاګه سوېده چي هغه خلګ چي له جهاد کولو څخه مخ اړوي او و دنيوي منافعو ته پر ديني ګټو باندي ترجيح ورکوي د الله ( جل جلاله ) له هدايت څخه محروم دي .
والسلام و من الله التوفيق .
افغانستان