د هرات ولایت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې په دغه ولایت کې یو اوه کلن ماشوم هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د هرات او کرخ ولسوالۍ پر غزېدلې سړک د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ (یوناما) موټر وواهه.
ویل کېږي،چې دا پېښه پرون مازیګر مهال د هرات-کرخ پر لویه لار رامنځته شوې.
ویل کېږي د موټر چلوونکی یو افغان دی او موټر یې هم د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ (یوناما) اړوند دی.
د سیمې اوسېدونکی وایي موټر چلوونکی نیول شوی دی.
څرګنده نه ده،چې موټر چلوونکی د ماشوم د وهلو پر مهال نشه کړې وه او که په نورمال حالت کې يې وهلی.
د هېرې نه ده چې زموږ د هېواد په ګوټ-ګوټ کې زموږ مظلوم هېوادوال د په اصطلاح حکومتي موټر چلوونکو له بې احتیاطۍ څخه سر ټکوي او وايي هېڅکله ترافیکي قوانینو ته غاړه نه ږدي.
د دوی په وینا،چې د کابل حکومت منسوبینو یې د وسلې ترڅنګ د موټر پر مټ هم له وژلو درېغ نه دی کړی
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0