شورویانو یرغل کړی وو ، زموږ کور هم دنورو افغانانو غوندې له خپلو اصلي مېنو مهاجر شوی وو ، دشمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې اوسیدلو ، زه همالته وزیږیدم او ستر شوم ، په ماشومتوب کې مې له مشرانو دجهاد ، هجرت ، شهادت ، روسیان ، خلقيان او پرچمیان توري اوریدل ، مشرانو به ویل چې شورویان له رنګه تک سره دي ، همدا لامل وو چې موږ ماشومانو به سره میږیان - کافر میږیان بلل او چې چیرې به مو پیدا کړل ، په ډبرو به مو ویشتل او له دې لوبې به مو دمسلح جهاد غوندې خوند اخیست .
د مکتب په کتابونو کې هم له پيله دجهاد او شهادت موضوعات راته تلقین شوي وو ، موږ لا بیخي ماشومان وو چې دجهاد ګڼې ترانې مو دژبې په سر یادې کړې وې ، او تل به مو زمزمه کولې ،په مکتب ، جومات او کور کې ټول مجلس دجهاد په اړه وو ، له همدې امله خو موږ سره له دې چې بیخي کم عمره وو خو دجهاد مینه مو له مشرانو څخه کمه نه وو ، همیشه به دې ته هوسیدو چې خدای ( ج ) زر ستر کړي وای ، ترڅو له روسانو سره جنګیدلي او کافران مو وژلي وای .
همدا جهادي مینه یو وخت دومره غالبه شوه ، چې ماشومانو ترخپل منځ مشوره وکړه ، چې د جهاد لوبه وکړي ، د شمالي وزیرستان د(واچ) سیمه چې (کوز رزمک )یې هم بولي خوراښایسته او زرغونه سیمه ده ، همدلته زموږ کیږدۍ ولاړې وې ، چې شاوخوا دمختلفو سیمو په زرګونو کوره نور مهاجرین هم پراته وو ، هغوی چې د تودوخې په موسم کې به دمختلفو سیمو له ګرمۍ څخه دځان بچ کولو په خاطر څو میاشتې دې سړې سیمې ته راتلل .
دکیږدیو له څنګ سر یو وچ خوړ وو ، چې په غاړه یې دڅيړیو او ګورګورو ونې ولاړې وې ، او منځ یې پستو شګو پوښلی وو ، همدا زموږ دلوبو میدان وو ، نن ورځ هم ګڼ شمیر ماشومان رایوځای شوي وو ، چې دلوبو په میدان کې د جهادي عملیاتو تشکیلات پیل شول ، ماشومان په دوو ډلو وویشل شول ، یو مخ کوچني ماشومان یوه خوا او یوڅه لوی ماشومان بلې خوا ته شول ، دعملیاتو مشر وټاکل شو ، د خوړ په برسر کې په شګو کې ګڼې ډبرې وټومبل شوې ، او دعملیاتو مشر وویل چې دا روسان دي ، تاسو خپلې لمنې ډکې کړئ ، ګاټي او ډبرې راټولې کړئ ، چې لږ وروسته په همدې روسانو عملیات شروع کیږي ، او په ډبرو به یې وُلو ، تر هغو به نه ورنږدې کیږو ترڅو چې ټول ویشتل شوي نه وي .
ماشومانو زر زر ډبرې راټولې کړې ، دعملیاتو مشر وویل ، چې نسبتا لوی ماشومان به لوی مجاهدین وي او ترمخ به وي ، واړه ماشومان به وروسته پسې راځي ، زه دیو مخ کوچنیو مجاهدینو په ډله کې وم ، چې په وروستۍ برخه کې مې شتون درلود ، دتکبیر په نعرو سره عملیات پيل شول ، او په مخامخ ایښودل شویو ډبرو ( روسانو ) د ډبرو باران شو، دمخې ماشومان چې د ډبرو ګوزارونه یي کول په عیني حال کې یې دجګړې دحالت تمثیل هم کاوو ، مثلا دډبرې ګوزار به یې وکړ او سمدستي به یې پروت وکړ ، بیا به یې د تکبیر له نعرې سره سر راپورته کړ او بل ګوزار به یې وکړ .
په دې وخت کې چې سخته غزا روانه وه ، او د تکبیر چیغې پورته کیدلې ، ما هم څو ډبرې ویشتلې وې ، خو لا مې هم لمن ډکه وه ، ترموږ مخکې مجاهدینو یو څو روسان ( ډبرې ) رانسکورې کړې ، ما هم چې دروسانو وینو ته تږی وم ټینګ قصد مې وکړ ، چې یو شوروی وولم او ورباندې غازي شم ، مخامخ ایښودل شوي یوه پلنه ډبره ( روسی ) مې په هدف کې واخیست ، ډبره مې ورته برابره کړه او مخامخ مې ورباندې وشړله ، خو له بده نصیبه په دې وخت کې دمخې دصف یو مجاهد ( ماشوم ) چې سر یې تازه خریلی وو ، دګوزار لپاره دپورته کیدو په حال کې وو ، چې زما په ډبره په ککرۍ ولګېد او ناڅاپه یې چیغې کړي .
په سر دلګیدلي ماشوم له ککرۍ څخې وینې راماتې شوې او په ژړا یي پیل وکړ ، ماشومانو ( مجاهدینو ) ډبرې ( وسلې ) وغورځولې او په همدې ماشوم راټول شول ، ټول په دې هڅه کې شول ، چې د ډبرې ویشتونکی معلوم کړي ، څرنګه چې ماشوم دشالخوا لګیدلی وو ، د دشا صف ( ساقة الجیش ) له مجاهدینو پلټنې پيل شوې ، خو په دې صورت کې چې د ډبرو باران وو او ماشومان بیخي زیات وو ، هیچا نه شوای ویلی چې ګوزار چا وکړ ، په همدې سردرګمۍ کې ما هم ځان غلی کړ ، او دانکار په غونډۍ کیناستم .
لوبه په همدې ځای په وینو سره پای ته ورسیده ، څو تنه روسان ( ایښودل شوي ډبرې) له منځه تللي وو خو نور لا هم ځای په ځای ولاړ وو ، مګر موږ دیوه زخمي له امله عملیات لغو اعلان کړل ، په سرلګیدلی ماشوم په ژړا ژړا دخپل کور په خوا لاړ ، او نور ماشومان هم له دې ویرې چې مشران شور ورته ونه کړي خپلو کورونو ته ستانه شول ، په دې توګه له روسانو سره زموږ ماشومانه جهاد پای ته ورسید .
له شورویانو سره زموږ دماشومتوب جهاد بالاخره په خپل منځي جنجال واوښت ، دمجاهد ډبره دمجاهد په ککرۍ ولګېده ، چې په نتیجه کې یې جهاد له بن بست سره مخامخ شو او روسان سالم پاته شول ، هغه وخت موږ فکر نه کاوو چې خدای مکړه زموږ واقعي جهاد به هم له همداسې پایلې سره مخ کیږي ، مګر وروسته مو ولیدل چې د واقعي جهاد په ډګر کې هم مجاهدینو ترخپل منځ دیوه بل ککرۍ ته ډبرې او وسلې برابرې کړې ، چې په نتیجه کې نه یوازې ځانونه او دجهاد ثمره تباه کړه ، بلکې دروسانو ګوډاګیان چې ملت یې دمحاکمې خوبونه لیدل هم سالم پاته شول .
الله تعالی مو دې په راتلونکي کې مبارزې له داسې معکوسې نتیجې څخه ساتي . آمین
افغانستان