سواله امنیت رانی ٹاکنی غقل سه وایی
الجـــــــهاد فی سبیل الله
سواله امنیت رانی ٹاکنی غقل سه وایی
ساعت 16:32 | بازدید : 1849 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
ډېر کم کرت به مزدور او لاسپوڅي خلک خپل ځان ته متوجه شوي، ضمير به يې را بيدار شوى، د خپل عزت او ناموس د ساتلو لپاره به يې د خپل بادار ګريوان ته لاس اچولى او د خپلو حقوقو غوښتنه به يې کړي وي، او کېداى شي هېڅکله شوي هم نه وي، ځکه تاريخ راښودلې هغه څوک چې يو ځل د بل په کاسو څټلو اموخته شوى، بيا ورسره د خپل انساني کرامت او عزت النفس فکر هم نه دى پيدا شوى. لنډه بېلګه يې دصبغت الله مجددي او کرزي له لوري دهیواد پلورلوڅرګنده او علني تمنا ده ، چې په ډېر اصرار سره غوښتنه کوي، څو يې د غلامۍ ځنځير په غاړه ور واچول شي، ځکه تر هغه وخته چې د غلامۍ دغه طوق يې په غاړه کې نه وي پروت نو دى به خفه وي. خداى شته د تلويزيون په پرده مې دغه له شرم او عاره ډکه صحنه په داسې حال کې ليدله، چې خپل حالت، کيفيت او احساس په الفاظو کې هېڅ تعبرولاى نه شم، نه پوهېږم چې دغه خلک به په کومه مسلمانۍ، افغانيت، انسانيت، خپلواکۍ، او احساس دغسې غوښتنې کوي، او خپل زړه او ذهن ته به ځواب وايي. بالکل همده ته ورته هغه څوک هم دى چې ځان د هيواد ولسمشر بولي، يو شمير خلک او همده ته ورته فکر او سوچ درلودونکي د همده پلويان يې په دې خبرو تېر ايستلي هم دي، او داسې يې ور فهمولې چې ګوندې د ملت غمخور، د خپلواکۍ غوښتونکى، د ولس په درد دردمن، او د بهرني جنايت په وړاندې د قهرمان په څېر ولاړ دى. زه حيران هغو خلکو ته يم چې په دغسې خبرو باور کوي، او په پټو سترګو پسې روان دي، ځکه د هغو خلکو آند او فکر چې دوى پسې اقتداء کړې ده، په عقل او منطق هم برابر نه ايسي، بس دوى هماغه دي، چې د څو پيسو په بدل کې خپل ځان پلوري او حتى خپله مور (خاوره) هم د بازار ته وړاندې کوي. کرزي د هغه په اصطلاح د مشورتي لويې جرګې په وروستۍ ورځ په خپله وينا کې وويل چې هغه په درې شرطونو د افغانستان پلورلو سند لاسليکولو ته چمتو دى: لومړى په افغانستان کې سوله راتلل. دوهم په هيواد کې امنيت راتلل. درېيم راتلونکې ټاکنې په شفافه توګه تر سره کېدل. او بيا يې وويل د هغه دولس کلنې وکمنۍ ورزده کړې چې په افغانستان کې سوله امريکايان راوستلاى شي، د افغانستان امنيت د امريکايانو په لاس کې دى، او امريکايان دي چې شفاف انتخابات به تر سره کړي، په تېرو انتخاباتو کې دوى لاسوهنې وکړې، رسوا يې او بد نام يې کړل، په خپلو ژمنو يې وفا ونه کړه، دا ځل بايد داسې ونه کړي، او چې دا شرطونه يې پوره کړل، بيا چمتو دى چې هيواد په قباله هغوى ته وسپاري. هر څوک دى د کرزي دغه څرګندونې چې هغه يې شرطونه بولي د خپل عقل په ميزان کې واچوي، او ودې ګوري چې ايا معقولې دي؟ امريکايان دې په افغانستان کې سوله راولي، مطلب دا چې هغوى د اختلافاتو لامل دي، پخوا چې امريکايان نه وو، په دې هېواد کې سوله وه، دوى راغلل سوله يې له منځه يوړه، اوس د ده په آند بيا دوى سوله راوستلاى شي. امنيت د امريکايانو په لاس کى دى، معنى دا چې هيواد ښه په امن کې و، امريکايان راغلل، امنيت يې تالا ترغه کړ، هيواد يې په وينو ولاړه، مخالفتونه پيدا شول، د مخلصو او په وطن مينو افغانانو په وړاندې يې مزدوران او ګوډاګيان په وسله سمبال کړل، او د جګړې پر اور يې تيل وشيندل. رڼې او شفافې ټاکنې د امريکايانو په لاس کې دي، د تېرو ټاکنو تجربه د هغه په وړاندې ده، چې د هغه په اصطلاح د ملت د استازو په وړاندې يې په وازه خوله وويل چې تېر ځل يې ورسره غداري کړى، او دوى يې غولولي دي. اوس نو د سالم عقل غوښتنه دا ده چې امريکايانو ته وويل شي چې بايد هيواد پريږدي؟ او که دا يې غوښتنه ده چې نه د لسو کلونو لپاره دې نور هم د دې هيواد په مرۍ ګوتې خښې کړي، او دا ځل دى په پاخه سند او ليکلي خط اجازه ورکړل شي؟ کوم سبب چې سوله او امنيت له منځه وړي، کرزى د همدې سبب يوه برخه ده که امريکايان سوله رامنځته کوي، نو لومړى به همدې له منځه وړي، نو څرنګه کېداى شي، چې يو څوک دې د خپلې فنا غوښتنه وکړي، خو حقيقت دا دى چې هغه په شخو سترګو درواغ وايي که ريښتيا يې هم له تجربو ګټه اخيستلاى، او ريښتيا هم د افغانستان غم ورسره واى، نو يوازې د صافو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره به يې هم امريکايانو او ټولو يرغلګرو ته ويلې واى چې نور مو نو بسترې در تړۍ، او له هيواده کډه په سر شئ. د يو هيواد د واکمن لپاره سبق دا دى چې هغه چاته ځاى ورکړي، چا چې هيواد ته نا امنۍ او جنګونه راوړي، او که دا چې بايد قطع علاقه ورسره وشي، او د همدې جنايت پوښتنه ورڅخه وشي؟ زما په فکر عقل دا وايي چې د داسې يو جنايتکار لوري سره نه يوازې دا چې تړون لاسليک نه شي، بايد لومړى محاکمه او بيا وشړل شي

افغانستان
|
امتیاز مطلب : 3
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 461
بازدید دیروز : 2326
بازدید هفته : 2787
بازدید ماه : 5663
بازدید کل : 99284
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 461
:: باردید دیروز : 2326
:: بازدید هفته : 2787
:: بازدید ماه : 5663
:: بازدید سال : 10641
:: بازدید کلی : 99284