ذبیح الله مجاهد.
هغه عملیات چې دوه شپې وړاندې دپروان ولایت سياګرد ولسوالۍ د وازغردرې په سیمه کې د امریکايي يرغلګرو لخوا د کورنيو مزدوران په ملتيا د ملکي خلکو په وړاندي ترسره شول، ټول په کې زموږ ۱۰ تنه مظلوم هیواد شهیدان او ۱۸ ټپيان شول چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.
۹ کورونه په بمبار او توغندويي بریدونو کې ويجاړ شوي ،د خلکو باغونه او کښتونه د خاصو زهرجنو وسلو په استعمال سره کاملا سوزيدلي ، دخلکو د کورونو سامانونه تر ډيره غلا شوي او يا له منځه وړل شوي او د وازغر درې خلکوته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د اشغالګرو په دغو عملياتو کې د هغو ملکي خلکو نومونه په لاندي ډول دی چې يا شهیدان شوي او ياټپيان دي
:
شهیدان:
۱ــ الف الدين دمحمدايوب زوی . عمر ۳۸کاله
۲ــ بسم الله جان د سليم زوی عمر ۲۲ کاله
۳ــ عزت الله دقربان الله زوی عمر ۱۷ کاله
۴ــ شمس الرحمن د عبدالرحمن زوی عمر ۱۲ کاله
۵ــ ثريا بنت قربان الله عمر ۴ کاله
۶ــ ارزو بنت قربان الله عمر ۶ کاله
۷ــ جان ګل د ګل خان زوی عمر ۶۰کاله
۸ـــ ښځه چې د افغاني دودونو له امله يي نوم نه ده ښودل شوی
۹ــ ښځه // // //
۱۰ــ ښځه // // //
ټپيان :
۱۱ــ حشمت الله دقربان الله زوی عمر ۲۰ کاله
۱۲ــ محمد صادق د ميرزا امير زوی
۱۳ ــ صابر د ميرزا امير زوی
۱۴ــ محمدعالم د ميرزا امير زوی
۱۵ــ علم جان د ميرزا امير زوی
۱۶ــ نوروزګل د وزيرګل زوی
۱۷ــ ناصر د عطاؤالله زوی
۱۸ــ محراب د صاحب ګل زوی
۱۹ــ امير شاه خان د اميرګل زوی
۲۰ــ خان جان د مياجان زوی
۲۱ــ ذاکرالله د خان جان زوی
۲۲ــ شيرين آغا د سیدآغا زوی
۲۳ــ ميراجان د سیداحمد جان زوی
۲۴ــ ښځه
۲۵ــ ښځه
۲۶ــ ښځه
۲۷ــ ښځه
۲۸ــ ښځه
دهغو خلکو چې کورونه وران شوي :
۱ــ بادام ګل
۲ ــ الف شاه خان
۳ــ حاجي امان
۴ــ حاجي خان شيرین
۵ــ نورمحمد
۶ــ ملاعبدالغني
۷ــ عبدالحي
۸ــ محراب
۹ــ امان الله
د جګړې په لومړۍ پيل کې د وازغر درې په وتلي څنډه کې د مجاهدينو لخوا د دښمن په ضد کلک کمين نيول شوي وو چې دوه ساعته له دښمن سره نښته وشوه ټول ټال په کې تر ۲۵ پورې بهرني او کورنۍ عسکر قتل او ټپيان شول ، همداراز زموږ ۵ تنه مجاهدین هم په دغه کمين کې دشهادت لوړ مقام ته ورسيدل ، باقي پاتې مجاهدين په سالم ډول د يادې سيمې نه غريزو سیموته وخوځيدل .
امریکايي وحشي عسکرو د درنو تلفاتو په لیدلو سره دانتقام په توګه نيږدې ملکي کورونو او کلی په نښه کړل او بمباريې پيل کړ ، ټول کلی يې په داسي حال کې تر اور لاندی ونيو چې مجاهدين له سيمې نه ډير لرې تللي وو.
ديرغلګرو لخوا دغه راز وحشتونه کومه نوي خبره نه ده بلکې په مکرر ډول امريکايانو دخپلو تلفاتو کسات له عامو خلکو اخیستی او په ځلونو يې د هیواد په لر او برکې ملکي خلک شهيدان کړي او ځورولي دي ، امریکايي وحشيان غواړي خلک د دغه راز جنایاتو په مټ دې ته اړ کړي چې ديرغل په مقابل کې چوپ پاتي شي او دمجاهدينو د تحرکاتو په اړه یرغلګرو ته معلومات ورکړي، که چيرې په کومه سیمه کې ديرغلګرو په وړاندي دمجاهدینو مقاومت تر سره کيږي، د يرغلګرو او مزدورانو د محاسبې له مخې د سيمې ټول خلک بايد ووژل شي ، کورونه ويجاړ او خلک په وچ زور او فشار د يرغل منلوته تابع کړل شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۳/۱۶هـ ق
۱۳۹۲/۱۰/۲۷هـ ش ــ 2014/1/17م
افغانستان