امريکا د مشرانو جرګې غړي کابل ته راغلي. پرون يې کرزي سره ليده کاته شوي او همغه زړه خبره تکرار شوې، چې دوی د امنيتي تړون د لاسليکولو غوښتونکي دي او کرزی شرطونه وړاندې کوي. دا خو زړه خبره ده، چې زموږ موقف يې په اړه روښانه دی او هغه دا چې امريکا غواړي کرزي ته په افغانستان کې پت پرېږدي. ځان سره يې په ډرامايي بڼه ښکېل کړی. بده دا ده چې پخواني بعضې رهبران يې لکه غوښين چرګان ورته پښو کې حلال کړل.
اوسنۍ خبره چې د هغې په نسبت نوې هم ده او د همغې سلسلې کړۍ هم، دا ده چې امريکايي سناتورانو د بګرام د بنديانو د خوشې کولو په اړه اندېښنه ښوولې. دې قضيه کې هم دا تظاهر کيږي، چې ګوندې کرزي داسې فيصله کړې چې امريکا ورباندې ناراضه ده.
موضوع دا نه ده، چې کرزی دومره نر شوی، بلکې اصل خبره دا ده، چې د افغانستان جګړې رنګ بدل کړی، هر څه ورسره بدليږي. د کفر د لاسپوڅو څېرې به بدليږي، د وړاندې تګ تکتيک به بدليږي، الفاظ او ديپلوماسۍ به بدليږي. همدغه خبره اوس داسې نفسياتي تاثيرات لري؛ که چېرې جهادي لوری ورته متوجه نه شي، ممکن کرزی خلک ورسره په يوه تيږه وتلي. دوی اوس بل "غازي" امان الله پيدا کول غواړي.
د بګرام د بنديانو د جرياناتو په اړه دا خبره هم سناتورانو ښکاروله چې زموږ ولس موږ سره دا نه مني. دا خلک د نړيوالو او غلامو ځواکونو په مرګ ژوبله کې لاس لري. که داسې پرېښوول شول، نو دا زموږ په غلط قضايی سېسټم دلالت کوي.
هغه خبره چې ډېره خندوونکې وه، دا وه؛ که امنيتي تړون لاسليک شي، د بګرام د بنديانو د قضاياوو په اړه او ورته موضوعاتو کې زموږ نظر مهم وګڼل شي، نو طالبانو ته به واضح پيغام دا ورسيږي، چې موږ لا دلته يو، چېرته تلي نه يو!!
په دې خبره سناتوران يو ځل دکرزي په دولت مسخرې کوي، بيا ځان خوشالوي. د دې واضحه معنی دا ده، چې کرزی بې له بهرنيانو هيڅ نه دی او د دې معنی بيا دا ده چې دا دولس کاله امريکا محضِ خپل ځان ته کتلي، نه يې د ادارې غم کړی، نه د غلامانو، که يې د دوی راتلونکی سنجولی وی، ممکن داسې اداره يې ورته جوړه کړې وای، چې د امريکايانو په تګ خو اقلادځان د دفاع جوګه وای.
هغه څه چې سناتوران ځان پرې خوشالوي دا دي، چې غواړي د ۲۰۰۱ کال پېښې وکړي. غواړي په متکبره لهجه وغږيږي او دنياوالو ته وښيي، چې موږ ولاړ يو. د دروغژن حافظه کمزورې وي. د امريکا د ولس ټنډارې ټولې نړۍ واورېدې، دغه ډول د دوی دمکرجنو مذاکراتو نارې لا تر اوسه نه دي کرارې. هر څوک پوهيږي، چې مذاکرات د ځان د تابيا کولو لويه لار او حربه وه.
دا خبره به واضحه کړو، چې دوی تېر دوه کاله نړۍ او خپل ولس ته هيڅ ځواب نه درلود، ځکه چې په هر ډګر يې مرګ ژوبله له اندازې اوښتې وه، کوښښ يې وکړ،چې ځان په يوه چل او شور د خلکو له خولو وساتي، چې متاسفانه کامياب شول.
سناتوران دې نه هېروي، چې هغه دوران يې تېر دی او دا خوبونه دې نور اوبو ته تېر کړي، چې کوم ولس ته سترګې برګې کړي، دا لا پر ځای پرېږده چې طالب به ستا له امنيتي تړونه داسې څه وفهموي لکه ته يې چې وايې! دا خبرې يوازې پخواني يادونه تازه کول دي او بس!
افغانستان