د هیچا په جواب کی نه دوهمه برخه
الجـــــــهاد فی سبیل الله
د هیچا په جواب کی نه دوهمه برخه
ساعت 15:4 | بازدید : 897 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
لیکوال: زلمی هیوادوال بـــــرخه: نوري مقالې څلورم: هر وخت او هر څوک چې کله د انتخاباتو د اړتیا، د اسلامي اصولو په رڼا کې يې د شونتیا او جواز خبرې کوي باید د مځکنیو واقعیتونو په رڼا کې یې وکړي، تر څو له یوې خوا خلک په مشکل او شک کې واقع نه شي، او له بل پلوه یې خبرې له واقعیت سره اړخ ولګوي، او خلک یې ومني. پنځم: تر څو چې خلکو ته د انتخاباتو د شونتیا، حقانیت او اړتیا په اړه په خپله په عملي بېلګو قناعت ور نه کړل شي، یوازې په خوږو او اوږدو خبرو څه نه کېږي. شپږم: د مشرۍ لپاره د ډېرو احادیثو روایت، د قرآن کریم تفسیر، او په فقهي مسایلو ښه پوهېدل شرط نه دي، که د ډېرو احادیثو روایت شرط شي، په صحابه‌ء کرامو کې تر ټولو زیات روایات ابوهریره رضی الله عنه کړي، په داسې حال کې چې نه ده اونه نورو صحابهء کرامو ددې دعوه کوله چې باید د مسلمانانو مشر ابوهریره رضی الله عنه شي، ځکه چې په احادیثو ښه پوهېږې او تر بل هر چا یې زیات روایات له رسول الله صلی علیه وسلم څخه کړي دي! که د قرآن کریم تفسیر شرط شي، عبد الله بن عباس رضی الله عنهما ترجمان القرآن و، زید بن ثابت رضی الله عنه کاتب وحی رسول الله صلی الله علیه وسلم او عملي جامع القرآن و، خو دمسلمانانو مشران نه وو، او نه دوی د مشرۍ دعوه کوله! نه نورو صحابهء کرامو او نه دوی ویل چې دوی د مشرۍ مستحق دي! ځکه چې په تفسیر ښه پوهېږي! که په فقهي مسایلو ښه پوهېدل شرط وي، حضرت عبد الله بن مسعود، حضرت عبد الله بن عمر، حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنهم اجمعین وتلي فقها وو، ولې مشران نه وو! نه دوی، او نه نورو مسلمانانو دا دعوه کوله چې د مشرۍ حق ددوی دی ځکه چې په فقهي مسایلو ښه پوهېږي!! دې ټولو سره له دې چې ښه او پراخه علمیت او پوهه یې لرله، هېڅ کله یې د مسلمانانو د مشرۍ دعوه له دې وجې نه کوله چې دوی په دین ښه پوهېږي، سره له دې چې ځینو یې په اسلامي خلافت کې دندې هم درلودې، داسې یې نه ویل چې مونږ ښه پوهېږو، ډېر روایات مو کړي، ډېر تفسیرونه مو کړي، ډېر فقهي مسایل مو استنباط کړي، مونږ له چا سره بیعت نه کوو، باید له مونږ سره بیعت وشي! په حقیقت کې علم هغه دی چې په سړي کې عاجزي، انکسار، تواضع، خاکساري و پنځوي، د مسلمانانو د وحدت، یووالي، همدردۍ، همغږۍ او خواخوږۍ لامل وګرځي، نه هغه چې د لويۍ، لوړوالي، ستروالي او غټوالي د دعوې لامل وګرځي، اختلافات، تفرق او تشتت، بدبیني او تیت پرکوالی را منځ ته کړي. اووم: په عام ډول په غربي هېوادونو کې ولې ګوندونه محدود دي او په اسلامي هېوادونو کې زیات؟ په ځانګړي ډول امریکه، له دومره پراخوالي، اوږدوالي، ډېروالي! زر او زور سره سره بیا هم یوازې او یوازې دوه ګوندونه لري؟؟؟!!! خو په افغانستان کې له دومره تنګوالي، لنډوالي او لږوالي، له دومره بې وسۍ او بې کسۍ سره سره تر سلو زیات ګوندونه دي؟؟؟!!!!!! په داسې حال کې چې امریکه نه غواړي خپل دوه ګوندونه درې کړي، خو په افغانستان کې یو سهار زیږوي او یو بیګا! په دې اړه دې ګران لوستونکي ښه په غور او دقت سره فکر وکړي!! د دې خبرې حل په دقیق او ژور فکر ښه تر لاسه کېدای شي، ځکه خو زه هم ډېر څه نه لیکم! هر څوک دې خپله فکر وکړي! اتم: ښه انتخابات د یو قوي او مرکزي حکومت په موجودیت کې تر سره کېدای شي، او که ښه او قوي مرکزي حکومت د ښو انتخاباتو له لارې راتلای شي؟ یا په ساده ژبه هګۍ مشره ده که چرګه؟ د خپل هېواد او ولس د ځمکنیو واقعیتونو په رڼا کې باید فکر وشي، غربي نړۍ چې نن کوم مادي پرمختګ ته رسېدلې ده، آیا په یوه ورځ کې؟ په یوه کال کې؟ په لسو کلونو کې؟ په شلو کلونو کې؟ آیا د ا معقوله ده چې په خپل هېواد کې په یو څو کلونو کې هغه څه تر لاسه کړو چې نورو په لسګونو کلونو کې تر لاسه کړي دي؟ لومړی باید یو قوي او مرکزي حکومت جوړ شي، او ټول باید په دې اړه دخپل مسولیت احساس وکړي، تر څو د اسلام د مبارکو احکامو په رڼا کې د انتخاباتو لپاره په داسې حال کې شرایط مساعد شي چې په خپلو پښو ولاړ وو، ځکه که په خپلو پښو نه وو ولاړ انتخابات به مو هم خپل نه وي، نور به یې راته کوي او چې نور یې راته کوي نو پایله به یې هم د نورو په خوښه وي، که غواړو چې انتخابات مو خپل وي، د انتخاباتو پایلې مو خپلې وي، لومړی باید ځان خپل کړو، خاوره خپله کړو، حکومت خپل کړو، بیا وروسته به مو هر څه خپل کېږي، او که مو خاوره د بل په لاس کې وي، ډوډۍ او اوبه بل څوک په خوله کې را کوي! حکومت مو د بل په لاس کې وي! څه ډول به ممکنه وي چې انتخابات او پایلې یې زمونږ شي! نهم: د بیعت خبره په حقیقت کې کومه شخصي اړیکه نه ده، بلکې د اسلامي احکامو د تطبیق او د مسلمانانو د وحدت، یووالي او قوت لپاره وسیله ده، دا چې مسلمانان ټول د یو بدن د غړیو حیثیت لري، هېڅکله نشي کېدای چې یو یا یو څو مسلمانان د نورو مسلمانانو له مرستې پرته د ټول اسلامي امت، یا د دیوې اسلامي ټولنې چارې پر مخ بوزي، ځکه خو هر مسلمان شرعا مکلف دی چې د مسلمانانو د یووالي او د اسلامي احکامو د تنفیذ لپاره د مسلمانانو او د مسلمانانو د ټولنې له مشر سره بیعت وکړي، او که بیعت نه کوي هم نو پر خلاف خو یې باید هېڅ ونه کړي. ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې کله خلیفه شو، اوصحابهء کرامو رضی الله عنهم بیعت ور سره وکړ، حضرت علي کرم الله وجهه بیعت ور سره ونه کړ، مګر صحابوو د عام مصلحت لپاره بار بار حضرت علي کرم الله وجهه دېته هڅولو چې بیعت وکړي، همغه و چې له شپږو میاشتو وروسته یې بیعت وکړ. ځینې کسان استدلال کوي چې حضرت علي کرم الله وجهه بیعت نه وکړی، اوس هم خلک کولی شي بیعت ونه کړي، دلته دوه ټکي د پام وړ دي، یو دا چې دا سمه ده چې هغه تر یو وخته بیعت ونه کړ، مګر نور صحابهء کرام پر ځای کینناستل، هغوی حضرت علي کرم الله وجهه هڅولو، تر دې چې آخر یې بیعت وکړ، بل دا چې حضرت علي کرم الله وجهه چې کله بیعت ونه کړ، د حضرت ابوبکر رضی الله عنه پر ضد یې په فعالیت لاس هم پورې نه کړ، داسې یې نه ویل چې زه دا نه منم، بیعت نه ور سره کوم، بلکې په خپله د اسلام او مسلمانانو خدمت کوم، خپله جلا جهاد کوم! هغه غلی پر خپل کور کیناست، ځکه نوموړی رضی الله عنه په دې ښه پوهېدو چې په یوه ټولنه کې د دوه ډلو فعالیت څه پایله لرلی شي ؟ او شرعي حیثیت یې څه دی؟ که نه، حضرت علي کرم الله وجهه خدای ناخواسته که غوښتي وای چې جلا فعالیت پیل کړي، نه به ابوبکر صدیق پرېښی وای او نه به نورو صحابهء کرامو رضی الله عنهم، ځکه چې په دې سره د مسلمانانو ټولنه دوه ځایه کېده! تر منځ یې اختلافات را پورته کېدل، کوم څه چې صحابه وو رضی الله عنهم په هېڅ قیمت نه منل. چې خبره ډېره اوږده نشي، د حضرت علي کرم الله وجهه او حضرت معاویه رضی الله عنهم په وختونو کې چې کوم څه پېښ شوي لامل یې دا و چې دواړو لوریو غوښتل مسلمانان ټول سره یو موټی او د یو امیر تر مشرۍ لادې وي. که اوسنيو ځمکنیو واقعیتونو ته وکتل شي، په ډاکه کېږي چې په یوه اسلامي ټولنه کې د دوه ډلو سالم فعالیت ممکن نه دی، که په ځينو هېوادونو کې شته هم دي، تر ګټو یې تاوانونو زیات دي، که لنډ پاکستان ته وګورو، څو اسلامي او غیر اسلامي ډلې پکې فعالي دي، څو کاله وړاندې ټولو ولیدل چې یوازې اسلامي ګوندونه د څه وخت لپاره سره یو ځای شول، څومره ګټه یې وکړه! دا که په یو هېواد کې ټول سره یو ځای شي، او یا یو لوی ګوند وي څومره به ګټور وي، ځکه هغه کوم ځواک او زور چې په وحدت او یووالي کې دی هغه په ډلبازۍ او ګوندبازۍ کې نشته. زه دا خبره د چا د تایید او یا رد لپاره نه کوم، بلکې د یو واقعیت پر بنا یې کوم، که فرض کړو چې نن ورځ له طالبانو پرته کوم بل څوک د طالبانو پر ځای وای ما به همدا خبره کوله، چې افغانان باید له هغه چا سره ودرېږي، ملا یې وتړي، مرسته ور سره وکړي، چې عملا یې دښمن مات کړی، دین او ولس ته عملا د خدمت فرصتونه ورته مساعد، او وسایل یې په لوري دي، او ولس ور سره مل دی. پای. زلمی هېواد وال.

افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1788
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1788
بازدید ماه : 4664
بازدید کل : 98285
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1788
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1788
:: بازدید ماه : 4664
:: بازدید سال : 9642
:: بازدید کلی : 98285