لور ته دواده په شپه مور نصخت
الجـــــــهاد فی سبیل الله
لور ته دواده په شپه مور نصخت
ساعت 13:43 | بازدید : 2885 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

تفصيل نېټه: شنبه, 11 جنوري 2014 21:28 لیکوال: م - ن بـــــرخه: د میرمنو اسلام كـــتني: 34

امامة بنت الحارث یوه ډېره هوښیاره مېرمن وه چې الله تعالی د عقل د نعمت تر څنګ د فصاحت نعمت هم ورکړی و، هغې چې کله خپله لور أم اياس واده کړه نو له مېړه سره د ملاقات په شپه یې خپله لور یوازې ګوښه کړه او لاندې وصیت یې ورته د ډالۍ په توګه وړاندي کړ چې كتابونورانقل كړی دی دوصیت متن په لاندې توګه دی:
اې لورکۍ! که د یو چا د زیات ادب له وجهي نصیحت پرېښول کېدلای؛ نو مابه تاته نه وای کړي خوڅرنګه چې نصیحت د هېرجن انسان لپاره یادونه او خبرتیاده او د هوښیار انسان لپاره یو ښه کومکې دی نوځکه يې درته کوم
اې لورکۍ! که د والدینو په شتمني او خپلي لورته د هغوی د زیات ضرورت په اساس یوه ښځه له مېړه څخه مستغني کېدلای نو ستا به په ټول ژوند مېړه ته اړتیا نه وای پیدا شوي خو ښځي د نارینه وو لپاره پیدا شوي دي او نارینه د ښځو لپاره پیدا شوي دي ،

اې لورکۍ! ته له هغه چاپېریال او اب وهواڅخه بېلېږي چېرته دي چې وده کړې وه او له هغې ځالي څخه جدا کېږي کومه کې چې دي ټول ژوندلپاره پاللي شوي وې ، اوس هغې نوي ځالي ته ورتلونکې یې چېرته چې ناآشنا یې او د هغه نابلده ملګري خواته ورځې چې نه یې پېژنې او هغه د مشروع نکاح په واسطه په تا باندې واکمن او نګران ګرځي؛ ځکه خوزه درته وايم چې خپل ځان ورته مېنځه کړه چې هغه دي غلام شي او دالس خویونه له ځان سره یاد وساته چې ګټه درته وکړي اوهم به درسره زما یویادګار وي :
اول او دوهم : په هرښه اومشکل حالت کې سر ورسره ټېټوه اوپه لږشي باندې قناعت کوه او خبرو ته یې ښه غوږ نیسه او هره خبره يې منه

درېیم او څلورم : چېرته چې یې دسترګونظر اود پوزي بويول لګېږي د هغو ځایونو خیال ساته، ګوره چې کله یې هم ستا په بدن کې په داسې څه سترګي ونه لګېږي چې هغه یې ښه ونه اېسي اوپوزه یې بايددتل لپاره له تاڅخه خوشبويي وبویوي اوښه سېنګار درانجو لګول اوښه صفايي په اوبو سره لامبل دی ..
پنځم او شپږم : د خوب او خوراک د وختونو یې خيال ساته اوتر وخت له مخه ورته تیارى نیسه ، وختي ورته خوراك تياروه ځکه چې لوږه داوريوه لمبه ده او دوېده کېدلوځای يي مخکې تیاروه ځکه چې بېخوبي يې غسه را پاروي
اوم او اتم : د هغه د مال او شتمني چوکېداري او ساتنه کوه او د هغه د کورنۍ د افرادو مراعات کوه یعني د مشرانو یې احترام ساته او په کشرانو یې شفقت کوه او د ضرر او تکلیف یې تحمل او برداشت کوه .
نهم او لسم : هره خبره چې درته وکړي هغه منه او د هغه رازونه مه لوڅوه ځکه چې که یې نافرماني وکړي سینه یې درته تنګېږي او که یې رازونه لوڅ کړې بیا به کله هم د زړه حال در نکړي او په ټګي کې به درسره چلېږي .
بله خبره داده چې که دي خاوندخوشاله وي خپګان مه ښکاروه او که خپه وي خوشالي مه څرګندوه ځکه چې دهغه دخوشالي په وخت کې ستا خپګان یو جرم ګڼل کېږي اودهغه په خپګان کې ستاخوشالي يي نور هم غسه کوي اوچې څومره يي ته عزت کوې په هماغه اندازه به ستا قدر کوي او چې څومره يي په مزاج برابره يې هغومره به ستاملګرتیا خوښوي اوکله به هم خپل ارمان ته ترهغه وخته ونه رسېږې ترڅو چې دهغه غوښتنو ته پخپلو غوښتنوترجېح ورنکړې اوخپله خوشالي دهغه ترخوشالتیا ځار نکړې اوالله تعالی دي په خیرونو واړوه .
دا د مسلماني مېرمني اخلاق وي په همدې شکل د هغې پوهه او روزنه شوي وي او همدا شکل د مسلماني مور وصیت وي او د مسلماني مېرمني د ژوند اصول وي، هره خور او لور چې کله واده کېږي باید همدا ډول وصیتونه ورته بیان کړل شي او وپوهوله شي چې دا اصول د خپل کورني ژوند بنیادونه وګرځوي تر څو یې ژوند نېکمرغه او پر امن او له ویاړونو څخه ډک وي او جنت د همداسي مېرمني ځای وي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
عن كعب بن عجرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ألا أخبركم بنساءكم من أهل الجنة الولود الودود التي إذا ظلمت هي أو ظلمت قالت هذه يدي في يدك لا أذوق غمضا حتى ترضى (المعجم الأوسط)

له کعب بن عجره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیازه تاسو ته ستاسو جنتيانې ښځي در وښیم؟ هغه ښځي دي چې هغوی مینه پالونکي زېږوونکې وي او چې کله ظلم وکړي او یا ظلم ورباندې وشي خپل خاوند ته راځي او ورته وايي دادى زما لاس ستا په لاس کې ږدم او چې تر څو ته خوشاله نشې زه له خوب څخه خوندنشم اخيستلای اونشم ويده كېدلای



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1847
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1847
بازدید ماه : 4723
بازدید کل : 98344
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1847
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1847
:: بازدید ماه : 4723
:: بازدید سال : 9701
:: بازدید کلی : 98344