لیکوال: ژ: لطیف عزم بـــــرخه: بیلابیلي لیکني كـــتني: 48
دشریعت له نظره دوسوسي اصلي منشأ، شیطان او پټ دښمن ته ویل کیږي ، چې دانسان زړه ته لار مومي اوهغه غیري معقولو او بدمرغه کړنو ته سوقوي ، ځکه دانسان زړه به یا دپرښتو کوروي اویادشیطان ځاله، دزړه اینه دانسان اعمال ښکاره کوي چې یابه په رحماني وړانګو روښانه اوپوښلي وي او یابه په شیطاني رنګ اوبوي ککړه او ملوثه وي .
شیطان دخپلو نیرنګونو او دامونو په زریعه دحقیقت په لار کې ولاړوي ، ترڅو انسانان له صراط مستقیم څخه منحرف اوپه باطله سرکړي اوهمدغه انحراف او ګمراهي ورته په ډول ډول تیرایستونکو چراغونو رنګینه او مزینه کړي اودګناه او جرم لار په نظرکې ورته ښکلي او دلچسپه وښيي .
دشیطان برنامي اصولا مخفي اومرموزي وي اوانسان ته دخپلو پلیدو افکارو او خیالاتو په وړاندي کولو سره داسي ښودل غواړي چې ګواکي داهرڅه خپله دانسان فکر او سوچ دي او انساني تدبیردي .
خلاصه داچې چې شیطان په خپله هم مخفي او نامرئیِ وي او کړني او برنامي هم په پوښ او لفافي کې وړاندي کوي اوهرکله چې انسان الله یاداو په زړه کې رحماني رڼاګاڼي بلي کړي ، شیطان ترینه تیښته کوي اوترهغو ورته نشي نیږدي کیدای چې هلته الهي شغلي موجودي اوبلیږي .
دوسوسي نښي
1ـ له نوروخلکو څخه دروحي ناپاکی په پلمه لیري ګرځي ، ۲ـ دعبادت په مهال په شکونوکې لویږي ، مثلا دلمانځه درکعتونو، رکوع اوسجدوپه شمیرکې چې څو یې وکړل اوپوره به یې کړي وي کنه ؟ همدارنګه دلمانځه په نیت کې هم تل په شک او تردیدکوي او ژریې نشي تړلی .
۳ـ دخپلو جامو په اړه تل په سوچ کې وي چې پاکي به وي کنه ۴ـ دکور اوخوني دروازه به یې تړلي اوقلف کړي وي کنه .۵ـ خپل ځان په هرڅه کې مجبوراومحتاج فرضوي ، ۶ـ دمسایلو اومشکلاتو په حل کې که څه هم هغه عادي وي خوځان ته بیاهم لوی کړاوورکوي او همیشه دپیښومنفي اړخ سنجوي .۷ـ په خپلو ټولو کارونو کې له تلوار اوعجلي کاراخلي .۸ـ داسي بیهوده سوچونه وهي چې کیدای شي په دې نیږدي وختونوکې یې، ځوی ، پلار ، مور اوښځي ته مرګ ورسیږي ، یاپه کورکې یې اورولیګیږي ، یازلزله وشي او........ ۹ـ دهغو اعمالو مرتکب ګرځي چې دانسان له وس څخه بهر وي ، مثلا جامي ، اندامونه او لوښي دومره مینځي چې رنګ اوشکل یې په بل مخ اړوي خودده په نظربیاهم پاک نه وي ۱۰ـ په مسایلوکې له سختي اوشدت نه کاراخلي ، منفي ګرايی ، دبل چاعیبونه ویل ، له خپل اولاد ، میرمني او خپلوانو دومره شکایتونه کول چې په تدریجي ډول نیږدی وي دهغوی ترمنځ دخپلوي اودوستي رشتي وشلیږي .
دوسوسو عوامل
دوسوسي عمده عامل خپله وسواسي کس دي ،دخپل ځان په محبت کې ډوب او دالله له ذکر او فکر څخه غافل وي او دالله له لطف او مرحمت څخه دشیطان دوکو او فریبونو ته پناه وروړي ، چې داپه خپله دوسوسي ایجاد او په رڼايي دتیاروو خورول د ي.
ځیني خلک ددي پرځای چې دژوند په اموروکې دقت په کارواچوي له وسوسي نه استفاده کوي ، دبیلګي په ډول داجناسو په خریداري کې دومره سختي کوي چې نه یواځي قیمتي وخت له لاسه ورکړي ، بلکي ډیرځله ټوله اراده بدلوي او خالي لاس بیرته راګرځي ، همدارنګه دکوژدي اومیرمني په انتخاب کې دومره وسواسي او مترددوي چې حتی دځواني رنګیني شیبي او خوږ منګ یې هم له لاسه ووځي اوبیاهم دخپل مطلب څیز ترګوتو نکړای شي !
دوسوسو څوبیلګي :
الف: هغه وسوسه چې ډیره په وسوسي خلکوکې شایع او عامه ده هغه په غُسل او اواداسه کې شک اوشبه ده ، دوی چې کله اودس کوي خپل اندامونه دومره مینځي ته به وايي چې خپل پوستکی په بل مخ اړول غواړي ،دوي په دې فکرچې اندامونه ډیراو مکررومینځي اوشک لیري کړي ، دجمعي فضلیت هم له لاسه ورکړي اودثواب پرځای دګناه اواسراف مرتکبین وګرځي اوددې ایت کریمه تروعیداوحکم لاندي راشي چې الله تعالی فرمايي (إِنَّ المُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ)؛ په رښتیاچې تبذیراواسراف کوونکي دشیطانانووروڼه دي.(اسراء:27)
همدارنګه حضرت رسول¬اکرم صلّياللهعليهوسلّم فرمايي : «إنَ لِلوُضُوء شيطاناً يقال لهُ الولهانُ فاتَّقُوا وَسوَاس الماء»؛داوداسه په وخت کې یوشیطان دی چې هغه ته ولهان ویل کیږي ، نودهغه له وسوسوڅخه ځان وساتی .(ترمذي)
ب: دبې اودسی وسوسه ؛دشیطان کار دمسلمان ازارول او په تکلیف اخته کول دي ، ځیني خلک سره لدې چې اودس لري اوهیڅ کوم عوارض نه وي ورته پیښ خو شیطان ورته وسوسه غورځوي چې اودس دي نشته اومات شوی ، حضرت رسول¬اکرم صلّياللهعليهوسلّم ، ددغې وسوسي ددفع او درمل لپاره داسي فرمايي: «إذا أتاه الشيطان فقال إنك قد أحدثت فليقل كذبت إلا ما وجد ريحا بأنفه أو صوتا بأذنه»؛ هرکله چې شیطان یوه کس ته داوسوسه په زړه کې وغورځوله چې بې اودسه شوی یی، په مقابل کې دي شیطان ته ووايي چې ته دروغ وايی ، ترهغو پوري یې چې بوی دبې اودسی ترسپوږموشوی نه وي اواواز دبې اودسی یې ترغوږ شوی نه وي.(ابوداود)
ج: په لمانځه کې وسوسه ؛لمونځ دشیطان له مهمو ښکارځایونوڅخه دي ، کله چې بنده لمانځه ته پورته کیږي نو مسلمان په سرګردانی کې غورځوي اونه پوهیږي چې څورکعته یې کړي ، حضرت رسول¬اکرم صلّياللهعليهوسلّم په دي اړه داسي فرمايی :«إن أحدكم إذا قام يصلي جاءه الشيطان فلبس عليه حتى لا يدري كم صلّی فإذا وجد ذلك أحدكم فليسجد سجدتين وهو جالس»؛کله چې یوله تاسې لمانځه ودریږی ، شیطان ورسره په لمانځه کې داخلیږي ، اودلمانځه امرورته مشتبه ګرځوي ، په دې ډول چې نه پوهیږي څورکعته یې وکړل، کله چې دغسي شک چاته وغورځید دلمانځه په پاي کې دي دسهوي سجده وکړي.(متفقعليه)
د: ځیني وخت دشیطان وسوسي خطرناک حدته ورسیږي اودمومن دعقیدي تربریده ځان ورسوي، مثلا دمومن په زړه کې شیطان وسوسه اچوي چې العیاذباالله دقیامت راتلل به یقیني وي کنه ،دوزخ اوجنت اودحساب او حشرورځ به وي کنه اوداسي نور ...... په دې کې شیطان یومومن په وسوسوکې ګرفتارول غواړي ؛ خو دشریعت حکم دادی چې ترڅو یې په دغو وسوسو عمل نه وي کړی اویايي په ژبه تلفظ نه وي کړی په دغوخیالاتو اووسوسو ایمان ته زیان او تاوان نه رسیږي اومومن دایمان له دایري څخه نه ووځي .
لکه چې په دې باب حضرت رسول¬اکرم صلّياللهعليهوسلّم ارشادمبارک دی .
عن ابی هريرة رضياللهعنه قال: قال رسول الله صلّياللهعليهوسلّم: «إن الله تجاوز عن أمتي ما وسوست به صدورها ما لم تعمل أو تتكلم»؛ له حضرت ابوهریره رضياللهعنه څخه روایت دي چې رسولاکرم صلّياللهعليهوسلّم وفرمایل:الله تعالی زما امت دهغوخیالونواووسوسوله امله چې دهغوپه زړونوکې راځي معاف کړی اوپرهغوی به ترهغومؤاخذه نه وي ترڅو یې چې پرې عمل او په ژبه تلفظ نه وي کړی.(متفقعليه)
کله ناکله دانسان په زړه کې داسې نامطلوبي اوله تحمل څخه وتلي اوحتی ملحدانه وسوسي اوپوښتني ځای ونیسي چې دمومن زړه او مغز له اضطراب سره مخ کوی ، خو مهربان رب جل جلاله بیاهم دخپلې لوریني اومرحمت څادرله مومن څخه نه لیري کوي ترڅو چې دګمراهی قصدي او عملي هلاکت ته ورټوپ نکړي، له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی ( جاء ناس من أصحاب النبي صلّياللهعليهوسلّم فسألوه: إنا نجد في أنفسنا ما يتعاظم أحدنا أن يتكلم به. قال: «وقد وجدتموه؟» قالوا نعم. قال:«ذاك صريح الإيمان»؛یوشمیرصحابه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل چې زمونږ حال داسي دی چې کله ناکله داسي وسوسي زمونږپه زړونوکې پیداکیږي چې هغه په خولي راوړل مونږ ته ناشوني اوسختي دي ، رسول کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې ایاستاسي حال همداسي دی ؟ هغوی ورته وویل چې هو !زمونږ حال همداسي دی ، ورته یې وفرمایل چې داستاسي دصریح اوخالص ایمان نښه ده.(مسلم)
حضرت امدادالله مهاجر مکی رحمهالله ددې حدیث په تشریح کې فرمايي : وسوسه دشیطان په فعالیت رامنځته کیږي ، ځکه چې هغه دایمان غل اوسارق دی ، هغه تل په دې لټه اوکوشش کې وي چې څنګه ایمان اومومن ته زیان اوضررورسوي اوسره جدایې کړي ، له شک پرته غل هغه کور اوځای ته داخلیږي چې هلته څه ویني اوسرمایه پکې موجوده وي ، که کوم ځای اوکور خالي اوهسي مخروبه وي هلته هیڅکله هم غل نه ځي ، نو چې شیطان دمومن په زړه کې وسوسي اچوي هغه ددې خبري ښکارندويی کوي چې دمومن په زړه کې دایمان لویه سرمایه پرته ده ، نو په یوچل اوفریب ترینه هغه سرمایه لوټل اوضایع کول غواړي اوچې دچاپه زړه کې دایمان سرمایه اوشتمني نه و ي موجوده شیطان هیڅکله هلته نه داخلیږي اونه وسوسوي وراچوي.(اصلاحیخطبات:9/158)
له وسوسو څخه نجات
الله تعالی انسان له وسوسوڅخه دخلاصون لپاره خپل رحمت اودحق حمایت ته رابولي او له شیطاني وسوسوڅخه دنجات یواځینی لار الهي فرمامینوته سرایښودل دي ،چې دغه کار په خپله دشیطاني دوکو او فریبونو په مقابل کې لوی سپرګرځي اومخه یې ډب کوي، الله تعالی فرمايي (وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ)؛ کچیري دشیطان له لوري تاسي ته وسوسه ورسیده ،نو الله تعالی ته پناه یوسی ، بیشکه چې هغه اوریدونکی اوپوه دی .(اعراف:200)
خو پناه وړل هم مرتبي لري ، په ژبه پناه داده چې انسان کله له شیطاني وسوسي سره مخ شو نو په ژبه دي ووايي ( اعوذ بالله من الشیطان الرجیم. بله مرتبه دپناه وړلو الله ته دزړه ده ، چې په خپل ټول قوت اوتوجه به دالله تعالی قدرت ته ځان تسلیموي ، دمغفرت اوعفوي التجابه کوي، په دې ډول به انسان له معصیت اوانحراف څخه نجات پیداکوي اوپه شیطان به غلبه مومي
یوه بله دنجات لاراودوسوسي نسخه داده چې مسلمان به په خپل عبادت اوالهي پیروي کي دمحکمي ارادي لرونکی وي ، وسوسي ته به ارښت نه ورکوي ، مثلا که په لمانځه کې هرڅومره وسوسه ورولویده چې کیدای شي لمونځ یې ناقص کړی وي ، اهمیت دي نه ورکوي ، بلکي هرڅه دي الله تعالی ته سپاري .
رسول الله صلّياللهعليهوسلّم دوسوسو ددفع لپاره دغه دعافرمایلي دي چې په کثرت سره بایدوویل شي .: «اللَّهُمَّ اجْعَل وساوس قلبِي خشيتك وذكرك واجعل همي وهواي فيما تحب و ترضى»؛ یاالله! زما دزړه وسوسي ستاله ویري اویادڅخه وګرځوي ، اوزماغم اووهم په هغه څه کې راولي چې ته یې خوښه وي . (أبوشجاعالديلمي)
افغانستان