د برتانیې د پوځ مشر وايې چې طالبان به هغه سیمې بېرته ونیسي،چې پخوا یې له لاسه وتلي وي او یا ترې په شا شوي ول.
د برتانیې د پوځ مشر پېټروال ټېلګراف ورځپاڼې ته په مرکه وویل چې دوی دې ځای ته ډېر په اندېښنه کې دي،چې طالبان به د هېواد مرکزي او جنوبي سېمې په تېره د هلمند هغه سیمې اوس پکې بریتانوي یرغلګر عسکر مېشت دي بېرته ونیسي.
نوموړي زیاته کړه چې دا به د دوی لپاره خورا دردونکی او له شرمه ډک خبر وي ، که طالبان آن د هلمند هغه وړې سیمې هم په واک کې واخلي چې د لسګونو بریتانوي پوځيانو په وینو ترې نیول شوې وې.
د بریتانیې د پوځ مشر وویل چې د افغانستان جګړه ښایې تر هغو پورې دوام ومومي څو چې طالبان په مذاکراتو کې را ګډ شوي نه وي او د سولې او مذاکراتو په میکانېزم ورسره خبرې-اترې نه وي شوي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0