لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 0
دزابل ولایت له نوبهارولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : پرون ورځ ددي ولسوالۍ په مربوطاتو لکه چینو والو، ملا اورنګ ، موسی زو اوکرم خیلو کې یرغلګرو داجیروعسکروپه ملتیا دچورلکوپه مټ پراخه چاپه ووهله
دښمن پرون ورځ دکلیوالو 8 عرادي موټرسایکل سوځولي او6 نوريې له ځان سره وړي
همداراز یې دچینوالو له کلي څخه دملکي خلکو 4 ټوپکونه وړي
دښمن په سیموکې خلک وهلي اوسخت شکنجه کړي
دښمن له اولسي وګړو په زوره درایو کاروني غوښتنه کړي اوله هرکلي یې دلسو لسو کسانو اربکیانو غوښتنه کړي چې خلکو نه ده ور سره منلي
دولسوالۍ په شاوخوا سیموکې نن هم ددښمن چورلکي ګرزي اوچاپه دوام لري
تردي دمه مجاهدینو ته لله الحمدهیڅ نوع زیان نه دی اوښتی
تېره ورځ هم ددي ولایت دشاجوی ولسوالۍ په بازارکې خلکو داربکیانو له زورکي بسپني څخه په تنګ شول اوداجیري اردو عسکروته یې شکایت وکړ ترڅو اربکیان له بازارڅخه بند کړي
دهیواد په هره سیمه کې اربکیان عام اولس تنګوي او په زوره ترې پیسي اونورشیان غواړي چې ټول هیوادوال یې سخت په تنګ کړي
2014/1/19
افغانستان